د سپیناوي جهاد
د سپیناوي جهاد یا د تبیین جهاد د علمي او تحقیقي کار پر بنسټ د روښانتیا په معنا ګڼل شوی، چې موخه یې له دښمن او د هغه له وسوسو سره مقابله ده. دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر آیتالله خامنهاي د ۱۳۹۵ هـ ل کال په غویي میاشت کې وکاروله، او د ۱۴۰۰ هـ ل کال په لیندۍ میاشت کې یې د هغې توضیح او شننه وکړه. نوموړی باور لري چې دا اصطلاح حسنینو(ع) ته د امام علي(ع) د وصیتنامې څخه اخیستل شوې ده؛ چې که عملي شي، نو داسې اغېزې لري لکه: «د تحریف مخنیوی»، «د ټولنیز ملاتړ ساتنه» او «د ستونزو له منځه تلل».
آیتالله خامنهاي د هغو موضوعاتو یادونه هم کوي چې رښتینې تبیین ته اړتیا لري، او باور لري چې د دغو موضوعاتو تبیین باید د الهي پېغمبرانو او د شیعه امامانو په شان د بېلګو په طریقه ترسره شي، ځکه هغوی د جهاد تبیین یا د سپیناوي جهاد له مخکښانو څخه وو؛ څو اسلامي اخلاق او ادب پکې مراعات شي.
د آیتالله خامنهاي لهخوا د دې اصطلاح مطرح کېدلو، د حوزې د استادانو، پوهنتونونو او د ایران د اجرائیه ادارو ترمنځ بېلابېل لیدلوري او غبرګونونه راوپارول؛ چې له هغو څخه د «جهاد تبیین» په نوم د فارسي او عربي کتاب خپرېدل او د ایران په هیواد کې په ځینو ښارونو کې د «جهاد تبیین قرارګاه» جوړېدل دي.
مفهومپېژندنه
د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر، آیتالله خامنهاي، «جهاد تبیین» د علمي او تحقیقي کار ترسره کولو، خبرې کولو او د حقایقو د روښانه کولو په معنا بولي، څو له دښمن سره مقابله وشي او د هغه وسوسې له منځه یوړل شي.[یادونه ۱][۱] دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د نوموړي لهخوا د ۱۳۹۵ هـ ل کال په غویي میاشت کې وکارول شوه[۲] او د ۱۴۰۰ هـ ل کال په لیندۍ میاشت کې یې تشریح کړه.[۳] که څه هم له دې وړاندې یې هم په بېلابېلو مواردو کې دې موضوع ته اشاره کړې وه او باور یې درلود چې د اسلامي فکر په تبیین سره خلک له فکري پلوه قانع کېږي او د اسلامي اهدافو پر لور حرکت ته هڅول کېږي.[۴]
نوموړی د «جهاد روایت»،[۵] «د تبیین حرکت»،[۶] «ترویج»[۷] او «روښانتیا»[۸] اصطلاحات هم د « تبیین جهاد » هممانیز او هملوري بولي.[۹]
ځایگاه او اهمیت
«د فاطمه زهرا (سلام الله علیها) د څرګندو او ممتازو ځانګړنو له جملې څخه یوه ډېره مهمه ځانګړنه «جهاد تبیین» دی. هغې دوه مشهورې او سترې خطبې ورکړې دي؛ له هغو څخه یوه یې هغه مشهوره خطبه ده چې په «اَلحَمدُ لِلَّهِ عَلى ما اَنعَمَ وَ لَهُ الشُّکرُ عَلى ما اَلهَم» پیلېږي او د صحابهوو په غونډه کې یې بیان کړې ده. د دې خطبې په اړه ویل شوي چې د نهجالبلاغې له غوره خطبو سره په یوه کتار کې شمېرل کېږي ــ دا خبره د بلاغت او فهم خاوندانو کړې ده ــ او له معارفو او حقایقو ډکه ده. بله خطبه یې هغه ده چې مهاجرو او انصارو ښځو ته یې وکړه: «اَصبَحتُ وَ اللَهِ عائِفَةً لِدُنیاکُم قالِیَةً لِرِجالِکُم» یا «عائِفَةً لِدُنیاکُنَّ قَالِیَةً لِرِجالِکُنَّ». دا دواړه خطبې د فاطمې زهرا (سلام الله علیها) «جهاد تبیین» یا د سپیناوي جهاد دی چې د پیغمبر له رحلت وروسته په لنډه موده کې ترسره شو.
