بنی اسرائیل

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

بني اسرائیل دولسو اولادونو یا قبیلو ته ویل کیږي چې د خپل پلار او نیکه اسراییل(یعقوب) په نوم نومول شوي. دا کلمه په قرآن کریم کې ۴۱ ځله ذکر شوې ده او بنی اسرائیلو ته د خدای ورکړی شوی نعمتونه او احکام او د  خدای له خوا د هغوي ډیرې غندنې ذکر شوي دي.

اسراییل او د هغه زامن په کنعان کې د قحطۍ له امله مصر ته لاړل او د دوي اولادونه د موسی تر وخته پورې په مصر کې پاتې شول. په دې وخت کې دوي د فرعون د ظلمونو له امله له مصره ووتل. وروسته له دې چې موسی (ع) طور سینا ته لاړ او د څه مودې لپاره غیر حاضر و، دوي د خوسي عبادت ته مخه کړه.

د موسی (ع) او حضرت یوشع (ع) له مړینې وروسته د بني اسرائیلو دوره پیل شوه. دوي پاچاهان نه وو او یوازې شخړې به یې حل کولې. کلونه وروسته د بني اسرائیلو د پاچاهانو دوره د طالوت، بیا داؤد او سلیمان(ع) پیل شوه. له سلیمانه(ع) وروسته د هغه زوی پاچا شو، خو د بني اسرائیلو له دولسو قبیلو څخه لسو قبیلو د هغه پیروي ونه کړه او یوازې د بنیامین او یهودو دوو قبیلو د هغه اطاعت وکړ. هغوي په يروشلم کښې د يهودا په نوم سيمه کښې اوسېدل. د یهودي نوم له هم دې قبیلې څخه اخیستل شوی دی.

د سليمان (ع) په زمانه کښې د هیکلِ سليمان په نامه د عبادت لپاره يو معبد جوړ شو چې د اسرائيلو د قبيلو د اختلافاتو او د بيت المقدس د قبضې په وجه څو څو ځله ويجاړ شو.

ټکي پیژندل

د «بني اسرائيل» لفظي معنی د يعقوب (ع) اولاد دی؛ مګر په عام استعمال کې، دا د یهودیانو قوم ته ویل کیږي[1] چې د یعقوب په لقب اسراییل، بنی اسرائیل سره نومول شوې دي،[2] په عبراني ژبه کې، د اسراییل معنی د خدای غوره شوی یا د خدای بنده دی.[3]

تاریخچه

یعقوب (اسراییل) او زامن یې په کنعان کې د قحطۍ له امله مصر ته لاړل.[4] د هغوي نسل د موسی(ع) تر زمانط پورې په مصر کې پاتی شو. په دې وخت کې د موسی(ع) تر مشرۍ لاندې دوي د فرعون د واکمنۍ له فشار څخه وتښتېدل او بیا کنعان ته راستانه شول. دوي شاوخوا څلوېښت کاله د سینا په دښته کې لالهانده وو[5] تر دې چې د موسی له مړینې وروسته یوشع د هغه ځای ناستی شو او په تدریج سره یې کنعان فتح کړ.[6]

د عربو په نظر، له اسلام څخه مخکې، دا خلک د آسماني کتاب د درلودلو، ځانګړو مذهبي رسومونو او تاریخي شالید له امله یو ډیر کلتوري اقلیت ګڼل کیده. د اسلام په لومړیو وختونو کې د قرآني کلتور سره سره، بنی اسرائیل د یوې حیثیت لرونکي ډلې په توګه د مسلمانانو سیال او رقیب وو.[7]

د بنی‌اسرائیل قاضیان

له یوشع(ع) وروسته څو شخصیتونو د بني اسرائیلو مشري وکړه چې د بني اسرائیلو قاضیان بلل کیږي. دوي پاچاهان نه وو او دوي یوازې د اسراییلو داخلي شخړې به یې حل کولې. د اسراییلو وروستۍ قاضي سموئیل و. له هغه وروسته د بني اسرائيلو د پاچاهانو دوره د طالوت، بيا داؤد او سليمان(ع) پيل شوه.[8]

د کوروش د مشهور فرانسوي انځورګر ګوستاف انځور، د بابل فتح او د بنیاسراییلو ازادي

د عهدعتیق له مخې د سليمان(ع) له مړينې وروسته د هغه زوي د حکومت چارې پر غاړه واخيستې، خو د هغه د ظلم له امله د بني اسرائيلو له دولسو قبيلو څخه لسو قبيلو د هغه له حکم څخه سرغړونه وکړه او يوازې د يهودا او بنیامین اولادونه، د یهودا په نوم په یوه کوچنۍ ځمکه چط د اورشلیم(قدس) ښار په کې شامل و، کې ژوند کاوه، د یهودي نوم له دې ځایه اخیستل شوی. لسو نورو قبيلو د سليمان(ع) د يوه جنرال په مشرۍ د اسرائيلو په نوم يو خپلواک حکومت جوړ کړ.[9]

