منځپانگې ته ورتلل

د سید علي حسیني خامنه اي د آثارو لړلیک

د wikishia لخوا
د سید علی حسیني خامنه اي آثار

د سید علي حسیني خامنه اي د کتابونو لړلیک، د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر او د شیعه د تقلید مرجع سید علي خامنه اي، لیکلي کتابونه او ویناوې دي. د انقلاب اسلامي خپرندویه اداره چې د اسلامی انقلاب څیړنیزی کلتوري موسسې سره تړلې ده په ۱۳۸۹ کال کې په بېلا بیلو ژبو د سید علی خامنه اي د تفکراتو د لیکلو کار پيل کړی.[۱]

د اسلامي علومو د کمپیوټري څیړنو مرکز، د هغه د کتابونو ټولګه د یو سافټ وییر په بڼه د «حدیث ولایت» تر عنوان لاندې خپور کړی چې په کې له ۱۳۵۷ کاله تر ۱۳۹۹ پورې، د سید علی خامنه اي ټولو بیانات سره ۱۲۱ کتابونو متن چې ټول ۲۰۸ ټوکونه کیږي چې د انقلاب اسلامي خپرندویې له خوا چاپ شوي دي، شامل دي.[۲]

تالیف او ژباړې

  • د امام حسن سوله؛ د تاریخ تر ټولو پرتمین اتلوال نرمښت (صلح امام حسن پرشکوه‌ترین نرمش قهرمانانه تاریخ)
د شیخ راضي آل ‌یاسین د صلح الحسن د کتاب ژباړه انځور

دا کتاب د صلح الحسن د کتاب د فارسۍ ژباړه ده چې یو شیعه عالم او څیړونکي شیخ راضی ال یاسین(وفات کال۱۳۷۲ه ق) لیکلی دی، چې په ۱۳۴۸ کال کې سید علی خامنه اي ژباړلی دی.[۳]

  • د رجال علم څلور اصلي کتابونه (چهار کتاب اصلی علم رجال)
د «چهار کتاب اصلی علم رجال» کتاب

د «چهار کتاب اصلی علم رجال» کتاب، له دې وروسته چې د رجال علم کلي بحثونه په کې وشي (تعریف، تاریخ، لنډه کتنه) د رجالي کتابونو معرفي او بیا کتنه په کې شوې ده. البته له څلورو کتابونو څخه یوازې د دوو کتابونو یعنی «اختیار معرفة الرجال» او «فهرست شیخ طوسي» یې معرفي کړي دي او دوه نور کتابونه (رجال الطوسي او فهرست نجاشي) یې د کتاب تتمې ته پریښي دي.[۴] دا کتاب په ۱۳۷۷لمریز کال کې د اسلامي کلتور د خپرونو دفتر (د دفتر نشر فرهنگ اسلامي) له خوا خپور شو.[۵]

  • ثلاث رسائل فی‌الجهاد
د «ثلاث رسائل فی الجهاد» کتاب

د ثلاث رسائل فی‌الجهاد کتاب، د سید علی خامنه‌اي د فقهې درسِ خارج دی چې له ۱۳۶۹ تر ۱۳۷۳لمریز کال پورې د جهاد په موضوع ورکړی شوی دی. په دې کتاب کې درې مقالې دي چې له سبق ښودلو لږ وروسته یې لیکلي دي چې موضوعات یې «اَمان» (په جنګ کې امان ورکول)، «الصابِئَة» (د حضرت یحیی(ع) منونکي) او «المُهادِنَة» (د جنګ پریښودلو قرارداد او صلح) دي. دا کتاب په ۱۳۹۶لمریز کال کې د اسلامي انقلاب د خپرندویې له خوا خپور شو.[۶]

  • د امام سجاد(ع) په ژوند کې څیړنه(پژوهشی در زندگی امام سجاد(ع)
د «حماسه امام سجاد(ع)» کتاب

«حماسه امام سجاد(ع)» کتاب د امام سجاد(ع) د ژوند په هکله یوه څیړنه ده، هغه کتاب دی چې سید علی خامنه اي د امام سجاد(ع) د شخصیت د معرفي کولو لپاره لیکلی دی او په ۱۳۶۱ کال کې د جمهوري اسلامي ګونډ خپرندویې له خوا چاپ شوی دی.[۷]
دا کتاب په ۱۳۹۹لمریز کال کې د حماسه امام سجاد(ع) په نامه بیا ځلې چاپ شو او ځینې برخې ورسره ورزیاتې شوې:

په ۱۳۵۲ کال کې د مشهد په کرامت جومات کې ځوانانو ته د هغوي وینا.
په ۱۳۶۱ کال کې پاسدار اسلام مجلې سره د هغوي د مرکو مجموعه، سره د ځینې اضافو او حوالو.[۸]
  • راتلونکی د اسلام په واک‌سیمه کې (آینده در قلمرو اسلام)

د «آینده در قلمرو اسلام» کتاب، د «المُستَقبَل لِهذَاالدین» کتاب ژباړه ده چې د مصر یو مسلمان متفکر سید قطب (۱۲۸۴-۱۳۴۴ش) لیکلی دی، په دې کتاب کې په راتلونکي وخت کې د لویدیځ تمدن ماتی او د اسلام حاکمیت لیکلی دی. دا کتاب په ۱۳۸۶ کال کې د انقلاب اسلامي خپرندویې د دفتر له خوا چاپ شو.[۹]

  • مسلمانان د هند د آزادي په غوځنګ کې (مسلمانان در نهضت آزادی هندوستان)
د «مسلمانان در نهضت آزادی هندوستان» کتاب

د «مسلمانان در نهضت آزادی هندوستان» کتاب، د ۱۳۴۷لمریز کال په لومړیو کې، تألیف او وژباړل شو. او د هماغه کال د چنګاښ په میاشته کې خپور شو. د دې کتاب اصلي نسخه «کِفاح المسلمین فی تَحریر الهند» ده چې د الازهر پوهنتون یو عالم «عَبدالمُنعم النمر» لیکلې ده. البته ژباړونکي خپل یاداښتونه او څیړنې د کتاب په متن کې په دې غرض ورزیاتې کړي چې کتاب لازیات ګټور شي له همدې سببه د هغوي نو د دې کتاب پر پوښ او په مخپاڼه باندې د مولف او مترجم په توګه لیکل شوی دی.[۱۰]

  • د مشهد د علمي حوزې د تاریخي مخینې او اوسني حالت په هکله راپور (گزارشی از سابقه تاریخی و اوضاع کنونی حوزه علمیه مشهد)

دا کتاب د سید علی خامنه اي له هغه تالیفاتو دی چې د اسلامي انقلاب د مخه په ۱۳۴۶ لمریز کال کې لیکل شوی ی. د دې کتاب بحثونه په څلورو برخو کې راغلي دي: د مشهد د علمي حوزې تاریخي او جغرافیايي موقعیت او مخینه، تشکیلات او درسي حالت، د مشهد د علمي حوزې استاذان او طالب علمان او د حوزې فعالیتونه. دا کتاب د انقلاب له راتلو وروسته د ۱۳۶۵ کال د چنګاښ په میاشت کې د حضرت رضا(ع) د نړیوال کانګرس او د امام رضا علیه السلام د زیارت د خپرندویې له خوا چاپ شو.[۱۱]

  • د حج مناسک (مناسک حج)

په دې کتاب کې د سید علی خامنه اي د حج احکام او مناسک دی او درې برخې لري؛ لومړۍ برخه د مفرده عمره او د حج د استطاعت او د حج نیابت په هکله ده. په دویمه برخه کې د تمتع عمره مناسک او په دریمه برخه کې د تمتع حج مناسک بیان شوي دي.[۱۲]

  • اجوبة الاستفتائات (فارسي)
د «اجوبة الإستفتائات» کتاب

«اجوبة الإستفتائات» کتاب، په دې کتاب کې د فقهې په بیلا بیلو بابونو کې 2118 شرعي پوښتنې او ځوابونه د سید علی خامنه اي د فتوا پر اساس لیکل شوي دي. د دې کتاب دیارلسم چاپ د فتواګانو نوخت سره په ۱۴۰۰ کال کې د انقلاب اسلامي خپرندویي له خوا چاپ شو.[۱۳]

د درسونو او ویناوو متن

سید علی خامنه اي د ایران له انقلابه وړاندې او وروسته ډېر کلتوري، ټولنیز او سیاسي فعالیتونه درلودل او ټولګیونه او ویناوې يې د بیلا بیلو خلکو تر مینځ درلودې. دا ویناوې د بیلا بیلو کتابونو په بڼه چاپ شوي دي، چې په څو برخو کې داسې راغلي دي:

عبادي او اخلاقي

  • د اُنس خلوت (خلوت اُنس)
د «خلوت اُنس» کتاب

خلوت اُنس کتاب د لمانځه په هکله د سید علی خامنه اي نظریې او تفکرات لري او په اتو فصلونو کې ځینې موضوعات لري لکه: د لمانځه اهمیت، آداب او آثار او د جمعې او جماعت د لمانځه مقام.ref>«خلوت اُنس»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.</ref>

  • د لمانځه له ژورو(از ژرفای نماز)
د «از ژرفای نماز» کتاب

«از ژرفای نماز» کتاب، د هغوي څو ویناوې دي چې په ۱۳۵۱ کال کې يې د مشهد په کرامت جومات کې وکړې. په دې ویناوو کې د حمد سورې تفسیر او ترجمې سره ځینې بحثونه لکه: توحید، تسبیحات اربعه، د لمانځه رکنونه او واجبات بیان شول.[۱۴] د دې کتاب دولسم چاپ په ۱۳۷۲ کال کې د اسلامي فرهنګ د خپرندویې له خوا ترسره شو.[۱۵]

  • د اخلاق درس (درس اخلاق)

دا کتاب د سید علی خامنه اي د هغه ویناوو ټولګه دی چې د سپاه پاسداران ځواکونو ته یې کړې وې، چې د ۱۳۷۱ کال د غبرګولي په میاشت کې په سپاهِ ولی امر کې د ولي فقیه د استازي له خوا خپور شوی دی.[۱۶]

  • کتاب بدان اَیَّدَکَ‌الله
د «بدان اَیَّدَکَ‌الله» کتاب

بدان اَیدَکَ‌الله کتاب، کې د حوزه طالبانو ته د سید علی خامنه اي سپارښتنې دي چې درې فصله لري: کلیات، د طالبانو شأن او دندې او د عالمانو درنې ذمه وارې.[۱۷]

  • گفتاری در باب صبر (د صبر په هکله یوه وینا)

یو داسې کتاب دی چې په ۱۳۵۲ کال کې د مشهد په کرامت جومات کې د سید علی خامنه اي پينځه ویناې په کې شاملې دي. لیکوال د مکارم الاخلاق حدیث شرحې سره سره د پيغمبرانو ځانګړتیاوې، د صبر مفهوم او ډولونه بیان کړي دي.[۱۸] د دې ویناوو د متن لیکل او تنظیم په ۱۳۵۴ کال کې د غدیر خپرندویي له خوا شوی او چاپ شوی او د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په ځلونو د فرهنګ اسلامي د دفتر د خپرندویي له خوا چاپ شوی دی.[۱۹]

  • معیشت مؤمنانه (مؤمنانه ژوندچل)
د «معیشت مؤمنانه» کتاب

په دې کتاب کې د سید علی خامنه اي هغه بیانات دي چې څلور مفهومونه، زهد، رفاه، خایست ګروهنه او د مال ګروهنه شامل دي. دا کتاب ابوالقاسم کریمي راغونډ کړی دی.[۲۰]

  • معیشت پرهیزکارانه (پرهیزګارانه ژوندچل)

دا کتاب چې ۱۵۰ مخونه لري په پينځو فصلونو کې دې موضوعاتو سره لیکلی شوی دی: «د تقوا مفهوم پيژندنه»، «د تقوا اهمیت و مقام»، «د بې تقوایۍ آثار و زیانونه»، «د تقوا ډولونه» او «د خاصو کسانو لپاره د تقوا اهمیت».[۲۱]

فقهي، کلامي او تفسیري

  • د قرآن تفسیر
د «تفسیر سوره بقره» کتاب

دا کتاب د آیت الله خامنه اي د ولس مشرۍ او رهبرۍ په وخت کې د هغوي د قرآن د تفسیر له درسونو لیکل شوی دی، چې په څو ټوکو کې لیکل شوی چې هر یو ټوک کې يې د قرآن مجید د یو سورت تفسیر دی او د هماغه سوره په نوم کتاب خپور شوی دی. تر اوسه یې د بقره سوره، جمعه، حشر، حمد، مجادله، تغابن، ممتحنه او برائت تفسیرونه د انقلاب اسلامي خپرندویي له خوا چاپ شوي دي.[۲۲]

