منځپانگې ته ورتلل

د ګوتۍ اغوستل

د wikishia لخوا
دا مقاله د ګوتې اغوستلو دود او د هغې احکامو په اړه ده. د ګوتې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، ګوتۍ وګورئ.



د ګوتې اغوستل یا تَخَتُّم د د پیغمبر اکرم(ص) له سنتونو څخه یو سنت دی او د مومن نښه ګڼل کیږي، چې په ډیرو احادیثو کې پرې ټینګار شوی دی.

له فقهي نظره، دا سنت ځینې احکام لري. له هغو ځینې، د عقیقې حلقه اغوستل، په ځانګړې توګه د لمانځه پرمهال، مستحب دي. خو د سړو لپاره د سرو زرو حلقه اغوستل حرام ګڼل کیږي او لمونځ باطلوي. همدارنګه، د هغه ګټۍ اغوستل د خدای نوم یا د قرآن کریم آیتونه پرې کښل شوي وي د استنجا او کوروالۍ په وخت کې مکروه دي. د مُحرم کس لپاره د ښکلا په نیت د ګوتو اغوستل حرام دي.

مقام او اهمیت

د ګوتۍ اغوستل د پیغمبر اکرم(ص) له سنتو څخه یو دي، چې د روایتونو له مخې د مومن[۱] او شیعه[۲] نښه ګڼل کیږي. په وسائل الشیعه کتاب کې، د دې سنت د اهمیت او آدابو په اړه له ۸۰ څخه ډیر روایتونه راټول شوي دي.[۳]

په دې موضوع په اخلاقي سرچینو لکه حلیة المتقین کې هم ټینګار شوې دی، او په دې پورې اړوند احکام په فقهي کتابونو کې ذکر شوي دي.[۴]

فقهي احکام

د طهارت په باب کې: د اِستنجا په وخت کې هغه ګوتۍ په ګوته کول چې د خدای نوم، د قرآن آیتونه[۵] یا د څوارلسو معصومینو نومونه[۶] ورباندې وي، مکروه دي. خو که چیرې د دې نومونه د ناپاکۍ سبب کیږي، نو بیا یې اغوستل حرام دي.[۷] همدارنګه، د اودس په وخت کې، د اوبو رسیدلو لپاره، د حلقې ښوځول مستحب دي، او که اوبه ترې لاندې نه رسیږي، نو باید لرې شي.[۸]

محمد تقي بهجت، یو شیعه مذهبي مشر، د ګوتۍ سره لمونځ کوي

د صلاة په باب کې: د لمانځه په وخت کې د عقیق حلقه اغوستل مستحب دي،[۹] مګر د نارینه وو لپاره د سرو زرو حلقه اغوستل - د لمانځه په وخت کې او په بل وخت کې - حرام دي[۱۰] او لمونځ باطلوي.[۱۱] همدارنګه، د اوسپنې،[۱۲] پیتل، یا فولادو[۱۳] حلقې اغوستل مکروه دي. د ځینو فقهاوو په وینا، غصب شوې حلقې سره لمونځ کول هم باطل دي.[۱۴]

د حج په باب کې: د ژیړ عقیق حلقه اغوستل د حج د سفر له مستحبانو څخه ګڼل کیږي.[۱۵] د آیت الله خويي د فتوا له مخې، د مُحرم کس لپاره د ښکلا په نیت حلقه اغوستل حرام دي.[۱۶] همدارنګه، د امام خمیني په وینا، واجب احتیاط دا دی چې نجسې ګوټۍ سره حج باطل دی.[۱۷]

د نکاح په باب کې: د محدث بحراني په وینا، د همبستري په وخت کې د هغه حلقې اغوستل چې د خدای نوم یا د قرآن آیتونه ورباندې لیکل شوي وي، مکروه دي.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۴۶۸.
  2. ↑ حر عاملی، هدایة الامه، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۳۷؛ مجلسی، حلیة المتقین، ۱۳۸۸ش، مخ۳۸.
  3. ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۵، ۷۶-۹۹مخونه.
  4. ↑ طباطبایی یزدی، العروه الوثقی(محشی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۳۶۱؛ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ټوک۲، مخ۷۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۸، مخ۲۶۴.
  5. ↑ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ټوک۲، مخ۷۶.
  6. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۷۲.
  7. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۷۲.
  8. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۲۸۷.
  9. ↑ طباطبایی یزدی، العروه الوثقی(محشی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۳۶۱.
  10. ↑ وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۴۱، مخ۵۴.
  11. ↑ عاملی، مفتاح الکرامه، ۱۴۱۹ق، ج۵، ص۴۴۴.
  12. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۸، مخ۲۶۴.
  13. ↑ مجلسی، حلیة المتقین، ۱۳۸۸ش، مخ۳۸.
  14. ↑ علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۱۹۶.
  15. ↑ طباطبایی یزدی، العروه الوثقی(محشی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۴، مخ۳۳۱.
  16. ↑ خویی، موسوعه الامام خویی، ۱۴۱۸ق، ټوک۲۸، مخ۴۵۲.
  17. ↑ خمینی، تحریر الوسیله، نشر دار العلم، ټوک۱، ۴۲۹-۴۳۰مخونه.
  18. ↑ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ټوک۲۳، مخ۱۳۸.

سرچينې

  • بحراني، یوسف بن احمد، الحدائق الناضره فی احکام العتره الطاهره، قم، د اسلامي خپرونو دفتر (د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی)، ۱۴۰۵هـ ق.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، د آل‌البیت(ع) مؤسسه، ۱۴۰۹هـ ق.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، هدایة الامه الی احکام الائمه – منتخب المسائل، مشهد، د اسلامي څېړنو مجمع، ۱۴۱۲هـ ق.
  • خمیني، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، قم، د دارالعلم د مطبوعاتو مؤسسه، لومړی چاپ، بې‌نېټې.
  • خویي، سید ابوالقاسم، موسوعة الامام خویی، قم، د امام خویي د آثارو د احیا مؤسسه، ۱۴۱۸هـ ق.
  • شهید اول، محمد بن مکي، ذکری الشیعه فی احکام الشریعه، قم، د آل‌البیت(ع) مؤسسه، ۱۴۱۹هـ ق.
  • طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فی ما تعم به البلوی (له حاشیو سره)، قم، د اسلامي خپرونو دفتر (د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی)، ۱۴۱۹هـ ق.
  • عاملي، سید جواد بن محمد، مفتاح الکرامه فی شرح قواعد العلامه، قم، د اسلامي خپرونو دفتر (د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی)، ۱۴۱۹هـ ق.
  • علامه حلّي، حسن بن یوسف، تحریر الاحکام الشرعیه علی مذهب الامامیه، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۴۲۰هـ ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷هـ ق.
  • مجلسي، محمدباقر، حلیة المتقین، قم، د مسجد مقدس جمکران خپرونې، ۱۳۸۸هـ ش.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴هـ ق.