د پیغمبرانو عصمت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د پیغمبرانو د عصمت په اړه ده. د امامانو د عصمت او د عصمت له مفهوم سره د آشنا کیدو لپاره، د امامانو دعصمت او د عصمت مدخل وګورئ.

د پیغمبرانو عصمت د هر ډول ګناه، کرکیجني او بدې کولو څخه د پیغمبرانو پاکتیا ده. د پیغمبرانو عصمت د ټولو ادیانو یو له عام اصولو څخه دی؛ مګر د هغه څرنگوالي او مراتبو په اړه اختلاف شتون لري. د مسلمان پوهانو د پیغمبرانو مصئونیت له شرک، کفر ، او د وحي په ترلاسه کولو او ابلاغ کولو کې موافق دي؛ مګر دوی د نورو ګناهونو څخه د دوی عصمت په اره، او همدارنګه په ورځني چارو کې د تیروتني څخه د دوی عصمت په اړه موافق ندي. د دوی د زیاترو په وینا، پیغمبران پدې دوه برخو کې هم معصوم دي. د پیغمبرانو د عصمت سرچینې، د خدای فضل یا د دوی د اطاعت او ګناه په اړه د قوي پوهې له امله ده، کوم چې لومړی د ښوونې وړ ندي او دوهم یې د شهوت له امله نه ماتېږي.

په قرآن کې، د پیغمبرانو له عصمت څخه په ښکاره ډول نه ده ویل شوې؛ مګر مفسرینو د ځینې آیاتو تر لاندې؛ د عصمت په اړه، لکه د بقره سوری تر ۳۶ آیت، د جنت څخه د آدم او حوا د بهر کولو په اړه خبرې کړي. د اسلامي متکلمانو د پیغمبرانو عصمت د ثابتولو لپاره له عقلي دلیلونه لکه د اعتماد دلیل کارولي دي. پدې برخه کې، دوی د قرآن آیتونه هم یادوي، پشمول د حشر سوری له اووم آیت څخه. د پیغمبرانو د عصمت مخالفینو، د قران آیتونه روایت کړي چې د ټولو پیغمبرانو یا د هغوی د ځینو د نه منلو په اړه د پوښتنې تر لاندی کیښیږی. په ځواب کې، ویل کیږي چې دا آیتونه متشابه دي او باید محکم آیتونو ته په اشارې سره تشریح او تفسیر شي. همداسې د پیغمبرانو عصمت د سمون نه لرونکي آیات، په غورنې او اولی پریښودل تفسیر شوی دی. کوم چې د تیروتنیدي او ګناه دودیز معنی سره توپیر لري.

مفهوم پیژنه

د پیغمبرانو عصمت د هر ډول کرکیجني او بدی کولو څخه د پیغمبرانو پاکتیا په معنی دی. [۱] د پیغمبرانو عصمت یوه خپلنۍ او کورني ځواک ګنلی ده چې دوی د تیروتنی کارونو او ښو کارونو تر مینځ په روښانه ډول توپیر کوي. [۲] په اسلامي کلتور کې، د پیغمبرانو د عصمت مفهوم د څرګندولو لپاره له ټکي څخه؛ لکه تنزیه [یادونه۱] توفیق، صدق او امانت مفهوم، هم کارول شوي دی. [۳]

موقعیت او ارزښت

د وحی په برخه کې د پیغمبرانو عصمت، د ټولو الهي ادیانو یو له عام او مڼل شوی اصولو څخه ګنل کیږي؛ [۴] هرڅو، د دیني عالمانو په ځانګړی ډول د متکلمانو تر منځ دهغه څرنگوالي او مراتب په اړه اختلاف شتون لري. [۵]