  • د زده کړې رساله (رساله آموزشی)

دوه ټوله د زده کړې کتاب دی چې په کې هغه مسلې بیان شوي دي چې کومې عموما پوښتلی کیږي لکه د عباداتو او معاملاتو په هکله د آیت الله خامنه اي د فتوا مطابق. دا کتاب د انقلاب اسلامي خپرندويی له خوا خپور شوی دی.[۲۳]

  • غناء
د «غِناء» کتاب

«غناء» یا «د غناء او موسیقۍ درس نامه» د آیت الله خامنه اي د موسیقۍ په اړه د درسِ خارج د ۷۵ غونډو د تدریس متن خپور شوی متن دی. چې د ۱۳۸۷ کال د لیندۍ ۴ تر ۱۳۸۸ تر سلواغه ۶ پورې تدریس شوی دی.[۲۴] دا کتاب د اسلامي انقلاب د څېړنیزې ـ فرهنګي مؤسسې له خوا په ۵۶۰ مخونو کې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې خپور شو.[۲۵]

همدارنګ وګورئ: غناء (کتاب)
  • درس‌هایی از نهج البلاغه (د نهج البلاغې ځینې درسونه)

په دې کتاب کې د نهج البلاغې ځینې درسونه دي چې آیت الله خامنه اي لیکلي دي چې ځینې په مسلې په کې بیان شوي دي لکه نبوت او د هغې د دوام څرنګوالی د نهج البلاغې نه نظره.[۲۶] د دې کتاب دویم چاپ په ۱۳۶۱ کال کې خپور شو.[۲۷]

  • طرح کلی اندیشهٔ اسلامی در قرآن (په قرآن کې د اسلامي فکر عمومي طرحه)
د «طرح کلی اندیشهٔ اسلامی در قرآن» کتاب

دا کتاب په مشهد کې په امام حسن مجتبی(ع) جومات کې د ۱۳۵۳ کال د روژې په میاشت کې (د ایران له اسلامي انقلابه څلور کاله دمخه) د قرآن له نظره د اسلامي عقایدو په بیان کې د آیت الله خامنه اي د ویناو متن دی.[۲۸]

همدارنګ وګورئ: په قرآن کې د اسلامي فکر عمومي طرحه
  • نبوتها در نهج البلاغه (په نهج البلاغه کې نبوتونه)

د ۱۳۵۹ کال په اوړي کې د جمهوري ګونډ محصلانو، درې میاشتې سید علی خامنه اي سره د نهج البلاغې درسونه کیښودل. له دې سببه چې اسلامي انقلاب د پيغمبرانو د نبوت په ادامه کې د هغوي د ارمان پوره کولو لپاره ګڼل کیږي، نو د دې غونډو موضوع هم همدې بحث سره خاص و.[۲۹]

د اهل‌بیت سیرت

  • صادق لارښود (پیشوای صادق)
پیشوای صادق کتاب

دا کتاب د حضرت امام صادق(ع) د سیرت په هکله له ۱۳۴۵ څخه تر ۱۳۵۰ پورې د سید علی خامنه اي د ویناو متن دی.[۳۰] دا ویناوې لومړي ځل د لیکوال د یاداښتونو په توګه د ۱۳۵۸ کال غبرګولي میاشتې کې د جمهوري اسلامي په اولسو ورځپاڼو کې خپاره شول. بیا د ۱۳۵۸ تر ۱۳۶۰ کلونو تر مینځ د یو کتاب په توګه چې نامه یې پيشوای صادق وه چاپ شو.[۳۱]

همدارنګ وګورئ: پیشوای صادق (کتاب)
  • لمر د مقابلې په ډګر کې (آفتاب در مصاف)
د «آفتاب در مصاف» کتاب

آفتاب در مصاف کتاب، د حضرت امام حسین(ع) په هکله او په ۶۲ هجري کال کې د عاشورا له پیښې د وړاندې او وروسته پيښو په تحلیل کې د سید علی خامنه اي د ویناو متن دی، چې له ۱۳۵۷ تر ۱۳۹۰ کال پورې یې کړې وې.[۳۲] دا کتاب د «مؤسسه فرهنگی حدیث لوح و قلم» په لاس راغونډ شوی او د «انتشارات انقلاب اسلامی» په لاس په ۱۳۹۲کال کې چاپ شوی دی.[۳۳]

همدارنګ وګورئ: آفتاب در مصاف (کتاب)
  • د امام صادق(ع) په ژوند کې یو کتنه (سیری در زندگی امام صادق(ع)

دا کتاب د سید علی خامنه اي د جمعې د خطبې متن دی، چې ۱۳۵۹ کال د وږي ۱۴مه کې یې د امام صادق(ع) د شهادت په هکله خطبه ورکړه.[۳۴] دا کتاب په ۱۳۶۰هجري کې د جمهوري اسلامي ګونډ د مرکزي دفتر په لاس خپور شو.[۳۵]

  • دوه سوه او پنځوس کلن انسان (انسان ۲۵۰ ساله)
د «انسان ۲۵۰ ساله» کتاب

د «انسان ۲۵۰ ساله» کتاب د شیعه امامانو امامت هغه ۲۵۰ کلونو ته اشاره کوي چې د پيغمبر(ص) له وفاته ۱۱ هجري شورو کیږي او تر غیبت صغری ۲۶۰ هجري ختمیږي. چې سید علی خامنه اي دا وخت د یو داسې انسان په توګه ترسیم کړی دی چې عمر یې ۲۵۰ کاله وي.[۳۶] دا کتاب چې له انقلابه وړاندې د سید علی خامنه اي د ویناو متن دی،[۳۷] په دریو برخو: خاص د ځلمکو، ځوانانو او څیړونکو لپاره برابر شوی دی.

