د صحیفه سجادیه یو دیرشمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه یو دیرشمه دعا د حضرت امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې په کې له خدایه د حقیقي توبې غوښته شوې ده. امام سجاد(ع) په دې دعا کې د ریښتونې توبې شرطونه، د حقیقي توبه کوونکي حالات او له ګناهونو څخه د خلاصي لارې بیانوي. د دې دعا د مضمون پر اساس د انسان دننه بدلون د حقیقي توبې شرط دی او د خدای مینه له ګناهونو څخه د ژغوریدو زغره ده.

د حضرت زین العابدین په وينا په دنيا او آخرت کې ګناه په انسان باندې دروند بار دى. همدارنګه، دوزخ به د ګناهونو طبیعي انعکاس وي؛ له همدې امله، هر څوک باید تل له خدای څخه توبه وغواړي. د محمد (صلی الله علیه وآله) او د هغه د کورنۍ په وسیله د جهل او ګمراهۍ څخه خلاصون او د شفاعت غوښتنه د دې دعا له نورو تعلیماتو څخه دي.

د سید محمد ضیاء آبادي کتاب «عطر معرفت: گل‌واژگانی از گلستان معرفت توبه» په فارسي ژبه کې د دیرشمې دعا په شرح کې لیکل شوی دی. همدارنګه دغه دعا د صحیفه سجادیه په فارسي او عربي ژبو شرحو کې هم بیان شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د یودیرشمې دعا اصلی موضوع له خدایه د توبې غوښته ده. د توبې دعا د صحیفه سجادیه له ټولو ځلیدونکی دعا یاده شوې ده.[۱] امام سجاد(ع) په دې دعا کې د ګناهونو ډولونه، د توبه کوونکي حالات او د حقیقي توبې شرطونه بیان کړي دي.[۲] د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • الله تعالی د ستایونکو له ستاینې لوړ دی. (ستایونکي يې له وصفه ناتوان دي)
  • دوزخ د ګناهونو طبیعي انعکاس دی.
  • الله تعالی د امیدوارانو اخرنۍ امید دی.
  • الله تعالی د نیکاونو بدله نه ضایع کوي.
  • د الله تعالی په وړاندې د بندګانو وېره او خشیت.
  • الله تعالی د عبادت کوونکو او پرهیزګانو د وېرې انتها ده.
  • د انسان هستي د الله تعالی په قدرت کې ده.
  • د الله په درګاه کې د خطا او ګناه اعتراف
  • د حقیقي توبې شرط دنننۍ بدلون دی.
  • ګناه په دنیا او اخرت کې د انسان بار دی.
  • د زړه زنګ لری کیدل د توبې مقدمه ده. (د ګناه خوند د توبې خنډ کیږي)
  • د خدای بخښښ ته امید، د توبې لامل دی.
  • د خدای په قدرت باندې جهل او د خدای د احسان او فضل انکار په انسان باندې د شیطان د برلاسي پایله ده.
  • د حقیقي توبه کوونکي حالات: (د خدای پاک په وړاندې خضوع او خشوع، له اوښکو ډکې سترګې، اخلاص سره غوښته، په تېر عمر باندې پښيماني)
  • د لویو ګناهونو بخښل د الله په لاس کې دي.
  • الله پاک بندګانو ته د دعا د قبلیدو وعده ورکړې ده.
  • الله تعالی د بندګانو د ګناه په سزا کې بیړه نه کوي.
  • له ګناهونو څخه د خلاصي لارې (په طاعت او عبادت باندې د انسان ثابت قدمي، د ګناهونو له غولیدونکیو ځان لری ساتل، د خدای عیب پوشۍ ته پناه وړل او له کدورته زړه وینځل)
  • توبه کوونکیو سره د الله تعالی مینه
  • د ریښتوني توبه کوونکي شرطونه (د ګناه له ظاهر او باطنه توبه کول، له تیرو او اوسني ګناهونو توبه، خدای سره ګناه ته د بیا نه ورستنیدو وعده، زړه د ګناهونو له زنګونو پاکول او په ګناهونو باندې پښیماني)
  • حقیقي توبه، خدای پاک ته شرمندګۍ سره مخ کول او هیله لرل
  • حقیقي توبه، د خدای فضل باندې باور او طمعې سره
  • حقیقي توبه، بې له خدایه له نورو نهیلی کیدل او بې له خدایه له نورو نه ویریدل
  • د خدای خوښ کارونو لپاره له خدایه توفیق غوښتل
  • د خدای مینه د ګناهونو زغره ده
  • د بندګۍ په نیت باندې ثابت قدم پاتی کیدل
  • الله تعالی سره د هغه کار په نه کولو باندې شرط تړل چې الله يې نه خوښوي
  • کوم کارونه چې خدای پاک بد ګڼلي دي د هغو د نه کولو ضمانت ورکول
  • خدای سره د ټولو ګناهونو د نه کوولو عهد کول
  • توبې ته دوام ورکول یواځې د خدای پاک په حفاظت او عنایت سره
  • د یوې داسې توبې غوښته کول چې تیرې ګناهانې وبخښي او له راتلونکیو ګناهانو وژغوري.
