منځپانگې ته ورتلل

د ابوطالب ایمان

د wikishia لخوا

د ابوطالب ایمان د شیعیانو او سنیانو ترمنځ یوه جنجالي مسله ده. دا حقیقت چې ابوطالب، د پیغمبر(ص) تره او د امام علي(ع) پلار، مسلمان وو، د اهل بیت(ع) او امامیه شیعیانو له نظره یوه منلی شوی موضوع ده، او دوي ټول په دې مسله متفق دي. ډیر زیدي شیعیان او د سنیانو د پام وړ شمیر عالمان هم د ابوطالب په ایمان باور لري. د دې نظر برعکس، ډیر سنیان پدې باور دي چې ابوطالب کافر له دنیا تلی و.

شیعه ګان د ابوطالب د قبیلوي او سیاسي وضعیت په تشریح کولو سره، په دې باور دي چې هغه د پیغمبر(ص) د دفاع لپاره تقیه کوله او له همدې امله یې هیڅکله د مسلمانانو په شان مراسم ترسره نه کړل. په دې توګه، دې قصدي پټوالي سره د قریشو مشرانو تر مینځ خپل درناوی او نفوذ وساته او د منځګړي او د پیغمبر(ص) د ملاتړي په توګه یې عمل وکړ. شیعه ګان په دې باور دي چې د یو کس د مسلمان یا کافر شونې لپاره یوازې د اشخاصو په خبرو بسنه نشي کیدی؛ له همدې امله، د ابوطالب د ایمان لپاره هغوي د امامانو(ع) په ګڼ شمیر روایتونو، د ابوطالب په لاس د پیغمبر(ص) د هر اړخیزې دفاع، له هغه څخه راغلي شعرونو، او دا حقیقت چې فاطمه بنت اسد د هغه په نکاح کې پاتې شوې وه، سره دلیلونه راوړي دي.

هغه سني عالمان چې د ابوطالب په کفر باور لري د ضحضاح روایت او د مشرکینو په اړه د نازل شویو آیتونو اړوند تفسیري روایتونه سره دلیل راوړي. که څه هم ځینو شیعه او سني عالمانو د دې روایتونو په صحیح شونې کې شک کړی دی، حتی د سني اصولو له مخې، دا ویل شوي چې دا مناقشه یوازې د هغه اهل سنتو لپاره ګټوره ده چې سلفي یا دودیز چلند نلري، خو دا د هغو کسانو لپاره کافي نه دي چې د صحیح بخاري او صحیح مسلم ټول حدیثونه د اعتبار وړ ګڼي.

د ابوطالب د عقیدې په اړه کتاب لیکلو ته له لومړیو پیړیو راهیسې د شیعه او سني عالمانو اهمیت ورکاوه او په دې اړه کتابونه لیکل شوي دي.

د شیعه او سني په مذهبي شخړو کې د ابوطالب ایمان

د ابوطالب ایمان د شیعه او سني ترمنځ یوه تاریخي او کلامي جنجالي مسله ده.[۱] د امامیه شیعیانو په وینا، ابوطالب، د پیغمبر(ص) تره او د امام علي(ع) پلار، یو مسلمان و، په دې باندې د امامانو او د هغوي د پیروانو ترمنځ اجماع ده.[۲] ډیر زیدي شیعیان هم امامیه شیعیانو سره موافق دي.[۳]

له بلې خوا، ډیر سنیان ابوطالب کافر ګڼي.[۴] خو، دا نظر د ټولو سنیانو اجماعي نظر نه دی.[۵] ځینې څیړنې د څلورو سني مذهبونو څخه د ۳۵ عالمانو نومونه یادوي چې د دوهمې څخه تر پنځلسمې پیړۍ پورې یې ژوند کاوه او د ابوطالب په ایمان یې باور درلود.[۶] ابوالقاسم بَلخي او ابوجعفر اِسکافي، د معتزلي سني مکتب عالمان،[۷] محمد بن عبدالرسول بَرزَنجی او احمد زیني دحلان، شافعي فقهاء، د شیعیانو په څیر، د ابوطالب په ایمان ټینګار کوي.[۸]

د شیعه د کلامي دلیلونو او معتبرو روایتونو پراساس، نه یوازې د ابوطالب ایمان یقیني دی، بلکې هغه د ایمان لوړه درجه درلوده چې هغه خپل ټول ژوند د پیغمبر(ص) په دفاع کې تیر کړ.[۹] د بحار الانوار د لیکوال علامه مجلسي په وینا، ابوطالب هیڅکله بت پرست نه و، بلکې هغه د حضرت ابراهیم(ع) له اوصیاءو څخه و.[۱۰]

ویل شوي چې د ابوطالب د کافر ګڼل یوه سیاسي مسله وه. له همدې امله، ادعا شوې ده چې د ابوطالب د کفر په اړه احادیث د عباسیانو، په ځانګړې توګه منصور دوانيقي لخوا جوړ شوي وو؛ ځکه چې عباسیانو، چې د عباس بن عبدالمطلب اولاد وو، په سیاسي مسلو کې آل ابي طالب سره ښکاره شخړه درلوده او داسې حدیثونه یې جوړ کړل ترڅو دوي له سیاست څخه وباسي.[۱۱] ځینې سني عالمان هم په دې باور دي چې د ابوطالب د کفر په اړه احادیث د معاویة بن ابي سفیان په وخت کې د امام علي(ع) د بدنامولو لپاره د امویانو لخوا جوړ شوي دي.[۱۲]

ویل شوي چې د ابوطالب د ایمان یا کفر په مسله کې سیاسي چلند دومره زیات و چې د ځینې سني تاریخ پوهانو چې د اصحابو ژوند یې لیکلی دی، سره له دې چې د ځینې داسې کسانو نومونه یې په اصحابو کې شامل کړي دي چې څرګند کافران وو (لکه اُمَیّه)،[۱۳] خو د ابوطالب د نوم له یادولو څخه يې ډډه کړې ده.[۱۴]

د ابوطالب تقیه

شیعه عالمان په دې باور دي چې ابوطالب د تقیه له امله خپل ایمان نه څرګندوه.[۱۵] له هغو دلیلونو څخه چې د شیعه تاریخ پوه سید جعفر مرتضی عاملي د ابوطالب د تقیه د ثابتولو لپاره راوړي دي یو د ابوطالب وصیت دی.[۱۶] ځینو سني سرچینو هم د ابوطالب وصیت نقل کړی دی، دا خبره له هغه څخه نقل شوې ده: «د پیغمبر نبوت هغه څه دي چې زړه یې مني، خو ژبه ترې انکار کوي.[۱۷]

د ابوطالب تقیه په شیعه روایتونو کې هم نقل شوې ده؛ له دوي څخه یو دا چې پیغمبر(ص) د معراج په وخت کې څلور نورونه ولیدل، چې یو یې د ابوطالب نور و، او خدای پاک د هغه د دې مقام ته د رسیدو دلیل د هغه تقیه ښيي.[۱۸]

امام صادق(ع) د ابوطالب د ایمان په اړه وفرمایل: إِنَّ مَثَلَ أَبِي طَالِبٍ‏ مَثَلُ أَصْحَابِ الْكَهْفِ أَسَرُّوا الْإِيمَانَ‏ وَ أَظْهَرُوا الشِّرْكَ فَآتَاهُمُ اللَّهُ‏ أَجْرَهُمْ مَرَّتَيْنِ.[۱۹]


ژباړه: د ابوطالب مثال د اصحاب کهف په څیر دی. دوی خپل ایمان پټ کړ او شرک یې څرګند کړ، نو خدای پاک دوي ته د دوي اجر دوه ځله ورکړ.



د شیعیانو په وینا، د اسلام نوی دین د ځینو قریشو مشرانو ملاتړ ته اړتیا درلوده چې په ښکاره به بې طرفه و، او که په دې حالاتو کې ابوطالب خپل ایمان څرګند کړی وای، نو هغه به د قریشو مشرکینو په منځ کې خپل وقار او درناوی له لاسه ورکړی وای، او هغه به د قبیلې د مشر په توګه قاضي او حَکَم نه و پاتی شوی او د اسلام د ملاتړ لپاره به یې له خپل لوي مقام څخه کار نه شو اخیستی.[۲۰] د حدیثونو څیړونکی شیعه عالم سید محمد کاظم طباطبایي په وینا، د ابوطالب خپل ایمان نه څرګندول د جاهلیت په کلتور کې د قبیلې حیثیت ته په پام سره د توجیه دي، ځکه چې د جاهلیت د کلتور له مخې، قبیله د دوي لپاره ډیره مهمه وه، او له دې سببه چې ابوطالب د قریشو د قبیلې مشر و نو هغه کولی شول چې په دې دریځ تکیه کولو سره د پیغمبر ملاتړ وکړي.[۲۱] له همدې امله، که ابوطالب ځان د پیغمبر د پیرو او مسلمان په توګه معرفي کړی وای، نو هغه به دا دریځ له لاسه ورکړی وای او د پیغمبر ملاتړ یې نه شو کولی.[۲۲] طباطبایي، چې یو شیعه عالم دی، په دې تحلیل تکیه کوي ترڅو تشریح کړي چې څنګه دا ممکنه ده چې حتی په شیعه روایتونو کې، ابوطالب د شهادتین کلمه نه ده ویلې یا کوم مذهبي مراسمو لکه لمونځ، نه دی ترسره کړی.[۲۳]

د هغه کسانو دلیلونه چې ابوطالب ایماندار ګڼي

ایمان ابي طالب کتاب چې د شیخ مفید لخوا د ابوطالب د ایمان د ثابتولو لپاره لیکل شوی.

