مسوده:د موسی میقات
د موسی میقات هغه څلوېښت ورځنۍ دوره ده چې حضرت موسی(ع) د الله تعالی په فرمان طور سیناء ته د لمنځ او د تورات د الواحو د ترلاسه کولو لپاره وربلل شوی و. قرآن کریم په اعراف سوره کې دې پېښې ته اشاره کړې ده. موسی(ع) د طور سیناء ته تر تګ مخکې، هارون(ع) د بنیاسرائیلو په منځ کې خپل ځایناستی وټاکه. د قرآن کریم مفسرانو د هارون د جانشینۍ د موضوع په بحث کې د منزلت حدیث یادونه کړې ده، چې د رسول اکرم(ص) وروسته د امام علي(ع) د سمدستي (بلافصل) جانشینۍ په اړه دی.
په میقات کې له موسی(ع) سره د الله تعالی بېواسطې خبرې، د الله د لیدلو غوښتنه او د شریعت نازلېدل ترسره شول. د بنیاسرائیلو اختلاف او د خوسي د عبادت پېښه هم په همدې موده کې رامنځته شوه، او موسی(ع) له بېرته ستنېدو وروسته د خپل قوم د ګمراه کوونکو لپاره سخته سزا عملي کړه.
ویل شوي چې په قرآن کریم کې د څلوېښتو ورځو پر ځای، د څلوېښتو شپو تعبیر، ځکه کارول شوی چې شپه د عبادت او مناجات لپاره ډېره مناسبه ده. دا میقات د ذوالقعدې میاشتې له پیل څخه د ذوالحجې تر لسمې ورځې پورې روان و او ځینو صوفیانو او عارفانو هغه د کلیمیې چلې په نوم یاد کړی او د چلهنشینۍ لپاره یې سپارښتنه کړې ده.
په طور سینا کې څلوېښت ورځې
| موسی پیغمبر | |
د موسی میقات هغې پېښې ته اشاره کوي چې حضرت موسی(ع) د خدای په فرمان له خپل قوم څخه جلا شو او له خدای سره د لمانځنو[۱] او د تورات د ترلاسه کولو[۲] لپاره میقات ته وروبلل شو.[۳] دا څلوېښت ورځنی میقات،[۴] له مصر څخه د بنیاسرائیلو تر تېښتې او له سمندر څخه د هغوی تر تېرېدو وروسته رامنځته شو.[۵]
پر موسی(ع) د وحې پیل له مدین څخه د هغه له وتلو وروسته او مصر ته له داخلېدو مخکې ګڼل کېږي؛ خو د تورات نازلېدل د میقات له پېښې سره تړلي ګڼل شوي دي.[۶] په دې میقات کې الله تعالی په مستقیم ډول[۷] او بېواسطې[۸] له موسی(ع) سره خبرې وکړې[۹] او د هغه مقام یې لوړ کړ.[۱۰]د اعراف سورې په ۱۴۴ آیت کې راغلي تعبیر:«ما ته د خپلو رسالتونو او له تا سره د خپلو خبرو له امله پر خلکو غوره کړې او انتخاب مې کړې» د موسی(ع) د همدې درناوي او لوړ مقام یادونه کوي چې په میقات کې ورته ورکړل شوی و.[۱۱]
په اعراف سوره کې راغلي چې حضرت موسی(ع) له بنیاسرائیلو څخه له اویا غوره شویو کسانو سره میقات ته ولاړ.[۱۲] ځینو مفسرینو دا میقات هماغه څلوېښت ورځنی میقات بللی دی؛[۱۳] خو ځینو نورو بیا باور کړی چې موسی(ع) د خوسي د عبادت له پېښې وروسته بل میقات هم درلود.[۱۴] د دوو میقاتونو شتون یې د تورات له محتوا سره سم ګڼلی دی.[۱۵]
د موسی(ع) څلوېښت ورځنی میقات د کلیمیې چلې[۱۶] په نوم هم پېژندل کېږي[۱۷] او د ځینو ډلو له خوا د چلهنشینۍ د مشروعیت لپاره له دلایلو څخه ګڼل شوی دی.[۱۸] ویل شوي چې چله کلیمیه د صوفیانو ترمنځ تر ټولو مشهوره چلهنشیني ده[۱۹] چې د ځینو فقیهانو له موافقې[۲۰] او د ځینو نورو له مخالفت[۲۱] سره مخ شوې ده.
