منځپانگې ته ورتلل

مخکښه او وتلې حوزه

د wikishia لخوا

مخکښه او وتلې حوزه د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر آیت الله خامنه اي د هغه پیغام سرلیک دی چې د قم د علمې حوزې د بیا تأسیس د سلمې کلیزې په مناسبت خپور شوی. دا پیغام د ۱۴۰۴ل کال د غويي په ۸مه لیکل شوی او د ایران د علمیه حوزو مدیر علیرضا اعرافي هغه د غويي په ۱۷مه د قم د علمیې حوزې د بیا تأسیس د سلمې کلیزې په غونډه کې ولوست.[۱] آیت‌الله خامنه‌اي په دې پیغام کې د علمیه حوزې عناصر او دندې روښانه کړې دي.[۲] هغه د یوې «مخکښې او بېلګې حوزې» د تحقق شرطونه بیان کړي او ټینګار یې کړی چې حوزه باید لاندې ځانګړنې ولري:

  • نوښتګره، وده کوونکې او له زمانې سره برابره
  • د نوو راټوکېدلو مسئلو ځواب ویونکې
  • مهذبه او د پرمختګ او مجاهدت له روحیې برخمنه
  • انقلابي هویت او د ټولنې د ادارې د نظامونو د طرحې وړتیا ولري.[۳]

آیت‌الله خامنه‌اي د حوزې تر ټولو مهمه دنده بلاغ مبین بللې او په هغې کې یې د نوي اسلامي تمدن د اصلي او فرعي کرښو ترسیم، د هغو تبیین، ترویج او په ټولنه کې د فرهنګ جوړونې چارې شاملې بللي دی.[۴] د دې پیغام په پیل کې د قم د علمیې حوزې د رامنځته کېدو تاریخ ته اشاره شوې او د قم د علمیې حوزې په بنسټ اېښودنه او ودې کې د عبدالکریم حائري یزدي (مړینه: ۱۳۱۵ل) رول ستایل شوی دی.[۵] همدارنګه، د د روح الله خمیني راڅرګندېدل د قم د علمیې حوزې د دې پېړۍ له ویاړونو ګڼل شوي دي.[۶]

د آیت‌الله خامنه‌اي په اند، د قم حوزه په تر شپږو لسیزو کمه موده کې، د خپل معنوي ځواک او ولسي اعتبار په مټ وتوانېده چې شاهي رژیم د خلکو په لاس له بېخه وباسي او له پېړیو وروسته اسلام د هېواد د سیاسي واکمنۍ پر ځای کښېنوي.[۷] په دې پیغام کې، آیت‌الله خامنه‌اي حوزه تر یوه درسي بنسټ لوړه بللې او هغه یې د علم، روزنې، او ټولنیزو او سیاسي کړچارونو ټولګه تعریف کړې ده. د هغه له نظره، د مخکښې او بېلګې حوزې بېلابېل اړخونه دا دي:[۸]

  • یو علمي مرکز له ځانګړو تخصصونو سره
  • د دیني او اخلاقي لارښوونې لپاره د مهذب او وړ انساني ځواک د روزنې مرکز
  • د دښمنانو د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې د جبهې لومړۍ کرښه
  • د اسلام د ټولنیزو نظامونو د فکر د تولید او تبیین مرکز؛ لکه سیاسي نظام، د هغه بڼه او محتوا، د هېواد د ادارې نظامونه او د کورنۍ او شخصي اړیکو نظام، د فقهې او فلسفې پر بنسټ
  • د تمدني نوښتونو او د اسلام د نړیوال پیغام په چوکاټ کې د د ضروري راتلونکې لیدنې او اټکلونو مرکز او څوکه

د پیغام متن

د پیغام متن

بسم الله الرّحمن الرّحیم
و الحمد لله ربّ العالمین و افضل الصّلاة و السّلام علی سیّدنا محمّد المصطفی و آله الطّاهرین سیّما بقیّة الله فی العالمین.

د څوارلسمې لمریزې پېړۍ په پیل کې د قم د مبارکې حوزې راټوکېدل، یوه بې‌سارې پېښه وه چې د لویو او درنو پېښو په منځ کې راڅرګنده شوه؛ هغو پېښو چې د لوېدیځې آسیا فضا یې تیاره کړې وه او د ملتونو ژوند یې ګډوډۍ او تباهۍ ته سپارلی و.

د دې پراخ او اوږدمهاله کړاو سرچینه د استعماري دولتونو او د لومړۍ نړیوالې جګړې د فاتحانو لاسوهنې وې؛ هغو چې د دې حساسې او له ځمکنیو شتمنیو ډکې سیمې د نیولو او واکمنېدو لپاره له هرې وسیلې کار واخیست، له پوځي ځواک، سیاسي نقشو، رشوت او د کورنیو خاینانو په استخدام، تبلیغاتي او فرهنګي وسایلو، او هرې ممکنې لارې، تر څو خپلې موخې عملي کړي.

په عراق کې یې لومړی انګرېزي حکومت او وروسته یو لاسپوڅی شاهي دولت جوړ کړ؛ د شام په سیمه کې انګلیس او فرانسې خپل استعماري نفوذ د طایفه‌يي نظامونو او لاسپوڅو کورنیو له لارې پراخ کړ؛ په ایران کې یې یو بې‌رحمه، طماع او بې‌شخصیته قزاق ورو ورو صدارت او بیا پاچاهۍ ته ورساوه؛ په فلسطین کې یې د صهیونیستي عناصرو کوچ او وسلوالول پیل کړل او په کرار حرکت یې د اسلامي نړۍ په زړه کې د سرطاني غدې د جوړېدو زمینه برابره کړه. هر ځای چې مقاومت و، وځپل شو، او په ځینو ښارونو لکه نجف کې کار د علماوو ډله‌ییزو نیونو او حتی د سترو مراجعو لکه میرزا نائیني، سیدابوالحسن اصفهاني او شیخ مهدي خالصي سپکوونکي تبعید ته ورسېد. او د مجاهدو کسانو د نیولو لپاره یې کور په کور لټون ته مخه کړه. ملتونه وېرېدلي او سرګردانه شول، افقونه تیاره او ناهیلي کوونکي شول. په ایران کې یې د ګیلان، تبریز او مشهد مجاهدین په وینو ولمبول او د خاینانه تړونونو ملاتړي یې پر چارو واکمن کړل.

د همدې تورو شپو په منځ کې د قم ستوری راوخوت. الهي قدرت یو ستر، متقي او مجرب فقیه راپاڅاوه، څو قم ته په هجرت سره، زړې او تړلې حوزې ته بیا ژوند ورکړي او د هغه ناسازګار وخت په ډبرین ډګر کې، د حضرت موسی بن جعفر(ع) د پاکې لور د حرم تر څنګ، نوی او مبارک نیالګی کېنوي.