  • د داسې توبې غوښته چې د خدای له عذابه ورسره وژغورل شي.
  • د خدای د مینې په خلاف چې هر څه وي له هغې د توبې غوښته
  • له خدایه د ذلیل بنده تضرع سره د عزمندانه چلن غوښتنه
  • د پښیمانۍ اعتراف او د توبې ثابتولو لپاره د ګناهونو پریښودل او استغفار
  • د خلکو د هېر شوي حقونو د جبران لپاره دعا
  • ګناه ته د له بیا وتلو څخه د الله پناه غوښتل
  • د جهل په سبب له خدایه عذر غوښل
  • له هغه عملونو څخه توبه چې د خدای له مینې يې وباسي.
  • د شفاعت غوښته که څه هم د رسیدو وړتیا یې نه لري
  • له خدایه د هغه د کرم او بزرګوارۍ له مخې د شفاعت غوښتل
  • د خدای د عذاب په وړاندې د مرستیال نه شتون
  • په توبې باندې د ځمکې او اسمانونو ګواهي
  • د دعا د قبلیدو لپاره الله تعالی سره احس جدال
  • د محمد او آل محمد(ص) په وسله د انسان له ګمراهۍ او جهالت سره ژغوریدل[۳]

شرحې

د بټنوک د جوړېدنې ستونزه:
د عطر معرفت کتاب د صحیفه سجادیه د یودیرشمې دعا په شرحه کې د سید محمد ضیاء آبادي لخوا لیکل شوی دی

«عطر معرفت: گل‌واژگانی از گلستان معرفت توبه» کتاب د سید محمد ضیاء آبادي له خوا په فارسۍ ژبه د یودیرشمې دعا په شرحه کې لیکل شوی دی. د مؤسسه بنیاد خیریه الزهرا(س) تهران خپرندویې دا کتاب په ۱۳۹۳لمریز کال کې خپور کړی دی.[۴]

دا دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان[۵] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۶] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۷] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه یو دیرشمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۸] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۹] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۱۰] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌الله لیکلی کتاب کې[۱۱] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب[۱۲] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري کتابونو کې[۱۳] په تفصیل سره راغلي دي.

متن و ترجمه

د صحیفه سجادیه یو دیرشمه دعا
متن ترجمه[۱۴]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام فِی ذِکرِ التَّوْبَةِ وَ طَلَبِهَا

