منځپانگې ته ورتلل

فتحي شقاقي

د wikishia لخوا
فتحي شقاقي
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ بنسټ ایښودونکی او عمومي منشي
بشپړ نومفتحي ابراهیم عبدُالعزیز شَقاقي
د زیږیدو نیټهد ۱۹۵۱ ز کال د جنوري په څلورمه / د ۱۳۲۹کال د مرغومي په ۱۴مه
د زیږیدو هیوادفلسطین
د شهادت نیټهد ۱۹۹۵ ز کال د اکتوبر په ۲۶ مه، (د ۱۳۷۴ ل کال د لړم په ۴ مه)
د شهادت ښاروالټا
د شهادت هیوادمالټ
قبرد دمشق په الیرموک کمپ کې د شهیدانو په هدیره کې
دیناسلام
مسلکډاکټر
پوستونهد فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي

فتحي ابراهیم عبدُالعزیز شَقاقي (۱۹۵۱-۱۹۹۵ز) د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ بنسټ ایښودونکی او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د فلسطین د مقاومت له شخصیتونو څخه یو لوی شخصیت و. د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې د عربانو د ماتې او د سید قطب او د ایران د اسلامي انقلاب له افکارو څخه الهام اخیستو وروسته، هغه د اسلامي مبارزې بنسټ کیښود.

شقاقي د «خمینی، راه‌ حل اسلامی و جایگزین»، کتاب په لیکلو سره د ایران اسلامي انقلاب د عربي نړۍ لپاره د بیدارۍ د نمونې په توګه معرفي کړ. هغه د «اسلام، فلسطین او جهاد» په دریو اصولو ټینګار کولو سره، له سیاسي ګډون څخه ډډه کوله او وسله واله مبارزه یې د آزادۍ اصلي لاره ګڼله.

شقاقي په ۱۹۹۵ ز کال کې د اسراییلو د هغه وخت د لومړي وزیر په امر د موساد په لاس وویشتل شو او شهید شو. او په دمشق کې د الیرموک کمپ د شهیدانو په هدیره کې دفن شو. د هغه شهادت د اسلامي ادارو او هیوادونو غبرګونونه راوپارول، له هغو ځینې د ایران د ستر مشر آیت الله خامنه اي، چې د هغه په حق کې یې د خواخوږۍ پیغام خپور کړ.

اهمیت او مقام

فتحي شقاقي د فلسطین د مقاومت یو شخصیت، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ بنسټ ایښودونکی او عمومي منشي (۱۹۷۹-۱۹۹۵ز) و.[۱] د ریاضي او طب په برخه کې د لوړو زده کړو وروسته، هغه د اسراییلو په وړاندې کلتوري او نظامي مبارزه پيل کړه. شقاقي د «خمینی، راه ‌حل اسلامی و جایگزین»، کتاب په لیکلو سره د ایران اسلامي انقلاب د اسلامي بیدارۍ لپاره د یوې نمونې په توګه معرفي کړ او د اسلامي جهاد غورځنګ یې جوړ کړ. هغه په دې باور و چې د اسلام، فلسطین او جهاد درې اصول د اصلي مبارزې اساس جوړوي او له صهیونیسټانو سره هر ډول جوړجاړی یې رد کاوه.[۲]

هغه د قدس نړیواله ورځ د اسلام د بیا ژوندي کولو او د صهیونیسټ ضد جهاد د بیا ژوندي کیدلو ورځ ګڼله او لمانځله یې.[۳]

ژوند لیک

فتحي شقاقي د ۱۹۵۱ ز کال د جنوري په څلورمه (د ۱۳۲۹کال د مرغومي په ۱۴مه،) د غزې په رفح کډوالو کمپ کې و زیږید.[۴] پلار یې د زرنوقه د کلي د جماعت امام او یو کارګر و.[۵] هغه خپلې لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې د آنروا په ښونځیو کې (د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار موندنې بیړنۍ کیمپ) په رفح بشپړې کړې. بیا یې د ریاضي زده کړې لپاره د برزیت پوهنتون (د لویدیځې غاړې رام الله ته نږدې) کې نوم لیکنه وکړه. بیا، په ۱۹۷۴ کې، هغه د خپلو طبي زده کړو د دوام لپاره د مصر په زقازیق پوهنتون کې شامل شو.[۶]

