لطف قاعده
لطف قاعده په علم کلام کې یوه قاعده ده د خدای له لوري د یو کار د کولو د لازموالي په معنا چې په سبب یې، مُکَلَّف (بنی ادم) اطاعت ته نزدې او له ګناه لرې کیږي؛ بې له دې چې دغه لطف د مکلف په طاقت کې کوم اثر ولري او یا هغه مجبوره کړي. زیاتره معتزله او امامیه متکلمانو، د اشاعره متکلمانو په اپوټه دغه قاعده منلې ده. امامیه متکلمانو له دغه قاعدې څخه د ډېرو اسلامي عقیدو لکه د دیني تکالیفو د تشریع لزوم، د پېغمبرانو د رالېږلو لازموالی، د امام د ټاکلو او نصبولو د لزوم د عقلي اثبات لپاره استفاده کړې ده. ځینو امامیه فقیهانو له دې قاعدې اجماع ته د اعتبار ورکولو لپاره استفاده کړې ده.
مفهوم پېژندنه
د لطف د قاعدې مطلب دا دی چې هر کار چې اطاعت ته د هغوي د نزدې کېدو او یا له ګناه د هغوي د لرې کېدو سبب شي، د هغه کار کول په خدای لازم دي او خدای ضرور هغه کار کوي؛[۱] لکه د دينی تکالیفو تشریعول او د پېغمبرانو رالېږل چې انسانان له دغه لارې له خپلو دیني دندو او فرایضو سره بلد شي.[۲] په اسلامي کلام کې، لطیفوالی د خدای د فعل له صفاتو څخه[۳] او د داسې کار د کولو په معنا دی چې د هغه په وسیله، مکلف د خدای اطاعت ته نزدې او له ګناه لرې کیږي؛ بې له دې چې دغه لطف د مکلف په قدرت او طاقت کې کوم اثر ولري یا هغه مجبوره کړي.[۴]
د قرآن په ایتونو او روایتونو کې د خدای لطیفوالی په یوې بلې معنا هم کارول شوی دی؛[۵] منجمله د خدای نافذ علم،[۶] نامحسوسوالی او له خدایه د جسمانیت نفي،[۷] دا چې د خدای د ذات اصل هیڅوک نه شي درک کولی،[۸] په خلقت او الهي تدبیر کې ظرافت،[۹] احسان او جود.[۱۰]
د لطف قسمونه
لطف یې په دوه ډوله ګڼلی دی: مُحَصِّل لطف او مُقَرِّب لطف.[۱۱] محصِّل لطف هغه کار دی چې ضرور باید وشي چې د خدای اطاعت او بندګي حاصله شي؛ یعنې له هغه پرته، انسان نه شي کولی د خدای بندګي وکړي؛ خو مقرب لطف بیا، اطاعت او بندګۍ ته د نزدېکت او تقرب سبب کیږی.[۱۲] علامه حلي په تجرید کې د محقق طوسي د عبارت په شرحه کې وایي چې مُحَصِّل لطف هغه شی دی چې د هغه په وجود سره له مکلَّف څخه اطاعت حاصلیږي خو داسې طاعت چې د هغه په خپل اختیار دی.[۱۳]
پلویان او مخالفان یې
مسلمان متکلمان د لطف د قاعدې په منلو کې د نظر اختلاف لري. معتزله او امامیه په عقلي او نقلي دلیلونو سره د لطف په قاعدې عقیده لري؛ خو اشاعره له دغه قاعدې سره مخالف دي، ورباندې ځینې اعتراضونه لري او باوري دي چې په خدای لازمه نه ده چې هر لطف وکړي.[۱۴]
د لطف د قاعدې عقلي دلیل
د لطف د قاعدې عقلي دلیل د خدای د حکیموالي په صفت کې جرړه لري او دا چې حکیم د غرض نقض نه کوي؛ یعنې داسې کار نه کوي چې د هغه له هدف سره په ټکر کې وي. پر دې اساس که له انسانه وغواړي چې د هغه اطاعت وکړي باید د هغه د اطاعت زمینه برابره کړي. دا استدلال په لاندیني تفصیل سره دی:
- خدای حکیم دی.
