د نسخ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| د آیت نوم | د نسخ آیت |
| په سورت کې موقعیت | بقره |
| د آیت شمېر | ۱۰۶ |
| جزء | ۱ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نازلیدو شأن | د ځینو شرعي احکامو د بدلون له امله د یهودو او مشرکانو له خوا پر پیغمبر(ص) پيغور |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | اعتقادي |
| په اړه | د مصلحت له امله د ځینو احکامو له منځه وړل او پر ځای یې د بل حکم راوستل |
| اړونده آیتونه | د نحل سورې ۱۰۱ آیت |
د نسخ آیت د بقره سورې ۱۰۶ آیت دی[۱]، چې د یو حکم د اعتبار پای ته رسیدو او په ځای یې د بل حکم د راتلو مسلې ته اشاره کوي.[۲] د علامه طباطبایي په وینا، د نسخ اصطلاح له دې آیت څخه اخیستل شوې ده[۳] او هغه په دې باور دی چې که د قرآن یو آیت منسوخ شي، د هغې شرعي حکم منسوخ کیږي، خو د هغې فصاحت او معجزه پاتې کیږي.[۴]
دا آیت د احکامو په تشریع باندې او د بندګانو د ګټو په تشخیص باندې د خدای د حاکمیت دلیل ګڼل شوی دی.[۵] مؤمنان باید د احکامو د منسوخ کیدو په مسله کې په شک کې نه شي.[۶]
مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
﴿ مونږ چې هر آيت نسخ کړو (حکم يې بدل کړو) او يا يې له يادونو وباسو تر هغې ښه يا هغې ته ورته آيت راوړو، آيا نه پوهيږئ چې خدای په هر څه قادر دی؟
بقره سوره، ۱۰۶ آیت
د نسخ آیت د نازلیدو سبب پیغمبر(ص) ته د مشرکینو او یهودیانو پيغور ګڼل شوي دي.[۷] هغوي به د ځینو احکامو منسوخیدل او بدلول، لکه د بیت المقدس څخه کعبې ته د قبلې بدلول، د پیغمبر(ص) په نظرونو د تناقض نښه ګڼله.[۸] هغوي به قرآن د پیغمبر(ص) کلام ګڼه، نه د خدای کلام.[۹]
د دې عبارت «له هغې غوره یا هغه شان) په اړه، دا تعبیر شوی چې که چیرې یو حکم نسخ شي، نو نوی حکم باید د پخواني حکم څخه غوره وي. خو قرآن کریم د پخواني حکم «په شان» حکم راوړلو امکان هم یادوي. دا پدې معنی تفسیر کیږي چې نوی حکم لازمي نه ده چې د پخواني حکم څخه غوره وي، بلکې یوازې د خپل وخت شرایطو او مصلحتونو سره مناسب وي. یو حکم کیدی شي په تیرو وختونو کې ګټور وي، او لکه څنګه چې حالات بدلیږي، نو یو نوی حکم یې ځای نیسي چې یا له هغې غوره وي یا لږترلږه مساوي وي او اوسني اړتیا پوره کوي.[۱۰]
- نسخ یوازې شرعي احکامو پورې محدود ندي او تکویني چارو ته هم شاملیدی شي.[۱۱]
- هغه څه چې په ځای یې راځي د بشپړتیا او مصلحت له مخې د منسوخ شوي په څیر ځانګړتیاوې لري.[۱۲]
- د ناسخ او منسوخ ترمنځ ظاهري تناقض د ګډې ګټې یا د وخت په تیریدو سره د ګټې بدلون په پام کې نیولو سره حل کیږي؛ ځکه چې احکام د وخت د اړتیاوو او د هغه دورې د ګټو پراساس تشریع کیږي. دا مسئله د مختلفو پیغمبرانو لپاره او همدارنګ د هغه احکامو په هکله چې د یو پیغمبر په وخت کې صادریږي، راځي.[۱۳]
فوټ نوټ
- ↑ طالقانی، پرتوی از قرآن، ۱۳۶۴ش، ۱ټوک، ۲۶۲مخ؛ عفانه، الرای الصواب فی منسوخ الکتاب، ۱۴۱۲ق، مخ۱۹.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ۱ټوک، ۳۴۶-۳۴۷مخونه؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ۱ټوک، ۲۴۹-۲۵۰مخونه.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ۱ټوک، ۲۴۹-۲۵۰مخونه.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، ۲۵۰مخ.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، مخ۳۸۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ۱ټوک، ۳۸۹مخ.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ۲ټوک، ۹۹مخ.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ۱ټوک، س۱۷۰؛ واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ۳۷مخ.
- ↑ طبرانی، تفسیر القرآن العظیم، ۲۰۰۸م، ۱ټوک، ۲۲۳-۲۲۴مخونه.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ۱ټوک، ۳۹۵مخ.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ۱ټوک، ۲۵۲مخ.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ۱ټوک، ۲۵۲مخ.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ۱ټوک، ۲۵۲-۲۵۳مخونه.
سرچينې
- ابوالفتوح رازي، حسین بن علي، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوي، د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۴۰۸ق.
- احسانيفر لنګرودي، محمد، «نگاهی نو به آیه نسخ» (د نسخ آیت ته نوې کتنه)، د حدیث اندیشه مجله، ګڼه ۶، ۱۳۸۷ل.
- بلاغي، محمدجواد، آلاء الرحمن فی تفسیر القرآن، قم، نشر وجداني، بېنېټې.
- طالقاني، سید محمود، تفسیر پرتوی از قرآن، تهران، د انتشار سهامي شرکت، ۱۳۶۲ل.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- طبراني، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر: تفسیر القرآن العظیم، اردن، دار الکتاب الثقافي، ۲۰۰۸م.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ل.
- عفانه، جواد موسی محمد، الرأي الصواب فی منسوخ الکتاب، اردن، دارالبشیر، ۱۴۱۲ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱ل.
- واحدي، علي بن احمد، اسباب نزول القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیة، د محمد علي بیضون خپرونې، ۱۴۱۱ق.
| ||||||||||||||||||