قم د آیت‌الله حائري د ورتګ پر مهال له سترو علماوو خالي نه و؛ لکه میرزا محمد ارباب او شیخ ابوالقاسم کبیر او نور. خو د علمیې حوزې د جوړولو ستر هنر، یعنې د علم، عالم، دین او دیندارۍ (دَیّن) د روزنځي بنسټ، له ټولو ظرافتونو او تدبیرونو سره، یوازې د داسې تائید شوې څېرې لکه آیت‌الله حاج شیخ عبدالکریم حائري (اعلی الله مقامه فی الجنان) له وسه پوره و.

د اراک د علمیې حوزې د جوړولو او اداره کولو اته کلنې تجربې، او تر هغې وړاندې په سامرا کې د شیعه ستر مشر میرزا شیرازي سره نږدې ملګرتیا، او د هغه د تدبیرونو لیدنه، هغه ته لارښوونه کوله؛ او د هغه درایت، زړورتیا، انګېزه او هیله هغه په دې سخته لار کې مخ ته بېوله.

حوزه د خپل پیل په کلونو کې، د هغه په مخلصانه او متوکلانه ټینګښت سره، د رضاخاني تېزې تورې له ګوزاره چې ددین د نښو د او بنسټونو د ختمولو لپاره یې په لوی او وړوکي رحم نه کاوه، وژغورل شوه؛ هغه خبیث ظالم له منځه ولاړ، خو حوزه پاتې شوه او وده یې وکړه؛ او له هغې څخه د روح‌الله په څېر لمر راوخوت. هماغه حوزه چې یوه ورځ به یې طالبان د خپل ځان د ژغورنې لپاره له سهاره له ښاره بهر پناه وړله، او هلته به یې درس او بحث کاوه، او د شپې به په مدرسو کې تیرو کوټو ته راستنېدل، وروسته په څلورو لسیزو کې داسې مرکز شو چې د رضاخان د ناوړه ټبر پر ضد یې د مبارزې لمبې ټول ایران ته رسولې. او خپه او نهیلي زړونه یې رالمسول او ګوښه شوي ځوانان یې د میدان مینځ ته راکاږل.

او همدا حوزه وه چې د خپل مؤسس له وفات وروسته، د آیت‌الله بروجردي په راتګ، د نړۍ د تشیع علمي او تحقیقي څوکه شوه. او بالاخره همدا حوزه وه چې په تر شپږو لسیزو کمه موده کې یې دومره معنوي او ولسي ځواک وموند چې خاین، فاسد او فاسق شاهي رژیم یې د خلکو په لاس نسکور کړ او له پېړیو وروسته یې اسلام د یوه ستر، فرهنګي او استعداد لرونکي هېواد د سیاسي واکمنۍ پر ګدۍ کښېناوه.

د همدې مبارکې حوزې فارغ و چې ایران یې په اسلامي نړۍ کې د اسلام‌غوښتنې بېلګه، بلکې په ټوله نړۍ کې د دین‌محورۍ مخکښ کړ؛ د هغه په پیغمبرانه خطاب وینه پر توره بریالۍ شوه؛ د هغه په تدبیر اسلامي جمهوریت وزېږېد؛ د هغه په زړورتیا او توکل ملت د ګواښونو پر وړاندې ودرېد؛ او نن هم هېواد د هغه په درسونو او میراثونو پر مخ روان دی او خنډونه له منیځه وړي.

د دې مبارکې او سترې حوزې پر بنسټ‌ايښودونکي، دې پاکې او مېوه لرونکې ونې، هغه ستر، پوه او مبارک انسان، د دین عالم او د یقین په سکون سمبال حضرت آیت‌الله العظمی حاج شیخ عبدالکریم حائري باندې دې د خدای تلپاتې رحمت او رضوان وي.

اوس اړینه ده چې د څو هغو موضوعاتو په اړه خبرې وشي چې ګومان کېږي د حوزې د نن او سبا لپاره ګټورې وي، څو اوسنۍ بریالۍ حوزه د «مخکښې او وتلې حوزې» تر مقامه رسېدو کې مرسته وکړي.

لومړۍ موضوع، د « علمي حوزې » عنوان او د هغه ژور مفهوم دی.

د دې په اړه عام ادبیات لنډ او نیمګړي دي. حوزه، د هغه څه خلاف چې دغه ادبیات یې ښيي، یوازې د تدریس او زده‌کړې یوه مؤسسه نه ده؛ بلکې د علم، روزنې، او ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو یوه مجموعه ده. د دې مانا لرونکې کلیمې بېلابېل ابعاد په عمومي توګه داسې شمېرل کېدای شي: ۱- یو علمي مرکز له ټاکلو تخصصونو سره؛ ۲- د ټولنې د دیني او اخلاقي لارښوونې لپاره د مهذب او وړ ځواک د روزنې مرکز؛ ۳- په بېلابېلو ډګرونو کې د دښمنانو د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې د جبهې لومړۍ کرښه؛ ۴- د اسلام د ټولنیزو نظامونو د فکر د تولید او تبیین مرکز؛ له سیاسي نظام او د هغه له بڼې او محتوا نیولې، د هېواد د ادارې تر نظامونو، او د کورنۍ او شخصي اړیکو تر نظامه، د فقهې، فلسفې او د اسلام د ارزښتي منظومې پر بنسټ؛ ۵- د تمدني نوښتونو او د اسلام د نړیوال پیغام په چوکاټ کې د راتلونکي لیدونو مرکز، او ښايي څوکه هم. همدا سرلیکونه دي چې د « علمیه حوزې » مانا روښانوي، د هغې جوړښتي عناصر او په بله وینا له هغې تمې څرګندوي؛ او همدا دي چې د هغوی د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره هڅه کولای شي حوزه په رښتینې مانا «مخکښه او وتلې» کړي، او راتلونکې احتمالي ننګونې او ګواښونه له منځه یوسي.

د دغو هر یوه سرلیک په اړه واقعیتونه او نظرونه شته چې په لنډ ډول داسې بیانېدای شي:

لومړی ـ علمي مرکز: د قم حوزه د شیعه‌وو د سترې علمي پانګې وارثه ده. دا بې‌سارې زېرمه، د زر کلونو په اوږدو کې په ځینو علومو لکه فقه، کلام، فلسفه، تفسیر او حدیث کې، د زرګونو دیني علماوو د فکر، څېړنې او هڅو محصول دی.

په وروستیو پېړیو کې د طبیعي علومو له کشفونو وړاندې ، د شیعه‌وو علمي حوزې د نورو علومو لپاره هم ډګر ګڼل کېدې؛ خو په ټولو پړاوونو کې د بحث او څېړنې اصلي محور «علم فقه» و، او له هغه وروسته په واټن سره «کلام، فلسفه او حدیث» و.

