د مدینې په ښځو کې د حضرت فاطمه(س) خطبه

د wikishia لخوا

د مدینې په ښځو کې د حضرت فاطمه(س) خطبه یا د عیادت خطبه د خلافت د غصبولو په اعتراض کې د ښځو په ټول کې د پېغمبر(ص) د لور حضرت زهرا (س) خطبه ده. دغه خبرې یې د هغه ناروغۍ په بسترې کې کړې چې د حضرت فاطمه (س) د شهادت سبب شوې. دغه خطبه د پېغمبر(ص) له رحلته د وروسته حالت د انځورولو، د اسلامي ټولنې د راتلونکي په اړه د خبرداري او د فصاحت او بلاغت په وجه مهمه ګڼل شوې ده.

حضرت فاطمه (س) د عیادت په خطبه کې له پیمان ماتوونکو د برائت په اعلان او په هغوي پسې د تلونکو خلکو د غندنې په ترڅ کې، د هغوي بې وفایي انځوروي او په څو محورونو کې د موجودو حالاتو په بیانولو سره، د مسلمانانو لپاره د ناوړه راتلونکي اټکل، د علوي حکومت ځانګړنې، د مدینې د خلکو فکري کمزوري او د نظرونو اختلاف، د حکومت د فساد په وړاندې د خلکو مسوولیت او د سقیفې د څېرې انځورونه او څرګندونه کوي.هغه په دې خطبه کې د قرآن په څو ایتونو منجمله د هوا او هوس د پېروي د انجام په باره کې د مائدې سورې په ۸۰ ایت، د هغو کسانو د ملامتیا په باره کې چې د حق پېروي نه کوي د اعراف سورې په ۹۶ ایت، او د زمر سورې په ۵۱ ایت او د رهبرۍ لپاره د غوره کسانو په باره کې د یونس سورې په ۳۵ ایت هم استناد کوي.

د مهاجرو او انصارو ښځو په مینځ کې د حضرت زهرا(س) خطبه په مختلفو طرقو سره د شیعه سني روایي کتابونو کې راغلې ده. دا خطبه همداراز د دیني څېړاندو له خوا د حضرت فاطمه(س) له ژوند سره په اړوندو کتابونو او د هغې بي بي د خطبې په شرحو کې تشریح شوې ده.

معرفي او اهمیت

د مدینې د خلکو په مینځ کې د حضرت زهرا(س) خطبه یا عیادت خطبه، هغه خبرې دي چې حضرت فاطمه(س) د بیمارۍ په بسترې کې چې د هغې له امله شهیده شوه هغو ښځو ته چې پوښتنې ته یې راغلې وې، ورکړه.[۱] د عیادت کوونکو ښځو د شمېر په باره کې او دا چې دا څوک وې، کره معلومات نیشته[۲] البته په بلاغات النساء[۳] او په نهج البلاغې په شرح ابن‌ابی‌الحدید[۴] کتابونو کې راغلي دي چې یو شمېر مهاجرې او انصارې ښځې د حضرت فاطمه حضور ته ورغلې وې او په یعقوبي تاریخ کې ذکر شوي چې د پېغمبر(ص) مېرمنې او د قریشو یو شمېر ښځې د هغې پوښتنې ته ورغلې وې.[۵]

ځینې څیړاندي د مدینې په ښځو کې د فاطمه زهرا(س) وینا د فصاحت او بلاغت او حیرانوونکې مینځ پانګې لرونکې ګني.[۶] د هغوي په وینا هغه شناخت ته په پام سره چې حضرت فاطمې له نوخېزې اسلامي ټولنې لرله او په خپلو مخاطبانو د لا ډېر تاثیر لپاره یې په دې خطبه کې د وینا له ډېرو تاکتیکونو لکه اظهاري تاکتیک، عاطفي او ترغیبي تاکتیکونو استفاده کړې ده.[۷] دا متن همداراز پر مدینې له واکمنو بهیرونو او مسایلو د حضرت فاطمې د اګاهۍ او پوهې ښوونکې ګڼل شوې ده.[۸]

د تقلید مرجع مکارم شیرازي دا خطبه د فدکیه خطبه په شان د رسا او میړنتوب د آهنګ او البته د غمجنوونکي لحن لرونکې ګڼي.[۹] د هغه په وینا که څه هم حضرت فاطمه باندې ډېر زیات ظلم شوی و او د هغې په کور د یرغل په واقعې کې د لګېدلو ټپونو له امله د ناروغې په بستره کې پرته وه؛ خو په دې خطبه کې یې د خپل حال هیڅ نه دي ویلې او د ټولو خبرو چورلیز د خلافت غصب، د علي(ع) (مظلومیت) او د دغه لویې بې لارۍ راتلونکي خطرات و او دا د خدای په وړاندې د هغې د رضا او تسلیم د مقام او سرښندنې نښه ده.[۱۰]