همدارنګ وګورئ: انسان ۲۵۰ ساله (کتاب)
  • د حسین جنګې ملګرې (همرزمان حسین)
د «همرزمان حسین» کتاب

د «همرزمان حسین(ع)» کتاب په ۱۳۵۱ کال کې د تهران په انصار الحسین تنظیم کې د سید علی خامنه اي د ونیاو ټولګه ده چې د امامانو سیاسي مبارزې او د تبلیغ تحلیل په کې شوی دی. دا کتاب د ۱۳۹۶ کال په دوبي کې د اسلامي انقلاب د خپروندویي له خوا چاپ شو.[۳۸]

  • قبسات النور

قبسات النور کتاب، د اهل بیت(ع) او د نجات ورکوونکي(منجي) د ظهور په اړه د سید علي خامنه اي د ویناوو یوه ټولګه ده. دا کتاب په ۱۳۶۹ کال کې د اهل بیت(ع) د نړیوال کنفرانس لخوا خپور شو.[۳۹]

  • دوه مجاهد امامان (دو امام مجاهد)
د «دو امام مجاهد» کتاب

دوه مجاهد امامان کتاب، د آیت الله خامنه ای له شپږو ویناوو څخه جوړ دی چې په ۱۳۵۱ او ۱۳۵۲ کلونو کې د حسنین(ع) د سیاسي مبارزو په تحلیل کې ورکړل شوي دي.[۴۰]

همدارنګه وګورئ: دو امام مجاهد (کتاب)
  • د امامانو(ع) په ژوند کې د مبارزې عنصر (عنصر مبارزه در زندگی ائمه)
د «عنصر مبارزه در زندگی ائمه(ع)» کتاب

د امامانو(ع) په ژوند کې د مبارزې عنصر کتاب، چې د شیعه امامانو د مبارزو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کوي، د آیت الله خامنه ای لخوا په ۱۳۶۵ کال کې په مشهد کې د امام رضا(ع) په دوهم نړیوال کانګرس کې یوه وینا ده.[۴۱]

  • نهج البلاغه ته راستنیدل (بازگشت به نهج البلاغه)

د «بازگشت به نهج البلاغه» کتاب، د آیت الله خامنه ای د ۱۳۶۳ کال د وري په میاشت کې په نهج البلاغه کانګرس کې د وینا متن دی.[۴۲] ویل کیږي چې که څه هم دا اثر د نهج البلاغه کنفرانس کې د وینا لپاره چمتو شوی و، خو دا یو ارزښتناک او څیړنیز اثر دی چې لیکوال پکې د امام علي(ع) له نظره د حکومت مسلې او د هغه د واکمنۍ ځانګړتیاوې بیان کړي دي.[۴۳] دا کتاب په ۱۳۷۲ کال کې د نهج البلاغه بنسټ لخوا خپور شو.[۴۴]

  • د علوي حکومت په اړه یوه وینا (گفتاری دربارهٔ حکومت علوی)

د علوي حکومت په اړه یوه وینا کتاب، د آیت الله خامنه ای لخوا د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ۱۳۵۸ کال د روژې په میاشت کې د «علوي حکومت» او د هغې د ځانګړتیاوو په اړه د دریو ویناوو ټولګه ده.[۴۵] دا کتاب په ۱۳۶۰ کال کې د اسلامي جمهوریت ګوند خپرندويي لخوا خپور شو.[۴۶]

ټولنیز

  • د زړه وینې چې لعل شول (خون دلی که لعل شد)
د «خون دلی که لعل شد» کتاب

«د زړه وینې چې ملغلرې شوې» کتاب، چې د محمد علي آذرشب لخوا راغونډ شوی، د «إنّ مع الصّبر نصراً» (په صبر کې بریا ده) کتاب فارسي ژباړه ده په دې کتاب کې د سید علي خامنه ای هغه یادښتونه دي چې د ایران د اسلامي انقلاب د مبارزو په جریان کې يې په زندانونو او جلاوطنۍ کې تېر کړي دي. دا کتاب په ۱۳۹۹ کال کې د اسلامي انقلاب خپرندویي لخوا خپور شو.[۴۷]

  • پوښتنې او ځوابونه (پرسش و پاسخ)

په دې کتاب کې، د سید علی خامنه ای لخوا د ځوانانو او زده کونکو د پوښتنو لړۍ ته ځوابونه ورکړي، چې له هغه څخه په مختلفو بڼو پوښتل شوي وو، دا کتاب په اتو فصلونو کې راټول شوی او تنظیم شوی دی. د دې کتاب لومړۍ نسخه په ۱۳۸۰ کال کې د قدر ولایت کلتوري انسټیټیوټ لخوا خپره شوه.[۴۸]

  • د تبیین جهاد (جهاد تبیین)
د «جهاد تبیین» کتاب

دا کتاب د تبیین جهاد د اهمیت او اړتیا په اړه دی، کوم چې حجة الاسلام سعید صالح میرزایي د سید علی خامنه اي له ویناو څخه تالیف کړی دی او د اسلامي انقلاب خپرندويي لخوا خپور شوی.[۴۹]

  • د سوداګر په توګه مړینه (مرگ تاجرانه)
د «مرگ تاجرانه» کتاب

د سوداګر په توګه مړینه کتاب کې د شهید او شهادت په موضوع د سید علي خامنه ای ویناوې، او د چارواکو، د شهیدانو کورنیو او په دې برخه کې د مختلفو طبقو لپاره لارښوونې شاملې دي.[۵۰]

  • د ولایت حدیث (حدیث ولایت)

د ولایت حدیث کتاب (په څو ټوکونو کې) د سید علي خامنه ای د بیاناتو او لیکنو ټولګه ده، چې څلور برخې لري: د ایران د ۱۳۵۷ کال د اسلامي انقلاب څخه مخکې، له انقلاب وروسته تر ولسمشرۍ پورې، له ولسمشرۍ دوره (۱۳۶۸-۱۳۶۰ لمریز کال)، او د رهبرۍ دوره.[۵۱] دا کتاب په ۱۳۹۸ کال کې د اسلامي انقلاب خپرندويي لخوا خپور شو.[۵۲] د دې ټولګې ډیجیټل نسخه هم په ۱۳۹۹ کال کې د قم د اسلامي علومو د کمپیوټر څیړنیز مرکز لخوا تولید او خپره شوه.[۵۳]

  • د شهادت عطر (عطر شهادت)

د شهادت عطر د سید علي خامنه ای د شهید او شهادت په موضوع کې د لنډو پیغامونو او بیانونو ټولګه ده، چې ډیر په کې د شهیدانو د ځینو کورنیو سره په غونډو کې بیان شوي او له ۱۳۶۱ څخه تر ۱۳۷۹ پورې په تاریخي ترتیب سره تالیف شوی دی. دا کتاب په ۱۳۸۰ کال کې د شاهد خپرندويي لخوا خپور شوی.[۵۴]