(۱) اللَّهُمَّ یا مَنْ لَا یصِفُهُ نَعْتُ الْوَاصِفِینَ (۲) وَ یا مَنْ لَا یجَاوِزُهُ رَجَاءُ الرَّاجِینَ (۳) وَ یا مَنْ لَا یضِیعُ لَدَیهِ أَجْرُ الْمُحْسِنِینَ (۴) وَ یا مَنْ هُوَ مُنْتَهَی خَوْفِ الْعَابِدِینَ. (۵) وَ یا مَنْ هُوَ غَایةُ خَشْیةِ الْمُتَّقِینَ (۶) هَذَا مَقَامُ مَنْ تَدَاوَلَتْهُ أَیدِی الذُّنُوبِ، وَ قَادَتْهُ أَزِمَّةُ الْخَطَایا، وَ اسْتَحْوَذَ عَلَیهِ الشَّیطَانُ، فَقَصَّرَ عَمَّا أَمَرْتَ بِهِ تَفْرِیطاً، وَ تَعَاطَی مَا نَهَیتَ عَنْهُ تَغْرِیراً. (۷) کالْجَاهِلِ بِقُدْرَتِک عَلَیهِ، أَوْ کالْمُنْکرِ فَضْلَ إِحْسَانِک إِلَیهِ حَتَّی إِذَا انْفَتَحَ لَهُ بَصَرُ الْهُدَی، وَ تَقَشَّعَتْ عَنْهُ سَحَائِبُ الْعَمَی، أَحْصَی مَا ظَلَمَ بِهِ نَفْسَهُ، وَ فَکرَ فِیمَا خَالَفَ بِهِ رَبَّهُ، فَرَأَی کبِیرَ عِصْیانِهِ کبِیراً وَ جَلِیلَ مُخَالَفَتِهِ جَلِیلًا. (۸) فَأَقْبَلَ نَحْوَک مُؤَمِّلًا لَک مُسْتَحْییاً مِنْک، وَ وَجَّهَ رَغْبَتَهُ إِلَیک ثِقَةً بِک، فَأَمَّک بِطَمَعِهِ یقِیناً، وَ قَصَدَک بِخَوْفِهِ إِخْلَاصاً، قَدْ خَلَا طَمَعُهُ مِنْ کلِّ مَطْمُوعٍ فِیهِ غَیرِک، وَ أَفْرَخَ رَوْعُهُ مِنْ کلِّ مَحْذُورٍ مِنْهُ سِوَاک. (۹) فَمَثَلَ بَینَ یدَیک مُتَضَرِّعاً، وَ غَمَّضَ بَصَرَهُ إِلَی الْأَرْضِ مُتَخَشِّعاً، وَ طَأْطَأَ رَأْسَهُ لِعِزَّتِک مُتَذَلِّلًا، وَ أَبَثَّک مِنْ سِرِّهِ مَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنْهُ خُضُوعاً، وَ عَدَّدَ مِنْ ذُنُوبِهِ مَا أَنْتَ أَحْصَی لَهَا خُشُوعاً، وَ اسْتَغَاثَ بِک مِنْ عَظِیمِ مَا وَقَعَ بِهِ فِی عِلْمِک وَ قَبِیحِ مَا فَضَحَهُ فِی حُکمِک: مِنْ ذُنُوبٍ أَدْبَرَتْ لَذَّاتُهَا فَذَهَبَتْ، وَ أَقَامَتْ تَبِعَاتُهَا فَلَزِمَتْ. (۱۰) لَا ینْکرُ- یا إِلَهِی- عَدْلَک إِنْ عَاقَبْتَهُ، وَ لَا یسْتَعْظِمُ عَفْوَک إِنْ عَفَوْتَ عَنْهُ وَ رَحِمْتَهُ، لِأَنَّک الرَّبُّ الْکرِیمُ الَّذِی لَا یتَعَاظَمُهُ غُفْرَانُ الذَّنْبِ الْعَظِیمِ (۱۱) اللَّهُمَّ فَهَا أَنَا ذَا قَدْ جِئْتُک مُطِیعاً لِأَمْرِک فِیمَا أَمَرْتَ بِهِ مِنَ الدُّعَاءِ، مُتَنَجِّزاً وَعْدَک فِیمَا وَعَدْتَ بِهِ مِنَ الْإِجَابَةِ، إِذْ تَقُولُ: «ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکمْ». (۱۲) اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ الْقَنِی بِمَغْفِرَتِک کمَا لَقِیتُک بِإِقْرَارِی، وَ ارْفَعْنِی عَنْ مَصَارِعِ الذُّنُوبِ کمَا وَضَعْتُ لَک نَفْسِی، وَ اسْتُرْنِی بِسِتْرِک کمَا تَأَنَّیتَنِی عَنِ الِانْتِقَامِ مِنِّی. (۱۳) اللَّهُمَّ وَ ثَبِّتْ فِی طَاعَتِک نِیتِی، وَ أَحْکمْ فِی عِبَادَتِک بَصِیرَتِی، وَ وَفِّقْنِی مِنَ الْأَعْمَالِ لِمَا تَغْسِلُ بِهِ دَنَسَ الْخَطَایا عَنِّی، وَ تَوَفَّنِی عَلَی مِلَّتِک وَ مِلَّةِ نَبِیک: مُحَمَّدٍ- علیه‌السلام- إِذَا تَوَفَّیتَنِی. (۱۴) اللَّهُمَّ إِنِّی أَتُوبُ إِلَیک فِی مَقَامِی هَذَا مِنْ کبَائِرِ ذُنُوبِی وَ صَغَائِرِهَا، وَ بَوَاطِنِ سَیئَاتِی وَ ظَوَاهِرِهَا، وَ سَوَالِفِ زَلَّاتِی وَ حَوَادِثِهَا، تَوْبَةَ مَنْ لَا یحَدِّثُ نَفْسَهُ بِمَعْصِیةٍ، وَ لَا یضْمِرُ أَنْ یعُودَ فِی خَطِیئَةٍ (۱۵) وَ قَدْ قُلْتَ- یا إِلَهِی- فِی مُحْکمِ کتَابِک: إِنَّک تَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِک، وَ تَعْفُو عَنِ السَّیئَاتِ، وَ تُحِبُّ التَّوَّابِینَ، فَاقْبَلْ تَوْبَتِی کمَا وَعَدْتَ، وَ اعْفُ عَنْ سَیئَاتِی کمَا ضَمِنْتَ، وَ أَوْجِبْ لِی مَحَبَّتَک کمَا شَرَطْتَ (۱۶) وَ لَک- یا رَبِّ- شَرْطِی أَلَّا أَعُودَ فِی مَکرُوهِک، وَ ضَمَانِی أَنْ لَا أَرْجِعَ فِی مَذْمُومِک، وَ عَهْدِی أَنْ أَهْجُرَ جَمِیعَ مَعَاصِیک. (۱۷) اللَّهُمَّ إِنَّک أَعْلَمُ بِمَا عَمِلْتُ فَاغْفِرْ لِی مَا عَلِمْتَ، وَ اصْرِفْنِی بِقُدْرَتِک إِلَی مَا أَحْبَبْتَ. (۱۸) اللَّهُمَّ وَ عَلَی تَبِعَاتٌ قَدْ حَفِظْتُهُنَّ، وَ تَبِعَاتٌ قَدْ نَسِیتُهُنَّ، وَ کلُّهُنَّ بِعَینِک الَّتِی لَا تَنَامُ، وَ عِلْمِک الَّذِی لَا ینْسَی، فَعَوِّضْ مِنْهَا أَهْلَهَا، وَ احْطُطْ عَنِّی وِزْرَهَا، وَ خَفِّفْ عَنِّی ثِقْلَهَا، وَ اعْصِمْنِی مِنْ أَنْ أُقَارِفَ مِثْلَهَا. (۱۹) اللَّهُمَّ وَ إِنَّهُ لَا وَفَاءَ لِی بِالتَّوْبَةِ إِلَّا بِعِصْمَتِک، وَ لَا اسْتِمْسَاک بی‌عَنِ الْخَطَایا إِلَّا عَنْ قُوَّتِک، فَقَوِّنِی بِقُوَّةٍ کافِیةٍ، وَ تَوَلَّنِی بِعِصْمَةٍ مَانِعَةٍ. (۲۰) اللَّهُمَّ أَیمَا عَبْدٍ تَابَ إِلَیک وَ هُوَ فِی عِلْمِ الْغَیبِ عِنْدَک فَاسِخٌ لِتَوْبَتِهِ، وَ عَائِدٌ فِی ذَنْبِهِ وَ خَطِیئَتِهِ، فَإِنِّی أَعُوذُ بِک أَنْ أَکونَ کذَلِک، فَاجْعَلْ تَوْبَتِی هَذِهِ تَوْبَةً لَا أَحْتَاجُ بَعْدَهَا إِلَی تَوْبَةٍ، تَوْبَةً مُوجِبَةً لِمَحْوِ مَا سَلَفَ، وَ السَّلَامَةِ فِیمَا بَقِی. (۲۱) اللَّهُمَّ إِنِّی أَعْتَذِرُ إِلَیک مِنْ جَهْلِی، وَ أَسْتَوْهِبُک سُوءَ فِعْلِی، فَاضْمُمْنِی إِلَی کنَفِ رَحْمَتِک تَطَوُّلًا، وَ اسْتُرْنِی بِسِتْرِ عَافِیتِک تَفَضُّلًا. (۲۲) اللَّهُمَّ وَ إِنِّی أَتُوبُ إِلَیک مِنْ کلِّ مَا خَالَفَ إِرَادَتَک، أَوْ زَالَ عَنْ مَحَبَّتِک مِنْ خَطَرَاتِ قَلْبِی، وَ لَحَظَاتِ عَینِی، وَ حِکایاتِ لِسَانِی، تَوْبَةً تَسْلَمُ بِهَا کلُّ جَارِحَةٍ عَلَی حِیالِهَا مِنْ تَبِعَاتِک، وَ تَأْمَنُ مِمَا یخَافُ الْمُعْتَدُونَ مِنْ أَلِیمِ سَطَوَاتِک. (۲۳) اللَّهُمَّ فَارْحَمْ وَحْدَتِی بَینَ یدَیک، وَ وَجِیبَ قَلْبِی مِنْ خَشْیتِک، وَ اضْطِرَابَ أَرْکانِی مِنْ هَیبَتِک، فَقَدْ أَقَامَتْنِی- یا رَبِّ- ذُنُوبِی مَقَامَ الْخِزْی بِفِنَائِک، فَإِنْ سَکتُّ لَمْ ینْطِقْ عَنِّی أَحَدٌ، وَ إِنْ شَفَعْتُ فَلَسْتُ بِأَهْلِ الشَّفَاعَةِ. (۲۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ شَفِّعْ فِی خَطَایای کرَمَک، وَ عُدْ عَلَی سَیئَاتِی بِعَفْوِک، وَ لَا تَجْزِنِی جَزَائِی مِنْ عُقُوبَتِک، وَ ابْسُطْ عَلَی طَوْلَک، وَ جَلِّلْنِی بِسِتْرِک، وَ افْعَلْ بی‌فِعْلَ عَزِیزٍ تَضَرَّعَ إِلَیهِ عَبْدٌ ذَلِیلٌ فَرَحِمَهُ، أَوْ غَنِی تَعَرَّضَ لَهُ عَبْدٌ فَقِیرٌ فَنَعَشَهُ. (۲۵) اللَّهُمَّ لَا خَفِیرَ لِی مِنْک فَلْیخْفُرْنِی عِزُّک، وَ لَا شَفِیعَ لِی إِلَیک فَلْیشْفَعْ لِی فَضْلُک، وَ قَدْ أَوْجَلَتْنِی خَطَایای فَلْیؤْمِنِّی عَفْوُک. (۲۶) فَمَا کلُّ مَا نَطَقْتُ بِهِ عَنْ جَهْلٍ مِنِّی بِسُوءِ أَثَرِی، وَ لَا نِسْیانٍ لِمَا سَبَقَ مِنْ ذَمِیمِ فِعْلِی، لَکنْ لِتَسْمَعَ سَمَاؤُک وَ مَنْ فِیهَا وَ أَرْضُک وَ مَنْ عَلَیهَا مَا أَظْهَرْتُ لَک مِنَ النَّدَمِ، وَ لَجَأْتُ إِلَیک فِیهِ مِنَ التَّوْبَةِ. (۲۷) فَلَعَلَّ بَعْضَهُمْ بِرَحْمَتِک یرْحَمُنِی لِسُوءِ مَوْقِفِی، أَوْ تُدْرِکهُ الرِّقَّةُ عَلَی لِسُوءِ حَالِی فَینَالَنِی مِنْهُ بِدَعْوَةٍ هِی أَسْمَعُ لَدَیک مِنْ دُعَائِی، أَوْ شَفَاعَةٍ أَوْکدُ عِنْدَک مِنْ شَفَاعَتِی تَکونُ بِهَا نَجَاتِی مِنْ غَضَبِک وَ فَوْزَتِی بِرِضَاک. (۲۸) اللَّهُمَّ إِنْ یکنِ النَّدَمُ تَوْبَةً إِلَیک فَأَنَا أَنْدَمُ النَّادِمِینَ، وَ إِنْ یکنِ التَّرْک لِمَعْصِیتِک إِنَابَةً فَأَنَا أَوَّلُ الْمُنِیبِینَ، وَ إِنْ یکنِ الِاسْتِغْفَارُ حِطَّةً لِلذُّنُوبِ فَإِنِّی لَک مِنَ الْمُسْتَغْفِرِینَ. (۲۹) اللَّهُمَّ فَکمَا أَمَرْتَ بِالتَّوْبَةِ، وَ ضَمِنْتَ الْقَبُولَ، وَ حَثَثْتَ عَلَی الدُّعَاءِ، وَ وَعَدْتَ الْإِجَابَةَ، فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اقْبَلْ تَوْبَتِی، وَ لَا تَرْجِعْنِی مَرْجِعَ الْخَیبَةِ مِنْ رَحْمَتِک، إِنَّک أَنْتَ التَّوَّابُ عَلَی الْمُذْنِبِینَ، وَ الرَّحِیمُ لِلْخَاطِئِینَ الْمُنِیبِینَ. (۳۰) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، کمَا هَدَیتَنَا بِهِ، وَ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، کمَا اسْتَنْقَذْتَنَا بِهِ، وَ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، صَلَاةً تَشْفَعُ لَنَا یوْمَ الْقِیامَةِ وَ یوْمَ الْفَاقَةِ إِلَیک، «إِنَّک عَلی کلِّ شَیءٍ قَدِیرٌ»، وَ هُوَ عَلَیک یسِیرٌ.