له مصر څخه له راستنیدو وروسته، هغه لومړی د بیت المقدس په ویکټوریا روغتون کې او بیا د غزې په تړانګه کې د ماشومانو د ډاکټر په توګه کار وکړ.[۷]

ویشتل او شهادت

شقاقي د ۱۹۹۵ ز کال د اکتوبر په ۲۶ مه، (د ۱۳۷۴ ل کال د لړم په ۴ مه،) د مالټ په پلازمینه والتا کې د موساد د اجنټانو لخوا وویشتل شو.[۸] د اسراییلو د هغه وخت لومړي وزیر، اسحاق رابین، په شخصي توګه د هغه د وژنې امر کړی و.[۹]

اسلامي سازمانونو، شخصیتونو او هیوادونو د هغه د شهادت په اړه غبرګون وښودل.[۱۰] په ایران کې، د ایران د اسلامي جمهوریت دوهم مشر، آیت الله خامنه اي، فتحي شقاقي یو وفادار، زړور، متفکر او مخلص مجاهد وباله، او ټینګار یې وکړ چې هغه یو له هغو ځلیدونکو شخصیتونو څخه و چې د فلسطین د خلکو د اسلامي مبارزو روڼ سهار یې رامینځته کړ.[۱۱] له شیعه یانو څخه د فتحي شقاقي اغیز اخستلو په پام،[۱۲] ویل کیږي چې هغه له شهادت څخه مخکې، شیعه مذهب قبول کړی و.[۱۳]

په دمشق کې د الیرموک په کیمپ د شهیدانو په هدیره کې د فتحي شقاقي قبر.

د هغه د ښخولو ځای د دمشق په الیرموک کمپ کې د شهیدانو په هدیره کې دی.[۱۴]

سیاسي افکار او د مبارزې فعالیتونه

شقاقي د ۱۹۶۷ ز کال په جګړه کې د عربانو له ماتې وروسته فکري بدلون تجربه کړ او د سید قطب او د ایران د اسلامي انقلاب له افکارو څخه اغیزمن شو.[۱۵] هغه باور درلود چې «اسلام، فلسطین او جهاد» د مبارزې درې اصلي ستنې دي او د صهیونیسټ رژیم سره یې هر ډول جوړجاړی مردود ګڼه.[۱۶] د خپل ژوند تر وروستیو ورځو پورې، هغه د فلسطین د دفاع او د وسله وال مقاومت په اړه د خپلو نظرونو د ملاتړ د راجلبولو لپاره د عربي او اسلامي پلازمینو ترمنځ سفرونو ته دوام ورکړ.[۱۷]

شقاقي په خپل کتاب «الخمينى الحل الإسلامى و البديل» (۱۹۷۹ ز) کې، چې د ایران د انقلاب په اړه لومړنی عربي کتاب دی، امام خمیني د ختیځ او لویدیځ د ایډیالوژیو لپاره د بدیل په توګه معرفي کړ.[۱۸] د دې کتاب خپریدل په مصر کې د هغه د نیولو او زنداني کیدو لامل شو.[۱۹] هغه په مبارزه کې د فلسطیني مسلمانانو او حتی عیسویانو په یووالي ټینګار کاوه او اسلامي جهاد یې یو انقلابي او نظامي سازمان ګڼلو چې باید په سیاسي ډګر او ټاکنو کې برخه وانخلي.[۲۰]

