منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د حج بعثه

د wikishia لخوا

د حج بعثه، د حج په ورځو کې په مکه او مدینه کې د تقلید مراجع د استازو دفترونو ته ویل کیږي. د حج د بعثه غړي، عالمان او لوی مجتهدان وي چې د هغوي ذمه واري د حاجیانو شرعي او دیني پوښتنو ته ځواب ورکول وي. هغوي همدارنګ حاضرو ملایانو ته د نوي او مستحدثه مسلو ځوابونه هم ورکوي او د حج د ځینې فقهي مشکلاتو په هکله هم په خپلو کې خبرې اترې کوي او نظرونه وړاندې کوي. د بعثې شالید هم له اسلامي انقلابه وړاندې وخت د ۱۳۴۰ لسیزې لومړیو ته ورګرځي.

د ایران د مشر بعثه، یو غیر حکومتي او پرائیویټ اداره ده خو خپلواک حقونه لري چې د حجیانو د شرعي او دیني چارو د مدیریت لپاره د امام خمیني په حکم په ۱۳۵۸ کال کې د وږي په میاشت کې جوړه شوه. دا بعثه د ایران د اسلامی جمهوریت د مشر د نظر لاندې کار کوي. هغه کس چې د حجیانو د چارو مشري یې په غاړه وي امیرالحاج ویل کیږي.

د بعثې دفترونه معمولا داسې فعالیتونه ترسره کوي لکه د شرعي احکامو بیانول، د نوي راپورته شویو فقهي مسلو ځواب ویل، د تعلیمي غونډو جوړول، او د اهل بیت علیهم السلام د مکتب د مذهبي کلتور وده. همدارنګ ځینې نور فعالیتونه لکه د عبادي مراسمو ترسره کول، د کلتوري اړتیاوو پوره کول، او د نړیوالو غونډو برابر کول په کې شامل دي. ویل کیږي چې د بعثې دفترونه د حج ډیپلوماسۍ له لارې متحد اسلامي ملت پیاوړی کوي، او د حاجیانو د خدماتو څارنه او د سپکاوي چلند مخنیوی هم د هغوي په دندو کې شامل دی.

معرفي او تاریخ

د نجف په العدل مجلې کې د حج د بعثې انعکاس ۱۹۶۸م

د حج بعثه په مکه او مدینه کې د حج پرمهال د تقلید مراجع د استازو دفترونو ته ویل کیږي.[۱] ویل شوي دي چې د حج د بعثې د دفترونو تاریخ د ۱۳۴۰ لسیزې لومړیو ته ورګرځي.[۲] چې په هغه وخت کې د دوي فعالیتونه ډېر محدود وو.[۳] د ځینې مشرانو په وینا د شیعه مراجع تقلید، د حج د لومړي بعثې تاسیس د سید محسن طباطبایي الحکیم یا سید محمود حسیني شاهرودي په لاس شوی.[۴]

ویل شوي چې د مراجع د دفترونو غړي له لویو عالمانو او مجتهدانو او مشهور شخصیتونه څخه دي،[۵] چې د خپلو مرجع تقلید له فقهي نظریاتو په بشپړه توګه خبر دي.[۶] په ډیری مواردو کې، د مراجعو د دفترونو اداره د مراجعو زامنو یا د دوي له خوا بشپړ واک لرونکي استازو وي.[۷] د مراجعو استازي د مراجعو د کورونو د کاروانونو په بڼه په مدینې او مکې کې ځای پر ځای کیږي،[۸] ترڅو د حجیانو د دیني او عقیدتي پوښتنو ځواب ووایی.[۹] دوي د حج په ورځو کې حاضرو علماوو ته د د نوي مسلو په اړه هم ځوابونه ورکوي او د نظرونو تبادله هم کوي او د حج د ستونزې په اړه هم بحث کوي.[۱۰]

د ایران د رهبر بعثه

د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر رهبر بعثه د ایران د ستر رهبر تر څارنې لاندې یو دفتر دی او د حج په مراسمو کې د حجیانو د دیني او شرعي چارو د سمبالولو مسؤلیت په غاړه لري. د حجیانو د چارو مسؤل کس ته امیرالحاج ویل کیږي.[۱۱] د ستر رهبر دفتر د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ۱۳۵۸ کال د وږي په میاشت کې د امام خمیني په امر تاسیس شو.[۱۲]

په مدینه منوره کې د اسلامي انقلاب مشر د بعثې وداني

د مجلس د څېړنیز مرکز په وینا، دا بعثه یوه غیر دولتي، غیر انتفاعي اداره ده چې یو خپلواک قانوني شخصیت لري چې د اسلامي جمهوریت د رهبر تر څارنې لاندې او د قانون او داخلي مقرراتو د احکامو سره سم اداره کیږي.[۱۳] د بعثې مشر د اسلامي جمهوریت د رهبر د فرمان له مخې ټاکل کیږي چې د حج او زیارت په چارو کې د ستر رهبر استازي وي.[۱۴] د فارس خبري اژانس په وینا، د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پیل راهیسې، محمد رضا توسلي محلاتي، سید محمد موسوي خوئیني ها، مهدي کروبي، محمد محمدي ری شهري، سید علي قاضي عسکر، او سید عبدالفتاح نواب د ستر رهبر د استازو او د حجیانو د مشرتابه په توګه معرفي شوي دي.[۱۵]

