د افک پیښه

د wikishia لخوا
دا مقاله د افک د پیښې په اړه ده. په قرآن کریم کې د افک د کیسې په اړه د افک آیتونه وګورئ.

د اِفْک پیښه د اسلام په پیل کې د یوې ډلې کیسه ده چې د پیغمبر له میرمنو څخه په یوې یې د فحشا تور ولګول. څیړونکو دا پیښه د پیغمبر(ص) د حکومت پر ضد د منافقینو تر ټولو اساسي داخلي دسیسه بللې ده. ځکه چې هغوی غوښتل په دې کار سره د رسول الله(ص) شخصیت خراب کړي او د هغه د رهبرۍ پر وړتیا کې شک واچوي. خو خدای پاک د افک د آیتونو په نازلولو سره د دښمنانو دا دسیسه له منځه یوړه.

په منابعو کې د تورن کس په اړه دوه اصلي راپورونه شته: د اهل سنتو د سرچینو او همدارنګه د ځینو شیعه سرچینو له مخې، د افک آیتونه په عایشه باندې د منافقینو له تور لګولو وروسته نازل شول. د دغه رپوټ له مخې عائشه چې د بني مصطلق په غزا کې له رسول الله(ص) سره وه، د مسلمانانو له لښکر څخه پاتې شوه او د صفوان بن معطل په نامه د يوه کس په مرسته له لښکر سره يوځاى شوه. ځینې منافقانو لکه عبدالله بن اُبیّ او حَسّان بن ثابت عایشه او صفوان په نامشروع اړیکو تورن کړل. څه موده وروسته د افک آیتونه نازل شول او مسلمانان یې د افواهاتو په خپرولو وغندل.

عایشې باندې د تور لګولو خبر د سنیانو له نظره منلی شوی دی او شیعو په نزد هم مشهور دی او ځینو شیعه ګانو لکه شیخ مفید او شیخ طوسی هم د آیت د نازلیدو سبب همدا منلی دی؛ خو د شیعه څیړونکو یوه ډله په دې باور ده چې دغه راپور د اسنادو او متن له پلوه ډېرې ستونزې لري. لکه د عائشې په باب د پېغمبر(ص) شک د پېغمبر(ص) عصمت سره سمون نه لرل، د پېغمبر اکرم په يوه مهم کار کې له ماشوم څخه مشوره غوښتل او په نورو جګړو کې د پېغمبر اکرم د مېرمنو هغه سره ګډون نه کول. له همدې امله، په دې سره دلیل راوړل صحیح نه دي.

دوهم راپور په یوه شیعه سرچینې کی نقل شوی دی یعنی تفسیر قمی کې او په هغه کی د عایشه په ماریه قِبطیّه باندې تور لګول د آیت د نازلیدو سبب بلل شوی دی. د علي ابن ابراهیم قمي د روایت له مخې کله چې د پیغمبر(ص) زوی ابراهیم وفات شو نو عایشې په ماریه باندې تور ولګول چې ابراهیم د پیغمبر زوی نه دی بلکې د جَریح په نوم د یوه کس زوی دی. د عائشې د وینا پر اساس، پېغمبر اکرم(ص)، امام علي(ع) ته حکم وکړ چې جریح ووژني. کله چې امام علي(ع) له جریح سره مخامخ شو، نو پوه شو چې دا افواه دروغ ده او په دې وخت کې خداى پاک په پېغمبراکرم(ص) باندې د افک آيتونه نازل کړل. دا راپور هم له ستونزو سره مخ دی. لکه د قرآن له آيتونو سره سمون نه لرل، د پېغمبر اکرم(ص) بې له څېړلو د تورن کس د وژلو حکم کول، او په تورنوونکو باندې د قذف د حد نه جاري کیدل.

ځینو شیعه عالمانو لکه محمد حسین طباطبایی، سید محمد حسین فضل الله، مکارم شیرازي او جعفر سبحاني له دواړو خبرونو څخه یوه هم نه ده منلی ځکه چې دواړه نیوکې لري. طباطبایي یوازې د افک د آیتونو له مخې دا تایید کړې ده چې هغه کس چې تورن شوی و، هغه مشهور او د رسول الله(ص) د کورنۍ غړی و.

په شیعه او سني سرچینو کې ډیر نور راپورونه هم شته چې په ماریه قبطيه باندې د عایشې تور لګول تاییدوي؛ خو په یو کې هم د افک د آیتونو نازلیدو ته اشاره نه ده شوی. له شیعه علماوو څخه یوازې د وروستیو زمانو عالمانو لکه سید ابوالقاسم خویي او سید مرتضی عسکري د افک آیتونه د ماریه په کیسې پورې تړلی ګڼلي دي.

