مکارم الاخلاق دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د صحیفه سجادیه لاسلیک نسخه، د عبدالله یزدي لخوا، د شعبان په 1102 هجري قمري کال کې لیکل شوې

مکارم الاخلاق دعا یا د صحیفه سجادیه شلمه دعا له امام سجاد(ع) څخه ماثوره دعا ده چې پکې د نیکو اخلاقو او د ښو کارونو د حاصلولو او له اخلاقي رذایلو د لرې والي له پاره له خدایه د مرستې غوښتنه کیږي. په دې دعا کې په غوښتنو کې په دوو چورلیزونو، وګړنیزو او ټولنیز اخلاقیات شامل دي. امام سجاد(ع) په دې دعا کې د انسان د ودې او کمال خنډونو او د شیطان د القائاتو له شره د هغه د ژغورنې لارو ته اشاره کړې ده.

د دغه دعا په لومړنیو زیاترو برخو کې صلوات تکرار شوی او له هغه وروسته له خدایه غوښتنې او دعا شوې چې د دغه تکرار سبب استجابت ته د دعا نزدې والی ګڼل شوی دی. د صحیفه سجادیه شلمه دعا داخلاقو د لاسته راوړلو او د خوښو کارونو د ترسره کولو لپاره د انسانانو د انساز سازو تعلیماتو د لرلو په وجه مکارم الاخلاق دعا نومول شوې ده.

مکارم الاخلاق دعا د محمد تقي فلسفي، مصباح یزدي او روح الله خاتمي له خوا د درس اخلاق په چوکاټ کې شرحه شوې او په جدا ډول چاپ شوې ده. همداراز دا دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه د حسین انصاریان په دیار عاشقان او د سید علي خان مدني په ریاض السالکین کې هم تشریح شوې ده.

اهمیت او مقام

د صحیفه سجادیه شلمه دعا داخلاقو د لاسته راوړلو او د خوښو کارونو د ترسره کولو لپاره د انسانانو د انساني کولو درسونو د لرلو په وجه مکارم الاخلاق دعا مشهوره شوې ده.[۱] امام سجاد(ع) په دې دعا کې ډېر اخلاقي رذایل او ګناهانې بیانوي، همداراز د اخلاقي فضایلو یو لړ لیک بیانوي او په هغو د پسولل کېدو لپاره له خدایه غوښتنه کوي.[۲]

له ادبي ښکلاوو او بدیعاتو د امام سجاد(ع) استفاده او د نحوي او صرفي اسلوبونو انتخاب، همداراز له محتوا سره د غږمله مفاهیمو او تورو انتخاب د مکارم الاخلاق دعا له ځانګړنو ګڼل شوي دي.[۳]

په لومړیو برخو کې د صلوات تکرار

پر محمد او آل محمد صلوات او درود په مکارم الاخلاق دعا کې شل ځله تکرار شوی دی او په هر ځل کې له درود وروسته نوې غوښتنې شوې دي.[۴] په صلوات سره د دعا پېلول له هغو سنتونو ګڼل شوې چې د معصومانو له سیرته رارسېدلې او امر یې کړی چې له خدایه له هرې دعا مخکې او وروسته صلوات ولېږل شي.[۵] ویل شوي له دې امله چې د روایتونو په اساس صلوات قبلیږي، نو کومې غوښتنې چې له صلوات او درود سره یو ځای د خدای در ته وړاندې شي د منل کېدو ښه زمینه لري؛ له دې امله امام سجاد(ع) په دې او د صحیفه سجادیه په نورو دعاګانو کې له صلوات زیاته استفاده کړې ده.[۶]

له خدایه د غوره اخلاقو د غوښتنې لامل

روح الله خاتمي د مکارم الاخلاق دعا د شرحې په سر کې د دې پوښتنې په مطرحولو سره چې څنګه له خدایه د ښو اخلاقو دغوښتنو امکان شته دی حال دا چې انسان په خپله باید د ښو اخلاقو د لاسته راوړلو لپاره هڅه وکړي او بې هڅې هیڅ ځای ته نه رسیږي، داسې ځواب ورکوي چې دعا د هڅې او کوشش ځای ناستی نه دی؛ بلکې د انسان د هڅې او کوشش ملاتړې او مرستندویه ده؛ پر دې اساس د غوره اخلاقو د لاسته راوړلو لپاره پر پرله پسې هڅو سربېره دعا ته هم ضرورت دی چې د خدای خواست او مشیت له هغې سره تعلق پېدا کړي. له بلې خوا کله چې دعا ته لاسونه پورته کیږي په انسان کې یو ډول تلقین پېدا کیږي او د ښو اخلاقو د لاسته راوړلو هوډ یې پياوړی کیږي.[۷]

تعلیمات

د مکارم الاخلاق دعا اصلي موضوع، د نیکو اخلاقو د لاسته راوړلو او د ښو کارونو د کولو لپاره له خدایه غوښتنې دي.[۸] په دې دعا کې په غوښتنو کې د فکر، خبرو او عمل په برخو کې اخلاقیات شامل دي او په دوو چورلیزونو، وګړنیزو اخلاقو او ټولنیزو اخلاقو کې وړاندې شوې دي.[۹] له امام سجاده د مکارم الاخلاق دعا تعلیمات په ۳۰ برخو کې [۱۰] د سید علي نقي فیض الاسلام د صحیفې د ترجمې او شرحې د وېش په اساس په لاندې ډول دي:

د وګړنیزو اخلاقو چورلیزونه

  • د ایمان د ډېرې بشبړې مرحلې، د یقین تر ټولو لوړې درجې، بهترین نیت او تر ټولو اوچتو عملونو غوښتنه
  • ایمان د ټولو ښېګړو او ښو اخلاقو سرچینه ده
  • نیت د نېک عمل سرچینه ده
  • د انسان د ترقۍ او ودې خنډونه: له خدایه بغېر بل څه یا چاته پام او پرې بوختېدل، فقر، طمع، کبر، ځان منمي او ویاړنه
  • د انسان د ژغورنې لارې: د قیامت لپاره د عملونو ترسره کول، د هدف په لاره کې د وخت لګول، له فقره خوندي والی او د رزق پراختیا، بې له عجب او ریا د عبادت ترسره کول او بې احسان اړولو د خیر عملونو ترسره کول.
  • له سرلوړۍ او برزګۍ سره سره د تواضع درخواست.
  • د طاعت او بندګۍ په لاره کې د عمر دعا.[۱۱]
  • په عمل کې پایداري:غوره هدایت، ټینګ نیت، دایمي عبادت او له شېطانه لرې والی
  • په اخلاقي چارو کې د کمال دعا
  • په ژوند کې د مالي پراختیا او په بوډاتوب کې د پراخ رزق دعا
  • د عمر په پای کې د الهي عفوې دعا
  • په ټول ژوند کې د خدای په یاد کې پاتېدل
  • له الهي عذابه د خوندیتوب لپاره دعا
  • تر ټولو ښې لارې ته د هدایت دعا
  • دا دعا چې په توانمنۍ او شتمنۍ کې ازمېښت او ګمراه نه شي.
  • په ژوند کې اعتدال
  • له خدایه تر ټولو د ښو څیزونو غوښتل
  • د حق له رحمته د بې برخې توب له عواملو د لرې والي دعا.[۱۲]
  • په مال سره د الهي بندګانو ازمېښت
  • په مال کې د برکت دعا
  • الهي قدرت ته پناه وړل
  • د تقوا او د الهي هدایت په اساس د خبرې کولو غوښتنه [۱۳]
  • د تنګدستۍ او نېستۍ سختۍ او سپکاوي
  • په عبادت کې د اعتدال غوښتنه
  • د رزق ګټلو په وجه له عبادته نه پاتې کېدل[۱۴]
  • د هر شي بدلون د خدای په لاس کې دی.
  • دا چې نفس د هلاکت له خطر سره مخ دی
  • له الهي عفوې سره د یو ځای کېدو غوښتنه
  • د خدای په ذکر او د خدای په اطاعت او محبت سره د دین او اخرت خېر ته رسېدل.[۱۵]
  • د الهي مینې لپاره د اسانې لارې غوښتنه
  • په دنیا او اخرت کې له خدایه د نیکۍ غوښتنه
  • دا دعا چې د عمر انجام مو له الهي عفوې سره یو ځای وی[۱۶]

د ټولنیزو اخلاقو چورلیزونه

  • د نورو د بد اندیشۍ د اصلاح لپاره دعا: په مینه د حسد بدلېدل
  • د کامیابۍ او پر دښمنانو د غلبې لپاره دعا
  • د امنیت له خوږوالي د برخمنېدا او د ظالمانو له ظلمه د خوندي توب دعا [۱۷]
  • اخلاقي ایثار او تېرېدنې
  • د قدرت غوښتنې او د نورو په حقوقو د تیري نفي
  • د صالحانو د ځانګړنو بیان:د عدالت پراختیا، د غصې څښل، د خلکو تر مینځ اصلاح، د خلکو د ښو کارونو ښکاره کول، عیب پټول، نرم خویي، خاکساري، خوش سلوکي، ارامښت، وقار، خوش اخلاقي، د ټولنیز ادب خیال ساتل، عمومي اخلاق او...
  • له اسرافه ډډه کول
  • د بد کار په وړاندې ښه ځواب
  • له غیر خدا د مرستې غوښتنې ناوړه پایلې
  • د انسانانو په زړه او ژبه شېطاني القائات( باطل ارمان، بدګماني، حسد، کنځل او بدې ردې، باطله ګواهي، د نورو عزت خرابول او...)
  • له ظلم کولو او ظلم زغملو څخه خدای ته پناه وړل
  • د الهي هدایتونو بیان (د بیان طاقت او د خلکو په هدایت کې یې اثر)
  • مسوولیت منل او سم مدیریت
  • په دوستۍ د نزدې دښمنانو بدلېدل
  • له نورو سره ملګرتیا او د ټولنې خدمت
  • له جماعت سره ملګرتیا او د بدعت ګزارانو پرېښودل[۱۸]
  • د انسانانو کرامت او حیثیت ته پام
  • سپکو خلکو ته په نه محتاجه کېدو سره د عزت د ساتلو غوښتنه
  • خېر ته د بلونکو په شمېر کې راتلل
  • د بېلګې او اسوې لرل او د عدالت په پراختیا او خپرولو کې د لورنیونې ټاکل
  • د ارامښت راتلل او له تاوتریخوالي سره مقابله
  • په ښېګړو د ټولنیزو سیالو اهمیت
  • د ضرر او زیات د لاملونو دفع کول
  • د بې ځایه احسان پرېښودل
  • د ظالم پر وړاندې د پیاوړي لاس او د دښمنانو په وړاندې د ګویا ژبې غوښتنه
  • د مال د زېرمه کوونکو مال ته بې پروایي
  • د محمد او آل محمد لپاره تر ټولو د غوره صلواتونو غوښتنه [۱۹]

شرحې

د مکارم الاخلاق دعا جدا جدا شرحې شوې دي چې ځینې یې دا دي:

  • شرح و تفسیر دعای مکارم الاخلاق د محمدتقی فلسفي لیکنه چې د نشر فرهنګ اسلامي خپرنځي لخوا په ۱۳۷۰ لمریز کال کې خپره شوې ده. دغه شرحه د فلسفي د ویناوو ټولګه ده چې په قم او تهران کې د صحیفه سجادیه د شلمې دعا په شرحې کې یې کړې دي او له غونډېدو او ورسره د ځینو ایتونو او روایتونو له زیاتېدو وروسته په ۸۹ څپرکو کې چاپ شوې ده.[۲۰]
  • شرح دعای مکارم الاخلاق ، لیک د محمدتقی مصباح یزدي. (په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ لمریز کلونو کې د اخلاقو د درسونو ټولګه)[۲۱]
  • نورالافاق: شرح دعای مکارم الاخلاق، لیک د شیخ محمدحسین ذوعلم علی‌اکبر علمي خپرنځي په ۱۳۷۰ قمري کال کې چاپ کړې ده.[۲۲]
  • آینه مکارم (شرح دعای مکارم الاخلاق امام سجاد)؛په دو ټوکو کې د مکارم الاخلاق دعا په شرحه کې د سید روح الله خاتمي د اخلاقو درسونه دي چې په ۲۳ ټولګیو کې وړاندې شوي او د زلال خپرنځي له خوا په ۱۳۶۸ کال کې چاپ شوې دي.[۲۳]


دعای مکارم الاخلاق همداراز په هغو شرحو کې چې د صحیفه سجادیه په ټولو دعاګانو لیکل شوې هم تشریح شوې ده. دغه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو منجمله د حسین انصاریان په کتاب دیار عاشقان[۲۴] او په شهود او شناخت کتاب ، لیک د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي[۲۵] او د صحیفه سجادیه په شرحه او ترجمه کې چې سید احمد فهري کړې ده[۲۶] په فارسۍ ژبه تشریح شوې ده.