د اهلبیتو د مداحانو سره په لیدنه کې وینا (۱۴۰۲/۱۰/۱۳)[۱۰]»
د سید علي خامنهاي په وینا، د «جهاد تبیین» اصطلاح د امام علي(ع) د وصیتنامې له دې برخې څخه اخیستل شوې: «اللَهَ اللَهَ فِی الجِهَادِ بِاَموَالِکُم وَ اَنفُسِکُم وَ اَلسِنَتِکُم فِی سَبِیلِ اللَه»[یادښت ۱][۱۱] چې حسنینو(ع) ته یې کړې وه.[۱۲] نوموړی باور لري چې د اهلبیتو(ع) د ډېرو کسانو د جهاد طریقه، د تبیین جهاد و.[۱۳] هغه د دین تبیین او تفسیر ته د اهلبیتو(ع) له ځانګړي لیدلوري اشاره کوي[۱۴] او باور لري چې «جهاد تبیین» د ټولو لپاره یو شرعي مسئولیت او یوه فوري فریضه ده (هغه واجب چې په لومړي ممکن وخت کې باید ترسره شي).[۱۵]
د نوموړي په وینا، د سپیناوي جهاد له اغېزو څخه یوه «د تحریف مخنیوی» دی (لکه د پهلوي رژیم د سپینولو لپاره د تاریخي حقایقو تحریف او).[۱۶] همدارنګه هغه «د ګفتمان رامنځته کول» (یعنې د خلکو ترمنځ د عام فکر او ټولنیزې غوښتنې جوړېدل)[۱۷] او «د ټولنیز ملاتړ ساتنه» (په ټولنیزو صحنو کې د خلکو حضور ساتل)[۱۸] هم د دې له اغېزو څخه ګڼي. نوموړی باور لري چې «د ستونزو له منځه وړل» (یعنې د ستونزو او سختیو حل، هغه مهال چې روښانفکران، علما او د فرهنګ او ادب خاوندان په مناسب وخت، سمه او منطقي تبیین وکړي) هم د جهاد تبیین له لارې شوني دي.[۱۹][۲۰] د مجمعالبیان تفسیر لیکوال، امینالاسلام طبرسي، د فرقان سورې د ۵۲ آیت «فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًاً» په تفسیر کې ویلي چې دا آیت په دې خبرې دلالت کوي چې د متکلمانو جهاد، د منکرانو او د دین د دښمنانو د شبهاتو په ردولو کې، له سترو جهادونو څخه دی او د خدای په وړاندې ځانګړی مقام لري. هغه دا احتمال هم ورکړی چې د نبوي حدیث «رجعنا من الجهاد الاَصغر إلى الجهاد الأكبر»[یادونه ۲] کې له «جهاد اکبر» څخه موخه، د قرآن له لارې جهاد او د مخالفانو او د دین د دښمنانو له شبهاتو سره مقابله وي.[۲۲]
هغه موضوعات چې تبیین ته اړتیا لري
د آیتالله خامنهاي په باور، ځینې هغه موضوعات چې تبیین ته اړتیا لري، عبارت دي له:
| نمبر | د تبیین بېلګه | دلیل |
|---|---|---|
| ۱ | د نظام لاسته راوړنې او اغېزمنتیا | د ایران د اسلامي جمهوریت د لاسته راوړنو تبیین، «د نظام د ولسي بنسټونو په ټینګښت، ساتنه او دوام» کې رول لري.[۲۳] ځکه دښمن هڅه کوي چې د خلکو په افکارو کې د هغه بېاغېزتوب القا کړي[۲۴] او د اسلامي انقلاب وروسته د ایران لاسته راوړنې خلکو ته کوچنۍ وښيي.[۲۵] |
| ۲ | د هېواد بېلابېل ظرفیتونه | له اقتصادي ستونزو څخه د وتلو لاره، پر داخلي ظرفیتونو تکیه بلل شوې؛ لکه مقاومتي اقتصاد، د ځوان ځواک له ظرفیت څخه ګټه اخیستل[۲۶] او ملي تولید ته لومړیتوب ورکول، چې دا ټول تبیین او روښانتیا ته اړتیا لري.[۲۷][۲۸] |
| ۳ | د مشروطې دورې تاریخ | د مشروطې دورې تاریخلیکنه باید په مستند ډول تبیین او په بېلابېلو کچو (د ښوونځي او پوهنتون، علمي او څېړنیزو) کې خپره شي.[۲۹] ځکه د دې تاریخي دورې حقایق او په دې موده کې د لوېدیځپالو حکومتونو لهخوا د خلکو ځپل، تبیین ته اړتیا لري.[۳۰] |
| ۴ | د نفوذ خطر | د ایران په هېواد کې د نفوذ مسئله د دښمن له جدي پروګرامونو څخه بلل شوې، چې موخه یې د مدیرانو د محاسباتو بدلول (د هېواد د ادارې د پرېکړې او تصمیمنیونې طریقه) او د سیاسي اسلام او د ایران د اسلامي انقلاب په اړه د خلکو باورونه بدلول دي.[۳۱] دا موضوع هم د جګړې او بندیزونو په شان باید د ټولنې ټولو وګړو ته تبیین شي.[۳۲] |
| ۵ | د مقاومت فکر | د دې لپاره چې داسې تصور ونه شي چې دښمن بمونه، توغندي او پیاوړي تبلیغاتي او رسنیز وسایل لري، نو موږ باید شاتګ وکړو؛ لازمه ده چې د مقاومت اصیله نظریه له نظري او عملي پلوه تبیین او ترویج شي.[۳۳] |
| ۶ | د اسلامي ژوند طرز | د ژوند طرز باید د اسلامي معارفو پر بنسټ تبیین شي.[۳۴][۳۵] ځکه د ژوند غلط طرز، چې د فرهنګي ستونزو او پر ذهنونو د واکمن فرهنګ له امله رامنځته کېږي، د لوېدیځ د ژوند له طریقې د تقلید په نتیجه کې پیدا کېږي.[۳۶] |
