مسوده:د احکامو فلسفه
د احکامو فلسفه د شرعي احکامو د تشریع د لاملونو، حکمتونو، مصلحتونو او مفسدو څېړنې ته ویل کېږي. دا موضوع د فقهې، اصول فقه او د کلام علم په حدیثي سرچینو کې مطرح شوې ده. په اصول فقه کې د حکم د علت، حکمت او ملاک ترمنځ توپیر کېږي او د احکامو فلسفه له مقاصد الشریعة سره هم توپیر لري. د امامیه په اند د احکامو د فلسفې له بنسټونو څخه یو دا دی چې د خدای تعالی تشریعي افعال موخه لري، احکام پر واقعي مصلحتونو او مفسدو ولاړ دي او د احکامو د ملاکونو په پېژندلو کې د عقل وړتیا محدوده ده. د احکامو فلسفه د قرآن کریم، روایتونو او د عقلي قطعي دلیل له لارې پېژندل کېدای شي؛ علمي موندنې هم، که لازم شرایط ولري، د ځینو حکمتونو په روښانولو کې اغېزمنېدای شي. په اسلامي سرچینو کې د روژې، قصاص، جزیې او شرابو د حراموالي په څېر د احکامو لپاره حکمتونه بیان شوي دي.
د مفهوم پېژندنه او په اسلامي علمونو کې یې موقعیت
د احکامو فلسفه د شرعي احکامو د حکمت، مصلحت او مفسدې او د هغو د تشریع د لاملونو د څېړنې موضوع ده.[۱] د احکامو د فلسفې څېړنه د احکامو د تشریع د حکمتونو په ښه پوهېدو او د هغو په اړه ځینو پوښتنو او شبهاتو ته په ځواب ویلو کې اغېزمنه کېدای شي.[۲]
د احکامو د فلسفې موضوع د فقې، اصول فقه او علم کلام په حدیثي سرچینو کې مطرح شوې ده. د شیعهو په حدیثي سرچینو کې د احکامو د علتونو او حکمتونو په اړه روایتونه نقل شوي دي او د شیخ صدوق علل الشرایع کتاب په دې برخه کې له مهمو اثارو څخه شمېرل کېږي.[۳] په اصول فقه کې د حکم د علت او حکمت او د احکامو د ملاک په څېر موضوعات څېړل شوي دي.[۴] په علم کلام کې هم د احکامو د فلسفې بحث د خدای تعالی د تشریعي افعالو له غایتمندۍ او مقصدوالي سره تړاو لري.[۵] همدارنګه، د احکامو د فلسفې په اړه په ځانګړي ډول بېلابېل آثار هم لیکل شوي دي.
ځینو کسانو د احکامو فلسفه یو خپلواک علم هم ګڼلی دی چې موخه یې د احکامو د حکمتونو او علتونو روښانول او د هغو د تشریع د لاملونو تشریح کول دي.[۶]
د حکم له علت او حکمت او مقاصدو الشریعة سره یې اړیکه
د احکامو فلسفه «د حکم علت» او «د حکم حکمت» په څېر مفاهیمو سره اړیکه لري؛ خو دا مفاهیم په اصول فقه کې یو شان نه دي.[۷] د حکم علت هغه امر دی چې حکم پرې متکي وي او د هغه په شتون یا نشتون سره حکم هم بدلېږي؛ په داسې حال کې چې د حکم حکمت هغه مصلحت یا مفسده ده چې حکم یې د تأمینولو یا مخنیوي لپاره تشریع شوی وي، خو ښایي په ټولو مواردو کې موجود نه وي.[۸] د احکامو فلسفه په عام مفهوم کې د احکامو د څرنګوالي، لاملونو او موخو څېړنې ته ویل کېږي او د هغو د علت، حکمت، مصلحت او مفسدې بحثونه رانغاړي.[۹] سره له دې، ځینو د احکامو فلسفه یوازې د حکم له حکمت سره یو شان ګڼلې او د حکم له علت څخه یې جلا بللې ده.[۱۰]
د احکامو فلسفه او مقاصد الشریعة دواړه د احکامو موخو او غایاتو ته پاملرنه کوي؛ خو د احکامو فلسفه تر ډېره د یوه حکم یا د احکامو د یوې ټولګې د تشریع لاملونه او حکمتونه څېړي؛ لکه د روژې د وجوب د فلسفې څېړنه. په داسې حال کې چې مقاصد الشریعة د شریعت پراخو موخو او عمومي اړخونو ته پام کوي.[۱۱]
د احکامو د فلسفې نظري بنسټونه
د شیعه عالمانو له نظره، د احکامو د فلسفې منل او په اړه یې بحث پر کلامي او اصولي بنسټونو ولاړ دی منجمله:
د خدای تعالی د تشریعي افعالو غایتمندي او مقصدمندوالی
