درې ګوني خلفاء
درې ګوني خلفاء ابوبکر، عمر او عثمان ته اشاره ده چې د رسول الله(ص) له وفات وروسته یې د مسلمانانو خلافت په لاس کې واخیست. شیعیان د دې درېیو خلفاوو خلافت د رسول الله(ص) د هدایاتو خلاف او غاصبانه بولي، چې د فاطمې(س) د شهادت په څېر پېښو لامل شوی دی. د درې ګونو خلفاوو خلافت د اهل سنت د سیاسي فکر د جوړښت بنسټ بلل شوی دی.
امام علي(ع) د درې ګونو خلفاوو خلافت غیرمشروع او د خپل حق غصب بللی دی؛ خو د اسلامي ټولنې د مصلحتونو له امله یې ورسره همکاري کړې ده.
د درې ګونو خلفاوو د خلافت د مشروعیت لپاره، ځینې دلایل لکه د اهل حل او عقد اجماع، د پخواني خلیفه لخوا ټاکنې، او د ټاکل شوې شورا له مخې انتخاب بیان شوي دي. همدارنګه، د خلکو د رضایت د ترلاسه کولو لپاره د قریشي، مهاجر او د عمر لرونکي صفاتو ته اشاره شوې ده، او دا چې خلافت او نبوت باید په یوه کورنۍ کې یوځای نشي.
مفهوم پېژندنه او مقام
درې ګوني خلفاء یو عنوان دی چې د شیعه په یو شمېر کتابونو کې د لومړیو درېیو خلفاوو، یعنې ابوبکر بن ابي قحافه، عمر بن خطاب او عثمان بن عفان لپاره کارول شوی، چې د رسول الله(ص) له وفات وروسته یې د خلافت منصب ترلاسه کړ.[۱]
شیعیان د دې درېیو خلفاوو خلافت د رسول الله(ص) د هدایاتو خلاف بولي؛ دوی په دې باور دي چې رسول الله(ص) له وفات وړاندې امام علي(ع) د خپل جانشین په توګه ټاکلی و،[۲] خو دې درې واړو خلافت غصب کړ.[۳]
د شیعیانو د دې ادعا دلائل، د رسول الله(ص) د ژوند په وروستیو ورځو کې د هغه هڅو ته اشاره کوي، لکه په غدیر کې د علي(ع) د ولایت اعلان،[۴] د ثقلین حدیث تکرار[۵] او د اسامه له لښکر سره د یو شمېر صحابه و د مدینې بهر ته لېږل.[۶]
شیعیان همدارنګه د دې درې واړو خلافت د رسول الله(ص) د لور فاطمې، د شهادت،[۷] د فدک د ځمکو د غصب[۸] او د کربلا د پېښې.[۹] لامل بولي.
د درې ګونو خلفاوو خلافت او د دوی په دوره کې سیاسي او ټولنیز بدلونونه د اهل سنتو د سیاسي نظریې د جوړښت بنسټ بلل شوي دي. دا نظریه په اهل سنت کتابونو کې د خلافت نظریه یا د امامت نظریه بلل کیږي. د دې نظریې له مخې، ویل شوي چې په پیل کې د درې ګونو خلفاوو خلافت یوازې د خلکو پر شرعي چارو نظارت بلل کېده، خو ورو ورو حکومتی او اجرایي چارې هم د خلیفه دندو ته ورزیاتې شوې او خلافت له امارت سره برابر ګڼل شوی دی.[۱۰]
| نوم | د خلافت دوره | د انتخاب طریقه | مهمې پېښې |
|---|---|---|---|
| ابوبکر | ۱۱-۱۳ق | په سقیفه کې بیعت | د رده جنګونه، د حضرت فاطمه(س) شهادت |
| عمر بن خطاب | ۱۳-۲۳ق | د ابوبکر وصیت | د ایران فتح، د شام فتح، د مصر فتح |
| عثمان بن عفان | ۲۳-۳۵ق | شپږ کسیزه شورا | د مصحفونو یو شان کول، د ابوذر جلاوطنول، د خلیفه پر وړاندې بلوا |
د درې ګونو خلفاوو په وړاندې د امام علي(ع) دریځ
ویل شوي چې امام علي(ع) هیڅکله د درې ګونو خلفاوو خلافت مشروع نه دی ګڼلی او دا یې د خپل حق غصب بللی دی؛[۱۱] لکه څنګه چې په شقشقیه خطبه کې په دې خبره ټینګار شوی دی.[۱۲] د امام علي د نارضایتۍ په شواهدو کې، په سقیفه بنيساعده کې د خلیفه د انتخاب په اړه نارضایتي او ورسره نه ملتیا،[۱۳] د ابوبکر د خلافت په لومړیو ورځو یا میاشتو کې بیعت نه کول یا په اکراه او نه زړه سره بیعت کول[۱۴] او د شپږو کسانو په شورا کې د خلیفه د انتخاب د بهیر په اړه د نارضایتۍ.[۱۵] په شان موارد یاد شوي دي.
