د انقلاب د دوهم ګام اعلامیه
د انقلاب د دوهم ګام بیانیه یا د دوهم ګام اعلامیه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر سید علي خامنه اي لخوا لیکل شوې، د ۱۳۹۷ د سلواغې په دوه ویشتمه ( د ۲۰۱۸ کال د فبروري په ۱۲مه) د اسلامي انقلاب د څلویښتمې کلیزې په مناسبت خپره شوه او ځوانانو ته په خطاب کې یې، د انقلاب د شالید او د هغې د ستونزو د بیانولو په ترڅ کې، د ایران د اسلامي انقلاب د څلویښتو کلونو لاسته راوړنو په اړه بحث وکړ، او د ساینس او څیړنې، معنویت او اخلاقو، عدالت او د فساد سره د مبارزې په ګډون په مختلفو برخو کې د انقلاب راتلونکي امکانات یې تشریح کړل.
د دوهم ګام بیانیې اصلي مخاطبان د پرمختللي اسلامي نظام د تحقق د محور په توګه ځوانان دي او دوی د هیواد لپاره یو ارزښتناک فرصت ګڼل شوي دي.
د شیعه د تقلید مرجع، ناصر مکارم شیرازي، او په قم علمي حوزه (دیني مدرسې) کې د فقهې د درس خارج استاد مهدي شب زنده دار، د دوهم ګام اعلامیې ملاتړ وکړ او دا یې دقیقه او علمي وبلله. د خبرګانو د مجلس غړی، سید احمد خاتمي، په ځوانانو د اسلامي جمهوریت د رهبر د باور ریښه د پیغمبر اکرم (ص) شخصیت او سیرت ګڼي، چې درې ځوانان یې په مهمو پوسټونو وګمارل. په تهران او قم کې د "انقلاب دوهم ګام" تر سرلیک لاندې کنفرانسونه ترسره شول. د "اسلامي انقلاب دوهم ګام بیانیه" په نوم یو کتاب د ۱۳۹۷ کال په پسرلي کې خپور شو، چې موخه یې د ټولنې مختلفو برخو، په ځانګړې توګه ځوانانو ته د دوهم ګام اعلامیې تشریح کول دي.
موقع، موضوع، او مخاطبان
د انقلاب دوهم ګام بیانیه یا د دوهم ګام اعلامیه د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په دوه ویشتمه (د ۲۰۱۸ کال د فبروري په ۱۲مه)، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د څلویښتمې کلیزې په مناسبت خپره شوه.[۱] دې وینا لومړی د انقلاب دوهم ګام د اسلامي انقلاب کامیابۍ او له هغه د څلویښتو کلونو تېرېدو ته په اشارې سره د "ځان جوړول، ټولنې جوړول او تمدن جوړونې" په توګه معرفي کړ.[۲]
د دوهم ګام د بیانیې اصلي مخاطبان ځوانان دي، چې د اعلامیې د متن سره سم به "د لوی جهاد یوه بله برخه د لوی اسلامي ایران د جوړولو لپاره" پیل کړي.[۳] په دې اعلامیه کې، ځوانان د پرمختللي اسلامي نظام د تحقق د محور په توګه معرفي شوي، چې د اسلامي انقلاب لاره باید د دوی په هڅو او پوهاوي سره تعقیب شي.[۴] دغه بیانیه، د هیواد هیله بخښونکی تر ټولو مهم ظرفیت، وړمن او کارنده انساني ځواک ګڼي چې ژور او اصیلی ایماني او دیني بنسټ لري او تر څلویښتو کلونو کم عمره ځوان نفوس یې د هیواد لپاره ارزښتمن فرصت ګڼلی دی.[۵]
د اعلامیې محتوا

د انقلاب د دوهم ګام اعلامیې لومړی په ۱۳۵۷ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب بریا او د ایران د اسلامي جمهوریت د تاسیس ستونزو ته اشاره کړې. او د انقلاب ارمان یې د نوي اسلامي تمدن جوړېدل او « د ولایت عظمی (ارواحنا فداه) د لمر د راختلو لپاره چمتووالی معرفي کړی دی.[۶]
د دوهم ګام بیانیې بله برخه د اسلامي انقلاب لاسته راوړنې بیانوي: ثبات او امنیت، او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د حیاتي، اقتصادي او پرمختیایي زیربناوو رامینځته کول، د خلکو ګډون پیاوړی کول، د خلکو سیاسي لید لوړول، د عامه سرچینو په ویش کې عدالت ته پاملرنه، په ټولنیزې فضا کې د معنویت او اخلاقو زیاتوالی، او د نړۍ د متکبرو قدرتونو په وړاندې ودریدل.[۷]
د دوهم ګام بیانیې وروستۍ برخه د راتلونکي امکانات تشریحوي او په اوو برخو کې د اسلامي انقلاب د راتلونکي په اړه سپارښتنې کوي:
- ساینس او څیړنه
- په دوهم ګام اعلامیه کې، د ایران د ساینسي پرمختګونو او د نړۍ د دوه سوه هیوادونو په منځ کې د شپاړسمې درجې ترلاسه کولو ته په اشارې سره، له ځوانانو څخه غوښتل شوي چې پورته ذکر شوې لاره د مسؤلیت په ډیر احساس سره غوره کړي.[۸]
- معنویت او اخلاق
- په دوهم ګام اعلامیه کې راغلي چې، د معنویت او اخلاقو وده د حکومتونو ملاتړ ته اړتیا لري، مګر دا هم ویل شوي چې دا دواړه د امرونو او حکمونو له لارې نشي ترلاسه کیدی. دا هم ټینګار شوی چې مسؤلې دولتي ادارې، او همدارنګه اشخاص او غیر دولتي ادارې، باید د معنویت ضد او اخلاقي ضد فعالیتونو د مخنیوي لپاره جامع لنډمهاله او منځمهاله پلانونه جوړ او پلي کړي.[۹]
- اقتصاد
- د دوهم ګام اعلامیه کې، د هیواد د اقتصادي ستونزو حل لاره د مقاومتي اقتصاد پالیسۍ دي، چې د پلي کولو پلانونه یې باید د ټولو سکتورونو لپاره چمتو او پلي شي.[۱۰] د هیواد د اقتصاد داخلي وده، تولیدي کېدل او پوه بنسټه کیدل، د اقتصاد ولسي کول او د حکومت له لاسه یې وېستل، او له دولته یې بهر کول د پورته ذکر شوي پالیسیو د ځینو مواردو په توګه بیان شوي دي.[۱۱]
- عدالت او د فساد پر وړاندې مبارزه
- د انقلاب د دوهم ګام په اعلامیه کې، که څه هم د اسلامي جمهوریت د حکومت د چارواکو ترمنځ د فساد کچه د نورو هیوادونو ، په ځانګړې توګه د پهلوي حکومت په پرتله ډیره ټیټه ګڼل کیږي، له ټولو چارواکو څخه غوښتل شوي چې له منع شویو شیانو څخه ډډه وکړي، او څارونکي او دولتي ادارې د فساد د ودې د مخنیوي او مبارزې د مسؤل په توګه معرفي شوي دي.[۱۲]
- خپلواکي او آزادي
- د دوهم ګام په اعلامیه کې، ټینګار شوی چې خپلواکي او آزادي دواړه یو اسلامي ارزښت او انسانیت ته الهي ډالۍ ده، او هرڅوک، په ځانګړې توګه د اسلامي جمهوریت حکومت، د هغې د ساتنې لپاره مکلف دی.[۱۳] په هرصورت، دا روښانه شوې چې خپلواکي باید د خپلو پولو دننه د هیواد سیاست او اقتصاد د بندولو معنی ونلري، او آزادي باید د اخلاقو، قانون، الهي ارزښتونو او عامه حقونو سره په ټکر کې تعریف نشي.[۱۴]
- ملي عزت، بهرنۍ اړیکې، له دښمن سره پولې معلومول
- د دوهم ګام اعلامیه، چې ټینګار کوي چې پورته ذکر شوي درې توکي په نړیوالو اړیکو کې د عزت، حکمت او مصلحت د اصولو څانګې دي، روښانه کړې چې د اسلامي جمهوریت حکومت باید د استکباري نظام له مشرانو سره خپل واټن وساتي او د هیواد او ملت عزت په پام کې ونیسي.[۱۵]
- د ژوند طرز
- د دوهم ګام په اعلامیه کې راغلي چې په ایران کې د لویدیځ د ژوند طرز د ترویج لپاره د لویدیځ هڅو اخلاقي، اقتصادي، مذهبي او سیاسي زیانونه رامینځته کړي دي چې د مقابلې لپاره یې یو ټولیز او هوښیارانه جهاد ته اړتیا ده.[۱۶]
انځورجوړونه
