قاسطین
قاسِطین د ظالمې ډلې په مانا،[۱] معاویه او د هغه پیروانو ته اشاره کوي چې د امام علي(ع) له خلافت وروسته یې د هغه د حکومت له منلو څخه انکار وکړ او د صفین جګړه یې پیل کړه.[۲]
د تاریخي سرچینو په نقل، وروسته له دې چې مسلمانانو له امام علي(ع) سره بیعت وکړ،[۳] معاویه، چې د امام علي(ع) لخوا د شام له واليتوب څخه لیرې شوی و،[۴] د هغه خلافت ونه مانه او د عثمان د وینې دغچ اخستلو په پلمه یې د صفین د جګړې زمینه برابره کړه.[۵] د تاریخي راپورونو له مخې، کله چې د معاویه پوځ د ماتې په حال کې و، د عمرو عاص په چل او دوکې سره یې قرآنونه پر نیزو پورته کړل، د امام پوځ یې دوکه کړ او د اوربند غوښتنه یې وکړه.[۶] امام علي(ع) د دې فریب په اړه خبرداری ورکړ، خو د هغه د پوځ اکثریت ونه منله او هغه یې د حکمیت منلو ته اړ کړ.[۷]
معاویه او عمرو بن عاص د قاسطینو ډلې د اصلي مشرانو په توګه پېژندل کیږي.[۸] د محمد محمدي ریشهري په وینا، د معاویه پیروان ډېری هغه کسان وو چې نه د اسلام له مخکښانو شمېرل کېدل او نه د رسول الله(ص) له خوا تأیید شوي وو؛ بلکې ځینو یې حتی د رسول الله سره جګړه کړې وه یا د هغه لخوا لعنت شوي وو.[۹]
د بحارالانوار په یوه روایت کې نقل شوي چې رسول الله(ص) وړاندوینه کړې وه چې امام علي(ع) به له ناکثینو، قاسطینو او مارقینو سره جګړه وکړي.[۱۰] امام علي(ع) هم د صفین په جګړه کې د شام د پوځ په مقابل کې دا ډله د قاسطینو په نوم یاده کړه او ځان یې د رسول الله د امر اجرا کوونکی وباله چې له دوی سره جګړه وکړي.[۱۱]
په نهجالبلاغه کې، ۱۳ خطبو لکه شقشقیه او قاصعه خطبو،[۱۲] او همدارنګه ۱۷ لیکونو د قاسطینو موضوع ته اشاره کړې ده.[۱۳] د قاسطینو کلمه په پارسي اشعارو کې کارول شوې[۱۴] او په ندبه دعا کې له دې ډلې سره د امام علي(ع) د جګړې یادونه شوې ده.[۱۵]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ ابنمنظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ټوک۷، مخ۳۷۸.
- ↑ آخوندی و دیگران، اصطلاحات نظامی در فقه اسلامی، مخ۹۹.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، م۲۳۰.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ټوک۴، مخ۴۴۰.
- ↑ علامه امینی، الغدير في الكتاب و السنة و الأدب، ۱۴۱۶ق، ټوک۱۰، مخ۴۴۰.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ټوک۵، مخ۴۸.
- ↑ المنقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، مخ۴۸۹.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امیرالمومنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ۱۳۸۶ش، ټوک۵، ۳۰۲ - ۳۸۳مخونه.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امیرالمومنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ۱۳۸۶ش، ټوک۵، مخ۲۹۳.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۳۰، مخ۵۸۸.
- ↑ ابناعثم کوفى، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ټوک۳، مخ۷۷؛ نصر بن مزاحم، وقعه صفین، ۱۳۸۲ق، مخ ۳۳۸.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۲، مخ۳۰۰.
- ↑ خزعلی، «ناکثین، قاسطین و مارقین در نهج البلاغه»، مخ۳۹۸.
- ↑ دیوان عطار، سایت گنجور؛ دیوان صامت بروجردی، سایت گنجور.
- ↑ شهيد اول، المزار، ۱۴۱۰ق، مخ۴۳؛ مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، مخ۳۰۵.
سرچينې
- آخوندی، مصطفی و دیگران، اصطلاحات نظامی در فقه اسلامی، تهران، سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، نمایندگی ولی فقیه، اداره آموزش های عقیدتی سیاسی، لومړی چاپ، ۱۳۷۸ش.
- ابنابیالحدید، عز الدین ابوحامد، شرح نهجالبلاغه، سمون، محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، د آیتالله مرعشی نجفی کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ق.
- ابناعثم كوفى، احمدعلی، الفتوح، بیروت، دار الأضواء، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
- ابنمنظور، محمد بن مكرم، لسان العرب، محقق: جمال الدین مير دامادى، بیروت، دار الفكر للطباعة و النشر و التوزيع- دار صادر، درېم چاپ، ۱۴۱۴ق.
- خزعلی، ابوالقاسم، «ناکثین، قاسطین و مارقین در نهج البلاغه»، په نهجالبلاغې زرکلن کنګره کې د مقالو ټولګه او ویناوې، ټوک۱، بینېټې.
- «دیوان عطار»، د ګنجور ویب پاڼه.
- سیدرضی، محمد بن حسین، نهج البلاغة، سمون، صبحی صالح، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- شهيد اول، محمد بن مكى، المزار، څېړونکی: محمدباقر موحد ابطحى اصفهانى، قم، مدرسه امام مهدى(عج)، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
- «صامت بروجردی»، د ګنجور ویب پاڼه.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، بیروت، دار التراث، دوهم چاپ، ۱۳۸۷ق.
- علامه امینی، عبدالحسین، الغدير في الكتاب و السنة و الأدب، قم، مركز الغدير للدراسات الاسلاميه، لومړی چاپل، ۱۴۱۶ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، محقق، جمعی از محققان، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- مجلسی، محمدباقر، زاد المعاد- مفتاح الجنان، محقق: علاءالدين اعلمى، بیروت، موسسة الأعلمي للمطبوعات، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
- محمدی ریشهری، محمد، دانشنامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ټوک۵، قم، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ش.
- نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تصحیح: عبدالسلام محمد هارون، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، دوهم چاپ، ۱۴۰۴ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||