| ۷ | د وحدت ساتنه | د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې سیاست، د اسلام د دښمنانو لهخوا له هرې نظامي جګړې، سیاسي خوځښت او اقتصادي شخړې ډېر ګټور بلل شوی[۳۷] او موخه یې د حق جبهې ماتول او شاتګ ته اړ کول دي؛ نو باید د دې برعکس حرکت وشي او د وحدت رامنځته کوونکي موضوعات ترویج شي.[۳۸] |
| ۸ | د ښځو حقوق | د ښځو د حقوقو او له نارینهوو سره یې د توپیر تبیین ضروري دی، او باید د اسلامي معارفو، طبیعت او فطرت پر بنسټ ترسره شي.[۳۹] ځکه په لوېدیځو هېوادونو کې د آزادۍ په نوم پر ښځو ظلم شوی او هغوی سپکې شوې دي (د هغوی حقوق او ارزښتونه ترې اخیستل شوي)؛ نو د دې تبیین اړتیا ده.[۴۰] |
| ۹ | کورنۍ او بچي راوړل | ښځه او مور د کورنۍ اصلي محور ګڼل شوې، چې پر وخت د
بچي راوړلو رول پر غاړه لري، او د دې موضوع سپیناوي له مهمو او اساسي دندو څخه دی.[۴۱] ځکه په لوېدیځو هېوادونو کې د تبلیغاتي رسنیو له لارې هڅه شوې چې د ښځې او مور رول کمرنګه وښيي او د هغې د ښځینه خدمتونه کم کړي.[۴۲] |
| ۱۰ | حجاب | حجاب له هغو ارزښتونو څخه دی چې د انسان له طبیعت سره سمون لري او باید تبیین او ترویج شي.[۴۳] ځکه بربنډتوب چې د انسان د طبیعت خلاف دی، د هغو فلمونو د ترویج له امله رامنځته شوی چې د لوېدیځوالو له ژوند څخه خپرېږي او د انسان پر فردي او ټولنیز ژوند منفي اغېز لري.[۴۴] |
| ۱۱ | کاري وجدان او ټولنیز نظم | اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او ټولنیز فعالیتونه د ایران په اسلامي جمهوریت کې منظم او پیاوړي تبیین او ترویج ته اړتیا لري.[۴۵] ځکه د کاري وجدان او ټولنیز نظم روحیه، د سمې برنامې او د هغې د تبلیغ پایله ده؛ څو فعالیتونه منسجم او پیاوړي شي.[۴۶] |
| ۱۲ | د ښوونکي ارزښت | د خلکو ترمنځ د ښوونکي د مقام ترویج او تبیین، د دې لپاره اړین او اساسي کار بلل شوی چې هغه «د ایران د اسلامي جمهوریت د معیار وړ انساني ځواک» په روزنه کې رول لري.[۴۷] |
| ۱۳ | په سپېڅلې دفاع کې ایثار | له فلمجوړوونکو او د هنر له خاوندانو غوښتل شوي چې د سپېڅلې دفاع د دورې فعالیتونه تبیین کړي.[۴۸] ځکه هغو ټولګو چې د جګړې ملاتړ یې پر غاړه درلود، د ایران د اسلامي انقلاب د دفاع لپاره له خپلو معنوي او مادي امکاناتو استفاده کوله.[۴۹] |
| ۱۴ | د شهیدانو سیره | د سپېڅلې دفاع د دورې د شهیدانو د فردي او ټولنیز ژوند ځانګړنې «لکه څنګه چې واقعیت لري»، علمي او هنري تبیین ته اړتیا لري.[۵۰] ځکه شهید د راتلونکو نسلونو لپاره د داسې بېلګې په توګه معرفي کېږي چې د ایران ـ عراق جګړه کې یې د ایران هېواد ژغورلی دی.[۵۱] |
| ۱۵ | ایامالله | خدای تعالی د ابراهیم سورې د ۵ آیت په یوه برخه کې رسول الله(ص) ته امر کړی چې خلک د «ایامالله» په یاد راولي، څو هېر نه شي.[۵۲] ځکه دا ورځې تاریخسازې وې (په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي جریانونو کې اغېز لرونکی رول لري)[۵۳] او لکه د ۱۳۵۶ کال د مرغومي ۱۹مه،[۵۴] د ۱۳۵۶ کال د سلواغې ۲۹مه،[۵۵] د ۱۳۵۷ کال د سلواغې ۲۲مه[۵۶] او د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په میاشت کې د شهید سلیماني د جنازې مراسم، د ایامالله په نوم یاد شوي دي.[۵۷] |
| ۱۶ | اسلامي جمهوریت | «اسلامي جمهوریت» چې د «دیني ولسواکۍ» (په انتخاب کې د خلکو آزادي ، خو د اسلامي مقرراتو په چوکاټ کې)[۵۸] د تحقق په لټه کې دی، باید تبیین شي. ځکه دا کلمه د معنوي او الهي ارزښتونو ترڅنګ، د خلکو اراده هم له ځان سره لري او هېڅ څه پر خلکو نه تپي.[۵۹] |
| ۱۷ | د ایران د اسلامي انقلاب آرمانونه | ځینې موضوعات لکه «حیات طیبه» (په دنیا او آخرت کې ښه او پاک ژوند)،[۶۰] «ټولنیز عدالت» (د ایران د امکاناتو عادلانه او عاقلانه وېش)[۶۱] او «استقلال او آزادي» (له دښمنانو او پردیو تابعیت نه کول)[۶۲] د ایران د اسلامي انقلاب له اهدافو او آرمانونو څخه دي، چې تبیین ته اړتیا لري.[۶۳] ځکه د دغو موضوعاتو د تبیین هدف، د نړیوال استکبار (د امریکا دولت) له سلطې څخه خلاصون بلل شوی[۶۴] او که تبیین نه شي، ګډوډي او سرګرداني رامنځته کوي.[۶۵] |
| ۱۸ | د کار او کارګر ارزښت | د اسلامي ټولنې ټولو وګړو ته د کار او کارګر د ارزښت روښانه کول د مدیرانو له دندو څخه دي.[۶۶] ځکه کار نه یوازې په اسلام کې ارزښت لري،[۶۷] بلکې د انسان طبیعي اړتیاوې (لکه د خوړو، جامو او نورو توکو تولید) هم پوره کوي.[۶۸] |