مکارم الاخلاق دعا همداراز په ځینو کتابونو لکه ریاض السالکین لیک د سید علی‌خان مدنی،[۲۷] فی ظلال الصحیفة السجادیه لیک د محمدجواد مغنیه،[۲۸] ریاض العارفین تألیف د محمد بن محمد دارابی[۲۹] او آفاق الروح ، لیک د سید محمدحسین فضل‌الله[۳۰] په عربۍ ژبه تشریح شوې ده. د دغه دعا کلمات او ټکي هم په لغوي شرحو کې لکه تعلیقات علی الصحیفة السجادیه لیک د فیض کاشانی[۳۱] او شرح الصحیفة السجادیه لیک د عزالدین جزائری[۳۲] توضیح او سپړل شوې ده.

متن او ترجمه

  • د صحیفه سجاده شلمه دعا
متن ژباړه [۱]
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي مَكَارِمِ الْأَخْلَاقِ وَ مَرْضِيِّ الْأَفْعَالِ

(۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ بَلِّغْ بِإِیمَانِی أَکمَلَ الْإِیمَانِ، وَ اجْعَلْ یقِینِی أَفْضَلَ الْیقِینِ، وَ انْتَهِ بِنِیتِی إِلَی أَحْسَنِ النِّیاتِ، وَ بِعَمَلِی إِلَی أَحْسَنِ الْأَعْمَالِ. (۲) اللَّهُمَّ وَفِّرْ بِلُطْفِک نِیتِی، وَ صَحِّحْ بِمَا عِنْدَک یقِینِی، وَ اسْتَصْلِحْ بِقُدْرَتِک مَا فَسَدَ مِنِّی.

(۳) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اکفِنِی مَا یشْغَلُنِی الِاهْتِمَامُ بِهِ، وَ اسْتَعْمِلْنِی بِمَا تَسْأَلُنِی غَداً عَنْهُ، وَ اسْتَفْرِغْ أَیامِی فِیمَا خَلَقْتَنِی لَهُ، وَ أَغْنِنِی وَ أَوْسِعْ عَلَی فِی رِزْقِک، وَ لَا تَفْتِنِّی بِالنَّظَرِ، وَ أَعِزَّنِی وَ لَا تَبْتَلِینِّی بِالْکبْرِ، وَ عَبِّدْنِی لَک وَ لَا تُفْسِدْ عِبَادَتِی بِالْعُجْبِ، وَ أَجْرِ لِلنَّاسِ عَلَی یدِی الْخَیرَ وَ لَا تَمْحَقْهُ بِالْمَنِّ، وَ هَبْ لِی مَعَالِی الْأَخْلَاقِ، وَ اعْصِمْنِی مِنَ الْفَخْرِ.

(۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ لَا تَرْفَعْنِی فِی النَّاسِ دَرَجَةً إِلَّا حَطَطْتَنِی عِنْدَ نَفْسِی مِثْلَهَا، وَ لَا تُحْدِثْ لِی عِزّاً ظَاهِراً إِلَّا أَحْدَثْتَ لِی ذِلَّةً بَاطِنَةً عِنْدَ نَفْسِی بِقَدَرِهَا.

(۵) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ مَتِّعْنِی بِهُدًی صَالِحٍ لَا أَسْتَبْدِلُ بِهِ، وَ طَرِیقَةِ حَقٍّ لَا أَزِیغُ عَنْهَا، وَ نِیةِ رُشْدٍ لَا أَشُک فِیهَا، وَ عَمِّرْنِی مَا کانَ عُمُرِی بِذْلَةً فِی طَاعَتِک، فَإِذَا کانَ عُمُرِی مَرْتَعاً لِلشَّیطَانِ فَاقْبِضْنِی إِلَیک قَبْلَ أَنْ یسْبِقَ مَقْتُک إِلَی، أَوْ یسْتَحْکمَ غَضَبُک عَلَی. (۶) اللَّهُمَّ لَا تَدَعْ خَصْلَةً تُعَابُ مِنِّی إِلَّا أَصْلَحْتَهَا، وَ لَا عَائِبَةً أُوَنَّبُ بِهَا إِلَّا حَسَّنْتَهَا، وَ لَا أُکرُومَةً فِی نَاقِصَةً إِلَّا أَتْمَمْتَهَا.

(۷) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ أَبْدِلْنِی مِنْ بِغْضَةِ أَهْلِ الشَّنَآنِ الْمَحَبَّةَ، وَ مِنْ حَسَدِ أَهْلِ الْبَغْی الْمَوَدَّةَ، وَ مِنْ ظِنَّةِ أَهْلِ الصَّلَاحِ الثِّقَةَ، وَ مِنْ عَدَاوَةِ الْأَدْنَینَ الْوَلَایةَ، وَ مِنْ عُقُوقِ ذَوِی الْأَرْحَامِ الْمَبَرَّةَ، وَ مِنْ خِذْلَانِ الْأَقْرَبِینَ النُّصْرَةَ، وَ مِنْ حُبِّ الْمُدَارِینَ تَصْحِیحَ الْمِقَةِ، وَ مِنْ رَدِّ الْمُلَابِسِینَ کرَمَ الْعِشْرَةِ، وَ مِنْ مَرَارَةِ خَوْفِ الظَّالِمِینَ حَلَاوَةَ الْأَمَنَةِ.