د دې اوږدې دورې په ترڅ کې د فقهې تدریجي پرمختګ، د شیخ طوسي له زمانې تر محقق حلي پورې، او له هغه ځایه تر شهید، بیا تر محقق اردبیلي، او له هغه ځایه تر شیخ انصاري او تر ننني عصره، د اهل فن لپاره محسوس دی. په فقه کې معیار د شته علمي پانګې زیاتول دي؛ یعنې د لوړپوړو علمي تولیداتو رامنځته کول او د علم کچې لوړول او نوې موندنې. خو نن، د معاصرو زمانو، په ځانګړي ډول د وروستۍ پېړۍ، د چټکو او سختو فکري او عملي بدلونونو له امله، له دې نه لوړې هیلې باید د حوزې د علمي پرمختګ په برخه کې په پام کې ونیول شي.

د فقهې په اړه دا ټکي د پام وړ دي: لومړی، فقه د فرد او ټولنې د عملي اړتیاوو په وړاندې د دین ځواب دی. د نسلونو د عقلانیت له پرمختګ سره، دغه ځواب‌وینه باید نن تر پخوا زیات، قوي علمي او فکري بنسټ ولري، او په عین حال کې د پوهېدو او منلو وړ هم وي.

بل دا چې د ننني ژوند پېچلې او ګڼې پدیدې داسې بې‌ساري پوښتنې راپورته کوي چې معاصره فقه باید ورته ځوابونه چمتو ولري.

بل دا چې نن، د اسلامي سیاسي نظام له جوړېدو سره، اصلي پوښتنه دا ده چې شارع د انسان د فردي او ټولنیز ژوند په بېلابېلو اړخونو کې څه ډول ستر لید لري او اصولي بنسټونه یې کوم دي؛ د انسان، د هغه د مقام او د ژوند د موخو له لید څخه نیولې، تر مطلوبې بشري ټولنې، سیاست، قدرت، ټولنیزو اړیکو، کورنۍ، جنسیت، عدالت او د ژوند نورو اړخونو پورې. د فقیه فتوا باید په هره مسئله کې د دې ستر لید یوه برخه څرګنده کړي.

دې ځانګړنو ته د رسېدو مهم شرط دا دی چې: لومړی، فقیه باید د دین له ټولو اړخونو او معارفو سره بلدتیا ولري؛او دویم، د انساني علومو او د انسان د ژوند اړوندو معاصرو پوهنو له موندنو سره مناسبه اشنايي ولري.

باید ومنل شي چې په حوزه کې راټوله شوې علمي زېرمه دا وړتیا لري چې طالب علم دې کچې ته ورسوي، خو په دې شرط چې د اوسني کار په طریقه کې ځینې ټکي په خلاصو سترګو ولیدل شي او په ځواکمن لاس اصلاح شي.

له دغو ټکو یو، د زده‌کړې د دورې اوږدېدل دي. د طالب علم د متن لوستلو دوره په پوښتنې وړ بڼه تېرېږي؛ طالب اړ کېږي چې د یوه ستر عالم غټ او تحقیقي کتاب د درسي کتاب په توګه زده کړي. دا کتاب په حقیقت کې د اجتهادي څېړنې مرحلې ته د ننوتلو لپاره دی، او تر هغې مخکې یې سپارل یوازې دا اغېزه لري چې د متن لوستلو موده اوږده کړي. درسي کتاب باید د طالب لپاره د تحقیق مرحلې ته تر ننوتو وړاندې د محدودې دورې لپاره مناسب مطلب او ژبه ولري. د لویو علماوو لکه آخوند خراساني، حاج شیخ عبدالکریم حائري او حاج سید صدرالدین صدر بریالۍ یا ناکامې هڅې چې ځینې کتابونه لکه قوانین، رسائل او فصول یې په کفایه، دررالفوائد او خلاصةالفصول بدل کړل، د همدې مهم ضرورت له امله وې. سره له دې چې هغوی په داسې زمانه کې ژوند کاوه چې طالب له نننیو ذهني وارداتو او عملي مکلفیتونو سره نه و مخ.

بل ټکی، د فقهي لومړیتوبونو مسئله ده. نن، د اسلامي نظام له جوړېدو او د اسلام په طرز د حکومتدارۍ په مطرح کېدو سره، داسې مهمې موضوعګانې رامنځته شوې چې پخوا نه وې؛ لکه: له خپلو خلکو او له نورو دولتونو او ملتونو سره د دولت اړیکې ، د «نفي سبیل» موضوع، اقتصادي نظام او اصولي بنسټونه یې، د اسلامي نظام اصولي بنسټونه، د اسلام له نظره د واک سرچینه، پکې د خلکو رول، د مهمو قضیو او د سلطې نظام پر وړاندې دریځ، د عدالت مفهوم او محتوا، او لسګونه نور اساسي او کله ناکله حیاتي موضوعات چې د نن او سبا لپاره فقهي ځواب ته اړتیا لري. (ځینې یې کلامي اړخ هم لري چې په خپل ځای باید وڅېړل شي.)

د حوزې په اوسني کاري بهیر کې، په فقهي برخه کې دغو لومړیتوبونو ته کافي پاملرنه نه لیدل کېږي. کله کله وینو چې ځینې علمي مهارتونه، چې عموماً یوازې د شرعي حکم د ترلاسه کولو مقدماتي وسیله وي، یا ځینې فقهي او اصولي موضوعات چې لومړیتوب نه لري، فقیه او څېړونکی په خپل خوږ او وسوسه‌کوونکي رنګ کې دومره ډوب کړي چې ذهن یې له اصلي او لومړیتوب لرونکو مسئلو په بشپړه توګه واړوي، او بې‌بدیله فرصتونه او انساني او مالي پانګې قرباني کړي، پرته له دې چې د کفر د یرغل په دې سخت حالت کې د اسلامي ژوند طرز د تبیین او د ټولنې د هدایت لپاره مرسته وکړي.

که د علمي کار موخه د خپل فضل ښودل، علمي شهرت او په ظاهري فضیلت کې سیالي وي، نو دا به د مادي او دنیاپال عمل او د «اِتَّخَذَ إِلٰهَهُ هَوَاهُ» مصداق وي.

دویم ـ د مهذب او وړ ځواک روزنه، حوزه یو برون‌ګرا(بهر پالی) بنسټ دی. د حوزې فارغان په هره کچه د ټولنې او انسانانو د فکر او فرهنګ په خدمت کې دي. حوزه د «بلاغ مبین» مسؤلیت لري. د دې بلاغ ساحه ډېره پراخه ده؛ له لوړو توحیدي معارفو نیولې تر شخصي شرعي دندو، او د اسلامي نظام، د هغه د جوړښت او مسؤلیتونو تر تبیینه، تر د ژوند طرز، چاپېریال، د طبیعت او حیواناتو تر ملاتړ پورې، او د بشري ژوند ګڼو نورو ډګرونو او اړخونو پورې.