د خطبې د ورکولو زمینه

حضرت فاطمه د عمر په وروستیو ورځو کې ( په کور یې د یرغل له پېښې وروسته) د ناروغۍ په بسترې پرېوته او مهاجرې او انصارې ښځې یې پوښتنې ته ورغلې.[۱۱] د پوښتنه کوونکو ښځو د ارادې په اړه ویل کیږي چې د حضرت زهرا په اړه د ترخو پېښو د واقع کېدو په وجه مهاجرو او انصارو سړو ځانونه مسوول ګڼل؛ له همدې امله یې خپلې ښځې دغه کتنې ته ولېږلې چې د خپلې ګناه پېټی کم کړي او خپل ضمیر راضي کړي.[۱۲] همداراز ځینې باوري دي چې د وخت له واکمن سره د پېغمبر(ص) د کورنۍ د اړیکو د ښه کولو او د مدینې د فضا د ارامولو لپاره سیاسي محرکات هم د دغه کتنې یوه انګېزه وه.[۱۳]

د خطبې مینځ پانګه

«ستاسو له دنیا ډېره بېزاره یم او سړي مو خپل دښمنان ګڼم! حال او قال (وینا او کړه) مې یې وازمایل او څه یې چې وکړل ډېره ترې خپه یم او هغه مې څنګ ته پرېښودل.»[۱۴]

حضرت زهرا(س) په عیادت خطبه کې له پیمان ماتوونکو[۱۵] د برائت د اعلان او په هغوي پسې تلونکو خلکو په غندنې سره د هغوي د بې وفایۍ یو تصویر انځوروي[۱۶] او په څو موردونو کې د موجودو حالاتو په بیانولو سره د مسلمانانو لپاره د ناوړه راتلونکي اټکل، د علوي حکومت ځانګړنې، د مدینې د خلکو فکري کمزوري او د نظرونو اختلاف، د حکومت د فساد په وړاندې د خلکو مسوولیت او د سقیفې د څېرې انځورونه او څرګندونه کوي.[۱۷] هغه په دې خطبه کې د قرآن په څو ایتونو منجمله د هوا او هوس د پېروۍ د انجام په باره کې د مائدې سورې په ۸۰ ایت د هغو کسانو د ملامتیا په باره کې چې د حق پېروي نه کوي د اعراف سورې په ۹۶ ایت، اود زمر سورې په ۵۱ ایت او د رهبرۍ لپاره د غوره کسانو په باره کې د یونس سورې په ۳۵ ایت هم استناد کوي.[۱۸]

د خلکو غندنه

فاطمه زهرا(س) د خطبې په پېل کې له واکمن بهېره[۱۹] د غولېدو او دوکه خوړلو، د انحرافي بهېر په وړاندې د چوپتیا او ورسره د ملګرتیا په وجه د مهاجرینو او انصارو غندنه کوي او له دې چې د پېغمبر(ص) په زمانه کې د هغوي وسپنیزې ارادې سستې شوې، شکایت کوي.[۲۰] او هغوي ماتو تورو او چاودېدلو نیزو ته ورته ګڼي.[۲۱] د حسینعلي منتظري په وینا دغه تشبیهات د پېغبر(ص) له رحلته وروسته د پېښو شویو حوادثو په وړاندې د مسلمانانو د فکري کمزورۍ او د نظرونو د تیتوالي ښودنه کوي[۲۲] حضرت زهرا د خلافت د غصبېدو مسوولیت د مهاجرو او انصارو په غاړه اچوي ځکه چې د واکمن بهیر تابع او منونکي شول[۲۳] او دا چې د دې شرم به همېشه په تاریخ کې د هغوي په لمنه پاتې وي.[۲۴]

له خلافته د علي(ع) د څنګ ته کولو د علتونو بیان

د خطبې په دوهمه برخه کې فاطمه له خلافته د امام علي(ع) د څنګته کولو اصلي وجه، د اسلام له دښمنانو سره د جنګ په میدانونو کې د هغه نه تسلیمېدل، میړانه، د هغه د تورو د ګوزار څکل، مرګ ته د هغه بې پروایي، د خدای په لاره کې د هغه غصه او د خدای له دښمنانو سره سازباز نه کول ګڼي.[۲۵]

د علي(ع) د حکومت ځانګړنې

فاطمه(س) د خپلې خطبې په یوه برخه کې وضاحت کوي چې که علي(ع) واکمن شوی وی، څنګه حکومت به د خلکو په نصیب شوی و. له باطله د حق جدا کول، د مشرکانو د پاتې کسانو په لاس د حکومت د لوېدو مخنیوی، د مسلمانانو لپاره د واکمن خېرخواهي او د هدایت په لاره کې له هغوی سره له زیږوالي کار نه اخستل، د حقیقت له چینې د عدالت د تږو خړوبېدل، په دنیاوي چارو پورې د واکمن نه پییلتیا، له رښتینو څخه د دروغجنو پېژندل او د الهي تقوا په وسیله په اسلامي ټولنې د برکت نازلېدل د دغه شان حکومت نښې دي.[۲۶]