ویل شوي چې د افک د حدیث څېرنه د اسلام په تاریخ کې یو له خورا ستونزمنو موضوعاتو ده چې تفسیري، فقهي، کلامي او رجالي بحثونو سره تړلي شوي دي او سیاسي او مذهبي ګروهنو هغه لا پیچلي کړي دي. د افک د پیښې په اړه د سید جعفر مرتضی عاملی لخوا لیکل شوی کتاب حدیث الافک او د علی محمود رشوان لخوا لیکل شوی حدیث الافک من المنظور الاعلامی په څیر کتابونه لیکلې شوي دي.

په اسلامي تاریخ کې د افک د پیښې اهمیت

افک (یعنی درواغ[۱] او تور[۲]) د پیغمبر(ص) د زمانې یوې پیښې ته اشاره کوي چې په هغه کې د رسول الله(ص) یوې میرمنې باندې ناروا تور ولګید او خدای پاک بیا دغه د افک آیتونه نازل کړل. (د نور سوره له ۱۱تر 26 آيته)[۳] ویل کیږي چې توروونکیو کسانو دا غوښتل په دې کار سره د رسول الله(ص) شخصیت خراب کړي. خو خداى د دې آيتونو په نازلولو او د تووونکیو په غندنه سره حقیقت روښانه کړ او د دښمنانو دسيسې يې شنډ کړې[۴] ځينو څېړونکو د افک پېښه د پېغمبراکرم(ص) د حکومت پر خلاف د منافقينو تر ټولو بنسټيزه داخلي دسیسه بللې ده،[۵] ځکه چې هغوي غوښتل په دې طریقې سره د پیغمبر(ص) په ریښتیاولي او د هغه د رهبرۍ په وړتيا شک پیدا کړي.[۶] او د هغه د سياسي او ټولنيز انزوا لامل شي.[۷] د ځینو په وینا د افک د حدیث څیړنه د اسلام د تاریخ له ټولو مشکل بحث دی چې تفسیري، کلامي، فقهي او رجالي بحثونو سره ګډ شوی دی او دیني او سیاسي ګروهنو دا بحث نور هم پېچلی دی.[۸]

د افک آیتونه

اصلي مقاله: د افک آیتونه

د نور سوره له ۱۱ څخه تر ۲۶ آیتونو کې په یو مسلمان باندې د فحشا د تور کیسه بیان شوې ده او خدای د دې تور لګولو په وجه تور لګوونکي ملامته کړي دي.[۹] د المیزان تفسیر د لیکوال محمد حسین طباطبايي په وینا، د قرآن کریم له آیتونو دا ګټه اخیستل کیږي چې په کوم کس باندې تور لګیدلی و هغه مشهور او د رسول الله(ص) د کورنۍ غړی و او تور لګوونکي یوه ډله وه.[۱۰] په دې آیتونو کې الله تور لګوونکیو ته د لوی عذاب ګواښ کړی او ملامته کړي یې دي چې ولی مؤمنانو پرته له کوم دلیل او تحقیق څخه افواهونه منلي دي.[۱۱]

په دې آيتونو کې خداى پاک خلک په پاکو ښځو باندې له تور لګولو څخه په کلکه منع کړي دي او پاک لمنې ښځې له دغه ډول خيانتونو څخه بري ګڼلي دي.[۱۲]

د افک د پیښې په هکله بیلا بیل راپورونه

د افک په پېښه کې د تورن شوي کس په اړه اختلاف دی.[۱۳] په ځینو شیعو روایتونو کې تورن شوی کس ماریه قبطیه وه؛ خو د اهل سنتو په روايتونو او په ځينې شيعه روايتونو کې هغه تورن شوی کسه عايشه ښودل شوې ده.[۱۴] د تفسير القمي د ليکوال علي بن ابراهيم قمي [۱۵] له کلامه داسې ګټه اخستل کیږي چې شیعه د ماریه قبطیه په اړه د افک د آیتونو په نزول کې اختلاف نه لري او یا لږ تر لږه د شیعو له نظره د ماریه په اړه د افک د ایتونو نزول ډیر مشهور دی؛[۱۶] خو د ځینو څیړونکو په اند د شیعو له نظره د ماريه په اړه د افک د آيتونو نازلېدل نه يوازې دا چې مشهور نه دي، بلکې په لومړيو علماوو کې د عائشې په اړه د دغو آيتونو نزول ډېر مشهور و؛[۱۷] لکه علامه حلي چې په اتمې پېړۍ کې له شيعه فقيهانو او متکلمینو و، د افک د آیتونو نزول په عایشې پورې اړوند ګڼلي او ویلي یې دي چې هغه د دې برعکس د بلې نظریې له شتون څخه ناخبره وه.[۱۸]

