جب قاعده
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
جَبّ قاعده یوه فقهي قاعده ده چې پر اساس یې د کافر مسلمانېدل د هغه تېرې ګناهانې جبرانوي او ضروري نه ده له مسلمانېدو وروسته ناکړي عبادتونه ادا کړي. دا قاعده د شرعي احکامو په زیاتو برخو لکه لمانځه، روژې، زکات، حج او حدودو کې تاثیر لري، خو په ځینو مواردو لکه دیې، درې ګونو طهارتونو (اودس، غسل او تیمم) او پورونو کې اثر نه لري او کافر له مسلمانېدو وروسته باید دغه کارونه وکړي.
سید محمد کاظم یزدي لومړی فقیه ګڼل کیږي چې دا خبره یې د یوې فقهي قاعدې په توګه مطرح کړې ده. ځینو فقیهانو د دغه شان قاعدې حکمت، مسلمانېدو ته د غیر مسلمه کسانو هڅول او تشویقول ګڼلې او د دې په شرعي توجیه کې یې په ایتونو، روایتونو، د پېغمبر په سیرت او د عقلاو پر بنسټ استناد کړی دی.
مقام او اهمیت
جب قاعده، د هغو کافرانو په اړه چې مسلمانیږي یوه فقهي قاعده ده.[۱] د دغه قاعدې مطابق د کافرانو تېر وخت د هغوي په راتلونکي څه اثر نه لري؛ ځکه چې اسلام تېر وخت له راتلونکي څخه پرې کوي.[۲]د سید محمد کاظم یزدي په تصریح، دغه قاعده کې یوازې اصلي کافر شاملیږي؛ یعنې هغه کس چې په لومړي ځل مسلمان شوی، نه هغه کس چې مسلمان و، مرتد شو او بیا یې توبه وکړه.[۳]
د شیعه د تقلید مرجع سید ابوالقاسم خویي په نظر، مشهور فقیهان باوري دي چې غیر مسلمه کسان د مسلمانانو په شان لکه څنګه چې د عقایدو په اصولو مکلف دي، په فروعو (شرعي احکامو) هم مکلف دي؛[۴] نو هغه او د فقیهانو یوې بلې ډلې، د مشهور نظر نه دی منلی.[۵]
همداراز د شیعه فقیهانو په وینا، په جب قاعده کې یوازې هغه عبادي تکالیف شاملیږي چې په الهي حقوقو پورې اړوند دي او که یو عمل لکه غلا هم د الهي حق او هم د خلق د حق اړخ ولري، د حد اجرا چې الهي حق دی لرې کیږي خو حق الناس یې په دغه قاعدې کې نه شاملیږي؛[۶] په پینځلسمه قمري پېړۍ کې شیعه فقیه جعفر سبحاني وضاحت ورکړی چې دا یو امتناني قاعده ده چې د ډېرې سختۍ د لرې کولو په غرض او د نفي ضرر د قاعدې په اساس تشریع شوې ده.[۷]او د وګړو له غاړې د حق الناس لرې کېدل د نورو د حقوقو د ضایع کېدو سبب کیږي او په دې کې نو امتنان نه شي کېدی.[۸]
په دې قاعدې په مختلفو فقهي بابونو لکه لمونځ، روژې، زکات، حج او حدودو کې فقیهانو استناد کړی دی.[۹] ویل شوي چې د دغه قاعدې حکمت، مسلمانېدو ته د غیر مسلمه کسانو هڅول او تشویقول دي.[۱۰]شیخ طوسي لومړی فقیه دی چې په کتاب الخلاف کې یې په جب حدیث (الإسلامُ یجُبُّ ما قَبلَهُ) استدلال کړی او د العروة الوثقی کتاب لیکوال سید محمد کاظم یزدي لومړی فقیه دی چې هغه یې د یوې فقهي قاعدې په توګه مطرح کړې ده.[۱۱]
مفهوم پېژندنه
جب قاعده د شیعه په فقه کې، هغه اصل دی چې پر اساس یې، که یو کافر یا مشرک له مسلمانېدو مخکې کوم کار کړی یا یې ناروا خبره کړې او یا باطله عقیده لرلې وي چې په اسلام کې سزا لري، په مسلمانېدو سره بخښل کیږي او جبران ته اړتیا نه لري.[۱۲]جب په لغت کې د غوڅولو، شوکولو او سترګې پټولو په معنا استعمال شوی دی.[۱۳]
دلیلونه او مستندات
د دغه قاعدې د شرعی توجیه لپاره، د قرآن په ځینو ایتونو، حدیثونو، نبوي سیرت او د عقلاوو پر بنسټ یا بنای عقلا استناد شوی دی.