د غاصبو واکمنانو د ځانګړو بیانول

حضرت زهرا د خطبې په بله برخه کې، د مسلمانانو په کار خپله حیراني څرګندوي، چې په کوم سبب په دروغجنو دوستانو پسې لاړل او نااهله مشران یې غوره کړل او په کومه هیله یې دا دومره ظلم او زیاتی و کړ.[۲۷] ځینو ویلي دي چې شاید له دغه برخې د حضرت فاطمه مطلب دا وي چې خلکو په څه دلیل، د حضرت علي او اهل بیتو(ع) په شان پیاوړې او مضبوطه اډاڼه پرېښوده او د هغو په ځای یې نور کسان انتخاب کړل.[۲۸] د هغې په تعبیر سر یې پرېښود او لکۍ یې رانیولې ده او په عوامو پسې تللې او عالم یې پرېښی دی او خپله تباهي، نیکي ګڼي. فاطمه(س) هغوي داسي فاسدان بلي چې خپل فساد ورته اصلاح ښکاري.[۲۹]

د ناکراره راتلونکي اټکل

د غلط انتخاب د پایلې په اړه خبرداری، په دې کتنه کې د حضرت فاطمې د ویناوو اخري برخه ده. هغه خلکو ته د غوڅوونکو تورو، د ظالمو او خونړیو تیري ګرو د سلطې، هر اړخیزې ګډوډۍ، او د ظالم حکومت چې د مسلمانانو شتمنۍ تباه کوي او خلک یې تیت و پرکوي، په اړه خبرداری ورکوي.[۳۰] د مکارم شیرازي په وینا شاید د فاطمه(س) اشاره د بني امیه او بني عباس حکومتونو او حجاج بن یوسف په شان کسانو او د واقعه حره په شان پېښو ته وي.[۳۱]

د فاطمې په خبره د مهاجرو او انصارو سړو غبرګون

د سوید بن غفله په وینا وروسته له هغه چې ښځو د فاطمه(س) خبرې خپلو سړو ته واورولې، په هغوي کې ځینې د بخښنه غوښتلو لپاره فاطمه ته ورغلل او په دې پلمه یې چې له ابوبکر سره یې بیعت کړی او شرعا خپل بیعت نه شي ماتول، له اهل بیتو(ع) سره له مرستې ځانونه معذوره وګڼل. حضرت زهرا(س) د دغه خبرو له اورېدو وروسته وویل: لرې شئ او له ما سره خبرې مه کوئ ځکه چې ستاسو بخښنه غوښتل رښتیني نه دي.[۳۲] او له حقه د دفاع نه کولو لپاره به هیڅ پلمه ونه لرئ او د هغو غمیزو په وړاندې چې په راتلونکي کې به راشي مسوول یئ.[۳۳]

د خطبې سرچینې

د انصارو او مهاجرو ښځو په مینځ کې د حضرت زهرا(س) خطبه هم له معصومو او هم غیر معصومو راویانو د شیعه او اهل سنتو په کتابونو کې روایت شوې ده.[۳۴] دا خطبه په څو سندونو سره نقل شوې ده[۳۵] منجمله:

شرحې

د ملکه اسلام کتاب انځور، اثر د میرزا خلیل کمره اي

د مدینې د ښځو په مینځ کې د حضرت زهرا(س) خطبه هم په جدا توګه او هم د نورو کتابونو په ضمن کې چې د هغه بي بي او د هغې د خطبو په شرحې کې لیکل شوي راغلې ده.

  • ملکه اسلام، شرح خطبه فدکیه و خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها در جمع زنان مدینه لیک د میرزا خلیل کمره‌ای.[۴۴]
  • رنج‌نامه کوثر آفرینش- شرح خطبه دوم، عیادت زنان مهاجر و انصار از حضرت زهرا(س)، لیک سید مجتبی برهانی.
  • شرح خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها و ماجرای فدک لیک د حسینعلی منتظری.[۴۵] ( د دوو خطبو خطبه فدکیه او خطبه عیادت شرحه)
  • زهرا برترین بانوی جهان تألیف ناصر مکارم شیرازي.[۴۶] ( د دوو خطبو خطبه فدکیه او خطبه عیادت شرحه د حضرت فاطمه(س) له زوکړې د پېغمبر(ص) تر رحلته پورې او له هغه وروسته د هغې بي بي د ژوند د تاریخ په ترڅ کې)
  • سیره و سیمای ریحانه پیامبر(ص) لیک د علی کرمی فریدنی.[۴۷] (د حضرت زهرا د خطبو شرح د حضرت زهرا د ژوند او فضایلو د بیان په ترڅ کې په ۲۲ برخو کې)

متن او ترجمه

د مدینې د ښځو په مینځ کې د حضرت فاطمه خطبه
متن ژباړه
وَ قَالَ سُوَیْدُ بْنُ غَفَلَةَ لَمَّا مَرِضَتْ فَاطِمَةُ س الْمَرْضَةَ الَّتِی تُوُفِّیَتْ فِیهَا دَخَلَتْ عَلَیْهَا نِسَاءُ الْمُهَاجِرِینَ وَ الْأَنْصَارِ یَعُدْنَهَا فَقُلْنَ لَهَا کَیْفَ أَصْبَحْتِ مِنْ عِلَّتِکِ یَا ابْنَةَ رَسُولِ اللهِ فَحَمِدَتِ اللهَ وَ صَلَّتْ عَلَی أَبِیهَا