د امام علي د ژوند یوه برخه، د درې ګونو خلفاوو د خلافت په دوره کې د ۲۵ کلنې چوپتیا په دورې کې تېره شوې[۱۶] چې ویل شوي د امام علي لپاره له ډېرو سختیو او تلخیو سره مل وه او د تقیه مداراتی (د مدارا او ګوزارې کولو لپاره تقیه کول) په نوم یادیږي.[۱۷] خو سره له دې، ویل شوي چې علي بن ابيطالب د مسلمانانو د مصلحتونو د ساتنې لپاره له خپل حق څخه تېر شو[۱۸] او هر کله چې وحدت[۱۹] او د اسلامي ټولنې هویت ته خطر پېښېده یا د اسلام مصلحت په منځ کې و، له خلفاوو سره یې پوځي[۲۰] او فقهي[۲۱] ملګرتیاوې کولې.[۲۲]
د درې ګونو خلفاوو د مشروعیت لپاره د اهل سنت بنسټونه او دلیلونه
درې ګوني خلفاو په دوو کلي عناوینو، یعنې د انتخاب په څرنګوالي او د خلیفه په صفاتو، او همدارنګه په یوې کورنۍ کې د نبوت او خلافت په نه یوځای کېدو پر ټینګار سره، خپل خلافت ته مشروعیت ورکولو لپاره کار کاوه.
د انتخاب څرنګوالی
درې ګوني خلفاء د درېیو میتودونو له مخې، یعنې د اهل حل او عقد د اجماع په توګه د ځینو خلکو، د پخواني خلیفه لخوا د ټاکنې، او د شپږو کسانو د شورا له منځه انتخاب شوي دي.[۲۳]
په کتاب الإمامة والسیاسة کې د دینوري د نقل له مخې، د سقیفه له پېښې وروسته، ابوبکر د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره، عباس بن عبدالمطلب ته وویل چې پېغمبر(ص) د خلکو کار خلکو ته پرېښی دی، او دوی هم هغه د لومړي خلیفه په توګه غوره کړی دی؛ نو ځکه هیڅوک له هغه سره د مخالفت حق نه لري. ابوبکر په دې استدلال سره له عباس څخه وغوښتل چې ورسره بیعت وکړي .[۲۴] اهل سنت د ابوبکر د دې وینا له مخې، په دې باور دي چې رسول الله(ص) د جانشین له ټاکلو پرته وفات شو او د هغه پیروانو د اجماع له لارې خلیفه غوره کړ.[۲۵]
د تېر خلیفه لخوا ټاکنه د دویم خلیفه د مشروعیت بنسټ بلل شوی دی. د تاریخي سرچینو له مخې، ابوبکر د خپلې مړینې پر مهال، په وصیت لیکلو سره، خلافت له ځانه وروسته عمر ته وسپاره او د راتلونکي خلیفه ټاکل یې خپله دنده بلله چې امت بېسرپرسته پاتې نه شي.[۲۶] شیعه څېړونکو ویلي چې د انتخاب دا طریقه د لومړي خلیفه د خلافت د ترلاسه کولو د طریقې، چې هغه پرې ټینګار کاوه، له پامه غورځول وو.[۲۷]
د درې ګونو خلفاوو د خلافت د مشروعیت وروستی بنسټ، د شپږو کسانو د شورا له مخې انتخاب وو، چې دویم خلیفه د درېیم خلیفه د ټاکلو لپاره مشخص کړ. عمر د خپلې مړینې پر مهال، کله چې له هغه وغوښتل شول چې راتلونکی خلیفه وټاکي، وې ویل که راتلونکی خلیفه ونه ټاکم، نو تر ټولو د غوره انسان یعنې رسول الله(ص) طریقه مې غوره کړې ده، او که وې ټاکم، بیا مې هم د بهترین، یعنې ابوبکر طریقه غوره کړې.[۲۸] له همدې امله هغه د خلیفه د ټاکلو لپاره یوه نوې طریقه جوړه کړه او دا یې د شپږو صحابه و پر غاړه واچوله، چې پایله یې د درېیم خلیفه په توګه د عثمان ټاکل وو.[۲۹]
