مقاومتي اقتصاد
مقاومتي اقتصاد د اقتصاد په ډګر کې یو له هغو اصطلاحاتو څخه دی چې مستقیماً د اسلامي اقتصاد سره تړاو لري. د دې تیورۍ له مخې، د بحران په وخت کې په یو هیواد باندې اقتصادي فشارونه به اداره شي او په بل اړخ کې به د هیواد په اقتصاد باندې مطلوبې اغیزې ولري، چې دا به د سوداګرۍ، اقتصادي بدلون او ودې لامل شي، او همدارنګه د ټولنیزې پانګې زیاتوالی به رامینځته کړي.
دا مفکوره لومړی ځل په ۱۳۷۶ ل کال کې د ایراني فیلسوف او ایډیالوژست عباس معارف (مړینه: ۱۳۸۱ل) لخوا وړاندیز شوې وه، مګر د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر سید علي خامنه اي په ټینګار سره، له ۱۳۸۹ل کال راهیسې، دا د اقتصادي حل لارې په توګه منل شوې ده ترڅو د بهرنیو هیوادونو لخوا د ایران په وړاندې د لګول شویو اقتصادي بندیزونو اغیزې بې طرفه کړي. د دې اقتصادي مفهوم په موضوع باندې ډیری اثار لیکل شوي دي.
اهمیت او موقعیت
د مقاومتي اقتصاد یوه دنده دا ده چې اقتصاد ته د له رسېدلو ټکانونو سره مقابله وکړي. د دې پلان اقتصادي انعطاف دا توان ورکوي چې په بحراني حالاتو کې له بحرانونو تېر شي او د اوږدمهاله اقتصادي پلان په توګه، کولی شي د هیواد اقتصادي زیربنا بدله کړي.[۱] څرنګه چې په اسلام کې ځینې اقتصادي شاخصونه د مقاومتي اقتصاد له تعریفونو سره سم دي، ځینې یې په دې باور دي چې د اسلامي اقتصاد بنسټونه د مقاومتي اقتصاد پر بنسټ ولاړ دي. پر مسلمانانو د کافرانو د ولکې ردول ( نفی سبیل)، د نظام له ګډوډولو منع کول، د اسراف، ضایعاتو او تبذیر منع کول له دې بنسټونو څخه شمیرل کیدی شي.[۲]
د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه اي د لومړي ځل لپاره د ۱۳۸۹ل د وږي د میاشتې په ۱۶ د مقاومتي اقتصاد اصطلاح معرفي کړه.[۳] مخکې له دې، عباس معارف په ۱۳۷۶ کال کې د اسلامي جمهوریت حکومت ته د مقاومتي اقتصاد په نوم یو پلان ورکړی و.[۴] د اسلامي جمهوریت د مشرتابه لخوا د دې اصطلاحاتو کارولو د مختلفو ډلو پام دې مسلې ته راجلب کړ او د دې موضوع په اړه د ډیری ادارو او آثارو د جوړولو لامل شو. د مقاومتي اقتصاد د مجازی او مشهور ښوونځي جوړول،[۵] په قضا کې د مقاومتي اقتصاد د پالیسیو د پلي کولو د تعقیب لپاره د مرکزي دفتر جوړول[۶] او په دې موضوع باندې د ګڼو پالیسیو او آثارو لیکل په دې برخه کې اخیستل شوي اقدامات دي.[۷]
د بې کارۍ کچه کې کمښت، د کار لوړ تولید، د ټولنې یو قطبي کول، د ټولنیزې پانګې زیاتوالی، د اقتصادي ودې د کچې ثبات، او د صادراتود عاید تنوع د مقاومتي اقتصاد د بریاو په توګه لیست شوي دي.[۸] په ایران کې د مقاومتي اقتصاد د پلي کولو لپاره د اعلان پروسې د خپرو شویو ارزونو پراساس؛ په ایران کې له ۱۳۹۰ل کال راهیسې د مقاومتي اقتصاد د پالیسیو رسمي اعلان ته په توجه او په دې هیواد کې د اقتصادي شاخصونو په پام کې نیولو سره، د شاخصونو نسبي وده په ایران کې د مقاومتي اقتصاد د پالیسیو مثبت فعالیت په ګوته کوي. د هیواد د مالي او بانکي سیسټم پراختیا، د اقتصاد ولسي کول، د پوهې پر بنسټ د صنعتونو پراختیا، او د اقتصاد انډوجینائزیشن (له داخله راوتل) د دې قانون له خپریدو راهیسې په تیرو کلونو کې په ایران کې له مهمو پرمختګونو څخه دي.[۹] د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د لګول شویو بندیزونو سره مبارزه د مقاومتي اقتصاد د پالیسیو د رامینځته کولو یو بل دلیل و، چې په دې برخه کې یې په کورني ځواک تکیه کول او په بهرنیو مرستو تکیه نه کولو په شان بریالیتوبونه لاسته راوړي دي.[۱۰]
مفهوم او مثالونه
د مقاومتي اقتصاد مفهوم په مختلفو لارو تعریف شوی. د سید علي خامنه اي له نظره، د مقاومتي اقتصاد یو داسې اقتصاد دی چې د دښمن د تخریب په وړاندې له مقاومت سره یوځای د هیواد د ودې او سوکالۍ لامل کیږي. داخلي مقاومت، په دې ډول چې په نړیواله کچه اقتصادي بدلونونه ورته زیان ونه رسوي، د مقاومتی اقتصاد یو له ځانګړتیاوو څخه دی.[۱۱] د قم علمي حوزې کې د مقاومتي اقتصاد د لارښوونکو مطالعاتو د اسلامي مطالعاتو مرکز د مقاومتي اقتصاد تعریف کړی دی "هغه اقتصاد چې له انقلابي او اسلامي کلتور څخه راپورته کیږي،او په داسې حال کې چې اقتصاد د سلطه پال سیسټم د ګواښونو په وړاندې انعطاف منونکی کوي، اقتصادي وده تضمینوي."[۱۲] د اقتصادي پالیسیو ټولګه چې د سیمه ایز، کلتوري او علمي ماډل پر بنسټ د ایران په اسلامي جمهوریت کې پلي کیږي هم د مقاومت اقتصاد بلل کیږي.[۱۳]
د مقاومتي اقتصاد په څو اړخونو کې تعریف او تفسیر شوی. د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر سید علي خامنه ای په ویناوو کې، کار پېدا کول د مقاومتي اقتصاد یو تفسیر ګڼل شوی. د اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو وخت لنډول، له بیړنیو پریکړو څخه ډډه کول، په بهرنیو هیوادونو د تکیه کمولو لپاره د قوانینو تصویب او پلي کول، په تیلو د تکیې کمول، په اوږدمهاله پروګرامونو د ډیر تمرکز کول، د پوهې پر بنسټ شرکتونو په ګټه پالیسي جوړول، او د ډیرو کورنیو محصولاتو کارول د مقاومتي اقتصاد ځینې مثالونه دي.[۱۴]
سید علی خامنه ای چې د مقاومتی اقتصاد د نظریې له بنسټ ایښودونکو څخه دی، دغه اقتصادی ماډل د ایران لپاره مناسب علمی ماډل ګڼی، چې له داخله د راپنځېدونکو اقتصادونو له ډولونو څخه دی، خو داخلي محدودیت نه غواړي او د پرمختګ په لټه کې دی.[۱۵] د امام صادق علیه السلام د پوهنتون د پوهنځي غړی عادل پېغامي په دې باور دی چې مقاومتي اقتصاد لزوما د ضعیف او دفاعي حالت د اقتصاد په معنا نه دی او د ایت الله خامنه اي د وضاحت له مخې چې اقتصادي او مقاومتي اقتصاد، د علم او پوهې پر بنسټ اقتصاد ګڼي څرګنده ده چې مقاومتي اقتصاد هم د مقاومت ماډل لرلی شي.[۱۶]
فوټ نوټ
- ↑ کاویانی و سیدشکری، «اقتصاد مقاومتی»، مخ۱.
- ↑ کاویانی و سیدشکری، «اقتصاد مقاومتی»، مخ۸-۹.
- ↑ یوسفی، نظام اقتصادی مقاومتی، ۱۳۹۵ش، مخ۳۲.
- ↑ «طرح مرحوم عباس معارف به دولت خاتمی درباره اقتصاد مقاومتی»، د الف خبري آژانس.
- ↑ «نخستین دانشگاه مردمی اقتصاد مقاومتی راهاندازی شد»، د دانشجو خبري آژانس.
- ↑ «برگزاری نهمین نشست ستاد مرکزی پیگیری اجرای سیاستهای اقتصاد مقاومتی در قوه قضاییه»، د دانشجو خبري آژانس.
- ↑ «بررسی گزارش اجرای بند دوم سیاستهای کلی اقتصاد مقاومتی در هیئت عالی نظارت مجمع»؛ د دانشجو خبري آژانس.
- ↑ کاویانی و سیدشکری، «اقتصاد مقاومتی»، مخونه۱۲-۱۴.
- ↑ شقاقی شهری، «ارزیابی وضعیت اجرای اقتصاد مقاومتی»، مخون۷۹-۸۲.
- ↑ مکیان و زنگی آبادی، «تحریمها و الزامات اقتصاد مقاومتی»، مخ۴۱ و ۵۵.