  • حوزه او دیني عالمان (کتاب حوزه و روحانیت)
د «حوزه و روحانیت» کتاب

د حوزې او عالمانو په هکله دا کتاب د سید علي خامنه ای د ویناوو پر بنسټ ولاړ دی. په دې کتاب کې ځینې موضوعات دا دي: په اسلامي ټولنې کې د دیني مدرسې او د هغې د روزل شویو ځواکونو اهمیت، د مدرسو د پراختیا اړتیا، او د مدرسو جوړښت او بدلون. دا کتاب د سعید صالح میرزایي لخوا راغونډ شوی او د اسلامي انقلاب د اسنادو د خپرولو مرکز لخوا خپور شوی.[۵۵]

  • هنر د معظم رهبر له نظره (هنر از دیدگاه مقام معظم رهبری)

دا کتاب د سید علي خامنه ای د ویناوو، پیغامونو او نظرونو څخه انتخاب شوی دی. د کتاب لومړنۍ بحث د هنر اهمیت او بڼې په اړه دی، او ورپسې برخې یې د مختلفو هنري موضوعاتو لکه شعر، تېټر، موسیقي، نعت خواني او نورو په اړه دي. د دې کتاب شپږم چاپ په ۱۳۷۷ کال کې د اسلامي کلتور د خپرولو دفتر لخوا خپره شوه.[۵۶]

  • د مدیرانو روښانه لار (راه روشن مدیران)
د «راه روشن مدیران» کتاب

دا کتاب د هغو بیانونو ټولګه ده چې هغه له ۱۳۷۲څخه تر ۱۳۹۵ پورې د روژې په مبارکه میاشت کې د حکومتي پلاوي سره په خپلو غونډو کې د نهج البلاغه د ځینو برخو په تشریح کې بیان کړي وو.[۵۷]

  • د عمل، جهاد او شهادت سړی؛ ډاکټر مصطفی چمران (مرد عمل، جهاد و شهادت؛ دکتر مصطفی چمران)

دا کتاب د مصطفی چمران د شهادت د څلویښتمې کلیزې په مناسبت د سید علي خامنه اي د وینا متن دی، چې په ۱۳۶۰ کې د اسلامي جمهوریت ګوند خپرندويي لخوا خپور شو.[۵۸]

سیاسي

  • فلسطین د آیت الله خامنه ای له نظره (فلسطین از منظر آیت‌الله خامنه‌ای)
د «فلسطین از منظر آیت الله خامنه اي» کتاب

په فلسطین کتاب کې د سید علي خامنه ای له ۱۳۵۹ څخه تر ۱۳۹۰ کلونو پورې د فلسطین په اړه په عامو غونډو کې ویناوې او د جمعې د لمانځه خطبې شاملې دي، چې د سعید صالح میرزایي لخوا راغونډې شوي او په ۱۳۹۰ کې د آیت الله خامنه ای د اثارو د ساتنې او خپرولو دفتر لخوا خپرې شوي.[۵۹]

  • په نبوي غورځنګونو او د ایران په اسلامي انقلاب کې مخالفې ډلې(گروه‌های معارض در نهضت‌های انبیا و در انقلاب اسلامی ایران)

دا کتاب یوه کتابچه ده چې د تهران په پوهنتون کې د سید علي خامنه ای د وینا متن دی، چې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په ۲مه نیټه د «گروه‌های معارض در نهضت‌های انبیا و در انقلاب اسلامی ایران» (په نبوي غورځنګونو او د ایران په اسلامي انقلاب کې مخالفې ډلې) په نوم خپور شوی او د اسلامي جمهوریت ګوند لخوا خپور شوی.[۶۰]

  • د یووالي او ګوند پالنې په اړه یوه وینا(گفتاری در وحدت و تحزب)
د «گفتاری در وحدت و تحزب» کتاب

په دې کتاب کې د آیت الله خامنه اي ویناوې دي چې د یووالي او ګوند پالنې په اړه یې کړي دي، چې د ۱۳۵۸ کال د غبرګولي په ۱۵مه لومړۍ یې «د اسلامي ټولنو» په یوه غونډه کې په اهواز ښار کې کړې او دویمه یې څو میاشتې وروسته، د اسلامي جمهوریت ګوند په دفتر کې وکړه.[۶۱]

  • د اسلام په سمه توګه پوهیدل (درست فهمیدن اسلام)

دا کتاب د سید علي خامنه ای لخوا په ۱۳۵۸ کې د غبرګولي په میاشت کې د اهواز په اسلامي کلتوري مرکز کې د اسلامي جمهوریت ګوند ځوانانو ته شوې وینا ده. دا کتاب د ایران د اسلامي انقلاب د تاریخ په هکله ځينې ټکي لري، په شمول د؛ د انجنیر بازرګان د لنډمهاله حکومت حالت، د منافقینو دریځونه، د فرقان ډلګی، او مارکسیستي شبهات، دا کتاب په ۱۳۶۰ کې د اسلامي جمهوریت ګوند خپرندویي لخوا خپور شوی دی.[۶۲]

  • د دښمن پيژندنه (دشمن‌شناسي)
د «دشمن‌شناسي» کتاب

دا کتاب د آیت الله خامنه ای له نظره د دښمن پیژندلو او هغوي سره د مقابلې طریقو په اړه مواد لري، چې په څوارلسو فصلونو کې راټول شوی دی.[۶۳]

  • د نړۍ نوی دور (دوران جدید عالم)

په دې کتاب کې دوه عمومي برخې شاملې دي: «انقلاب اسلامی و غرب متجدّد» (اسلامي انقلاب او متجدد لویدیځ) او «غرب‌شناسی و تجدّدشناسی انتقادی» (لویدیځ پيژندل او انتقادي تجدد پيژندنه)، چې د سید علي خامنه ای د خبرو پر بنسټ، د لویدیځ د نوي شوي نړۍ په لور د اسلامي انقلاب انتقادي چلند څرګندوي.[۶۴]

  • د مقاومت مفکوره (اندیشه مقاومت)
د «اندیشه مقاومت» کتاب

د مقاومت مفکوره کتاب کې د ګواښونو په وړاندې د مقاومت په برخه کې د سید علي خامنه ای څرګندونې شاملې دي، کوم چې د مقاومت اصول، عقیدې او بنسټونه، د مقاومت اهمیت، او د مقاومت ساحې په څیر موضوعاتو ته اشاره کوي.[۶۵]

