منځپانگې ته ورتلل

تاسو ته یو لیک

د wikishia لخوا

تاسو ته یو لیک، د هغو لیکونو مشهور سرلیک دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت پخوانۍ رهبر سید علي خامنه اي د لیندې په میاشته کې په ۱۳۹۳ کال او ۱۳۹۴ کال کې د اروپا او شمالي امریکا عامو ځوانانو ته په خطاب کې لیکلی دی او خپور شوی دی. لومړی لیک وروسته له هغه ولیکل شو چې په لویدیځ کې، د داعش په څیر د تکفیري ډلو د ترهګریزو فعالیتونو وروسته، د اسلاموفوبیا نوې څپه راپورته شوه په بیله توګه کله چې د دې ډلې ځینو غړو د ۱۳۹۳ کال د مرغومي په ۱۷مه په فرانس کې د شارلي ابدو د مجلې په دفتر باندې برید وکړ ځکه چې له دې وړاندې هغوي د پيغمبر(ص) کارټون د ۱۳۹۳ کال د سلواغه په لومړۍ نیټه خپور کړی و. آیت الله خامنه اي په دې پيغام کې څو پوښتنې پوښتلي دي او د لویدیځ سیاستمدارانو په لاس له اسلام څخه د ویرونې لپاره د هغو د فعالتونو په تحلیل سره، او د لویدیځو دولتونو د بد شالید لکه ظلم زیاتی، نسل پالنه، ښکېلاک، مذهبي جنګونه، په لومړي او دویم نړیوالو جنګونو کې بې څارې وژنې، په یادولو سره د اروپا او شمالي امریکې له ځوانانو غوښتي دي چې د اسلام دین له خپلو اصلي سرچینو یعنی قرآن او د پيغمبر(ص) له سیرته وپيژني او د اسلامي په هکله له وړاندې شوو فیصلو ډډه وکړي..[۱]

دا پيغام په ټولنیزو رسنو کې د «تاسو ته یو لیک» په هشتګ سره خپور شو او په بیلا بیلو ژبو په اینټرنیټ خپور شو.[۲] د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ په میاشت ې د پاریس له پيښو وروسته آیت الله خامنه اي خپل دویم لیک د اروپا ځوانانو ته ولیکه.

د لیک متن او مضمون

د آیت الله خامنه اي لیک په یوې سریزې سره پيلیږي چې په هغې کې د دې لیک د لیکلو غرض او دا چې ولی یې ځوانان مخاطب کړي دي، بیانوي او بیا په دوو برخو ویشل شوی دی:

  • لومړۍ برخه کې یې د هغوي پام دې خبرې ته راړولی دی چې لویدیځې نړۍ کې له اسلامه د ویرولو کار په پراخیدو دی، چې د هغه په وینا له کله چې د روس د جمهوریتونو اتحاد له منځه لاړ نو دې کار زور واخسته.
  • د لیک په دویمه برخه یې خپلو مخاطبانو ته یې بلنه ورکړې ده چې د اسلام مطالعه د هغې د اصلي متونونو پر اساس وکړي چې هغه قرآن او د پيغمبر(ص) سیرت دی. د دې برخې مهم ټکی دا دی چې هسې نه دوي د تروریسټو رسنې د ځان لپاره د اسلام د وینا والو په توګه وټاکي.
د تاسو ته یو لیک بشپړ متن
بسم‌الله‌الرّحمن‌الرّحیم

د اروپا او شمالي امریکا عامو ځوانانو ته:

په فرانس کې وروستنۍ پيښو او همدارنګ په ځینې لویدیځو هیوادونو کې دا رنګ پيښو، زه دې ته اړ کړم چې د دې په هکله تاسو ته نیغ په نیغه خبرې وکړم.

