منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د یا من ارجوه دعا

د wikishia لخوا
د یا من ارجوه دعا
د دعا او زیارت معلومات
مأثور/غیرمأثورمأثور
څخه صادر شویامام صادق(ع)
شیعه سرچینېاصول کافي، مصباح المتهجد، اقبال الاعمال
ځانګړه لیکنېتحفه رجبیه (د رجبیه تحفه)
وختد رجب میاشت
مشهور دعاګانې او زیارتونه
توسل دعاکمیل دعاندبه دعاسمات دعافرج دعاابوحمزه ثمالي دعاعاشورا زیارتجامعه کبیره زیارتوارث زیارتامین الله زیارتاربعین زیارت


د یا مَنْ اَرْجوه دعا له امام صادق(ع) څخه راغلی ده چې د رجب په میاشته کې يې د لوستلو سپارښتنه شوې ده. په دې دعا کې د انسان د دنیا او آخرت ټول خیر غوښتی شوی او د دنیا او آخرت له ټولو شرونو په آمان کې پاتی کیدل غوښتی شوي دي او دا دعا څو شیعه عالمانو لکه کُلیني، محمد بن عمر کَشّي، شیخ طوسي او سید ابن ‌طاووس نقل کړې ده.

د سید ابن طاووس په نقل، امام صادق(ع) به چې کله دا دعا لوسته، نو خپل ګڅ لاس به یې په ږیره کیښود او د خپل ښي لاس ګوته به یې خوځوله. که څه هم د دې کار د ترسره کولو د وخت په هکله اختلاف دی؛ ځینو ویلي چې د دعا له لومړيو به یې دا طریقه کوله او ځینې وايي چې په اخري جملې کې به یې کوله. ځینو د لاس او ګوتې حرکت د تضرع او اضطرار نښه ګڼلې ده.

د «یا مَنْ اَرْجوه» دعا په بیلا بیلو سرچینو کې د متن او سند په اختلاف سره راغلې ده او په بیلا بیلو وختونو کې یې د لوستو سپارښتنه شوې ده، لکه له ورځنیزو لمونځونو وروسته، د جمعې د مستحبي لمونځونو وروسته.

د دعا ژباړه

د یا من ارجوه دعا متن او ژباړه

د دعا متن د دعا ژباړه
یَا مَنْ أَرْجُوهُ لِکُلِّ خَیْرٍ، وَ آمَنُ سَخَطَهُ عِنْدَ [من] کُلِّ شَرٍّ، یَا مَنْ یُعْطِی الْکَثِیرَ بِالْقَلِیلِ، یَا مَنْ یُعْطِی مَنْ سَأَلَهُ، یَا مَنْ یُعْطِی مَنْ لَمْ یَسْأَلْهُ وَ مَنْ لَمْ یَعْرِفْهُ تَحَنُّناً مِنْهُ وَ رَحْمَةً، أَعْطِنِی بِمَسْأَلَتِی إِیَّاکَ جَمِیعَ [الخیرات] خَیْرِ الدُّنْیَا وَ جَمِیعَ خَیْرِ الْآخِرَةِ، وَ اصْرِفْ عَنِّی بِمَسْأَلَتِی إِیَّاکَ جَمِیعَ شَرِّ الدُّنْیَا وَ [جمیع‏] شَرِّ الْآخِرَةِ، فَإِنَّهُ غَیْرُ مَنْقُوصٍ مَا أَعْطَیْتَ، وَ زِدْنِی مِنْ فَضْلِکَ یَا کَرِیمُ، یَا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِکْرَامِ یَا ذَا النَّعْمَاءِ وَ الْجُودِ، یَا ذَا الْمَنِّ وَ الطَّوْلِ، حَرِّمْ شَیْبَتِی عَلَی النَّارِ.[۱] د ډېر بخښونکي او مهربان خدای په نامه شورو کوم

ای هغه ذاته چې د هر خېر هیله مې هغه ته ده او په هر شر کې یې له غصې امان غواړم ای هغه ذاته چې د لږ په بدل ډېر ورکوې ای هغه ذاته چې هر هغه چاته یې عطا کوې چې له تا غواړي ای هغه ذاته چې هر هغه چاته یې هم عطا کوې چې نه یې له تا غواړي او نه دې پيژني، د نعمتونو د بخښنې او مهربانۍ له سببه ماته عطا کړه د هغه غوښتې په خاطر چې له تا مې کړې ده د دنیا ټول خېر او د اخرت ټول خېر او له ما لرې کړه د هغه غوښتې په خاطر چې له تا مې کړې ده د دنیا ټول شر او د اخرت شر ځکه کوم څه چې ته ورکړې هغه کم نه وي او اې بزرګواره له خپل فضله ماته زیات کړه ای د جلال او نیکۍ څښتنه ای د نعمتونو او بخښنې څښتنه ای د پیرزونی او عطا څښتنه زما ږیره په اور حرامه کړه.[۲]

سند

د یا مَنْ اَرْجوه، دعا له امام صادق(ع) راغلې ده چې سید ابن‌طاووس (وفات کال۶۶۴ق)، په اقبال الاعمال کتاب کې نقل کړې ده[۳] او علامه مجلسي یې سند تایید کړی دی.[۴] دا دعا شیعه رجال پوه محمد بن عمر کَشّي، په څلورمې قمري پیړۍ کې هم نقل کړې ده[۵] خو سید ابوالقاسم خویي، د دې سند ضعیف ګڼلی دی؛[۶] خو ځینې د آیت‌ الله خویي نظر نقد کړی دی او د روایت سند یې صحیح ګڼلی دی.[۷]

د دې دعا په یو نقل کې اخري برخه نشته چې «یا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِکْرَامِ» سره شورو کیږي، او دا په الکافي کې هم راغلې ده؛[۸] علامه مجلسي د دې سند ضعیف ګڼلی دی.[۹] او د دې دلیل یې دا ګڼلی چې د سند په لړۍ کې يې ځینې ناپيژندګلو کسان لکه حسین بن عماره و ابی‌ جعفر راغلي دي.[۱۰]

یو بل نقل کې یې عبارتونه بدل دي په مصباح المتهجد کتاب کې چې شیخ طوسي (وفات کال۳۶۰ق) لیکلی دی، راغلې ده.[۱۱] ویل شوي دي چې دا دعا کلیني، کَشّي، شیخ طوسي او سید ابن‌طاووس نقل کړی نو مونږ ته دا ډاډ راکوي چې دا له امام صادق(ع) څخه راغلې وي.[۱۲] همدارنګ هغه ټولو عالمانو چې د دعاګانې اړوند روایات يې نقل کړي دي، دا دعا نقل کړې ده.[۱۳]

د لوستلو وخت

د سید ابن طاووس د نقل مطابق د یا من ارجوه دعا د رجب په میاشته کې سهار او ماښام او له ورځنیزو لمونځونو وروسته ولوستی شي.[۱۴] خو بیا هم، په اصول کافي کتاب کې د کلیني[۱۵] او کشي نقل[۱۶] سره سم د دې د لوستلو لپاره خاص وخت نه دی ټاکلی شوی.

شیخ طوسي په مصباح المتهجد کتاب کې، د جمعې د مستحبو لمونځونو په برخه کې د حاجت د پوره کیدو لپاره یو لمونځ نقل کړی دی چې د هغې په آدابو کې یې دا دعا «یا من ارجوه» نقل کړې ده.[۱۷] همدارنګ دا دعا د جمعې په ورځ چې د ماشوم د غوښتلو لپاره کوم لمونځ ادا کیږي، هغې کې هم نقل شوې ده.[۱۸]