- ↑ یوسفی، نظام اقتصادی مقاومتی، ۱۳۹۵ش، مخ۳۲.
- ↑ یوسفی، نظام اقتصادی مقاومتی، ۱۳۹۵ش، مخ۳۳.
- ↑ یوسفی، نظام اقتصادی مقاومتی، ۱۳۹۵ش، مخ۳۳.
- ↑ کاویانی و سیدشکری، «اقتصاد مقاومتی»، مخ۳-۸.
- ↑ یوسفی، نظام اقتصادی مقاومتی، ۱۳۹۵ش، مخ۳۳.
- ↑ «راهبردی کلان به نام اقتصاد مقاومتی»، اسلامي بانکداري.
سرچينې
- ««درآمدی بر راهبردهای اقتصاد مقاومتی» در بازار» (په بازار کې د مقاومتي اقتصاد د ستراتیژیو سریزه)، د دنیاي اقتصاد خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۵ زمری ۱۳۹۵، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- «برگزاری نهمین نشست ستاد مرکزی پیگیری اجرای سیاستهای اقتصاد مقاومتی در قوه قضاییه» (په قضائیه قوه کې د مقاومتي اقتصاد د تګلارو د پلي کېدو د څار د مرکزي ستاد نهمه غونډه ترسره شوه)، د دانشجو خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- «بررسی گزارش اجرای بند دوم سیاستهای کلی اقتصاد مقاومتی در هیئت عالی نظارت مجمع» (د مجمع د عالي نظارت په پلاوي کې د مقاومتي اقتصاد د عمومي تګلارو د دویم بند د پلي کېدو د راپور څېړنه)، د دانشجو خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۵ لړم ۱۴۰۱، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- «"خاکریز اقدام و عمل" منتشر شد» (د “اقدام او عمل سنګر” خپور شو)، د صدا و سیما خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۳۱ وری ۱۳۹۶، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- «راز پیشرفت و افول اقتصاد آمریکا در کتاب "اقتصاد مقاومتی در آمریکا"» (د “په امریکا کې مقاومتي اقتصاد” په کتاب کې د امریکا د اقتصاد د پرمختګ او زوال راز)، د ایسنا خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱ چنګاښ ۱۳۹۹، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- «راهبردی کلان به نام اقتصاد مقاومتی» (د مقاومتي اقتصاد په نوم یوه ستره ستراتیژي)، د اسلامي بانکدارۍ وېبپاڼه، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۰ وری ۱۳۹۳، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- شقاقي شهري، وحید، «ارزیابی وضعیت اجرای اقتصاد مقاومتی»، د اقتصادپژوهۍ فصلنامه، ۷۹ ګڼه، ۱۳۹۸.
- «طرح مرحوم عباس معارف به دولت خاتمی درباره اقتصاد مقاومتی» (د مرحوم عباس معارف طرحه د خاتمي حکومت ته د مقاومتي اقتصاد په اړه)، الف خبري پایګاه، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۳ غبرګولی ۱۳۹۵، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- کاویاني، زهرا او خشایار سیدشکري، «اقتصاد مقاومتی»، د اسلامي شورا مجلس د څېړنو مرکز، ۱۲۵۴۶ ګڼه، ۱۳۹۱.
- «کتاب «اقتصاد مقاوم و پایدار» منتشر شد» (د “مقاوم او پایدار اقتصاد” کتاب خپور شو)، دیار میرزا وېبپاڼه، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱۳ وری ۱۴۰۲، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- «کتاب درسنامه اقتصاد مقاومتی رونمایی میشود» («د مقاومتي اقتصاد د درسي کتاب مخکتنه ترسره کېږي)، مهر خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲ وږی ۱۳۹۸، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- «کتاب سیاستهای اقتصاد مقاومتی در بیان رهبر انقلاب چاپ شد» (د انقلاب د رهبر په ویناوو کې د مقاومتي اقتصاد تګلارې کتاب چاپ شو)، مهر خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱۲ کب ۱۳۹۸، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- مکیان، سید نظامالدین او پروانه زنګي آبادي، «تحریمها و الزامات اقتصاد مقاومتی»، د مقاومتي اقتصاد د کنفرانس مجله، ۱ ګڼه، ۱۳۹۵.
- «نخستین دانشگاه مردمی اقتصاد مقاومتی راهاندازی شد» (د مقاومتي اقتصاد لومړنی ولسي پوهنتون پرانیستل شو)، د دانشجو خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۴ غویی ۱۴۰۰، د کتنې نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۲.
- یوسفي، احمدعلي، نظام اقتصادی مقاومتی، قم، نگاه فارسي خپرندویه، ۱۳۹۵.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||