ثُمَّ قَالَتْ أَصْبَحْتُ وَ اللهِ عَائِفَةً لِدُنْیَاکُنَّ قَالِیَةً لِرِجَالِکُنَّ لَفَظْتُهُمْ بَعْدَ أَنْ عَجَمْتُهُمْ وَ سَئِمْتُهُمْ بَعْدَ أَنْ سَبَرْتُهُمْ فَقُبْحاً لِفُلُولِ الْحَدِّ وَ اللَّعِبِ بَعْدَ الْجِدِّ وَ قَرْعِ الصَّفَاةِ وَ صَدْعِ الْقَنَاةِ وَ خَتْلِ الْآرَاءِ وَ زَلَلِ الْأَهْوَاءِ وَ بِئْسَ ما قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللهُ عَلَیْهِمْ وَ فِی الْعَذابِ هُمْ خالِدُونَ


لَا جَرَمَ لَقَدْ قَلَّدْتُهْم رِبْقَتَهَا وَ حَمَّلْتُهُمْ أَوْقَتَهَا وَ شَنَنْتُ عَلَیْهِمْ غَارَاتِهَا فَجَدْعاً وَ عَقْراً وَ بُعْداً لِلْقَوْمِ الظَّالِمِینَ وَیْحَهُمْ أَنَّی زَعْزَعُوهَا عَنْ رَوَاسِی الرِّسَالَةِ وَ قَوَاعِدِ النُّبُوَّةِ وَ الدَّلَالَةِ وَ مَهْبِطِ الرُّوحِ الْأَمِینِ وَ الطَّبِینِ بِأُمُورِ الدُّنْیَا وَ الدِّینِ أَلا ذلِکَ هُوَ الْخُسْرانُ الْمُبِینُ


وَ مَا الَّذِی نَقَمُوا مِنْ أَبِی الْحَسَنِ ع نَقَمُوا وَ اللهُ مِنْهُ نَکِیرَ سَیْفِهِ وَ قِلَّةَ مُبَالاتِهِ لِحَتْفِهِ وَ شِدَّةَ وَطْأَتِهِ وَ نَکَالَ وَقْعَتِهِ وَ تَنَمُّرَهُ فِی ذَاتِ اللهِ وَ تَاللهِ لَوْ مَالُوا عَنِ الْمَحَجَّةِ اللَّائِحَةِ وَ زَالُوا عَنْ قَبُولِ الْحُجَّةِ الْوَاضِحَةِ لَرَدَّهُم إِلَیْهَا وَ حَمَلَهُمْ عَلَیْهَا وَ لَسَارَ بِهِمْ سَیْراً سُجُحاً لَا یَکْلُمُ حشاشه [خِشَاشُهُ‏] وَ لَا یَکِلُّ سَائِرُهُ وَ لَا یَمَلُّ رَاکِبُهُ وَ لَأَوْرَدَهُمْ مَنْهَلًا نَمِیراً صَافِیاً رَوِیّاً تَطْفَحُ ضَفَّتَاهُ وَ لَا یَتَرَنَّقُ جَانِبَاهُ وَ لَأَصْدَرَهُمْ بِطَاناً


وَ نَصَحَ لَهُمْ سِرّاً وَ إِعْلَاناً وَ لَمْ یَکُنْ یَتَحَلَّی مِنَ الدُّنْیَا بِطَائِلٍ وَ لَا یَحْظَی مِنْهَا بِنَائِلٍ غَیْرَ رَیِّ النَّاهِلِ وَ شُبْعَةِ الْکَافِلِ وَ لَبَانَ لَهُمُ الزَّاهِدُ مِنَ الرَّاغِبِ وَ الصَّادِقُ مِنَ الْکَاذِبِ وَ لَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُری آمَنُوا وَ اتَّقَوْا لَفَتَحْنا عَلَیْهِمْ بَرَکاتٍ مِنَ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ وَ لکِنْ کَذَّبُوا فَأَخَذْناهُمْ بِما کانُوا یَکْسِبُونَ وَ الَّذِینَ ظَلَمُوا مِنْ هؤُلاءِ سَیُصِیبُهُمْ سَیِّئاتُ ما کَسَبُوا وَ ما هُمْ بِمُعْجِزِینَ


