منځپانگې ته ورتلل

غناء (کتاب)

د wikishia لخوا
د نورو کارونو لپاره، غنا (ابهام لېرې کول) وګورئ.
غناء
نور نومونهد غناء او موسیقۍ درسي‌لیک، د غناء او موسیقۍ کتاب
لیکوالسید علی حسیني خامنه‌اي
موضوعغناء او موسیقي
طریقهد درس خارج فقه متن
ژبهفارسي
د ټوکو شمیر۱
خپرونکید اسلامي انقلاب د کلتوري څېړنو مؤسسه
د خپرولو ځایتهران
د خپرولو نیټهد ۱۳۹۸ کال پسرلی
د چاپ وارلومړی
شمیره۳۰۰۰


غناء یا «د غناء او موسیقۍ درس نامه» د آیت الله خامنه اي د غناء په اړه د درسِ خارج خپور شوی متن دی. د دې کتاب متن د ۱۳۸۷ کال د لیندۍ له میاشتې تر ۱۳۸۸ تر سلواغه پورې تدریس شوی دی. پدې کتاب کې، د موسیقۍ اړوند حدیثونو باندې تمرکز سره، د موسیقۍ مفهوم او حرامه موسیقي او ورسره تړلي حدیثونه او د فقیهانو نظرونه څیړل شوي دي. همدرانګ په دې کتاب کې د موسیقۍ اړوند ۴۸ پوښتنو ته هم ځواب ورکړی شوی دی.

پدې کتاب کې د آیت الله خامنه اي له نظره، موسیقي پخپله حرامه نه ده؛ بلکه، د هغې د حرامیدو معیارونه دا دي چې لهوي وي، ګمراه کونکی وي او انسان د خدای له لارې څخه منحرف کوي. د حرامې موسیقۍ معیار هم دا دی چې چې دا فضا جوړوي چې په دین کې بې پروایۍ او ګناه ته هڅول کوي.

دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۹۸ کې د اسلامي انقلاب کلتوري څیړنیز انسټیټیوټ لخوا په فارسي ژبه خپور شو.

لیکوال

آیت الله سید علی خامنه اي د ایران د اسلامي جمهوریت مشر او د شیعه د تقلید مرجع دی.[۱] هغه په ۱۳۶۹ کال کې د درس خارج تدریس پیل کړ او د جهاد، قصاص، مکاسبِ محرمه او د مسافر د لمانځه فصلونه یې تدریس کړي دي.[۲]

د کتاب محتوا

«د غناء او موسیقۍ درس نامه» د آیت الله خامنه ای لخوا درسِ خارج د تدریس د ۷۵ غونډو تدوین شوی متن دی، د ۱۳۸۷ کال د لیندۍ له میاشتې ۴مه تر ۱۳۸۸ تر سلواغه ۶مه پورې تدریس شوی دی.[۳] دا کتاب د غنا او د حرامې موسیقۍ مفهوم تشریح کوي او د هغې اړخونه څیړي.[۴] د احادیثو څیړلو سره سم، د شیعه فقیهانو د کتابونو او اقوال حواله هم ورکول کیږي.[۵] د کتاب په پای کې، د نڅا مسله هم څیړل شوې ده.[۶]

د رضا مختاري په وینا، د دې درس نامې لپاره یوه سرچینه د محسن صادقي او رضا مختاري لیکل شوی څلور ټوکه کتاب «غنا، موسیقی» وه. د آیت الله خامنه اي د درسِ خارج مرکز د شیخ انصاري کتاب المکاسب و؛ خو، کله چې هغه د موسیقۍ بحث ته ورسید، نو هغه د شیخ انصاري مکاسب یوې خوا ته کړ او د «غنا، موسیقۍ» کتاب یې د خپل بحث مرکز کړ. هغه د دې کتاب ټول روایتونه د سند او متن له مخې وڅیړل، او همدارنګه یې د کتاب په نورو ټوکونو کې چې د فقیهانو کومې څیړنې وې، په موقع يې ورباندې بحث وکړ.[۷] د روایتونو د دلالت او سند او د فقهاوو د نظرونو د څیړلو سربیره، د موسیقۍ د مسلې هغه تاریخي اړخ ته هم پاملرنه شوی، کوم چې د روایتونو په سمی پوهی کې مرسته کوي.[۸]