- حکیم د غرض نقض نه کوي.
- خدای اراده کړې ده چې انسانان د هغه اطاعت وکړي.
- له خدایه د انسان اطاعت له لطفه بغیر ممکن نه دی.
- انسانانو ته تکلیف او فریضه ورکول د غرض د نقض له لطفه پرته نه شي کېدی.
- پر دې اساس لطف په خدای واجب دی.[۱۵]
د اشاعره اعتراض
اشاعره وایي چې له دې خبرې چې لطف په خدای واجب دی، لازمه راځي چې عقل پر خدای واکمن وي؛ حال دا چې خدای حاکم مطلق دی.[۱۶] د لطف د قاعدې د پلویانو ځواب دا دی چې د لطف د کولو له ضرورته مطلب، د لطف کولو ته د خدای مکلف کول نه دي؛ بلکې مطلب دا دی چې د انسان عقل د خدای صفاتو منجمله د هغه علم او حکمت او عدالت ته په پام سره، د خدای له خوا د لطف د کولو په ضرورت پوهیږي.[۱۷]
کلامي کارندوالی
د لطف قاعدې په علم کلام کې مختلف کارندوالي او مصداقونه لرلې دي. د لطف د قاعدې پلویان لاندیني موارد د دغه قاعدې له مصداقونو ګڼي:
- د دینی تکالیفو تشریع: دیني تکالیف او فرایض (لکه د ظلم حراموالی او د لمونځ واجبوالی) له دې امله چې انسانان عقلي تکالیفو (لکه د ظلم بدوالي او له خدایه د شکر کولو ښه والي) ته نزدې کوي لطف ګڼل کیږي.
- د پېغمبرانو رالېږل: د پېغمبرانو رالېږل پر بندګانو د لطف له مخې، پر خدای لازم دي؛ ځکه چې انسانان د پېغمبرانو له لارې، دیني تکالیفو او فرایضو ته لاسرسی پېدا کوي او د عقلي تکالیفو کولو او د خلقت اهدافو ته رسېدو ته نزدې کیږي.
- د پېغمبرانو عصمت: خلک له پېغمبرانو د ګناه او د بدو کارونو په لیدلو سره، له هغوي لرې کیږي؛ خو د عصمت او پاکۍ په لیدلو سره له هغوي اطاعت او پېروۍ ته نزدې کیږي او ورته ګروهنه پېدا کوي.
- د معصوم امام ټاکنه: امامیه په دې د نظر اتفاق لري چې د معصوم امام ټاکنه پر خدای لازمه ده؛ ځکه چې هغوي اطاعت ته نزدې او له ګناه لرې کوي.
- د ثواب او عذاب وعده: د ثواب او عذاب وعده ورکول (وعده او وعید) پر خدای لازم دي؛ ځکه چې له دې لارې، خلک نیکو کارونو او د دیني دندوترسره کولو ته هڅول کیږي.[۱۸]
- د ولي فقیه ټاکل: د شیعه فقیهانو او متکلمانو امام خمیني او عبدالله جوادي آملي په وینا، د خدای حکمت او لطف تقاضا کوي چې خلک د غیبت په زمانه کې د غوره او لایقو کسانو له ولایته محرومه نه وي.[۱۹] له دې امله یې جامع الشرایط فقیهان د غیبت په زمانه کې د امام مهدي(ع) په نیابت، د اسلامي ټولنې په مشرۍ او سرپرستۍ ټاکلې دي.[۲۰]
په اصول فقه کې یې کارندوالی
د فقهې په اصولو کې د سید مرتضی، شیخ طوسي او کراجکي په ګډون د علماوو یوه ډله له قاعدې څخه د اجماع د حجیت د اثبات لپاره استفاده کړې ده. د دوي استدلال دا دی چې که عالمان په یو غلط نظر اجماع ولري د معصوم امام دنده د لطف د قاعدې له نظره دا ده چې د دغه اجماع د جوړېدو مخه ونیسی؛ او له دې امله چې د اجماع په خلاف کوم نظر نه دی موجود، څرګندیږي چې معصوم امام هم له دغه نظر او لیدتوګې سره موافق دی. له دې امله پر یوې لیدتوګې د اجماع شتون، پر هغه شي د معصوم د رضایت خبر ورکوي.[۲۱]
سره له دې ټولو، ځینو کسانو لکه شیخ انصاري،[۲۲] محمد حسین نائیني،[۲۳] او آخوند خراساني[۲۴] دغه خبره نه ده منلې.