د شیعه تاریخ پوه سید جعفر مرتضی عاملي په وینا، د کسانو د ایمان معلومول یوازې د دوي د شفاهي اعتراف له لارې نه ثابتیږي، بلکې د دوي د عملي دریځونو، د پیغمبر(ص) او اهل بیت(ع) د دریځ، او د هغو کسانو له خبرونو څخه معلومیدی شي چې د دوي په اړه معلومات لري.[۲۴] سيد کاظم طباطبايي د ابوطالب د ايمان د ثابتولو دلیلونه د عامو اهل سنتو د ټولنې لپاره کافي نه ګڼي بلکې دا شواهد يوازې د هغو کسانو لپاره ګټور دي چې د معارفو په اخستلو کې سلفي يا دوديزه طریقه نه لري، خو دا شواهد د هغو کسانو لپاره ګټور نه دي چې د صحيح مسلم او بخاري ټول حديثونه مستند او باوري ګڼي، او د دې ډلې عقيده د بدلیدو وړ نه ده.[۲۵]

شيعه روايتونه

د ابوطالب ايمان په شيعه روايتونو کې منل شوی ګڼل کیږي، او د ډېرو امامانو حديثونه ورباندې دلالت کوي؛ د مثال په توګه، د امام علي(ع) په يوه روايت کې، نه يوازې په جنت کې د ابوطالب مقام ياد شوی، بلکې هغه ته د شفاعت مقام هم ورکړل شوی، او ويل شوي چې د قيامت په ورځ به د هغه نور په ټولو نورونو باندې غالب شي (پرته له څوارلسو معصومينو نوره).[۲۶] د امام باقر(ع) په یوه روایت کې، د اعمالو په میزان کې به د ابوطالب د ایمان وزن د ټولو مخلوقاتو د ایمان له وزنه دروند وي.[۲۷]‌ همدارنګه، د امام صادق(ع) څخه د روایت شوي روایتونو له مخې، خدای پاک په ابوطالب باندې اور حرام کړی دی[۲۸] او هغه ته یې په جنت کې د پیغمبرانو، صادقینو، شهیدانو او صالحینو تر څنګ ځای ورکړی دی.[۲۹] همدارنګه، د امام رضا(ع) په یوه روایت کې، ویل شوي چې څوک د ابوطالب ایمان نه مني هغه به د دوزخ اور ته ځي.[۳۰] علامه امیني په خپل کتاب الغدیر[۳۱] کې او محمد رضا مروجي نجفي په خپل کتاب مُنیَةُ الراغب،[۳۲] کې د ابوطالب د ایمان په اړه له معصومینو څخه روایت شوي حدیثونه راټول کړي دي.

دریځونه او طریقې

د ابوطالب ډیر عملي دریځونه نه یوازې د هغه د ایمان په ثابتیدو دلالت کوي[۳۳] بلکه د هغه د ایمان د لوړه درجه هم ثابتوي.[۳۴] د مثال په توګه، کله چې قریشو د پیغمبر(ص) د وژلو هڅه وکړه، ابوطالب د دوي د پریکړې مخه ونیوله[۳۵] او کله چې مشرکینو پیغمبر(ص) ځوراوه، هغه د پیغمبر(ص) د دفاع لپاره ودرېد.[۳۶] د مکې د مشرکینو برعکس، هغه د افرادو د مسلمان کیدو لپاره خنډ نه و؛ د مثال په توګه، ځینې راپورونه وايي چې هغه خپله میرمن فاطمه بنت اسد ته بلنه ورکړه چې د پیغمبر(ص) پیروي وکړي،[۳۷] یا کله چې هغه خپل زوی علي ولید چې په لمانځه کې د پیغمبر(ص) اقتدا کوي، نو هغه ته یې امر وکړ چې تل دې پیغمبر(ص) سره مل وي؛‏[۳۸] ځکه چې هغه یوازې د ښو کارونو لپاره بلنه ورکوي.[۳۹] ابوطالب خپل بل زوي جعفر ته هم امر وکړ چې د خدای له رسول سره لمونځ وکړي.[۴۰]

