منځپانگې ته ورتلل

د ابراهیم څلور مرغۍ

د wikishia لخوا
معجزې او ارهاصات
معجزه/ارهاص اړوند شخصیت
شق القمر حضرت محمد(ص)
قرآن حضرت محمد(ص)
رد الشمس حضرت محمد(ص)
په زانګو کې خبرې کول حضرت عیسی
د موسی امسا حضرت موسی
ید بیضا حضرت موسی
موسی سره د خداي خبري کول حضرت موسی
د صالح اوښه حضرت صالح
الوتونکې غالیچه حضرت سلیمان
حیواناتو سره خبرې کول حضرت سلیمان
د څلورو مارغانو ژوندي کېدل حضرت ابراهیم
د اور سړېدل حضرت ابراهیم
د مریم بي بي امیدواره کېدل د عیسی مور مریم
د عزیر نبي ژوندي کېدل حضرت عزیر

د ابراهیم څلور مرغۍ، د هغه څلورو مرغیو کیسې ته اشاره کوي چې حضرت ابراهیم(ع) ووژلې او بیا یې بیرته د هغوي ژوندي کیدل ولیدل. دا پیښه په قرآن کریم کې د بقره سورې په ۲۶۰ آیت کې بیان شوې ده او د حضرت ابراهیم(ع) د ژوند له خارق العاده (غیر معمولي) پیښو څخه ګڼل کیږي.

په اسلامي روایتونه وایي چې حضرت ابراهیم(ع) د سمندر په غاړه د تیریدو په وخت کې د یو مړي ټوټې ولیدلې چې ځناور ورباندې لګیا وو خوړې یې. دې صحنې هغه فکر کولو ته اړ کړ چې مړي څنګه ژوندي کیږي او هغه له خدایه وغوښتل چې هغه ته وښيي چې مړي څنګه ژوندي کیږي. خدای هغه ته امر وکړ چې څلور ډوله مرغۍ غوره کړي، ټوټې ټوټې یې کړي او د دوي برخې په غرونو کیږدي او بیا ورته غږ وکړي. په دې غږ سره، مرغۍ له ویشل شویو برخو څخه راټولې شوې او ژوندۍ شوې. دې پیښې حضرت ابراهیم(ع) ته د زړه اطمینان ورکړي چې خدای پاک دا قدرت لري چې مړي ژوندي کړي.[۱]

ځینو دا کیسه یوه تمثیل کیسه ګڼلې ده، خو مفسرین، په دې نظر نیوکه کوي، دا پیښه ریښتینې ګڼي. له شیعه تفسیرونو څخه، تسنیم تفسیر دا مسله په تفصیل سره څیړلې ده.[۲]

د څلورو مرغانو د ډول په اړه مختلف نظرونه شته. د امام صادق(ع) د روایت له مخې، دا مرغان طاووس، چرګ، کوتره او کارغه وو.[۳] سني سرچینې هم طاووس یادونه کوي، خو د نورو دریو مرغانو په اړه اختلاف شتون لري، او ځینې مرغان لکه چرګ، بتک، کارغه، عقاب، بته، هدهد او شترمرغ ذکر شوي دي.[۴]

ځینو مفسرینو دا څلور مرغان د انسان د اخلاقي ځانګړتیاوو سمبول ګڼلي دي؛ لکه طاووس د تکبر سمبول دی، چرګ د شهوت سمبول دی، کوتره د تفریح او غفلت سمبول دی، او کارغه د اوږدو اوږدو هیلو او غوښتنو سمبول دی.[۵]

د مثنوي معنوي په پنځم کتاب کې، د بلخ مولانا څلور مرغان هم د انسان د حسي ځانګړتیاوو د مثال په توګه معرفي کړي دي.

فوټ نوټ

  1. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۸، مخ۳۰۵، ح۴۷۲؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک ۷، مخ۳۶، و ټوک۱۲، مخ۶۱.
  2. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۸ش، ټوک۱۲، مخ۲۹۶.
  3. عیاشی، تفسیر عیاشی، ۱۳۸۰ش، ټوک۱، مخ۱۴۲.
  4. فخر رازی، تفسیر کبیر، ۱۴۰۵ق، ټوک۷ مخ۴۵.
  5. مکارم، تفسیر نمونه، ۱۳۷۳ش، ټوک۲، مخ۳۵۳.

سرچينې

  • جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، قم، نشر اسراء، ۱۳۸۸ل.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، تفسیر الکبیر، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۰۵ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر عیاشی، چاپخانه علمیه، تهران، ۱۳۸۰ل.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه‌، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۳ل.