په ورته وخت کې چې د دوهم ګام اعلامیه خپور شو، د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر ایت الله خامنه اي د اثارو د ساتنې او خپرولو دفتر په ویب پاڼه کې یو انځور خپور شو، د اعلامیې متن سره یوځای، د سید علي خامنه اي تر څنګ د نفوسو مختلفې برخې ښیې: دیني عالمان، بسیجیان، کارګران، ډاکټران او نرسان، انجینران، سپورتمېنان(لوبغاړي)، ښوونکي، هنرمندان او زده کوونکي.[۱۷] په انځور کې، د دې کاروان بیرغ د یوې ښځې په لاس کې دی.[۱۸]
غبرګونونه
د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر له خوا د دوهم ګام د بیانیې له خپرېدو وروسته، د اکاډمیکو، مذهبي او ټولنیزو شخصیتونو[۱۹] لخوا ډیری مثبت غبرګونونه څرګند او خپاره شول، په شمول د قم د شیعه د تقلید مرجع ناصر مکارم شیرازي، چې په خپل خارج فقه درس کې دغه بیانیه خورا دقیقه او جامع وګڼله. هغه دا د اسلامي انقلاب د راتلونکو څلویښتو کلونو لپاره یو قوي او عملي پروګرام ګڼلی و.[۲۰]
د ساتندویې شورا فقیه او د درس خارج استاد مهدي شب زنده دار، د دوهم ګام بیانیه ژوره او علمي وبلله، او هغه یې د خپل خارج فقه په درس کې بیان کړه.[۲۱] د خبرګانو د مجلس غړی، سید احمد خاتمي، د ځوانانو په اړه د اسلامي جمهوریت د مشر د باورسرچینه د پیغمبر (ص) شخصیت او سیرت ګڼلی دی، چا چې درې ځوانان په مهمو منصبونو کې وګمارل.[۲۲]
د خبرګانو د مجلس غړی محمد تقي مصباح یزدي د دوهم ګام د اعلامیې د خپرولو موخه نوي نسل ته د تیرو میراثونو لیږدول ګڼي، او ټینګار کوي چې دا فرضیه چې "هر انقلاب مړ کیږي" سمه نه ده، بلکې خبره دا ده چې دا مادي انقلاب دی چې مړ کیږي، مګر اسلامي انقلاب دوام لري ځکه چې د دې انقلاب ارزښتونه هغه ارزښتونه دي چې له انساني طبیعت سره په همغږۍ کې دي.[۲۳]
د ایران د علومو اکاډمۍ دایمي غړی مهدي ګلشني ځوانانو ته د دویم ګام د اعلامیې د خطاب دلیل په لاندې ډول تشریح کړ: هغه تحلیل وکړ چې ځوان نسل د هیواد د راتلونکي د جوړولو لپاره د امید نقطه ده، او د اسلامي جمهوریت د رهبر سید علي خامنه اي په وینا، دا نسل په لنډمهاله مادي ګټو لږ ککړ شوی دی.[۲۴] د خبرګانو د مجلس غړي محسن اسماعیلي د دوهم ګام بیانیه د سیاسي فقهې یو سند وګڼله، هغه یې د محمد حسین نائیني له کتاب "تنبیه الامت و تنزیه المله" سره پرتله کړه، او د دوهم ګام بیانیه یې له دریو لیدلورو څخه مهمه وګڼله: ۱- د اسلامي انقلاب د نظریاتو بیا تشریح کول، ۲- د اسلامي انقلاب د ریکارډ بیا لوستل، او ۳- د راتلونکي لارې ټاکل.[۲۵]

د رهبرۍ د خبرګانو مجلس غړي سید ابراهیم رئیسي د دوهم ګام بیانیه د اسلامي انقلاب په تاریخ کې د بدلون ټکی وګڼله، چې د اسلامي انقلاب د څلویښت کلن پرمختګ او د انقلابي نظام او غورځنګ د راتلونکي لپاره ستراتیژي په ګوته کوي، او ټینګار یې وکړ چې دا بیانیه په بشپړه توګه تشریحوي او مشخص کوي چې اسلامي تمدن لاسته راوړونکې چاره ده.[۲۶] د خبرګانو د مجلس غړی، سید محمد مهدي میرباقري، د دوهم ګام اعلامیه د "تنبیه الامت و تنزیه الملة" کتاب څخه غوره ګڼي. محمد حسین ناینی دا د امام خمیني د الهي سیاسي وصیت په توګه ګڼلې ده او د دې بیان هدف یې د اسلامي تمدن په لور د اسلامي ټولنې د چلند د تېوریزه کولو په توګه معرفي کړی دی.[۲۷]
فوټ نوټ
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «در مورد گام دوم در ویکی تابناک بیشتر بخوانید»، سایت تابناک.
