سهل بن زیاد آدمي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

سَهْل بن زیاد آدمي (ژوندی په ۲۵۵ق کال)، په دریمه قمري پېړۍ کې شیعه محدث دی. هغه له امام جواد ، امام هادی(ع) او امام حسن عسکری(ع) روایتونه نقل کړې دي. د هغه نوم تر ۲۳۰۰ زیاتو حدیثونو په سند کې راغلی دی. سره له دې شیعه رجالیان د هغه د وثاقت په اړه د نظر اختلاف لري. ځینو کسانو لکه احمد بن علی نجاشی، ابن غضائری او سید ابوالقاسم خویي د غُلو په تور له قمه دهغه د شړل کېدو په استناد سره هغه تضعیف کړی دی. خو د وحید بهبهانی، محدث نوری او سید محمدمهدی بحرالعلوم په شان رجالیانو هغه توثیق کړی دی. د اجازې لرونکي شېخوالی، د روایتونو زیاتوالی، په هغه د کتب اربعه د لیکوالانو باور، په کتاب الرجال کې د هغه په وثاقت د شیخ طوسي تصریح او د هغه د روایتونو په اساس د فقیهانو فتوا ورکول د هغه د توثیق له دلیلونو ګڼل شوې دي.

علامه مجلسی او سید محمدمهدی بحرالعلوم په دې باور دي چې که د سهل وثاقت ونه هم منو، له دې امله چې هغه د اجازې له مشایخو و، د هغه روایتونه صحیح دي.

د سهل د رجالي شخصیت او روایتونو په اړه د هغه د وثاقت د اثبات په نظر سره ځینې اثار لیکل شوي دي. منجمله د محمد جعفر طبسي کتاب مسند سهل بن زیاد الآدمي چې په پینځو ټوکو کې یې د هغه په وسیله نقل شوي روایتونه د فقې د بابونو په ترتیب سره راغونډ کړې دي.

ژوند لیک

سهل بن زیاد آدمي په دریمه قمري پېړۍ کې د حدیثو له راویانو دی. هغه یوه موده په قم کې ژوند وکړ، احمد بن محمد بن عیسی اشعري هغه کذّاب (دروغجن) او غالي وګاڼه او له قمه یې وشړه. له دې امله په ری کې استوګن شو.[۱] همداراز سهل د ۲۵۵ ق کال د ربیع الثاني په نیمایي کې له امام حسن عسکري (ع) سره یوه مکاتبه لرلې ده.[۲] دا لیک د توحید په اړه دی او شیخ صدوق په کتاب توحید کې نقل کړی دی.[۳] د سهل کنیت ابو سعید و.[۴]

رجالي شخصیت

د شیعه رجال لیکونکي علي نمازي شاهردوي (وفات ۱۳۶۴ل) په وینا، د سهل بن زیاد د حدیثي شخصیت په اړه دوه نظریې موجودې دي:

  1. تضعیف: د نجاشی[۵] ابن غضائری،[۶] شیخ طوسی په الفهرست کې[۷] او آیت‌الله خویی[۸] په شان کسانو دا نظر دی. د دغه ډلې له دلایلو څخه سهل ته د احمد بن محمد عیسی اشعري له خوا هغه ته د غُلو او کذب نسبت او له قمه د هغه شړل دي.[۹] سره له دې نمازي شاهرودي ویلي چې د هغه په حدیثونو کې داسې څه چې د هغه په عقیدو کې د غلو یا یې د ضعف ښودنه وکړي نه دي موندلې او احتمال یې ورکړی چې هغه د غلو د نسبت سرچینه هغه روایتونه دي چې د اهل بیتو په مقام او منزل دلالت لري.[۱۰]همداراز سید محمدمهدی بحرالعلوم باوري دی چې که دغه نسبتونه صحیح وي، د نورو ضعیفو راویانو په شان به د هغه په غندنه کې هم د امامانو له خوا روایتونه راغلې وو.[۱۱]
  2. توثیق: وحید بهبهانی،[۱۲] عبدالله مامقانی، محدث نوری،[۱۳] سید محمدمهدی بحرالعلوم[۱۴] او شیخ طوسی په رجال کتاب کې[۱۵] له هغو رجالیانو دي چې هغه یې توثیق کړی دی. د دغه ډلې دلایل د هغه د روایتونو کثرت، په کتاب الرجال کې یې په وثاقت د شیخ طوسي تصریح، پر هغه د کتب اربعه د لیکوالانو په تېره بیا د محمد بن یعقوب کلیني باور [۱۶] د اجازه ورکولو شیخ والی، او د هغه د روایتونو په اساس د فقیهانو فتوا ورکول دي. ایت الله خویي احتمال ورکړی چې د رجال طوسي په کتاب کې هغه ته د توثیق نسبت ورکول د نسخه لیکونکو لخوا ورزیات شوې وي یا دا چې د شیخ طوسي له خوا د قلم سهوه شوې ده.[۱۸]

