د اولی الامر آیت

د wikishia لخوا
د اولی الامر آیت
دا مقاله د اولی الامر آیت په اړه ده. د اولو الامر د مفهوم په اړه د زده کړې لپاره، د اولو الامر مدخل وګورئ.

د اولی الامر آیت یا د اطاعت آیت (نساء: ۵۹) مؤمنانو ته د خدای، د خدای د رسول(ص) او اولوالامر د اطاعت حکم ورکړی دی. د ځینو شیعیانو او یو شمېر اهل سنتو لکه فخر رازي په شان کسانو په نظر دا ایت د اولوالامر په عصمت دلالت لري.

شیعیان د روایتونو په اساس له اولی الامره مطلب شیعه امامان(ع) ګڼي او باوري دي چې دا ایت د هغوي په عصمت او له هغوي د اطاعت په وجوب دلالت کوي؛ خو اهل سنت په دې اړه د نظر اختلاف لري. خلفای راشدین، هر عادل واکمن، دیني عالمان او ټول اسلامي امت هغه مصادیق دي چې اهل سنتو د اولو الامر لپاره بیان کړې دي.

د آیت متن او ترجمه

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ الله وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى الله وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً ﴿۵۹ نساء﴾


ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د خدای اطاعت وکړئ او د پېغمبر او د خپل اولی الامر [هم] اطاعت وکړئ. نو کله چې په یوه [دیني] چاره کې اختلاف پېدا کړئ، که په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لرئ، هغه د خدای (کتاب) او د پېغمبر (سنت) ته وړاندې کړئ دا غوره او د ښه انجام لرونکې ده.


د اولی الامر په عصمت او د اطاعت په وجوب دلالت

د شیعه مفسرانو له نظره اولی الامر ایت د اولوالامر په عصمت دلالت کوی.[۱] د علامه طباطبایي په وینا، پر پېغمبر(ص) د اولی الامر عطفول بې له دې چې د «اطیعوا» فعل تکرار شي، د دې نښه ده چې هماغه شان چې د خدای د رسول(ص) اطاعت مطلقا واجب دی، د اولو الامر اطاعت هم بې قید و شرطه واجب دی.[۲] که خدای د یو چا په بې قېد او شرطه اطاعت امر وکړي، هغه کس به معصوم وي؛ ځکه چې که معصوم نه وي او د ګناه کولو امر وکړي، د نقیضینو اجتماع لازمیږي؛ یعنې هم باید د هغه اطاعت وکړی شی (ځکه چې خدای یې امر کړی دی) او هم یې باید اطاعت ونه کړو (ځکه چې انسان باید ګناه ونه کړي)[۳] اهل سنت مفسر فخر رازي هم باوري دی چې دا ایت د اولی الامر په عصمت دلالت کوي. البته مصداقونه یې شیعه امامان نه ګڼي.[۴]

د سلفیه امام، ابن‌ تیمیه[۵] او ناصر القِفاری[۶] چي وهابي دی وايي چې د «فَإِنْ تَنازَعْتُمْ فِی شَیْ‏ءٍ فَرُدُّوهُ إِلَی اللهِ وَ الرَّسُولِ» جمله په دې ټکي دلالت لري چې بې د خدای له رسول(ص) څخه بل معصوم نه لرو. ځکه چې په دې ایت کې مومنانو ته امر شوی چې د تنازع په وخت خدای او پېغمبر(ص) ته رجوع وکړئ. د هغوي له نظره که له پېغمبر(ص) پرته بل معصوم وئ نو خدای به د هغوي لور ته د جاروتلو حکم هم ورکړی و. د دغه کسانو په ځواب کې ویل شوی چې په ایت کې له اختلاف او تنازع څخه مطلب د اسلام په کلي قوانینو او احکامو کې اختلاف دی چې د هغوي تشریع د خدای او رسول(ص) سره دی او امامان(ع) همېشه د خدای او پېغمبر(ص) د احکامو د اجرا په لاره کې دي.[۷] او د نساء سورې د ۸۳ ایت له مخې امامانو ته رجوع خدای او پېغمبر(ص) ته د رجوع په شان ده؛ ځکه چې امامان(ع) د شرعې په ساتنه او حفاظت کې د پېغمبر(ص) په شان دي.[۸]

اولوالامر کوم کسان دي؟

د اولوالامر د مصداق په اړه، د شیعه او سني تر مینځ اختلاف موجود دی: شیعیان باوري دي چې له اوالوالامره مطلب دولس امامان دي؛ خو د اهل سنتو له نظره خلفای راشدین یا عادل واکمنان یا عالمان یې مصداق دي.

شیعه امامان

د شیعه[۹] او اهل سنت[۱۰] په سرچینو کې ډېر روایتونه له اوالامره مطلب امامان(ع) معرفي کوي.[۱۱] شیعه عالمان د دغه روایتونو په اساس، د اولوالامر مصداق دولس امام ګڼي.[۱۲] ځینې دغه روایتونه دا دي:

