منځپانگې ته ورتلل

معالم المدرستین (کتاب)

د wikishia لخوا
د معالم المدرستین کتاب

مَعالِمُ المَدرَسَتَین د سید مرتضی عسکري په قلم په عربۍ ژبه لیکل شوی کتاب دی چې د امامیه شیعه مذهب او اهل سنت اصول یې په خپلو کښې پرتله کړي دي. د کتاب هدف، د خلفاو په مکتب باندې د اهل بیتو علیهم السلام د مکتب د برترۍ ثابتول بلل شوي دي.

دغه کتاب درې ټوکه لري چې اول ټوک یې د اهل بیتو د مکتب او د خلفاو د مکتب د لیدتوګو په هکله دی. دویم ټوک یې، د دواړو مکتبونو له نظره د معتبرو دیني سرچینو څیړنه کړې ده او په دریم ټوک کښې یې د امام حسین علیه السلام د پاڅون او د هغه د زمینو او پایلو د وضاحت په ترڅ کښې، د اهل بیتو او خلفاو په مکتبونو کښې د حدیث د نقلولو طریقه په خپلو کښې مقایسه او پرتله شوې ده.

معالم المدرستین په فارسي، فرانسوي او پښتو ژبو ترجمه شوی دی. د کتاب یو مهم ټکی، د سیف بن عمر په نامه د یو کس پيژندګلوي ده چې د لیکوال په وینا، ډیر روایتونه یې جعل کړي دي او د روایتونو په سند کښې یې ۱۵۰ جعلي صحابه موجود دي.

لیکوال

اصلي مقاله: سید مرتضی عسکري

سید مرتضی عسکري د معالم المدرستین کتاب لیکوال دی. هغه په بغداد، قم، تهران او دزفول کښې د اصول دین پوهنځي پر جوړولو،[۱] او د سید محمد باقر صدر او سید مهدي حکیم په ملګرتیا د حزب الدعوه پر بنسټ ایښودو،[۲] سربیرہ د عبدالله بن سبأ او اساطیر اخری او نقش عایشه در تاریخ اسلام په شان مهم کتابونه لیکلي دي او د هغه شهرت، د تاریخ او د حدیث په هکله تحقیق کښې د نویو طریقو د کارولو او همداشان د تشیعه د اصولو د بیانولو او د هغو د دفاع په شان کارونو په وجه دی.[۳] د هغه آثار له تعصب او یواړخیز فکر نه پاک، له خالصو سرچینو اخیستل شوي او همداشان د ګڼو منابعو لرونکي بلل شوي دي.[۴]

د کتاب کلیات او جوړښت

معالم المدرستین، د شریعت په مهمو مسائیلو کښې د اهل بیتو او خلفاو د مکتبونو د اصولو په څیړنې او همداشان په خپلو کښې د هغو په پرتله کولو مشتمل دی.[۵] د دغه کتاب هدف، د خلفاو په مکتب باندې د اهل بیتو علیهم السلام د مکتب د برلاسیتوب ثابتول دي.[۶]

معالم المدرستین کتاب، د اهل سنت او اهل تشیع ترمینځ د ځینو اختلافي مسائلو په هکله په یوې تفصیلي سریزې سره پيل شوی دی.[۷] په دغې برخې کښې، د اختلافاتو پر بیانولولو سربیره، د اختلافاتو سرچینه هم ذکر شوې ده.[۸] د معالم المدرستین په سریزه کښې د بحث وړ ځینو موضوعاتو کښې د خدای د صفاتو، د پيغمبرانو د شفاعت او په هغوي د توسل، د پيغمبرانو په مزارونو د زیارتونو د جوړولو او د هغو د عبادتګاه ګرځولو او همداشان په مړو باندې د ژړا په شان اختلافات شامل دي.[۹]

صحابه او امامت، د دواړو مذهبونو له نظره

د معالم المدرستین له سریزې وروسته، د کتاب په اول ټوک کښې دوه څپرکي د اصحابو او امامت په هکله راغلي دي.[۱۰] وړومبې څپرکی د خلفاؤ د مکتب (اهل سنت) او د اهل بیتو د مکتب (شیعه) له نظره د صحابه ­و او د هغوي د عدالت د تعریف په هکله،[۱۱] او له اصحابو څخه د اهل سنتو د تعریف د نقد په هکله دی.[۱۲] د دویم څپرکي په مطالبو کښې دا شیان شامل دي: امامت او د خلیفه د ټاکلو شورا،[۱۳] د خلفاؤ او اهلبیتو د مکتب له نظره الهي خلافت،[۱۴] د اهل بیتو علیهم السلام عصمت،[۱۵] د پیغمبر(ص) له خوا د ولي امر ټاکل،[۱۶] د امام علي علیه السلام لپاره د «وصي» په لقب شهرت[۱۷] او همداشان د امام علي(ع) د فضایو د پټولو د معاویه په پړاؤ او له هغه وروسته د بني امیه د نورو خلفاؤ په وختو کښې ورته بد رد ویل او لعن کول.[۱۸]

علامه عسکري د معالم المدرستین په دویم څپرکي کښې همداشان د پیغمبر اکرم(ص) د سنتو او د پیغمبر د اهل بیتو او اصحابو د سیرت د بیانوونکو روایتونو د پټولو او تحریفولو لس طریقې بیان کړې دي؛[۱۹] له هغو څخه: د پیغمبر د سنتو د بیانوونکو حدیثونو د ځینو برخو حذفول او په مبهمو کلماتو یې بدلول،[۲۰] له روايي سرچینو د یو روایت بشپړه حذفول،[۲۱] د روایتونو د معناؤ تاویل،[۲۲] د پيغمبر(ص) په سنتو د مشتمولو روایتونو له لیکلو منع کول،[۲۳] د کتابونو سوځول،[۲۴] او د حدیثونو جعلول دي.[۲۵]

د اسلامي شریعت سرچینې

د معالم المدرستین په دویم ټوک کښې د خلفاؤ د مکتب او د اهل بیتو د مکتب له نظره د معتبرو دیني سرچینو په هکله یولړ مطالب شامل دي.[۲۶] په دې ټولو کښې اول د دواړو مکتبونو له نظره د قرآن، سنت، بدعت، فقهې او اجتهاد د پنځو اصطلاحاتو وضاحت شوی دی.[۲۷] ځیني نور مطالب چې په دې ټوک کښې په تفصیل سره ذکر شوي دي، دا دي: د خلفاؤ په زمانه کښې د پیغمبر د روایتونو د خپریدو او کتابت مخنیوی،[۲۸] د خلفاو د مکتب له نظره اجتهاد او د ځینو هغو اصحابو ذکر چې مجتهد بلل شوي دي[۲۹] او همداشان د زکات، صدقې، خمس او متعې په هکله د ابوبکر او عمر ځیني اجتهادونه او هم د اهل سنت په تیره په اجتهاد کښې د ابوحنیفه په طریقې نیوکه[۳۰] او په وړاندې یې په قرآن او د پیغمبر(ص) په سنتو باندې په تکیې سره د اهل بیت علیهم السلام له طریقې دفاع.[۳۱] د دغه ټوک په پاې کښې د خلفاؤ د اجتهاداتو ځینې موارد ذکر شوي دي چې د سید مرتضی عسکري په وینا، د کتاب او سنت په مقابله کې دي.[۳۲]

د امام حسین پاڅون او د هغه پایلې

د معالم المدرستین دریم ټوک دوه برخې لري، د پیغمبر(ص) له سنتو د بې لارېتوب خلاف د امام حسین(ع) پاڅون[۳۳] او د اهل بیتو(ع) له خوا اسلامي ټولنې ته د پیغمبر اکرم د سنتو ستنول.[۳۴] د عاشورا د پیښې شرحه او د هغې د بڼه نیولو زمینې او همداشان په شام کښې د کربلا د اسیرانو د شتون او د امام سجاد علیه السلام د خطبې په شمول له هغې وروسته پیښې او بیا د هغو پاڅونونو شرحه چې په مکې او مدینې کښې د عاشورا له پیښې وروسته رامینځته شوې، د کتاب د دغه ټوک له نیمايي زیاته برخه نیولې ده.[۳۵] په هغه کښې بیا وروسته د اهل بیتو په مکتب کښې د حدیث د نقلولو د رودې وضاحت شوی او د حدیثونو د کتابونو په تدوین کښې د خلفاؤ د مکتب او د اهل بیتو د مکتب طریقه تشریح شوې ده.[۳۶]