د حج د چارو د اجرا کیدو چارواکې، چې د حجیانو د لیږلو، استوګنې، خوړو، ترانسپورت او په عرفات او منا کې د حجیانو لپاره د خیمو د نصبولو مسؤلیت لري، د حج او زیارت سازمان په چوکاټ کې فعالیت کوي.[۱۶] دا سازمان، چې د کلتور او اسلامي لارښوونې د وزارت له مرستیالانو څخه دی، د کلتور او اسلامي لارښوونې وزیر لخوا منصوب کیږي.[۱۷]

امام خمیني د ایراني حاجیانو د مشر د ټاکلو په وخت کې د حج د بعثې اهداف د حج د لوی زیارت د غوره ممکنه تنظیم او د دې الهي فریضې پورې اړوند ټولو چارو اداره کولو او همدارنګه د کاروانونو د اسلامي کولو په توګه یاد کړل.[۱۸]

د شرعي مسئلو او معارفو بیان

د مختلفو سرچینو له مخې، د دې بعثې دنده د حجیانو د دیني ذمه وارو بیانول او د حج احکام او مناسک بیانول دي.[۱۹] دا هم ویل شوي چې د نوي راپورته کیدونکو فقهي مسلو حل کول[۲۰] او د ایراني حجیانو[۲۱] او نورو هیوادونو د شیعو لپاره د مذهبي شبهو ځواب ورکول[۲۲] د دې ادارې له دندو څخه دي. د دیني مسلو او نورو انساني دندو سره د حجیانو د آشنا کولو لپاره د تعلیمي غونډو جوړول د ماموریت له مهمو پالیسیو څخه ګڼل کیږي.[۲۳] د حج د بعثې د ځینو مشرانو په وینا، د اسلامي انقلاب د بنسټونو بیانول[۲۴] او د نورو اسلامي فرقو او مذهبونو لپاره د اهل بیت(ع) د مکتب د مذهبي او فقهي کلتور ترویج کول[۲۵] د دې ادارې له اهدافو څخه دي.

کلتوري خدمتونه وړاندې او نړیوالې اړیکې

د حج او زیارت په چارو کې د ستر رهبر د استازي عبدالفتاح نواب په وینا، د کمیل دعا، د ندبه دعا او نورو ځانګړو مراسمو په څیر د عبادت پروګرامونو ترسره کول[۲۶] او همدارنګه د کتابتونونو او لارښود کتابونو په څیر کلتوري او تعلیمي اړتیاوې چمتو کول،[۲۷] د بعثې د کلتوري خدماتو څخه ګڼل کیږي. د اسلامي مشورتي مجلس د څیړنې مرکز په وینا، د غونډو، کانګرسونو او علمي او کلتوري کنفرانسونو جوړول د حج او زیارت په چارو کې د ستر رهبر د استازي مسؤلیت دی.[۲۸]

ویل شوي چې د نړۍ په نورو برخو کې د نورو هیوادونو او شیعو له استازو سره د پراخو اړیکو په جوړولو سره، او همدارنګه د لنډمهاله غونډو په جوړولو سره، د ټولو هیوادونو د مذهبي چارواکو استازي د یو بل د پیژندلو او د ستونزو په اړه د بحث لپاره راټولیږي.[۲۹] د ایراني حجیانو د مشر په ټاکلو سره، امام خمیني د لوی حج[۳۰] تنظیمول او د بهرنیو رسنیو لخوا د غلطو تبلیغاتو سره مقابله د بعثه د کلتوري خدماتو په توګه ګڼله.[۳۱] د حج او زیارت په چارو کې د ستر رهبر د استازي ساحې د قانون له مخې، د ولی فقیه د عمومي پالیسیو په چوکاټ کې د اسلامي امت د یووالي د پیاوړتیا او مقاومت لپاره د حج ډیپلوماسۍ کارول د بعثې دفتر یو له کلتوري دندو څخه ګڼل کیږي.[۳۲]

نظارت او ارزونه

لکه څنګه چې د حج د معلوماتو په مرکز کې ویل شوي، د بعثې دفتر د کلتوري اړیکو، د کاروان عالمانو، او د کلتوري خدماتو پرسونل[۳۳] د فعالیت څارنه کوي، لکه ترانسپورت، استوګنځی، میلمه پالنه، او د حجیانو لپاره نور خدمات.[۳۴] د تفرقې او سپکاوي د اعمالو مخنیوي لپاره د حجیانو د چلند څارنه د بعثې له دندو څخه یوه بله برخه ده.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. «بعثه امام و نقش آن در حجّ»، ماهنامه پاسدار اسلام(د پاسدار اسلام میاشتنی).
  2. «[نگاهی به کارکرد بعثه های مراجع عظام شیعه در حج]»، خبرگزاری انتخاب(د انتخاب خبری آژانس).
  3. «بعثه امام و نقش آن در حجّ»، ماهنامه پاسدار اسلام.(د پاسدار اسلام میاشتنی)
  4. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب(د انتخاب خبری آژانس).
  5. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام تقلید در حج»، خبرگزاری تسنیم.(د تسنیم خبری آژانس)
  6. «مروری بر شکل‌گیری بعثه مراجع عظام تقلید»، سایت مباحثات(د مباحثات ویب پاڼه).
  7. «نگاهی به کارکرد بعثه های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب.(د انتخاب خبری آژانس)
  8. «آدرس دفاتر بعثه‌های مراجع عظام تقلید شیعه در مکه مکرمه»، خبرگزاری ابنا(د ابنا خبری آژانس)
  9. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام تقلید در حج»، خبرگزاری تسنیم(د تسنیم خبری آژانس)، «نگاهی به کارکرد بعثه های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب(د انتخاب خبری آژانس).
  10. «مروری بر شکل‌گیری بعثه مراجع عظام تقلید»، سایت مباحثات(د مباحثات ویب پاڼه).
  11. نعمتی، قاموس الحرمین الشرفین، ۱۴۱۸ق، مخ۷۳.
  12. «اساسنامه حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت». مرکز پژوهش های مجلس شورای اسلامی(د اسلامي شورا مجلس څېړنیز مرکز).
  13. «اساسنامه حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت». مرکز پژوهش های مجلس شورای اسلامی(د اسلامي شورا مجلس څېړنیز مرکز).
  14. «آشنایی با بعثه حج»، روزنامه همشری (د همشهري ورځپاڼه).
  15. «سازمان حج و زیارت در ۸ سال گذشته و ۴ سال پیش‌ رو»، خبرگزاری فارس(د فارس خبري آژانس).
  16. «آشنایی با بعثه حج»، روزنامه همشری(د همشهري ورځپاڼه).
  17. «آشنایی با بعثه حج»، روزنامه همشری(د همشهري ورځپاڼه).
  18. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ټوک۱۳، مخ۳۷.
  19. «تبیین وظایف شرعی زائران و بیان احکام و مناسک از جمله وظایف بعثه است»، حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت (د حج او زیارت په چارو کې د ستر رهبر د استازیتوب برخه).
  20. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب(د انتخاب خبري آژانس).
  21. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب (د انتخاب خبري آژانس).
  22. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب (د انتخاب خبري آژانس).
  23. «»برخی از سیاست های کلان بعثه مقام معظم رهبری در حج امسال تشریح شد»؛ حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت؛ «اساسنامه حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت» مرکز پژوهش های مجلس شورای اسلامی.(د اسلامي شورا مجلس څېړنیز مرکز)
  24. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب(د انتخاب خبري آژانس)؛ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ټوک۱۰، مخ۶۲.
  25. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب.(د انتخاب خبري آژانس)
  26. نواب، «نگاهی به فعالیت‌های دفتر نمایندگی بعثه مقام معظم رهبری در ایام عمره در عربستان»، مخ۸۰.
  27. «اساسنامه حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت»، مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی (د اسلامي شورا مجلس څېړنیز مرکز).
  28. «اساسنامه حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت»، مرکز پژوهش های مجلس شورای اسلامی (د اسلامي شورا مجلس څېړنیز مرکز).
  29. «نگاهی به کارکرد بعثه‌های مراجع عظام شیعه در حج»، خبرگزاری انتخاب؛ «نگاهی به کارکرد بعثه های مراجع عظام تقلید در حج»، حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت(د حج او زیارت په چارو کې د ستر رهبر د استازیتوب برخه).
  30. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ټوک۱۳، مخ۳۷.
  31. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ټوک۱۹، مخ۳۲۱.
  32. «اساسنامه حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت». مرکز پژوهش های مجلس شورای اسلامی (د حج او زیارت په چارو کې د ستر رهبر د استازیتوب برخه).
  33. «بازرسی، چشم های همیشه بیدار در بعثه مقام معظم رهبری»، حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت (د حج او زیارت په چارو کې د ستر رهبر د استازیتوب برخه).
  34. نواب، «نگاهی به فعالیت‌های دفتر نمایندگی بعثه مقام معظم رهبری در ایام عمره در عربستان»، مخ۸۴.
  35. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ټوک۱۰، مخ۶۲.

سرچينې