د صحیفه سجادیه دریمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبد الله یزدي لخوا لیکل شوی، د شعبان ۱۱۰۲ قمري کال

د صحیفه سجادیه دریمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده، چې په عرش بردارو او ټولو الهی ملائکو باندې په کې سلام ویلی شوی او د هغوی ځانګړتیاوې او طبقې یې بیان کړي دي. په دغه لمنځ کښې امام سجاد(ع) د خداے پاک په تسبيح کښې د ملائکو نه ستړي کيدونکې هلې ځلې، د خداے په وړاندې د هغوي عاجزي او د خداي د حکمونو په اجرا کښې د هغوي د نه پاتې کيدو يادونه کړې ده او هغوي يې د وحي وړونکي او په جنتیانو باندې د درود لیږونکو په توګه معرفي کړي دي.

دریم لمنځ د صحیفه سجادیه په شرحو کې بیان شوی دی لکه دیار عاشقان په فارسي کې د حسین انصاریان لیکلی او ریاض السالکین في شرح صحیفه سید الساجدین د سید علي خان مدني لخوا په عربۍ کې شرحه شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د درېيمې دعا اصلي موضوع د الهي ملائکو د ځانګړتياوو، د خداى په نزد د هغوي مقام، د ملائکو د ډلې او پر هغوي باندې درود بيانوي. د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • د خدای په تسبیح، تقدیس او عبادت کولو کې د تخت پورته کونکو فرښتو نه سستیدل او نه ستړی کیدل
  • د خدای د حکمونو په پوره کولو کې د ملائکو نافرماني نه کول او له غفلت څخه د هغوي پاکي
  • د اسرافیل په صور پوکلو باندی د مړو بیداریدل
  • په الهي دربار کې د میکائیل وړ مقام
  • جبرائیل د وحی امین او د خدای له نږدې فرښتو څخه دی
  • روح الامین د خدای د عزت او عظمت د پردې د فرښتو حاکم دی.
  • په ملائکو کې د شهوت او غفلت نشتوالی
  • د خدای د عظمت په وړاندې د پرښتو عاجزي او د خدای په بندګۍ کې د دوي د نیمګړتیا اعتراف
  • ملائکې، چې پر پیغمبرانو وحی نازلېدونکي دي
  • پر هغه پرښتو درود او سلام چې د جنت پر خلکو سلام وايي.
  • د ملائکو د ډلو تفصیل: د خدای خاص ملائکې، د اسمانونو په شاوخوا کې مقرر شوې ملائکې، د باران خزانه کونکي، ورېځو ته حرکت ورکونکې، د بادونو خزانه کونکې، د غرونو پرښتې، د خلکو د عملونو ساتونکې او د دوي لیکونکې، ملک الموت او د هغه معاونین او نکیر او منکر، او هغه فرښتې چې په قبر کې مړي ازمویي. د بیت المعمور طواف کوونکې، د دوزخ مالکان او خزانه کوونکې، د رضوان او د جنت خدمتګارانې، د جهنم مسئولې فرښتې، هغه پرښتې چې نومونه یې موږ نه دي یاد کړي او د هغوي کار او ماموریت موږ نه دی معلوم، هغه پرښتې چې د انسانانو سره وي (چلوونکي او شاهدانې) او ...
  • پر ملائکو دې د خداى رحمت نازل شي، چې د هغوي د پاکوالي او عزت سبب شي.[۱]

شرحې

د صحیفه سجادیه دریمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې، لکه د حسین انصاریان په کتاب دیار عاشقان کې،[۲] د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب شهود و شناخت کې،[۳] د محمد تقي خلجي په کتاب اسرار خاموشان کې،[۴] او د صحیفه سجادیه شرح او ترجمه چې سید احمد فهري[۵] په فارسۍ ژبه لیکلی دی، بیان شوې ده.