محتوا او نظرات

عسکري خپل کتاب په مقدماتي بحثونو سره شروع کړی لکه: د اسلامي امت ترمینځ د اختلاف آثار، د خدای صفات او په کښې د اختلاف سرچینه، د پیغمبرانو په صفاتو کښې اختلاف، د پیغمبرانو په قبرونو باندې د ودانیو او مزارونو په جوړولو کښې اختلاف او په مړو باندې ژړا او داسې نور...[۳۷] په معالم المدرستین کښې د سید مرتضی عسکري په باور، د خلفاؤ په پړاؤ کښې د حدیثونو نشر او کتابت ممنوع و خو له بلې خوا اسرائیلیات خپریدل. هغه همداشان په دغه کتاب کښې، د اهل سنتو له خوا په حدیث لیکنې باندې پر نیوکې سربیره، د شیعو په حدیث لیکنه کښې هم غلط موارد ذکر کړي دي. د معالم المدرستین کتاب یوه مهمه برخه د سیف بن عمر په هکله ده چې د عسکري د تحقیق له مخې، له هغه نه پریمانه جعلي حدیثونه نقل شوي دي او د روایتونو په سند کښې یې ۱۵۰ جعلي صحابه موجود دي. د معالم المدرستین ځیني مطالب دا دی:

حدیث پیژندنه

په معالم المدرستین کښې مطرح شوي ترټولو مهم بحثونه، حدیثي او په تیره بیا د سنت د حجیت او همداشان د حدیثو کتابت بلل شوي دي.[۳۸] په دې بنیاد، علامه عسکري د سنت په حجیت باور لري او عقیده یې دا ده چې سنت ته د رسیدو یوازنۍ لاره له پيغمبر(ص) او د هغه له اهل بیتو څخه پاتې حدیثونه دي.[۳۹] سید مرتضی عسکري، د اهل سنت د ډیرو روڼ اندو په اپوټه په دې باور دی چې د خلفاؤ نهي، پړاویه او د حدیثو تر کتابت پورې محدوده نه وه بلکې عامه او د نقل، روایت او د هغه د کتابت په منعې باندې ولاړه وه.[۴۰] د عسکري په باور، خلفاؤ سره له دې چې د پیغمبر د احادیثو کتابت یې ممنوع کړ، د اسرائیلیاتو د نشر له سیاست سره ملګري شول.[۴۱]

سید مرتضی عسکری له دې امله چې په خپلو ډیرو آثارو کښې یې د شیعه عقایدو دفاع کړې ده، زیاتره یې د اهل سنت په نزد له معتبرو سرچینو استفاده کړې ده.[۴۲] په دې اساس، له هغو ۲۵۰۰ سرچینو څخه چې په معالم المدرستین کتاب کښې ترې ګټه پورته شوې، یوازې ۵ فیصده شیعه سرچینې لیدل کیږي.[۴۳]

د شیعو د حدیثي ټولنو نیوکه

معالم المدرستین، د شیعو د حدیثو په کتابونو کښې هم د حدیث د نقل په طریقې باندې ځینې نیوکې لري.[۴۴] په دغو کښې هغه غلط موارد بیان شوي دي چې د احادیثو په کتابت او نسخې لیکلو په ترڅ کښې حدیثي ټولنو ته ننوتې دي. په دې لړ کښې د نموني لپاره د الکافي له مهم کتاب څخه یو روایت ذکر شوی دی.[۴۵]

جعلي اصحاب

سید مرتضی عسکري په معالم المدرستین کښې د پیغمبر د سنتو د پټولو او تحریف کولو یوه روده، د حدیث جعل کول بللي دي. هغه په دې زمینه کښې د سیف بن عمر تمیمي مثال ورکړی دی چې د ډیرو حدیثونو پر جعل کولو سربیره یې څه باندې ۱۵۰ جعلي اصحاب جوړ کړي دي. د هغه په وینا، د سیف بن عمر روایتونه په څه باندې اویا مهمو اسلامي کتابونو کښې راغلي دي. د هغو مهمه نمونه د محمد بن جربر بن یزید طبري لیکنې دي چې د هغه جعلي حدیثونه یې له نورو زیات نقل کړي دي.[۴۶] د سیف بن عمر د شخصیت پيژندنه، په رجالي څیړنو کښې د علامه عسکري یوه ډیره مهم لاسته راوړنه بلل شوې ده.[۴۷]

اقتباس

معالم المدرستین کتاب، سربیره پر دې چې په مختلفو چاپونو کښې د ګڼو ناشرانو له خوا خپور شوی دی،[۴۸] د ځینو نورو آثارو په تالیف کښې هم د استفادې وړ ګرځیدلی، له هغو نه:

  • مقتل امام حسین(ع): دا کتاب د معاویه له مړینې او د یزید د حکومت له پیلیدو واخلې د عاشورا تر پیښې او د امام حسین علیه السلام له شهادت نه تر وروسته ماجراو پورې د شیعیانو د دریم امام او د هغه د اصحابو ژوند روایت کوي.[۴۹] په ۱۳۹۱ لمریز کال کښې د محمد علي جاودان[۵۰] په څارنې سره په ۲۵۲مخونو کښې چاپ شوی دی.[۵۱]
  • وحی قرآنی و وحی بیانی علامه سید مرتضی عسکری: دا کتاب د معالم المدرستین او د «بر گستره کتاب و سنت» له دوو کتابونو څخه د میرمن مهدیه سادات حسین زاده راغونډ کړی شوی او ترجمه شوی کتاب دی چې په کال ۱۳۸۸لمریز کښې د اصولِ دین پوهنځي او د علامه عسکري د علمي او کلتوري موسسې له خوا چاپ شوې ده.[۵۲]
د بازشناسی دو مکتب د کتاب پوښ

چاپونه

معالم المدرستین کتاب په ایران او لبنان کښې څو څو وارې چاپ شوی او په کراتو دوباره چاپ شوی دی؛[۵۳] بعثت فاونډیشن له ۱۳۶۳ نه تر ۱۳۶۵ لمریز کاله پورې د دغه اثر درې ټوکیزه دوره په ایران کښې چاپ کړې ده. همداشان د اهل بیتو نړیوالې ټولنې په ۱۳۸۲لمریز کال کښې د دغه کتاب درې ټوکه چاپ کړي دي. اصولِ دین پوهنځی هم د دغه کتاب یو بل ناشر دی.

ژباړې

له معالم المدرستین کتاب څخه په فارسۍ، فرانسوۍ او پښتو ژبو ترجمې خپرې شوې دي چې په کښې:

  • «بازشناسی دو مکتب»،  په فارسي ژبه د محمد جواد کریمي له خوا ژباړل شوې، چې خپرونه یې په ۱۳۷۹ کال کې د اصولِ دین پوهنځۍ په خپرندویه اداره کې پیل شوه او بېلابېلې ګڼې یې چاپ شوې دي.[۵۴] دا کتاب هم داشان په ۱۳۹۱ کال کښې په قم کښې د علامه عسکري انتشاراتو له خوا چاپ شوی دی.[۵۵]
  • «پژوهش و بررسی تحلیلی مبانی اندیشه‌های اسلامی در دیدگاه دو مکتب» په فارسي ژبه د جلیل تجلیل لخوا په ۱۳۷۵ کال کښې په تهران کې خپور شوی دی.[۵۶]
  • «دو مکتب در اسلام»، په فارسي ژبه د عطا محمد سردارنیا لخوا ژباړل شوی او په ۱۳۷۰ کال کې د بعثت بنسټ خپرندویه مرکز لخوا خپور شوی دی.[۵۷]
  • «les reperes des deux ecoles celle des califes et celle d' ahi-ul-bayt»، په فرانسوي ژبه په ۱۳۸۱لمریز کال کښې په ۴۹۳ مخونو کښې چاپ شوی دی.[۵۸]
  • «د معالم المدرستین»، د آثارِ سبزِ امروز موسسې له خوا په پښتو ژبه ترجمه شوی او په ۱۳۹۵ لمریز کال کښې په تهران کښې چاپ شوی دی.[۵۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ انصاری، «رحلت علامه عسکری»، ص۵۸۲.
  2. ↑ خسروشاهی، زندگی و مبارزات...، ۱۳۹۱ش، ص۱۹.
  3. ↑ خسروشاهی، زندگی و مبارزات...، ۱۳۹۱ش، ص۱۴.
  4. ↑ حسین‌زاده، «سیره بزرگان»، ص۷۰.
  5. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۶۶.
  6. ↑ خسروشاهی، زندگی و مبارزات...، ۱۳۹۱ش، ص۴۴و۴۵.
  7. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳-۱۰۰.
  8. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱و۳۸و۵۱و۷۸و۹۱-۹۵.
  9. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۴و۵۷۹-۵۸۱.
  10. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱.
  11. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱۳-۱۳۴.
  12. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱۰و۱۱۳-۱۱۸و۱۱۹-۱۲۹.
  13. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳۶و۲۵۷.
  14. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳۶و۲۵۷.
  15. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۲۶۲-۲۶۸.
  16. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۲۶۹-۳۰۴.
  17. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۰۴-۳۲۴.
  18. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۲۵-۳۹۲.
  19. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۹۳-۴۴۴.
  20. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۹۵-۳۹۸.
  21. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۹۸-۳۹۹.
  22. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۹۹-۴۰۵.
  23. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۱۱-۴۱۳.
  24. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۲۲-۴۲۵.
  25. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۲۶-۴۴۵.
  26. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۹.
  27. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۹و۱۵-۳۲.
  28. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۱-۷۴.
  29. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۷۵-۹۷.
  30. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۹۸-۳۷۳.
  31. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۳۸۵-۴۴۹.
  32. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۷۰-۴۷۷.
  33. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۷.
  34. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۲۴۵.
  35. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۷-۲۴۳.
  36. ↑ وګورئ: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۲۴۵-۳۵۱.
  37. ↑ عسکری، معالم المدرستین، ج۱، ص۱۳.
  38. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۶۶.
  39. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۶۶و۱۶۷؛ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۷و۵۸.
  40. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۶۷؛ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۷.
  41. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۶۹؛ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۷و۵۸.
  42. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۸۰.
  43. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۸۰.
  44. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۷۸.
  45. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۷۸و۱۷۹؛ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۳۱۵-۳۲۱.
  46. ↑ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۲۶-۴۲۹.
  47. ↑ راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری...»، ص۱۷۷.
  48. ↑ نگاه کنید به: «معالم المدرستین»، سایت کتابخانه ملی.
  49. ↑ «استناد به منابع کهن از ویژگیهای...»، خبرگزاری مهر.
  50. ↑ «استناد به منابع کهن از ویژگیهای...»، خبرگزاری مهر.
  51. ↑ «مقتل برگرفته از کتاب معالم المدرستین علامه عسکری...»، سایت عقیق.
  52. ↑ «وحی قرآنی و وحی بیانی علامه سید مرتضی عسکری»، سایت کتابخانه ملی.
  53. ↑ «معالم المدرستین»، سایت کتابخانه ملی؛ «معالم المدرستین»، سایت المکتبة الشیعه.
  54. ↑ «ترجمه معالم المدرستین»، سایت کتابخانه ملی.
  55. ↑ «بازشناسی دو مکتب»، سایت کتابخانه ملی.
  56. ↑ «پژوهش و بررسی تحلیلی مبانی اندیشه‌های...».، سایت کتابخانه ملی.
  57. ↑ «دو مکتب در اسلام»، سایت کتابخانه ملی.
  58. ↑ «م‍ع‍ال‍م‌ ال‍م‍درس‍ت‍ی‍ن‌. ف‍ران‍س‍ه»، سایت کتابخانه ملی.
  59. ↑ «د معالم‌المدرستین (پښتو ژباړه)»، سایت کتابخانه ملی.