ځینې پدې باور دي چې د پیغمبرانو عصمت د اسلام له پیل څخه راهیسې د مسلمانانو په منځ کې دود شوې ده. د مثال په توګه؛ راپور ورکړ چې د اسلام د پیغمبر(ص) په نمانځنه کې لومړی خلیفه هغه له تیروتني څخه معصوم بولي ده. [۶] دا هم راپور ورکړل شوی چې امام علي(ع) د پیغمبرانو د دریځ تشریح کولو لپاره د عصمت کلمي کارولې ده. [۷] په دغه حال کی، ځینې رون اندانو پدې باور دي چې د نورو کلامي ټکو او اصطلاح گاني په څیر، د عصمت اصطلاح کارول، دا د کلام علم وروسته پورې اړه درلوده او د امام صادق(ع) امامت مهال کې ورسیږي. [۸] په قرآن کې په ښکاره ډول د پیغمبرانو له عصمت څخه یادونه نه شوي؛ [۹] مګر مفسرینو د قرآن څخه د ځینی آیتونو په تفسیر کې په ګوته کړې. د بقره سوره ۳۶ آیت، [۱۰] د اعراف سوره ۲۳ آیت او طه سوری یوه سوه یوه ویشتم آیت د آدم او حوا کیسه او د شیطان سره د دوی چلند په اړه، د آل عمران سوری ۳۳ آیت د ځینو پیغمبرانو غورتیا په اړه خبرې کوي، د نجم سوره له دریم څخه تر پنځم پورې آیتونه، د دې حقیقت په اړه چې د اسلام پیغمبر(ص) د وحی په رڼا خبرې کوي، نه د خپل هوا او لیوالتیا څخه، له دې آیتونو څخه دی. [۱۱]

پراختیا

د پیغمبرانو عصمت په څو مرحلو او مرتبي کې ښودل شوې، کوم چې په سمبال سره دي: د شرک او کفر څخه عصمت، د وحی په ترلاسه کولو او ابلاغ کولو کې مصئونیت، د کبیره او صغیرې ګناه څخه مصئونیت او په ورځني چارو کې له خطا او تیروتني څخه معافیت. د جعفر سبحاني په وینا؛ د مسلمانو متکلمان په لومړي او دوهم مرتبو کې موافق دي. [۱۲] ټول پدې باور دی چې پیغمبرانو د نبوت دمخه او وروسته شرک یا کفر نه دی کړی. [۱۳] همداسې د شیعه او اهل سنت عالمان پدې باور دي چې پیغمبران د قصدي خیانت،[۱۴] سهو او خطا[۱۵] د وحی په ترلاسه کولو او ابلاغ کولو کې خوندي دي. د دی په منځ کې قاضي عبدالجبار، د قمري کال په پنځمه پیړۍ کې د معتزلیانو مشر، د نبوت په تبلیغ کې سهوی کذب، جایز ګني. [۱۶]

په دریم مرتبي کې هم د شیعه پوهانو تر منځ توافق شتون لري؛ [۱۷] د دوی په اند کې، پیغمبران له هر ډول صغیره او کبری ګناه څخه معصوم دي. [۱۸] د سهوی صغیره ګناه کولو یوازینۍ شیخ مفید جایر ګنلي ده، کوم چې د خِفت‌طَبع لامله نه وی او د بعثت د مخه وی. [۱۹]

څلورم مرتبی، دا په ورځني چارو کې د غلطۍ څخه مصئونیت، د ډیری شیعه پوهانو لخوا منل شوی او دوی وايي چې په انفرادي او ټولنیزو چارو کې د پیغمبرانو وینا او کړنې هم له خطا او تیروتني څخه خوندی دي؛[۲۰] البته، شیخ صدوق، د ذولشمالین روایت پر بنسټ، [۲۱] سهو النبی کې ومنله او په انفرادي او ورځني چارو کې د تیروتنی څخه د پیغمبرانو عصمت کې باور لرل، غلو او تفویض بولی ده. [۲۲] د پیغمبر(ص) د سهو په اړه د اصول کافي په کتاب کې هم ځینی روایتونه راوړل شوي دي. [۲۳] په مقابل کې، علامه شعراني د شیخ صدوق ادعا په وړاندې کې باور لري چې د پیغمبر(ص)ټول کارونو تبلیغ ګنل کیږي، او که د پیغمبر(ص) په ورځني چارو کې سهو وي، د دین په ترویج کې به د سهو احتمال هم شتون ولري، او دا د عصمت موخی سره مخالف دی. همداسې د هغه په وینا؛ مسلمانانو هم په هغه څه تمرکز کوي چې پیغمبر(ص) کړی دی، حتی که هغه یوځل کړی وي. [۲۴]