د ابوطالب شعرونه

د پیغمبر(ص) د نبوت په ملاتړ کې د ابوطالب شعرونه د هغه د ایمان یو بل ثبوت ګڼل کیږي.[۴۱] لکه څنګه چې په کافی کتاب کې روایت شوی، امام باقر(ع) د ابوطالب د ایمان د ثابتولو لپاره د هغه د دې شعر یادونه وکړه:

أَلَمْ تَعْلَمُوا أَنَّا وَجَدْنَا مُحَمَّدًا
نَبِیًّا کَمُوسَی خُطَّ فِی أَوَّلِ الْکُتُبِ‏[۴۲]

ایا تاسو نه پوهیږئ چې موږ محمد د موسی په څېر پیغمبر ګڼو، چې په تیرو کتابونو کې معرفي شوی دی؟ د هغه ترټولو مشهور شعر، چې قصیده لامیه نومیږي، په د دې بیت سره پیل کیږي:

خليلي مَا أُذُنِي لأوّل عاذل
بصغواء فِي حق وَ لَا عِنْد بَاطِل[۴۳]

زما ملګريه، ما هیڅکله د ملامت کونکو خبرو ته غوږ نه دی نیولی، او هیڅ کفر او ګناه ته ګروهنه نه لرم. د هغه ځینې نور شعرونه چې د هغه د ایمان څرګندونه کوي، په لاندې ډول دي:

لقد اكرم اللَّه النّبىّ‌ مُحَمَّداً
فأكرَمُ خلقِ اللّهِ فى النّاسِ أَحْمَدُ
وَ شَقَّ لَهُ مِنْ اسْمِهِ لِيُجِلَّهُ
فَذُو الْعَرْشِ مَحْمُودٌ وَ هذا مُحَمَّدٌ‏[۴۴]

خدای پیغمبر محمد ته عزت ورکړی دی، نو د خدای د مخلوق تر منځ له ټولو عزت لرونکی کس احمد دی د هغه نوم یې له خپله نومه واخست، ځکه چې خدای پاک چې د عرش څیښتن دی هغه محمود د او دې محمد.

يا شاهِدَ اللَهِ عَلَيَّ فَاِشهَدِ
أَنّي عَلى دينِ النَبِيِّ أَحمَدِ‏[۴۵]

ای ګواهانو! شاهد اوسئ چې زه د خدای د پیغمبر احمد په دین ولاړ یم.

علامه امیني، د ابوطالب څخه روایت شوي شعرونو ته په پام، په دې باور دی چې که چیرې د هغه په شعرونو کې دا مختلف تعبیرونه د خدای د رسول(ص) د نبوت د شهادت او اعتراف په توګه ونه ګڼل شي، نو نور په نبوت باندې اعتراف او شهادت څنګه وي؟[۴۶] هغه په خپل کتاب الغدیر کې، د ابوطالب هغه شعرونه راټول کړي دي چې په سنی سرچینو کې روایت شوي او د هغه په ایمان دلالت لري.[۴۷]

د فاطمه بنت اسد مسلمانیدل

د امام سجاد(ع) څخه یو روایت نقل شوی، چې په کېد ابوطالب د ایمان ثابتولو لپاره، د ابوطالب او د فاطمه بنت اسد چې د هغه میرمن وه، د نکاح د نه باطلیدو سره دلیل راوړی شوی دی.[۴۸] ابن ابي الحديد، چې د معتزله سني عالمانو څخه دی، فاطمه بنت اسد د یوولسمې ښځې په توګه معرفي کړې ده چې په پیغمبر(ص) یې ایمان راوړی و.[۴۹] له همدې امله، د هغې د ایمان وخت د بعثت په لومړي یا دوهم کال پورې اړه لري.[۵۰] دا په داسې حال کې دي چې د اسلامي فقهې له مخې، که چیرې یوه غیر مسلمه ښځه اسلام قبول کړي مګر د هغې میړه مسلمان نه شي، نو د هغوي باطلیږي او ښځه له میړه جلا کیږي؛[۵۱] لکه څنګه چې سني فقهاوو هم دا حکم متفق علیه ګڼلی دی.[۵۲] له همدې امله، دا حقیقت چې فاطمه بنت اسد د اسلام له منلو وروسته له خپل میړه ابو طالبه نه ده جلا شوی، د دې نښه ګڼل کیږي چې ابو طالب کافر نه و.[۵۳] په هرصورت، نور راپورونه هم شته چې د هغې مسلمانید د هغې د میړه له مړینې وروسته ګڼي.[۵۴]

