منځپانگې ته ورتلل

د انظار آیت

د wikishia لخوا
د انظار آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتبقره
د آیت شمېر۲۸۰
جزء۳
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأند بنو مغیره د ثقیف قبیلې د اشخاصو لخوا سود اخستل یا د ثقیف قبیلې د ولید بن مغیره لخوا سود اخستل
د نزول ځایمدینه
موضوعفقهي ـ اقتصادي
په اړهپوروړي ته د مهلت ورکولو وجوب
اړونده آیتونهد بقره سورې ۲۷۸ او ۲۷۹ آیتونه


د اِنظار آیت د بقرې سورې دوه سوه اتیایمه آیت ده او د قرآن له آیات‌الاحکامو څخه شمېرل کېږي.[۱] دا آیت د بې وسه پوروړي حق ته اشاره کوي.[۲] فقیهانو په دې آیت استناد کړی او فتوا یې ورکړې چې هغه پوروړي ته چې د پور ادا کولو توان نه لري، باید مهلت ورکړل شي.[۳] همدارنګه له دې آیې څخه د پور د غوښتنې حرمت،[۴] د پوروړي د زنداني کولو منع کېدل[۵] او د پور د ادا کولو لپاره د هغه جبري کار ته اړ کول ناروا [۶]ګڼل شوي دي.[۷] «وَ أَنْ تَصَدَّقُوا خَیْرٌ لَکُمْ» عبارت هم د دې مستند ګرځول شوی چې که پوروړی بې وسه وي، د پور بخښل ورته مستحب دي.[۸] سربېره پر دې، د پوروړي د وس رسېدو په صورت کې د پور ادا کول هم له همدې آیې څخه واجب ګڼل شوي دي.[۹]

وَإِنْ كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ وَأَنْ تَصَدَّقُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ


﴿او که (ستاسې پوروړی) تنګلاسی وي، نو تر پراخۍ پورې دې مهلت ورکړل شي؛ او که (رښتیا هم د ادا کولو توان نه لري) بخښل یې ستاسې لپاره غوره دي که پوهېږئ



بقره سوره، ۲۸۰ آیت

په تفسیرې سرچینو کې د اِنظار آیې د نزول شأن له مخکنیو آیتونو سره تړلی بلل شوی دی.[۱۰] په مجمع‌البیان کې د امام باقر(ع) له قوله راغلي چې ولید بن مغیره د جاهلیت په دوره کې له ثقیف قبیلې څخه د خپل قرض غوښتونکی و او سود یې اخیسته. د هغه زوي خالد له اسلام راوړلو وروسته غوښتل خپل مال او پېسې ترلاسه کړي؛ خو د بقرې سورې د ۲۷۸ او ۲۷۹ آیتونو په نزول سره له ربا (سود) اخیستلو منع شو.[۱۱] ځینې مفسرانو ویلي چې پور ورکوونکي د ثقیف قبیلې کسان وو چې له اسلام راوړلو وروسته یې خپلې پخوانۍ ربوي (سودي) غوښتنې له بني‌مغیره څخه وغوښتلې، خو پېغمبر(ص) هغوی له ربا اخیستلو منع کړل.[۱۲] ځکه چې بني‌مغیره د اصل پور د ادا کولو توان نه درلود او د مهلت غوښتنه یې وکړه، نو اِنظار آیت نازله شوه او هغه کسان چې پور یې ورکړی و مهلت ورکولو ته راوبلل.[۱۳]

د امام صادق(ع) له یوه روایت سره سم، مُعسِر هغه څوک دی چې له خپلو او د خپلې کورنۍ له ضروري او متعارفو اړتیاوو څخه زیات څه د برابرولو توان ونه لري.[۱۴] ځینو مفسرانو معسر هغه کس بللی چې د شتمنۍ د نشتوالي یا د بازار د رکود او تمتیا په څېر عواملو له امله د پور له ادا کولو عاجز وي.[۱۵] د شیعه علماوو له ډلې محمدتقي مجلسي (مړینه: ۱۰۷۰ق) باور لري که پوروړی یوازې د ژوند د ضروري اړتیاوو د برابرولو توان ولري، نو مهلت ورکول ورته واجب دي.[۱۶] خو که د پور ادا کول ممکن وي، مګر له سختۍ سره مل وي، نو مهلت ورکول مستحب دي.[۱۷]