علامه طباطبایي، د ځانګړي الهی فضیلت له امله د اسلام پیغمبر(ص) په استثنا سره باور لري چې هغه شیان چې د خلکو وحی او لارښود پورې تړاو نلري د عصمت له بحث څخه بهر دي. د هغه په وینا؛ د قرآن د آیتونو له مخې، پیغمبرانو په خپلو ورځني چارو کې غلطي او تیروتنی کړې چې ځینې یې دي: د آدم هيرېدل د هغه د تړون په اړه، د نوح غوښتنه د خپل زوی له طوفان څخه چی وژغوري شی، د یونس غوصی سره وتل د هغه خلکو څخه او د بنی اسراییلو د خوسکی نمانځنی وروسته د هارون په اړه د موسی غلط قضاوت کول. [۲۵]

د پیغمبرانو عصمت له واک سره مخالفت نه لرل

یوه ډله پدې باور ده چې عصمت او واک په ټکر کې دی. ځینو د پیغمبرانو عصمت یی رد کړې او نورو دې پایلې ته رسیدلي چې د پیغمبرانو عصمت جبری ده. [۲۶] د وروستي ډلې یو دلیل دا دی چې سړی د غلطۍ او ګناه سره مخ دی او هرڅومره چې هغه هڅه کوي په ځینو حالاتو کې یوه غلطي کوي. نو کله چې یو انسان د عصمت کچې ته لاسرسی وموندی نو دا د بهرني عوامل د جبر له امله دی. دوی د قران آیتونو ته د پیغمبرانو د جبری عصمت په ثابتولو کې هم پام کری دي. [۲۷]

د دې آیتونو په مینځ کې د ص سوری ۴۶ آیت دی، په کوم کې چې د «اخلصناهم» (هغوی کې خالص کړې یو) جملی چې د پیغمبرانو په قضیه کې کارول کیږي. همداسې د تطهیر آیت له مخې خدای یوازې ځینې انسانان له ګناه څخه پاک کړي دي. [۲۸]

په مقابل کې علامه طباطبایي وویل چې خدای(ج) پیغمبرانو ته د ګناه ننه د پوهیدو لپاره پوهاوی ورکړې. له همدې امله دوی د ګناه د کرکیجني د پوهاوي له امله گناه نه کوي، نه د جبر له لارې. هغه د پیغمبرانو پوهه د یو انسان پوهاوی ته د مسموم خواړو ته ورته کړه، کوم چې هغه د زهرجن خواړو له خوړلو څخه مخه ونیوله. [۲۹]

جعفر سبحاني دا هم لیکلي چې د عصمت دریځ د خدای له ارادی څخه، معصوم برخی ته کیږي، او ځینې آیتونه په ډالۍ تیا کی ټینګار کوي؛ مګر د عصمت مقام لپاره سریزی د غوښتنو په هڅه او مبارزه سره ترلاسه کیږي. له همدې امله دا اختیار سره راټول کیدی شي. [۳۰]

دلایل

د پیغمبرانو د عصمت دلیلونه په دوه څانگوو ویشل شوي دي: عقلي او نقلي

عقلي دلیلونه

د پیغمبرانو د عصمت لپاره ترټولو مهم دلیل د خلکو باور ترلاسه کول دي. [۳۱] د دې دلیل پراساس چې دا د «د باور کول دلیل»(دلیل اعتماد)، گنل کیږی[۳۲] که چیرې د پیغمبرانو عمل د دوی وینا سره سمون ونلري، نو خلک به مشرتابه یې ونه مني.[۳۳] بل عقلي دلیل د رسالت نقض‌ِغرضِ(د موخه پروراندې کول)ده. دوی ویلي دي چې که پیغمبرانو ګناه وکړي، آیا موږ باید دوی تعقیب کړو یا نه؟ که موږ تعقیب کړو، نو د نقض غرض پیښیږی؛ ځکه چې پیغمبران د لارښود لپاره راغلي دي. نو د پیغمبرانو پیروی نکول د رسالت شاءن او وقار هم سپکاوی کړي. [۳۴]

نقلی دلیلونه

په نقلی دلیلونه د قرآن آیتونه او روایاتو شامل دي. د مفسرینو د قرآن د څو آیتونه د پیغمبرانو د عصمت به ګوته کوي. علامه طباطبایی د نساء سوری ۶۴، ۶۹ و ۱۶۵، د انعام سوره ۹۰ آیت، او د کهف سوره ۱۷ آیت دې آیتونو څخه بولی.[۳۵]

د کهف سوری په ۱۷آیت وايي: «هر څوک چې خدای لارښود کړي، هغه به لارښود شی.». د علامه طباطبایي په وینا؛ دا آیت د لارښود شوی کسانو څخه هردول بی لارۍ ردوي، او څنګه چې کومه ګناه یو ډول بی لاری دی، نو دا په ګوته کوي چې پیغمبران هیڅ ګناه نه کوي. [۳۵] په بې شمیره روایاتو د پیغمبرانو د عصمت په قطعی دول ټینګار کړی دی. [۳۷] د دوی په مینځ کې د امام باقر(ع) لخوا روایت دی چې وايي:« انبیا ګناه نه کوي؛ ځکه چې هرڅوک بې ګناه او پاک دی، او دوی کوچنۍ یا لویه ګناه نه کوي.» [۳۸]

نیوکه او ځوابونه

د پیغمبرانو د عصمت مخالفینو د پیغمبرانو عصمت رد کړې، د قران ځینې آیتونه او ځینې روایاتو استناد کړه.

د الهي ژمنې نهیلی او شک

د پیغمبرانو د عصمت انکار کونکي، د دی آیت «حَتَّیٰ إِذَا اسْتَیأَسَ الرُّ‌سُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ کُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُ‌نَا فَنُجِّی مَن نَّشَاءُ...؛ تر هغه چې د [ز موږ] لیږونکي نهیلی شوي او [خلکو] فکر کاوه چې دوی ته واقعا درواغ ویل شوي، زموږ مرسته دوی ته راغله...» [۳۹] د پیغمبرانو نهیلی د الهی ژمنې ته استدلال کړی او د دوی د عصمت د انکار لپاره یې د دلیل په توګه استدلال کړی دی؛ ځکه چې د «وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ کُذِبُوا» ځکه د دی ټکي اړتیا دا ده چې پیغمبرانو فکر کاوه چې خدای دوی ته د نصر په اړه درواغ ویلي دي. [۴۰]

د دې شبهه په ځواب کې علامه طباطبایي په «ظنّوا» تکو کې د نومځړی موخه خلکو ته په پام کې نیولی، نه پیغمبران. پدې حالت کې، د آیت معنی په لاندې ډول ده: د پیغمبرانو بلنه نه منلو کې د خلکو ضعف د پیغمبرانو د نا امیدۍ لامل شوی، او خلکو فکر کاوه چې د عذاب ژمنه درواغ وه. [۴۱] [یادونه۲] آیت الله سبحاني په آیت کې ټول ضمیرونه(نومځریو) پیغمبرانو ته راجع کړل او باور لری چې؛ پیغمبرانو فکر نه کاوه چې خدای دوی ته درواغ ویلي دي؛ مګر د دوی وضعیت داسې ډوله وه چې نورو د دې پیغمبرانو په اړه داسې نظر درلود. [۴۲]