زه تاسو ځوانانو ته خطاب کوم؛ د دې سببه دا نه دی چې زه ستاسو پلاران او میندې نالیدلې ګڼم، بلکې له دې سببه چې ستاسو د هېوادنو مستقبل ستاسو په لاس کې وینم او همدارنګ په تاسو کې د حقیقت د لټون احساس ډېر ژوندی وینم او تاسو هوښیاران وینم. همدارنګ په دې لیک کې ستاسو سیاستمداران او دولتمردان نه مخاطبوم، ځکه چې باوري یم چې هغوي له پوهې سره د سیاست لار له صداقت او صحیح لارې جلا کړې ده. تاسو سره زما خبرې د اسلام په باره کې دي او په بیله توګه د اسلام د هغه څیرې په هکله چې تاسو ته یې درښودلې ده. له دوه لسیزو راهسې یعنی د روس د جمهوریتونو د اتحاد له منځه تللو وروسته، ډېره هڅه شوې ده چې دا لوی دین د یو خطرناک دښمن په توګه وښودل شي. له بده مرغه په دې کې د لودیځ د سیاست یو ډېر اوږد تاریخ دی چې د رعب او نفرت د احساس له تحریکولو کار اخلي. زه دلته نه غواړم هغه بیلا بیلې «ویرې» چې تر اوسه لویدځو ملتونو ته ښودل شوي دي، بیان کړم. که چرې تاسو په خپله لږ غوندې د اخرني تاریخونو انتقادي مطالعه وکړي، نو وبه ګورئ چې په نوي تاریخونو کې، د لویدیځو دولتونو له خوا د نورو ملتونو او کلتورونو په هکله غیر ریښتونی او دهوکه ورکوونکي کارونه، غندل شوي دي. د اروپا او امریکا تاریخ د غلامانو جوړلو له تاریخ د شرم ډک دی، د استعمار له دورې سرټیټې دی، په رنګین پوستانو او غیر مسیحیانو باندې له ظلمه خځل دی؛ ستاسو څیړونکي او مورخین له دې خبرې سر ټیټي دي چې د مذهب په نوم د کاتولیک او پروتستان تر مینځ او یا د ملیت او قومیت په نوم په لومړي او دویم نړیوال جنګ کې کومې وینې بهیدلي دي.

دا په خپله د ستاینې وړ خبره ده او د دې لړلیک د ځینې برخې له راوړلو زما غرض هم، د تاریخ غندنه نه ده، بلکې له تاسو غواړم چې له خپلو روڼ اندو کسانو وپوښتئ چې ولی باید په لویدیځ کې د عامو خلکو ضمیر باید همیشه په لسګونه کاله وروسته بلکه کله کله په سلګونه کاره وروسته خبر شي او راویښ شي؟ ولی د ضمیر غږ اوریدل دې له لری زمانې د مسائلو وي نه د ورځنیزو مسئلو؟ ولی یو ډېر مهم موضوع لکه اسلامي تفکر او کلتور سره چلند کې دې د عامو خلکو د پوهې مخنیوې وشي؟

تاسو ښه پوهیږئ چې د «بل» سپکاوې کول او نفرت او وهمي ویره جوړول د ستمګرو د ګټو لپاره لاره برابرول وو. اوس زه غواړم چې له ځانه پوښتنه وکړئ چې ولی هغه زوړ سیاست چې ویره او نفرت اچول وو، دا ځل بې مخینې زور سره د اسلام او مسلمانانو په خلاف شورو شوی دي؟ ولی نن په نړۍ کې زورور دې ته ګروهنه لري چې اسلامي تفکر دې یوې خوا ته بې کاره پاتی شي؟ آیا په اسلامي کې داسې کوم ارزښتونه شته چې د هغوي د لویو زورونو سره په ټکر کې دي؟ او که د اسلام غلط انځور وړاندې کړي نو هغوي ته کومه ګټه ورکوي؟ نو زما لومړۍ غوښته دا ده چې په اسلام باندې د دومره لویو تورونو د لګولو د سبب او لامل په هکله پوښتنه او تحقیق وکړئ.

زما دویمه غوښته دا ده چې د تعصبونو او منفي تبلیغاتو د سیلاب په ځواب کې، تاسو هڅه وکړئ چې د دې دین مستقیم او سمدستي پوهه ترلاسه کړئ. سم منطق ته اړتیا ده چې تاسو لږترلږه پوه شئ چې د هغه څه ماهیت څه دی چې تاسو ترې تښتئ او ویره لرئ؟ زه ټینګار نه کوم چې تاسو له اسلامه زما پوهه یا د اسلام کوم بل خاص نظر ومنئ، خو زه وایم چې تاسو اجازه مه ورکوئ چې په نننۍ نړۍ کې دا متحرک او اغیزمن واقعیت تاسو ته د ککړو ارادو او اهدافو سره معرفي شي. ستاسو په کار کې ترهګرو ته اجازه مه ورکوئ چې تاسو ته هغه تروریسټان، چې په خپله یې جوړ کړي دي، د اسلام د استازو په توګه تاسو ته معرفي کړي. اسلام د هغې د اصلي او مستقیمو سرچینو له لارې وپیژنئ. اسلام د قرآن او د هغه د ستر پیغمبر(صل الله علیه و آله) د سیرت له لارې وپیژنئ. دلته زه غواړم پوښتنه وکړم چې ایا تاسو کله هم په مستقیم ډول د مسلمانانو قرآن ته مراجعه کړې ده؟ ایا تاسو د رسول الله(ص) تعلیمات او د هغه انساني او اخلاقي تعلیمات مطالعه کړي دي؟ ایا تاسو کله هم له رسنیو پرته له کومې بلې سرچینې څخه د اسلام پیغام ترلاسه کړی دی؟ ایا تاسو کله هم له ځانه پوښتنه کړې ده چې اسلام څنګه او په کوم اساس د ارزښتونو پر بنسټ په ډیرو پیړیو کې په نړۍ کې ترټولو لوی علمي او فکري تمدن ته وده ورکړې او غوره پوهان او مفکرین یې روزلي دي؟

زه له تاسو څخه غوښتنه کوم چې اجازه ورنکړئ چې ستاسو او واقعیت ترمنځ په خپلو سپکوونکو او مسخره انځورونو سره یو احساساتي او عاطفي دیوال رامینځته کړي او تاسو د بې طرفه قضاوت له امکان څخه محروم کړي. نن سبا، کله چې د اړیکو وسایلو جغرافیایي پولې ماتې کړي، اجازه مه ورکوئ چې تاسو په مصنوعي او ذهني پولو کې محدود کړي. که څه هم هیڅوک یوازی ځانته نشي کولی چودونه ډکې کړي چې رامینځته شوي دي، خو په تاسو کې هر یو کولی شي د ځان او ستاسو شاوخوا چاپیریال روښانه کولو په هدف سره په دې چودونو باندې د فکر او انصاف پل جوړ کړي. د اسلام او ستاسو ځوانانو ترمنځ دا دمخه ډیزاین شوی ننګونه، که څه هم ناخوښه ده خو ستاسو په لیواله او پلټونکي ذهنونو کې نوې پوښتنې رامینځته کولی شي. د دې پوښتنو د ځوابونو موندلو هڅه کول تاسو ته د نوي حقایقو د موندلو لپاره یو ارزښتناک فرصت درکوي. له همدې امله، دا فرصت له لاسه مه ورکوئ چې اسلام په سمه توګه او پرته له تعصب څخه درک کړئ، ترڅو شاید، د حقیقت په وړاندې ستاسو د مسؤلیت قبلول، راتلونکي نسلونه دې ته اړ کړي چې د لویدیځ اسلام سره تعامل په تاریخ کې دا دوره لږې ناراضۍ او مطمئن ضمیر سره ولیکي.

سیّدعلی خامنه‌اي ۱۳۹۳/۱۱/۱ل

دوهم لیک

د پاریس له پیښو وروسته چې د ۱۳۹۴ کال د لړم په ۲۳ نیټه رامنځته شوې[۳]، آیت الله خامنه اي د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ په ۸ نیټه د لویدیځ ځوانانو ته دوهم لیک ولیکه.