د خلیفه صفات
قریشي والی، مهاجروالی او د زیات عمر لرل هغه صفتونه دي چې د درې ګونو خلفاوو د مشروعیت لپاره د دلایلو په توګه بلل شوي دي.[۳۰]
د تاریخي راپورونو له مخې، د سقیفه په پېښه کې د انصارو او مهاجرینو ترمنځ د خلافت د منصب د ترلاسه کولو پر سر له شخړې وروسته، ابوبکر د یو روایت په استناد، او د «الائمة من قریش» په عبارت سره، د قریشو له منځه د خلیفه د ټاکلو پر ضرورت ټینګار وکړ او د عمر لخوا د هغه د خبرو په تأیید سره، شخړه پای ته ورسېده.[۳۱]
د زیات او پوخ عمر لرل یو بل دلیل وو، چې درې ګونو خلفاوو او د خلفاوو نږدې صحابه و د امام علي(ع) د خلافت په مخالفت کې په هغه استناد کړی دی. ویل شوي چې ابوعبیده جراح امام علي(ع) ته په مخاطب کېدو سره هغه کمعمره وباله او له همدې امله یې ترې وغوښتل چې د خلافت کار مشرانو ته پرېږدي او له ابوبکر سره بیعت وکړي.[۳۲] دا استدلال له عمر او عثمان څخه هم نقل شوی دی.[۳۳]
په یوه کورنۍ کې د نبوت او خلافت نه یوځای کېدل
د پېغمبر(ص) له وفات وروسته، د امام علي(ع) او ابوبکر ترمنځ یوه مناظره کې، لومړي خلیفه د علي بن ابيطالب د خلافت د منصب لپاره د لیاقت او غوره والي په منلو سره، دا خبره نقل کړه چې له پېغمبر(ص) یې اورېدلي چې الله د اهل بیتو(ع) لپاره خلافت او نبوت یوځای نه دي جمع کړي، او له همدې امله یې د امام علي د خلافت مخالفت وکړ. هغه د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره له عمر، ابوعبیده جراح، د حذیفه له خولې بللي زوي سالم او معاذ بن جبل څخه هم تأیید واخیست.[۳۴] ویل شوي چې امام علي(ع) د دوی د ادعا په غبرګون کې، د دوی کار د کعبې ترڅنګ په خپلې لوړې عمل کول وباله، چې په هغه کې یې لوړه کړې وه چې د خلافت امر به اهل بیتو(ع) ته ونه لېږدول شي.[۳۵]
اړونده څیړنه
فوټ نوټ
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۸، ص۳۱۸؛ ج۲۹، ص۵۴۱؛ امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۹، ص۵۱۵؛ بحرانی، الانصاف فی النص علی الائمة الاثنی عشر، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۵۳۹.
- ↑ مادلونگ، جانشین حضرت محمد(ص)، ۱۳۷۷ش، ص۱۳.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۲۴۴؛ رستمیان، حاکمیت سیاسی معصومان، ۱۳۸۱ش، ص۳۱.