د ابو طالب په کفر باندې د ځینو سني عالمانو دلیلونه

د ابو طالب په کفر باندې د سني عالمانو ځنې دلیلونو دا دي:

د ضحضاح حدیث

هغه سنيان چې د ابوطالب په کفر باور لري د هغوي د ضحضاح حديث سره دلیل راوړی دی. د دې حديث له مخې، چې په معتبرو سني سرچينو (لکه صحيح بخاري او صحيح مسلم) کې ذکر شوی، ابوطالب به د هغه خدمتونو په بدل کې چې د پیغمبر(ص) یې کړي دي او د هغه حضرت د شفاعت په سبب به، د دوزخ له ژورو کندو (دَرَکات) څخه به د ضحضاح په نوم یو ځای ته ولیږدولی شي، او عذاب به یې یو څه کم شي.[۵۵] د ضحضاح حديث د هغو کسانو لپاره تر ټولو مهم دليل ګڼل کېږي چې د ابوطالب له ايمان څخه انکار کوي.[۵۶]

له بلې خوا، شيعه عالمان دا حديث د سني اصولو له مخې هم د اعتبار وړ نه ګڼي؛[۵۷] ځکه چې د هغې محتوا د قرآن له مختلفو آيتونو[۵۸] او په سني سرچينو کې نقل شوي مختلفو حديثونو سره په ټکر کې ده[۵۹] چې د کافرانو ته د هر ډول شفاعت یا امتیاز ردوي.[۶۰] فخار بن مَعَد موسوي په خپل کتاب «ایمان ابی طالب» کې له امام باقر(ع)، امام صادق(ع) او امام رضا(ع) څخه حدیثونه روایت کړي دي چې د ضحضاح د روایت پر ضد یې دریځ نیولی و. او دا ډول روایتونه یې د خدای د دښمنانو د دروغو پایله ګڼلې ده.[۶۱]

دتوبه سورې د ۱۱۳ او د سورة قصص د ۵۶ آیتونو لاندې ذکر شوي روایتونه

شوکاني، چې یو سني عالم دی، د قصص سورې د ۵۶ آیتونو او د توبه سورې د ۱۱۳ آیتونو لاندې ذکر شوي روایتونه له مخې ابوطالب د مشرک په توګه معرفي کړی دی.[۶۲] سني سرچینو د قصص سورې د ۵۶ آیتونو لاندې روایتونه روایت کړي دي چې له مخې یې پیغمبر(ص) له ابوطالب څخه وغوښتل چې دواړه شهادتونه ولولي او په خپلو وروستیو شیبو کې مسلمان شي، خو هغه له دې کار څخه انکار وکړ او د مشرک په توګه مړ شو.[۶۳] همدارنګه، د توبې سورې د ۱۱۳ آیت لاندې ذکر شوي روایتونو کې، پیغمبر(ص) د ابوطالب لپاره د بخښنې غوښتلو څخه منع کړې ده، چې د مشرک په توګه مړ شوی و.[۶۴]