علمي حوزو له پخوا راهیسې دا دروند مسؤلیت پر غاړه اخیستی او د هغوی ډېرو فارغانو او متخرجانو(فارغان) په بېلابېلو علمي کچو او ډولونو د دین تبلیغ ته ملا تړلې او خپل عمر یې پکې تېر کړی دی. له انقلاب وروسته، داسې بنسټونه جوړ شول چې دغه تبلیغي خوځښتونه منظم او محتوا یې لا پیاوړې کړي. د هغوی ارزښتناک خدمتونه او د دین د تبلیغ د نورو فعالانو متحرفانو(۵) هڅې باید هېڅکله له پامه ونه غورځول شي.

مهمه خبره دا ده چې د ټولنې د فکر او فرهنګ له فضا سره اشنايي وي او تبلیغي پیغامونه د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، له فکري او فرهنګي واقعیتونو سره متناسب وي. په دې برخه کې حوزه له ستونزې سره مخ ده. دا سلګونه مقالې، مجلې، ویناوې او تلویزیوني خبرې د مغالطه‌اچوونکو القائاتو د سېلاب پر وړاندې نه شي کولای د «بلاغ مبین» مسؤلیت په هغه ډول ترسره کړي لکه څنګه چې اړتیا ده.

په دې برخه کې په حوزه کې د دوو مهمو عناصرو تشه محسوسه ده: «تعلیم» او «تهذیب».

د داسې پیغام رسول چې له زمانې سره برابر وي، تشې ډکې کړي او د دین موخه پوره کړي، بېشکه زده‌کړې او روزنې ته اړتیا لري. باید یو بنسټ دا مسؤلیت پر غاړه واخلي او طالب ته د قانع کولو ځواک، د خبرو اترو طریقه، له عامه افکارو او رسنیز او مجازي چاپېریال سره د تعامل څرنګوالی، او له مخالف عنصر سره منظم چلند وروښيي؛ او په تمرین او دوامداره هڅه کې هغه په لنډه موده کې دې ډګر ته چمتو کړي. همدارنګه باید د عصري تخنیکي وسایلو په کارولو سره، تازه او ډېر خپاره فکري او اخلاقي زیانونه راټول کړي او تر ټولو غوره، روښانه او قوي ځواب ورته د زمانې له ادبیاتو سره برابر چمتو کړي؛ او له بلې خوا د دین تر ټولو اړین مطالب د نن ورځې د فکري او فرهنګي حالت له مخې د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او کورنیو لپاره په مناسبو فکري او فرهنګي بستو کې برابر کړي. همدا شکلي او محتوایي مجموعه په دې برخه کې د تعلیم تر ټولو مهمه موضوع ده.

په تبلیغي کار کې، ایجابي او ان تهاجمي دریځ تر دفاعي دریځه مهم دی. هغه څه چې د شبهاتو او القائاتو د دفع او رفع په اړه وویل شول، باید تبلیغي دستګاه له دې غافله نه کړي چې د نړۍ، او کله ناکله زموږ په هېواد کې، پر عام انحرافي فرهنګ برید وکړي. لوېدیځ تحمیلي او القایي فرهنګ، ورځ تر بلې په زیات سرعت، د کږلارۍ او زوال پر لور روان دی؛ او فلسفه‌پوهه او متکلمه حوزه د شبهو راولاړولو په وړاندې یوازې په دفاع بسنه نه کوي ، بلکې د دې کږلارۍ او ګمراهۍ په مقابل کې فکري ننګونې رامنځته کوي او د ګمراهۍ مدعیان ځواب ویلو ته اړ باسي.

د دې روزنیز نظام برابرول د حوزې له لومړیتوبونو څخه دي؛ دا د «فرهنګي مجاهد» روزنه ده، او د دین د دښمنانو د خوځښتونو په پام کې نیولو سره، چې په جدي توګه په ځانګړو مهمو برخو کې د ځواکونو په روزنه بوخت دي، لازمه ده چې دا چاره ډېره جدي وګڼل شي او چټکتیا ومومي.

تهذیب د تعلیم ترڅنګ بله اړتیا ده. تهذیب د ګوښه‌نشینو روزل نه دي. د فرهنګي مجاهد د فعالیت لویه برخه د نفس د اصلاح او اسلامي اخلاقو ته د بلنې په برخه کې ده، او دا هغه مهال اغېزناک او برکتناک کېدای شي چې بلونکی پخپله په هغه څه سمبال وي چې نورو ته یې وربولي. حوزه تر پخوا زیات خوځښت ته اړتیا لري، څو اخلاقي سپارښتنې لا زیاتې ټینګې کړي.

تاسو ځوان طالبان او فاضلان بې‌شکه د خپل پاک او نه ککړ شوي زړه او رښتینې ژبې په مرسته کولای شئ د ننني ځوان نسل د اخلاقي اصلاح دنده تر سره کړئ، خو په دې شرط چې لومړی له خپله ځانه پیل وکړئ. په عمل کې اخلاص، او د مال، نوم او مقام د وسوسې پر وړاندې د لارې تړل، د معنویت او حقیقت زړه‌راښکونکې نړۍ ته د ننوتو کلی ده؛ او په همدې توګه د فرهنګي مجاهدت ستونزمن کار په خوږه دنده او اغېزمن حرکت بدلېږي. په داسې حالت کې د طلبګۍ ستونزې د مجاهدانه تبلیغ خنډ نه ګرځي، بلکې د کلکې ارادې او ټینګ عزم وسیله کېږي.

ټینګار کوم چې د دین تبلیغ ته هېڅکله باید د بې‌سیاله میدان په سترګه ونه کتل شي، او له هغو ابهامونو او مغالطو سره چې پرله‌پسې را استول کېږي، د مقابلې له پامه غورځول هم هېڅکله نه دي پکار.

په دې برخه کې، د څرګند رسالت لپاره د کسانو د روزنې ترڅنګ، باید د نظام او د هېواد د ادارې د ځانګړو دندو لپاره، او همداراز د حوزې د دنني تنظیم او دندو د سرته رسولو لپاره د کسانو روزنې ته هم پام وشي، چې دا جلا بحث غواړي.

درېیم ـ په بېلا بېلو ډګرونو کې د دښمن د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې د جبهې لومړۍ کرښه، دا د حوزو له تر ټولو لږ پېژندل شوو اړخونو او د دیني علماوو د ټولیز کار له مهمو ځانګړنو څخه دی. بې‌شکه په تېرو ۱۵۰ کلونو کې په ایران او عراق کې هېڅ اصلاحي یا انقلابي حرکت نه شي موندل کېدای چې دیني علماوو یې رهبري نه وي کړې یا لږ تر لږه په لومړیو کرښو کې حاضر نه وي پاتې شوي. دا د حوزو د ماهیت یوه مهمه نښه ده.