(۸) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اجْعَلْ لِی یداً عَلَی مَنْ ظَلَمَنِی، وَ لِسَاناً عَلَی مَنْ خَاصَمَنِی، وَ ظَفَراً بِمَنْ عَانَدَنِی، وَ هَبْ لِی مَکراً عَلَی مَنْ کایدَنِی، وَ قُدْرَةً عَلَی مَنِ اضْطَهَدَنِی، وَ تَکذِیباً لِمَنْ قَصَبَنِی، وَ سَلَامَةً مِمَّنْ تَوَعَّدَنِی، وَ وَفِّقْنِی لِطَاعَةِ مَنْ سَدَّدَنِی، وَ مُتَابَعَةِ مَنْ أَرْشَدَنِی.

(۹) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ سَدِّدْنِی لِأَنْ أُعَارِضَ مَنْ غَشَّنِی بِالنُّصْحِ، وَ أَجْزِی مَنْ هَجَرَنِی بِالْبِرِّ، وَ أُثِیبَ مَنْ حَرَمَنِی بِالْبَذْلِ، وَ أُکافِی مَنْ قَطَعَنِی بِالصِّلَةِ، وَ أُخَالِفَ مَنِ اغْتَابَنِی إِلَی حُسْنِ الذِّکرِ، وَ أَنْ أَشْکرَ الْحَسَنَةَ، وَ أُغْضِی عَنِ السَّیئَةِ.

(۱۰) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ حَلِّنِی بِحِلْیةِ الصَّالِحِینَ، وَ أَلْبِسْنِی زِینَةَ الْمُتَّقِینَ، فِی بَسْطِ الْعَدْلِ، وَ کظْمِ الغَیظِ، وَ إِطْفَاءِ النَّائِرَةِ، وَ ضَمِّ أَهْلِ الْفُرْقَةِ، وَ إِصْلَاحِ ذَاتِ الْبَینِ، وَ إِفْشَاءِ الْعَارِفَةِ، وَ سَتْرِ الْعَائِبَةِ، وَ لِینِ الْعَرِیکةِ، وَ خَفْضِ الْجَنَاحِ، وَ حُسْنِ السِّیرَةِ، وَ سُکونِ الرِّیحِ، وَ طِیبِ الْمُخَالَقَةِ، وَ السَّبْقِ إِلَی الْفَضِیلَةِ، وَ إِیثَارِ التَّفَضُّلِ، وَ تَرْک التَّعْییرِ، وَ الْإِفْضَالِ عَلَی غَیرِ الْمُسْتَحِقِّ، وَ الْقَوْلِ بِالْحَقِّ وَ إِنْ عَزَّ، وَ اسْتِقْلَالِ الْخَیرِ وَ إِنْ کثُرَ مِنْ قَوْلِی وَ فِعْلِی، وَ اسْتِکثَارِ الشَّرِّ وَ إِنْ قَلَّ مِنْ قَوْلِی وَ فِعْلِی، وَ أَکمِلْ ذَلِک لِی بِدَوَامِ الطَّاعَةِ، وَ لُزُومِ الْجَمَاعَةِ، وَ رَفْضِ أَهْلِ الْبِدَعِ، وَ مُسْتَعْمِلِ الرَّأْی الْمُخْتَرَعِ.

(۱۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اجْعَلْ أَوْسَعَ رِزْقِک عَلَی إِذَا کبِرْتُ، وَ أَقْوَی قُوَّتِک فِی إِذَا نَصِبْتُ، وَ لَا تَبْتَلِینِّی بِالْکسَلِ عَنْ عِبَادَتِک، وَ لَا الْعَمَی عَنْ سَبِیلِک، وَ لَا بِالتَّعَرُّضِ لِخِلَافِ مَحَبَّتِک، وَ لَا مُجَامَعَةِ مَنْ تَفَرَّقَ عَنْک، وَ لَا مُفَارَقَةِ مَنِ اجْتَمَعَ إِلَیک. (۱۲) اللَّهُمَّ اجْعَلْنِی أَصُولُ بِک عِنْدَ الضَّرُورَةِ، وَ أَسْأَلُک عِنْدَ الْحَاجَةِ، وَ أَتَضَرَّعُ إِلَیک عِنْدَ الْمَسْکنَةِ، وَ لَا تَفْتِنِّی بِالاسْتِعَانَةِ بِغَیرِک إِذَا اضْطُرِرْتُ، وَ لَا بِالْخُضُوعِ لِسُؤَالِ غَیرِک إِذَا افْتَقَرْتُ، وَ لَا بِالتَّضَرُّعِ إِلَی مَنْ دُونَک إِذَا رَهِبْتُ، فَأَسْتَحِقَّ بِذَلِک خِذْلَانَک وَ مَنْعَک وَ إِعْرَاضَک، یا أَرْحَمَ الرَّاحِمِینَ. (۱۳) اللَّهُمَّ اجْعَلْ مَا یلْقِی الشَّیطَانُ فِی رُوعِی مِنَ التَّمَنِّی وَ التَّظَنِّی وَ الْحَسَدِ ذِکراً لِعَظَمَتِک، وَ تَفَکراً فِی قُدْرَتِک، وَ تَدْبِیراً عَلَی عَدُوِّک، وَ مَا أَجْرَی عَلَی لِسَانِی مِنْ لَفْظَةِ فُحْشٍ أَوْ هُجْرٍ أَوْ شَتْمِ عِرْضٍ أَوْ شَهَادَةِ بَاطِلٍ أَوِ اغْتِیابِ مُؤْمِنٍ غَائِبٍ أَوْ سَبِّ حَاضِرٍ وَ مَا أَشْبَهَ ذَلِک نُطْقاً بِالْحَمْدِ لَک، وَ إِغْرَاقاً فِی الثَّنَاءِ عَلَیک، وَ ذَهَاباً فِی تَمْجِیدِک، وَ شُکراً لِنِعْمَتِک، وَ اعْتِرَافاً بِإِحْسَانِک، وَ إِحْصَاءً لِمِنَنِک.