د امامیه عالمانو[۱۲] او معتزلهو[۱۳] په اند، د خدای تعالی تشریعي او تکویني افعال موخه لري او باور لري چې شرعي احکام پر واقعي مصلحتونو او مفسدو ولاړ دي. په مقابل کې، اشاعره د الهي افعالو، په ځانګړې توګه د تشریعي افعالو موخهمندوالی او غایتمندي په هغه معنا نه مني چې له مخې یې له الهي ارادې څخه بهر د کوم هدف تحقق لازم راځي؛ همدارنګه، شرعي احکام د خدای تعالی له ارادې څخه د خپلواکو مصلحتونو او مفسدو تابع نه ګڼي.[۱۴] امامیه او معتزلهوو پر دې لیدلوري نیوکه کړې ده.[۱۵]
پر مصلحتونو او مفسدو د شرعي احکامو ولاړوالی
د معتزلهو او امامیهو له نظره، شرعي احکام پر واقعي مصلحتونو او مفسدتونو ولاړ دي او د خدای تعالی امر او نهی د همدغو مصلحتونو او مفسدتونو پر بنسټ تشریع کېږي.[۱۶] په مقابل کې، اشاعره د الهي امر او نهی څخه خپلواک واقعي مصلحتونه او مفسدتونه د احکامو بنسټ نه ګڼي او د احکامو حسن او قبح او ملاک د خدای تعالی د امر او نهی تابع بولي.[۱۷]
د احکامو د ملاکونو په پېژندلو کې د عقل محدودیت
د امامیهو له نظره، عقل په ځینو مواردو کې د یوه حکم پر مصلحت یا مفسدې پوهېدای شي؛ خو د ټولو احکامو د ملاکونو پېژندل د انسان لپاره ممکن نه دي.[۱۸] له همدې امله، له معتبر دلیل پرته شرعي حکم ته د یو مشخص مصلحت یا مفسدې منسوبول د منلو وړ نه دي. د ناصر مکارم شیرازي په وینا، د احکامو د فلسفې پېژندنه باید پر قطعي دلیل ولاړه وي او د ګومان یا شخصي اخستون پر بنسټ د یوه حکم لپاره کوم څه د هغه فلسفه نه شي ګڼل کېدای.[۱۹]
د احکامو د فلسفې د پېژندلو لارې
د احکامو فلسفه د شرعي او عقلي دلایلو له لارې پېژندل کېدای شي.[۲۰] له هغو څخه ځینې په لاندې ډول دي:
- قرآن کریم: جعفر سبحاني په خپل «اصول الفقه المقارن فیما لا نص فیه» کتاب کې نهه آیتونه یاد کړي دي چې د هغه په باور، د ځینو احکامو فلسفه په څرګنده توګه بیانوي.[۲۱] نوموړي اته نور آیتونه هم یاد کړي دي چې په غیرمستقیم ډول د ځینو احکامو فلسفې ته اشاره کوي.[۲۲]
- روایتونه: د مکارم شیرازي په وینا، روایتونه کله په عمومي ډول د احکامو د مصلحتونو او حکمتونو پر شتون دلالت کوي او کله د یوه حکم لپاره مشخص مصلحت بیانوي.[۲۳] د بېلګې په توګه، په یوه روایت کې د شرابو د څښلو حرمت د عقل له منځه تللو او ګناه ته لېوالتیا، د خدای له یاد څخه د لرې کېدو او پر انسان د شیطان د واکمنېدو په څېر پایلو سره تړل شوی دی.[۲۴]
- د عقلي قطعي دلیل: د یو شمېر امامیه عالمانو د لیدلوري له مخې، عقل په ځینو مواردو کې د حکم ملاک او مصلحت موندلای شي.[۲۵] مرتضی مطهري باور لري چې هر کله هم د یوه حکم ملاک په قطعي ډول وپېژندل شي، شرعي حکم ورسره سمون لري.[۲۶]
- علمي موندنې: ځینو لیکوالانو د تجربوي علومو موندنې هم د ځینو احکامو د حکمتونو په پېژندلو کې اغېزمنې ګڼلې دي.[۲۷] سره له دې، که علمي موندنې قطعي نه وي او یا د حکم له ملاک سره تړاو ونه لري، یوازې په خپل سر د هغه حکم د فلسفې لپاره قطعي دلیل نه شي ګڼل کېدای.
د ځینو احکامو د فلسفې بېلګې
په اسلامي سرچینو کې د ځینو احکامو لپاره حکمتونه بیان شوي دي. د روژې په اړه، تقوا،[۲۸] د اړمنو کسانو وضعیت ته پاملرنه[۲۹] او فردي او ټولنیزې اغېزې د هغې له یاد شویو حکمتونو څخه دي.[۳۰] د قصاص په اړه، د انسانانو د ژوند ساتنه په قرآن کریم کې د هغه له بیان شویو موخو څخه ده.[۳۱] د جزیې په اړه هم شیعه عالمانو بېلابېل تفسیرونه وړاندې کړي دي؛ لکه د اهل ذمې د سر او مال ساتنه،[۳۲] د اسلامي احکامو منلو ته د هغوی اړ ایستل[۳۳] او اسلام منلو ته د هغوی هڅول.[۳۴]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۳۸۸.