آیت الله خامنه ای په فرانسه کې ترخه ترهګریزه پیښه، د ګډ فکر لپاره زمینه وبلله او «په اسلامي نړۍ کې د ځینو لویو قدرتونو لخوا ملاتړ شوي د ترهګرۍ اغیزې، د اسراییلو د دولتي ترهګرۍ ملاتړ، او په وروستیو کلونو کې د اسلامي نړۍ په وړاندې زیان رسوونکي کمپاینونه» یې د دې دردناک مثالونه ګڼلو سره، ولیکل: زه له تاسو ځوانانو څخه غوښتنه کوم چې د سمې پوهې، بصیرت او له بدبختو تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر بنسټ د اسلامي نړۍ سره د سم او عزتمن تعامل بنسټ کیږدئ. د اسلامي انقلاب د رهبر د لیک متن په لاندې ډول دی.[۴]

د دوهم لیک بشپړ متن
بسم‌الله‌الرّحمن‌الرّحیم
په لویدیځو هیوادونو کې ټولو ځوانانو ته

هغه ترخې پیښې چې په فرانسه کې ړندو ترهګرو رامینځته کړې، زه دې ته وهڅول چې یو ځل بیا له تاسو ځوانانو سره خبرې وکړم. دا زما لپاره ډېره د خپګان خبره ده چې داسې پیښې د بحث لپاره زمینه برابروي، خو حقیقت دا دی چې که دردناک مسایل د فکر کولو او د متقابل تفاهم لپاره یو پلیټ فارم چمتو نه کړي، نو زیان یې دوه چنده کیږي. د هر انسان درد، په نړۍ کې هرچیرې، پخپله د هغه په څېر انسانانو لپاره دردناک دی. د خپلو عزیزانو په وړاندې د یو ماشوم مړینه لیدل، یوه مور چې د کورنۍ خوښي یې په غم بدلیږي، یو میړه چې د خپلې میرمنې بې جانه جسد لیږدولو لپاره ګړندي کیږي، یا یو لیدونکی چې نه پوهیږي چې په څو شیبو کې به د ژوند د لوبې وروستۍ عمل وویني، دا داسې منظرې نه دي چې انساني احساسات او عواطف نه راپاروي. هر هغه څوک چې په کې لږ څخه مینه او انسانیت وي د دې صحنو لیدلو سره ځوریږي او غمجنیږي؛ که هغه په فرانسه، فلسطین، عراق، لبنان یا سوریه کې پیښیږي. یقینا، یو نیم ملیارد مسلمانان همداسې احساس لري او د دې غمجنو پیښو د عاملینو او لاملونو څخه بیزاره دي او کرکه ترې لري. خو مسئله دا ده چې که د نن ورځې کړاوونه د ښه او خوندي سبا د جوړولو لپاره بنسټ ونه ګرځي، نو دا یوازې د یوې ترخې او بې ګټې خاطرې په شان پاتی کیږي. زه باور لرم چې یوازې تاسو ځوانان کولی شئ د نن ورځې له ستونزو څخه زده کړه وکړئ او د راتلونکي د جوړولو لپاره نوې لارې ومومئ او هغه غلطې لارې بندې کړئ چې لویدیځ یې اوسني حالت ته رسولی دی.