د بحثونو د وړاندې کولو طریقه

د غناء په کتاب کې، د غناء، موسیقۍ او نڅا موضوعات بحث شوي دي. آیت الله خامنه اي د غناء سره تړلي حدیثونو کې، د غناء اړوند حدیثونه په پنځو کټګوریو وویشل، او بیا یې د شاوخوا ۱۰۰ حدیثونو د سند سلسله او تحلیل او څیړلې ده. دا پنځه کټګورۍ دا دي:

  1. د آیتونو په تفسیر کې ذکر شوي روایتونه؛ په دې کې د آیتونو تفسیر پورې اړوند روایتونه شامل دي[۹] (وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ[۱۰] -لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ[۱۱] - لَهْوَ الْحَدِيثِ[۱۲] - وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا[۱۳] او د آیتونو لپاره د دلیل په توګه راوړی شوي روایتونه.[۱۴]
  2. هغه روایتونه د آیتونو په تفسیر کې نه دي راغلی.(د غناء د حرمت اړوند روایتونه)[۱۵]
  3. د غناء د اوریدلو روایتونه(د غناء اوریدل)[۱۶]
  4. د دې ټاکلي کار په هکله روایتونه (د غناء له لارې ګټه ترلاسه کول)[۱۷]
  5. په قرآن کې غناء پورې اړوند روایتونه (د قرآن تلاوت کې غناء کول)[۱۸]

ځانګړتیاوې

له ټلویزیونه د موسیقۍ د وسایلو ښودل:

«په ټلویزیون کې د دې وسایلو ښودل د غناء د ترویج او نورمال کولو یوه بڼه دي. د دې وسایلو په لهوي غږونو جوړولو استعمال له غیر لهوي زیات دی، پدې معنی چې د دوي حرام اړخ د دوي د حلال اړخه ډیر دی. هرڅومره چې موږ دا ترویج کوو، هومره موږ حرامو او لهو ته وده ورکوو.»[۱۹]

د غنا کتاب ځینې ځانګړتیاوې لاندې دي:

  • هغه روایتونه چې محور یې غناء ده (100 روایتونه)؛[۲۰] ویل کیږي چې د غنا ټول حدیثونه او د هغې اړوند مسایل د سلسله سند او متن له مخې په تفصیل سره څیړل شوي دي.[۲۱]
  • د حرامې غنا او موسیقۍ د مختلفو شاخصونو معرفي کول[۲۲]
  • د لومړیو او وروستیو شیعه فقهاوو د نظرونو او تیوریو جامعیت؛[۲۳] غناء پورې اړوند ټولو رسالو ته مراجعه د دې کتاب له ځانګړتیاوو څخه ګڼل کیږي.[۲۴]
  • غنا او حرامې موسیقۍ پورې اړوند ۴۸ پوښتنو ته ځوابونه.[۲۵]
  • د درسي کتاب په په توګه کتاب جوړښت.[۲۶]

د غنا درسِ خارج د دې موضوع په اړه د دیني حوزې له اوږدو درسونو څخه ګڼل کیږي.[۲۷]

نظرونه

په دې کتاب کې د آیت الله خامنه ای ځینې نظرونه دا دي:

غناء

  • غناء پخپله حرامه نه ده. د هغې د حرمت معیار لهوي شونه او د خدای له لارې څخه انحراف دی (د یو کس ګمراه کول او هغه د خدای له لارې څخه وباسل).[۲۸]
  • د لهوي شونې پيژندل او «اِضلال عن سبیل‌الله» په دې طریقه کیدی شي چې شهوت ته هڅول وکړي، حرامو اعمالو ته لاره هواره کړي، د واجبو اعمالو له ترسره کولو د یو چا مخنیوی وکړي، او له دینه بې پروایۍ رامینځته کړي.[۲۹]
  • کومو ځایونو کې چې شک وي چې دا لهوي موسیقي ده که نه نو هلته د برائت اصل جاري کیږي.(یعنی حرام نه ده)[۳۰]
د حرامې موسیقۍ لپاره عمومي قاعده:

«هره هغه سندره یا غږ چې هغه فضا چې دا غږ پکې خپریږي - له دینه بې پروايۍ، ګناه، د مذهبي مکلفیتونو او دندو څخه بې پروايي ته راکاږي نو هغه حرامه ده.»[۳۱]

موسيقي

  • د حرامې موسیقۍ لپاره معیار دا دی چې فضا له دینه بې پروایې او ګناه ته راکاږي.[۳۲] موسیقي پخپله حرامه نه ده، او ترڅو چې ورباندې دا عنوان «له دینه بې پروایې او ګناه ته راکاږل» نه وي راغلی نو د هغې په حرام شونې باندې فتوا نه شو ورکولی.[۳۳]
  • د غناء او موسیقۍ د حراموالي د ټاکلو لپاره معیار عُرف دی.[۳۴] که چیرې یو مکلف کس شک ولري چې ایا دا موسیقي د خلکو په عُرف او دود کې «مُضِلِّ عن سبیل‌الله» ده که نه یعنی حرامه ده که نه، نو اصلِ حلیت پر اساس هغه حلاله ګڼل کیږي.[۳۵]

نڅا

  • نڅا حرامه ده او د هغې د حرمت لپاره معیار دا دی چې لهوي وي، برعکس د یوې ښځې د خپل میړه لپاره نڅا، کومه چې لهوي نه ده.[۳۶]

خپریدل

د غناء کتاب په ۱۳۹۸ کال کې د اسلامي انقلاب-کلتوري څېړنو انسټیټیوټ لخوا په ۵۶۰ مخونو کې خپور شو. دا کتاب د آیت الله خامنه ای د فقهي درسونو په لړۍ کې لومړی اثر دی چې دې انسټیټیوټ خپور کړی دی.[۳۷]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ↑ بهبودی، شرح اسم، ۱۳۹۱ل، مخ۷۸.
  2. ↑ «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»، د آیت‌الله خامنه‌ای د آثارو د ساتنې او خپرولو د مؤسسې وېبپاڼه.
  3. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ل، مقدمه کتاب، صفحه غ.
  4. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مقدمه کتاب، صفحه ض.
  5. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مقدمه کتاب، د ض مخه.
  6. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ل، مخ۵۱۱.
  7. ↑ «تلاش بی‌نظیر آیت‌الله خامنه‌ای برای فقه موسیقی/ مفصل‌ترین درس خارج فقه در موضوع غناء»، د آنلاین خبري آژآنس.
  8. ↑ «تلاش بی‌نظیر آیت‎الله خامنه‌ای برای فقه موسیقی/ مفصل‌ترین درس خارج فقه در موضوع غناء»، د آنلاین خبري آژآنس.
  9. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ل، مخ۸.
  10. ↑ د حج سوره ۳۰ آیت.
  11. ↑ د فرقان سوره ۷۲ آیت.
  12. ↑ د لقمان سوره ۶ آیت.
  13. ↑ د فرقان سوره ۷۲ آیت.
  14. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۸۵.
  15. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۹۹.
  16. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۱۱۰.
  17. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۱۳۹.
  18. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۱۵۵.
  19. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ ۴۴۴.
  20. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، ص۵.
  21. ↑ «غنا و موسیقی»،د اسلامي انقلاب د خپرونو وېب‌پاڼه.
  22. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۲۵۲، مخ۴۴۴.
  23. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، د غ مخه.
  24. ↑ «غنا و موسیقی»، د اسلامي انقلاب د خپرونو وېب‌پاڼه.
  25. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخونه۴۴۹-۵۱۰.
  26. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مقدمه کتاب، د غ مخه.
  27. ↑ «غنا و موسیقی»، د اسلامي انقلاب د خپرونو وېب‌پاڼه.
  28. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ل، مخ۴۵۲.
  29. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ل، مخ۴۴۴.
  30. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ل، مخ۳۳۷.
  31. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ل، مخ ۴۴۴.
  32. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۴۴۴.
  33. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۴۴۴.
  34. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۴۶۵.
  35. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۴۶۶.
  36. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۵۲۵.
  37. ↑ خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ل، سریزه.

سرچينې