د صحیفه سجادیه دریمه دعا په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین في شرح صحیفه سید الساجدین د سید علي خان مدني لیکلی[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه لیکلی،[۷] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تألیف[۸]، او په نورو کتابونو کې لکه آفاق الروح د سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۹] په عربۍ ژبه شرحه شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه کتاب چې فیض کاشانی لیکلی،[۱۰] شرحه کړې شوې ده.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه دریمه دعا
متن ترجمه[۱۱]
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي الصَّلَاةِ عَلَي حَمَلَةِ الْعَرْشِ وَ كُلِّ مَلَكٍ مُقَرَّبٍ

اللَّهُمَّ وَ حَمَلَةُ عَرْشِكَ الَّذِينَ لَا يَفْتُرُونَ مِنْ تَسْبِيحِكَ، وَ لَا يَسْأَمُونَ مِنْ تَقْدِيسِكَ، وَ لَا يَسْتَحْسِرُونَ مِنْ عِبَادَتِكَ، وَ لَا يُؤْثِرُونَ التَّقْصِيرَ عَلَى الْجِدِّ فِي أَمْرِكَ، وَ لَا يَغْفُلُونَ عَنِ الْوَلَهِ إِلَيْكَ

وَ إِسْرَافِيلُ صَاحِبُ الصُّورِ، الشَّاخِصُ الَّذِي يَنْتَظِرُ مِنْكَ الْإِذْنَ، وَ حُلُولَ الْأَمْرِ، فَيُنَبِّهُ بِالنَّفْخَةِ صَرْعَى رَهَائِنِ الْقُبُورِ.

وَ مِيكَائِيلُ ذُو الْجَاهِ عِنْدَكَ، وَ الْمَكَانِ الرَّفِيعِ مِنْ طَاعَتِكَ.

وَ جِبْرِيلُ الْأَمِينُ عَلَى وَحْيِكَ، الْمُطَاعُ فِي أَهْلِ سَمَاوَاتِكَ، الْمَكِينُ لَدَيْكَ، الْمُقَرَّبُ عِنْدَكَ

وَ الرُّوحُ الَّذِي هُوَ عَلَى مَلَائِكَةِ الْحُجُبِ.

وَ الرُّوحُ الَّذِي هُوَ مِنْ أَمْرِكَ، فَصَلِّ عَلَيْهِمْ، وَ عَلَى الْمَلَائِكَةِ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِمْ مِنْ سُكَّانِ سَمَاوَاتِكَ، وَ أَهْلِ الْأَمَانَةِ عَلَى رِسَالاتِكَ

وَ الَّذِينَ لَا تَدْخُلُهُمْ سَأْمَةٌ مِنْ دُؤُوبٍ، وَ لَا إِعْيَاءٌ مِنْ لُغُوبٍ وَ لَا فُتُورٌ، وَ لَا تَشْغَلُهُمْ عَنْ تَسْبِيحِكَ الشَّهَوَاتُ، وَ لَا يَقْطَعُهُمْ عَنْ تَعْظِيمِكَ سَهْوُ الْغَفَلَاتِ.

الْخُشَّعُ الْأَبْصَارِ فَلَا يَرُومُونَ النَّظَرَ إِلَيْكَ، النَّوَاكِسُ الْأَذْقَانِ، الَّذِينَ قَدْ طَالَتْ رَغْبَتُهُمْ فِيما لَدَيْكَ، الْمُسْتَهْتَرُونَ بِذِكْرِ آلَائِكَ، وَ الْمُتَوَاضِعُونَ دُونَ عَظَمَتِكَ وَ جَلَالِ كِبْرِيَائِكَ

وَ الَّذِينَ يَقُولُونَ إِذَا نَظَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ تَزْفِرُ عَلَى أَهْلِ مَعْصِيَتِكَ سُبْحَانَكَ مَا عَبَدْنَاكَ حَقَّ عِبَادَتِكَ.