(۱۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ لَا أُظْلَمَنَّ وَ أَنْتَ مُطِیقٌ لِلدَّفْعِ عَنِّی، وَ لَا أَظْلِمَنَّ وَ أَنْتَ الْقَادِرُ عَلَی الْقَبْضِ مِنِّی، وَ لَا أَضِلَّنَّ وَ قَدْ أَمْکنَتْک هِدَایتِی، وَ لَا أَفْتَقِرَنَّ وَ مِنْ عِنْدِک وُسْعِی، وَ لَا أَطْغَینَّ وَ مِنْ عِنْدِک وُجْدِی. (۱۵) اللَّهُمَّ إِلَی مَغْفِرَتِک وَفَدْتُ، وَ إِلَی عَفْوِک قَصَدْتُ، وَ إِلَی تَجَاوُزِک اشْتَقْتُ، وَ بِفَضْلِک وَثِقْتُ، وَ لَیسَ عِنْدِی مَا یوجِبُ لِی مَغْفِرَتَک، وَ لَا فِی عَمَلِی مَا أَسْتَحِقُّ بِهِ عَفْوَک، وَ مَا لِی بَعْدَ أَنْ حَکمْتُ عَلَی نَفْسِی إِلَّا فَضْلُک، فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ تَفَضَّلْ عَلَی. (۱۶) اللَّهُمَّ وَ أَنْطِقْنِی بِالْهُدَی، وَ أَلْهِمْنِی التَّقْوَی، وَ وَفِّقْنِی لِلَّتِی هِی أَزْکی، وَ اسْتَعْمِلْنِی بِمَا هُوَ أَرْضَی. (۱۷) اللَّهُمَّ اسْلُک بی‌الطَّرِیقَةَ الْمُثْلَی، وَ اجْعَلْنِی عَلَی مِلَّتِک أَمُوتُ وَ أَحْیا.

(۱۸) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ مَتِّعْنِی بِالاقْتِصَادِ، وَ اجْعَلْنِی مِنْ أَهْلِ السَّدَادِ، وَ مِنْ أَدِلَّةِ الرَّشَادِ، وَ مِنْ صَالِحِ الْعِبَادِ، وَ ارْزُقْنِی فَوْزَ الْمَعَادِ، وَ سلَامَةَ الْمِرْصَادِ. (۱۹) اللَّهُمَّ خُذْ لِنَفْسِک مِنْ نَفْسِی مَا یخَلِّصُهَا، وَ أَبْقِ لِنَفْسِی مِنْ نَفْسِی مَا یصْلِحُهَا، فَإِنَّ نَفْسِی هَالِکةٌ أَوْ تَعْصِمَهَا. (۲۰) اللَّهُمَّ أَنْتَ عُدَّتِی إِنْ حَزِنْتُ، وَ أَنْتَ مُنْتَجَعِی إِنْ حُرِمْتُ، وَ بِک اسْتِغَاثَتِی إِنْ کرِثْتُ، وَ عِنْدَک مِمَّا فَاتَ خَلَفٌ، وَ لِمَا فَسَدَ صَلَاحٌ، وَ فِیمَا أَنْکرْتَ تَغْییرٌ، فَامْنُنْ عَلَی قَبْلَ الْبَلَاءِ بِالْعَافِیةِ، وَ قَبْلَ الْطَّلَبِ بِالْجِدَةِ، وَ قَبْلَ الضَّلَالِ بِالرَّشَادِ، وَ اکفِنِی مَئُونَةَ مَعَرَّةِ الْعِبَادِ، وَ هَبْ لِی أَمْنَ یوْمِ الْمَعَادِ، وَ امْنَحْنِی حُسْنَ الْإِرْشَادِ.

(۲۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ ادْرَأْ عَنِّی بِلُطْفِک، وَ اغْذُنِی بِنِعْمَتِک، وَ أَصْلِحْنِی بِکرَمِک، وَ دَاوِنِی بِصُنْعِک، وَ أَظِلَّنِی فِی ذَرَاک، وَ جَلِّلْنِی رِضَاک، وَ وَفِّقْنِی إِذَا اشْتَکلَتْ عَلَی الْأُمُورُ لِأَهْدَاهَا، وَ إِذَا تَشَابَهَتِ الْأَعْمَالُ لِأَزْکاهَا، وَ إِذَا تَنَاقَضَتِ الْمِلَلُ لِأَرْضَاهَا.

(۲۲) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ تَوِّجْنِی بِالْکفَایةِ، وَ سُمْنِی حُسْنَ الْوِلَایةِ، وَ هَبْ لِی صِدْقَ الْهِدَایةِ، وَ لَا تَفْتِنِّی بِالسَّعَةِ، وَ امْنَحْنِی حُسْنَ الدَّعَةِ، وَ لَا تَجْعَلْ عَیشِی کدّاً کدّاً، وَ لَا تَرُدَّ دُعَائِی عَلَی رَدّاً، فَإِنِّی لَا أَجْعَلُ لَک ضِدّاً، وَ لَا أَدْعُو مَعَک نِدّاً. (۲۳) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ امْنَعْنِی مِنَ السَّرَفِ، وَ حَصِّنْ رِزْقِی مِنَ التَّلَفِ، وَ وَفِّرْ مَلَکتِی بِالْبَرَکةِ فِیهِ، وَ أَصِبْ بی‌سَبِیلَ الْهِدَایةِ لِلْبِرِّ فِیمَا أُنْفِقُ مِنْهُ.

(۲۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اکفِنِی مَئُونَةَ الِاکتِسَابِ، وَ ارْزُقْنِی مِنْ غَیرِ احْتِسَابٍ، فَلَا أَشْتَغِلَ عَنْ عِبَادَتِک بِالطَّلَبِ، وَ لَا أَحْتَمِلَ إِصْرَ تَبِعَاتِ الْمَکسَبِ. (۲۵) اللَّهُمَّ فَأَطْلِبْنِی بِقُدْرَتِک مَا أَطْلُبُ، وَ أَجِرْنِی بِعِزَّتِک مِمَّا أَرْهَبُ.