أَلَا هَلُمَّ فَاسْمَعْ وَ مَا عِشْتَ أَرَاکَ الدَّهْرَ عَجَباً- وَ إِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ لَیْتَ شِعْرِی إِلَی أَیِّ سِنَادٍ اسْتَنَدُوا وَ إِلَی أَیِّ عِمَادٍ اعْتَمَدُوا وَ بِأَیَّةِ عُرْوَةٍ تَمَسَّکُوا وَ عَلَی أَیَّةِ ذُرِّیَّةٍ أَقْدَمُوا وَ احْتَنَکُوا لَبِئْسَ الْمَوْلی وَ لَبِئْسَ الْعَشِیرُ وَ بِئْسَ لِلظَّالِمِینَ بَدَلًا اسْتَبْدَلُوا وَ اللهِ الذَّنَابَی بِالْقَوَادِمِ وَ الْعَجُزَ بِالْکَاهِلِ فَرَغْماً لِمَعَاطِسِ قَوْمٍ یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ یُحْسِنُونَ صُنْعاً ... أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَ لکِنْ لا یَشْعُرُونَ- وَیْحَهُمْ أَ فَمَنْ یَهْدِی إِلَی الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ یُتَّبَعَ أَمَّنْ لا یَهِدِّی إِلَّا أَنْ یُهْدی فَما لَکُمْ کَیْفَ تَحْکُمُونَ


أَمَا لَعَمْرِی لَقَدْ لَقِحَتْ فَنَظِرَةٌ رَیْثَمَا تُنْتَجُ ثُمَّ احْتَلَبُوا مِلْءَ الْقَعْبِ دَماً عَبِیطاً وَ ذُعَافاً مُبِیداً هُنَالِکَ یَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ وَ یُعْرَفُ الْبَاطِلُونَ غِبَّ مَا أُسِّسَ الْأَوَّلُونَ ثُمَّ طِیبُوا عَنْ دُنْیَاکُمْ أَنْفُساً وَ اطْمَأَنُّوا لِلْفِتْنَةِ جَاشاً وَ أَبْشِرُوا بِسَیْفٍ صَارِمٍ وَ سَطْوَةِ مُعْتَدٍ غَاشِمٍ وَ بِهَرْجٍ شَامِلٍ وَ اسْتِبْدَادٍ مِنَ الظَّالِمِینَ یَدَعُ فَیْئَکُمْ زَهِیداً وَ جَمْعَکُمْ حَصِیداً فَیَا حَسْرَتَی لَکُمْ وَ أَنَّی بِکُمْ وَ قَدْ عَمِیَتْ عَلَیْکُمْ أَ نُلْزِمُکُمُوها وَ أَنْتُمْ لَها کارِهُونَ


قَالَ سُوَیْدُ بْنُ غَفَلَةَ فَأَعَادَتِ النِّسَاءُ قَوْلَهَا ع عَلَی رِجَالِهِنَّ فَجَاءَ إِلَیْهَا قَوْمٌ مِنَ الْمُهَاجِرِینَ وَ الْأَنْصَارِ مُعْتَذِرِینَ وَ قَالُوا یَا سَیِّدَةَ النِّسَاءِ لَوْ کَانَ أَبُو الْحَسَنِ ذَکَرَ لَنَا هَذَا الْأَمْرَ قَبْلَ أَنْ یُبْرَمَ الْعَهْدُ وَ یُحْکَمَ الْعَقْدُ لَمَا عَدَلْنَا عَنْهُ إِلَی غَیْرِهِ فَقَالَتْ ع إِلَیْکُمْ عَنِّی فَلَا عُذْرَ بَعْدَ تَعْذِیرِکُمْ وَ لَا أَمْرَ بَعْدَ تَقْصِیرِکُمْ.[۴۸]

په احتجاج کتاب کې له سوید بن غفله روایت شوی چې:کله چې فاطمه علیها السلام ناروغه شوه په هغه بیمارۍ چې د هغې بي بي د رحلت سبب شوه، د ناروغۍ په سختېدو سره یې د انصارو او مهاجرو یو شمېر ښځې راغونډې شوې او هغې ته یې سلام وکړ او وې ویل: ای د خدای د رسول لورې! ناروغي دې څنګه ده او څنګه ورسره ګوزاره کوې؟ هغې بي بي د سبحان خدای ستاینه وکړه او په خپل پلار یې درود ولېږه.

بیا یې وویل: حال مې داسې دی چې ستاسو له دنیا ډېره وېزاره یم او ستاسو سړي خپل دښمن ګڼم! کړه او وېنا مې یې وازمویله او څه یې چې وکړل، پرې ډېره خپه یم او هغوي مې څنګ ته پرېښودل. ځکه چې د زنګ وهلو تورو په شان پڅ او د نېزې په شان دوه ټوټې شوي، او د تیارو او نیمګړو لیدتوګو څښتنان دي. له ځانه مخکې یې څومره بده توښه ولېږله. د خدای قهر یې په ځان واخیست او په اور او عذاب کې تل پاتې دي.


له ناچارۍ مې د چارو واګې او دندې د هغوي په غاړه واچولې، د کار دروندوالی او مسوولیت مې هغوي ته پرېښود او د انصاف وژلو شرم مې په هغوي بار کړ. ابدي نفرین دې وي په دغه مکارانو، لرې دې وي د حق له رحمته دغه ظالمان، افسوس دې وي پر دوي! په کوم سبب یې د حق تمرکز د هغه په خپل مقام کې کښې نه ښوده؟ او په دې طریقه یې خلافت د نبوت له ستنو لرې کړ او له هغه منزله چې د جبراییل د نازلېدو ځای و، بل ځای ته یووړ او د دین او دنیا د کارپوهانو له لاسه یې وویسته! خبردار اوسئ چې دا ډېر لوی تاوان دی!