په پیغمبرانو د شیطانی القائات لار موندل

د آیت له ظاهر څخه «وَمَا أَرْ‌سَلْنَا مِن قَبْلِک مِن رَّ‌سُولٍ وَلَا نَبِی إِلَّا إِذَا تَمَنَّیٰ أَلْقَی الشَّیطَانُ فِی أُمْنِیتِهِ فَینسَخُ الله مَا یلْقِی الشَّیطَانُ...؛ و مخکې لدې تاسو [هم]موږ هیڅ پیغام ورکونکي یا پیغمبران نه لیږو پرته لدې چې کله یو څه تلاوت وکړ، شیطان به د هغه په تلاوت کې [د شبهه] القا وکړ. نو خدای به هغه څه له مینځه یوسي چې شیطان یې هڅولی او القا وکړه» [۴۳] د پیغمبرانو د عصمت انکار کولو د اعتماد اخیستل لپاره کارول شوي دي؛ [۴۴] ځکه چې د آیت د منځپانګه له مخې، شیطان د پیغمبرانو په افکارو، ژبه او غوښتنو کې مداخله وکړه؛ مګر خدای هغه څه له مینځه وړي چې شیطان یې القاء کړی و. [۴۵] د غرانیق افسانې د دا نظر موءیید ګنل کیږي. [۴۶]

د آیت منحپانکه دغسی تفسیر کول [۴۷]د نورو آیتونو سره مخالف دی چې شیطان د خدای د بندگانو په ارادې او پریکړو کې هیڅوک مداخله نه کوي، او په حقیقت کې د خدای د بندگاتو روښانه مثال، د خدای(ج) رسولان دی. [۴۸] ځینې د شیطان د مداخلی څنګتیا، د خلکو پاڅون او د پیغمبرانو سره مخالفت کول گنیي، کوم چې پیغمبرانو ته د پلانونو او پریکرو(د الهی دین خپرول او د خلکو لارښود) ترلاسه کولو کې ناکام کوی. [۴۹] د شیطان مداخلې د تاثیراتو ورکیدل هم د الهی نصرت معرفي کړیده [۴۰]

د ټولو خلکو ګناه کارول حتی پیغمبران

په دغه آیت کې ویل کیږي: «وَلَوْ یؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَ‌ک عَلَیهَا مِن دَابَّةٍ...؛ او که خدای خلک ته د ظلم[په سزا کې] موءاخذه وکړي، نو به په ځمکه کې یو جانداره‌ نه پریږدي ...» [۵۱] ظلم، ټولو خلکو ته منسوب دی او د ظلم موخه هماغه معصیت (ګناه) دی؛ نو آیت په ګوته کوي چې ټول خلک، د پیغمبرانو په ګډون، ګناهکار دي. [۵۲]

په ځواب کې، فخر رازي وویل چې ټول خلک مظلوم نه دي، د ځینی آیاتو پر استناد لکه د فاطر سوری ۲۳ آیت؛ بلکه د دی آیت د«الناس»کلمې موخه یا ټول ظالمین دی چې د عذاب مستحق گنل کیږی، یا هغه مشرکانو چې په تیرو آیتونو کې یې په اړه خبرې شوی و. [۵۳] د علامه طباطبایي په وینا؛ په آیت کې د ظلم موخه عام دی؛ پشمول د ګناه او لومړي پریښود، او لومړی پریښود ممکن د پیغمبرانو لخوا صادر شي. [۵۴]

د ځینې پیغمبرانو د عصمت سره مخالف آیاتو

د قرآن د ځینو آیتونو ظهور د ځینې پیغمبرانو لکه: آدم(ع)،[۵۵] نوح(ع)،[۵۶] ابراهیم(ع)،[۵۷] موسی(ع)،[۵۸] یوسف(ع)،[۵۹] یونس(ع) او [۶۰] د اسلام پیامبر(ص)[۶۱] معرفی کریده.[۶۲] آیت الله سبحاني د پیغمبرانو د عصمت ترټولو مهم شکونه او د مخالفینو په پام کې نیولی دی آیتونه گنی. [۶۳] احمد امین مصری د ورته آیتونو پر استناد [۶۴]، د پیغمبرانو عصمت، له کبیره او صغیره ګناه څخه له نبوت مخکې او روسته، مبالغه کولو او د قرآن د آیتونو سره څرګند مخالفت بولی. [۶۵]