لومړۍ راپور: په عایشه باندې تور

محمد جواد مغنیه چې د څوارلسم هجري قمري کال یو شیعه مفسر دی، وايي: زیاتره مفسرین او مورخین په دې باور دي چې د افک آیتونه له هغه پیښې سره تړاو لري چې د بنی‌ مُصطَلِق له جنګسپوږمیز کال په پینځم[۱۹] یا شپږمه[۲۰]) څخه د رسول الله(ص) د راستنیدو په وخت کښې رامنځته شوې وه.[۲۱] د عایشې د روایت له مخې، رسول الله(ص) به تل په جنګونو کې خپله یوه مېرمنه له ځان سره بوتله، د بني مصطلق په جګړه کې ورسره عایشه وه.[۲۲] له دې جګړې څخه د بېرته راستنېدو پر مهال چې قافله استراحت ته ودرېده، عائشه له لښکرګاه څخه د رفع حاجت لپاره له کاروان څخه جدا شوه. او له دې سببه چې خپل هار یې ورک کړی و نو څه وخت يې په لټون کې تېر کړل.[۲۳] لښکریان له دې نه وو خبر چې عایشه نیشته، نو روان شوو او په دې خیال چې په کجاوې کې عایشه شته د هغې کجاوه یې هم روانه کړه.[۲۴] وروسته له دې چې عایشه لښکرځای ته راغله، هغه ځای یې خالي ولید نو په هماغه ځای کې پاتې شوه، تر دې چې د صفوان بن معطَّل په نوم یو کس هغې ته ورغی او خپل اوښ یې هغې ته ورکړ او له ځانه سره یې لښکر ته راورسوله.[۲۵] عایشه چې له دې سفر څخه له راستنېدو وروسته ناروغه وه، د رسول الله(ص) په چلند کې په بدلون پوه شوه او له صفوان سره د هغه د اړیکو په اړه له اوازې هم خبر شوه.[۲۶] څه وخت پس د قرآن دغه آیتونه د تورن کوونکیو په غندنه کې نازل شوو.[۲۷]

له شيعه علماوو څخه هغه کسان چې د افک پېښه يې د عائشې په تور پورې تړلې ګڼلې ده، دا کسان دي: نصر بن مزاحم په وَقْعَةُ صِفّین کتاب کې،[۲۸] نعماني په خپل تفسير کې،[۲۹] شيخ مفيد په الجمل کتاب کې،[۳۰] شيخ طوسي په التِّبیان کې،[۳۱] طبرسي په اِعلام‌الوَری کې،[۳۲] قطب الدين راوندي په فقه القرآن کې[۳۳] او مقدّس اردبيلي په زبدة البیان. کې.[۳۴]

تور لګوونکي کوم کسان وو؟

د افک په آيتونو کې د خلکو يوه ډله د تور لګونکو په توګه ياده شوې ده او نومونه يې نه دي ياد شوي؛[۳۵] خو ځينو سرچينو د ځینې منافقينو نومونه ياد کړي دي لکه عبدالله بن ابي، حسان بن ثابت او مِسْطَح بن اُثاثه چې د افک د پېښې له لویانو څخه وو.[۳۶]

د عایشې لپاره فضیلت جوړل

سنیان د عایشه لپاره د افک د آیتونو نزول یو لوی فضیلت ګڼي.[۳۷] که څه هم دا خبره په مختلفو سني روایتونو کې ذکر شوې ده، د شیعه مورخ سید جعفر مرتضی عاملي په وینا، دا ټول روایتونه پخپله له عایشې روایت شوي دي.[۳۸] ځينې څېړونکي په دې اند دي چې عائشې د ځينو مسايلو په راپورته کولو سره دا پېښه شخصي پېښه ته راټيټه کړه[۳۹] او ځان ته يې ډېره پاملرنه وکړه او د ځان لپاره يې فضيلتونه جوړ کړل.[۴۰] او دا کار د دې لامل شو چې شيعه د دې کيسې پر صداقت شک وکړي.[۴۱] په دې اساس هغوي وويلي دي چې که څه هم دا آیتونه د عائشې په اړه نازل شوي وي، نو دا يوازې د هغې په پاک لمنۍ دلالت کوي او د هغې لپاره بل کوم فضيلت نه ثابتوي.[۴۲]