څه شې سبب شو چې د علي علیه السلام بدوینه وکړي؟ د هغه بد یې وویل؛ ځکه چې تورې یې، خپل پردی، مېړنی او ډارن نه پېژنده. پوه شول چې هغه مرګ ته هیڅ پام نه کوي. وې لیدل چې هغه پرې څنګه ناتار کوي او هغوي د فنا ګړنګونو ته غورځوي او ځینې د سزا او د نورو د عبرت لپاره باقي پرېږدي. د خدای په کتاب پوه او مسلط، او غصه یې د خدای لپاره وه. په خدای قسم، که د حق له ښکاره او څرګندې لارې نه وو بې لارې شوې او د روښانه او جوتو حجتونو او دلیلونو له منلو یې سرنه وی غړولی، هغوي به یې نیغې لارې ته بوتللې وو او د هغوي د کږلارۍ او بې لارۍ مخه به یې نیولې وه. په خدای قسم، که سړو مو د علي له لاسه د چارو واګې په نه وتلو ټینګار کړی وای او د کار تدبیر یې هغه شان چې پېغمبر هغه ته سپارلی و د هغه په لاس کې ورکړی وای، علي به هغوي په اسانۍ سره په لاره بوتللې او دا اوښ به یې په سلامتۍ سره منزل ته رسولی و، هغه شان چې د دغه اوښ تګ به نه ستونزمنېده. علي به هغه صفا او پراخ او ډک اوبځای ته بوتللی و چې اوبه به یې په غاړو رابهېدې او هیڅکله به یې د کدورت او نفرت رنګ نه و خپل کړی. هغه به دوي له دغه اوبځایه خړوب کړې وو.


علي په پټه او ښکاره د هغوي لپاره خېر او نیکي خوښوي. هغه که په مسند ناست وای هیڅکله به یې له بیت الماله ځانته پریمانه برخه نه بېلوله او د دنیا له ډېروالي او شتمنیو به یې د ضرورت تر اندازې زیات نه اخستله، دومره اوبه چې تنده سړه کړي او دومره خواړه چې خېټه مړه کړي.(دغه وخت به) زاهد انسان په دنیا کې له راغب انسانه پېژندل شوی وای او رښتینی به له دروغجن معلوم شوی و، نو په هغوي د اسمان او ځمکې برکتونه راورېدلې وو.او خدای به ډېر زر هغوي د خپلو عملونو او کردار په سبب مواخذه کړي. ځکه چې که د یو کلي هستوګنو ایمان راوړی او تقوا یې خپله کړې وای د ځمکې او اسمان برکتونه به مو په هغو نازل کړې وای. خو هغوي دروغ وویل او مونږ هغوي د هغه څه په وړاندې چې لاسته یې راوړې وو، ښکېل کړل «او په دوی کې هغه کسان چې ظلم یې وکړ د خپل عمل سزا به ډېر زر وویني هغوي به هیڅکله مونږ بې وسه ونه مومي»


راشئ! او واورئ! زمانه څه عجیبه لوبې کوي او څه لوبتکې یو په بل پسې ښکاره کوي. ای کاش پوهېدلی چې په کوم پناه ځای یې تکیه او بهروسه کړې ده؟ او کومې ستنې ته یې ډډه وهلې ده؟او کومه رسۍ یې ټینګه کړې ده؟ او په کومې کورنۍ وړاندې شوې او واکمن شوې دي؟ حیرانه یم! چې ډېر بد سرپرست یې غوره کړی او بد دوستان یې خپل کړي او ظالمانو [چې د خدای په ځای یې د شیطان اطاعت وکړ] څومره بده مبادله وکړه. دوي د څانګ لپاسه د لویو وزرو په ځای لکۍ اېښې ده، سر یې پرېښی او لکۍ یې راټینګه کړې ده. د ذلت په خاورو دې وسولیږي د هغه پوزه چې« خیال یې وکړ په دې اعمالو سره یې ښه کار کړی دی. پوه شئ چې هغوي فاسد دي، خو په خپله نه پوهیږي» وای او افسوس دې وي پر هغوي! « ایا هغه کس چې خلک نېغې لارې ته بلي د پېروۍ وړ دي که هغه کس چې په خپله لاره نه پېژني؟ افسوس پر تاسو! څومره بده فیصله کوئ»