عمومي ځوابونه

مفسرینو تول هغه آیتونه چی د پیغمبرانو د عصمت سره مطابقت نه لري د څیرنې تر لاندی کښیدلی ده او په اړوندو شکونو یې نیوکه کړې؛ [۶۶] مګر عمومي ځوابونه هم وراندی شوي، پشمول د: د پیغمبرانو د عصمت په اړه بیان شوی آیتونو محکمات آیات دی او په ظاهر کې د عصمت مخالف آیاتو متشابه آیتونه دي چې باید د محکم آیتونو ته په رناکې سره تشریح او تفسیر شي. [۶۷] که چیرې د ټاکلي او قطعی دلایلو د وړتیاو سره مخالف دلیل شتون ولري، باید چی ترحدڅنگ ایښودل شي یا په تاء ویل کیدې یوړل شي؛ له همدې امله، هغه آیتونه چې ظاهرا د پیغمبرانو د عصمت سره مطابقت نلري باید تاویل ته یوړل شي. [۶۸]

که موږ د پیغمبرانو لپاره د غورتیا پریښودل جایز گنو، نو ټول آیتونه چې د پیغمبرانو له عصمت سره موافق ندي په لومړي پریښودل یا غورتیا پریښودل به ترسره شي؛ مګر که موږ دی ته اجازه ورنکړو، دا باید وویل شي چې دغسې د مصلحت وړ دی، کوم چې موږ نه پوهیږو، لکه د موسی او خضر کیسه. [۶۹] په ځینو روایاتو کې، د پیغمبرانو د عصمت په اره هغه آیتونه چې گمان پیښيږی انکار شوه، ذکر شوي او ځواب ورکړل شوي دي؛[۷۰] په شمول؛ د امام رضا(ع) د ماءمون په ناسته کې د ادیانو عالمانو او مختلف فرقه گاني پیروان په شتون سره، یو چا د علي بن جهم په نوم وپوښتل چې آیا تاسو د پیغمبرانو په عصمت باور لرئ؟ امام رضا(ع) وویل: هو. بیا علي بن جهم د آیتونو تفسیر کولو څرنګوالي په اړه لکه د طه سوری ۱۲۱ آیت، د انبیاء سوره ۸۷ آیت او د یوسف سوره ۲۴ آیت پوښتنه وکړه چې امام رضا(ع) پداسې حال کې چې پیغمبرانو ته له ناوړه نسبت ورکولو او له تفسیر به راءی څخه منع کوي او د قرآن آیتونه تفسیر کړي، د هر آیت سم تفسیر ویل شوی و. [۷۱]

د موسی لخوا د قبطي سړی وژنه

موسی(ع)، دوه سړي ولیدل، چې یویی د هغه له پیروان او بل یی مصري سری و، دوی سره ښکیل وو، هغه سړی چې دهغه له پیروانو څخه و د مرستې لپاره غوښتنه وکړه، موسی قبطي سړی ته د هغه د خوشې کولو لپاره د سوک سره وواهه، کوم چې د هغه د مړینی لامل شو. [۷۲] له هغې وروسته، موسی(ع) وویل: «دا د شیطان عمل دی» [۷۳] او «خدای ما خپل ځان ظلم کړی او د خپل بخښنه زما نصیب وکړه». [۷۴]