دا سمه ده چې نن سبا ترهګري زموږ ګډ درد دی، خو ضروري ده چې پوه شئ چې هغه ناامني او اضطراب چې تاسو په وروستیو پیښو کې تجربه کړی د هغه کړاوونو څخه دوه توپیره لري چې د عراق، یمن، سوریې او افغانستان خلکو ډیر کلونه زغملي دي. لومړی دا چې اسلامي نړۍ په ډیره پراخه کچه، په ډیره لویه اندازه، او د ډیرې اوږدې مودې لپاره د ترهګرۍ او تاوتریخوالي قرباني شوې ده. او دوهم، له بده مرغه، د ځینو لویو قدرتونو لخوا په مختلفو لارو د دې تاوتریخوالي تل او په اغیزمنه توګه ملاتړ شوی دی. نن سبا، داسې ډیر لږ کسان به وي چې د القاعدې، طالبانو او د دوي د ناوړه پیروانو په جوړولو یا پیاوړتیا او وسله وال کولو کې د متحده ایالاتو د رول څخه ناخبره وي. د دې مستقیم ملاتړ تر څنګ، د تکفیري ترهګرۍ ښکاره او پېژندل شوي ملاتړي هم همدغه قدرتونه وو، سره له دې چې دوي تر ټولو وروسته پاتې سیاسي نظامونه درلودل، تل د لویدیځو متحدینو په لیکو کې وو، پداسې حال کې چې له بلې خوا په سیمه کې د متحرک ډیموکراسۍ څخه راپورته شوي خورا پرمختللي او قاعده من نظرونه په بې رحمۍ سره ځپل شوي دي. په اسلامي نړۍ کې د بیدارۍ غورځنګ سره د لویدیځ دوه مخالف چلندونه د لویدیځو پالیسیو کې د تضاد یوه څرګنده بیلګه ده.

د دې تضاد بله څېره د اسراییلو د دولتي ترهګرۍ په ملاتړ کې لیدل کیږي. د فلسطین مظلوم خلک له شپیتو کلونو څخه ډیر وخت راهیسې د ترهګرۍ تر ټولو بد ډول تجربه کوي. که چیرې د اروپا خلک اوس د څو ورځو لپاره په خپلو کورونو کې پناه اخلي او د غونډو او ګڼې ګوڼې مرکزونو څخه ډډه کوي، نو یوه فلسطیني کورنۍ د څو لسیزو راهیسې حتی په خپل کور کې د صهیونیسټ رژیم د وژنې او ویجاړولو ماشین څخه خوندي نه ده. نن سبا د کوم ډول تاوتریخوالي سره د صهیونیسټ رژیم د میشت ځایونو سره د ظلم شدت پرتله کیدی شي؟ پرته له دې چې د خپلو ځواکمنو متحدینو یا لږترلږه د خپلواکو نړیوالو ادارو لخوا په جدي او مؤثره توګه وغندل شي، دا رژیم هره ورځ د فلسطینیانو کورونه ویجاړوي او د دوي باغونه او ځمکې ویجاړوي، پرته له دې چې دوي ته فرصت ورکړي چې خپل د ژوند وسایل انتقال کړي یا خپل کرنیزې حاصلات راټول کړي. دا ټول ظلمونه اکثر د هغوي ښځو او ماشومانو د ویرې او اوښکو ډکو سترګو په وړاندې پیښیږي چې د خپلو کورنیو د غړو وهل او پرې کول او په ځینو مواردو کې د وحشتناکو شکنجو مرکزونو ته د دوي لیږد شاهدان دي. ایا تاسو په نننۍ نړۍ کې د دې کچې او پیمانه او د وخت په تیریدو سره د دې دوام سره کوم بل ظلم لیدلې؟ که د سړک په منځ کې په یوې داسې ښځې ډزې کول د یو وسله وال سرتیري په وړاندې یې اعتراض کړی وي، که دا ترهګري نه ده، نو دا څه شی دی؟ ځکه چې دا وحشت د یو اشغالګر دولت د پوځي ځواک لخوا ترسره کیږي، ایا دا باید افراطیت ونه بلل شي؟ یا شاید دا انځورونه نور زموږ وجدانونه یوازې د دې لپاره نه هڅوي چې په تلویزیون کې په مکرر ډول شپیته کاله ښودل شوي دي.

د اسلامي نړۍ په وړاندې وروستۍ لشکر کشۍ، چې پخپله بې شمیره قربانیان لري، د لویدیځ د متضاد منطق یوه بله بیلګه ده. د انساني زیانونو سربیره، اشغال شوي هیوادونو خپلې اقتصادي او صنعتي زیربناوې له لاسه ورکړې، د ودې او پرمختګ په لور د دوي پرمختګ په ټپه دریدلی یا ورو شوی، او په ځینو مواردو کې دوي لسیزې شاته غورځول شوي دي؛ بیا هم له دوي څخه په بې شرمۍ سره غوښتل کیږي چې ځانونه مظلوم ونه ګڼي. تاسو څنګه کولی شئ یو هیواد په کنډوالو بدل کړئ او د هغه ښارونه او کلي په ایرو بدل کړئ، او بیا ورته ووایاست چې مهرباني وکړئ ځانونه مظلوم مه ګڼئ! د دې پرځای چې خلکو ته بلنه ورکړئ چې ناورینونه له پامه وغورځوي یا هیر کړي، ایا دا به غوره نه وي چې صادقانه بخښنه وغواړئ؟ هغه کړاوونه چې اسلامي نړۍ په دې کلونو کې د یرغلګرو د منافقت او بهانې له امله زغملي دي، د مادي زیانونو څخه کم نه دي.

ګرانو ځوانانو! زه هیله لرم چې تاسو به دا ذهنیت، چې په دوکې ککړ دی، اوس یا په راتلونکي کې بدل کړئ؛ یو ذهنیت چې هنر یې دا دی چې لرې اهداف پټ کړي او اذیت کوونکی ارادې درته سنګار کړي. زما په نظر، د امنیت او سولې په رامینځته کولو کې لومړی ګام د دې تاوتریخوالي فکر سمول دي. تر هغه چې دوه ګونی معیارونه په لویدیځ سیاست واکمن وي، او تر هغه چې ترهګري د خپلو ځواکمنو ملاتړو په نظر کې په ښه او بد ډولونو ویشل کیږي، او تر هغه ورځې پورې چې د دولتونو ګټې د انساني او اخلاقي ارزښتونو په پرتله غوره وي، د تاوتریخوالي ریښې باید په بل ځای کې ونه لټول شي.

له بده مرغه، د کلونو په اوږدو کې، دا ریښې په تدریجي ډول د لویدیځ کلتوري پالیسیو ژورو ته ننوتلي دي او یو نرم او خاموش یرغل یې تنظیم کړی دی. د نړۍ ډیری هیوادونه په خپلو اصلي او ملي کلتورونو ویاړي، هغه کلتورونه چې د سلګونو کلونو راهسې یې د ودې او زیږون پرمهال د انساني ټولنې ښه پالنه کړې ده؛ اسلامي نړۍ له دې څخه استثنا نه ده. په هرصورت، په معاصر وخت کې، لویدیځه نړۍ، د پرمختللو وسیلو په کارولو سره، د نړۍ د کلتورونو په یوشان کولو او یوځای کولو ټینګار کوي. زه په نورو ملتونو باندې د لویدیځ کلتور تحمیلول او د خپلواکو کلتورونو سپکاوی یو خاموش او ډیر زیان رسونکی تاوتریخوالی ګڼم. د بډایه کلتورونو سپکاوی او د دوي د درناوي وړ برخو ته سپکاوی، په داسې حال کې ترسره کیږي چې بدیل کلتور د هغې د ځای نیولو وړتیا نلري. د مثال په توګه، د دوه څیزونه «پرخاشګري» او «له اخلاقي پابندیو وتل»، چې له بده مرغه د لویدیځ کلتور اصلي برخې ګرځیدلي، حتی په خپل اصل کې یې هم خپل مقبولیت او حیثیت له لاسه ورکړی دی. اوس پوښتنه دا ده، که چرې مونږ یو جنګیالی، مبتذل او بې معنی کلتور نه غواړو، نو آیا مونږ ګناهګار یوو؟ که موږ د ویجاړۍ د هغه سیلاب مخه ونیسو چې زموږ ځوانانو ته د مختلفو نیمه هنري محصولاتو په بڼه را روان دي نو مونږ ګناهګار یوو؟ زه د کلتوري اړیکو اهمیت او ارزښت نه ردوم. هرکله چې دا اړیکې د طبیعي شرایطو لاندې او د منلو وړ ټولنې ته په درناوي سره رامینځته شوي دي نو دوي وده، پرمختګ کړی او بډاینه یې راوړې ده. برعکس، متفاوت او تحمیل شوي اړیکې ناکامې او زیان رسونکي دي. زه باید په ډیر افسوس سره ووایم چې د داعش په څیر ناوړه ډلې د وارد شوي کلتورونو سره د داسې ناکامو اتحادونو اولادونه دي. که ستونزه په ریښتیا سره ایډیالوژیکي وه، نو داسې پدیده باید د استعمار له دورې دمخه په اسلامي نړۍ کې لیدل شوې وای، پداسې حال کې چې تاریخ د دې برعکس شاهدي ورکوي. بې بنسټه تاریخي اسناد په روښانه توګه ښیې چې څنګه د استعمار تقاطع د افراطي او جلاوطن ذهنیت سره، په ځانګړې توګه د یوې ابتدايي قبیلې په زړه کې، پدې سیمه کې د افراطیت تخم کرلی. که نه نو، دا څنګه ممکنه ده چې د نړۍ یو له خورا اخلاقي او انساني مذهبي ښوونځیو څخه د داعش په څیر یوه خځله راپورته شي، کوم چې په خپل بنسټیز متن کې د یو انسان قتل د ټول انسانیت قتل ګڼي؟

له بلې خوا، دا باید وپوښتل شي چې ولې هغه کسان چې په اروپا کې زیږیدلي او په فکري او روحاني ډول په ورته چاپیریال کې روزل شوي دي داسې ډلو ته متوجه دي؟ ایا دا ممکنه ده چې باور وکړو چې خلک ناڅاپه دومره افراطي شي چې د جګړې سیمو ته د یو یا دوه سفرونو وروسته په خپلو هیوادوالو ډزې پیل کړي؟ موږ باید یقینا په ککړ او تاوتریخوالي چاپیریال کې د ژوند د غیر صحي کلتوري تغذیې اغیزې هیرې نه کړو. پدې اړه باید یو جامع تحلیل وي، یو تحلیل چې د ټولنې ښکاره او پټې ککړتیاوې ومومي. شاید هغه ژور نفرت چې د صنعتي او اقتصادي سوکالۍ په کلونو کې د لویدیځو ټولنو د ځینې خلکو په زړونو کې کرل شوی وي، د د ې سبب نابرابرۍ او ممکن قانوني او جوړښتي تبعیض وي، چې داسې پیچلتیاوې رامینځته کړي چې هر څه وخت وروسته د یو رنځ په توګه راڅرګندیږي.

په هر حالت کې، دا تاسو یاست چې د خپلې ټولنې ظاهري پوشونه خلاص کړئ، غوټې(ګانډې) او کینې ومومئ او لرې یې کړئ. چودونه او درزونه باید د ژورولو پرځای ترمیم شي. د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې لویه تېروتنه هغه چټک غبرګونونه دي چې موجوده درزونه زیاتوي. هر احساساتي او چټک حرکت چې په اروپا او امریکا کې میشته مسلمانه ټولنه، چې په ملیونونو فعال او مسؤل خلک لري، جلا کوي، یا دوي په ویره او اضطراب کې اچوي، او دوي د دوي له اساسي حقونو څخه د پخوا په پرتله ډیر محروموي او له ټولنیز صحنې څخه یې لرې کوي، نه یوازې دا ستونزه به حل نه کړي بلکې درزونه به لاهم ژور کړي او ګډوډي به پراخه کړي. سطحي او غبرګوني اقدامات، په ځانګړې توګه که قانوني مشروعیت هم ترلاسه کړي نو نه یوازې دا چې د موجوده مشکل به حل کړي بلکې د راتلونکو بحرانونو لپاره به لاره هواره کړي پرته له دې چې بل هیڅ اغیزه ولري. د خبرونو راپورونو له مخې، ځینو اروپایي هیوادونو داسې قوانین تصویب کړي چې اتباع یې د مسلمانانو جاسوسي کولو ته اړ باسي؛ دا چلندونه ظالمانه دي، او موږ ټول پوهیږو چې ظلم بیرته راګرځیدونکی دی، که موږ یې خوښوو او که نه. سربیره پردې، مسلمانان د دې ناشکرۍ مستحق نه دي. لویدیځه نړۍ له پیړیو راهیسې مسلمانان ښه پیژني؛ کله چې لویدیځوال په اسلامي خاورو کې میلمانه وو او د خپلو کوربه توب شتمنۍ ته یې کتل، او کله چې دوي کوربه