ایتونه
تر ټولو مشهور ایت چې فقیهانو د جب قاعدې د اثبات لپاره په هغه استناد کړی، د انفال سورې ۳۸ ایت دی: «قُلْ لِلَّذِینَ کفَرُوا إِنْ ینْتَهُوا یغْفَرْ لَهُمْ مٰا قَدْ سَلَفَ وَ إِنْ یعُودُوا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْأَوَّلِینَ.»[۱۴][یادداښت ۱] مقدس اردبیلي په مجمع الفائدة و البرهان کتاب کې ویلي چې په دې ایت کې هغه ګناهانې شاملې دي چې وګړي یوازې د کفر په حالت کې کړې دي؛ او له مسلمانېدو وروسته د ناکړو عبادتونو د قضا په نه واجبوالي له دغه ایته نه پوهیږو.[۱۵] د نساء سورې ۲۲ ایت او د مائدې سورې ۹۵ ایت هم د دغه قاعدې نور مستندات دي.[۱۶]
روایتونه او نبوي سیرت
«الإسلامُ یجُبُّ ما قَبلَهُ»حدیث،تر ټولو مشهور حدیث دی چې د دغه قاعدې د شرعي توجیه لپاره ترې استفاده شوې ده.[۱۷]د قم د علمیه حوزې استاد محمد رضا مبلغي په وینا، دا حدیث له سندي لحاظه کمزوری او کړکیچن دی [۱۸] خو صاحب جواهر په دې باور دی چې په دې حدیث عمل کولو د هغه د سند او دلالت کمزوري جبران کړې، او له بلې خوا مضمون یې هم د انفال سورې له ۳۸ ایت سره موافق دی.[۱۹]
د فقې څېړاندي زارعي سبزواري د دغه قاعدې په شرعي توجیه کې، د امام علي (ع) په یو روایت چې «مسلمانېدل، تېر څه له مینځه وړي»[۲۰] استناد کړی دی.[۲۱] د څوارلسمې پېړۍ فقیه علي مشکیني هم د هغو دلایلو د بیان په ترڅ کې چې د دغه قاعدې لپاره ترې استفاده شوې، د پېغمبر (ص) په یو حدیث چې په صحیح مسلم اوهمداراز د امام باقر (ع) یو حدیث ته اشاره کړې ده.[۲۲]
د نجف د تقلید یو مرجع محمد حسین کاشف الغطاء د نظر مطابق، تازه مسلمان شوې کسان به د پېغمبر (ص) په سیرت کې، د هغوعبادتونو او مالي واجباتو چې د کفر په دوران کې ترې پاتې شوې وو په جبرانولو نه مُلزَم کېدل.[۲۳] د شیعه تقلید مرجع محمد فاضل لنکراني باوري دی چې له دغه سلوکه د خدای د رسول (ع)موخه د اسلام منلو ته د کفارو هڅول او په هغوي د چارو اسانول وو، لکه د مغیره بن شعبه او عمرو بن عاص د مسلمانېدو کیسه چې د هغوي له تېرو کړو سترګې پټې شوې.[۲۴]
بناء عقلا یا د عقلاوو بنسټ
ناصر مکارم شیرازي په دې باور دی چې د عقلاوو بنا یا بنسټ چې د شارع لخوا هم تایید شوی، قوانین په تېرو وختونو نه عطف کوي.(یعنې د عاقلانو له نظره په وضع شویو قوانینو کې تېر وختونه نه شاملیږي).[۲۵]
فقهي پایلې
د دې قاعدې لپاره په مختلفو فقهي موضوګانو کې، ځینې پایلې ذکر شوې دي:
په قاعدې کې شاملېدونکې موارد