د میقات وخت او ځای
د موسی بن عمران د میقات موده د اعراف سورې د ۱۴۲ آیت له مخې دېرش شپې وه، او الله تعالی هغه لس نورې شپې هم وغځوله.[۲۲] د بقرې سورې په ۵۱ آیت کې یوازې د څلوېښتو شپو یادونه شوې ده.[۲۳] دا موده یې د ذوالقعدې میاشتې له پیل څخه د ذوالحجې تر لسمې ورځې پورې تطبیق کړې ده.[۲۴] د شیعه مفسر علامه طباطبایي په وینا، له دې امله چې د دې میقات هدف خدای ته نږدې کېدل او له هغه سره مناجات و، او شپې د عبادت لپاره ځانګړې وړتیا لري، قرآن کریم د څلوېښت شپو تعبیر کارولی دی.[۲۵]
ځینو مفسرینو دا میقات په طور سینا کې بللی دی.[۲۶] په تورات کې راغلي دي:«سهار وختي د سیني (سینا) غره ته پورته شه او هلته زما په وړاندې د هغه غره پر څوکه ودرېږه.»[۲۷]
د میقات تعبیر د وخت او ځای لپاره کارول کېږي (لکه د حج میقاتونه).[۲۸] خو زیاتره د وخت لپاره استعمالېږي او معنا یې هغه ټاکلی وخت دی چې د کوم کار د ترسره کولو لپاره ټاکل شوی وي.[۲۹] ځینو میقات د داسې تعبیر په توګه ګڼلی چې د پروردګار د قربت وخت بیانوي.[۳۰]
د میقات د وخت زیاتېدل
د میقات د لسو شپو د زیاتېدو په اړه بېلابېل نظرونه شته.[۳۱] ځینې په دې باور دي چې الله تعالی د بنیاسرائیلو د ازمېښت لپاره لومړی موسی(ع) د دېرشو شپو لپاره وباله او وروسته یې دا موده وغځوله، څو د بنیاسرائیلو منافقان څرګند شي.[۳۲] له امام باقر(ع) څخه روایت شوی چې د موسی(ع) د میقات لس ورځنی تمدید د بداء له امله و.[۳۳]
د هارون جانشیني
موسی(ع) تر تلو مخکې خپل ورور هارون(ع) د بنیاسرائیلو په منځ کې خپل ځایناستی وټاکه او هغه ته یې ځینې سپارښتنې وکړې.[۳۴] ځینو شیعه او اهل سنتو مفسرینو د دې موضوع اړوندو آیتونو تر بحث لاندې د منزلت حدیث یادونه کړې ده، چې د شیعه تفسیرونو له مخې د امام علي(ع) د سمدستي خلافت له دلایلو څخه ګڼل کېږي.[۳۵]
موسی(ع) له میقات څخه تر راستنېدو وروسته، کله چې خپل قوم د خوسي په عبادت بوخت ولید، د بنیاسرائیلو او سامري پر ملامتولو سربېره، په غوسه شو او هارون(ع) یې هم ورټلو؛ په داسې حال کې چې د هغه ږیره او سر یې نیولي وو او راکاږل یې. د طه سورې ۹۴ آیت د هارون(ع) استدلال داسې نقلوي:«زه ووېرېدم چې ته به د راستنېدو پر مهال ووایې: ولې دې د بنیاسرائیلو ترمنځ تفرقه واچوله او زما له سپارښتنې دې زما په نشتون کې پیروي ونه کړه؟»[۳۶]
د الله د لیدلو غوښتنه
یو شمېر څېړونکي د میقات تر ټولو مهمه موضوع د الله تعالی د لیدلو غوښتنه ګڼي.[۳۷] د اعراف سورې په ۱۴۳ آیت کې راغلي چې موسی(ع) خدای تعالی ته وویل:«اې زما ربه! خپل ځان ما ته وښیه چې تا ووینم.».[۳۸] ځینو مفسرینو د نساء سورې د ۱۵۳ آیت پر بنسټ ویلي چې دا خبره د بنیاسرائیلو د یوې ډلې له خولې وه؛ هغوي له موسی(ع) څخه په ټینګار غوښتنه کوله چې الله وویني، او ویل یې چې تر هغې به ایمان نه راوړي.[۳۹] د مجمعالبیان تفسیر دا نظر د مفسرینو ترمنځ قوي او مشهور بللی دی.[۴۰] ځینې نور بیا باور لري چې دا ادعا چې د لیدلو غوښتنه د موسی(ع) له خوا نه وه شوې، د اعراف سورې د ۱۴۳ آیت له مخې د موسی(ع) له توبې سره سازګاره نه ده.[۴۱] همدارنګه ویل شوي چې د موسی(ع) له خوا داسې غوښتنه طبیعي امر دی او د هغه له مقام سره هېڅ منافات نه لري.[۴۲]