| ۱۹ | د دین حاکمیت | د انسان د ژوند پر ټولو چارو د اسلام د حاکمیت د نظریې تبیین او روښانتیا، په بېلابېلو برخو او علمي حوزو کې د ټولو روښانفکرانو دنده بلل شوې ده.[۶۹] ځکه د اسلامي جمهوریت له جوړېدو وروسته د دښمن هڅه دا وه چې «اسلام یوازې په فردي عمل او قلبي عقیده» محدود کړي او ثابته کړي چې له ټولنیزو او عامه چارو سره کار نه لري.[۷۰] |
بېلګې
- د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: د ۲۵۰ کلن انسان نظریه
د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر د نهجالبلاغې د لومړۍ خطبې یوې برخې ته په استناد، الهي پېغمبران د تبیین بنسټاېښودونکي بللي دي[۷۱] او باور لري چې «تبیین» د هغوی تر ټولو مهمه دنده وه.[۷۲] د آیتالله خامنهاي په وینا، وروستي الهي پېغمبر(ص) هم د اسلام د دعوت په پیل کې، له ډېرو ستونزو سره سره، د حق خبرې تبیینولې.[۷۳] هغه د امام علي(ع) د حکومت یوه ځانګړنه، چې په نهجالبلاغه کې د خطبو او لیکونو له لارې څرګندېږي، تبیین او روښانتیا بولي؛[۷۴] او باور لري چې د جهاد او مبارزې کرښه د شیعه امامانو(ع) لهخوا د ۲۵۰ کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو روانه وه، او موخه یې د سوچه اسلام تبیین، د قرآن صحیح تفسیر او د امامت مسئله وه.[۷۵] نوموړي د حضرت زینب(س) مجاهدت ته هم اشاره کړې، چې د عاشورا حقایق یې په کوفه او شام کې تبیین کړل[۷۶] او باور لري چې د پیغمبر(ص) ځینو صحابهوو لکه عمار یاسر هم د صفین جګړې پر مهال د حقایقو روښانتیا او تبیین کاوه.[۷۷] آیتالله خامنهاي، امام خمیني،[۷۸] سید اسدالله مدني،[۷۹] مرتضی مطهري او سید محمد بهشتي د تبییني بېلګو په توګه یاد کړي او باور لري چې هغوی دیني حقایق سپینول او تبیینول.[۸۰]
اخلاقي شرطونه
آيتالله خامنهاي ټينګار کوي چې سپیناوي (تبيين) او روښانتيا بايد د اسلامي اخلاقو او ادب له مراعاتولو سره مل وي، او له بدژبۍ او بدګويۍ څخه ډډه کول ضروري ګڼي.[۸۱] هغه د نهجالبلاغې د ۲۰۶مې خطبې د يوې برخې په استناد، تبيينوونکي له غيبت او تهمت څخه منع کوي او باور لري چې روښانګري بايد له «بېعلمه وينا» (لکه دروغو) څخه پاکه وي.[۸۲] د هغه په اند، په ليکنو کې هم د اسلامي اخلاقو او ادب مراعات اړين دي، او مطبوعات او رسنۍ بايد له کوچنيو او غيراصولي اختلافونو او همدارنګه له اوازهخورولو څخه ډډه وکړي.[۸۳]
غبرګونونه او نظرونه

د ايران د اسلامي جمهوريت د رهبر د «جهاد تبيين» یا (د سپیناوي جهاد) په اړه څرګندونو د حوزې او پوهنتون د استادانو او د ايران د اجرايي بنسټونو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
- علي ذوعلم (د اسلامي انقلاب د مؤسسې له استادانو څخه) باور لري چې جهاد تبيين بايد د عقلانيت، ولسواکۍ، منطق او پرمختګمحورۍ په فضا کې ترسره شي، څو اغېزناک تمام شي.[۸۴]
- هادي صادقي (د پوهنتون او د قم د حوزې له استادانو څخه) د «روشن بینی امام در نامه ۱۳۶۸/۱/۶» نومی کتاب ـ چې د محمد محمدي ريشهري وروستی ليکلی اثر دی ـ د جهاد تبيين له بېلګو څخه بولي او وايي چې ليکوال په دغه اثر کې د امام خميني د افکارو روښانتيا او له تحريفه پاکونه کړې ده.[۸۵]
- د محمدحسن زماني (د پوهنتون استاد) په وينا، آيتالله خامنهاي د ايران د خلکو ترمنځ د جهاد تبيين پر خپرولو ټينګار لري؛ ځکه د دښمن رسنيزه جګړه، چې د ايران لاسته راوړنې کوچنۍ او ستونزې غټې ښيي، زياته شوې ده، او جهاد تبيين کولای شي د دښمن رسنيز يرغل شنډ کړي.[۸۶]
- د اسلامي شورا مجلس د جهاد تبيين یا (د سپیناوي جهاد) د ترويج لپاره ځانګړې بودجه تصويب کړه، خو د ايران د اسلامي جمهوريت رهبر له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او هغه يې بېپايلې وبلله؛ ځکه د هغه په باور دا ډول بودجې ډېری وخت ضايع کېږي.[۸۷]
- د آيتالله خامنهاي له وينا وروسته، د ايران په ځينو ښارونو لکه قم،[۸۸] شهرکرد،[۸۹] نهاوند[۹۰] او خوزستان کې د «جهاد تبيين قرارګاوې» جوړې شوې، څو د ايران د اجرايي مسئولينو فعاليتونه خلکو ته روښانه کړي.[۹۱]
فوټ نوټ
- ↑ بیانات در دیدار مداحان اهلبیت(ع)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۲۳.