په مقابله کې یې دا روایتونه د ځینو سني عالمانو نقد شوي دي، او هغوي دا ډول راپور غلط ګڼلی دی.[۶۵] د علامه امیني په وینا، ځینې هغه کسان چې دا راپور یې روایت کړی د امام علي(ع) دښمنان وو، او د داسې خلکو په خبرو باندې باور نه شي کیدی چې د امام علي(ع) د سپکاوي په غرض یې خبرې کړي دي.[۶۶] همدارنګه، د امیني په وینا، دا روایتونه، د نورو روایتونو سره په ټکر کې دي چې په سني سرچینو کې ذکر شوي دي؛[۶۷] ځکه چې، د ابن حنبل او ترمذي (د حدیثو دوه مشهور سني عالمان) لخوا روایت شوي روایت سره سم، او سني عالمانو هم دا روایتونه مستند ګڼلي دي، دا آیت د هغه سړي په اړه نازل شوی چې د خپل پلار لپاره یې بخښنه غوښته.[۶۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ طباطبایی، «بایسته پژوهشی در مورد حضرت ابوطالب(ع)»، مخ۱۰۱.
  2. ↑ شیخ طوسی، التبیان، ټوک۸، مخ۱۶۴‬؛ طباطبایی، ‫المیزان فی تفسیر القرآن، ټوک۹، ۴۰۵-۴۰۶مخونه.
  3. ↑ طبسی نجفی، منیة الراغب، مخ۱۶۱.
  4. ↑ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، ټوک۱۴، ۶۵-۶۶مخونه.
  5. ↑ مروجی طبسی، «اثبات ایمان ابوطالب(ع) در سخنان عالمان اهل‌سنت از سده دوم تا پانزدهم»، ۱۱۹-۱۲۰مخونه.
  6. ↑ وګورئ: مروجی طبسی، «اثبات ایمان ابوطالب(ع) در سخنان عالمان اهل‌سنت از سده دوم تا پانزدهم»، ۱۱۹-۱۲۰مخونه.
  7. ↑ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، ټوک۱۴، مخ۶۶.
  8. ↑ زینی دحلان، اسنی المطالب، مخ۳۱.
  9. ↑ طباطبایی، «بایسته پژوهشی در مورد حضرت ابوطالب(ع)»، مخ۱۰۱.
  10. ↑ مجلسی،‌ مرآة العقول، ټوک۵، مخ۲۳۵.
  11. ↑ قرشی، تفسیر احسن الحدیث، ټوک۳، مخ۲۰۳؛ مرتضوی، «بررسی روایات ضحضاح»، ۱۶۶-۱۷۱مخونه.
  12. ↑ سقاف، «مقدمه»، مخ۱۷.
  13. ↑ وګورئ: ابن‌حجر عسقلانی، الاصابة فی تمییز الصحابه، ټوک۱، مخ۳۸۴.
  14. ↑ هدایت‌پناه، «نقدی بر رویکرد صحابه‌نگاران به حضرت ابوطالب(ع) با تکیه بر ابن‌حجر و کتاب الاصابة»، ۹۰-۹۱مخونه.
  15. ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ټوک۴، مخ۲۴.
  16. ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ټوک۴، مخ۲۴.
  17. ↑ ابن‌الحجة الحموی، ثمرات الاوراق، ټوک۲، مخ۱۴؛ دیاربکری، تاریخ الخمیس، ټوک۱، مخ۳۰۰؛ حلبی، السیرة الحلبیة، ټوک۱، مخ۴۹۷.
  18. ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ټوک۱، مخ۸۱.
  19. ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۴۴۸.
  20. ↑ ‏ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، ټوک۱۴، ۸۱-۸۲مخونه.
  21. ↑ طباطبایی، «بایسته پژوهشی در مورد حضرت ابوطالب(ع)»، مخ۱۰۲.
  22. ↑ طباطبایی، «بایسته پژوهشی در مورد حضرت ابوطالب(ع)»، مخ۱۰۲.
  23. ↑ طباطبایی، «بایسته پژوهشی در مورد حضرت ابوطالب(ع)»، مخ۱۰۳.
  24. ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ټوک۴، مخ۱۷.
  25. ↑ طباطبایی، «بایسته پژوهشی در مورد حضرت ابوطالب(ع)»، ۱۰۲-۱۰۳مخونه.
  26. ↑ شیخ طوسی، الامالی، مخ۳۰۵.
  27. ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ټوک۳۵، ۱۵۶-۱۵۷مخونه.
  28. ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۴۴۶.
  29. ↑ کراجکی، کنز الفوائد، ټوک۱، مخ۱۸۳.
  30. ↑ کراجکی، کنز الفوائد، ټوک۱، ۱۸۲-۱۸۳مخونه.
  31. ↑ علامه امینی، الغدیر، ټوک۷، ۵۱۸-۵۳۸مخونه.
  32. ↑ وګورئ: طبسی نجفی، منیة الراغب، مخ۲۹-۳۸.
  33. ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ټوک۴، مخ۱۰.
  34. ↑ طباطبایی، «بایسته پژوهشی در مورد حضرت ابوطالب(ع)»، مخ۱۰۱.
  35. ↑ ابن‌هشام، السیرة النبویة، ټوک۱، ۲۶۶-۲۶۷مخونه.
  36. ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۴۴۹.
  37. ↑ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، ټوک۱۳، مخ۲۷۲.
  38. ↑ ابن‌هشام، السیرة النبویة، ټوک۱، مخ۲۴۷‬؛ ‫ابن‌حجر عسقلانی، الاصابة فی تمییز الصحابة، ټوک۷، مخ۱۹۸.
  39. ↑ ابن‌هشام، السیرة النبویة، ټوک۱، مخ۲۴۷‬.