په دې اوږده موده کې، د استعمار او استبداد د هر ډول برلاسۍ پر وړاندې یوازې دیني علما وو چې لومړی میدان ته راوتل، او په ډېرو مواردو کې یې د خلکو د ملاتړ په برکت دښمن ناکام کړی دی. له هغوی پرته بل چا د غږ پورته کولو جرئت نه درلود، او یا یې موضوع سمه نه درک کوله؛ یوازې د علماوو له چیغې وروسته نورو هم غږ اوچتولای شو.

کسروي، چې د دیني علماوو له سختو مخالفانو شمېرل کېږي، اعتراف کوي چې د مشروطه غورځنګ پیل د دوو سیدانو، بهبهاني او طباطبایي، له هوښیارانه ملتیا څخه راپیل شو. هو، هغه مهال چې د استبداد د بلا بېرغ په ایران کې رپېده، له مراجعو او علماوو پرته بل هېچا د غږ پورته کولو جرئت نه درلود.

په دې موده کې ډېر سپک تړونونه د علماوو د مخالفت او مخنیوي له امله لغوه شول؛ د رویټر تړون د حاج ملاعلي کني، د تهران د ستر عالم، په مخنیوي؛ د تنباکو تړون د میرزای شیرازي د حکم او د ایران د سترو علماوو په ملتیا؛ د وثوق‌الدوله تړون د مدرس په افشاګرۍ؛ د بهرنیو ټوکرانو پر ضد مبارزه د آقانجفي اصفهاني په ابتکار او د اصفهان او نجف د علماوو په ملاتړ، او داسې نور.

د قم د حوزې د جوړېدو له هماغو کلونو سره هم‌مهاله، د عراق ځینې برخې او د ایران پولې، د نجف او کوفې په محوریت، د انګرېز اشغالګرو ځواکونو پر ضد د علماوو د وسله‌والې مبارزې ډګر و. نه یوازې طالبان او مدرسان، بلکې ځینې مشهور علما لکه سید مصطفی کاشاني او د مراجعو ځینې زامن هم په دغو جګړو کې برخه‌وال وو؛ ځینې شهیدان شول او ډېر نور بیا د انګرېزانو لیرې مستعمراتو ته تبعید شول.

د فلسطین په مسئله کې د سترو مراجعو فعالیتونه هم ــ که د پېړۍ په لومړیو کې د صهیونیستانو د کوچولو او وسلوالولو پر مهال وي، او که د هغې په درېیمه لسیزه کې چې د فلسطین مهمه برخه رسماً صهیونیستانو ته وسپارل شوه او جعلي دولت اعلان شو ــ د حوزو له ویاړلو برخو څخه دي. د هغوی لیکونه او اعلامیې په دې باب د تاریخي اسنادو له ارزښتمنو بېلګو شمېرل کېږي. د قم حوزې او ورپسې د ایران نورو حوزو بې‌بدیله ونډه د اسلامي نهضت په رامنځته کولو، د انقلاب په بریا، د عامه افکارو په بیدارولو او د خلکو په ډګر ته راوستلو کې، د حوزې د جهادي هویت له روښانه نښو څخه ده. د حوزې فارغان له فعاله ذهنونو او فصیحو ژبو سره له لومړیو کسانو وو چې د مجاهد امام دښمن‌شکن غږ ته یې لبیک ووایه، او په چټکۍ او جديت سره یې، د زیانونو په زغملو، میدان ته راودانګل او انقلابي مفاهیم یې خپاره کړل او عامه افکار یې روښانه کړل.

د همدې حقایقو پر بنسټ و چې امام راحل (رضوان الله علیه) علمي حوزو ته(۶)، په خپل پُرمحتوا او خوځنده پیغام کې روحانیت د ټولو ولسي او اسلامي انقلابونو د شهادت مخکښ وباله، او د شهیدانو لار او کار یې د تفقه حقیقت ته رسېدل وبلل. په بل تعبیر یې علما د جهاد، د وطن د دفاع او د مظلومانو د ملاتړ مخکښان معرفي کړل. د حوزې د راتلونکې لپاره یې تر ټولو ډېره هیله له هغو طالب‌العلمانو او فاضلانو سره تړلې چې د نهضت، مبارزې او انقلاب اندېښنې یې حرکت ته اړ کړي دي؛ او له هغو کسانو یې ګیله څرګنده کړې چې له دغو حیاتي مسایلو بې‌پروا یوازې په کتاب او درس بسنه کوي. په دې پیغام کې یې څو څو ځله د تحجرپالو یادونه کړې، او خبرداری یې ورکړی چې د دښمن نفوذ د هغوی له غفلته ګټه اخلي، او د دین‌پلورنې د بدلېدونکو طریقو په اړه یې د خطر زنګ وهلی دی. د امام د سم نظر له مخې، د استعمار ښکارچیان په ټوله نړۍ کې د سیاست‌پوهه زړورو روحانیونو په کمین کې دي او د روحانیت د عظمت او ولسي نفوذ د کمزوري کولو لپاره پروګرامونه جوړوي.

په هغه حکیمانه متن کې چې له عارفانه او عاشقانه احساساتو ډک لیکل شوی، د امام اندېښنه څرګنده ده چې د تحجر او دروغجن تقدس جریان، حوزه د دین او سیاست د بېلتون وسوسې ته کش نه کړي او د پرمختګ سمه لار بنده نه کړي. دغه اندیښنه دهغه خطرناک بهیر له خپراوي راپورته شوې چې د خلکو په اساسي مسایلو کې د حوزې دخالت او په سیاسي ټولنیز مسایلو کې داخلېدل او له ظلم او فساد سره مبارزه یې، د دین له سپېڅلتیا او معنوي حریم سره په ټکر کې بریښوي او روحانیت ته سپارښتنه کوي چې همېشه په سولې کې پاتې او په سیاست کې د ورګډېدو له خطرونو ځان وساتي.

د دې باطل توهم خپرول د استعمار او استکبار د عاملانو لپاره تر ټولو ستره ډالۍ ده؛ ځکه هغوی تل د دیني علماوو له حضور او مبارزې زیان لیدلی او ډېر ځله مات شوي دي. همداراز، دا د فاسد، فاسق او مزدور نظام د پلویانو لپاره هم تر ټولو لویه ډالۍ ده، هغه نظام چې د ایران ملت د یوه مرجع تقلید په مشرۍ له بېخه ونړاوه.

دیني قدسیت تر ټولو ډېر د فکري، سیاسي او نظامي جهاد په ډګرونو کې راڅرګندېږي، او د دین د حاملانو په فداکارۍ او د هغوی د پاکو وینو په نثارولو ټینګېږي. د دین قدسیت باید د پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) په سیرت کې ولیدل شي، چې یثرب ته د ننوتو پر مهال یې لومړنی کار د حکومت جوړول، د نظامي ځواک تنظیم، او په جومات کې د سیاست او عبادت یوځای کول وو. حوزه باید د خپل معنوي اعتبار د ساتنې او د خپلې وجودي فلسفې د وفادارۍ لپاره هېڅکله له خلکو، ټولنې او د هغې له اساسي مسایلو بېله نه شي، او د اړتیا پر مهال جهاد په ټولو بڼو خپله حتمي دنده وبولي.

