منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د بقره سورې ۱۳ آیت

د wikishia لخوا
د بقره سورې ۱۳ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتبقره سوره
د آیت شمېر۱۳
جزء۱
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأنمنافقان
موضوعاعتقادي
اړونده آیتونهد بقره سورې ۸ تر ۲۰ آیتونه او د منافقون سوره


د بقرې سورې۱۳ آیت هغو منافقانو ته اشاره کوي چې د مسلمانانو له خوا پر پېغمبر(ص) او د اسلام پر دین ایمان راوړل یې سفاهت او کم‌عقلي ګڼله او ځانونه یې ترې بېل او لرې بلل؛ خو قرآن کریم هغوی اصلي کم‌عقلان معرفي کوي چې له خپل سفاهت څخه هم خبر نه دي.[۱] دا آیت د بقرې سورې له ۸ تر ۲۰ آیتونو په منځ کې راغلی چې د منافقانو توصیف او ځانګړنې پکې بیان شوي دي.[۲]

وَإِذَا قِيلَلَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُأَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ


او کله چې هغوی ته وویل شي، لکه څنګه چې خلکو ایمان راوړی، تاسو هم ایمان راوړئ، وایي: آیا موږ هماغسې ایمان راوړو لکه څنګه چې کم‌عقلانو ایمان راوړی دی؟ خبر اوسئ، همدوی کم‌عقلان دي، خو نه پوهېږي.



بقره سوره، ۱۳ آیت

په تفسیرونو کې د منافقانو د سفیه او کم‌عقل بلل کېدو په اړه څو ټکي مطرح شوي دي:

  • سفیه هغه کس دی چې هغه څه چې باید وساتي، له منځه یې وړي؛ منافق هم په داسې حال کې چې په ظاهره ایمان لري، په باطن کې کفر کوي او نافرماني ترسره کوي.[۳]
  • منافق خپل نفاق او فریبکاري د عقل او تدبیر نښه ګڼي.[۴]
  • منافقان په مرکب جهل اخته دي؛ ځکه چې د سفاهت ترڅنګ له خپلې ناپوهۍ څخه هم خبر نه دي.[۵]
  • د منافقانو له ځانګړنو څخه یوه د ارزښتونو سرچپه ښودل دي؛ هغوی معروف، منکر او منکر معروف ګڼي.[۶]

په من وحی القرآن تفسیر کې د سید محمدحسین فضل‌الله په وینا، ، دا آیت د منافقانو د یوه چلند، یعنې د مؤمنانو د سپکاوي، بیان کوي.[۷] هغه همدارنګه د حق پر وړاندې نه تسلیمېدل د قرآن په فرهنګ کې د سفاهت له مصادیقو څخه ګڼلي دي.[۸]

شرف‌الدین استرآبادي او سید هاشم بحراني د امام حسن عسکري(ع) له تفسیر څخه د یوه روایت په نقلولو سره، دا آیت پر هغو منافقانو تطبیق کړی چې د غدیر له پېښې وروسته یې له امام علي(ع) سره خپل بیعت مات کړ.[۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ مكارم شيرازي، تفسير نمونه‏، ټوک۱، مخ۹۵.
  2. ↑ شیخ طوسي، التبيان، ټوک۱، مخ۶۷؛ طبرسي، مجمع البيان، ټوک۱، مخ۱۳۹؛ فخر رازي، مفاتيح الغيب‏، ټوک۲، مخ۳۰۷.
  3. ↑ طبرسي، مجمع البيان، ټوک۱، مخ۱۳۹.
  4. ↑ مكارم شيرازي، تفسير نمونه‏، ټوک۱، مخ۹۵.
  5. ↑ رضایي اصفهاني، تفسیر قرآن مهر، ټوک۱، مخ۱۸۲.
  6. ↑ هاشمي رفسنجاني، تفسیر راهنما، ټوک۱، مخ۶۰.
  7. ↑ فضل‌الله، تفسير من وحى القرآن،‏ ټوک۱، مخ۱۴۶.
  8. ↑ فضل‌الله، تفسير من وحى القرآن،‏ ټوک۱، مخ۱۴۷.
  9. ↑ استرآبادي، تأويل الآيات الظاهرة، ټوک۱، مخ۴۳؛ بحراني، البرهان‏، ټوک۱، مخ۱۴۱.

سرچينې

  • استرابادي، علي، تأویل الآیات الظاهرة في فضائل العترة الطاهرة، سمونکی: استاد ولي، حسین، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۴۰۹ هـ.ق.
  • بحراني، هاشم بن سلیمان، البرهان في تفسیر القرآن، څېړنه: د بعثت مؤسسې د اسلامي څېړنو څانګه، تهران، بنیاد بعثت، ۱۴۱۶ هـ.ق.
  • رضايي اصفهاني، محمدعلي، تفسیر قرآن مهر، قم، د تفسیر او قرآني علومو څېړنې، ۱۳۸۷ هـ.ل.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، څېړنه: احمد قصیرعاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، څېړنه: محمد جواد بلاغي، تهران، د ناصر خسرو خپرندوی، ۱۳۷۲ هـ.ل.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ هـ.ق.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر، ۱۴۱۹ هـ.ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ هـ.ل.
  • هاشمي رفسنجاني، تفسیر راهنما، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۶ هـ.ل.