د فلسطین د اسلامي جهاد بنسټ

فتحي شقاقي د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې په مصر کې د فلسطیني زده کونکو له یوې ډلې سره یوځای د اسلامي جهاد غورځنګ بنسټ کیښود. په بنسټ ایښودونکو غړو کې رمضان شلح، عبدالله الشامي او عبدالعزیز عوده شامل وو.[۲۱] ویل شوي چې دې غورځنګ، چې په وسله والې مبارزې او په سیاسي پروسو کې د نه ګډون ټینګار یې کاوه، د حماس په پرتله په ایران ډیر متکي و.[۲۲]

«زه په کلکه اعلان کوم چې دا سور او باعزته مرګ به په فلسطین کې لوی اسلامي غورځنګ ته شدت ورکړي او د فلسطینیان مظلومیت او مظلومان به د الله په لارې کې جهاد ته نور هم پیاوړي کړي.»

* سرچينه: د سید علي خامنه اي د تسلیت د پیغام یوه برخه.

زندان او جلاوطني

فتحي شقاقي په ۱۹۸۳ز کال کې د صهیونیسټ رژیم لخوا ونیول شو او د ۱۱ میاشتو لپاره بندي شو. په ۱۹۸۶ز کال کې، هغه غزې ته د وسلو د لیږدولو په تور په څلورو کلونو بند محکوم شو. په ۱۹۸۸ز کال کې، هغه لبنان ته جلاوطن شو.[۲۳] شقاقي په جلاوطنۍ کې خپلو سیاسي او نظامي فعالیتونو ته دوام ورکړ او د ایران اسلامي جمهوریت او په لبنان کې حزب الله سره یې نږدې اړیکې ټینګې کړې.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. ↑ روی‌وران، «انقلاب اسلامی ایران از نگاه شهید فتحی شقاقی»، مخ۴۵.
  2. ↑ شقاقی - فتحی ابراهیم، دانشنامه فلسطین.
  3. ↑ روزشمار تاریخ، ۱۳۹۰ش، مخ۲۹۸۰.
  4. ↑ فتحي الشقاقي، الجزیرة.
  5. ↑ مؤسس "الجهاد" فتحي الشقاقي، المیادین.
  6. ↑ حضرتی، خورشید در سایه، ۱۳۹۷ش، مخ۲۸۷.
  7. ↑ فتحي الشقاقي، الجزیرة.
  8. ↑ روزشمار تاریخ، ۱۳۹۰ش، مخ۲۹۸۱.
  9. ↑ ترور رهبران مقاومت، خبرگزاری تسنیم.
  10. ↑ شقاقی - فتحی ابراهیم، دانشنامه فلسطین.
  11. ↑ پیام تسلیت در پی شهادت دکتر فتحی شقاقی رهبر جهاد اسلامی فلسطین، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  12. ↑ شحاده، الموسوعة الشامله، ۲۰۱۰م، ټوک۳، مخ۲۰۲.
  13. ↑ مزار شهید «فتحی شقاقی» قبل از تخریب، خبرگزاری ابنا.
  14. ↑ مزار شهید «فتحی شقاقی» قبل از تخریب، خبرگزاری ابنا.
  15. ↑ شقاقی - فتحی ابراهیم، دانشنامه فلسطین؛ زندگینامه دکتر فتحی شقاقی، خبرگزاری مهر.
  16. ↑ شقاقی - فتحی ابراهیم، دانشنامه فلسطین.
  17. ↑ فتحي الشقاقي، الجزیرة.
  18. ↑ خامنه‌ای، توهم سلطه، ۱۳۹۲ش، مخ۴۸۲.
  19. ↑ فتحي الشقاقي، الجزیرة.
  20. ↑ دیدگاه‌ رهبران فلسطینی درباره دوگانه سازش و مقاومت، خبرآنلاین.
  21. ↑ مؤسس "الجهاد" فتحي الشقاقي، المیادین.
  22. ↑ دیدگاه‌ رهبران فلسطینی درباره دوگانه سازش و مقاومت، خبرآنلاین.
  23. ↑ فتحي الشقاقي، الجزیرة.
  24. ↑ دکتر فتحی شقاقی؛ بنیانگذار جنبش جهاد اسلامی فلسطین، اندیشکده اریحا.

سرچينې