  • د علوي حکومت منشور(منشور حکومت علوي)

د علوي حکومت منشور کتاب د نهج البلاغه په تشریح کې ۱۲ ویناوې لري، کوم چې په ۱۳۵۲ او ۱۳۵۳ کلونو کې د امام حسن مجتبی(ع) جومات او کرامت جومات کې کړی شوي دي.[۶۶]

نور اثار

د انقلاب د دوهم ګام اعلامیه د ۱۳۹۷ کال د سلواغه په ۲۲مه خپره شوه، چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د څلوېښتمې کلیزې سره سمون خوري.[۶۷] دا اعلامیه لومړی د ۱۳۵۷ کال د ایران د اسلامي انقلاب د بریا او د ایران د اسلامي جمهوریت د تاسیس د ستونزو په اړه بحث کوي، بیا د اسلامي انقلاب لاسته راوړنې بیانوي، او په وروستۍ برخه کې، د اسلامي انقلاب د راتلونکي لپاره امکانات او سپارښتنې تشریح کوي.[۶۸]

«تاسو ته یو لیک» د هغو لیکونو مشهور سرلیک دی چې سید علي خامنه اي کې په ۱۳۹۳ کال د سلواغې په میاشته کې او ۱۳۹۴ کال د لیندې په میاشته کې د اروپا او شمالي امریکا عامو ځوانانو ته په خطاب کې لیکلی دی او خپور شوی دی. دا لیکونه وروسته له هغه لیکل شوي چې په لویدیځ کې د داعش په څیر د تکفیري ډلو د ترهګریزو فعالیتونو وروسته د اسلامو فوبیا نوې څپه راپورته شوه.[۶۹] په دې پیغامونو کې، د لویدیځو سیاستوالو د اسلامو فوبیا فعالیتونو باندې نیوکې او تحلیل لپاره لپاره ځينې پوښتنې او ټکي لري چې ورسره د اروپا او شمالي امریکا ځوانان وهڅول شول چې د دې دین د اصلي سرچینو له لارې د اسلام په اړه زده کړه وکړي او د هغه په وړاندې له تعصب څخه ډډه وکړي.[۷۰]

  • د امام لاره زموږ لاره (راه امام راه ما)

د امام لاره، زموږ لاره کتاب د امام خمیني د وفات د کلیزې په مناسبت د سید علي خامنه اي د پیغام متن دی چې په ۱۳۶۹ کال کې د امام خمیني د اثارو د تالیف او خپرولو انسټیټیوټ لخوا خپور شو.[۷۱]

  • مرکې (مصاحبه‌ها)

دا کتاب سید علي خامنه ای سره د هغه د ولسمشرۍ په جریان کې، له ۱۳۶۳ څخه تر ۱۳۶۴ پورې د مرکو ټولګه ده، چې د اسلامي انقلاب د کلتوري اسنادو سازمان لخوا چمتو شوې وې.[۷۲] د دې کتاب لومړۍ نسخه په ۱۳۶۶ کال کې د سوروش خپرندويي لخوا خپره شوه.[۷۳]

فوټ نوټ

  1. «درباره انتشارات انقلاب اسلامی»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  2. حدیث ولایت؛ مجموعه بیانات و پیام‌های رهبر معظم انقلاب اسلامی حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای (مد ظله العالی) و آثار انتشارات انقلاب اسلامی، د اسلامی علمونو د کمپیوټري څیړنیز مرکز.
  3. گلی‌زواره، «معرفی، نقد و بررسی کتاب صلح امام حسن(ع)»، ګنه ۵۱ او ۵۲.
  4. «چهار کتاب اصلی علم رجال»، دانشنامه اسلامی.
  5. «چهار کتاب اصلی علم رجال»، د فقاهت مدرسې کتابتون.
  6. «ثلاث رسائل فی‌الجهاد»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  7. «پژوهشی در زندگی امام سجاد(ع)»، د فقاهت مدرسې کتابتون.
  8. خامنه‌ای، حماسه امام سجاد(ع)، ۱۳۹۹ش، سریزه.
  9. «کتاب آینده در قلمرو اسلام»، د کتاب فردا پاتوق.
  10. «معرفی کتاب مسلمانان در نهضت آزادی هندوستان»، د هیأت رزمندگان د خپرونې وېبپاڼه.
  11. «کتابشناسی تألیفات آیت‌الله العظمی خامنه‌ای»، قدس آنلاین.
  12. «معرفی کتاب مناسک حج»، طاقچه وېبپاڼه.
  13. «درباره کتاب رساله اجوبة الإستفتائات»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  14. «از ژرفای نماز»، پاتوق کتاب فردا.
  15. «از ژرفای نماز»، د فقاهت مدرسې کتابتون.
  16. خامنه‌ای، درس اخلاق، ۱۳۷۱ش، مخ۶.
  17. «بدان ایدک الله»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  18. «گفتاری در باب صبر»، پاتوق کتاب فردا.
  19. «گفتاری در باب صبر»، د کتاب فردا پاتوق.
  20. «معیشت مؤمنانه»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  21. «معیشت پرهیزکارانه»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  22. «سه کتاب تفسیر از رهبر انقلاب»، د مهر خبري آژانس.
  23. «انتشار نسخه الکترونیکی رساله آموزشی»، د ایکنا خبري آژانس.
  24. خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مقدمه کتاب، صفحه غ.
  25. خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مقدمه.
  26. «درسهایی از نهج البلاغه»، د اسلامی تبلیغاتو دفتر د ډیجیټلي کتابتون.
  27. «درسهایی از نهج البلاغه»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه.
  28. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشهٔ اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، مخونه۱۱-۱۵.
  29. «نبوتها در نهج البلاغه»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  30. سیره فرهنگی و سیاسی «پیشوای صادق(ع)» از زبان امام خامنه‌ای د آنا خبري آژانس.
  31. معرفی کتاب|کتاب پیشوای صادق تألیف امام خامنه‌ای د هیئت رزمندگان د خپرونې وېبپاڼه.
  32. خامنه‌ای، آفتاب در مصاف، ۱۳۹۲ش، ص۵.
  33. «آفتاب در مصاف»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  34. «سیری در زندگی امام صادق(ع)»، کتابخانه دیجیتالی تبیان.
  35. «سیری در زندگی امام صادق(ع)»، د نوسا د کتاب ګنجینه.
  36. انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۰ش، مخ۱۶.
  37. خامنه‌ای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۱ش، مخ۱۵.
  38. «همرزمان حسین(ع)»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  39. «قبسات النور»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه.
  40. «دو امام مجاهد»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  41. «عنصر مبارزه در زندگی ائمه(ع)»، د قائمیه د کتاب بازار.
  42. خامنه‌ای، بازگشت به نهج البلاغه، مخ۲۱.
  43. «بازگشت به نهج‌البلاغه»، کتابخانهٔ مجازی الفبا.
  44. «بازگشت به نهج‌البلاغه»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه.
  45. «گفتاری دربارهٔ حکومت علوی»، سایت جامعه اسلامی مهندسین.
  46. «گفتاری دربارهٔ حکومت علوی»، د نوستا د کتاب ګنجینه.
  47. «خون دلی که لعل شد»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  48. «پرسش و پاسخ»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه.
  49. «جهاد تبیین»، د اسلامي انقلاب خپرونې.
  50. «مرگ تاجرانه»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  51. «کتاب حدیث ولایت»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
  52. «حدیث ولایت»، د کتاب فردا پاتوق.
  53. «مجموعه بیانات و پیام‌های رهبر معظم»، د اسلامي علمونو د کمپیوټری څیړنیز مرکز.
  54. «عطر شهادت»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه.
  55. «کتاب حوزه و روحانیت»، د طاقچه وېبپاڼه
  56. «هنر از دیدگاه مقام معظم رهبری»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه.
  57. «راه روشن مدیران»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  58. «نگاهی به آثار و کتاب‌های منتشر شده درباره شهید چمران»، د اسلامي انقلاب د اسنادو مرکز.
  59. «فلسطین» د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
  60. «گروه‌های معارض در نهضت‌های انبیا»، د انجینرانو اسلامي ټولنه.
  61. «گفتاری در وحدت و تحزّب»، د تربون مستضعفین وېبپاڼه.
  62. «درست فهمیدن اسلام»، د انجینرانو ټولنه.
  63. «دشمن شناسی»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  64. «دوران جدید عالم»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  65. «اندیشه مقاومت»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  66. «منشور حکومت علوی»، د اسلامي انقلاب خپرندوی.
  67. «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
  68. «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
  69. نامه رهبر معظم انقلاب به جوانان اروپا و آمریکای شمالی، د آیت‌الله خامنه‌اي د دفتر خپرونې وېبپاڼه.
  70. نامه رهبر انقلاب به عموم جوانان غربی، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
  71. «راه امام راه ما»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه.
  72. «مصاحبه‌ها»، د اسلامي تبلیغات د دفتردیجیټلي کتابتون.
  73. «مصاحبه‌ها»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه.

سرچينې

  • «آفتاب در مصاف»، د اسلامي انقلاب خپرندویه، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • «از ژرفای نماز»، د «پاتوق کتاب فردا» کتاب‌پلورنځی، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • «از ژرفای نماز»، د فقاهت د مدرسې کتابتون، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • «انتشار نسخه الکترونیکی رساله آموزشی»«د روزنیزې رسالې برېښنايي نسخه خپرېدل»، ایکنا خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۲ زمری ۱۳۹۳ل، د کتنې نېټه: ۲ مرغومی ۱۴۰۱ل.
  • «اندیشه مقاومت»«د مقاومت اند»، د اسلامي انقلاب خپرندویه، د کتنې نېټه: ۲ مرغومی ۱۴۰۱ل.
  • «بازگشت به نهج‌البلاغه»«بېرته نهج البلاغې ته»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • «بازگشت به نهج‌البلاغه»«بېرته نهج البلاغې ته»، د الفبا مجازي کتابتون، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • «بیانیه "گام دوم انقلاب" خطاب به ملت ایران»«د انقلاب د دوهم ګام اعلامیه د ایران ملت ته»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر په وېبپاڼه کې، د خپرېدو نېټه: ۲۲ سلواغه ۱۳۹۷ل، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • «پژوهشی در زندگی امام سجاد(ع)»«د امام سجاد(ع) د ژوند څېړنه»، د فقاهت د مدرسې کتابتون، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ل.
  • «پرسش و پاسخ»«پوښتنې او ځوابونه»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ل.
  • «ثلاث رسائل فی الجهاد»، د اسلامي انقلاب خپرندویه، د کتنې نېټه: ۲ دی ۱۴۰۱ل.
  • «جهاد تبیین»، د اسلامي انقلاب خپرندویه، د کتنې نېټه: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ل.
  • «چهار کتاب اصلی علم رجال»«د علم رجال څلور اصلي کتابونه»، اسلامي دانشنامه، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • «چهار کتاب اصلی علم رجال»«د علم رجال څلور اصلي کتابونه»، د فقاهت د مدرسې کتابتون، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • «حدیث ولایت»، پاتوق کتاب فردا، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندي ۱۴۰۱ل.
  • خامنه‌ای، سید علي، آفتاب در مصاف، تهران، د اسلامي انقلاب فرهنګي ـ څېړنیز مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۳۹۲ ل.
  • خامنه‌ای، سید علي، بازگشت به نهج البلاغه، تهران، د نهج البلاغه بنسټ، لومړی چاپ، ۱۳۷۲ ل.
  • خامنه‌ای، سید علي، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، تهران، د ایمان جهادي (صهبا) فرهنګي مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۳۹۲ ل.
  • خامنه‌ای، سید علي، حماسه امام سجاد(ع)-تحلیل مبارزات سیاسی فرهنگی امام سجاد(ع)، تهران، د اسلامي انقلاب خپرونې، ۱۳۹۹ ل.
  • «خلوت اُنس»، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «خون دلی که لعل شد» (هغه د زړه وینه چې سره یاقوت شوه)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • خامنه‌ای، سید علي، غِنا، تهران، د فقه روز خپرونې، ۱۳۹۸ ل.
  • خامنه‌ای، علي، «درس اخلاق»، تهران، د سپاه ولي امر کې د ولي فقیه استازولي، لومړی چاپ، ۱۳۷۱ ل.
  • «درباره انتشارات انقلاب اسلامی» (د اسلامي انقلاب د خپرونو په اړه)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «درباره کتاب رساله اجوبة الإستفتائات»(د اجوبة الاستفتائات رسالې د کتاب په اړه)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۲ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «درست فهمیدن اسلام»(اسلام سم درک کول)، د اسلامي انجنیرانو ټولنه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «درسهایی از نهج البلاغه»(د نهج البلاغې درسونه)، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه، د کتنې نېټه: ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «درسهایی از نهج البلاغه» (د نهج البلاغې درسونه)، د اسلامي تبلیغاتو دفتر ډیجیټلي کتابتون، د کتنې نېټه: ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «دو امام مجاهد» (دوه مجاهد امامان)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «دوران جدید عالم»(د نړۍ نوې دوره)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «راه امام راه ما» (د امام لار زموږ لار ده)، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «راه روشن مدیران» (د مدیرانو روښانه لار – د نهج البلاغې شرح)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «سه کتاب تفسیر از رهبر انقلاب» (د انقلاب د رهبر درې تفسیر کتابونه د کتاب نندارتون ته ورسېدل)، مهر خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۲۴ غویی ۱۴۰۱ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۲ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «سیری در زندگی امام صادق(ع)» (د امام صادق (ع) په ژوند کې یوه څېړنه)، د تبیان ډیجیټلي کتابتون، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «سیری در زندگی امام صادق(ع)» (د امام صادق (ع) په ژوند کې یوه څېړنه)، د نوسا د کتابونو ګنجینه، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «سیره فرهنگی و سیاسی «پیشوای صادق(ع)» از زبان امام خامنه‌ای» (د پیشوای صادق (ع) فرهنګي او سیاسي سیره د امام خامنه‌اي له نظره)، آنا خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۸ چنګاښ ۱۳۹۸ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «عطر شهادت» (د شهادت عطر)، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «عنصر مبارزه در زندگی ائمه(ع)»(د امامانو (ع) په ژوند کې د مبارزې عنصر)، د قائمیه د کتاب بازار، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.ش.