ځینې پدې باور دي چې دا کیسه یوه نښه ده چې موسی معصوم نه دی؛ ځکه چې که قبطي سړی د وژل کیدو مستحق نه وي، موسی(ع) دهغه د وژل کیدو سره ګناه وکړه[۷۵] او د قران د آیتونو پراساس د خدای څخه د بخښنې غوښتنه وکړه. [۷۶] په مقابل کې، مفسرین پدې باور دي چې د قبطي سړی د وژل کیدو مستحق دی او دا چې د هغه وژنه ګناه نه وه. په دغه حال کی دا د موسی لپاره غوره وه چې د هغه وژنه وځنډوي؛ ځکه چې دا هغه د مصر څخه د وتل او د ځورول لامل شو. دا د موسی د غورتیا پریښودل و او د هغه بخښنه و غوښتل هم د همدی لامله و. [۷۷] ځینې د اهل سنت مفسرین پدې باور دي چې د قبطي وژنه یوه خطایې وژنه و او خطایی وژنه یوه صغیره گناه ده، او موسی د دې گناه ترسره کولو لپاره د بخښنه غوښتلې ده. [۷۸]

کتاب پیژندنه

د پیغمبرانو د عصمت په اړه په ډیری کلامي کتابونه بحث شوي. [۷۹] سربیره پردې، د دی موضوع باندې خپلواکو کتابونه لیکل شوی دی پشمول د:

تنزیه الانبیاء، د سید مرتضی لیکنه(۳۵۵- ۴۳۶ ق) د امامیه فقیه او د څلورم او پنځم پیړۍ عالم، هغه د پیغمبرانو او امامانو(ع) عصمت څیړنه کړه او شکونو، آیتونو او روایتونو ته یې ځواب ووایه چې داسې پریښي چې د پیغمبرانو د عصمت سره مخالفت کوي. [۸۰] دا کتاب د «تنزیه الانبیاء؛ د پیغمبرانو او امامانو د عصمت په اړه قرانې څیړنه" سرلیک لاندې فارسي ته ژباړل شوی دی.

عصمة الانبیاء، د فخرالین رازي په قلم کې (۶۰۶ق)، فقیه، دیني عالم او د اهل سنت مفسر. دا کتاب، چې د شکونو او سپکاوي پروړاندې د الهی پیغمبرانو د ساحت او حریم څخه د دفاع کولو په موخه لیکل شوی و، [۸۱] د پیغمبرانو د عصمت او د دوی د شواهدو په اړه مختلف نظرونو ته له اشاره کولو وروسته،[۸۲] د عصمت مخالفینو د شکونه څیرنه کوي او نقد کوي [۸۳] او په بیلابیلو فصلونو کې د پیغمبرانو برباندې شکونه؛ لکه نوح، ابراهیم، موسی، داوود، سلیمان او د اسلام پیغمبر (ص) طرح او نقد کړیده. [۸۴]

تنزیه الانبیاء عن ما نَسَبَ إليهم حُثالة‌ الاغبیاء، د علي بن احمد(۶۴۰ ق)لخوا لیکل شوی چې د ابن خومیر معروف دی. د شپږم او اوومې قمري پیړۍ د پوهانو څخه. دا کتاب هم د پیغمبرانو د عصمت شکونو او شبهه گاني په ځواب کې لیکل شوی دی [۸۵] او د ځینې پیغمبرانو په اړه شکونه؛ لکه آدم، داوود، سلیمان، موسی، یونس او د اسلام پیغمبر(ص) په اره څیرنه کړې. [۸۶]

د پیغمبرانو د عصمت په اړه نور خپلواک لیکنو شامل دي:

«عصمة الانبیاء فی القرآن الکریم» جعفر سبحانی، «عصمة الانبیاء و الرسل» سیدمرتضی عسکری، «عصمة الانبیاء فی القرآن؛ مدخل الی النبوة العامة» سید کمال حیدری، «عصمة الانبیاء» زین العابدین عبدعلی طاهر الکعبی،‌ «عصمة الانبیاء بین الیهودیة و المسیحیة و الاسلام» محمود ماضی،‌ «مراجعات فی عصمة‌ الانبیاء من منظور قرآنی» عبدالسلام زین العابدین، «نور عصمت بر سیمای نبوت؛ پاسخ به شبهات قرآنی عصمت» جعفر انواری.