- ↑ «در مورد گام دوم در ویکی تابناک بیشتر بخوانید»، د تابناک وېب پاڼه.
- ↑ بخشی از این بازخوردهای مثبت:پرونده/ گام دوم
- ↑ «بیانیه رهبر انقلاب بسیار راهگشا و جامع است»، په آنا خبري آژانس کې.
- ↑ «آغاز تبیین و تحلیل بیانیه گام دوم انقلاب از سوی آیت الله شبزندهدار»، په ابنا خبري آژآنش کې.
- ↑ «اعتماد به جوانان بر مبنای سیره نبوی است»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «آفتزُدایی از انقلاب» مأموریت جوانان در گام دوم د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «تولید علم در چهارچوب جهانبینی توحیدی»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «بیانیه گام دوم، سند فقه سیاسی»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «با عزم راسخ، رسیدن به قله تمدنی امکانپذیر است»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
- ↑ «دولتسازی اسلامی کارِ نسل جدید است»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې.
سرچينې
- «د “د انقلاب د دوهم ګام د اعلامیې او نوین اسلامي تمدن” د علمي آثارو شپږ ټوکهیزه ټولګه مخکتنه شوه»، د دوهم ګام د همایش په وېبپاڼه کې، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۴ بهمن ۱۳۹۸، د کتنې نېټه: ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹.
- «د آیتالله شبزندهدار له لوري د انقلاب د دوهم ګام د اعلامیې تبیین او تحلیل پیل شو»، د ابنا خبري آژانس کې، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۸ بهمن ۱۳۹۷، د کتنې نېټه: ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹.
- «د انقلاب د رهبر اعلامیه ډېره لارښوونکې او هر اړخیزه ده»، د آنا خبري آژانس کې، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۸ کب ۱۳۹۷، د کتنې نېټه: ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹.
- «د انقلاب د دوهم ګام اعلامیې د اسلامي تمدن پر لور د حرکت لار انځور کړې ده»، د ایسنا خبري آژانس کې، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۴ بهمن ۱۳۹۸، د کتنې نېټه: ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹.
- «د انقلاب د دوهم ګام اعلامیه د ایران خلکو ته په خطاب کې»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۲ بهمن ۱۳۹۷، د کتنې نېټه: ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹.
- «د “د اسلامي انقلاب د دوهم ګام اعلامیه” کتاب خپور شو»، د ځوانو خبریالانو په کلب کې، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۸ غبرګولی ۱۳۹۹، د کتنې نېټه: ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹.
- «د “رنج شیرین” کتاب خپور شو»، د مهر خبري آژانس کې، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۶ وري ۱۳۹۹، د کتنې نېټه: ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹.
- «د انقلاب د دوهم ګام نړیوال همایش؛ د تمدنساز انقلابي نظام بېلګه»، د ایسنا خبري آژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱۶ بهمن ۱۳۹۸، د کتنې نېټه: ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||