(۲۶) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ صُنْ وَجْهِی بِالْیسَارِ، وَ لَا تَبْتَذِلْ جَاهِی بِالْإِقْتَارِ فَأَسْتَرْزِقَ أَهْلَ رِزْقِک، وَ أَسْتَعْطِی شِرَارَ خَلْقِک، فَأَفْتَتِنَ بِحَمْدِ مَنْ أَعْطَانِی، و أُبْتَلَی بِذَمِّ مَنْ مَنَعَنِی، وَ أَنْتَ مِنْ دُونِهِمْ وَلِی الْإِعْطَاءِ وَ الْمَنْعِ.

(۲۷) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ ارْزُقْنِی صِحَّةً فِی عِبَادَةٍ، وَ فَرَاغاً فِی زَهَادَةٍ، وَ عِلْماً فِی اسْتِعْمَالٍ، وَ وَرَعاً فِی إِجْمَالٍ. (۲۸) اللَّهُمَّ اخْتِمْ بِعَفْوِک أَجَلِی، وَ حَقِّقْ فِی رَجَاءِ رَحْمَتِک أَمَلِی، وَ سَهِّلْ إِلَی بُلُوغِ رِضَاک سُبُلِی، وَ حَسِّنْ فِی جَمِیعِ أَحْوَالِی عَمَلِی.

(۲۹) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ نَبِّهْنِی لِذِکرِک فِی أَوْقَاتِ الْغَفْلَةِ، وَ اسْتَعْمِلْنِی بِطَاعَتِک فِی أَیامِ الْمُهْلَةِ، وَ انْهَجْ لِی إِلَی مَحَبَّتِک سَبِیلًا سَهْلَةً، أَکمِلْ لِی بِهَا خَیرَ الدُّنْیا وَ الْآخِرَةِ.

(۳۰) اللَّهُمَّ وَ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، کأَفْضَلِ مَا صَلَّیتَ عَلَی أَحَدٍ مِنْ خَلْقِک قَبْلَهُ، وَ أَنْتَ مُصَلٍّ عَلَی أَحَدٍ بَعْدَهُ، وَ «آتِنا فِی الدُّنْیا حَسَنَةً وَ فِی الْآخِرَةِ حَسَنَةً»، وَ قِنِی بِرَحْمَتِک «عَذابَ النَّارِ».

د هغه حضرت دعا ده په ښو اخلاقو او غوره اعمالو کې

(۱) اى څښتنه پر محمد(ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او زما ايمان د بشپړ ايمان تر حده ورسوه او زما يقين تر ټولو غوره يقين وګرځوه، زما نيت تر ټولو خوښ او عملونه مې تر ټولو د ښو عملونو پړاو ته ورسوه. (۲) اى پاكه خدايه په خپلې مهربانۍ سره زما نيت صفا خالص او سپيڅلى كړه په خپل رحمت سره زما باور كلك او په خپل وس سره زما ړنګوونې او خرابۍ روغې كانده.

(۳) اى خدايه پر محمد(ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او ما له هغو مشغولتياوو چې د عبادت خنډ وي بې نيازه كړه او يوازې پر هغو څيزونو د عمل توفيق راكړه چې سبا به يې رانه پوښتنه كوې. زما د ژوند ورځې د خلكو د اړتياوو د پوره كولو لپاره بيلې كړه او ما له نورو بې نيازه كانده او زما رزق زيات او پراخ کړه په نيستۍ او محتاجۍ کښې مې مه پريباسه. عزت او درناوی راكانده په كبر او وياړ كې مې مه ښكيلوه زما نفس د بندګۍ او عبادت لپاره رام كړه او په ځان خوښونې سره زما عبادت مه فاسده وه زما په لاس خلكو ته خير ورسوه او كړه مې د احسان په اړولو سره مه ضايع كوه ماته لوړ اخلاق راكانده او له غرور او وياړ خرڅولو مې وساته.

(۴ اى خدايه پر محمد (ص) رحمت وليږه او په خلكو كې چې زما مقام څومره لوړوې همدومره مې زما په خپلو سترګو كې سپك كانده او څومره چې ظاهرى عزت راكوې همدومره زما په نفس كې د باطنى سپكاوى احساس پيدا كړه.

(۵) اى څښتنه پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او ما ته داسي نيك هدايت په برخه كړه چې په بل څه يې بدل نه كړم او په داسي نيغې لارې مې روان كانده او ترڅو چې زما ژوند ستا په مننې او اطاعت كې تيريږى ما ژوندی وساته او كله چې د شيطان څړځاى جوړ شي نو مخكې له دې چې ستا خپګان مې په نښه كړي يا راباندې ستا غضب يقيني شي وامى خله. (۶) اى معبوده كه كوم داسې خصلت لرم چې زما لپاره بد او ناوړه وي نو راسم ئي كړه او كه كوم داسې عادت لرم چې پرې رټل كيدی شم نو هغه را جوړ او اصلاح كړه او كوم ښه خويونه مې چې لانيمګړي دي رابشپړ يې كړه.

(۷) اى خدايه رحمت وليږه پر محمد(ص) او د هغه پر آل او زما په باب د كينه كشو ميرڅمنو دښمني په مينې بدله كړه. د سركښو حسد په محبت، په نيكانو بد اعتمادي په سم باور، د خپلوانو دښمنې په دوستۍ، د عزيزانو رشتې غوڅول په صله رحمۍ، د خپلو بې پروايې په مرستې او مدد، د غوړه مالو ظاهري مينه په رښتني الفت او د ملګرو سپكاوونكی سلوك په ښه چلند، او د ظالمانو د ويرې تراخه د امن په خوږو بدل كانده،

(۸) لويه خدايه رحمت وليږه پر محمد(ص) او د هغه پر آل او څوك چې په ما ظلم وكړي پر هغه مې بر كړې او څوك چې راسره جنګيږي د هغه په وړاندې صحت شكنه ژبه راكړې څوك چې راسره ميرڅي وكړى پر هغه بری او كاميابى راكړې او څوك چې راسره مكر وكړي د هغه مكر مات كاندې څوك مې چې وچقوي د هغه د پرزولو وس راكړې څوك چې مې بد وايي د هغه د دورغ ثابتولوطاقت راكړې او څوك مې چې وګواښي له هغه مې خوندى كړې څوك چې مې سماونه كوي د هغه د مننې او څوك چې نيغه لار راوښيى د هغه په پل د پل كيښودلو توفيق راكړې

(۹) اى څښتنه پر محمد(ص) او د هغه پر آل رحمت وليږې او ماته د دې چارې توفيق راكړې چې څوك راسره دوكه او چل وكړي د هغه خير وغواړم او څوك چې مې پريږدي نيك چلند ورسره وكاندم، څوك چې مې بې برخې كړي په بدل كې پرې ښيندنه او سخا وكړم او څوك چې مې رحم غوڅ كړي له هغه سره صله رحمي وكړم او څوك چې پس شا زما بد ووايي زه يې په اپوټه ښه ووايم او په ښه سلوك شكر وكړم او په بديو سترګې پټې كړم.

(۱۰) اى څښتنه پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او ما د عدل په خپرولو، د غصى په زغملو د فتنې په مړولو، د تيت و پركو خلكو په غونډولو، د سولى صفائۍ په كولو، د نيكيو په څرګندولو په عيبو په پرده اچولو، نرم خوئۍ او عاجزۍ، د ښه چلند په خپلولو، د راشه درشه او د ځان د سم ساتلو له نورو سره د ښه اخلاق د چلند، د لوړاوي په لور د پرمختګ، د فضل احسان د غوره ګڼلو،په نورو كې د عيبونو له لټولو او په هغوى د ټكونو له كولو څخه د بچ كيدا له غير مستحقو سره له ښه سلوكه د ځان ساتلو، او د حق خبرې په ويلو كې كه څه هم ګرانه وي او د خپلې دنيا او عمل د ښه والي په كم ګڼلو كې كه څه هم زياته وي او د خپلې ژبې او كړو د بديو په زيات ګنلو كه څه هم كم وي په دغو ټولو كې ما د نيكانو په ګاڼه آغلی كړه او د پرهيز ګارو په كالو مې سينګار كانده او دغه ټول څيزونه په هميشني اطاعت، له جماعت سره په يو ځاى كيدا او د بدعت د خاوندانو او د خپلې خوښې په رايو له عمل كوونكو څخه په جدائۍ سره بشپړتيا ته ورسوه.

(۱۱) اى الله رحمت وليږه پر محمد(ص) او د هغه پر آل او كله چې زه بوډا شم نو زما لپاره خپله پراخه روزي وټاكه او كله چې عاجز او پاتې شم نو په خپل قوي طاقت سره زما لاس ونیسه او ما په دې چارې مه ښكيلوه چې ستا په عبادت كې سستي او كاهلي وكړم او ستا د لارې په پيدا كولو كې ورك شم ستا د مينې له غوښنتو سر وغړوم او كوم چې له تا لرې او خواره وي له هغو سره ناسته پاسته ولرم او څوك چې ستا په لور درمخكې كيدونكي دي له هغو جدا شم. (۱۲) خدايه ما داسې وګرځوه چې د ضرورت په وخت ستا په وسيله بريد وكړم. د اړتيا په وخت تا ته لاس وغځوم او د فقر او بيوزلۍ په وخت تا ته زاري وكاندم او ما داسې مه آزمايه چې د ضرورت او مجبورۍ په شيبو كې له بل چا مرسته وغواړم او د نيستۍ او فقيرۍ په وخت بل چا ته خپلې غوښتنې يوسم او د ويرې په وخت له تا پرته بل چا ته ژړا او زاري وكړم چي ستا لخوا د محرومۍ، نانګارۍ او ناكامۍ وړ وګرځم. اى تر ټولو رحم كوونكيو زيات رحيمه (۱۳) خدايه د حرص بدګمانۍ حسد او زيل هغه جذبې چې شيطان زما په زړه كې پيدا كړي هغه د خپل عظمت په يادولو، ستا په وس كې په ځيرتيا او د دښمن په وړاندې د كومى چارې او تدبير د کولو په خيالونو بدلې كړى او كنځل زيړې، سپورې سپكې چټيات نورو ته بدې ردې ويل، دروغه ګواهى، د غائب مومن غيبت يا له موجودو كسانو سره بدې خبرې يا داسې نورې خبرې كه شيطان زما په خولې راوستل غواړي نو هغه په خپلې لمانځنې د خپلې ستاينې په هاند او ځيرتيا، ستا د سترتوب په بيانولو، د لورينو او نعمتونو په شكر، د احسانونو په اعتراف او ستا د نعمتونو په شميرلو بدل كاندې.

(۱۴) اى الله پر محمد(ص) او د هغه پر آل رحمت واستوه او په ما ظلم ونه شي حال دا چې ته د دغه ظلم د غړولو وس لرې او زه په چا ظلم ونه كړم حال دا چې ته دا وس لرې چې ما د ظلم له كولو منعې كړې او زه لاره وركه نه كړم په داسې حال كې چې ماته لارښوونه تا ته اسانه ده او اړمن نه شم حال دا چې زما د رزق پراخي ستا لخوا ده او سركښه او سرغړاندے نه شم په داسې حال كې چې زما وسمني ستا لخوا ده (۱۵) اى څښتنه زه ستا د بخښنې په لور راغلی يم، ستا د عفوې غوښتندوی او ستا د تيريدنې ليوال يم زه يوازې ستا په فضل باور لرم او له ماسره هيڅ داسې څيز نيشته چې زما د مغفرت سبب شى او نه مې په كړن پاڼې كې داسې څه شته چې ستا د عفوې وړ وګرځم او اوس له دې وروسته چې ما پخپله د ځان په خلاف فيصله كړې نو ستا پر فضل سربيره زما د اميد پانګه او د هيلې ځاى بل كوم كيدی شى نو پر محمد(ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او په ما فضل او احسان وكړه. (۱۶) خدايه زما ژبه په هدايت سره پرانېزې زما په زړه كې تقوى او پرهيز ګاري واچوه د پاك عمل توفيق راكړه په خوښ او ښه كار كې مې لګيا وساته. (۱۷) خدايه ما په غوره لاره روان كانده او داسې مې كړه چې ستا په دين او لارې ومرم او په همدې وپايم.