مینځپانګه

د یا من ارجوه په دعا کې دعا کوونکی له خدایه غواړي چې د دنیا او آخرت ټول خیرونه در ورکړي او د دنیا او اخرت ټولې بدۍ دې ترې لری کړي. د دې دعا په شورو او اخر کې، الله تعالی د جود (ورکړې او بخشش) په صفت سره ستایلی کیږي؛ د مثال په توګه د دعا په یوه برخه کې راغلي دي چې الله تعالی په هغه کس هم مهرباني کوي چې له هغه یې غوښته نه ده کړی او هغه یې نه دی پيژندلی.[۱۹] ځینې نقلونو کې د «یا من ارجوه لکل خیر» څځه د تفویض (یعنی ټول کارونه خدای ته سپارل) ګټه اخستې شوې ده.[۲۰]

د یا من ارجوه په دعا کې د لاس او ګوتې حرکت

د شیعو په یو جومات کې د یا من ارجوه په دعا کې د لاس او ګوتې حرکت

د اقبال الاعمال کتاب نقل سره سم، امام صادق(ع) به د «یا من ارجوه» د دعا له شورو څخه بې حرکته و او کله چې به یې د «وَ زِدْنِی مِنْ فَضْلِکَ یا کَرِیم» ولوسته نو بیا به یې کڅ لاس په ږیره کیښود او خپله د اشارې ګوته به یې خوځوله او دعا به یې له سره بیا شورو کړه او تر اخره به یې لوستله.[۲۱] [یادونه۱] شیعه محدث علامه مجلسي، له سید ابن‌طاووس څخه راپور کړی چې دا عمل به یې له «یا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِکْرَام» شورو کاوه او تر اخره به یې ترسره کاوه.[۲۲] شیعه مفسر عبدالله جوادي آملي، د اقبال کتاب د نقل مطابق باوري دی چې امام(ع) به دا عمل د دعا له شورو څخه کاوه.[۲۳] شیخ عباس قمي هم د نقلوي چې دا کار د دعا له شورو څخه ترسره کیږي.[۲۴] محمد علي اسماعیل‌ پور قمشه‌ اي د دې کار کول د دعا له شورو څخه مستحب ګڼلي دي.[۲۵]

جوادی آملي د ګڅ لاس به زنی باندې کیښودل صحیح ګڼي نه په ږیرې باندې او دا یې د اضطرار د نښه په توګه تفسیر کړې ده.[۲۶] د مجمع‌البحرین کتاب لیکوال طریحي، «یَلوذُ بِسَبّابَتِه» عبارت چې په روایت کې راغلی دی[۲۷] د ګوتې حرکت د عجز او تضرع په توګه تفسیر کړی دی[۲۸] او علامه مجلسي ښي او کڅ اړخ ته د ګوتې حرکت سه تفسیر کړی دی.[۲۹] د دې په مقابله کې ځینو دا خبره د اشارې د ګوتې ښکته بره حرکت ورکولو سره تفسیر کړی دی.[۳۰]

ځینې څیړونکي په دې باور دي چې دغه حرکتونه دعا سره د امام صادق(ع) د حال بیانوونکي دي او د دعا د عمل کوم طریقه نه دي.[۳۱] د کشّي د نقل مطابق، امام چې به کله دا دعا لوسته نو لاس به یې په ږیره نه کیښود او لاس ته به یې حرکت نه ورکاوه، بلکې له دعا وروسته به یې لاس په ږیره راکښاوه؛[۳۲] دا هغه حالت دی چې د تضرع او ژړه لپاره تفسیر شوی دی.[۳۳]

شرحې

د سید عبد الحمید بن محمد حسین موسوي په لاس لیکلی شوی د یا من ارجوه د دعا شرحه

په یا من ارجوه دعا باندې ډېرې شرحې لیکلي شوي دي چې ځینې یې دا دي:

فوټ نوټ

  1. ابن طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۶۴۴.
  2. قمی، مفاتیح الجنان، ۱۳۸۸ش، مخ۲۲۹.
  3. ابن‌طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۶۴۴.
  4. مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، مخ۱۶.
  5. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۶۶۷.
  6. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، مخ۲۳۰.
  7. پیشگر، «گونه‌ها، اعتبار و ساختار دعای یا من ارجوه»، مخ۷۰.
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ټوک۴، مخ۵۵۹.
  9. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۲، مخ۴۵۸.
  10. پیشگر، «گونه‌ها اعتبار و ساختار دعای یا من ارجوه»، مخ۶۹.
  11. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ټوک۱، مخ۳۵۳ او مخ۳۵۶.
  12. غفوری‌نژاد، «متن کاوی، اعتبارسنجی و دلالت پژوهی روایات دعای یا من ارجوه لکل خیر»، مخ۵۰.
  13. «شرح دعای ماه رجب»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی.(د آیت‌الله مکارم شیرازي د دفتر د خبررسانۍ وېبپاڼه)
  14. ابن‌طاووس، إقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۶۴۴.
  15. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ټوک۴، مخ۵۵۹.
  16. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۶۶۷.
  17. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ټوک۱، مخ۳۵۳ او مخ۳۵۶.
  18. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ټوک۱، مخ۳۷۸.
  19. ابن طاووس، إقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۶۴۴.
  20. «شرح دعای ماه رجب»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی(د آیت‌الله مکارم شیرازي د دفتر د خبررسانۍ وېبپاڼه).
  21. ابن‌طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۶۴۴.
  22. مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، مخ۱۶.
  23. جوادی، درس خارج فقه مبحث بیع، ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۰ش، مدرسه فقاهت.
  24. قمی، مفاتیح الجنان، ۱۳۸۸ش، مخ۲۲۹.
  25. اسماعیل‌پور قمشه‌ای، الدلائل الظاهرات، ۱۳۹۴ش، ټوک۲، مخ۱۲۰.
  26. جوادی، درس خارج فقه مبحث بیع، ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۰ش، مدرسه فقاهت.
  27. ابن‌طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۶۴۴.
  28. طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ټوک۳، مخ۱۸۸.
  29. مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، مخ۱۶.
  30. پیشگر، «گونه‌ها، اعتبار و ساختار دعای یا من ارجوه»، مخ۷۰.
  31. پیشگر، «گونه‌ها، اعتبار و ساختار دعای یا من ارجوه»، مخ۷۰.
  32. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۶۶۷.
  33. پیشگر، «گونه‌ها، اعتبار و ساختار دعای یا من ارجوه»، مخ۷۱.
  34. آقابزرگ تهرانی، الذریعة،‌ دار الاضواء، ج۱۳، ص۲۴۸؛ عقیقی بخشایشی، طبقات مفسران شیعه، ۱۳۸۷ش، مخ۷۹۷.
  35. صفره، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۵ش، مخ۲۴۰.
  36. حبیب‌آبادی، مکارم الآثار، ۱۳۶۲ش، ټوک۳، مخ۷۵۲.
  37. صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه، ۱۳۸۲ش، مخ۳۲۲.
  38. صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه، ۱۳۸۲ش، مخ۳۲۳.
  39. صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه، ۱۳۸۲ش، مخ۳۲۳.
  40. صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه، ۱۳۸۲ش، مخ۳۲۳.
  41. مهدوی، اعلام اصفهان، ۱۳۸۶ش، ټوک۴، مخ۱۸۳.
  42. «کتابشناسی تحفه رجبیه»، سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران( د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي کتابتون او اسنادو اداره).

سرچينې

  • آقابزرګ تهراني، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، راټولونکی: احمد بن محمد حسیني، بیروت، دار الاضواء، بې‌نېټې.
  • ابن‌طاووس، علي بن موسی، إقبال الأعمال، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۹ق.
  • اسماعیل‌پور قمشه‌ای، محمدعلي، الدلائل الظاهرات، تهران، رایا فرهنګ، ۱۳۹۴ش.
  • پیشګر، امید، «گونه‌ها اعتبار و ساختار دعای یا من ارجوه (د “یا من أرجوه” دعا د اعتبار ډولونه او جوړښت)»، په مبلغان مجله کې، ګڼه ۲۲۵، د ۱۳۹۶ش د کب او د ۱۳۹۷ش د وری شمېرې.
  • جوادي، عبدالله، صادقیه درس خارج فقه مبحث بیع، ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۰ش (د فقه خارج درس (د بیع مبحث – صادقیه)، د ۱۳۹۰ش د غبرګولي ۱۱) ، د فقاهت مدرسه، د لیدنې نېټه: ۲۳ سلواغه ۱۳۹۹ش.
  • حبیب‌آبادي، محمدعلي، مکارم الآثار در احوال رجال دوره قاجار (مکارم الآثار د قاجار د دورې د رجالو په احوالو کې)، اصفهان، کمال، ۱۳۶۲ش.
  • خویي، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، قم، د اسلامي فرهنګ د خپرونې نړیوال مرکز، ۱۳۷۲ش.
  • «شرح دعای ماه رجب» (د رجب د میاشتې د دعا تشریح)، د آیت‌الله مکارم شیرازي د دفتر د خبررسانۍ وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۷ کب ۱۳۹۷ش، د لیدنې نېټه: ۲۷ سلواغه ۱۳۹۹ش.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، مصباح المتهجد و سلاح المتعبّد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعة، ۱۴۱۱ق.
  • صدرایي خویي، علي، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه (د شیعه د حدیث او د حدیث د علومو د خطي نسخو لړلیک)، قم، د دارالحدیث علمي ـ فرهنګي مؤسسه، د چاپ او نشر اداره، ۱۳۸۲ش.
  • صفره، حسین، تاریخ حدیث شیعه در سده‌های دوازدهم و سیزدهم هجری (د دولسمې او دیارلسمې هجري پېړۍ کې د شیعه حدیث تاریخ)، قم، د دارالحدیث علمي ـ فرهنګي مؤسسه، د چاپ او نشر اداره، ۱۳۸۵ش.
  • عقیقي بخشایشي، عبدالرحیم، طبقات مفسران شیعه (د شیعه مفسرانو طبقې)، قم، د نوید اسلام د نشر دفتر، ۱۳۸۷ش.
  • غفوري‌نژاد، محمد، «متن کاوی، اعتبارسنجی و دلالت پژوهی روایات دعای یا من ارجوه لکل خیر» (د “یا من أرجوه لکل خیر” دعا د روایتونو متن‌پېژندنه، اعتبارسنجي او دلالتي څېړنه)، په علوم حدیث علمي فصلنامه کې، د خپرېدو نېټه: ۱۱ تله ۱۳۹۹ش، د لیدنې نېټه: ۲۳ سلواغه ۱۳۹۹ش.
  • قمي، عباس، مفاتیح الجنان، ژباړه: حسین انصاریان، قم، دار العرفان، ۱۳۸۸ش.
  • «کتابشناسی تحفه رجبیه» (د تحفه رجبیه کتاب‌پیژندنه)، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي کتابتون او اسنادو اداره، د لیدنې نېټه: ۲۴ سلواغه ۱۳۹۹ش.
  • کشي، محمد بن عمر، اختیار معرفة الرجال، تصحیح: محمدباقر بن محمد میرداماد، لنډوونکی: محمد بن حسن طوسي، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۰۴ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، د دارالحدیث په تصحیح، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۹ق.
  • مجلسي، محمدباقر بن محمدتقي، زاد المعاد، تحقیق او تصحیح: علاءالدین اعلمي، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۲۳ق.
  • مجلسي، محمدباقر بن محمدتقي، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تحقیق او تصحیح: سید هاشم رسولي محلاتي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۴ق.
  • مهدوي، مصلح‌الدین، اعلام اصفهان (د اصفهان اعلام)، تحقیق او تصحیح: غلام‌رضا نصراللهي، اصفهان، د اصفهان ښاروالۍ فرهنګي ـ تفریحي اداره، ۱۳۸۶ش.