منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د بقره سورې ۱۱ آیت

د wikishia لخوا
د بقره سورې ۱۱ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتبقره سوره
د آیت شمېر۱۱
جزء۱
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأنمنافقان
موضوعاعتقادي
اړونده آیتونهد بقره سورې ۸ تر ۲۰ آیتونه او د منافقون سوره


د بقرې سورې ۱۱م آیت منافقان د هغو فسادګرو په توګه معرفي کوي چې د اصلاح‌غوښتونکو ادعا کوي.[۱] په بقرې سورې کې د مدینې د منافقانو یادونه لومړی په ۸م آیت کې شوې او وروسته ، د ۱۱م آیت په ګډون په نورو آیتونو کې د هغوی ځانګړنې بیان شوې دي.

د مکارم شیرازي په وینا، د منافقانو له ځانګړنو څخه یوه یې د اصلاح‌غوښتنې ادعا ده؛ ځکه کله هغوی ته وویل شي چې پر ځمکه فساد مه کوئ، نو وایي: موږ یوازې اصلاح‌کوونکي یو.[۲]

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ


او کله چې هغوی ته وویل شي چې پر ځمکه فساد مه کوئ، نو وایي: موږ خو یوازې اصلاح‌کوونکي یو.



بقره سوره، ۱۱ آیت

فخر رازي، چې د اهل سنتو له مفسرانو څخه دی، دا احتمال ورکړی چې دغه خبرې اترې د رسول الله(ص) یا د ځینو مؤمنانو او منافقانو ترمنځ شوې وي.[۳]

د محسن قرائتي په وینا، که څه هم منافقان پند نه مني او نصیحت ته غوږ نه نیسي، خو غوره ده چې هغوی ته نصیحت وشي او له منکر او بدو کړنو څخه منع کړل شي.[۴] هغه همدارنګه باور لري چې نفاق د فساد لامل دی؛ منافق خپل دوه‌مخی توب له خلکو سره ښه چلند او اصلاح‌غوښتنه ګڼي او د خپل ځان په بې‌ځایه ستایلو سره هڅه کوي چې نور وغولوي او خپلې ناسمې کړنې توجیه کړي.[۵]

شرف‌الدین استرآبادي او سید هاشم بحراني د امام حسن عسکري(ع) د تفسیر له یوه روایت څخه په نقل سره، د بقرې سورې۱۱م آیت پر هغو منافقانو تطبیق کړی چې د غدیر په ورځ یې له امام علي(ع) سره خپل بیعت مات کړی و.[۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ شیخ طوسي، التبيان في تفسير القرآن‏، ټوک۱، مخ۷۴؛ طبرسي، مجمع البيان في تفسير القرآن، ټوک۱، مخ۱۳۸.
  2. ↑ مكارم شيرازي، تفسير نمونه‏، ټوک۱، مخ۹۴.
  3. ↑ فخر رازي، مفاتيح الغيب‏، ټوک۲، مخ۳۰۶.
  4. ↑ قرائتي، تفسير نور، ټوک۱، مخ۶۰.‏
  5. ↑ قرائتي، تفسير نور، ټوک۱، مخ۶۰.‏
  6. ↑ استرآبادي، تأويل الآيات الظاهرة، ټوک۱، مخ۴۶؛ بحراني، البرهان في تفسير القرآن‏، ټوک۱، مخ۱۴۰.

سرچينې

  • استرابادي، علي، تأويل الآيات الظاهرة في فضائل العترة الطاهرة، سمونکی: استاد ولي، حسين، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۴۰۹ق.
  • بحراني، هاشم بن سليمان، البرهان في تفسير القرآن، تحقيق: د اسلامي څېړنو څانګه (قسم الدراسات الإسلامية) مؤسسة البعثة، تهران، بنياد بعثت، ۱۴۱۶ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البيان في تفسير القرآن، څیړنه: محمد جواد بلاغي، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۷۲ل.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبيان في تفسير القرآن، تحقيق: احمد قصير عاملي، بيروت، دار إحياء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، مفاتيح الغيب، بيروت، دار إحياء التراث العربي، ۱۴۲۰ق.
  • قرائتي، محسن، تفسير نور، تهران، مرکز فرهنگي درس‌هايي از قرآن، ۱۳۸۳ل.
  • مکارم شيرازي، ناصر، تفسير نمونه، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۳۷۴ل.