- ↑ ابناثیر، أُسد الغابة، دار الشعب، ج۵، ص۲۵۳؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۷.
- ↑ شیخ مفید، الأمالی، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۵؛ ابنحجر هیتمی، الصواعق المحرقه، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۳۸ و ۴۴۰.
- ↑ واقدی، المغازی للواقدی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۱۱۷؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۰.
- ↑ عاملی، رنجهای حضرت زهرا(س)، ۱۳۸۲ش، ص۱۱۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۴۳؛ شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۲۸۹ و ۲۹۰.
- ↑ مریجی، «عاشورا پیامد تغییر ارزشها»، ص۱۷؛ عبدالمحمدی، «ریشههاى فرهنگى، سیاسى و اجتماعى قیام امام حسین(علیه السلام)»، ص۴۵.
- ↑ حاجیبابایی، «رویکردی تاریخی به تحول مفهوم خلافت در عصر خلفای سهگانه»، ص۲۳-۲۵.
- ↑ ابنمیثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۱.
- ↑ جعفری، تشیع در مسیر تاریخ، ۱۳۸۰ش، ص۸۰.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۵۳-۱۵۵؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۴؛ عسکری، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از پیامبر، ۱۳۸۷ش، ص۹۹؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۲.
- ↑ عسکری، نقش عایشه در تاریخ اسلام، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۰۵؛ عاملی، الصحیح من سیرة الإمام علی علیهالسلام، ۱۴۳۰ق، ج۹، ص۳۰۸؛ بیضون، رفتارشناسی امام علی در آیینه تاریخ، ۱۳۷۹ش، ص۳۴.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۹۶-۳۰۲؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۶۲.
- ↑ رفیعی، زندگی ائمه(ع)، پژوهشکده تحقیقات اسلامی، ص۳۴-۳۵.
- ↑ موسوی، مبانی فقهی تقیه مداراتی، ۱۳۹۲ش، ص۱۲۰.
- ↑ سبحانی، فروغ ولایت، ۱۳۷۶ش، ص۱۶۶.
- ↑ مادلونگ، جانشین حضرت محمد(ص)، ۱۳۷۷ش، ص۲۱.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۲۴۲-۲۴۴.
- ↑ بیهقی، السنن الکبری، ۱۴۲۴ق، ج۷، ص۷۲۷.
- ↑ دانش، «تعامل امام علی(ع) با خلفا در جهت وحدت اسلامی»، ص۹۶-۱۱۱.
- ↑ اسلامی علیآبادی و توران، «آراء و مبانی خلفای سهگانه در مشروعیتبخشی به خلافت خود و یکدیگر»، ص۴۱-۴۶.
- ↑ دینوری، الامامة والسیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۳.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۲۶.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۴۳۳؛ دینوری، الامامة والسیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹.
- ↑ اسلامی علیآبادی و توران، «آراء و مبانی خلفای سهگانه در مشروعیتبخشی به خلافت خود و یکدیگر»، ص۴۵.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ض۲۶۱.
- ↑ اسلامی علیآبادی و توران، «آراء و مبانی خلفای سهگانه در مشروعیتبخشی به خلافت خود و یکدیگر»، ص۴۶.
- ↑ اسلامی علیآبادی و توران، «آراء و مبانی خلفای سهگانه در مشروعیتبخشی به خلافت خود و یکدیگر»، ص۴۶.
- ↑ دینوری، الامامة والسیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۵؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۱۹-۲۲۰؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۵، ص۵۸۴.
- ↑ دینوری، الامامة والسیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۵۸؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۳۱.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۲۹.
- ↑ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۳۳۶.
سرچينې
- ابناثیر، اسد الغابه، تحقیق محمد ابراهیم بنا، بیروت، دار الشعب، بیتا.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة، تحقیق محمد رشاد سالم، مصر، موسسة قرطبة، ۱۴۰۶ق.
- ابنحجر هیتمی، احمد بن محمد، الصواعق المحرقة علی اهل الرفض والضلال والزندقه، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق.
