د عنکبوت سورې ۶۹ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | عنکبوت سوره |
| د آیت شمېر | ۶۹ (وروستی آیت) |
| جزء | ۲۱ |
| د منځپانګې معلومات | |
| په اړه | د خدای په لاره کې د مجاهدینو لارښوونه او ملاتړ کول |
| اړونده آیتونه | د محمد سوره ۱۷ آیت |
د عنکبوت سورې ۶۹ آیت د عنکبوت سورې وروستی آیت دی چې په کې د الله تعالی له لوري د هغه کسانو د ملاتړ او هدایت یادونه شوې چې د هغه په لاره کې جهاد کوي، او همدارنګه د نېکانو (محسنینو) د مرستې بیان پکې راغلی دی. په دې آیت کې جهاد په پراخ مفهوم تفسیر شوی او د دښمنانو او شیطان پر ضد جهاد، له نفس سره جهاد، او د ديني معارفو د تر لاسه کولو لپاره هڅه پکې شامله بلل شوې ده. د «د الله لارې» عبارت هغو لارو ته اشاره کوي چې انسان الله ته نږدې کوي او د هغه لوري ته یې هدایتوي.
په ځینو روایاتو کې دا آیت پر اهلبیتو(ع) تطبیق شوی، خو دا تفسیر د آیت د مفهوم د محدودولو په معنا نه دی.
مفسرانو د دې آیت په تفسیر کې پر څو ټکو ټینګار کړی، لکه: د جهاد او اخلاص د یوځای کېدو اهمیت، د مجاهدانو له مقامه د نېکانو د مقام لوړوالی، او دا چې پر خپلو زده کړو عمل کول د علم د زیاتېدو سبب ګرځي.
پېژندنه
د عنکبوت سورې د ۶۹ آیت له مخې، الله تعالی هغه کسان هدایت او ملاتړ یې کوي چې د هغه په لاره کې جهاد کوي؛ که څه هم په تفسیر نمونه کې ویل شوي چې د الله په لاره کې ډېرې ستونزې شته، لکه د حق پېژندنه، د شیطانانو وسوسې، او د دښمنانو دښمني.[۱] دا آیت د عنکبوت سورې نچوړ بلل شوی دی[۲] او د همدې سورې د لومړنیو آیتونو د حقایقو تکرار ګڼل شوی دی.[۳]
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ
او هغه کسان چې زموږ په لاره کې یې هڅه او جهاد کړی، موږ به حتماً هغوی ته خپلې لارې وښیو، او بېشکه الله له نېکانو سره دی.
عنکبوت سوره، ۶۹م آیت
ویل شوي چې له محسنینو سره د الله ملګرتیا د هغوی مرسته کول[۴] یا د هغوی په اړه د الهي پاملرنې او رحمت معنا لري.[۵] ځینو مفسرانو دا هم ویلي چې په دې ملګرتیا کې په دنیا کې مرسته، او په آخرت کې ثواب او د ګناهونو بښنه هم شامله ده.[۶]
د الله په لاره کې د جهاد مطلب
د عنکبوت سورې په ۶۹ آیت کې د جهاد د معنا په اړه بېلابېل نظرونه شته دي.[۷] ځینو مفسرانو لکه شیخ طوسي[۸] او طبرسي[۹] جهاد د کافرانو پر ضد جهاد او له نفس سره جهاد بللی دی. علامه طباطبایي[۱۰] او ملا فتحالله کاشاني[۱۱] د شیطان پر ضد جهاد هم ورزیات کړی دی. ځینو نورو ديني عالمانو جهاد د ديني معارفو د تر لاسه کولو او د صالحو اعمالو د ترسره کولو هڅه هم ګڼلې ده.[۱۲] ناصر مکارم شیرازي په دې آیت کې جهاد د الهي اهدافو لپاره هر ډول هڅه ګڼي.[۱۳] علامه طباطبایي د «فینا» کلمه د هر هغه امر کنایه بولي چې په الله پورې تړاو لري، که په عقیده کې وي او که په عمل کې.[۱۴] په تفسیر قمي کې راغلي چې له مجاهدانو څخه مراد هغه کسان دي چې صبر یې کړی او له پېغمبر(ص) سره په څنګ کې یې جهاد کړی دی.[۱۵]
د «لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنا» په عبارت کې «د الله لارې» هغو لارو ته اشاره کوي چې انسان الله ته نږدې کوي او د هغه لوري ته یې هدایتوي؛[۱۶] د علامه طباطبایي په وینا، د الله په لاره کې جهاد پخپله یو ډول هدایت دی، او د الله لارو ته هدایت کېدل هدایتِ مضاعف (دوه ګونی هدایت) ګڼل کېږي؛ له همدې امله دا آیت د محمد سورې له ۱۷ آیت سره هم تړاو لري.[۱۷]
پر اهلبیتو(ع)د آیت تطبیق

په ځینو روایاتو کې د عنکبوت سورې ۶۹ آیت پر اهلبیت(ع) تطبیق شوی دی. له امام باقر(ع) څخه روایت شوی چې دا آیت د اهلبیت(ع) په اړه نازل شوی دی.[۱۸] همدارنګه، په بل روایت کې له امام باقر(ع) څخه نقل شوي چې دا آیت د آل محمد(ص) او د هغوی د پیروانو په اړه دی.[۱۹] له امام علي(ع) څخه هم روایت شوی چې هغه په یوه خطبه کې ځان په دې آیت کې د «محسنینو» مصداق بللی دی..[۲۰] خو ویل شوي چې پر اهلبیتو(ع) د آیت تطبیق د آیت د بشپړ مصداق بیان دی، نه دا چې د آیت مفهوم محدود کړي.[۲۱]
تفسیري ټکي
ځینو مفسرانو د عنکبوت سورې د ۶۹ آیت لاندې څو ټکي یاد کړي دي، له هغو څخه:
- ماتې د په جهاد کې په غفلت یا د عمل د اخلاص په نشتوالي پورې تړلې وي، او د دې دواړو یوځای کېدل بری او هدایت راولي.[۲۲]
- پر زده کړو عمل کول د علم د زیاتېدو سبب ګرځي.[۲۳]
- د نېکانو مقام د مجاهدانو تر مقامه لوړ دی؛ ځکه هغوی د جهاد تر څنګ له نورو سره مرسته هم کوي.[۲۴]
- الله ته د نږدې کېدو لارې ډېرې دي.[۲۵]
- د خدای اطاعت د توفیق د زیاتوالي لامل ګرځي.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۴۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۴۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۶، مخ۱۴۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۴۸.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ټوک۸، مخ۲۲۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۶، مخ۱۵۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۸، مخ۴۵۸؛ کاشانی، منهج الصادقين، ۱۳۳۶ش، ټوک۷، مخ۱۵۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۴۹.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ټوک۸، مخ۲۲۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۸، مخ۴۵۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۶، مخ۱۵۱.
- ↑ کاشانی، منهج الصادقين، ۱۳۳۶ش، ټوک۷، مخ۱۵۵.
- ↑ طیب، اطيب البيان، ۱۳۶۹ش، ټوک۱۰، مخ۳۵۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۴۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۴۹؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۶، مخ۱۵۱.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۱۵۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۶، مخ۱۵۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۴۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۶، مخ۱۵۱.
- ↑ فرات کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، مخ۳۲۰؛ حسکانی، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، ۱۴۱۱ق، ټوک۱، مخ۵۶۹.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۱۵۱.
- ↑ شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، مخ۵۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۵۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۵۰.
- ↑ کاشانی، منهج الصادقين، ۱۳۳۶ش، ټوک۷، مخ۱۵۵؛ شاهعبدالعظیمی، تفسیر اثنىعشرى، ۱۳۶۳ش، ټوک۱۰، مخ۲۶۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۶، مخ۳۵۲.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ټوک۷، مخ۱۷۳.
- ↑ شاهعبدالعظیمی، تفسیر اثنىعشرى، ۱۳۶۳ش، ټوک۱۰، مخ۲۶۵.
سرچينې
- حسکاني، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تصحیح: محمدباقر محمودي، تهران، د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت، لومړی چاپ، ۱۴۱۱هـ ق.
- شاهعبدالعظیمي، حسین، تفسیر اثنیعشري، تهران، میقات، لومړی چاپ، ۱۳۶۳هـ ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، معاني الأخبار، تصحیح: علياکبر غفاري، قم، د اسلامي خپرونو دفتر (د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی)، لومړی چاپ، ۱۴۰۳هـ ق.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، تصحیح: احمد حبیب عاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بېنیټې.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمي، ۱۳۹۰هـ ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، تصحیح: فضلالله یزدي طباطبایي او سید هاشم رسولي محلاتي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲هـ ش.
- طیب، عبدالحسین، اطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، اسلام، دوهم چاپ، ۱۳۶۹هـ ش.
- فرات کوفي، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفي، تصحیح: محمد کاظم، تهران، د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت، لومړی چاپ، ۱۴۱۰هـ ق.
- قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، د «د قرآن له درسونو» فرهنګي مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۸۸هـ ش.
- قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، تصحیح: طیب موسوي جزائري، قم، دارالکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴هـ ق.
- کاشاني، ملا فتحالله، منهج الصادقین في إلزام المخالفین، تهران، د محمدحسن علمي کتابپلورنځی او چاپخانه، ۱۳۳۶هـ ش.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱هـ ش.
| ||||||||||||||||||||||