(۱۸) اى خدايه پر محمد(ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او ما په دنيا او عمل كې له منځ لارۍ برخمن كړه او په نيك عملو د هدايت په لارښوونكو او نيكو بندګانو كې مې وټاكه او د اخرت كاميابۍ او له دوزخه سلامتيا راپه برخه كړه. (۱۹) اى خدايه زما د نفس يوه برخه د خپل ازميښت او امتحان لپاره بيله كړه چې دا له عذابه وژغول شي او يو بله برخه چې د دې دنيا اصلاح او سمونه ورپورې تړلې ده زما لپاره پاتې كړې ځكه چې زما نفس خو غرقيدونكی دی خو دا چې ته يې وساتې (۲۰) اى خدايه كه زه غمژن شم نو زما د خوښۍ وسيله ته يې او كه له هر ځايه نا اميده شم نو د هيلې ځاى مې ته يې او كه غمونه راباندې يرغل وكړى نو هم تا ته فرياد او كوكارې وهم كوم څيز چې له لاسه تللی د هغه بدله، له غوښتلو مخكې په خوشحالۍ او له ورك لارۍ مخكې په لارښودنې سره په ما احـــــسان وكړه؛ او ما د بندګانو د ځورولو له سختۍ او دشوارۍ وساته او د قیامت ورخې خوندیتوب راپه برخه کړه او ښه او غوره ارشاد او نصیحت ماته راعطا کړه.

(۲۱) ای خدایه پر محمد او آل محمد درود ولېږه، په خپله مهربانۍ شرغواړي له ما لرې کړه او په خپل نعمت مې وروزه او په خپل سترتوب او کرامت مې اصلاح کړه او په خپل احسان زما درملنه وکړه او د خپلې پناه په سیوري کې ځای راکړه او د خپلې رضا جامه په ما راوغونده؛ او کله چې چارې پر ما مشتبهې شي، ډېر هدایتوونکي کار ته مې او کله چې عملونه پر ما مشتبه شي تر ټولو په پاک مې ورسم کړه او کله چې دینونه په اختلاف اخته شي، په غوره او ښه دین مې برابر کړه.

(۲۲)ای خدایه پر محمد او آل محمد درود ولیږه او وجود مې د وس او وړتیا په تاج وپسوله او په ښې سرپرستۍ سره مې د لوړو درجو خاوند وګرځوه او رښتینی هدایت راکانده او د ژوند په چارو کې په پراختیا مې مه ازمایه او راته ښه ارامښت راکړه او ژوند مې سخت او ربړن مه ګرځوه او دعا مې بېرته مه راستنوه، تراخه او ګډوډ راستنېدل؛ بې شکه زه په خپلو عقیدو کې ستا لپاره ضد او مخالف نه ګرځوم او له تا سره ساری او شبیه نه بلم. (۲۳) ای خدایه پر محمد او ال یې درود ولېږه او ما له افراط او زیاده روۍ وساته ا او روزي مې له تاوان او تباهۍ وساته او په برکت سره مې مال زیات کړه او ما د خیر او نېکۍ لپاره په هغه څه کې چې مال پکې لګوم، د هدایت لارې ته ورسوه.

(۲۴) ای خدایه پر محمد او ال یې درود ولېږه او ما په کسب و کار کې له سختیو او ستونزو وساته او روزي مې له داسې ځایه راکړه چې زه یې ګمان نه کوم؛ چې د روزۍ د لاسته راوړلو په لاره کې له بندګۍ پاتې نه شم او د کسب ناسالم دروندوالی په اوږه یو نه سم. (۲۵) ای خدایه! هغه څه چې غواړم یې په خپل قدرت سره یې راته برابر کړه؛ او له هغه څه چې وېرېږم په خپل عزت سره دې له هغې پناه راکړه.

(۲۶ ای خدایه پر محمد او آل یې درود ولېږه او په خپل وس دې زما عزت خوندي وساته او قدر او مقام مې په تنګدستۍ او نېستۍ سره مه سپکوه چې ستا له روزي خوارو روزي وغواړم او ستا له بدو او ورانکارو مخلوقاتو سوال وکړم؛ چې د هغه چا چې راعطا کوي یې په مننې ښکېل نه شم؛ او د هغه چا چې څه نه راعطا کوي په غندنې بوخت نه شم؛ او حال دا چې ته زما د بخښښ او بچولو متولي یې، نه نور. (۲۷) اى خدايه كه زه غمژن شم نو زما د خوښۍ وسيله ته يې او كه له هر ځايه نا اميده شم نو د هيلې ځاى مې ته يې او كه غمونه راباندې يرغل وكړى نو هم تا ته فرياد او كوكارې وهم كوم څيز چې له لاسه تلل د هغه بدله، له غوښتلو مخكې په خوشحالۍ او له ورك لارۍ مخكې په لارښودنې سره په ما احـــــسان وكړه (۲۸) اى خدايه زما د ژوند موده په خپلې بخښنې او تيريدنى سره ختمه كړه او زما ارمان د رحمت په اميد كې كامياب كړه او خپلې خوښۍ ته د رسيدا لپاره لاره اسانه كانده او په هر حال كې زما عمل ښه كړه.

(۲۹) ای خدایه پر محمد او آل یې درود ولېږه او ما د غفلت په شيبو كې د خپلې يادونې لپاره هوښيار كړه او د مهلت په ورځو كې مې په اطاعت كې بوخت وساته او د خپلې مينې اسانه او راحته لاره ماته پرانيزي. او د دې په وسيله زما لپاره د دنيا او آخرت ښيګړي بشپړه كړه

(۳۰) اى خدايه په محمد(ص) د هغه پر آل ډير ښه رحمتونه وليږه داسې رحمت چې تر دې مخكې تا په خپلو مخلوقاتو كې په يو بنده نازل كړی وي او تر دې وروسته يې په كوم بنده نازلوې او موږ ته په دنيا كې هم نيكى راكړه او په آخرت كې هم په خپل رحمت سره موږ د دوزخ له عذابه خوندي وساته.

فوټ نوټ

سرچينې