همدا هغه مهمه خبره ده چې د امام ستر شخصیت څو څو ځله له حوزې، د هغې له مشرانو او په ځانګړي ډول له ځوانو طالب‌العلمانو او فاضلانو سره شریکه کړې او ټینګار یې ورباندې کړی دی.

څلورم ـ د ټولنیزو نظامونو د تولید او تبیین د مشارکت مرکز. د نړۍ هېوادونه او بشري ټولنې په خپلو ټولو ټولنیزو چارو کې د ځانګړو نظامونو له مخې اداره کېږي؛ لکه د حکومت بڼه، د واکمنۍ طریقه (استبداد، مشوره او نور)، قضايي نظام، د اختلافونو او سرغړونو د حل څرنګوالی، اقتصادي او مالي نظام، د پیسو مسئله، اداري نظام، د کسب او کار نظام، د کورنۍ نظام، او داسې نور. دا ټول د هیوادونو په اجتماعي مسایلو کې راځي چې د نړۍ په ټولنو کې په مختلفو طریقو او د مختلفو نظامونو په بڼو اداره کیږي.

بې‌شکه، د دغو هر نظام تر شا یوه فکري تکیه‌ګاه وي؛ که د متفکرانو او نظر خاوندانو له ذهنه راټوکېدلې وي، او که د بومي او موروثي دودونو زېږنده وي.

په اسلامي حکومت کې دا بنسټ او قاعده طبعاً باید له اسلام او د هغه له معتبرو متونو څخه واخیستل شي، او د ټولنې د ادارې نظامونه باید له هماغو استخراج شي.

د شیعه فقه، که څه هم یوازې په ځینو برخو ــ لکه د قضا په باب ــ په دې کار کافي غور او رسیدګي نه ده کړې، خو د کتاب او سنت څخه د اخیستل شوو پراخو فقهي قواعدو او همدارنګه د ثانوي عناوینو په برکت، د ټولنې د ادارې د بېلابېلو نظامونو د طرحې لپاره لازم کفایت لري.

د حکومت د اصل او سرچینې په باب، د «ولایت فقیه» په بحثونو کې د امام راحل ستر کار، هغه مهال چې په نجف کې تبعید و، یو مبارک پیل و او د حوزې د فضلاوو پر مخ یې د تحقیق دروازه پرانیسته. د اسلامي جمهوریت تر جوړېدو وروسته یې بېلابېل اړخونه په نظر او عمل کې لا بشپړ شول؛ خو دا کار لا هم د هېواد په ډېرو ټولنیزو نظامونو کې نیمګړی او بې‌سامانه پاتې دی. دا تشه باید حوزه ډکه کړي؛ دا د علمي حوزې له حتمي دندو څخه ده. نن چې اسلامي نظام حاکم او ټینګ شوی دی، د فقیه او فقاهت دنده درنه ده. نن ورځ، د امام راحل په تعبیر، نه شي کېدای چې فقاهت د ناپوهانو په څېر یوازې په فردي او عبادي احکامو کې ډوبېدل وبلل شي. امت‌جوړونکې فقه یوازې د عبادي احکامو او فردي دندو تر کچې محدوده نه ده.

البته، حوزه د ټولنیزو نظامونو د طرحې او تنظیم لپاره دې ته اړتیا لري چې د نړۍ له نننیو موندنو سره د دغو نظامونو په اړه تر لازمې کچې آشنايي ولري. دا آشنايي فقیه ته دا توان ورکوي چې د دغو موندنو له سمو او ناسمو برخو په ګټې اخیستنې سره، د کتاب او سنت له څرګندو او اشاري نصوصو څخه د استفاده لپاره لازم ذهني حضور ومومي او د اسلامي فکر پر بنسټ د ټولنې د هر اړخیزې او بشپړې ادارې لپاره د ټولنیزو نظامونو چوکاټ طرحه کړي.

د حوزې تر څنګ، د هېواد پوهنتون هم په دې برخه کې توان او مسئولیت لري؛ او دا د حوزې او پوهنتون د همکارۍ له مهمو ډګرونو څخه کېدای شي. د پوهنتون ستر کار دا دی چې د حاکمیتي او ولسي نظامونو اړوند بشري علومو کې، د دقیقې او نقادانه څېړنې په مرسته، د نړۍ د رایجو علمي نظریاتو سم او ناسم روښانه کړي او د حوزې په همکارۍ، د دیني فکر محتوا په مناسبو چوکاټونو کې وړاندې کړي.

پنځم ـ د اسلام د نړیوال پیغام په چوکاټ کې تمدني نوښتونه؛ دا د علمي حوزې تر ټولو ستره هیله او تمه ده. کېدای شي ځینو ته دا لوړې هیلې او خیال‌پالنه ښکاره شي. په هغه تاریخي شپه کې چې د ۱۳۴۲ کال د فیضیې تر برید وروسته، مرحوم امام په خپل کور کې د ماښام له لمانځه وروسته یوې محدودې او وېرېدلې ډلې طلباو ته خبرې کولې، ښايي دا لوړه خبره چې «دا به ځي او تاسو به پاتې کېږئ»، ځینو ته له حده زیاته هیله او خیال‌پالنه برېښېدله؛ خو د زمانې تېرېدو وښودله چې ایمان، صبر او توکل د خنډونو غرونه له بېخه راباسي، او د دښمن چلونه د الهي سنت په وړاندې بې‌اغېزې دي.

«د اسلامي تمدن ټینګښت» د انقلاب تر ټولو لوړ دنیايي هدف دی؛ یعنې داسې تمدن چې پکې علم، ټکنالوژي، بشري سرچینې، طبیعي سرچینې، ټولې وړتیاوې او د بشر ټول پرمختګونه، حکومت، سیاست، پوځي ځواک او هر څه چې د بشر په واک کې دي، د ټولنیز عدالت، عامه هوساینې، د طبقاتي واټنونو د کمولو، د معنوي روزنې د زیاتولو، د علمي ودې، د طبیعت د لا زیاتې پېژندنې او د ایمان د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.

اسلامي تمدن د توحید او د هغه پر ټولنیزو، فردي او معنوي اړخونو ولاړ دی؛ د انسان درناوی پکې د انسانیت له مخې کېږي، نه د جنس، رنګ، ژبې، قوم او جغرافیې له مخې؛ پر عدالت او د هغه پر بېلابېلو اړخونو او بېلګو متکي دی؛ په بېلابېلو ډګرونو کې د انسان پر آزادۍ ولاړ دی؛ او پر عامه جهاد او مبارزې متکي دی، په هر هغه ډګر کې چې جهادي حضور ته اړتیا وي.

اسلامي تمدن د ننني مادي تمدن په مقابل کې ولاړ دی. مادي تمدن له پیله له استعمار، د خاورې له نیولو، د کمزورو ملتونو له سپکاوي، د اصلي اوسېدونکو له ډله‌ییزو وژنو، د علم له ناوړه کارونې د نورو د ځپلو لپاره، له ظلم، دروغ، طبقاتي درزونو او زورواکۍ سره پیل شو، او ورو ورو پکې فساد، اخلاقي انحراف او جنسي بې‌پروایي هم ننوتله او وده یې وکړه.

نن موږ د دې کږبنسټه ودانۍ ښکاره او بشپړ شوي مثالونه په لوېدیځو هېوادونو او د هغوی په پلویانو کې وینو: د شتمنۍ څوکې د فقر او لوږې د درو او کړنګونو ترڅنګ؛ د قدرت مینان پر هر چا زور چلوي چې زور پرې چلېدای شي؛ د عامه وژنو لپاره د علم کارول؛ جنسي فساد د کورنیو تر منځ او ان تر ماشومانو او نويو ځوانانو رسول؛ بې‌ساری ظلم او قساوت لکه په غزه او فلسطین کې؛ او د جګړې ګواښونه د نورو په چارو کې د لاسوهنې لپاره، لکه د وروستیو لسیزو د امریکا د چارواکو په چلند کې.

څرګنده ده چې دا باطل تمدن تلونکی دی او له منځه به ځي؛ دا د خلقت حتمي سنت دی: «اِنَّ الباطِلَ کانَ زَهوقاً»؛(۷) «فَاَمَّا الزَّبَدُ فَیَذهَبُ جُفاءً».(۸) زموږ د نن ورځې دنده دا ده چې لومړی د دې باطل په له منځه وړلو کې مرسته وکړو، او دویم د خپل وس په اندازه په نظر او عمل کې د بدیل تمدن د جوړولو تیاری ونیسو. دا چې څوک وایي: «نور ونه توانېدل، نو موږ هم نه شو توانېدای»، دا مغالطه ده. نور هر ځای چې په ایمان، حساب او استقامت حرکت کړی، بریالي شوي دي. زموږ روښانه او مخې ته بېلګه: اسلامي انقلاب او اسلامي جمهوریت دی.

په دې مبارزه کې زیانونه، ضربې، دردونه او له لاسه ورکونې شته چې باید وزغمل شي. په دې صورت کې بریا حتمي ده. ستر پیغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) د شپې له مکې او د بت‌پرستانو له کړۍ په پټه راووت او په غار کې پټ شو، خو له اتو کلونو وروسته په عزت او ځواک بېرته مکې ته ننوت، کعبه یې له بتانو پاکه کړه او مکه یې له بت‌پرستانو تصفیه کړه. په دې اتو کلونو کې یې بې‌شمېره کړاوونه وزغمل او یاران یې لکه حمزه له لاسه ورکړل، خو بریالی شو.

زموږ اته کلنه سپېڅلی دفاع هم د ظالمو او دروغجنو نړیوالو زورواکو د ائتلاف پر وړاندې بله بېلګه ده. د قم لویه او اغېزمنه حوزه چې په پیل کې له هغو ټولو سختیو سره مخ وه، هم زموږ د سترګو وړاندې بېلګه ده؛ او له دې ډول بېلګو ډېرې موندل کېږي.

علمي حوزه په دې برخه کې پر اوږو یو ارزښتناک مسؤلیت لري، او هغه تر هر څه وړاندې د نوي اسلامي تمدن د اصلي او فرعي کرښو ترسیمول دي، او وروسته یې تبیین، ترویج او په ټولنه کې یې فرهنګ‌سازي ده. دا د «بلاغ مبین» له تر ټولو غوره مصداقونو څخه دی. د اسلامي تمدن د جوړښت په ترسیم کې فقه په خپل ډول، او عقلي علوم په خپل ډول رول لري. زموږ اسلامي فلسفه باید خپلو اصلي مسئلو ته ټولنیز امتداد ورکړي. زموږ فقه هم باید د لید د پراخولو او په استنباط کې د نوښت له لارې د داسې تمدن نوې راټوکېدلې مسئلې راټولې کړي او احکام یې وټاکي.

د فقاهت او د هغې د طریقې په اړه د ستر امام څرګنده وینا په علميه حوزه کې لارښوونکې ده. په دې وینا کې د استنباط طریقه هماغه دودیزه فقهي طریقه ده چې د هغه په تعبیر جواهري اجتهاد دی؛ خو سره له دې، «زمان» او «مکان» په اجتهاد کې دوه ټاکونکي عناصر دي. کېدای شي یوه موضوع په تېر وخت کې یو حکم لرلی وي، خو د سیاست، ټولنې او اقتصاد د اړیکو په بدلېدو سره اوس نوی حکم پیدا کړي. دا د حکم بدلون له دې امله دی چې موضوع که څه هم په ظاهر هماغه پخوانۍ ښکاري، خو د سیاسي او ټولنیزو اړیکو او نورو بدلونونو له امله په حقیقت کې بدله شوې او نوې موضوع ګرځېدلې ده؛ نو نوی حکم غواړي.

پر دې سربېره، پرله‌پسې نړیوالې پېښې او علمي پرمختګونه کله ناکله ماهر فقیه دې ته رسوي چې د کتاب او سنت له یوه دلیل نه نوی فهم ترلاسه کړي، او همدا د حکم د بدلون لپاره شرعي حجت شي؛ لکه څنګه چې د مجتهدانو د نظر په بدلېدو کې ډېر ځله دا پېښېږي. خو په هر حال، فقه باید فقه پاتې شي، او نوی فهم باید د شریعت په ناخالصه کولو بدل نه شي.

د علمي حوزې د عنوان او ژور محتوا د تعریف او تفسیر په اړه همدومره بس ګڼم، او اوس د قم د حوزې په اړه، چې اوس سل کلنه شوې، لنډه خبره کوم.