  • «فلسطین»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر د خبرپاڼې وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۹ تله ۱۳۹۰ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «قبسات النور»، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • آینده در قلمرو اسلام (راتلونکی د اسلام په قلمرو کې)، د فردا د کتاب پاتوق، د کتنې نېټه: ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «کتاب حوزه و روحانیت» (حوزه او دیني عالمان)، د طاقچه وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «کتاب حدیث ولایت»، د حضرت آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۵ غویی ۱۳۹۹ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «کتابشناسی تألیفات آیت‌الله العظمی خامنه‌ای» (د آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د اثارو کتابشناسي)، قدس آنلاین، د خپرېدو نېټه: ۲ وری ۱۳۹۵ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۳ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «گروه‌های معارض در نهضت‌های انبیا» (د انبیاوو په نهضتونو کې مخالفې ډلې)، د اسلامي انجنیرانو ټولنه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • گفتاری در باب صبر (د صبر په اړه وینا)، د فردا د کتاب پاتوق، د کتنې نېټه: ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «گفتاری دربارهٔ حکومت علوی» (د علوي حکومت په اړه وینا)، د اسلامي انجنیرانو ټولنې وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «گفتاری دربارهٔ حکومت علوی» (د علوي حکومت په اړه وینا)، د نوستا د کتابونو ګنجینه، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «گفتاری در وحدت و تحزّب» (د یووالي او ګوندیزوالي په اړه وینا)، د تربون مستضعفین خبري وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • ګلي‌زواره قمشه‌ای، غلامرضا، «معرفی، نقد و بررسی کتاب صلح امام حسن(ع)»، د دین کتاب میاشتنی، مرغومی او سلواغه ۱۳۸۰ ل.، ګڼه ۵۱ او ۵۲.
  • د ایمان جهادي صهبا مؤسسه، انسان ۲۵۰ ساله، تهران، د صهبا مرکز، ۱۳۹۰ ل.
  • «مجموعه بیانات و پیام‌های رهبر معظم» (د انقلاب د رهبر د ویناوو او پیغامونو ټولګه)، د اسلامي علومو د کمپیوټري څېړنو مرکز، د خپرېدو نېټه: ۱۸ کب ۱۳۹۹ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «مرگ تاجرانه» (تاجرانه مرګ)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «مصاحبه‌ها» (مرکې)، د اسلامي تبلیغاتو دفتر ډیجیټلي کتابتون، د کتنې نېټه: ۲ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «معرفی کتاب پیشوای صادق تألیف امام خامنه‌ای» (د پیشوای صادق کتاب پېژندنه (د امام خامنه‌اي لیکنه)، د هیئت رزمندگان د خبرپاڼې وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «معرفی کتاب مناسک حج» (د مناسک حج کتاب پېژندنه)، د طاقچه وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «معرفی کتاب مسلمانان در نهضت آزادی هندوستان» (د هندوستان د ازادۍ په نهضت کې مسلمانان)، د هیئت رزمندگان د خبرپاڼې وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «معیشت پرهیزکارانه» (پرهېزګارانه معیشت)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «معیشت مؤمنانه» (مؤمنانه معیشت)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «منشور حکومت علوی» (د علوي حکومت منشور)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «نامه رهبر انقلاب به عموم جوانان غربی» (د انقلاب د رهبر لیک عموم لوېدیځو ځوانانو ته)، د حضرت آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۸ لیندۍ ۱۳۹۴ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «نامه رهبر معظم انقلاب به جوانان اروپا و آمریکای شمالی» (د انقلاب د رهبر لیک د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته)، د رهبرۍ د مقام رسمي وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲ سلواغه ۱۳۹۳ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.
  • «نبوتها در نهج البلاغه» (نبوتونه په نهج البلاغه کې)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «نگاهی به آثار و کتاب‌های منتشر شده درباره شهید چمران» (د شهید چمران په اړه د خپرو شویو اثارو او کتابونو ته کتنه)، د اسلامي انقلاب د اسنادو مرکز، د خپرېدو نېټه: ۱ چنګاښ ۱۴۰۱ ل.ش.، د کتنې نېټه: ۱ مرغومی ۱۴۰۱ ل.
  • «همرزمان حسین(ع)» (د حسین (ع) جنګیالیان)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د کتنې نېټه: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ ل.
  • «هنر از دیدگاه مقام معظم رهبری» (هنر د مقام معظم رهبری له نظره)، د ګیسوم د کتابونو جامع شبکه، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۱ ل.