خدای تعالی د «لَنْ تَراني؛ هېڅکله به ما ونه وینې» په تعبیر سره ځواب ورکړ او ویې ویل چې موسی(ع) د هغه د لیدلو توان نه لري.[۴۳] وروسته یې موسی(ع) ته امر وکړ چې غره ته وګوري؛ که غر پر خپل ځای پاتې شو، نو دی به الله وویني. کله چې الله تعالی پر غره تجلي وکړه، غر ټوټه ټوټه شو او موسی(ع) بېهوښه ولوېد. کله چې بېرته په هوښ راغی، په خپلې غوښتنې یې پښېماني څرګنده کړه.[۴۴]
د شریعت او الواحو نازلېدل
موسی(ع) بنیاسرائیلو ته ژمنه ورکړې وه چې د دښمنانو له لاسه تر ژغورنې وروسته به هغوی ته یو اسماني کتاب راوړي چې شریعت به پکې لیکلی وي.[۴۵] د همدې لپاره یې له الله تعالی څخه د کتاب غوښتنه وکړه، او خدای ورته امر وکړ چې روژه ونیسي او میقات ته ولاړ شي.[۴۶] د میقات په پای کې[۴۷] خدای د خپل دین شرایع او قوانین پر موسی(ع) نازل کړل[۴۸] او اعلان یې وکړ چې هغه یې غوره کړی دی.[۴۹]
د قرآن کریم د آیتونو له مخې، په میقات کې پر موسی(ع) الواح نازل شول.[۵۰] ځینو مفسرینو، لکه علامه طباطبایي، دا الواح د تورات الواح بللي دي.[۵۱] ځینې نور بیا باور لري چې دا الواح د تورات له نازلېدو مخکې نازل شوي وو.[۵۲] رشید رضا په خپل تفسیر المنار کې باور لري چې دا الواح د شریعت لومړۍ برخه وه او په یو ډول د تورات لنډه او اجمالي بڼه وه.[۵۳]
بنیاسرائیل او د خوسي عبادت
د موسی(ع) د میقات په وروستیو لسو ورځو کې د بنیاسرائیلو یوې ډلې،[۵۴] یو خوسی جوړ کړ او د هغه عبادت یې پېل کړ.[۵۵] هغوی د موسی(ع) د میقات له لس ورځني تمدید څخه خبر نه وو، او د ځینو روایتونو له مخې، ګومان یې وکړ چې موسی(ع) وفات شوی دی.[۵۶] ځینو نورو روایتونو کې راغلي چې هغوی وویل: موسی دروغ ویلي او تښتېدلی دی.[۵۷] د سامري په نوم یوه کس[۵۸] د خلکو له سرو زرو څخه په استفادې یو خوسی جوړ کړ[۵۹] او له خپلو پیروانو سره یوځای[۶۰] یې خلک د هغه عبادت ته راوبلل.[۶۱]
حضرت موسی(ع) په میقات کې د خپل قوم د خوسي له عبادت څخه خبر شو.[۶۲] له میقات څخه تر راستنېدو وروسته، کله چې یې دا حالت ولید، هغه الواح چې پر ده نازل شوي وو، د سختې غوسې له امله پر ځمکه وغورځول او مات یې کړل.[۶۳] د خدای په امر، بنیاسرائیلو د سزا لپاره د یو بل په وژلو لاس پورې کړ[۶۴] او په دې وژنه کې د دوی نږدې خپلوان، کورنۍ او د بنیاسرائیلو ټول کسان شامل وو.[۶۵] ځینې په دې باور دي چې هغو کسانو چې د خوسي عبادت یې نه و کړی، د خوسيعبادت کوونکي یې ووژل.[۶۶] د څو زرو کسانو له وژل کېدو وروسته[۶۷] د هغوی توبه ومنل شوه او قاتل او مقتول دواړه وبښل شول.[۶۸] دا پېښه په تورات کې هم ذکر شوې ده.[۶۹]
فوټ نوټ
- ↑ طبری، جامع البیان، ټوک۹، مخ۳۲.
- ↑ مغنیه، التفسیر الکاشف، ټوک۳، مخ۳۹۱.
- ↑ حسینی شیرازی، تبیین القرآن، مخ۱۷۰.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ټوک۸، مخ۲۳۵.
- ↑ ابیاری، الموسوعة القرآنیة، ټوک۹، مخ۸۰.
- ↑ رشیدرضا، تفسیر المنار، ټوک۹، مخ۱۱۹.