د دې آیې په تفسیر کې په بېلابېلو تفاسیرو کې پوروړي ته د مهلت ورکولو د فضیلت په اړه روایتونه نقل شوي دي.[۱۸] له دې ډلې، پېغمبر(ص) پر تنګلاسي پوروړي اسانتیا کول د دعا د قبلېدو او د ستونزو د هوارېدو سبب بللي دي.[۱۹] همدارنګه په یوه روایت کې راغلي چې هر څوک تنګلاسي پوروړي ته مهلت ورکړي یا یې پور وبخښي، د قیامت په ورځ به د الهي عرش تر سیوري لاندې وي.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. د مثال په توګه وګورئ: اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۹، مخ۵۶؛ فاضل هندی، کشف اللثام، ۱۴۱۶ق، ج۱۰، مخ۹۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۴۰، مخ۱۶۶.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲، مخ۳۷۷.
  3. د مثال په توګه وګورئ: قطب راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ټوک۱، مخ۳۸۱؛ اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۹، مخ۲۷۴؛ کاظمی، مسالک الأفهام، ۱۳۶۵ش، ټوک۳، مخ۶۶.
  4. اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۹، مخ۲۷۴؛ طباطبایی حائری، المناهل، مؤسسه آل البیت(ع)، ص۱۹؛ نجم‌آبادی، القضاء، ۱۳۹۳ش، ټوک۲، مخ۷۰.
  5. ابن‌حیون، دعائم الإسلام، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخ۷۱؛ میرزای قمّی، رسائل المیرزا القمی، ۱۴۲۷ق، ټوک۲، مخ۶۳۶؛ موسوی بجنوردی، القواعد الفقهیة، ۱۴۱۹ق، ټوک۷، مخ۳۱۶.
  6. عراقی، کتاب القضاء، ۱۴۲۱ق، مخ۱۸۹؛ محقق سبزواری، کفایة الأحکام، ۱۴۲۳ق، ټوک۱، مخ۵۷۵؛ طبسی، حقوق زندانی و موارد زندان در اسلام، بوستان کتاب، مخ۴۱۸.
  7. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۱، مخ۱۶۷.
  8. د مثال په توګه وګورئ: آل‌عصفور بحرانی، الأنوار اللوامع، مجمع البحوث العلمیة، ټوک۱۲، مخ۳۰۵ و ۴۵۷؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الإسلامی المقارن، ۱۴۳۲ق، ټوک۱، مخ۱۳۹.
  9. قطب راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ټوک۱، مخ۳۸۱.
  10. د مثال په توګه وګورئ: ثعلبی نیشابوری، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، ۲۸۴-۲۸۶مخونه؛ ابن‌جوزی، زاد المسیر، ۱۴۲۲ق، ټوک۱، ۲۴۸-۲۴۹مخونه؛ ابوحیان، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ټوک۲، ۷۱۱-۷۱۶مخونه؛ خیرخواه علوی، «ثقیف»، ۱۳۸۲ش، مخ۳۰۵.
  11. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۶۷۳.
  12. ثعلبی نیشابوری، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۲، مخ۲۸۴؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۶۷۴؛ ابن‌جوزی، زاد المسیر، ۱۴۲۲ق، ټوک۱، مخ۲۴۸؛ ابوحیان، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ټوک۲، مخ۷۱۱؛ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ټوک۷، مخ۸۶.
  13. ثعلبی نیشابوری، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۲۸۶؛ ابن‌جوزی، زاد المسیر، ۱۴۲۲ق، ټوک۱، مخ۲۴۹؛ ابوحیان، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ټوک۲، مخ۷۱۶؛ خیرخواه علوی، «ثقیف»، ۱۳۸۲ش، مخ۳۰۵.
  14. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۶۷۵؛ تویسرکانی، لئالی الاخبار، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۱۹۳.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۶۷۵؛ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ټوک۷، مخ۸۶.
  16. مجلسی اول، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ټوک۶، مخ۵۷.
  17. مجلسی اول، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ټوک۶، مخ۵۷.
  18. د مثال په توګو وګورئ: ابوحمزه ثمالی، تفسیر القرآن الکریم،۱۴۲۰ق، مخ۱۲۱؛ عیاشی، تفسیر العیّاشی‏،۱۳۸۰ق، ټوک۱، مخ۱۵۵؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۶۷۶؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۳۰۴.
  19. طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ټوک۱، مخ۴۹۸؛ ثعلبی نیشابوری، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۲۸۸؛ میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ټوک۱، مخ۷۵۷.
  20. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۶۷۶.