خو په ځان قسم چې د دې نطفه غوټه شوې ده.[ او د دغه فتنې اوښه لنګه شوې ډېره زر به بچی وزېږوي] انتظار یې وکړ چې دغه فساد د اسلامي ټولنې په تنې کې خپور شي. د دغه اوښې له تیونو له دې وروسته وینه او داسې زهر چې زر وژونکي دي، ولوشئ.« دلته ده چې په باطله لاره تلونکي تاوان وویني» او کوم مسلمانان چې راروان دي پوه شي چې د اسلام د لومړیو وختونو حالات څنګه وو. زړونه به مو په فتنو سره قرار شي. زیري دې وي تاسو ته د وتلو او تېرو تورو، او د ظالم او زیاتي ګر د بریدونو، او د ټولو د چارو د ګډوډېدو او د ظالمانو د خپل سرۍ! ستاسو ولجې او حقوق به کم درکړي. او ستاسو ټولګی به په تورو سره خپور کړي. او تاسو به بې د ارمان له مېوې بل څه ونه شوکوئ. کار به مو چرته ورسیږي؟ په داسې حال کې چې « د چارو حقیقتونه په تاسو پټ شوي دی. ایا تاسو داسې کار ته وهڅوم چې ترې کرکه لرئ؟»


سوید بن غفله وایي: په ټول کې حاضرو ښځو د فاطمه علیها السلام خبرې خپلو سړو ته وویلې او تکرار یې کړې. له دې وروسته د مهاجرو او انصارو یو شمېر مشران او سپین روبي په داسې حال کې چې بخښنې یې غوښتلې او پښېماني یې څرګندوله حضرت زهرا علیها السلام ته ورغلل او هغې بي بي ته یې وویل: ای د نړۍ د ښځو سردارې! که ابو الحسن (علي علیه السلام) مونږ ته حقایق بیان کړې وای مخکې له دې چې مونږ له بل (ابوبکر)سره عهد او پیمان تړلی او پیاوړی کړی و، هیڅکله به مو له هغه مخ نه و اړولی او بل ته به نه وو ګروهېدلې. حضرت فاطمه علیها السلام وفرمایل: ما د حقایقو د بیانولو دنده لرله.(له ما نصیحت و تاسو ته) په تاسو مې غاړې خلاصې کړې. ستاسو عذر، خوښ او د قبلېدو وړ نه دی او ستاسو کوتاهي او ګناه مسلمه ده او هیڅ پلمه او توجیه ورپاره نه شي تصور کېدی.[۴۹]