  1. جابر بن عبد الله انصاري، په یو روایت کې چې په جابر حدیث مشهور دی، له پېغمبر(ص) څخه د «اولی الامر» د ټکي په اړه پوښتنه وکړه. پېغمبر په ځواب کې وویل هغوي زما جانشینان او له ما وروسته د مسلمانانو امامان دي چې لومړی یې علی ابن ابیطالب دی او له هغه وروسته یې له دولسو امامانو د یو یو نوم واخیست.[۱۳]
  2. د اولی الامر آیت په تفسیر کې له امام باقر(ع) نقل شوي چې اولی الامر، د علی او فاطمې له بچیانو څخه امامان دي تر دې چې د قیامت ورځ راورسیږي. په یو بل روایت کې له امام باقر(ع) څخه راغلي دي چې خدای تعالی له اولی الامره یوازې مونږ اراده کړې یوو او ټولو مومنانو ته یې د قیامت تر ورځې پورې زمونږ د پېروۍ امر کړی دی.[۱۴]
  3. امام صادق(ع): «هغوي (اولی الامر) علی بن ابی‌طالب، حسن، حسین، علی بن حسین، محمد بن علی او جعفر یعنی زه یوو. د خدای شکر وباسئ چې ستاسو امامان اومشران یې په داسې وخت کې تاسو ته دروپېژندل چې خلک یې انکار کوي»[۱۵]

علامه طباطبایي په تفسیر المیزان کې ویلي چې له اولی الامره مطلب هغه کسان دي چې د عصمت او د هغوي په اوامرو د عمل د واجبوالي له نظره، د پېغمبر په شان دي او دا منافات نه لري چې د اولی الامر مفهوم پراخ وی؛ خو مصداق یې مشخص او محدود؛ لکه څنګه چې په همدې ایت کې، د رسول ټکی پراخ مفهوم لري: په داسې بڼه کې چې مقصد ترې یوازې حضرت محمد(ص) دی.[۱۶]

خلفای راشدین او هر عادل واکمن

اهل سنت عالمان د الوالامر د مصداقونو په اړه مختلف نظرونه لري. ځینې له اولوالامره مطلب خلفای راشدین ګڼي، د ځینو نورو په باور، ترې مراد دیني عالمان دي. ځینو بیا دا ویلي چې د سریو کوماندانان د اولی الامر مصداقونه دی[۱۷] د اهل سنت مفسر زمخشري په قول، له دې مطلب، هر عادل حاکم دی چې د دین په اساس حکومت کوي؛ لکه خلفای راشدین او هغه حاکمان چې د هغوي په شان عمل کوي.[۱۸] فخر رازي د دې مصداق اهل حل و عقد ګڼي چې د امت په اجماع سره حجیت مومي.[۱۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن،‌ داراحیاء التراث العربی، ج۳، ص۲۳۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۱۰۰؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۳۹۱.
  2. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۳۹۱.
  3. مظفر، دلائل الصدق، مکتبة الذجاج، ج۲، ص۱۷.
  4. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۳-۱۱۴.
  5. ابن‌تیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۳۸۱.
  6. قفاری، ‌اصول مذهب الشیعة الامامیه، ۱۴۳۱ق، ج۲،‌ ص۷۹۲.
  7. وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‏۳، ص۴۴۱؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج‏۴، ص۳۸۸ و ۳۸۹.
  8. طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۳، ص۲۳۶؛ طبرسی، مجمع البيان، ۱۳۷۲ش، ج‏۳، ص۱۰۰.
  9. وګورئ: بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۰۹-۱۱۵.
  10. ابن‌مردویه، مناقب علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۴ق، ص۲۳۶؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۹۰ و ۱۹۱.
  11. مکارم شیرازی، آیات ولایت در قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۱۱۶.
  12. طوسی، التبیان،‌ داراحیاء التراث العربی، ج۳، ص۲۳۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۱۰۰؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۳۹۹.
  13. خزاز رازی، کفایه الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۵۴-۵۵؛ قندوزی، ینابیع الموده، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۴۱.
  14. بحرانی، البرهان، اسماعیلیان، ص۳۸۳ و ۳۸۶.
  15. عیاشی، تفسیر عیاشی، ۱۳۶۳ش، ص۲۵۲، حدیث۱۷۴.
  16. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۴۰۱.
  17. وګورئ: فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۳، ۱۱۴.
  18. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۲۴.
  19. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۳.

سرچينې

  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، تحقیق محمد رشاد سالم، جامعه الامام محمد بن سعود الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق-۱۹۸۶م.
  • ابن‌مردویه اصفهانی، أبوبکراحمد بن موسی، مناقب علی بن ابی‌طالب(ع) و ما نزل من القرآن فی علی، تحقیق عبدالرزاق محمدحسین حرزالدین، قم، دارالحدیث، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
  • بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، اسماعیلیان، بی‌تا.
  • بحرانی، سید هاشم، غایة المرام و حجة الخصام فی تعیین الامام، تحقیق سیدعلی عاشور، بیروت، مؤسسه تاریخ اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • حاکم حسکانى، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تهران، وزارة الثقافة و الإرشاد الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، تصحیح: عبداللطیف حسینی کوهکمری، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت،‌ دار الکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • طباطبایی، سید محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه اعلمی،‌ چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن‌ حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح فضل الله یزدی و هاشم رسولی محلاتی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن،‌ بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ اول، بی‌تا.
  • عیاشی، محمد بن‌ مسعود، تفسیر عیاشی، تحقیق و تصحیح هاشم رسولی محلاتی، تهران، مکتبه علمیه اسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • قفاری، ناصر عبدالله بن علی، ‌اصول مذهب الشیعه الامامیه الاثنی عشریة؛ عرض و نقد، جیزه، دارالرضا، چاپ چهارم، ۱۴۳۱ق-۲۰۱۰م.
  • قندوزی، سلیمان بن ابرهیم، ینابیع المودة لذوی القربی، قم، اسوه، ۱۴۲۲ق.
  • مظفر، محمدحسن، دلائل الصدق، تهران، مکتبة الذجاج، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، آیات ولایت در قرآن، قم، انتشارات نسل جوان، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.

بهرنۍ لینکونه