  40. ↑ ابن‌اثیر، اسد الغابة، ټوک۱، مخ۳۴۱‬؛ ‫ابن‌حجر عسقلانی، الاصابة فی تمییز الصحابة، ټوک۷، مخ۱۹۸.
  41. ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ټوک۴، مخ۱۱.
  42. ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، ۴۴۸-۴۴۹مخونه.
  43. ↑ شیخ مفید، ایمان ابي طالب، مخ۱۸.
  44. ↑ ابن‌ابي الحدید، شرح نهج البلاغة، ټوک۱۴، مخ۷۸.
  45. ↑ کراجکی، کنز الفوائد، ټوک۱، مخ۱۸۲.
  46. ↑ علامه امینی، الغدیر، ټوک۷، مخ۴۶۰.
  47. ↑ علامه امینی، الغدیر، ټوک۷، ۴۴۶-۴۶۰مخونه.
  48. ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ټوک۳۵، مخ۱۵۷.
  49. ↑ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ټوک۱، مخ۱۴.
  50. ↑ مرتضوی، «بررسی روایات ضحضاح»، مخ۱۶۰.
  51. ↑ سابق، فقه السنة، ټوک۲، مخ۲۳۹.
  52. ↑ ابن‌منذر، الاشراف علی مذاهب العلماء، ټوک۵، مخ۲۵۲.
  53. ↑ مرتضوی، «بررسی روایات ضحضاح»، مخ۱۶۰.
  54. ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ټوک۲، مخ۳۵.
  55. ↑ بخاری، صحیح البخاري، ټوک۵، مخ۵۲؛ ټوک۸، ۴۶ او ۱۱۶مخونه؛ مسلم، صحیح مسلم، ټوک۱، ۱۹۴-۱۹۵مخونه.
  56. ↑ فاکر میبدی، «کنکاشی در حدیث ضحضاح از نگاه فریقین»، مخ۳۹۵.
  57. ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه امینی، الغدیر، ټوک۸، مخ۳۸؛ خنیزی، ابوطالب مؤمن قریش، ۳۷۸-۳۸۷مخونه.
  58. ↑ د مثال په توګه وګورئ: بقره سورې ۱۶۲ آیت؛ آل‌عمران سورې ۸۸ آیت؛ نحل سورې ۸۵ آیت.
  59. ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابن‌حنبل، المسند، ټوک۶، مخ۴۸۳؛ ابن‌حبان، الصحیح، ټوک۱، مخ۴۴۲.
  60. ↑ علامه امینی، الغدیر، ټوک۸، ۳۸-۴۲مخونه.
  61. ↑ موسوی، الحجة علی الذاهب، ۸۲-۸۵مخونه.
  62. ↑ شوکانی، فتح القدیر، ټوک۴، مخ۲۰۶.
  63. ↑ ابن‌عطیه، المحرر الوجیز، ټوک۴، ۲۹۲-۲۹۳مخونه.
  64. ↑ واحدی، الوجیز، ټوک۱، ۴۸۳-۴۸۴ مخونه.
  65. ↑ د مثال په توګه وګورئ: زمخشری، الکشاف، ټوک۲، مخ۳۱۵؛ ابن‌عاشور، التحریر و التنویر، ټوک۱۰، ۲۱۴ او۲۱۵مخونه.
  66. ↑ علامه امینی، الغدیر، ټوک۸، مخ۱۹.
  67. ↑ علامه امینی، الغدیر، ټوک۸، ۲۳-۲۴مخونه.
  68. ↑ ابن‌حنبل، المسند، ټوک۱، مخ۴۹۹؛ ترمذی، سنن الترمذی، ټوک۵، مخ۲۸۱.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌ابي‌الحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغة لابن‌ابي‌الحدید، قم، د آیت‌الله مرعشی نجفی عام کتابتون، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌اثیر، علي بن ابي‌الکرم، اُسد الغابة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌الحجة الحموي، ابوبکر بن علي، ثمرات الاوراق فی المحاظرات، مصر، مکتبة الجمهوریة العربیة، بې‌نېټې.
  • ابن‌حبان، محمد، الصحیح، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌حجر عسقلاني، احمد بن علي، الاصابة فی تمییز الصحابة، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌حنبل، احمد بن محمد، مسند احمد بن حنبل، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۱۶ق.
  • ابن‌عاشور، محمد بن طاهر، التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ، بې‌نېټې.
  • ابن‌عطیه، عبدالحق بن غالب، المحرر الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۲ق.
  • ابن‌منذر، محمد بن ابراهیم، الاشراف علی مذاهب العلماء، امارات، مکتبة مکة الثقافیة، ۱۴۲۵ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، بیروت، دار المعرفة، بې‌نېټې.
  • حسني صنعاني، هاشم بن یحیی، ارشاد الهارب، من صحة ایمان الاقارب، کربلا، العتبة الحسینیة المقدسة، ۱۴۴۲ق.
  • بحرالعلوم، محمد، «مقدمه»، په ایمان ابی‌طالب (الحجة علی الذاهب إلی کفر ابی‌طالب) کتاب کې، د فخار بن معد موسوي اثر، قم، دار سیدالشهداء، ۱۴۱۰ق.
  • بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • بلاذري، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، د سید محمدباقر محمودي په څېړنه او تعلیق، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۴ق/ ۱۹۷۴م.
