منځپانگې ته ورتلل

لومړی مخ

د wikishia لخوا
ویکي شیعه
د اهل‌بیت مکتب مجازي پوهنغونډ د اهل‌بیت نړیوالې ټولنې سره تړلې ده
۱٬۴۹۲ مقالې / ۵۳٬۳۰۵ سمونونه په پښتو ژبه

ځانګړې شوې مقاله

حضرت زینب(س) (زوکړه یې ۵ یا ۶ هجري – وفات یې ۶۲ هجري) د امام علي(ع) او حضرت زهرا(س) لور ده. د خپل ورور امام حسین(ع) له شهادت وروسته، هغه د کربلا د پاڅون د بیرغ پورته کوونکې او د کربلا د بندیانو مشره ونومول شوه. د کربلا پېښه د زینب(س) په ژوند کې تر ټولو مهمه پېښه ګڼل شوې ده. د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) له شهادت وروسته، هغه له نورو پاتی کسانو سره ونیول شوه او بیا کوفې او له هغه ځایه شام ته ولیږدول شوه. له عاشورا وروسته د زینب(س) درې مهمې دندې وې یوه د ژوندیو پاتې شویو کسانو مشري، د امام سجاد(ع) ملاتړ او ساتنه او خلکو ته د کربلا د شهیدانو پیغام رسول وو. په کوفه کې او په شام کې د یزید په درباره کې د حضرت زینب(س) خطبو، سربېره په دې چې د اهل بیتو(ع) مقام او مظلومیت معرفي کړي، د امویانو، په شمول د عبیدالله بن زیاد او یزید بن معاویه او د یزید ظلمونه يې هم څرګند کړی او یزید یې بخښنې او افسوس څرګندونې ته اړباسه. د حضرت زینب(س) دوه ماشومان، عون او محمد، د کربلا په پیښه کې شهیدان شول.

نور یی ولوله ...

آیا تاسو پوهیږې ...

د سوریې په باب الصغیر هدیره کې ام کلثوم ته منسوب حرم

وړاندیز شوي مقالې


  • په ورته ډول مقابله «یا په مثل مقابله، هغه قاعده ده چې له مخې یې، که پر یو کس یا ډلې ظلم او تېری وشي، هغوی کولای شي د دفاع په موخه په هماغه اندازه او هماغه حد کې غبرګون وښيي. دا قاعده په اسلامي فقه کې، په ځانګړي ډول د قصاص په باب او د اعتداء د آیت په تفسیر کې څېړل شوې او له هغې څخه ګڼې فرعي مسئلې راایستل شوې دي.»
  • له دښمن سره سوله «هغه تړون ته ویل کېږي چې د اختلافاتو د حل او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي. دا موضوع په اسلام او نړیوالو حقوقو کې منل شوې او د سیاسي فقهې له مسائلو څخه شمېرل کېږي.»
  • د مړي د تقلید دوام «د مړي په تقلید باندې باقي پاتی کیدل یا د مړي د تقلید دوام، د جامع الشرائط مجتهد (هغه مجتهد چې د اجتهاد ټول شرطونه یې پوره وي) تقلید ته ویل کیږي چی له وفات یي وروسته ترسره کیږی.»

شاخص

د افراد وېشنيزه و نه موندل شوه
د باورها وېشنيزه و نه موندل شوه
د تاریخ وېشنيزه و نه موندل شوه
د جامعه وېشنيزه و نه موندل شوه
د جغرافیا وېشنيزه و نه موندل شوه
د زمان وېشنيزه و نه موندل شوه
د سیاست وېشنيزه و نه موندل شوه
د علوم وېشنيزه و نه موندل شوه
د فرهنگ وېشنيزه و نه موندل شوه