د شرک اثار: د شیعه د تقلید مرجع سید محمد هادي میلاني له نظره، د کافر له مسلمانېدو وروسته، د شرک او کفر خپل اثار لکه نجاست او هغه ګناهانې چې هغه ته یې نسبت ورکړل شوی، له هغه پورته کیږي.[۲۶] د عبادتونو قضا: لمونځ، روژه او حج هغه عبادتونه دي چې له مسلمانېدو وروسته د کافر له غاړې لرې کیږي او د تېرو عبادتونو قضا او جبران ته ضرورت نه شته.[۲۷]
مالي واجبات: د شیعه فقهاو د مشهور نظر مطابق، مالي واجبات لکه خمس و زکات هم بخښل کیږي او له مسلمانېدو وروسته د تېرو زکاتونو او خمسونو ادا کول واجب نه دي.[۲۸] سره له دې سید محمد رضا ګلپایګاني باوري دی چې کافر له مسلمانېدو وروسته باید د خپل مال زکات ورکړي.[۲۹]
عقود او ایقاعات: هغه عقود او ایقاعات چې کافر د کفر په زمانه کې کړي، لکه د کور خرڅلاو، واده، طلاق،( که څه هم د ځینو شرایطو خیال پکې نه وي ساتل شوی) صحیح ګڼل شوي دي، [۳۰] خو د اسلام له نظره حرام ودونه لکه له دوو خویندو سره واده یا له مور او خور سره واده، باطل او غیر صحیح دی.[۳۱]
حدود: شیعه د تقلید مرجع جعفر سبحاني باوري دی چې هغه الهي حدود چې د ځینو ګناهانو لکه غلا، د شرابو څښل او زنا چې د کفر په زمانه کې یې کړې وي، دغه حدود د کافر له غاړې پورته کیږي.[۳۲]
میراث: شیخ صدوق ویلي چې کافر کس که د مسلمان د مالونو له ویشلو مخکې مسلمان شي په میراث کې هم ونډه لري.[۳۳]
په قاعدې کې نه شاملېدونکي موارد قصاص او دیه: د ځینو فقیهانو له نظره، په دغه قاعده کې قصاص نه شاملیږي او که کافر د قصاص مستحق وي، مسلمانېدل یې قصاص له هغه نه شي لرې کولی.[۳۴] د دې په مقابل کې، ځینې باوري دي چې د دغه قاعدې په اساس، قصاص هم لرې کیږي.[۳۵] د نجف د علمیه حوزې استاد حسن بجنوردي، د دیې لرې کېدل د امتنان خلاف ګڼلي او ویلي یې دي چې باید د نوي مسلمان شوي کس لخوا ورکړل شي.[۳۶]
درې ګوني طهارتونه: مشهور فقیهان په دې باور دي چې که کافر د کفر په وخت کې یو کار وکړي چې د درې ګونو طهارتونو (اودس، غسل، تیمم) سبب کیږي، مسلمانېدل د حدث اکبر یا اصغر د لرې کېدو سبب نه کیږي او باید د عبادتونو د کولو لپاره ضروري طهارت وکړي.[۳۷]
دیون او ضمانونه: د مقدس اردبیلي د وینا مطابق، مالي پورونه او ضمانتونه په مسلمانېدو سره نه ختمیږي او په دې مساله د فقیهانو اجماع ده.[۳۸] ځینې نور موارد هم د مشکوکو او د پام وړ مواردو په توګه ذکر شوې دي چې معلومه نه ده ایا په قاعده جب کې شاملیږي که نه. مثلا د یهودي پلار او مور زوی چې په هغوي کې د نکاح د رایجو قواعدو مطابق یې واده نه وي کړی او هغه بچی زنا زاده (مټونګی) حسابیږي، ایا له مسلمانېدو وروسته په جب قاعده کې شاملیږي که نه؟ صاحب جواهر په دې اړه کوم حکم نه دی ورکړی.[۳۹]