تحنث
تَحَنُّث، د اسلام له ظهور څخه مخکې د قریشو د توحیدګرو ترمنځ د عبادت یوه دود و.[۱] په دې دود کې، به خلکو د روژې په میاشت کې له ټولنیز ژوند څخه لاس واخست او د حرا په غار کې به یې عبادت کاوه او له یوې میاشتې عبادت وروسته به بیرته راستنیدل او د کعبې طواف به یې کاوه.[۲]

د تاریخي راپورونو له مخې، عبدالمطلب د دې دود بنسټ ایښودونکی و[۳] او له هغه وروسته، ځینې کسان لکه ورقه بن نوفل او ابو امیه بن مغیره هم دا عمل کاوه.[۴] پیغمبر(ص) به هم له رسالت مخکې د حرا په غار کې تحنث کاوه، په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې.[۵] د رسول جعفریان په وینا، قریشو هم د عبدالمطلب د درناوي لپاره د هغه د لمسي محمد(ص) لپاره د غار د کارولو د لومړیتوب حق خوندي وساته.[۶]
ځینو لیکوالانو د تحنث په دې موده کې رسول الله(ص) سره د حضرت علي(ع) او حضرت خدیجې(س) د سره شونې خبره کړې ده،[۷] خو د قرآن څیړونکي محمود رامیار په وینا، دا ملګرتیا یوازې د خوراکي توکو او اوبو په رسولو پورې محدوده وه، او حضرت محمد(ص) په غار حرا کې یوازې عبادت کاوه.[۸] رسول جعفریان، چې یو شیعه تاریخ پوه دی، هم په دې باور دی، د ابن حزم لخوا لیکل شوي کتاب «الجوامع السیرة النبویه»[۹] په حواله وایي: حضرت محمد(ص) به پخپله د حرا غار ته د عبادت لپاره تللو، او له هغه څخه مخکې په دې اړه هیڅ جدي روایت نه لرو چې د بل چا پیروۍ ته یې اشاره کړې وي.[۱۰]
د خلوت کولو دغه دوره د پیغمبر(ص) د بعثت لپاره د لارې هوارولو په توګه ګڼل کیږي.[۱۱] له بعثت وروسته، د تحنث پر ځای په جومات کې اعتکاف شورو شو.[۱۲]
فوټ نوټ
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۳۳۹.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۱۰۵.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۸۴؛ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۱، مخ۳۳۸.
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۱، مخ۳۳۹.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق. ټوک۱، مخ۱۰۵.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۲۲۶.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۲، مخ۳۰۱؛ خویی، منهاج البراعة، ۱۴۰۰ق، ټوک۱۲، مخ۳۹.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۸۴ش، مخ۳۶.
- ↑ ابنحزم، الجوامع السیرة النبویه، دار الکتب العلمیة، مخ۳۶.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۲۲۷.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۲۲۷.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۸۴ش، مخ۳۶ و ۳۷.
سرچينې
- ابن حزم، علي بن احمد، جوامع السیرة النبویة، بیروت، دارالکتب العلمیة، بې نېټې.
- بلاذري، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت، دارالفکر، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
- جعفریان، رسول، د رسول الله سیرت، قم، دلیل ما، درېیم چاپ، ۱۳۸۳ش.
- حلبي، ابوالفرج، السیرة الحلبیة، بیروت، دارالکتب العلمیة، دوهم چاپ، ۱۴۲۷ق.
- خویي، حبیبالله، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، تهران، مکتبة الاسلامیة، ۱۴۰۰ق.
- رامیار، محمود، د قرآن تاریخ، تهران، د امیرکبیر د خپرونو مؤسسه، شپږم چاپ، ۱۳۸۴ش.
- سید رضي، محمد بن حسین، نهج البلاغة، تصحیح: صبحي صالح، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- هاشمي خویي، میرزاحبیبالله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، ژباړونکي: حسن حسنزاده آملي او محمدباقر کمرهای؛ محقق: ابراهیم میانجي، تهران، مکتبة الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۰ق.