سرچينې

  • آل‌عصفور بحراني، حسین، الأنوار اللوامع فی شرح مفاتیح الشرائع، څېړونکی او سمونکی: آل عصفور، محسن، قم، مجمع البحوث العلمیة، لومړی چاپ، بې نېټې.
  • ابوحمزه ثمالی، ثابت بن دینار، تفسیر القرآن الکریم، څېړنه: حرز الدین، عبد الرزاق محمد حسین، معرفت، محمد هادی، بیروت، دار المفید، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ق.
  • ابوحیان، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، څېړنه: محمد جمیل صدقی، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۰ق.
  • ابن‌جوزی، ابوالفرج عبدالرحمن بن علی، زاد المسیر فی علم التفسیر، څېړنه: المهدی، عبدالرزاق، بیروت، دار الکتاب العربی، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
  • ابن‌حیون، نعمان بن محمد، دعائم الإسلام و ذکر الحلال و الحرام و القضایا و الأحکام، څېړونکی او سمونکی: فیضی، آصف، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، دوهم چاپ، ۱۳۸۵ق.
  • اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، څېړونکی او سمونکی: عراقی، آقا مجتبی، اشتهاردی، علی‌پناه، یزدی اصفهانی، آقاحسین، قم، د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې اړوند د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • تویسرکانی، محمدنبی بن احمد، لئالی الاخبار، قم، علامه، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • ثعلبی نیشابوری، ابو اسحاق احمد بن ابراهیم، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
  • خیرخواه علوی، سید علی، «ثقیف»، په جلد نهم کې د دائرة المعارف قرآن کریم، قم، د بوستان کتاب موسسه، لومړی چاپ، ۱۳۸۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرندویې دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی حائری، سید محمد، کتاب المناهل، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، لومړی چاپ، بې نېټې.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر، اردن، دار الکتاب الثقافی، لومړی چاپ، ۲۰۰۸م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: بلاغی، محمدجواد، سمونکی: یزدی طباطبایی، فضل‌الله او رسولی، هاشم، بیروت، دارالمعرفة، دوهم چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • طبسی، نجم‌الدین، حقوق زندانی او د زندان موارد په اسلام کې، ژباړونکي: احمدی سید محمدعلي، او رمضانی، سید هادی، قم، بوستان کتاب، لومړی چاپ، بې نېټې.
  • عراقی، آقا ضیاءالدین، کتاب القضاء، مقرر: نجم‌آبادی، میرزا ابوالفضل، قم، انتشارات مؤسسه معارف اسلامی امام رضا(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیّاشی، څېړونکی او سمونکی: رسولی محلاتی، هاشم، تهران، المطبعة العلمیه، لومړی چاپ، ۱۳۸۰ق.
  • فاضل هندی، محمد بن حسن، کشف اللثام و الإبهام عن قواعد الأحکام، قم، د اسلامي خپرندویې دفتر، وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب (التفسیر الکبیر)، څېړنه: دار احیاء التراث العربی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، دریم چاپ، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانی، ملا محسن، تفسیر الصافی، څېړنه: اعلمی، حسین، تهران، انتشارات الصدر، دوهم چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • قطب راوندی، سعید بن هبه‌الله، فقه القرآن، قم، د حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی(ره) عامه کتابتون، ۱۴۰۵ق.
  • کاظمی، جواد بن سعید، مسالک الأفهام الی آیات الأحکام، تهران، کتابفروشی مرتضوی، دوهم چاپ، ۱۳۶۵ش.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الإسلامی المقارن، د هاشمی شاهرودی، محمود تر نظر لاندې، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۴۳۲ق.
  • مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • مجلسی اول، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه، څېړونکی او سمونکی: موسوی کرمانی، سید حسین، اشتهاردی، علی‌پناه، طباطبائی، سید فضل الله، قم، د کوشانپور فرهنگی اسلامی مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۴۰۶ق.
  • مجلسی اول، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی، قم، مؤسسه اسماعیلیان، دوهم چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • محقق سبزواری، محمدباقر بن محمدمؤمن، کفایة الأحکام، قم، د قم د علمې حوزې د مدرسینو ټولنې اړوند د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ش.
  • موسوی بجنوردی، سید حسن، القواعد الفقهیة، څېړونکی او سمونکی: مهریزی، مهدی، درایتی، محمد حسین، قم، نشر الهادی، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار (تفسیر خواجه عبدالله انصاری)، سمونکی: حکمت، علی‌اصغر، تهران، امیرکبیر، پنځم چاپ، ۱۳۷۱ش.
  • میرزای قمّی، ابوالقاسم بن محمد حسن، رسائل المیرزا القمی، څېړونکی: تبرزیان، عباس، قم، د اسلامی تبلیغات دفتر (خراسان څانګه)، لومړی چاپ، ۱۴۲۷ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، څېړونکی او سمونکی: قوچانی، عباس، آخوندی، علی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • نجم‌آبادی، محمد بن ابراهیم، القضاء، قم، نشر روضة العباس(ع)، لومړی چاپ، ۱۳۹۳ش.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین علی(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.