کتاب پېژندنه
په کلامي او اصولي کتابونو کې د لطف په قاعدې پر بحث سربېره، په دې اړه جدا کتابونه هم لیکل شوي چې ځینې یې دا دي:
- بررسی تطبیقی قاعده لطف در امامیه و آموزه فیض در مسیحیت کاتولیک، لیک حسن دینپناه. لیکوال دې نتیجې ته رسیدلی چې که څه هم په امامیه کې لطف په مسیحیت کې له فیض سره، دواړه له ګناه څخه د انسان د لرې کېدو او د هغه د ژغورل کېدو سبب کیږي خو په مبانیو او وارمخکې فرضونو کې له یو بل سره بنیادي فرقونه لري. دا کتاب په ۱۳۹۶ ل کال کې د امام خمیني د تعلیمي او ښوونیزې موسسې د خپرنځي لخوا په ۳۷۰مخونو کې چاپ شوی دی.[۲۵]
- قاعده لطف و اثبات وجود امام حی، لیک د مهدی یوسفیان: دا کتاب د لطف د قاعدې په جاج او د امام او امامت په اثبات کې د هغه په کړچار او استعمال خبرې کوي او په ۱۳۹۵ ل کال کې د قم په علمیه حوزه کې د مهدویت د تخصصي مرکز د خپرنځي لخوا په ۲۱۰ مخونو کې چاپ شوی دی.[۲۶]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۶؛ فخرالدین رازی، المحصل، ۱۴۱۱ق، ص۴۸۱-۴۸۲.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیة، ۱۴۱۸ق، ص۱۱۴-۱۱۶.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۴۱۸ق، ص۱۲۰-۱۲۴.
- ↑ علامه حلی، مناهجالیقین، ۱۴۱۵ق، ص۳۸۷؛ علامه حلی، کشفالمراد، ۱۴۲۷ق، ص۴۴۴؛ فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۲۷۶؛ قاضی عبدالجبار، المغنی، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م، ج۱۳، ص۹؛ ابننوبخت، الیاقوت فی علم الکلام، ۱۴۱۳ق، ص۵۵.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیة، ۱۴۱۸ق، ص۱۲۰-۱۲۴.
- ↑ سوره ملک، آیه۱۴.أَلَا یعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِیفُ الْخَبِیرُمشاهده آیه در سوره أَلَا یعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِیفُ الْخَبِیر «آیا کسی که آفریده است نمیداند؟ با اینکه او خود باریک بین آگاه است.»
- ↑ سوره انعام، آیه۱۰۳.لَا تُدْرِکهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ یدْرِک الْأَبْصَارَ ۖ وَهُوَ اللَّطِیفُ الْخَبِیرُ «او را هیچ چشمی درک ننماید و او همه بینندگان را مشاهده میکند و او لطیف و نامرئی و (به همه چیز خلق) آگاه است.»
- ↑ دعای جوشن کبیر، فقره ۳۱.یا لَطِیفاً لا یرَامُ، «ای لطیفی که دست اندازکسی قرار نگیرد»
- ↑ دعای جوشن کبیر، فقره ۳۴.یا لَطِیفَ الصُّنْعِ، «ای صُنعتْ چشم نواز»
- ↑ سوره شوری، آیه۱۹.اللَّهُ لَطِیفٌ بِعِبَادِهِ یرْزُقُ مَنْ یشَاءُ ۖ وَهُوَ الْقَوِی الْعَزِیزُ
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۴۱۸ق، ص۹۷-۹۸.
- ↑ سید مرتضی، الذخیرة فی علم الکلام، ۱۴۱۱ق، ص۱۸۶.
- ↑ حلی، کشف المراد، ۱۳۶۳ش، ص۳۲۵.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۴-۱۰۵؛ فخرالدین رازی، مفاتیحالغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۳، ص۳۴۸؛ فخرالدین رازی، المحصل، ۱۴۱۱ق، ص۴۸۱-۴۸۲.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۶.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۴۱۸ق، ص۱۱۰.
- ↑ طوسی، نقدالمحصل، ۱۴۰۵ق، ص۳۰۲.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۴۱۸ق، ص۱۱۴-۱۱۹.
- ↑ کلانتری، «امکان یا عدم امکان تسری قاعده لطف به موضوع ولایت فقیه در عصر غیبت»، ص۱۵.
- ↑ جوادی آملی، ولایت فقیه ولایت فقاهت و عدالت، ۱۳۸۹ش، ص۲۱۳.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۴۱۸ق، ص۱۱۹؛ سبحانی، المبسوط فی اصول الفقه، ۱۴۳۲ق، ج۳، ص۱۸۳-۱۸۶؛ رجایی و مؤمنی، «کاربرد قاعده کلامی «لطف» در اصول فقه»، ص۲۲۲-۲۲۳.
- ↑ شیخ انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۸۴.
- ↑ نائینی، فوائدالاصول، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۱۵۰.
- ↑ آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۰۹ق، ص۲۹۱.
- ↑ «بررسی تطبیقی قاعده لطف در امامیه و آموزه فیض در مسیحیت کاتولیک»، شبکه جامع کتاب گیسوم.
- ↑ «قاعده لطف و اثبات وجود امام حی»، شبکه جامع کتاب گیسوم.
سرچينې
- آخوند خراسانی، محمدکاظم، قم، آلالبیت، چاپ اول، کفایةالاصول.
- ابننوبخت، ابواسحاق ابراهیم، الیاقوت فی علم الکلام، قم، انتشارات کتابخانه آیتالله مرعشی، ۱۴۱۳ق.
- «بررسی تطبیقی قاعده لطف در امامیه و آموزه فیض در مسیحیت کاتولیک»، شبکه جامع کتاب گیسوم، مشاهده ۱۷ خرداد ۱۴۰۰ش.
- جوادی آملی، عبدالله، ولایت فقیه ولایت فقاهت و عدالت، قم، مرکز نشر اسراء، چاپ یازدهم، ۱۳۸۹ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، القواعد الکلامیه، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۴۱۸ق.
- رجایی، فاطمه و مصطفی مؤمنی، «کاربرد قاعده کلامی لطف در اصول فقه»، در مجله فقه اهل بیت، شماره ۸۵ و ۸۶، بهار و تابستان ۱۳۹۵ش.
- سید مرتضی، علی بن حسین، الذخیرة فی علم الکلام، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۱ق.
- شیخ انصاری، مرتضی، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، فرائدالاصول، ۱۴۱۶ق.
- طوسی، نصیرالدین، نقدالمحصل، دارالاضواء، ۱۴۰۵ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۷ق.
- حلی، کشف المراد، تحقیق حسن حسن زاده آملی، ۱۳۶۳ش، بینا، بیجا.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، مناهج الیقین فی اصول الدین، تهران، دارالاسوه، ۱۴۱۵ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، ارشاد الطالبین الی نهج المسترشدین، قم، انتشارات کتابخانه آیت الله مرعشی، ۱۴۰۵ق.
- فخرالدین رازی، محمد بن عمر، المحصل، عمان، دارالرازی، ۱۴۱۱ق.
- قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، المغنی فی ابواب التوحید و العدل، قاهره، الدار المصریة، ۱۹۶۵-۱۹۶۲م.
- «قاعده لطف و اثبات وجود امام حی»، شبکه جامع کتاب گیسوم، مشاهده ۱۷ خرداد ۱۴۰۰ش.
- کلانتری، ابراهیم، «امکان یا عدم امکان تسری قاعده لطف به موضوع ولایت فقیه در عصر غیبت»، قبسات، شماره ۸۱، پاییز ۱۳۹۵ش.
- نائینی، محمدحسین، فوائدالاصول، قم، انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.