  • ترمذي، محمد بن عیسی، سنن الترمذي، مصر، شرکة مکتبة ومطبعة مصطفی البابی الحلبی، ۱۳۹۵ق.
  • حلبي، علي بن ابراهیم، السیرة الحلبیة، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۷ق.
  • خنیزي، عبدالله بن علي، ابوطالب مؤمن قریش، قم، دار الغدیر، ۱۴۲۵ق.
  • دیاربکري، حسین بن محمد، تاریخ الخمیس فی احوار أنفس النفیس، بیروت، دار صادر، بې‌نېټې.
  • زمخشري، محمود، الکشاف عن غوامض التنزیل، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • سابق، سید، فقه السنة، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۳۹۷ق.
  • سقاف، حسن بن علي، «مقدمه»، په اسنی المطالب فی اثبات ایمان ابي‌طالب کتاب کې، د احمد زیني دحلان اثر، عمان، دار الامام النووی، ۱۴۲۸ق.
  • شوکاني، محمد بن علي، فتح القدیر، دمشق، دار ابن‌کثیر، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافة، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بې‌نېټې.
  • شیخ مفید، محمد بن نعمان، ایمان ابی‌طالب، قم، المؤتمر العالمی لألفیّة الشیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایي، سید محمدکاظم، «بایسته پژوهشی در مورد حضرت ابوطالب(ع)» (د حضرت ابوطالب په اړه د څېړنیز ارینه)، د سفینې د قرآن او حدیث مطالعاتو مجله، ۴۹مه ګڼه، د ۱۳۹۴هـ.ل کال ژمی.
  • طباطبایي، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
  • طبسي نجفي، محمدرضا، منیة الراغب فی ایمان ابی‌طالب، کربلا، العتبة الحسینة المقدسة، ۱۴۴۲ق.
  • عاملي، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • علامه امیني، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، ۱۴۱۶ق.
  • علامه مجلسي، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • فاکر میبدي، محمد، «کنکاشی در حدیث ضحضاح از نگاه فریقین» (د ضحضاح په حدیث کې د فرقینو په لیدلوری کې څېړنه)، د تطبیقي حدیث پوهنې څېړنیزه مجله، ۱۴مه ګڼه، د ۱۴۰۰هـ.ل کال پسرلی او اوړی.
  • فتال نیشابوري، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، د رضی خپرندوی، ۱۳۷۵ل.
  • قرشي، سید علي‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، قم، دفتر نشر نوید اسلام، ۱۳۹۱ل.
  • کراجکي، محمد بن علي، کنز الفوائد، قم، دار الذخائر، ۱۴۱۰ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتاب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسي، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل‌الرسول، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۴ق.
  • مرتضوي، محمد، «بررسی روایات ضحضاح» (د ضحضاح روایتونو ته کتنه)، د قرآن او حدیث علومو مجله، ۸۳مه ګڼه، د ۱۳۸۸هـ.ل کال مني او ژمی.
  • مروجي طبسي، محمدعلي، «اثبات ایمان ابوطالب(ع) در سخنان عالمان اهل‌سنت از سده دوم تا پانزدهم» (له دویمه هجري پېړۍ تر پنخلسمه پوری د سنی عالمانو په وینا کې د ابوطالب ایمان اثباتول)، د قرآن او حدیث د علومو او لارښوونو مجله، ۱۸مه ګڼه، د ۱۴۰۱هـ.ل کال منی.
  • مسلم، ابن‌الحجاج، صحیح مسلم، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بې‌نېټې.
  • موسوي، فخار بن معد، الحجة علی الذاهب الی تکفیر ابی‌طالب، قم، سید‌الشهدا، ۱۴۱۰ق.
  • نجاشي، احمد بن علي، رجال النجاشي، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۸ق.
  • واحدي، علي بن احمد، الوجیز فی تفسیر القرآن العزیز، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۵ق.
  • هدایت‌پناه، محمدرضا، «نقدی بر رویکرد صحابه‌نگاران به حضرت ابوطالب(ع) با تکیه بر ابن‌حجر و کتاب الاصابة» (د ابن حجر او الاصابه کتاب پر بنسټ د حضرت ابوطالب په اړه د صحابه لیکوونکو لیدلوری باندی کره کتنه)، د سفینې د قرآن او حدیث مطالعاتو مجله، ۴۹مه ګڼه، د ۱۳۹۴هـ.ل کال ژمی.