tفوټ نوټ

  1. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۰۸.
  2. خشاوی، زندگانی سیاسی حضرت فاطمه زهرا(س)، ۱۳۷۸ش، ص…
  3. ابن‌طیفور، بلاغات النساء، ص۱۹.
  4. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ج۱۶، ص۲۳۳.
  5. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۱۵.
  6. کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۳۴.
  7. خزاعی و همکاران، «تحلیل خطبه عیادت بر پایه نظریه کنش گفتاری»، ص۷–۸.
  8. فتاحی‌زاده و رسولی، «اسناد و شروح خطبه‌های حضرت زهرا سلام الله علیها»، ص۱۷–۱۸.
  9. مکارم شیرازی، زهرا برترین بانوی جهان، ۱۳۷۹ش، ص۲۱۱.
  10. مکارم شیرازی، زهرا برترین بانوی جهان، ۱۳۷۹ش، ص۲۱۲–۲۱۵.
  11. خزاعی و همکاران، «تحلیل خطبه عیادت بر پایه نظریه کنش گفتاری»، ص۱۶.
  12. کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۳۴.
  13. خزاعی و همکاران، «تحلیل خطبه عیادت بر پایه نظریه کنش گفتاری»، ص۱۶.
  14. روحانی، زندگانی حضرت زهرا علیها السلام (ترجمه جلد ۴۳ بحار الانوار)، ۱۳۷۷ش، ص۵۸۰–۵۸۳.
  15. پورسید آقایی، «خطبه‌های فاطمه(س)»، ص۶۰.
  16. منتظری، خطبه فاطمه زهرا سلام الله علیها و ماجرای فدک، ۱۳۷۴ش، ص۳۷۹.
  17. منتظری، خطبه فاطمه زهرا سلام الله علیها و ماجرای فدک، ۱۳۷۴ش، ص۳۷۱؛ دشتی، فرهنگ سخنان حضرت فاطمه(س)، ۱۳۸۱ش، ص۹۰–۹۶؛ کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۳۷–۷۴۵.
  18. پورسید آقایی، «خطبه‌های فاطمه(س)»، ص۶۰.
  19. کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۳۷.
  20. مکارم شیرازی، زهرا برترین بانوی جهان، ۱۳۷۹ش، ص۲۲۱.
  21. کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۳۸.
  22. منتظری، خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها، ۱۳۷۴ش، ص۳۸۳–۳۸۴.
  23. منتظری، خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها، ۱۳۷۴ش، ص۳۸۵.
  24. مکارم شیرازی، زهرا برترین بانوی جهان، ۱۳۷۹ش، ص۲۲۲.
  25. دشتی، فرهنگ سخنان حضرت فاطمه(س)، ۱۳۸۱ش، ص۹۲؛ منتظری، شرح خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها، ۱۳۷۴ش، ص۳۹۳–۳۹۵.
  26. مکارم شیرازی، زهرا برترین بانوی جهان، ۱۳۷۹ش، ص۲۲۷–۲۲۸؛ منتظری، شرح خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها، ۱۳۷۴ش، ص۴۰۲–۴۱۰؛ کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۴۱.
  27. کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۴۲–۷۴۳؛
  28. منتظری، شرح خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها، ۱۳۷۴ش، ص۴۱۴.
  29. دشتی، فرهنگ سخنان حضرت فاطمه(س)، ۱۳۸۱ش، ص۹۴–۹۵.
  30. کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۴۴–۷۴۵؛ دشتی، فرهنگ سخنان حضرت فاطمه(س)، ۱۳۸۱ش، ص۹۵.
  31. مکارم شیرازی، زهرا برترین بانوی جهان، ۱۳۷۹ش، ص۲۳۸–۲۴۱.
  32. منتظری، خطبه فاطمه زهرا سلام الله علیها و ماجرای فدک، ۱۳۷۴ش، ص۴۲۴–۴۲۶.
  33. کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر، ۱۳۸۰ش، ص۷۴۸–۷۴۹.
  34. فتاحی‌زاده و رسولی، «اسناد و شروح خطبه‌های حضرت زهرا سلام الله علیها»، ص۱۸.
  35. مکارم شیرازی، زهرا برترین بانوی جهان، ۱۳۷۹ش، ص۲۱۵.
  36. شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۳۵۴–۳۵۶.
  37. طبری، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۲۵.
  38. ابن‌طیفور، بلاغات النساء، ص۱۹.
  39. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ج۱۶، ص۲۳۳.
  40. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۰۸.
  41. علامه حلی، خلاصه الاقوال، ۱۴۱۷ق، ص۱۶۳.
  42. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۱۵۹.
  43. منتظری، خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها و ماجرای فدک، ۱۳۷۴ش، ص ۳۷۶–۳۷۷.
  44. نگاهی به کتاب «ملکه اسلام»، کتابی در شرح خطبه‌های حضرت زهرا(س)، مندرج در سایت دارالعرفان.
  45. منتظری، شرح خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها و ماجرای فدک، ۱۳۷۴ش، ص۳۷۱–۴۲۸.
  46. مکارم شیرازی، زهرا برترین بانوی جهان، ۱۳۷۹ش، ص۲۱۱–۲۴۷.
  47. کرمی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر(ص)، ۱۳۸۰ش، ص۷۳۳–۷۴۹.
  48. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۰۸–۱۰۹.
  49. روحانی، زندگانی حضرت زهرا علیها السلام (ترجمه جلد ۴۳ بحار الأنوار)، ۱۳۷۷ش، ص۵۸۰–۵۸۳.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغه، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌طیفور، ابی‌الفضل احمد بن ابی‌طاهر، بلاغات النساء، مکتبة بصیرتی، بی‌تا.
  • برهانی، سید مجتبی، رنج‌نامه کوثر شرح خطبه دوم عیادت زنان مهاجر و انصار از حضرت زهرا سلام الله علیها، قم، حماسه قلم، ۱۳۹۹ش.
  • پورسیدآقایی، سید مسعود، «خطبه‌های فاطمه(س)، در دانشنامه فاطمی، زیر نظر علی‌اکبر رشاد، جلد سوم، تهران، سازمان انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۳ش.
  • خزاعی، محبوبه؛ خاکپور، حسین؛ حسومی، ولی‌الله، «تحلیل خطبه عیادت حضرت زهرا(س) بر پایه نظریه کنش گفتاری»، در فصلنامه تاریخ اسلام، شماره ۸۰، ۱۳۹۸ش.
  • خشاوی، شهین، زندگانی سیاسی حضرت فاطمه زهرا سلام‌الله‌علیها، تهران، نشر عابد، ۱۳۷۸ش.
  • دشتی، محمد، فرهنگ سخنان فاطمه زهرا سلام الله علیها، قم، موسسه تحقیقاتی امیرالمؤمنین، ۱۳۸۱ش.
  • روحانی، محمد، زندگانی حضرت زهرا علیها السلام، ترجمه جلد ۴۳ بحارالانوار، تهران، نشر مهام، ۱۳۷۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الاخبار، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم‏، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الإحتجاج على أهل اللجاج‏، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • طبرى آملى صغير، محمد بن جرير بن رستم‏، دلائل الامامة، قم، نشر بعثت، ۱۴۱۳ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال فی معرفه الرجال، قم، موسسه نشر الفقاهه، ۱۴۱۷ق.
  • فتاحی‌زاده، فتحیه، رسولی راوندی، محمدرضا، «اسناد و شروح خطبه‌های حضرت زهرا سلام الله علیها»، در فصلنامه تخصصی مطالعات قرآن و حدیث سفینه، شماره ۴۵، ۱۳۹۵ش.
  • کرمی فریدنی، علی، سیره و سیمای ریحانه پیامبر(ص)، قم، نشر دلیل ما، ۱۳۸۰ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیا‌ء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، زهرا(س) برترین بانوی جهان، قم، نشر سرور، ۱۳۷۹ش.
  • منتظری، حسینعلی، شرح خطبه حضرت زهرا سلام الله علیها و ماجرای فدک، قم، دفتر حضرت آیت الله العظمی منتظری، ۱۳۷۴ش.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بی تا.