د توبې په ذکر او له رب څخه د توبې د غوښتلو لپاره د هغه حضرت دعا

1.       اى څښتنه اى هغه ذاته چې له ستاينې دى د ستايونكو ستايونكى تورى بې وسه دى. 2.     اى هغه چې د هيله منو د هيلې ترې نه تیریږي. 3.     اى هغه ذاته چې د نيكانو اجر نه لاهو كوي 4.     اى هغه ذاته چې د عبادت كوونكو د ويرې وروستى پړاو يې. 5.     اى چې د پرهيزګارو او پاكانو د ويرې او ترهې وروستی كرښه يې. 6.     دا د هغه كس دريځ دى چې په ګناهانو كې لوبيږي او د خطاګانو واګو راكښلى دى او شيطان پرې بر شوى دى. هم ځكه يې ستا له امره په بې پروايۍ سره ستا د دندو په پوره كولو كې غفلت وكړ  او د تيروتنو له امله ستا له لوري  منعو شوو چارو ته لاس وروړي. 7.       ګوا كې هغه ځان ستا په ولكې كې بيخى ګڼى نه. او ستا د فضل او احسان چې پر هغه دې لورولى دى بالكل منى نه، خو كله چې د هغه بينا سترګه خلاصه شوه   او د تيارو او ړوندوالى وريځې د هغه له مخه څنګته شوې نو هغه پر خپل نفس د شوو ظلمونو جاج واخيست او په كومو كومو ځايونو كې يې چې د خپل رب بلوسه كړي وه په هغو يې نظر واچوه نو خپلې لويې ګناهاني يې په رښتيا لویې او خپلې سترې سرغړونې يې په رښتيا سترې وليدې 8.       نو هغه په داسې حال كې چې تا ته هيله من هم دى او له تا شرميږى هم، تا ته مخ كړ او پر تا په باور سره تا ته وګرهيد او په يقين او ډاډ سره يې په خپلې هيلې او ارمان سره ستا نيت وكړ او په زړه كې ستا په ډار سره په خالص زړه ستا د درشل په لور روان شه په داسې حال كې چې له تا پرته يې له چا سره غم غرض نه درولود او پر تا برسيره يې د چا ويره نه لرله 9.       نو په عاجزه بڼه ستا مخې ته ودريده  له خاكسارۍ يې سترګې په ځمكې كې ښخې كړى او په سپكاوى او ذلت سره سركوزى ولاړ دى اوپه نياز او عاجزۍ سره يې خپل د زړه رازونه چې ته پرې تر هغه زيات خبر يې تا ته پرانستلاو په تواضع او بې وسۍ سره  له هغو ګناهانو او  نا كړدو له امله چې ستا په علم كې د هغه لپاره وژونكى او هلاكوونكى دى او له هغو بدو عملونو چې ستا له فيصلې سره سم د هغه لپاره شرموونكى دى تا ته چغې او سورې وهى.  هغه ګناهانى چې خوند يې لاړ خو وبال ئي د تل لپاره په هغه پورې نښتى دى 10.   اى زما مالكه! كه ته هغه وعذابوې نو ستا د عدل منكر به نه شى او كه له هغه تير شې او ورحميږې  نو هغه به ستا بخښنه كومه بده او لويه چاره ونه ګڼي. ځكه چې ته كريم پالونكى يې چا ته چې تر لويې لويې ګناه بخښل هم څه لويه خبره نه ده 11.  نو اى زما څښتنه زه ستا په در كې حاضر يم ستا د دعا د امر په منلو سره او ستا د ژمنې د وفا په غوښتلو سره چې د دعا د قبلولو په هکله  دې په خپلې دې وينا كې كړې :((له ما دعا وغواړئ زه يې درقبلوم)) 12.  خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او خپل مغفرت ماته راشامل كړه څنګه چې زه په خپلو ګناهانو ډاډه او تاته متوجې شوم. او په هغو ځايونو كې چې بنيادم له ګناهانو ماته خورى زما لاس ونيسه او را اوچت مې كانده  څنګه چې ما خپل نفس ستاپه وړاندي په خاورو غورځولى دى او د خپل رحمت په لمنې ما وپوښه  لكه څنګه چې دې له ما په غچ اخستلو كې له صبر او حلمه كار اخستى دى 13.  اى څښتنه! په خپلې مننې كې زما هوډ ټينګ كانده او په خپل عبادت كې زما ځيرتيا پياوړې كړه او ماته د هغو كړو د كولو وس راكانده  په كومو سره چې زما د ګناهانو خيرى راووينځې او كله مې چې له دنيا اخلې نو په خپل دين او د خپل استازى حضرت محمد (ص) په تګلارې مې واخله. 14.  اى څښتنه! زه اوس له خپلو وړو او لويو ګناهانو او پټو او څرګندو ناكړدو او له تيرو او اوسنيو ښويدنو توبه كوم د هغه چا په شان توبه چې بيخى د ګناه خيال هم په زړه رانه وړى او ګناه ته د جاروتلو تصور هم ونه كړى. 15.    اى پرودګاره تا په خپل پياوړى كتاب كې فرمايلي: چې ته د بندګانو توبه قبلوې او له ګناهانو تيريږې او له توبه كوونكو سره مينه كوې نو ته زما توبه ومنه لكه څنګه چې دې ژمنه كړې ده او زما له ګناهانو تير شه لكه څنګه چې دې پړه اخستې ده 16.    اى څښتنه دا ژمنه كوم چې ستا ناخوښو چارو ته به مخ نه اړوم او دا ژبه كوم چې رټل شويو او غندل شويو څيزونو ته به نه جار وځم او دا وعده كوم چې ستا ګردې نامننې او نافرمانۍ به بيخى پريږدم. 17.    اى مالكه ته زما په كړو او عملونو ښه خبر يې اوس نو چې په څه خبريې راوې بخښه او په خپل بشپړ قدرت سره مې غوره كارونو ته مخ كانده 18.    اى خدايه زما په غاړه څومره داسې حقونه دى چې ماته ياد  دى او څومره داسې چارې دى چې د هيرې ګړنګونو ته لويدلى خو دغه ټول ستا سترګو ته دى داسې سترګې چې له خوبه زنګيږى نه، او ستا په علم كې دى داسې علم چې پرله پسي دے نو څوك چې زما په غاړه حق لرى هغوى ته يې بدل وركاندې او بوج يې له ما ايسته او پيټے يې له ما سپك كاندى او ما بيا د داسې ګناهانو له كولو خوندى وساته 19.    اى خدايه زه په توبې ټينګ نه شم پاتى كيدے خو هم ستا په څارنې سره. او له ګناهانو نه شم غړيدلے خو ستا په وس سره، نو ما په بې نيازه كوونكى قوت سره پياوړې كړه او له ګناهانو د تم كوونكى څارنې ذمه واخله 20.    اى خدايه! هغه بنده چې تا ته توبه وكړى او ستا د غيبو په علم كې هغه د توبې ماتوونكے او د ګناه او معصيت په لور بيا تلونكے وى نو زه تا ته پناه دروړم له دې چې دغه شان بنده شم زما توبه داسې توبه وګرځوه چې تر دې وروسته بيا د توبې اړتيا پاتې نه شى داسې توبه چې تيرې ګناهانې پرپولى او د ژوند په راتلونكو شيبو كې له ګناهانو ساتونكې وى 21.    اى خدايه زه له خپلو ناپوهيو عذر غواړم او له خپلو ناكړدو د بخښنى غوښتندوے يم نو په خپل لطف او مهربانۍ سره ماته د خپل رحمت په كور كې ځاى راكړه او په خپل فضل سره مې د عافيت په پرده وپوښه 22.    اى څښتنه زه په زړه كې له تيروونكو خيالا تو د سترګو له نغوتو او د ژبې له خبرو، غرض له هرې هغې چارې چې ستا د خوښې خلاف وى توبه كوم؛ داسې توبه چې په هغې سره زما هر غړے په خپل ځاى ستا له سزاګانو بچ شى او له هغو ځورونكو عذابونو چې سر كښه او سرغړاندی ترې ويره لرى خوندى شى 23.    اى څښتنه! دا ستا په وړاندې زما يوازيتوب، ستا له ډاره زما د زړه ټكانونه او ستا له هيبته زما د غړو ريږديدا، په دغو حالتونو رحم وكړه. لويه ربه! زه ګناهانو ستا په وره كې د سپكاوى او رسوايۍ درشل ته رسولے يم اوس كه چوپه خوله پاتى شم نو زما لخوا څوك ګړيدونكے نيشته او كه كومه وسيله راوړم نو د شفاعت وړ نه يم. 24.    اى څښتنه! پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او خپله مهربانى او بخښنه زما د تيروتنو شفيع وګرځوه او په خپل فضل سره زما له ګناهانو تير شه او د كومې سزا چې زه جوګه يم هغه مه راكوه او د خپل كرم پلو راباندې وغوړوه او د خپلې عفوې او رحمت په څادر مې پټ كړه او له ما سره د هغه قدرتمن او وسمن سړى په شان چلند وكړه د چا په مخكې كه څوك ذليل بنده په خاورو ولوغړيږى نو هغه پرې ترس وكړى يا د هغه شتمن په شان چې كه څوك اړمن ورته ځولۍ خوره كړى نو هغه يې له لاسه ونيسى. 25.    اى څښتنه ما ته ستا له عذابه پناه راكوونكے هيڅوك نيشته او ستا په نزد هيڅوك زما سفارش كوونكے نيشته اوس كه ستا فضل زما سفارش وكړى نو کړی به يې وي. او زما ګناهانو زه اوتر كړے يم اوس كه ستا بخښنه او عفوه ما ته ډاډ راكړى نو راکړې به يې وي. 26.    دا زه چې څه وايم د دې لپاره نه دى چې زه په خپلو ناكړدو ناخبره يم او خپلي تيرې نادودې مې هيرې كړى دى بلكه د دې لپاره چې ستا هسك او په هغه كې استوګن او ستا ځمكه اوپه هغې كې ديره مخلوق  زما پښيمانى او ننواتے چې ما تا ته درڅرګند كړى او زما توبه چې په هغې سره مې له تا پناه غوښتې واورى. 27.    چې ستا د رحمت په بركت څوك زما په ناوړه حال رحم وكړى يا يې زما په پريشانۍ او بدحالۍ زړه وسوزى نو زما لپاره دعا وكړى چې د هغه دعا تر ما ډيره اورې يا كوم داسې سفارش راوړم چې ستا په نزد زما تر غوښتن ليك زيات اغيزمن وى او په دا ډول ستا له عذابه د بچ كيدو هو کړه  او ستا د خوښۍ پروانه حاصله كړم. 28.    اى خدايه كه ستا په در كې پښيمانى او ندامت توبه ده نو زه په پښيمانيدونکو کښې تر ټولو زيات پښيمانه يم او كه له ګناه لاس په سر كيدل توبه وى نو زه په توبه كوونكو كې په لومړى لمبر يم او كه د مغفرت غوښتنه د ګناهانو د بخښلو سبب وى نو په مغفرت غوښتونكو كې يو زه هم يم. 29.    اى ربه كله چې تا د توبې حكم كړے دے او د منلو ذمه دې اخستې او دعا ته دې تيار كړى يوو او د قبلولو ژمنه دې كړې نو رحمت وليږه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل او زما توبه ومنه او ما له خپله رحمته نهيلى مه ستنوه ځكه چې ته د ګناهګارو توبه منونكے او په جاروتونكو خطا كارو رحم كوونكے يې 30.     اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت نازل كړه لكه څنګه چې تا د هغوى په وسيله زموږ لارښوونه كړې ده او ته په محمد (ص) او د هغوى پر ّال رحمت وليږه لکه څنګه چې دې د هغوى له مخه مونږ د بې لارۍ له جبې راويستلى يوو ته پر محمد او دهغه پر آل  رحمت ولېږه هغه رحمت چې د قيامت په ورځ او تا ته د احتياج په ورځ زموږ سفارش وكړى ځكه چې ته پر هر څه واكمن او وسيال يې او دا چاره تا ته اسانه او راحته ده.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۵.
  2. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۵.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷ ص۱۲۵-۱۹۶؛ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۵-۷۵.
  4. وفایی، تاریخ حدیث شیعه از آغاز سده چهاردهم هجری تا امروز، ۱۳۹۰ش، ص۲۳۲.
  5. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۱۱۵-۱۹۶.
  6. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۲۹-۷۵.
  7. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۵۳۵-۵۸۳.
  8. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۳۷۳-۴۷۹.
  9. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۳۸۳-۴۰۰.
  10. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۳۹۳-۴۱۵.
  11. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۱۲۳-۱۶۰.
  12. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۶۷-۶۸.
  13. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۶۱-۱۶۹.
  14. (په پارسي ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.
  • وفایی، مرتضی، تاریخ حدیث شیعه از آغاز سده چهاردهم هجری تا امروز، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحدیث، سازمان چاپ و نشر، ۱۳۹۰ش.

بهرنۍ لینک