دویم راپور: په ماریه قبطیه باندې تور

د ماریه په هکله د افک د آیتونو د نزول خبره په لومړی ځل په تفسیر علی ابن ابراهیم قمی کتاب کې راغلې ده.[۴۳] د هغه روایت له مخې چې علی ابن ابراهیم قمی له امام باقر(ع) څخه روایت کړی دی، عایشه په ماریه قبطیه باندې تور لګولی دی چې هغې یو کس سره چې نامه یې جریح قِبطي وه نامشروعې اړيکې لرلې،[۴۴] د دې روايت له مخې کله چې رسول الله(ص) د خپل زوي ابراهيم په مړينه غمجن و نو د عائشې له دې خبرې سره مخ شو چې ويل یې: «د ابراهیم په مرګ مه خفه کیږه؛ ځکه چې هغه د جریح زوی و.»[۴۵] په همدې خاطر پیغمبر(ص) له امام علی(ع) څخه وغوښتل چې جریح ووژني.[۴۶] جریح چې د امام علی په نیت خبر شو نو د یوې ونې سر ته وتښتید.[۴۷] په دې وخت کې د هغه جامې لیرې شوې او علي(ع) پوه شو چې آلت تناسلي نه لري.[۴۸] په دې توګه له ماریا څخه د ناروا اړیکو تور لرې شو او د افق آیتونه نازل شول.[۴۹]

ویل شوي چې د شیعه علماوو په منځ کې یوازې د وروستیو وختونو پوهانو د افک آیت د ماریه په کیسه پورې تړلی ګڼلی دی.[۵۰] له دغو علماوو څخه مونږ د سید ابوالقاسم خويي[۵۱] سید جعفر مرتضی عاملي[۵۲] او سید مرتضی عسکري[۵۳] نامې اخستی شوو شیخ مفید چې د ماریه د دې کیسې په موضوع کې یې د «رِسالةٌ حَولَ خَبَرِ ماریة» یوه خپلواکه مقاله لیکلې ده، دا حدیث مسلم ګڼي او په دې باور دی چې ټول علماء دا روایت معتبر ګڼي؛[۵۴] خو کوم حدیث چې هغه د ماریې په باره کې په هغې کې د افک د آیتونو نازلیدو ته اشاره نه ده شوی.[۵۵] لکه څنګه چې په ډیرو نورو منابعو کې د ماریه کیسه پرته له دې چې د افک د آیتونو نزول ته اشاره وکړي بیان شوی. له دې منابعو څخه د سید مرتضی کتاب امالي،[۵۶] الهدایة الکبری،[۵۷] دلایل الامامة[۵۸] او المناقب[۵۹] دي. سني علماوو د افک آیتونه لاندې د منافقینو په عایشې باندې د تور لګولو روایتونه بیان کړي دي. خو بیا هم په ماریه باندې د تور کیسه په سني سرچینو کې هم راغلې ده، چې ځینې یې دا دي: صحیح مسلم،[۶۰] الطبقات الکبری،[۶۱] انساب الاشراف،[۶۲] المستدرک علی الصحیحین[۶۳] او صفوةالصفوه.[۶۴]

د دواړه راپورونو د اعتراضونو څیړنه

په دغو دوو راپورونو کې په هر یوه کې ځینې ستونزې بیان شوې دي او ځینو مفسرینو لکه محمد حسین طباطبایي[۶۵] سید محمد حسین فضل الله،[۶۶] مکارم شیرازي[۶۷] او جعفر سبحاني د دغو ستونزو له امله دواړه رد کړي دي.[۶۸] د دواړو روايتونو د غلطو په نظر كې نيولو سره ويل كيږي چې احتمال شته چې دا آيت د يوه دريم شخص په اړه نازل شوى وي[۶۹] له بلې خوا ځينې محققين په دې اند دي چې احتمال شته چې دواړه واقعې سمې وي. په دې وضاحت سره چې د عائشې د قصې لپاره د افک آیتونه نازل شول خو د ماریه د کیسې لپاره هیڅ آیت نه وي نازل شوی.[۷۰]

د عایشې سره تړلي راپور په هکله اعتراضونه

شيعه د پېغمبرانو ټولې مېرمنې (حتى د نوح مېرمن او د لوط مېرمنې) له زنا څخه خوندي ګڼي[۷۱] خو د ځينو په اند هغه روايتونه چې وايي د افک د آيتونو نزول له عایشې سره تړاو لري. نو د عائشې په کيسه کې ډېرې ستونزې شته.[۷۲] سيد جعفر مرتضي دغه کيسه جعلي ګڼلی او د دې د جوړونکو موخه یې دا ګڼلی چې د عائشه لپاره فضیلت جوړ کړي[۷۳] په دې سربېره د ځينو روايتونو د سند ضعيف شونه[۷۴] او د حديثونو په خپلو کې متضاد شونه[۷۵] دي چې په ځینو راپورونو کې یو شمیر ستونزې په لاندې ډول بیان شوي:

  • په داسې يوه مهمه مسئله کې له ماشوم سره د پېغمبراکرم مشوره: په دې روايتونو کې راغلي چې پېغمبر اکرم په دې اړه له علي بن ابي طالب او اسامه بن زيد سره مشوره وکړه نو اسامه د عائشې په دفاع کې خبرې وکړې او امام علي يې پر خلاف خبرې وکړې.[۷۶] دا په داسې حال کې ده چې د دې پېښې په وخت کې اسامه یو ماشوم و.[۷۷]
  • په نورو جنګونو کې د رسول الله(ص) له مېرمنو سره نه کېدل: د عایشه په راپور کې له رسول الله(ص) سره به په جنګونو کې یوه مېرمنه ورسره وه، او دا د رسول الله(ص) روش او طریقه بیان شوې ده. په هرصورت، داسې کوم راپور نشته چې په نورو جنګونو کې د پیغمبر د میرمنو د شتون یادونه وکړي.[۷۸]
  • د عائشې په اړه د پېغمبر شک: د سني راپورونو له مخې رسول الله(ص) د عائشې په اړه شک درلود. خو دا ډول مطلب د رسول الله(ص) له عصمت سره مطابقت نه لري.[۷۹]
  • په تور لګوونکو باندې د حد قذف نه پلي کېدل: له قرآني آيتونو دا ظاهريږي چې له دې پېښې مخکې په اسلام کې د حد قذف قانون وضع شوى و. اوس که د عایشې کیسه ریښتیا وای نو ممکنه نه وه چې رسول الله(ص) به له تور لګوونکو څخه د هغوی د خبرو د علت پوښتنه نه کوله او په هغوي باندې به یې د قذف حد نه جاري کاوه[۸۰] البته د دریمې پيړۍ د تاریخ لیکونکي یعقوبي په راپور پیغمبر(ص) په تور لګوونکو باندې د قذف حد جاري کړ او هغوي ته یې سزا ورکړه.[۸۱]
  • د صفوان بن معطل بې واده شونه: عائشې په دې راپور کې صفوان یو بې واده سړی معرفي کړی. په داسې حال کې چې د نورو روايتونو له مخې هغه ښځه درلوده او ښځې يې رسول الله (ص) ته د هغه شکايت کړی و.[۸۲]
  • د يوې ډيرې مهمې پېښې راپور يوازې د يوه کس له خولې: د سيد جعفر مرتضي په وينا په دې برخه کې زياتره احاديث یوازې له عایشې نقل شوي دي او دا څنګه ممکنه ده چې يوې ډېرې مهمې پېښې روايت یوازې له یوه کس نقل شي او بل چا روایت نه وي کړی؟[۸۳]
د حدیث الافک کتاب د سید جعفر مرتضی عاملی لخوا

د ماریه په راپور کې اعتراضونه

د ماریه اړوند راپور باندې هم د عایشې د راپور په څېر نیوکې شوې دي او ځینو علماوو دا راپور ستونزو سره مخ ګڼلې دی.[۸۴] د سید محمد حسین فضل الله په وینا چې له شیعه مفسرینو دی، د دې راپور ستونزې د عایشې تر راپور زیاتې دي.[۸۵] چې په هغو کې لاندې اعتراضونو ته اشاره کولی شوو:

  • پر هغو کسانو چې تور یې لګولی و د حد قذف نه جاري کیدل: په دې راپور کې چې د قذف حکم له دې پېښې مخکې بيان شوى و، پوښتنه دا پيدا کېږي چې پېغمبر(ص) ولې پر هغو کسانو چې پر ماریې باندې یې تور لګولی و د قذف حد جاري نه کړ.[۸۶]
  • د رسول الله(ص) بې له دليله او تحقيقه د تورن د وژلو امر: دا څنګه ممکنه ده چې رسول الله(ص) د موضوع د حقيقت او دروغو له څېړلو پرته د تورن د قتل امر وكړي؟ پر دې سربېره د داسې ګناه سزا د انسان وژل نه دي.[۸۷]
  • د قرآن له آيتونو سره تناقض: د افک په آيتونو کې ويل شوي چې تور لګوونکي يوه ډله وو؛ په داسې حال کې چې په دې راپور کې یوازې عایشه د تور لګوونکي په توګه معرفي شوې ده.[۸۸]

ځانګړی لیکلنی

شیعو او سنيانو د افک د پېښې په اړه بېلابېل کتابونه لیکلي دي چې له هغو ځینې لاندې دوه کتابونو هم دي:

  • «حدیث‌الاِفک» د سید جعفر مرتضی عاملی کتاب دی: لیکوال د کتاب محتوا په څوارلس فصلونو کې ترتیب کړې ده او د عایشه او ماریه په اړه یې دوه واقعات راپور او تحلیل کړي دي،[۸۹] لیکوال د عایشې په هکله کیسه صحیح نه ده ګڼلی او د ماریې په هکله یې روایت صحیح ګڼلی دی او د هغې د ستونزو ځوابونه یې ورکړي دي.[۹۰] د دې كتاب دويمه ګڼه د المرکزُ الاِسلامی لِلدِّراساتِ بیروت په هڅو په ۱۴۳۹ هجري كال كې په ۴۰۳ مخونو كې چاپ شوې ده.[۹۱]
  • حدیثُ الاِفک مِنِ المَنظورِ الاِعلامی چې د علي محمود رشوان له خوا لیکل شوی دی: د دې کتاب لیکوال چې له سني لیکوالو څخه دی، د عایشې پېښه په قطعي ډول منلې او د ماریه پېښه یې نه ده ذکر کړې.[۹۲] د دې كتاب محتويات په درې فصلونو كې ترتيب شوي دي[۹۳] د پېښې د وخت، ځاى او عمومي فضا بيان، د دې پېښې په وړاندې د بېلابېلو خلكو دريځ او په دې اړه د قرآني نکتو بیانول د دې کتاب له موضوعاتو څخه دي.[۹۴] د مکې جامعة امِّ‌القرای لخوا په ۱۴۱۵ هـ ق کال کې په ۱۶۲ مخونو کې چاپ شوی دی.[۹۵]

فوټ نوټ

  1. فراهیدی، العین، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۴۱۶.
  2. ابن‌منظور، لسان‌العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱۰، ص۳۹۰.
  3. خراسانی و دشتی، آیه‌های نامدار، ۱۳۸۸ش، ص۳۸.
  4. منتظری، پاسخ به پرسش‌های دینی، ۱۳۸۹ش، ص۴۳.
  5. حسینیان مقدم، «بررسی تاریخی‌ـ‌تفسیری حادثه افک»، ص۱۶۰.
  6. رشوان، حدیث الافک من المنظور الاسلامی، ۱۴۱۵ق، ص۱۲.
  7. جعفرنیا، «بررسی و نقد گزارش‌های حادثه افک»، ص۴۷.
  8. حسینیان مقدم، «بررسی تاریخی‌ـ‌تفسیری حادثه افک»، ص۱۶۰.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۵، ص۸۹.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۵، ص۸۹.
  11. مکارم شیرازی، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۱۱، ص۴۶.
  12. سوره نور، آیه ۲۰-۲۶.
  13. منتظری، پاسخ به پرسش‌های دینی، ۱۳۸۹ش، ص۴۲.
  14. منتظری، پاسخ به پرسش‌های دینی، ۱۳۸۹ش، ص۴۲.
  15. قمی، تفسیرالقمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۹۹.
  16. حسینیان مقدم، «بررسی تاریخی‌ـ‌تفسیری حادثه افک»، ص۱۶۶.
  17. خشن، ابحاث حول السیدة عایشه، ۱۴۳۸ق، ص۲۵۸.
  18. وګورئ: علامه حلی، اجوبة المسائل المهنّائیه، ۱۴۰۱ق، ص۱۲۱.
  19. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق،‌ ج۲، ص۴۸-۵۰؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، مؤسسة نشر المنابع الثقافة الاسلامیه، ص۲۱۵.
  20. ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۹.
  21. مغنیه، تفسیرالکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۴۰۳.
  22. بخاری، صحیح‌البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۱۰۱.
  23. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۲۸.
  24. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج۲، ص۲۹۸.
  25. مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۲۱۲۹.
  26. صنعانی، المصنف، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۴۱۰.
  27. واحدی نیشابوری، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۳۳۲.
  28. ابن‌مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۵۲۳.
  29. نعمانی، رسالة المحکم و المتشابه، ۱۳۸۴ش، ص۱۵۶.
  30. شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۶ق، ص۱۵۷.
  31. شیخ طوسی، التبیان، ج۷، ص۴۱۵.
  32. طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۹۷.
  33. راوندی، فقه‌القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۳۸۸.
  34. مقدس اردبیلی، زبدةالبیان، مکتبةالمرتضویة، ص۳۸۸.
  35. سوره نور، آیه ۱۱.
  36. یعقوبی، تاریخ‌الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۵۳؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق،‌ ج۲، ص۶۱۴-۶۱۶.
  37. مثال په توګه وګورئ: فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۳، ص۳۳۸؛ ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۹۱.
  38. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق، ص۹۰.
  39. جعفرنیا، «بررسی و نقد گزارش‌های حادثه افک»، ص۵۲.
  40. حسینیان مقدم، «بررسی تاریخی‌ـ‌تفسیری حادثه افک»، ص۱۶۱.
  41. جعفرنیا، «بررسی و نقد گزارش‌های حادثه افک»، ص۵۲؛ حسینیان مقدم، «بررسی تاریخی‌ـ‌تفسیری حادثه افک»، ص۱۶۱.
  42. حسینیان مقدم، «بررسی تاریخی‌ـ‌تفسیری حادثه افک»، ص۱۶۰.
  43. حسینیان مقدم، «بررسی تاریخی‌ـ‌تفسیری حادثه افک»، ص۱۶۶.
  44. قمی، تفسیرالقمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۹۹.
  45. قمی، تفسیرالقمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۹۹.
  46. قمی، تفسیرالقمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۹۹.
  47. قمی، تفسیرالقمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۹۹.
  48. قمی، تفسیرالقمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۹۹.
  49. قمی، تفسیرالقمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۹۹.
  50. خشن، ابحاث حول السیدة عایشه، ۱۴۳۸ق، ص۲۵۸.
  51. خویی، صراط‌النجاة، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۴۶۳.
  52. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق، ص۳۸۱-۳۸۲.
  53. عسکری، احادیث ام‌المؤمنین عایشه، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۱۸۶-۱۸۷.
  54. شیخ مفید، رسالة حول خبر ماریه، ۱۴۱۳ق، ص۱۸.
  55. خشن، ابحاث حول السیدة عایشه، ۱۴۳۸ق، ص۲۵۴.
  56. سید مرتضی، امالی‌المرتضی، ۱۹۹۸م، ج۱، ص۷۷.
  57. خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۲۹۷-۲۹۸.
  58. طبری، دلائل‌الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۳۸۶-۳۸۷.
  59. ابن‌شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۲۲۵.
  60. مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۲۱۳۹.
  61. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۷۲.
  62. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۴۵۰.
  63. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق ج۴، ص۴۱.
  64. ابن‌جوزی، صفوةالصفوة، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۳۴۵.
  65. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۵، ص۸۹.
  66. فضل‌الله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱۶، ص۲۵۲-۲۵۷.
  67. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۴، ص۳۹۱-۳۹۳.
  68. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۹، ص۱۱۸.
  69. جعفرنیا، «بررسی و نقد گزارش‌های حادثه افک»، ص۴۷.
  70. خشن، ابحاث حول السیدة عایشه، ۱۴۳۸ق، ص۲۶۳.
  71. طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۱۰، ص۵۲؛ طبرسی، جوامع‌الجامع، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۵۹۶.
  72. مثال په توګه وګورئ: عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق، ص۵۵-۳۳۴؛ عسکری، احادیث ام‌المؤمنین عایشه، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۱۶۷-۱۸۱.
  73. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ج۱۲، ص۷۷-۷۸، ۸۱، ۹۷.
  74. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق، ص۵۷-۹۰.
  75. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق، ص۹۴-۱۱۲.
  76. ابن‌هشام، السیرة النبویه، دارالمعرفه، ج۲، ص۳۰۷.
  77. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق، ص۱۷۸-۱۸۱.
  78. طایی، سیرة السیدة العایشه، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۲۰۵-۲۰۶.
  79. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۵، ص۱۰۱؛ مکارم شیرازی، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۱۱، ص۴۰.
  80. مکارم شیرازی، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۱۱، ص۴۱؛ جعفرنیا، «بررسی و نقد گزارش‌های حادثه افک»، ص۵۳.
  81. یعقوبی، تاریخ‌الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۵۳
  82. جعفرنیا، «بررسی و نقد گزارش‌های حادثه افک»، ص۵۸.
  83. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق، ص۹۱.
  84. خشن، ابحاث حول السیدة عایشه، ۱۴۳۸ق، ص۲۴۹.
  85. فضل‌الله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱۶، ص۲۵۵.
  86. خشن، ابحاث حول السیدة عایشه، ۱۴۳۸ق، ص۲۵۰.
  87. فضل‌الله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱۶، ص۲۵۶.
  88. مکارم شیرازی، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۱۱، ص۴۱.
  89. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق.
  90. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق.
  91. عاملی، حدیث‌الافک، ۱۴۳۹ق.
  92. رشوان، حدیث الإفک من المنظور الإعلامی، ۱۴۱۵ق.
  93. وګورئ: رشوان، حدیث الافک من المنظور الاعلامی، ۱۴۱۵ق.
  94. وګورئ: رشوان، حدیث الافک من المنظور الاعلامی، ۱۴۱۵ق.
  95. وګورئ: رشوان، حدیث الافک من المنظور الاعلامی، ۱۴۱۵ق.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، صفوةالصفوة، قاهره، دارالحدیث، ۱۴۲۱ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، طائف، مکتبةالصدیق، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌مزاحم، نصر، وقعة صفین، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان‌العرب، بیروت، دارصادر، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویه، تحقیق مصطفی السقا و ابراهیم الابیاری و عبدالحفیظ شلبی، بیروت،‌ دارالمعرفة، بی‌تا.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح‌البخاری، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب‌الاشراف، تحقیق محمد حمید‌الله، مصر، دارالمعارف، ۱۹۵۹م.
  • جعفرنیا، فاطمه، «بررسی و نقد گزارش‌های حادثه افک»، در مجله پژوهش‌نامه تاریخ، شماره ۴۷، تابستان ۱۳۹۶ش.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق.
  • حسینیان مقدم، حسین، «بررسی تاریخی‌ـ‌تفسیری حادثه افک»، مجله تاریخ اسلام در آینه پژوهش، شماره ۷، پاییز ۱۳۸۴ش.
  • خراسانی، علی و سید محمددشتی، آیه‌های نامدار، قم، نشر جمال، ۱۳۸۸ش.
  • خشن، حسین احمد، ابحاث حول السیدة عایشة رؤیة شیعیة معاصرة، بیروت، دار روافد، ۱۴۳۸ق.
  • خصیبی، حسین بن همدان، الهدایة الکبری، بیروت، البلاغ، ۱۴۱۹ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، صراط‌النجاة، با حاشیه میرزا جواد تبریزی، قم، دفتر نشر برگزیده، ۱۴۱۶ق.
  • راوندی، سعید بن هبةالله، فقه‌القرآن، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
  • رشوان، علی محمود، حدیث الافک من المنظور الاسلامی، مکه، جامعة ام‌القری، ۱۴۱۵ق.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق‌(ع)، ۱۳۹۰ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، امالی‌المرتضی، قاهره، دار الفکر العربی، ۱۹۹۸م.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن نعمان، الجمل، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • شیخ مفید، محمد بن نعمان، رسالة حول خبر ماریه، قم، المؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • صنعانی، عبدالرزاق بن همام، المصنف، هند، المجلس العلمی، ۱۴۰۳ق.
  • طایی، نجاح، سیرة السیدة العایشه، قم، دار الهدی لاحیاء التراث، ۱۴۲۷ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام‌الوری، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، جوامع‌الجامع، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۱۸ق.
  • طبری، محمد بن جریر بن رستم، دلائل‌الامامة، قم، بعثت، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت،‌ دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، حدیث‌الافک، بیروت، المرکز الاسلامی للدراسات، ۱۴۳۹ق.
  • عسکری، سید مرتضی، احادیث ام‌المؤمنین عایشه، تهران، دانشکده اصول دین، ۱۴۲۵ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، اجوبة المسائل المهنّائیة، قم، مطبعة خیام، ۱۴۰۱ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر قرشی طبرستانی، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • فراهیدی، خلیل بن احمد، العین، قم، دارالهجره، ۱۴۱۰ق.
  • فضل‌الله، محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دارالملاک، ۱۴۱۹ق.
  • قمی، علی ابن ابراهیم، تفسیرالقمی، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۳ش.
  • مسعودی، علی بن الحسین، التنبیه و الاشراف، قاهره، دارالصاوی، بی‌تا (چاپ افست: قم، مؤسسة نشر المنابع الثقافة الاسلامیة، بی‌تا).
  • مسلم، ابن‌الحجاج القشیری، صحیح مسلم، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.
  • مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، زبدةالبیان، تهران، مکتبة المرتضویه، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، الامثل فی تفسیر کتاب الله المنزل، ترجمه و تلخیص محمدعلی آذرشب، قم، مدرسه امام علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۱ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • منتظری، حسینعلی، پاسخ به پرسش‌های دینی، قم، دفتر آیت‌الله منتظری، ۱۳۸۹ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، رسالة المحکم و المتشابه، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیه، ۱۳۸۴ش.
  • واحدی نیشابوری، علی بن احمد، اسباب نزول القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق مارسدن جونس،‌ بیروت، مؤسسةالاعلمی، ۱۴۰۹ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ‌الیعقوبی،، بیروت،‌ دارصادر، بی‌تا.

بهرنۍ لینک