- ابنمیثم بحرانی، میثم بن علی، شرح نهج البلاغه، تهران، دفتر نشر کتاب، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- اسلامی علیآبادی، طاهره، و امداد توران، «آراء و مبانی خلفای سهگانه در مشروعیتبخشی به خلافت خود و یکدیگر»، در فصلنامه پژوهشنامه تاریخ، شماره ۵۱، ۱۳۹۷ش.
- امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب والسنة والأدب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، ۱۴۱۶ق.
- بحرانی، سید هاشم، الانصاف فی النص علی الائمة الاثنی عشر(ع)، ترجمه سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۷۸ش.
- بحرانی، سید هاشم، غاية المرام وحجة الخصام في تعيين الإمام من طريق الخاص والعام، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۲ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الأشراف، تحقیق محمد حمید الله، قاهره (مصر)، دار المعارف، ۱۹۵۹م.
- بیضون، ابراهیم، رفتارشناسی امام علی در آیینه تاریخ، ترجمه علیاصغر محمدی سیجانی، قم، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۷۹ش.
- بیهقی، احمد بن الحسین، السنن الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
- جعفری، سید حسین محمد، تشیع در مسیر تاریخ، ترجمه سید محمدتقی آیتاللهی، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۰ش.
- حاجیبابایی، مجید، «رویکردی تاریخی به تحول مفهوم خلافت در عصر خلفای سهگانه»، در فصلنامه پژوهشنامه تاریخ اسلام، شماره ۸، ۱۳۹۱ش.
- دانش، اسماعیل، «تعامل امام علی(ع) با خلفا در جهت وحدت اسلامی»، در فصلنامه اندیشه تقریب، شماره ۴، ۱۳۸۴ش.
- دینوری، ابنقتیبه، الامامة والسیاسة، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۰ق.
- رستمیان، محمدعلی، حاکمیت سیاسی معصومان، قم، دبیرخانه مجلس خبرگان رهبری، ۱۳۸۱ش.
- رفیعی، علی، زندگی ائمه(ع)، تهران، پژوهشکده تحقیقات اسلامی، بیتا.
- سبحانی، جعفر، فروغ ولایت، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۷۶ش.
- سلیم بن قیس هلالی، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، قم، نشر الهادی، ۱۴۲۰ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الأمالی، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الإرشاد فی حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، المقنعة، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری: تاریخ الامم والملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
- عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة الإمام علی علیه السلام، بیروت، المرکز الإسلامی للدراسات، ۱۴۳۰ق.
- عاملی، سید جعفر مرتضی، رنجهای حضرت زهرا(س)، ترجمه محمد سپهری، قم، تهذیب، ۱۳۸۲ش.
- عبدالمحمدی، حسین، «ریشههاى فرهنگى، سیاسى و اجتماعى قیام امام حسین(علیه السلام)»، در ماهنامه معرفت، شماره ۶۷، تیر ۱۳۸۲ش.
- عسکری، مرتضی، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از رحلت پیامبر اکرم، قم، دانشکده اصول الدین، ۱۳۸۷ش.
- عسکری، مرتضی، نقش عایشه در تاریخ اسلام، قم، مؤسسه علمی فرهنگی علامه عسکری، ۱۳۹۰ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مادلونگ، ویلفرد، جانشینی حضرت محمد(ص)، ترجمه احمد نمایی و دیگران، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۳۷۷ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مریجی، شمسالله، «عاشورا پیامد تغییر ارزشها»، در ماهنامه معرفت، شماره ۵۶، مرداد ۱۳۸۱ش.
- مسعودی، ابوالحسن بن علی، مروج الذهب ومعادن الجوهر، بیروت، المکتبة العصریة، ۱۴۲۵ق.
- مظفر، محمدحسن، دلائل الصدق لنهج الحق، قم، موسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، ۱۴۲۲ق.
- موسوی، سید محمدیعقوب، مبانی فقهی تقیه مداراتی، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۳۹۲ش.
- واقدی، محمد، المغازی، به کوشش مارسدن جونز، لبنان، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق.
- یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||