- ↑ بیانات در دیدار پرستاران و خانواده شهدای سلامت، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۴۳.
- ↑ بیانات در دیدار پرستاران و خانواده شهدای سلامت، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۲۳.
- ↑ بیانات در دیدار دستاندرکاران راهیان نور، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار ائمه جمعه سراسر کشور، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۳-۲۴.
- ↑ https://farsi.khamenei.ir/newspart-index?tid=4082
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، لیک۴۷، مخ۴۲۲.
- ↑ بیانات در دیدار اعضای مجلس خبرگان رهبری، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار مداحان اهلبیت(ع)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ پیام به کنگرهی علمی بینالمللی امام علیبنموسیالرضا(ع)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار فرماندهان و کارکنان نیروی هوایی و پدافند هوایی ارتش، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار جمعی از دانشجویان، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار رئیس و اعضای مجلس خبرگان رهبری، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در اجلاس جهانی علما و بیداری اسلامی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ ديدار چند تن از شخصيتهاى فرهنگى، مذهبى و علمى جهان اسلام، د آیتالله خامنهاي د دفتر د معلومات رسولو وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در پایان مراسم عزاداری اربعین حسینی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ټوک۲، مخ۵۹۹
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ټوک۷، مخ۳۰۳.
- ↑ خامنهای، ارمغان، ۱۳۹۸ش، مخ۴.
- ↑ بیانات در دیدار کارگزاران نظام، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در مراسم پانزدهمین سالگرد رحلت امام خمینی (رحمهالله)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در جلسه تبیین سیاستهای اقتصاد مقاومتی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار مسئولان نظام، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در جلسه تبیین سیاستهای اقتصاد مقاومتی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار شورای مرکزی و کمیتههای علمی همایش صدمین سالگرد مشروطیت، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در خطبههای نمازجمعه، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار رئیس و اعضاى مجلس خبرگان رهبرى، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار اعضای شورای هماهنگی تبلیغات اسلامی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار دانشآموزان و دانشجویان، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار جمعى از دانشجویان، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار اعضای مجلس خبرگان رهبری، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در نخستین دیدار رئیسجمهور و اعضای هیئت دولت سیزدهم، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار کارگزاران حج، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۴۷-۲۴۸.
- ↑ خامنهای، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۲۴۳.
- ↑ بیانات در دیدار بانوان نخبه در آستانه سالروز میلاد حضرت زهرا(س)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۴۴-۲۴۵.
- ↑ بیانات در ارتباط تصویری با مداحان، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۲۴۶.
- ↑ بیانات در جلسه پرسش و پاسخ مدیران مسئول و سردبیران نشریات دانشجویی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۲۸۴.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۲۸۵.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۸۶-۲۸۷.
- ↑ بیانات در دیدار عوامل تولید فیلم سینمایى «شیار ۱۴۳»، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۷۴-۲۷۵.
- ↑ بیانات در دیدار اعضای برگزاری کنگره شهدای استانهای کهگیلویه و بویراحمد و خراسان شمالی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۷۸-۲۸۰.