فَصَلِّ عَلَيْهِمْ وَ عَلَى الرَّوْحَانِيِّينَ مِنْ مَلَائِكَتِكَ، وَ أَهْلِ الزُّلْفَةِ عِنْدَكَ، وَ حُمَّالِ الْغَيْبِ إِلَى رُسُلِكَ، وَ الْمُؤْتَمَنينَ عَلَى وَحْيِكَ

وَ قَبَائِلِ الْمَلَائِكَةِ الَّذِينَ اخْتَصَصْتَهُمْ لِنَفْسِكَ، وَ أَغْنَيْتَهُمْ عَنِ الطَّعَامِ وَ الشَّرَابِ بِتَقْدِيسِكَ، وَ أَسْكَنْتَهُمْ بُطُونَ أَطْبَاقِ سَمَاوَاتِكَ.

وَ الَّذِينَ عَلَى أَرْجَائِهَا إِذَا نَزَلَ الْأَمْرُ بِتََمامِ وَعْدِكَ

وَ خُزَّانِ الْمَطَرِ وَ زَوَاجِرِ السَّحَابِ

وَ الَّذِي بِصَوْتِ زَجْرِهِ يُسْمَعُ زَجَلُ الرُّعُودِ، وَ إِذَا سَبَحَتْ بِهِ حَفِيفَةُ السَّحَابِ الْتمَعَتْ صَوَاعِقُ الْبُرُوقِ.

وَ مُشَيِّعِي الثَّلْجِ وَ الْبَرَدِ، وَ الْهَابِطِينَ مَعَ قَطْرِ الْمَطَرِ إِذَا نَزَلَ، وَ الْقُوَّامِ عَلَى خَزَائِنِ الرِّيَاحِ، وَ الْمُوَكَّلِينَ بِالْجِبَالِ فَلَا تَزُولُ

وَ الَّذِينَ عَرَّفْتَهُمْ مَثَاقِيلَ الْمِيَاهِ، وَ كَيْلَ مَا تَحْوِيهِ لَوَاعِجُ الْأَمْطَارِ وَ عَوَالِجُهَا

وَ رُسُلِكَ مِنَ الْمَلَائِكَةِ إِلَى أَهْلِ الْأَرْضِ بِمَكْرُوهِ مَا يَنْزِلُ مِنَ الْبَلَاءِ وَ مَحْبُوبِ الرَّخَاءِ

وَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ، وَ الْحَفَظَةِ الْكِرَامِ الْكَاتِبِينَ، وَ مَلَكِ الْمَوْتِ وَ أَعْوَانِهِ، وَ مُنْكَرٍ وَ نَكِيرٍ، وَ رُومَانَ فَتَّانِ الْقُبُورِ، وَ الطَّائِفِينَ بِالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ، وَ مَالِكٍ، وَ الْخَزَنَةِ، وَ رِضْوَانَ، وَ سَدَنَةِ الْجِنَانِ.

وَ الَّذِينَ «لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ، وَ يَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ»

وَ الَّذِينَ يَقُولُونَ «سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدّارِ»

وَ الزَّبَانِيَةِ الَّذِينَ إِذَا قِيلَ لَهُمْ «خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ» ابْتَدَرُوهُ سِرَاعاً، وَ لَمْ يُنْظِرُوهُ.

وَ مَنْ أَوْهَمْنَا ذِكْرَهُ، وَ لَمْ نَعْلَمْ مَكَانَهُ مِنْكَ، و بِأَيِّ أَمْرٍ وَكَّلْتَهُ.

وَ سُكَّانِ الْهَوَاءِ وَ الْأَرْضِ وَ الْمَاءِ وَ مَنْ مِنْهُمْ عَلَى الْخَلْقِ

فَصَلِّ عَلَيْهِمْ يَوْمَ يَأْتِي «كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَ شَهِيدٌ»

وَ صَلِّ عَلَيْهِمْ صَلَاةً تَزِيدُهُمْ كَرَامَةً عَلَى كَرَامَتِهِمْ وَ طَهَارَةً عَلَى طَهَارَتِهِمْ

اللَّهُمَّ وَ إِذَا صَلَّيْتَ عَلَى مَلَائِكَتِكَ وَ رُسُلِكَ وَ بَلَّغْتَهُمْ صَلَاتَنَا عَلَيْهِمْ فَصَلِّ عَلَيْنَا بِمَا فَتَحْتَ لَنَا مِنْ حُسْنِ الْقَوْلِ فِيهِمْ، اِنَّكَ جَوادٌ كَريمٌ.