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، ۳۸۷-۳۸۸ مخونه.
- ↑ مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۱، مخ۲۹۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: مظفر، اصول الفقه، ټوک۲، مخ۱۶۵؛ سیفي مازندراني، بدایع البحوث فی علم الاصول، مخ۴۹.
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۳۸۸.
- ↑ زماني، فلسفه احکام، ۹-۱۰ مخونه.
- ↑ سیفي مازندراني، بدایع البحوث، ټوک۱، ۲۰۹-۲۱۰ مخونه.
- ↑ سیفي مازندراني، بدایع البحوث، ټوک۱، ۲۰۹-۲۱۰ مخونه.
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۳۸۸؛ یو شمېر لیکوالان، فرهنګنامه اصول فقه، مخ۴۳۱.
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۴۱۸.
- ↑ سبحاني، اصول الفقه المقارن، مخ۳۴۷.
- ↑ سبحاني، اصول الفقه المقارن فیما لانص فیه، مخ۳۳۲.
- ↑ وګورئ: فخر رازي، التفسیر الکبیر، ټوک۲۶، مخ۳۹۹.
- ↑ فخر رازي، التفسیر الکبیر، ټوک۹، مخ۴۳۹.
- ↑ سبحاني، اصول الفقه المقارن فیما لانص فیه، ۳۳۱-۳۳۲ مخونه.
- ↑ مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۱، مخ۲۹۳ او ټوک۲۶، ۶۱-۶۲ مخونه.
- ↑ فخر رازي، التفسیر الکبیر، ټوک۲۲، مخ۱۳۱؛ جرجاني، شرح المواقف، ټوک۴، مخ۱۰۳.
- ↑ مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۱، مخ۳۰۰.
- ↑ مکارم شیرازي، دایرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۳۹۳.
- ↑ مکارم شیرازي، دایرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۳۹۳.
- ↑ سبحاني، اصول الفقه المقارن، ۳۳۶-۳۳۹ مخونه.
- ↑ سبحاني، اصول الفقه المقارن، ۳۳۹-۳۴۱ مخونه.
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۴۰۹.
- ↑ مجلسي، بحار الانوار، ټوک۶۲، مخ۱۶۲.
- ↑ مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۱، مخ۳۰۰.
- ↑ مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۱، ۳۰۰-۳۰۱ مخونه.
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۴۱۴؛ بهرامي، «فلسفه احکام در قرآن»، ۶۶-۶۷ مخونه.
- ↑ د بقره سورې ۱۸۳م آیت.
- ↑ حر عاملي، وسائل الشیعه، ټوک۷، مخ۳.
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۴۱۳.
- ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۴۰۸؛ سبحاني، اصول الفقه المقارن فیما لانص فیه، مخ۳۳۷.
- ↑ شیخ مفید، المقنعة، مخ۲۶۹.
- ↑ شیخ طوسي، المبسوط، ټوک۲، مخ۴۳.
- ↑ علامه حلي، مختلف الشیعة، ټوک۴، مخ۴۴۰.
سرچينې
- بهرامي، محمد، «فلسفه احکام در قرآن»، قرآني څېړنې، ۳مه ګڼه، د ۱۳۷۴ ل، منی.
- جرجاني، علي بن محمد، شرح المواقف، قم، الشریف الرضي، ۱۳۲۵ هـ ق.
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې نېټې.
- د لیکوالانو ډله، فرهنګنامه اصول فقه، قم، د اسلامي علومو او کلتور څېړنیز مرکز، ۱۳۸۹ ل.
- زماني، علي، فلسفه احکام، قم، د شرعي مسئلو د مطالعاتو او ځوابویلو مرکز، ۱۳۹۴ ل.
- سبحاني، جعفر، اصول الفقه المقارن فیما لا نص فیه، قم، د امام صادق(ع) مؤسسې خپرونې، ۱۳۸۳ ل.
- سیفي مازندراني، علياکبر، بدایع البحوث في علم الاصول، قم، مؤسسة النشر الاسلامي، ۱۴۲۹ هـ ق.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط في فقه الامامیة، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، درېیم چاپ، ۱۳۸۷ هـ ق.
- شیخ مفید، المقنعة، قم، د شیخ مفید د زریزې نړیوال کانګرس، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ هـ ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة، قم، د قم حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی اسلامي خپرندویه دفتر، ۱۴۱۳ هـ ق.
- فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ هـ ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ هـ ق.
- مطهري، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، د صدرا خپرونې، ۱۳۹۱ ل.
- مظفر، محمدرضا، اصول الفقه، قم، د قم حوزې د اسلامي تبلیغاتو دفتر، ۱۳۷۰ ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، دائرة المعارف فقه مقارن، قم، د امام علي بن ابيطالب(ع) مدرسه، ۱۴۲۷ هـ ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||