- ↑ بیانات در دیدار دستاندرکاران راهیان نور، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۷۱-۲۷۲.
- ↑ مبدأ تاریخِ تحولات جدید دنیا، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهای، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۲۷۲.
- ↑ بیانات در دیدار فرماندهان و کارکنان نیروی هوایی ارتش، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خطبههای نماز جمعه تهران، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهای، سیاست، ۱۳۹۸ش، مخ۹۶.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۰۲-۲۰۳.
- ↑ خامنهاي، روشنای آینده، ۱۳۹۷ش، مخ۳.
- ↑ خامنهاي، روشنای آینده، ۱۳۹۷ش، مخونه۶۷و۷۳.
- ↑ خامنهاي، روشنای آینده، ۱۳۹۷ش، مخ۵۰.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۲۱۶.
- ↑ خامنهاي، فلسطین، ۱۳۹۷ش، مخ۱۴۲.
- ↑ بیانات در دیدار شرکتکنندگان در اجلاس جهانی اساتید دانشگاههای جهان اسلام و بیداری اسلامی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ بیانات در دیدار کارگران، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ ابن أثیر، أسدُ الغابة، بی نېټې، ټوک۲، مخ۲۶۹.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۲۸۲-۲۸۴.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۱۹۴.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۱۸۸.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۷۵-۷۶.
- ↑ بیانات در دیدار مسئولان نظام و سفرای کشورهای اسلامی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، سیاست، ۱۳۹۸ش، مخ۳۲۴.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۷۸.
- ↑ خامنهاي، امین زبان و ادب پارسی، ۱۳۹۷ش، مخ۲۳۴.
- ↑ خامنهاي، آفتاب در مصاف، ۱۳۹۲ش، مخ۲۷۲.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخونه۸۲-۸۳.
- ↑ خامنهاي، معارف انقلاب، ۱۳۹۷ش، مخ۴۴۵.
- ↑ بیانات در دیدار با اعضای کنگره بزرگداشت شهید آیتالله مدنی، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ خامنهاي، حوزه و روحانیت، بیڼېټې، مخ۱۰۸۶.
- ↑ خامنهاي، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، مخ۹۹.
- ↑ بیانات در دیدار کارگزاران نظام، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ غفاري، فتنهی تغلب، ۱۳۹۸ش، مخ۴۱۲.
- ↑ «جهاد تبیین»؛ مقدمهای برای اصلاح، تحول و مطالبه، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ آخرین اثر آیتالله ریشهری مصداق «جهاد تبیین» است، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ راز تاکید رهبر معظم انقلاب بر جهاد تبیین چیست؟، د ایران د زدهکړیالانو خبري اژانس (ایسنا).
- ↑ رهبر انقلاب: تخصیص بودجه سنگین برای جهاد تبیین، غلط است، د ایران د زدهکړیالانو خبري اژانس (ایسنا).
- ↑ تشکیل قرارگاه عملیاتی "جهاد تبیین" و پیگیری تبیین ارزشها، د ایمنا خبري اژانس وېبپاڼه.
- ↑ قرارگاه جهاد تبیین در چهارمحال و بختیاری فعال شد، د جمهوری اسلامی د خبری آژانس وېبپاڼه.
- ↑ تشکیل قرارگاه جهاد تبیین در شهرستان نهاوند، د مهر خبري اژانس وېبپاڼه.
- ↑ نشست قرارگاه جهاد تبیین استان خوزستان برگزار شد، د خوزستان د ولایت مقام وېبپاڼه.
یادونه
- ↑ «د خدای لپاره، د خدای لپاره [له خدایه ووېرېږئ]، چې د الله په لاره کې په خپلو مالونو، ځانونو او ژبو سره له جهاد کولو څخه کوتاهي (ناغېړي) ونه کړئ.»(مکارم شيرازي، پیام امام امیرالمؤمنین (ع)،۱۳۸۶ل، ټوک۱۰، مخ۲۷۹.)
- ↑ د ځینو روایتونو پر بنسټ، پیغمبر(ص) د تبوک له غزا څخه تر راستنېدو وروسته دا جمله وفرمایله: یعنې له واړه جهاد څخه لوی (ستر) جهاد ته راستانه شوو. [۲۱]
سرچينې
- قرآن کریم.
- ابن أثیر، أسد الغابة، بیروت، دار الکتاب العربي، بېنېټې.
- خامنهاي، سیدعلي، آفتاب در مصاف، تهران، انتشارات انقلاب اسلامي، ۱۳۹۲ل.
- خامنهاي، سیدعلي، ارمغان، څېړنه: موسی هلوي، تهران، د اسلامي انقلاب خپرندوی، ۱۳۹۸ل.
- خامنهاي، سیدعلي، امین زبان و ادب پارسي، څېړنه: محمدحسن مقیسه، تهران، د اسلامي انقلاب خپرندوی، ۱۳۹۷ل.
- خامنهاي، سیدعلي، جهاد تبیین، څېړنه: سعید صلحمیرزايي، تهران، د اسلامي انقلاب خپرندوی، ۱۴۰۰ل.
- خامنهاي، سیدعلي، حوزه و روحانیت، قم، د حضرت آیتالله العظمی خامنهيي د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر، بېنېټې.
- خامنهاي، سیدعلي، روشنای آینده، څېړنه: موسی هلوي، تهران، د اسلامي انقلاب خپرندوی، ۱۳۹۷ل.
- خامنهاي، سیدعلي، سیاست، څېړنه: امیر سیاهپوش، تهران، انتشارات انقلاب اسلامي، ۱۳۹۸ل.
- خامنهاي، سیدعلي، فلسطین از منظر آیت الله خامنهای، څېړنه: سعید صلحمیرزايي، تهران، انتشارات انقلاب اسلامي، ایران، ۱۳۹۷ل.
- خامنهاي، سیدعلي، معارف انقلاب، څېړنه: علیرضا مختارپور قُهرودي، تهران، د اسلامي انقلاب خپرندوی، ۱۳۹۷ل.
- غفاري، مصطفی، فتنهی تغلب، تهران، د اسلامي انقلاب خپرندوی، ۱۳۹۸ل.
- مجلسي، محمدتقی، روضة المتقین، خپروونکی: مؤسسه فرهنگي اسلامي کوشانپور، محقق/سموونکی: موسوي کرماني، حسین او اشتهاردي، عليپناه، قم، دویم چاپ، ۱۴۰۶ق.
- مکارم شېرازي، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین (ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۸۶ل.
- نهج البلاغه، تصحیح: صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیة، ۱۳۷۴ل.
- «پیام به کنگرهی علمی بینالمللی امام رضا(ع)»(د امام رضا (ع) نړیوالې علمي کنګرې ته پیغام)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۵ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار مداحان اهلبیت(ع)»(د اهلبیتو (ع) له مداحانو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۸ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار اعضای مجلس خبرگان رهبری»(د رهبرۍ د خبرګانو شورا له غړو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۸ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار فرماندهان و کارکنان نیروی هوایی و پدافند هوایی ارتش»(د پوځ د هوايي ځواک او هوايي مدافعې له قومندانانو او کارکوونکو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۲ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار پرستاران و خانواده شهدای سلامت»(د نرسانو او د روغتیا د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۲ لړم ۱۴۰۱ل.
- «جهاد تبیین»؛ مقدمهای برای اصلاح، تحول و مطالبه(د سپیناوي جهاد؛ د سمون، بدلون او غوښتنې لپاره سریزه)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار جمعی از دانشجویان»(د یو شمېر محصلینو (اړوندو زدهکړیالانو) سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۳ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار رئیس و اعضای مجلس خبرگان رهبری»(د خبرګانو شورا له رئیس او غړو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۳ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در اجلاس جهانی علما و بیداری اسلامی»(د عالمانو او اسلامي بیدارۍ په نړیواله غونډه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۳ لړم ۱۴۰۱ل.
- «ديدار چند تن از شخصيتهاى فرهنگى، مذهبى و علمى جهان اسلام»(د نړۍ له یو شمېر فرهنګي، مذهبي او علمي شخصیتونو سره لیدنه)، د رهبرۍ د مقام د دفتر د خبرتیا رسولو وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۴ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در پایان مراسم عزاداری اربعین حسینی»(د حسیني اربعین د عزاداري مراسمو په پای کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۴ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار کارگزاران نظام»(د نظام له کارګزارانو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۴ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در مراسم پانزدهمین سالگرد رحلت امام خمینی (رحمهالله)»(د امام خمیني (رح) د وفات د پنځلسم تلین په مراسمو کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۴ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در جلسه تبیین سیاستهای اقتصاد مقاومتی»(د مقاومت اقتصاد د سیاستونو د سپیناوي په غونډه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- https://farsi.khamenei.ir/speech-content?id=36824 «بیانات در دیدار مسئولان نظام»](د نظام له مسؤلینو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار شورای مرکزی و کمیتههای علمی همایش صدمین سالگرد مشروطیت»(د مشروطیت د سلمې کلیزې د سمینار له مرکزي شورا او علمي کمېټو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در خطبههای نمازجمعه»(د جمعې لمانځه په خطبو کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار رئیس و اعضاى مجلس خبرگان رهبرى»(د خبرګانو شورا له رئیس او غړو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار اعضای شورای هماهنگی تبلیغات اسلامی»(د اسلامي تبلیغاتو د همغږۍ شورا له غړو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار دانشآموزان و دانشجویان»(د زدهکوونکو او محصلینو سره په لیدنه کې ویناوې)»، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در نخستین دیدار رئیسجمهور و اعضای هیئت دولت سیزدهم»(د دیارلسم دولت له ولسمشر او د کابینې له غړو سره په لومړنۍ لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار جمعى از دانشجویان»(د یو شمېر محصلینو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار اعضای مجلس خبرگان رهبری»(د خبرګانو شورا له غړو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار کارگزاران حج»(د حج له کارګزارانو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار ائمه جمعه سراسر کشور»(د هېواد له امام جمعهوو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۳۰ لړم ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار بانوان نخبه در آستانه سالروز میلاد