پر روایتونو باور

د علامه بحر العلوم او علامه مجلسي له نظره که د سهل د وثاقت ونه منل شي هم د هغه روایتونه صحیح او د اعتماد وړ دي. ځکه چې هغه د اجازې له مشایخو ( هغه کسان چې په حدیث کې د روایي محفوظاتو د زیاتوالي او د حدیث په نقل او ضبط کې د ځیرتیا په وجه مرجعیت لري) څخه دی.[۱۹]

د روایت نقل

په معجم رجال الحدیث کې د ایت الله خویي له نظره د سهل نوم د ۲۳۰۴ روایتونو په اسنادو کې ذکر شوی دی.[۲۰] په «سهل بن زیاد در آیینه علم رجال»،کتاب کې د حسن مهدوي په وینا، په الکافي کې ۱۵۳۷، په تهذیب کې ۴۴۲، په استبصار کې ۱۳۹، په کامل الزیارات کې نه او په من لا یحضره الفقیه او د صدوق په امالي کې درې روایتونه له هغه نقل شوي دي.[۲۱] همداراز دوه کتابونه کتاب التوحید او النوادر د هغه له اثارو ګڼل شوې دي. [۲۲]

سهل بن زیاد له امام جواد(ع)، امام هادی(ع) او امام حسن عسکری(ع) روایتونه نقل کړې دي.[۲۳] د هغه روایتونه د عقیدو او فقهي موضوعاتو په برخه کې دي. د محمد جعفر طبسي په کتاب مسند سهل بن زیاد آلادمی من اصحاب الامام الجواد و الهادی و العسکری علیهم‌السلام کې په پینځو ټوکو کې د سهل بن زیاد روایتونه د وسائل الشیعه په ترتیب سره راغونډ شوې دي. په دې کتاب کې روایتونه په پوره سند سره د مراة العقول، بحار الانوار، الوافی و شرح اصول کافی له شرحې سره راغلې دي.[۲۵]

دوتنه:دراسة فی شخصیة سهل بن زیاد و روایاته .jpg
دراسة فی شخصیة سهل بن زیاد و روایاته ، لیک د حیدر عبدالکریم مسجدی

احمد بن فضل بن محمد هاشمی، محمد بن احمد بن یحیی، محمد بن حسن بن صَفّار، ابن قولَوَیه، علی بن ابراهیم، ابوالحسین اسدی او... له هغه روایتونه نقل کړې دي.[۲۶]

ځانګړنۍ لیکنه

د سهل بن زیاد د رجالي شخصیت او روایتونو په اړه ځینې کتابونه په فارسۍ او عربۍ لیکل شوې دي منجمله:

  • «سهل بن زیاد در آیینه علم رجال» لیک د حسن مهدوی: دا کتاب د سهل د وثاقت د اثبات لپاره لیکل شوی دی.[۲۷] له سهله د راویانو او مشایخو معرفي، د هغه په اړه د رجالیانو د نظر جاج، او د سهل د روایتونو تحلیلي جاج د دغه کتاب د مهمو برخو عنوانونه دي.[۲۸] د مرکز فقهی ائمه اطهار(ع) خپرنځي دغه کتاب خپور کړی دی.
  • دراسة فی شخصيةِ سهل بن زیاد و روایاتِه لیک د حیدر عبدالکریم مسجدی: دا کتاب په الکافي کې له سهله د نقل شویو روایتونوپه چورلیزتوب او په عربۍ ژبه لیکل شوی دی. د سهل د شخصیت، له هغه د راویانو او د سهل د مشایخو جاج د دغه کتاب له عناوینو څخه دي. [۲۹]
  • سهل بن زیاد الآدمی بین الوثاقة و الضعف لیک د محمدجعفر طبسی دا کتاب مرکز فقهی ائمه اطهار(ع) خپرنځي خپور کړی دی.

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنۍ لینک