- ↑ طبرانی، التفسیر الکبیر، ټوک۳، مخ۱۹۲.
- ↑ شبر، تفسیر القرآن الکریم، مخ۱۸۳.
- ↑ القشیری، المعراج، مخ۱۶۱.
- ↑ ملکی میانجی، مناهج البیان، ټوک۱، مخ۲۳۳.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ټوک۵، مخ۴۵۳.
- ↑ سوره اعراف، آیت ۱۵۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۴۲.
- ↑ ملاحویش، بیانالمعانی، ټوک۱، مخ۴۳۱.
- ↑ ر.ک: سرشار، «میقات موسی (ع) در قرآن، عهد عتیق و تفاسیر اسلامی».
- ↑ «توصیههای یک استاد اخلاق برای چله کلیمیه»، د عقیق ویبپاڼه.
- ↑ منصوری لاریجانی، در محضر حافظ، ټوک۲، مخ۲۳۳.
- ↑ کاشانی بیدختی، «چلهنشینی»، مخ۱۰۲.
- ↑ کاشانی بیدختی، «چلهنشینی»، مخ۲۱.
- ↑ «آیت الله جوادی آملی: اربعین گیری از بهترین راههای دریافت فیوضات است...»، د حوزې د اطلاع رسولو ویبپاڼه.
- ↑ صافی گلپایگانی، معارف دین، ټوک۳، مخ۳۵۰.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ټوک۵، مخ۴۴۷.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ټوک۸، مخ۲۳۵.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: قمی، تفسیر القمی، ټوک۱، مخ۲۳۹؛ ابیاری، الموسوعة القرآنیة، ټوک۹، مخ۸۰.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ټوک۸، مخ۲۳۶.
- ↑ مراغی، تفسیر المراغی، ټوک۹، مخ۵۶.
- ↑ تورات، خروج، باب ۳۴؛ آیت۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۴، مخ۷۳۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۴۰.
- ↑ مدبرپور، «میقات موسی در قرآن»، مخ۱۴۹.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ټوک۱۴، مخ۳۵۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۴۰.
- ↑ عیاشی، تفسیر العیاشی، ټوک۱، مخ۴۴.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ټوک۱۰، مخ۲۳۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۴۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱۳، مخ۲۸۳.
- ↑ مدبرپور، «میقات موسی در قرآن»، مخ۱۶۷.
- ↑ سوره اعراف، آیت۱۴۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۵۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۴، مخ۷۳۰.
- ↑ مغنیه، التفسیر الکاشف، ټوک۳، مخ۳۹۱.
- ↑ مغنیه، التفسیر الکاشف، ټوک۳، مخ۳۹۱.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ټوک۲، مخ۲۳۲.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ټوک۵، ۴۴۹ -۴۵۰مخونه.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ټوک۲، مخ۱۵۱.
- ↑ سهروردی، عوارف المعارف، ټوک۱، مخ۲۲۷.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ټوک۱، مخ۲۳۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۶۲.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ټوک۲، مخ۱۵۷.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ټوک۱، مخ۲۳۹.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ټوک۸، مخ۲۵۰.
- ↑ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ټوک۷، مخ۲۸۹.
- ↑ رشید رضا، تفسیر المنار، ټوک۹، مخ.۱۶۴.
- ↑ میبدی، کشف الأسرار و عدة الأبرار، ټوک۳، مخ۷۲۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۷۱.
- ↑ مدرسی، من هدی القرآن، ټوک۳، مخ۴۵۰.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ټوک۱، مخ۲۳۹.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ټوک۶، مخ۳۱۵.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ټوک۶، مخ۳۱۵.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ټوک۱۴، مخ۱۹۲.
- ↑ مغنیه، التفسیر المنیر، ټوک۱۶، مخ۲۶۰.
- ↑ سوره طه، آیت ۸۵.
- ↑ طبری، جامع البیان، ټوک۲، مخ۳۸۸.
- ↑ حسینی شیرازی، تبیین القرآن، مخ۱۸.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم، ټوک۴، مخ۴۵۵.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ټوک۱، مخ۱۳۲.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ټوک۱، مخ۴۷.
- ↑ حسینی شیرازی، تبیین القرآن، مخ۱۸.
- ↑ تورات، خروج، باب ۳۲، آیتونه۲۷- ۲۸.
سرچينې
- «آیت الله جوادی آملی: اربعین گیری از بهترین راههای دریافت فیوضات است/ هیچ دشمنی بدتر از هوس وجود ندارد»(ایت الله جوادي املي: څلوېښتۍ (اربعین) نیول د فیوضاتو د ترلاسه کولو له غوره لارو څخه دي/ له هوس څخه بدتر هېڅ دښمن نشته)، د حوزې معلوماتي پایګاه، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۹ تلې ۱۳۹۰ل، د کتنې نېټه: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- بحراني، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، د بعثت بنسټ، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
- جوادي املي، عبدالله، تسنیم، قم، د اسراء خپرندوی مرکز، ۱۳۸۷ل.
- حسیني شیرازي، سید محمد، تبیین القرآن، بیروت، دار العلوم، دویم چاپ، ۱۴۲۳ق.
- رشیدرضا، محمد، تفسیر المنار، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۴ق.
- زمخشري، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دار الکتاب العربي، درېیم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- سرشار، «میقات موسی (ع) در قرآن، عهد عتیق و تفاسیر اسلامی»، د قرآن او حدیثو تاریخي مطالعې، ۱۸مه دوره، ۵۲مه ګڼه، کب ۱۳۹۱ل.
- سهروردي، عمر بن محمد، عوارف المعارف، څېړنه: توفیق علي وهبه، احمد عبدالرحیم سایح، مصر، ۱۳۷۴ل.
- شبر، سید عبدالله، تفسیر القرآن الکریم، بیروت، دار البلاغة للطباعة والنشر، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
- ابیاري، ابراهیم، الموسوعة القرآنیة، قاهره، د سجل العرب موسسه، ۱۴۰۵ق.
- صافي ګلپایګاني، لطفالله، معارف دین (۳یم ټوک)، قم، د ایتالله العظمی صافي ګلپایګاني د اثارو د تنظیم او خپرولو دفتر، ۱۳۹۱ل.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
- طبراني، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر، اردن، دار الکتاب الثقافي، ۲۰۰۸م.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سریزه: محمدجواد بلاغي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ل.
- طبري، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
- طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، د اسلام خپرندویه ټولنه، دویم چاپ، ۱۳۷۸ل.
- عیاشي، محمد بن مسعود، التفسیر، څېړنه او سمونه: هاشم رسولي محلاتي، تهران، المطبعة العلمیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۰ق.
- فخر رازي، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربي، درېیم چاپ، ۱۴۲۰ق.
- فضلالله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة والنشر، دویم چاپ، ۱۴۱۹ق.
- فیض کاشاني، ملامحسن، تفسیر الصافي، څېړنه: حسین اعلمي، تهران، د الصدر خپرندویه ټولنه، دویم چاپ، ۱۴۱۵ق.
- قرشي، سید علياکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الإسلامیة، شپږم چاپ، ۱۳۷۱ل.
- قرطبي، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، د ناصر خسرو خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۶۴ل.
- قشیري، عبدالکریم بن هوازن، المعراج، بیروت، د بیبلیون دار او کتابتون، ۱۳۸۴ق.
- قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، څېړنه او سمونه: سید طیب موسوي جزایري، قم، دار الکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- کاشاني بیدخي، حسینعلي، «چلهنشیني»، د اسلامي نړۍ پوهنغونډ، ۱۲م ټوک، تهران، د اسلامي دایرة المعارف بنسټ، ۱۳۸۷ل.
- مدبرپور، موسی، مهدي مطیع، محمدرضا حاجي اسماعیلي، «میقات موسی در قرآن»، ۳۷مه ګڼه، قرآني مطالعې، پسرلی ۱۳۹۸ل.
- مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
- مراغي، احمد بن مصطفی، تفسیر المراغي، دار احیاء التراث العربي، بیروت، بې نېټې.
- مغنیه، محمدجواد، التفسیر المبین، قم، د بعثت بنسټ، بې نېټې.
- مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.
- ملاحویش ال غازي، عبدالقادر، بیان المعاني، دمشق، مطبعة الترقي، لومړی چاپ، ۱۳۸۲ق.
- ملکي میانجي، محمدباقر، مناهج البیان فی تفسیر القرآن، سموونکی: عزیز الطالب، تنظیم: محمد بیاباني اسکویي، تهران، د فرهنګ او اسلامي ارشاد وزارت، ۱۴۱۷ق.
- منصوري لاریجاني، اسماعیل، در محضر حافظ، تهران، د اسلامي تبلیغاتو سازمان، ۱۳۹۰ل.
- رشیدالدین میبدي، احمد بن ابيسعد، کشف الأسرار وعدة الأبرار، څېړنه: علياصغر حکمت، تهران، د امیر کبیر خپرندویه ټولنه، پنځم چاپ، ۱۳۷۱ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||