د سلیمان هیکل

د سلیمان معبد د هغه معبد نوم دی چې سلیمان(ع) په اووه نیم کاله کې جوړ کړ. دا معبد په اورشلیم کې د موریا په غره کې جوړ شوی و.[۱۰] د بني اسرائیلو له یو بل څخه له جلا کیدو وروسته د بابل پاچا بخت النصر دغه معبد ړنګ کړ او د دې قوم خلک یې بابل ته په بند کې بوتلل.[11] څه وخت وروسته، ایران واک ترلاسه کړ او کوروش بابل فتح کړ او بنی اسراییلو ته یې اجازه ورکړ چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. هغوي بیا معبد جوړ کړ، خو څه موده وروسته د هغوي او رومیانو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه، چې د هغوي د دوي له شتونه ویریدل، په ۷۰ میلادي کال کې یې اورشلیم اشغال کړ او د دویم ځل لپاره یې د سلیمان(ع) معبد ویجاړ کړ. له هغه وروسته بني اسرائیل په مختلفو سیمو کې په بشپړه توګه خپاره شول.[۱۲]

بنی‌اسرائیل په قرآن کې

په قرآن کريم کې د بني اسرائيلو کلمه ٤١ ځلې کارول شوې ده.[١٣] په قرآن کې په دې نوم تر ټولو زيات د موسى(ع) پيروان او په بل عبارت د یعقوب نسل ته خطاب شوی دى.[۱۴] په قرآن کریم کې د بني اسرائیلو په اړه ځینې موضوعات دا دي: د بني اسرائیلو نقیبان، د بني اسرائیلو لپاره د خدای نعمتونه، هغوي ته د خدای حکمونه او د هغوي غندنه:

دولس نقیبقان

په قرآن کريم کې بني اسرائيلو ته دولس «نقیبان» منسوب شوي دي، چې مسلمانو مفسرينو يې بېلابېلې معنې کړي دي:[۱۵] له هغو ځینې:

د بني اسرائيلو سرداران[16]

هغه شاهدان چې د خدای یا موسی(ع) په وړاندې یې بني اسرائیلو بیعت وکړ[17] شیخ طوسي د نقیبانو په اړه څلور اقوال نقل کړي چې دا دي: ضامن، امانت دار، شاهد او د عاملینو مشر.[18]

هغه ضامنان چې خدای یا موسی (ع) ترې عهد واخیست.[۱۹]

د یعقوب (اسرائیل) اولادونه.[۲۰]

په بنی اسرائیلو باندې د خدای نعمتونه

بني اسرائيل له هغو قومونو څخه دي چې قرآن يې په بېلابېلو مواردو کې د هغو نعمتونو په اړه يادونه کړې ده، چې دوي ته يې ورکړي وو.[21] دا نعمتونه په لاندې ډول دي:

د حکم ورکول (د ښو او بدو پيژندنه)، نبوت او کتاب.[۲۲]

له پاکې ورزۍ څخه خوند اخیستل.[۲۳]

د دښتې له ګرمۍ څخه د اسرائيلو د ساتنې لپاره د وريځې سيوري کول.[۲۴]

په عالمینو باندې فضيلت.[۲۵]

له دښمنانو ژغورنه.[۲۶]

د اوسېدو لپاره له ټولو غوره ځای جوړول.[۲۷]

هغوي ته د الهي معجزو ښکاره کول.[28]

د من او سلوی نزول.[۲۹] (سَلْوی = د کوتری په شان یوه مرغۍ ده چې ډېره غوښه لري).[30] تفسیر نمونه کې دا اټکل شوی دی چې «من» یو ډول طبیعي ګبین وو چې په شاو خوا غرونو کې موجود وو او یا دا یو ځانګړی نبات و چې په هغه ونو کې موندل کیدل چې شا او خوا چیرې چې بنی اسرائیل اوسیدل زرغونې دی او ظاهریدې، او «سلوی» هم د کوتری په څیر د حلالې غوښې یو ډول مرغۍ وه.[۳۱]

بنی اسرائیلو ته د خدای حکمونه

په قرآن کريم کي هم الله جل جلاله بني اسرائيلو ته د هغو نعمتونو په مقابل کي چي دوي ته يې ورکړي دي، دوي ته ځینې حکمونه هم شوي دي؛ له هغو ځینې:

په وعده وفا کول.[۳۲]

له خدايه وېره.[۳۳]

په وحی ایمان راوړل.[۳۴]

د حق او باطل نه ګډول او حق نه پټول.[۳۵]

لمونځ اداء کول او زکات ورکول.[36]

د خدای عبادت، له مور او پلار سره احسان او د یتیمانو او مسکینانو لاس نیوی.[37]

نیکې خبرې.[38]

له زیاتي پرهیز.[39]

د بنی‌ ‌اسرائیل‌و غندنه

په څو آيتونو كې د بني اسرائيلو غندنه شوې ده او په دې آيتونو كې په دنيا او آخرت كې د لعنت، د زړه ړندوالی او ذلت په څېر عذابونه ياد شوي او د دې عذاب لامل د دې امت ګناهونه یاد شوي دي.[۴۰] له هغو ځینې:

له ډېرو نښو او نښانو سره سره ګمراهي.[۴۱]

د پیغمبرانو نافرماني.[۴۲]

د اسلام د پېغمبر(ص) له نبوت څخه انکار کول.[۴۳]

په آسماني کتاب عمل نه کول.[۴۴]

اسراف.[۴۵]

شرک.[۴۶]

پیغمبرانو ته زیان رسول او د هغوي انکار کول.[۴۷]

له الهي نعمتونو سره سره بیا هم تفرقه او اختلاف کول.[۴۸]

په ځمکه کې فساد.[۴۹]

نورو ته د نېکۍ امر کول او په خپله یې پرېښودل.[50]

د خوسي عبادت.[۵۱]

د خدای د لیدلو غوښته کول.[۵۲]

بهانې راوړل.[۵۳] [یادونه ۱]

د پيسو مينه او ویاړ او غرور.[۵۴]

وینه بهول.[۵۵]

د پیغمبران په وړاندې تکبر کول.[56]

په انجیل کې بنی‌اسرائيل

که څه هم د «بني اسرائيلو» کلمه په قرآنکريم کې د لومړي ځل لپاره په مرکب بڼه کارول شوې ده.[۵۷] خو د انجیل په بېلابېلو برخو کې د يعقوب(ع) اولاد او لمسي ياد شوی دی.[۵۸] په انجیل کې د اسراییلو(یعقوب)  نسل په څیر مفکورې سره د مومنانو یوه ډله چې د خدای روحاني اولاد او د اسراییل پاچا دی د بني اسراییلو څخه یې یادونه شوې. البته، لومړی مفهوم ډیر رواج و مشهور شوی و.[۵۹]

په عهد عتیق کې، د بني اسرائيلو او د هغوي د پلار اسرائيل کيسه د کنعان له قحطۍ، مصر ته د يعقوب(ع) له هجرته او له يوسف عليه السلام سره د هغه د له ملاقاته شروع کيږي.[60] په ادامه کې د هغوي مخې ته ستونزې او د هغوي په مینځ کې د پیغمبرانو شتون بیان شوی دی.[60]

د بنی اسرائیلو پيغمبران

د ځينو شيعه احاديثو له مخې بني اسرائيلو شپږ سوه پېغمبران درلودل، چې لومړى يې موسى(ع) او وروستى يې عيسى(ع) و.[62] په دغو کې یې موسی(ع) او عیسی(ع) ته اولوالعزم دي؛ یعنی هغه پیغمبران چې یو نوی شریعت یې درلود چې خدای ورته وحي کړی و.[۶۳] د بنی اسرائیلو ځینې نور پیغمبران دا دي: یعقوب، یوسف، یوشع، هارون، داؤد، سلیمان، الیاس، الیسع، یونس، عزیر او زکریا.[64]

د پِسَح اختر

د عهد عتیق له مخې، په بني اسرائيلو باندې د مصر د واکمنانو له وژلو او فشارونو وروسته، موسی(ع) د خدای په امر د خلکو مشران راغونډ کړل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د خپل ځان ژغورلو لپاره د کنعان سيمې ته ستانه شي ترڅو د هغه له نعمتونو څخه برخه من شي. موسی او د هغه ورور هارون مصر ته لاړل او په معجزو سره یې د فرعون لپاره ستونزې رامینځته کړې، چې هغه د اسراییلو خوشې کولو ته اړ شو. يهوديان د ازادۍ دا ورځ د پِسَح اختر په توګه لمانځي.[65]

د خوسکي عبادت

اصلي مقاله: د سامري خوسکی

د اسراییلو د خوسۍ د عبادت کیسه په قرآن او په انجیل دواړو کې بیان شوې ده. د عهد عتیق د راپور له مخې، موسی(ع) له سینا څخه په راستنیدو کې ځنډ وکړ. بني اسرائيل هارون(ع) ته ورغلل او له هغه يې وغوښتل چې د دوي لپاره خدای جوړ کړي. په پای کې، سامري د دوي لپاره د سرو زرو خوسی جوړ کړ او دوی یې عبادت وکړ. موسی(ع) چې کله د بني اسرائيلو د خوسي عبادت وليد نو خپه شو او د تيږې يوه تخته يې ماته کړه او څلويښت ورځې يې دعا وکړه چې بيا يې ترلاسه کړي تر دې چې دغه تخته بيا ورته ورکړل شوه.[66] قرآن دا کیسه په همدې ډول، پرته له دې چې هغه هارون(ع) د بت جوړولو څخه بري وګڼي او د خوسۍ جوړونکی د سامري په نامه یو کس معرفي کړي.[67]

فوټ نوټ

سرچينې