حضرت زهرا(س)»(د حضرت زهرا (س) د میلاد په درشل کې له مخورو مېرمنو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در ارتباط تصویری با مداحان»(له مداحانو سره په تصویري اړیکه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در جلسه پرسش و پاسخ مدیران مسئول و سردبیران نشریات دانشجویی»(د محصلینو د نشریو له مسؤلو مدیرانو او مدیر مسئولانو سره د پوښتنې او ځواب په ناسته کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار عوامل تولید فیلم سینمایى (شیار ۱۴۳)»(د (شیار ۱۴۳) سینمایي فلم له جوړوونکو سره په لیدنه کې ویناوې)»، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۶ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار اعضای برگزاری کنگره شهدای استانهای کهگیلویه و بویراحمد و خراسان شمالی»(د کهګیلویه او بویراحمد او شمالي خراسان ولایتونو د شهیدانو د کنګرې له تنظیموونکو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۶ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «خطبههای نماز جمعه تهران»(د تهران د جمعې لمانځه خطبې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۶ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار دستاندرکاران راهیان نور»(د راهیان نور له مسؤلینو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۶ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار فرماندهان و کارکنان نیروی هوایی ارتش»(د پوځ د هوايي ځواک له قومندانانو او کارکوونکو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۶ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «مبدأ تاریخِ تحولات جدید دنیا»(د نړۍ د نویو بدلونونو د تاریخ پیل)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۶ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار شرکتکنندگان در اجلاس جهانی اساتید دانشگاههای جهان اسلام و بیداری اسلامی»(د اسلامي نړۍ د پوهنتونونو د استادانو او اسلامي بیدارۍ په غونډه کې د ګډونوالو سره په لیدنه کې ویناوې)»، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۷ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار مسئولان نظام و سفرای کشورهای اسلامی»(د نظام له مسؤلینو او د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۷ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار با اعضای کنگره بزرگداشت شهید آیتالله مدنی»(د شهید آیتالله مدني د نمانځنې کنګرې له غړو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- «بیانات در دیدار کارگزاران نظام»(د نظام له کارګزارانو سره په لیدنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- کتاب «جهاد تبیین» از بیانات رهبر معظم انقلاب اسلامی رونمایی شد(د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د ویناوو پر بنسټ د «جهاد تبیین» کتاب مخکتنه وشوه)، د ایران د اسلامي جمهوریت د خبري اژانس (ایرنا) وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰ل، د کتنې نېټه: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- رونمایی از نسخه عربی کتاب جهاد تبیین در بیروت(په بیروت کې د «جهاد تبیین» کتاب د عربي نسخې مخکتنه)، د اسلامي انقلاب د خپرندویې ټولنې وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۸ تله ۱۴۰۱ل، د کتنې نېټه: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- رهبر انقلاب: تخصیص بودجه سنگین برای جهاد تبیین، غلط است(د انقلاب رهبر: د سپیناوي جهاد (جهاد تبیین) لپاره د درنې بودجې ځانګړي کول غلط دي)، د ایران د زدهکړیالانو د خبري اژانس (ایسنا) وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۹ کب ۱۴۰۰ل، د کتنې نېټه: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- آخرین اثر آیتالله ریشهری مصداق «جهاد تبیین» است(د آیتالله رېشهري وروستی اثر د «سپیناوي جهاد» څرګنده بېلګه ده)، د آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۷ وری ۱۴۰۱ل، د کتنې نېټه: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- تشکیل قرارگاه عملیاتی "جهاد تبیین" و پیگیری تبیین ارزشها(د “سپیناوي جهاد” د عملیاتي مرکز جوړېدل او د ارزښتونو د سپیناوي تعقیبول)، د ایمنا خبري اژانس وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۸ وری ۱۴۰۱ل، د کتنې نېټه: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- قرارگاه جهاد تبیین در چهارمحال و بختیاری فعال شد(په چهارمحال او بختیاري کې د سپیناوي جهاد مرکز فعال شو)، د اسلامي جمهوریت خبري اژانس وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۵ لړم ۱۴۰۱ل، د کتنې نېټه: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- تشکیل قرارگاه جهاد تبیین در شهرستان نهاوند(په نهاوند ولسوالۍ کې د سپیناوي جهاد د مرکز جوړېدل)، د مهر خبري اژانس وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۹ لیندۍ ۱۴۰۱ل، د کتنې نېټه: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- نشست قرارگاه جهاد تبیین استان خوزستان برگزار شد(د خوزستان ولایت د سپیناوي جهاد د مرکز ناسته ترسره شوه)، د خوزستان د ولایت مقام وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۹ لیندۍ ۱۴۰۱ل، د کتنې نېټه: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
- راز تاکید رهبر معظم انقلاب بر جهاد تبیین چیست؟(پر سپیناوي جهاد د معظم رهبر د ټینګار راز څه دی؟)، د ایران د زدهکړیالانو خبري اژانس (ایسنا) وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۰ غویی ۱۴۰۱ل، د کتنې نېټه: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۱ل.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||