د عرش په وړونكو او نورو خداى ته نزدې فرښتو باندې د درود او سلام په لړ كې د امام سجاد دعا

اى پاكه ربه! ستا د عرش وړونكې فرښتې چې ستا له ستاينې ستړى كيږى نه او ستا د پاكۍ او سپيڅلتيا له بيانولو ستومانه كيږى نه، ستا له عبادته ستړى كيږى نه او نه ستا د حكم په منلو كې د هڅې او هاند په ځاى كوتاهى او لنډون كوى او نه ستا له مينې غافله كيږي

او اسرافيل چې د شپيلۍ خاوند دے او ستا د اجازت او د حكم په ځاى كولو ته سترګې په لاره دے چې په شپيلۍ كې په پوكى سره په قبرونو كې پراته مړى راويښ كاندي

او ميكائيل چې ستا په نزد لوړ مقام لرى. او ستا د منيې او اطاعت له امله لويه درجه لري

او جبرائيل چې ستا د وحى امانت لرونكے او آسمان والا د هغه منونکي او تابع دى او ستا په نزد لوړ مقام او ځانګړے نزديكت لرى

او هغه روح چې د حجاب په فرښتو موكل دى

او هغه روح چې ستا له امره دے په دغو ټولو خپل رحمت نازل كړه همدا راز په هغو فرښتو چې مرتبه او مقام يې تر دغو ټيټ دے. په آسمانونو كې ميشته او ستا د پيغامونو امين دى

او په هغو فرښتو چې له زيار او كوشش څخه نه بدزړى كيږى او له سختو كارونو ستړى كيږى او ستومانه كيږي نه، او د ځان غوښتنې او نفسانى خواهشات هغوى ستا له نمانځنو نه منعې كوى او نه هغوى د غفلت له مخې كومه داسې غلطى او خطا كوي چې ستا له تعظيم او لوړاوى يې تم كاندي

هغوي سترګې پټې كړى دي او ستا د عظمت د نور په لور د كتلو اراده هم نه لري او ستا د عظمت په وړاندې پړمخې پراته دي  ستا د لويو درجو بې حده ليواله دي او ستاد نعمتونو په ياد كې ډوبې دي او ستاد لوړاوي او عظمت په وړاندې ټيټ سرونه ولاړې دي

او په هغو فرښتو چې كله په ګناهكارو باندې د جهنم د اور غرغنډې وګورى نو وايي: اى ربه سپيڅلى دی ستا ذات! موږ ستا عبادت هغه ډول چې حق وْ ونه كړ.

اى خدايه ته په دوى او د رحمت په فرښتو چې ستا در ته نزدې دي، ستا استازو او پيغمبرانو ته پټ خبرونه وړى او ستا د وحى امانت لرونكى دى

او په هغو ډول ډول فرښتو چې تا ځانته غوره كړى او بيلې كړې دي او د لمانځنو او تسبيح له امله دې له خوراك څښاكه بې نيازه كړى دي. او په هغوى چې د آسمانى پوړو او طبقو په دننه برخو كې دې ميشته كړى دي.

او په هغو فرښتو چې د اسمانونو په څنډو كې به هغه وخت دريږي چې ستا هغه حكم به چې ژمنه دې يې كړې وه وشي.

همدا راز ستا رحمت دې وي په هغو فرښتو چې د بارانونو جمع كوونكى او د وريځو وړونكى دي

او په هغې باندې چې په اواز سره يې د تندر غږ پورته كيږي او چې كله د هغې په تيز اواز سره ګرځيدونكى وريځې روانې شي نو تندرونه او بريښناګانې ناقلاره شي.

او په هغو فرښتو چې له واورې او ږلۍ سره يو ځاى دى او چې كله ورښت ووريږي نو د ورښت له څاڅكو سره راكوزيږي او د هوا د زيرمو ساتنه كوي او په هغو فرښتو چې په غرونو مو كلې دي چې له خپل ځايه ونه خوځيږي

او په هغو فرښتو چې تا د اوبو په وزن او د تيزو او د شيبو شيبو بارانونو په اندازې خبر كړي دي

او په هغو فرښتو چې د بدمرغه بلاګانو او نيكمرغه هوساينو او راحتيو سره د زمكې د اوسيدونكو لپاره ستا استازې دي

او په هغو چې په عملونو يې احاطه كړې،د قدر خاوندانې او نيك عمله دي او په هغو چې ساتونكى او كراماً كاتبين دي: او په ملك الموت، د هغه په ملګرو او مرستنديو، په منكرنكير او د اهل قبور ازمويونکى رومان او د بيت المعمور په طواف كوونكو او په مالك او د دوزخ په دروازو په ولاړو او ساتونكو فرښتو او د رضوان او جنت په نورو ساتونكو باندې

او په هغو فرښتو چې د خداى د حكم نافرماني نه كوي او چې كوم حكم ورته وركول كيږي هغه مني.

او په هغو فرښتو چې په آخرت كې به د سلام عليكم اوستړى مشى نه وروسته وايي چې په دنيا كې تاسو صبر وكړ نو دا جنت د هغې بدله ده. وګورئ د آخرت كور څومره ښه دی

او د دوزخ په هغو ساتندويو چې كله ورته وويل شى چې فلانكے كس ونيسئ، زولنې ورواچوئ او په دوزخ كې يې ورغوپه كړئ نو سمدستي لاس په كار كيږي او هيڅ مهلت هغه ته نه ورکوي.

او په هرې هغه فرښتې چې موږ يې نوم وانه خيست او موږ ته دا هم نه ده معلومه چې ستا په نزد څه مقام او درجه لرى او دا چې تا په كوم يو كار ګمارلې ده

او په هوا، زمكې او اوبو كې په اوسيدونكو فرښتو او په هغو چې په مخلوقاتو باندې ټاكلى شوي دي

په دغو ټولو رحمت نازل كړه «په هغه ورځ چې هر کس به محشر ته راځي، په داسې حال کې چې ورسره به چلوونکی فرښته او د هغه د عمل ګواه فرښته وي»

په دغو ټولو رحمت نازل كړه چې د هغوي لپاره د ډير عزت او ډيرې پاكۍ سبب وي.

اى خدايه كله چې ته په خپلو فرښتو او استازو رحمت واستوې او زموږ سلام او درود هغوي ته ورسوې نو په موږ هم خپل رحمت نازل كړه ځكه چې تا موږ ته د هغوي د ښه ذكر توفيق راكړ. بيشكه چې ته بښونكی او كريم يې.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۱۹-۱۴۹؛ خلجی، اسرار خاموشان، ۱۳۸۳ش، ۱۳۱-۲۳۵.
  2. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۳، ص۱۹-۱۴۹.
  3. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۸۹-۳۱۷.
  4. خلجی، اسرار خاموشان، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۳۱-۲۳۴.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۰۵-۲۵۰.
  6. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۲، ص۵-۸۰.
  7. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۸۳-۹۳.
  8. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۶۵-۸۲.
  9. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۶۹-۹۶.
  10. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۲۲-۲۶.
  11. ترجمه از شیخ حسین انصاریان(په پارسي ژبه کښې).
  12. (په پارسي ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۳ش.
  • خلجی، محمدتقی، اسرار خاموشان، قم، پرتو خورشید، ۱۳۸۳ش.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، با مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک