منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د بقره سورې ۱۰ آیت

د wikishia لخوا
د بقره سورې ۱۰ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتبقره سوره
د آیت شمېر۱۰
جزء۱
د منځپانګې معلومات
موضوعاعتقادي
په اړهد منافقینو په زړونو کې ناروغۍ


د بقره سورې ۱۰ آیت د منافقینو په زړونو کې د ناروغۍ شتون ته اشاره کوي، او دا چې خدای به یې نوره هم ورزیاتوي.[۱] دا آیت د بقره سورې په لومړنیو آیتونو (۸ تر۲۰) کې راغلي دي او منافقین معرفي کوي او ځانګړتیاوې او چلندونه یې بیانوي.[۲]

فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ


د هغوي په زړونو کې یو ناروغي ده، او خدای د هغوي ناروغي زیاته کړې، او د هغه څه (په سزا کې) چې دوي به په دروغه ویل ورته دردناک عذاب دی.



بقره سوره، ۱۰ آیت

یو شمیر شیعه مفسرین، د دې آیت په دلیل سره، منافقت او دروغ د منافقینو له ځانګړتیاوو څخه ګڼي[۳] او دا یو ډول روحي ناروغۍ[۴] دوامدارې ناروغۍ ګڼي.[۵]‌‌

د روح او زړه د ناروغۍ په تفسیر کې مختلف نظرونه وړاندې شوي دي. ځینو دا په خدای[۶] او دین[۷] کې د شک په توګه تفسیر کړی دی، پداسې حال کې چې نورو دا د پیغمبر(ص) په وړاندې د نفاق[۸] کفر، کرکې[۹] یا حسد په توګه تفسیر کړی دی.[۱۰]

د «فَزادَهُمُ اللَّهُ مَرَضاً» (نو الله دوی په ناروغي نوره هم زیاته کړه) عبارت په تفسیر کې ویل شوي چې خدای له پيله د خلکو زړونه او روحونه نه ناروغه کوي؛[۱۱] بلکه، د زړه ناروغي او د هغې زیاتوالی د هغه کس لخوا د ګمراهۍ د لارې د غوره کولو له امله وي.[۱۲] نور دا عبارت یو ډول نفرین او لعنت ګڼي، پدې معنی چې خدای د دوي ناروغي زیاتوي.[۱۳]

په آیت کې د «یَکْذِبُون» کلمه د ځینو لخوا د اعتقادي دروغو په توګه تفسیر شوې، یعنی د خدای او پیغمبر(ص) دروغ ګڼل.[۱۴] او نور دا لفظي دروغ ګڼي.[۱۵] په ځینو قرائتونو کې، د «یَکْذِبُون» په ځای د «یُکَذِّبُون» کلمې کلمه کارول شوې، چې د تکذیب په معنی ده چې له دروغو څخه لوړ دی؛ ځکه چې تکذیب دې ته ویل کیږي چې یو ریښتینی کس ته د دروغو نسبت ورکړی شي.[۱۶]

په ځینو روایتونو کې، له امام علي(ع) سره د بیعت دروغ ګڼل او تړون ماتول د دې آیت د مصداق په توګه یاد شوي دي.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. رضایی، تفسیر قرآن مهر، ټوک۱، مخ۱۷۸.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخ۹۳.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخ۹۴.
  4. رضایی، تفسیر قرآن مهر، ټوک۱، مخ۱۷۸.
  5. مدرسی، من هدى القرآن، ټوک۱، مخ۱۰۶.
  6. طباطبایی، الميزان، ټوک۵، مخ۳۷۸.
  7. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱، مخ۱۳۵.
  8. شیخ طوسى، التبیان، ټوک۱، مخ۷۲؛ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱، مخ۱۳۵.
  9. طبرسی، جوامع الجامع، ټوک۱، مخ۲۰.
  10. فیض کاشانی، الأصفى في تفسير القرآن، ټوک۱، مخ۱۴.
  11. جوادی آملی، تسنیم، ټوک۲، مخ۲۶۳.
  12. جوادی آملی، تسنیم، ټوک۲، مخ۲۶۳؛ رضایی، تفسیر قرآن مهر، ټوک۱، ۱۷۸-۱۷۹مخونه.
  13. شیخ طوسى، التبیان، ټوک۱، مخ۷۲.
  14. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱، مخ۱۳۵؛ جوادی آملی، تسنیم، ټوک۲، مخ۲۶۹.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱، مخ۱۳۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخ۹۴.
  16. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱، مخ۱۳۵.
  17. حسن بن على، التفسیر المنسوب إلى الإمام الحسن العسکری(ع)، ټوک۱، مخ۱۱۴.

سرچينې

  • جوادي آملي، عبدالله، تسنیم، قم، اسراء، اتم چاپ، د ۱۳۹۰ل ژمی.
  • حسن بن علي، التفسیر المنسوب إلى الإمام الحسن العسکري(ع)، د امام مهدي(ع) مدرسې څېړنه، قم، مدرسة الإمام المهدي(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • رضايي اصفهاني، محمدعلي، تفسیر قرآن مهر، قم، د قرآن د تفسیر او علومو څېړنې، ۱۳۸۷ل.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، د احمد قصیر عاملي څېړنه، بیروت، دار احیاء التراث العربي، لومړی چاپ، بې نېټې.
  • طباطبايي، محمد حسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، قم، د قم علمي حوزه د قم مدیریت مرکز، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، د محمدجواد بلاغي څېړنه، تهران، ناصرخسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ل.
  • فیض کاشاني، محمدمحسن، الأصفی في تفسیر القرآن، قم، مکتب الإعلام الإسلامي، ۱۳۷۶ل.
  • مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.