سرچينې

  • «استناد به منابع کهن از ویژگیهای مقتل امام حسین(ع) علامه عسکری است»، خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱۸ مهر ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.
  • انصاری، ناصرالدین، «رحلت علامه عسکری»، در درسهایی از مکتب اسلام، ش۸، سال چهل و هفتم، آبان ۱۳۸۶ش.
  • «بازشناسی دو مکتب»، سایت سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.
  • «ترجمه معالم المدرستین»، سایت سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.
  • «پژوهش‌ و بررسی تحلیلی‌ مبانی‌ اندیشه‌های‌ اسلامی‌ در دیدگاه‌ دو مکتب‌ (ترجمه‌ کتاب‌ معالم‌المدرستین‌)»، سایت سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.
  • «دو مکتب در اسلام»، سایت سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.
  • حسین‌زاده، مهدیه‌سادات، «سیره بزرگان: علامه عسکری صفحه‌ای از صفحات زندگینامه علامه سید مرتضی عسکری(ره)»، در رهنامه پژوهش، ش۱، پاییز ۱۳۸۸ش.
  • راد، علی، و مهدی مردانی، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری در بوته سنجش با تأکید بر معالم المدرستین»، در مجله علوم حدیث، ش۳۶، بهار ۱۳۹۱.
  • خسروشاهی، سید هادی، خاطرات مستند سید هادی خسروشاهی از: زندگی و مبارزات آیت الله علامه سید مرتضی عسکری، قم، کلبه شروق، ۱۳۹۱ش.
  • عسکری، سید مرتضی، معالم المدرستین، [قم]، المجمع العالمی لأهل البیت، ۱۴۲۶ق.
  • «معالم المدرستین»، در سایت سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.
  • «معالم المدرستین»، در سایت المکتبة الشیعیة، تاریخ بازدید: ۷ مهر ۱۳۹۷ش.
  • «مقتل برگرفته از کتاب معالم المدرستین علامه عسگری منتشر شد»، سایت عقیق، تاریخ درج مطلب: ۱۲ آذر ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.
  • «م‍ع‍ال‍م‌ ال‍م‍درس‍ت‍ی‍ن‌. ف‍ران‍س‍ه»، در سایت سازمان اسناد و کتابخانه‌ ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.
  • «وحی قرآنی و وحی بیانی علامه سید مرتضی عسکری»، سایت سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۳۹۶ش.