د قم حوزه نن یوه ژوندۍ او غوړېدلې حوزه ده. د زرګونو استادانو، مؤلفانو، محققانو، لیکوالانو، ویناوالو او مفکرانو شتون د اسلامي معارفو په ډګر کې، د علمي او څېړنیزو مجلو خپرېدل، او د تخصصي او عمومي مقالو لیکل، دا ټول د نن ورځې ټولنې لپاره ستره شتمني او د سبا د هېواد او امت لپاره لوی ظرفیت دی. د تفسیر او اخلاقو درسونو دودېدل، او د عقلي علومو د مرکزونو او درسونو زیاتوالی، هغه روښانه قوت دی چې د انقلاب تر مخه حوزې ورته لاسرسی نه درلود. د قم حوزې هېڅکله دومره فکر لرونکي طلبه او فاضلان نه وو لیدلي. د انقلاب په ټولو ډګرونو او ان په پوځي ډګر کې فعاله ونډه، او د سپېڅلي دفاع پر مهال او تر هغه وړاندې او وروسته د ارزښتناکو شهیدانو نثارول، د حوزې له سترو ویاړونو او د مرحوم امام له بې‌شمېره نېکیو څخه دي. د نړیوال تبلیغ ډګر ته د لارې پرانیستل، د بېلابېلو ملتونو د زرګونو طالب‌العلمانو روزنه، او په ډېرو هېوادونو کې د هغوی حضور، بل ستر او بې‌ساری کار دی چې باید وستایل شي معاصرو اړتیاوو ته د تازه دمه فقهاوو پام او د هغو اړوند فقهي درسونه، د علمي پرمختګ او تحول ښه راتلونکی زېری ورکوي. د اسلامي معتبرو متونو، په ځانګړي ډول د خدای د کتاب، د معرفتي نکاتو په دقیق فهم کې د ځوانو فاضلانو لېوالتیا ، دا زېرى ورکوي چې قرآن به په حوزه کې لا ډېر مطرح شي. د ښځو د علمي حوزو جوړېدل هم یو مهم او اغېزناک نوښت دی چې دوامدار اجر یې د مرحوم امام پاک روح ته رسېږي. د قم حوزه په دې لید سره یوه ژوندۍ او فعاله مجموعه ده او هیلې راژوندۍ کوي.

سره له دې، دا منطقي تمه چې د قم حوزه دې یوه مخکښه او بېلګه حوزه وي، لا هم له اوسني حالت سره د پام وړ واټن لري. لاندې ټکو ته پام کولای شي دا واټن راکم کړي: ــ حوزه باید د وخت له غوښتنو سره برابره وي؛ تل دې له زمانې سره مخ پر وړاندې ولاړه شي، بلکې آن تر زمانې هم یو ګام مخکې حرکت وکړي.

ــ د ځواک روزنې ته دې په ټولو برخو کې ارزښت ورکړل شي. د دې ملت د حرکت لوری او د انقلاب راتلونکی به هغه ځواکونه ټاکي چې نن په علمي حوزه کې روزل کېږي.

ــ حوزویان دې له خلکو سره خپلې اړیکې زیاتې کړي. د دې لپاره دې داسې پروګرام جوړ شي چې د حوزې فاضلان د خلکو ترمنځ فعاله ونډه ولري او له هغوی سره نږدې او صمیمانه اړیکه ټینګه کړي.

ــ د حوزې مدیران دې په مناسب تدبیر سره هغه مغرضانه تلقینونه شنډ کړي چې ځوان طلبه له راتلونکي نه ناهیلی کوي. نن اسلام، ایران او شیعه په نړۍ کې داسې عزت او درناوی لري چې پخوا یې هېڅکله نه درلود. ځوان طلبه دې له همدې احساس سره درس ووایي او وده وکړي.

ــ د ټولنې ځوان نسل ته دې د خوشبینۍ په سترګه وکتل شي او په همدې لید ورسره تعامل وشي. د نن ورځې ډېری ځوانان، له دې سره سره چې د دیني فکر او احساس پر ضد ډېر ورانوونکي تبلیغات روان دي، بیا هم دین ته وفادار او د هغه ملاتړي دي، او ډېر نور یې هېڅکله له دین او انقلاب سره د دښمنۍ په دریځ کې نه دي. د دیني ظواهرو نه یو ډېر لږ شمېر مخ اړوونکي دې حوزه د غیر واقعي تحلیل ښکار نه کړي.

ــ د حوزې درسي پروګرامونه دې داسې ترتیب شي چې روښان اندی، ځواب ویونکی او د وخت له غوښتنو سره سم فقه ــ چې البته فني وي او د اجتهادي طریقې پر بنسټ ولاړه وي ــ له روښانې فلسفې سره، چې ټولنیز امتداد ولري او د ټولنې د ژوند د جوړښت په باب نظر ولري، او همدارنګه له څرګند، ټینګ او د اقناع ځواک لرونکي کلامي علم سره، د ماهرو استادانو له لوري تدریس شي؛ او دا درې واړه دې د قرآن د فهم او د تفسیر د درسونو تر سیوري لاندې لا ځلا، رڼا او ژورتیا ومومي.

ــ زهد، تقوا، قناعت، له غیر الله بې‌نیازي، توکل، د پرمختګ روحیه، او د مجاهدت چمتووالی؛ دا د ستر امام او د اخلاقو او معرفت د لویانو همېشنۍ سپارښتنې وې چې ځوانو طلباوو ته یې کولې، او اوس هم تاسو د علميه حوزې ګرانو ځوانانو ته همدا سپارښتنې دي.

ــ د حوزې د تحصیلي اسنادو په باب، زما همېشنۍ او اوسنۍ سپارښتنه دا ده چې سند باید خپله حوزه ورکړي ــ نه له هغې دباندې کوم مرکز. البته کېدای شي د حوزوي رتبو لپاره د ۱، ۲، ۳ او ۴ پر ځای هغه نومونه وکارول شي چې د هېواد او نړۍ په علمي مرکزونو کې پېژندل شوي دي؛ لکه: لیسانس، ماسټري، تحقیقي ماسټري (دوکتورا) او دې ته ورته نور.

زه دلته خپله خبره پای ته رسوم او له لوی خدایه غواړم چې اسلام ته لا زیات عزت او شوکت ورکړي، اسلامي امت ته لا ډېر قوت او ټینګښت ور په برخه کړي، د ایران ملت ته ورځ تر بلې پرمختګ او نېکمرغي ورکړي، علمي حوزو ته لا ډېره سرلوړي او اغېزمنتیا ور وبخښي، او پر دښمنانو، بدغوښتونکو او کینه‌کښو نصرت عطا کړي.

د خدای سلام دې پر حضرت بقیة‌الله (ارواحنا فداه و عجّل الله فرجه) وي، او زموږ خالصانه درود دې د شهیدانو پر ارواحو او د امت د امام پر سپېڅلي روح وي.

والسّلام علیکم و رحمة‌الله و برکاته سیّدعلي خامنه‌اي ۱۴۰۴/۲/۸

فوټ نوټ

  1. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه.
  2. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه.
  3. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه.
  4. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه.
  5. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه.
  6. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه.
  7. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه.
  8. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه.

سرچينې

  • «حوزه پیشرو و سرآمد»(مخکښه او وتلې حوزه)، د حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه، د مطلب د خپرولو نېټه: ۲۷ غویی ۱۴۰۴ل، د کتنې نېټه: ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ل.