وو او د مسلمانانو له کار او نظریاتو څخه یې ګټه پورته کوله، نو دوي اکثر له مهربانۍ او صبر پرته بل څه نه لیدل. له همدې امله، زه له تاسو ځوانانو څخه غوښتنه کوم چې د اسلامي نړۍ سره د سم او عزتمن تعامل بنسټ کیږدئ، چې د سمې پوهې، بصیرت او ترخو تجربو پر بنسټ ولاړ وي. په دې حالت کې، په ډیر لرې راتلونکي کې، به تاسو هغه ودانۍ وګورئ چې کومه تاسو په دغه بنسټ جوړه کړې ده، هغه به خپلو معمارانو ته د باور او اطمینان چاپیریال رامنځته کوي. هغوي ته به د امنیت او آرامۍ تودوخه ورکوي، او د نړۍ په مخ کې به د روښانه راتلونکي لپاره د امید رڼا روښانه کوي. مخکې له دې هم د تیر کال په سلواغه کې، په فرانسه کې د ترهګریزو پیښو او د اسلاموفوبیا له څپې وروسته، د انقلاب مشر د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته یو لیک لیکلی دی.

سید علي خامنه اي د ۱۳۹۴ کال د لیندی ۸ مه نیټه

غبرګونونه

د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته د آیت الله خامنه ای د لیک متن په مختلفو ژبو ژباړل شوی او په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی. د ابنا خبري آژانس (ABNA) هم دا لیک پنځوسو ژبو ته ژباړلی او خپور کړی یې دی..[۵]

د لومړي لیک له خپریدو یو کال وروسته، د «د لیک شرحه» په نوم یو کتاب خپور شو.[۶]

اړوند څېړنه

فوټ نوټ

  1. نامه رهبر معظم انقلاب به جوانان اروپا و آمریکای شمالی، د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د دفتر د معلوماتو ویبپاڼه.
  2. بازتاب پیام در رسانه‌ها، د انتخاب څیړنیز وېبپاڼه؛ نامه آیت‌الله خامنه‌ای به جوانان غربی، خبري وېبپاڼه BBC؛ ایران نامه سرگشاده‌ای به جوانان غرب نوشت، خبري وېبپاڼه CNN.
  3. نگاهی به حوادث تروریستی فرانسه د قدس خبري وېبپاڼه
  4. نامه رهبر انقلاب به عموم جوانان غربی د حضرت آیت‌الله خامنه‌ای د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر د معلوماتو ویبپاڼه
  5. ترجمه نامه به ۵۰ زبان در ابنا د اهل بیت د نړیوالې ټولنې ویبپاڼه
  6. انتشارات انقلاب اسلامی، به مناسبت سالروز انتشار اولین نامه رهبر معظم انقلاب به جوانان غربی کتاب شرح نامه معرفی می‌شود، د لیدنې نېټه: ۳ سلواغه ۱۳۹۵ل. د اسلامی انقلاب د خپرندویې ویبپاڼه

سرچينې