منځپانگې ته ورتلل

پیاده زیارت کول

د wikishia لخوا
پیاده زیارت کول مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.
د اربعین د پلي تګ په دستورو کې زایران د طریق العلما په لاره کې

پیاده زیارت کول د زیارت له مستحباتو څخه ګڼل کیږي او په روایتونو کې د خدای د کور او د معصومینو(ع) زیارت ته په پياده تګ باندې ټینګار شوی دی، په ځانګړې توګه د امام حسین(ع) زیارت ته پياده تږ باندې. شیعه عالمان، د امامانو(ع) د سیرت په دلیل سره چې ډېر به پياده حج او زیارت تلل دلیل راوړي، او فقیهان پیاده تږ د خپلواک اجر لرونکی ګڼي.

زواران په مختلفو مذهبي مراسمو کې د تګ مراسم ترسره کوي؛ په شمول د امام حسین(ع) د اربعین زیارت پیاده تګ او د شعبان د میاشتې په نیمایي کې جمکران جومات ته پیاده تګ. همدارنګه، هر کال د امام کاظم(ع)، امام رضا(ع) د شهادت د کلیزې او د صفر د ۲۸مې په ورځ، زواران د امام علي(ع) حرم ته هم پیاده تګ کوي. د امام رضا(ع) د شهادت پیاده تګ هم یو بل مذهبي رسم دی چې هر کال په ایران کې د هغه د شهادت د ورځو کې ترسره کیږي.

په موټر کې زیارت ته تللو باندې د پياده سفر د غوره والي لپاره څو دلیلونه بیان شوي دي، په شمول د توبه سوره ۱۲۰ آیت، د امام حسین(ع) د پياده زیارت د فضیلت په اړه روایتونه، د زیارت کې لوڅې پښې د پیاده تګ مستحب شونه، د پیغمبرانو د ذی طوی په لاره تر مکې پورې په لوڅو پښو د تګ راپورونه، د پیاده حج د فضیلت په اړه روایتونه، او د دا قاعده: اَفضل الاَعمال اَحْمَزُها

مقام او اهمیت

پياده زیارت کول دې ته ویل کیږي چې د زیارت ځایونو په لور پیاده مزل وشي او دا د زیارت له مستحباتو څخه ګڼل کیږي.[۱] په روایتونو کې، د خدای کور[۲] او د معصومینو(ع) حرمو ته په پياده تګ ټینګار شوی دی،[۳] په ځانګړي توګه د امام حسین(ع) زیارت ته.[۴] ځینو شیعه عالمان به هم پياده زیارت ته تلل.[۵] ځینې دا پياده تګ د زیارت کیدونکي په شان کې د عاجزۍ او تواضع نښه ګڼي.[۶]

شیعه فقها د امامانو(ع) د سیرت په دلیل سره، چې د سپرلۍ له امکان شونی سره به بیا هم اکثر د حج لپاره پياده تلل،[۷] پیاده تګ یې یو خپلواک اجر لرونکی عمل ګڼي.[۸] په هرصورت، ویل شوي چې اصلي فضیلت په زیارت کې دی[۹] او غوره دا ده چې د زائر وخت په زیارت باندې تیر شي.[۱۰]

د ځینو شیعه امامانو حرمونو ته پياده تګ په مختلفو وختونو کې ترسره کیږي. له هغو ځینې دا دي: شیعه هر کال د اربعین[۱۱] او د شعبان په نیمایي کې[۱۲] د امام حسین(ع) حرم ته پياده ځي. دوی د امام کاظم(ع)[۱۳] او امام رضا(ع) د شهادت په کلیزه کې هم د هغوي د حرم په لور پياده ځي.[۱۴] دوي د صفر په ۲۸ مه چې د پیغمبر اکرم(ص) د وفات له کلیزه ده،[۱۵] او د امام علی(ع) د ولایت د پیل ورځ ده د امام علی(ع) حرم ته پیاده ځي.[۱۶]

د سپاره زیارت په پرتله د پیاده غوره والی

د سپاره زیارت په پرتله د پیاده زیارت د غوره والي د ثابتولو لپاره دلیلونه بیان شوي دي چې ځینې یې دا دي:

د اربعین د پیاده تګ د فضیلت د ثابتولو لپاره، ځینې دلیلونه راوړی شوي دي لکه د شعائرالله تعظیم، د امام حسین(ع) لپاره عزاداري او د دین تبلیغ.[۳۲]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. ↑ د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۷، مخ۳۱۳؛ شاهرودی، کتاب الحج، ۱۴۰۲ق، ټوک۱، مخ۴۱۴؛ د لیکوالان ډلې، رسائل الشعائر الحسینیه، ۱۴۴۱ق، ټوک۳، مخ۱۱۰؛ سند، الشعائر الحسینیه، ۲۰۱۴م، ټوک۳، ۱۶۳-۱۶۴مخونه.
  2. ↑ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۲، مخ۲۱۸؛ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ټوک۱، مخ۷۰.
  3. ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۲۱؛ حرّ عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۴، مخ۳۸۰.
  4. ↑ ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۹۸ق، ۱۳۲-۱۳۵مخونه؛ حرّ عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۴، ۴۳۹-۴۴۱مخونه.
  5. ↑ امین، مستدرکات اعیان الشیعه، ۱۴۰۸ق، ټوک۳، مخ۶۸؛ سبحانی، موسوعه طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ټوک۳، مخ۸۴.
  6. ↑ جوادی آملی، جرعه‌ای از صهبای حج، ۱۳۸۶ش، مخ۴۳.
  7. ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۱۳.
  8. ↑ ابن‌فهد حلی، المهذب البارع، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۱۲۷؛ علامه حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ټوک۱۰، ۳۰-۳۱مخونه.
  9. ↑ وګورئ: زعفرانی، «گونه‌شناسی و دلالت‌سنجی»، ۳۲-۳۳مخونه.
  10. ↑ «چرا در عصر سرعت هنوز پای پیاده به سوی سیدالشهدا(ع) می‌رویم؟»، د حوزه خبري اژانس.
  11. ↑ «العتبة العباسیة المقدسة: عدد زائری الأربعین هذا العام بلغ ۲۱ ملیوناً و۲۸۰ ألفاً و۵۲۵ زائراً»، وکالة الانباء العراقیة.
  12. ↑ «محافظ کربلاء: عدد الزائرین خلال زیارة النصف من شعبان بلغ أکثر من ۵ ملایین زائر»، الوکالة الوطنیة العراقیة للأنباء.
  13. ↑ «العتبة الکاظمیة المقدسة تعلن مشارکة اکثر من ۱۴ ملیون زائر بزیارة ذکری استشهاد الامام الکاظم(ع)»، الوکالة الوطنیة العراقیة للأنباء.
  14. ↑ «تاریخچه زیارت پیاده حرم امام رضا(ع)؛ از شاه عباس تا زائران بحرینی»، مهر.
  15. ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۰، مخ۳۸۴.
  16. ↑ «العتبة العلویة المقدسة تعلن مشارکة نحو ۵ ملایین زائر فی إحیاء ذکری وفاة الرسول(ص)»، وکالة الانباء العراقیة.
  17. ↑ عندلیبی، «زیارت اربعین از دیدگاه فقه»، فرهنگ زیارت، مخ۱۵.
  18. ↑ زعفرانی، «گونه‌شناسی و دلالت‌سنجی»، مخ۱۶.
  19. ↑ نهج البلاغه، تصحیح عزیزالله عطاردی، حکمت ۲۴۱، مخ۴۵۰.
  20. ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۲۱؛ حرّ عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۴، مخ۳۸۰.
  21. ↑ ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۹۸ق، ۱۳۲-۱۳۵مخونه.
  22. ↑ ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۹۸ق، مخ۱۳۳.
  23. ↑ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۲، مخ۲۱۸؛ طوسی، الاستبصار، ۱۳۹۰ق، ټوک۲، ۱۴۱-۱۴۲مخونه.
  24. ↑ فاکهی، اخبار مکه، ۱۴۱۴ق، ټوک۱، مخ۳۹۸.
  25. ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، ۵۴و۸۶ مخونه.
  26. ↑ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ټوک۱، مخ۶۸؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، ۳۹۸، ۴۱۲مخونه.
  27. ↑ مرعشلی، تلخیص الجبیر، ۱۴۰۶ق، ټوک۷، مخ۲۷۵.
  28. ↑ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ټوک۱، مخ۷۰؛ فاکهی، اخبار مکه، ۱۴۱۴ق، ټوک۱، مخ۳۹۷؛ طبرانی، المعجم الکبیر، مکتبة ابن تیمیه، ټوک۳، مخ۱۱۵.
  29. ↑ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ټوک۲، مخ۱۴۴؛ ابن‌شهرآشوب، المناقب، علامه، ټوک۴، مخ۱۳۷.
  30. ↑ حرّ عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۱، مخ۴۰۸.
  31. ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۳۳۲؛ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، ۴۷۲، ۴۷۳ مخونه.
  32. ↑ عندلیبی، «زیارت اربعین از دیدگاه فقه»، فرهنگ زیارت، ۲۴-۲۷مخونه.

سرچينې

  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علي، المناقب، قم، د علامه خپرندوی، بې‌نیټې.
  • ابن‌فهد حلّي، احمد بن محمد، المهذب البارع في شرح المختصر النافع، قم، د اسلامي خپرونو دفتر (د قم د حوزې د مدرسينو ټولنې پورې تړلی)، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌قولويه، جعفر بن محمد، کامل الزيارات، نجف، دار المرتضويه، ۱۳۹۸ق.
  • امين، حسن، مستدرکات اعيان الشيعه، بيروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۸ق.
  • برقي، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، قم، دار الکتب الاسلاميه، ۱۳۷۱ق.
  • بيهقي، احمد بن حسين، السنن الکبری، بيروت، دار الکتب العلميه، ۱۴۲۴ق.
  • «پیاده روی زوار به سوی حرم حضرت علی(ع) »(د حضرت علي(ع) حرم ته د زائرانو پلي تګ انځورونه)، مشرق، د خپرېدو نېټه: ۲۳ تله ۱۳۹۹ش، د ليدنې نېټه: ۴ لیندی ۱۴۰۴ش.
  • «تاریخچه زیارت پیاده حرم امام رضا(ع)؛ از شاه عباس تا زائران بحرینی »(د امام رضا(ع) د حرم پلي زيارت تاريخچه؛ له شاه عباسه تر بحريني زائرانو پورې)، مهر، د خپرېدو نېټه: ۱۴ وږی ۱۴۰۳ش، د ليدنې نېټه: ۴ لیندی ۱۴۰۴ش.
  • د ليکوالانو يوه ډله، رسائل الشعائر الحسينيه، (راټولوونکی: محمد حسون)، قم، دليل ما، ۱۴۴۱ق.
  • جوادي آملي، عبدالله، جرعه‌ای از صهبای حج، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • «چرا در عصر سرعت هنوز پای پیاده به سوی سیدالشهدا(ع) می‌رویم؟ »(ولې د چټکتيا په زمانه کې لا هم پلي د سيدالشهدا(ع) پر لور ځو؟)، د حوزې خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۸ لړم ۱۴۰۴ش، د ليدنې نېټه: ۳ لیندی ۱۴۰۴ل.
  • حاکم نيشابوري، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحيحين، بيروت، دار الکتب العلميه، ۱۴۱۱ق.
  • حرّ عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشيعه، قم، د آل البيت(ع) مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
  • زعفراني، هاني، «روایات زیارت امام حسین(ع) با پای پیاده؛ گونه‌شناسی و دلالت‌سنجی» (د امام حسين(ع) د پلي زيارت روايتونه؛ ډول‌پېژندنه او دلالت‌ ارزونه، د قرآن او حديث د پوهې او ښوونو فصلنامه)، ۱۳مه ګڼه، اوړی ۱۴۰۰ل.
  • سبحاني، جعفر، موسوعه طبقات الفقهاء، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۴۱۸ق.
  • «سفر زیارتی و پیاده روی اربعین از سیره علماء »(زيارتي سفر او د اربعين پلي تګ د علماوو له سيرې څخه)، د حوزې د معلوماتو پاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۱ تله ۱۳۹۷ش، د ليدنې نېټه: ۳ لیندی ۱۴۰۴ش.
  • سند، محمد، الشعائر الحسينيه، قم، دار الغدير، ۲۰۱۴م.
  • سيد رضي، نهج البلاغه، د عزيزالله عطاردی تصحيح، قم، د نهج البلاغه مؤسسه، ۱۴۱۴ق.
  • شاهرودي، سيد محمود، کتاب الحج، قم، د انصاريان مؤسسه، ۱۴۰۲ق.
  • صدوق، محمد بن علي، کمال‌الدين، تهران، اسلاميه، ۱۳۹۵ق.
  • صدوق، محمد بن علي، من لا يحضره الفقيه، قم، د اسلامي خپرونو دفتر (د قم د حوزې د مدرسينو ټولنې پورې تړلی)، ۱۴۱۳ق.
  • طبراني، سليمان بن احمد، المعجم الکبير، قاهره، مکتبة ابن تيميه، بې‌ نیټې.
  • طوسي، محمد بن حسن، الاستبصار فيما اختلف من الاخبار، تهران، دار الکتب الاسلاميه، ۱۳۹۰ق.
  • طوسي، محمد بن حسن، تهذيب الاحکام، تهران، دار الکتب الاسلاميه، ۱۴۰۷ق.
  • «العتبة العباسیة المقدسة: عدد زائری الأربعین هذا العام بلغ ۲۱ ملیوناً و۲۸۰ ألفاً و۵۲۵ زائراً »،(العتبة العباسية المقدسة: د سږکال د اربعين د زائرانو شمېر ۲۱ ميليونه، ۲۸۰ زره او ۵۲۵ تنه و) د عراق دولتي خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۲۵ اګست ۲۰۲۴م، د ليدنې نېټه: ۱۲ لیندی ۱۴۰۴ل.
  • «العتبة العلویة المقدسة تعلن مشارکة نحو ۵ ملایین زائر فی إحیاء ذکری وفاة الرسول(ص) »(العتبة العلوية المقدسة د رسول الله(ص) د وفات د کليزې د احيا په مراسمو کې د شاوخوا ۵ ميليونو زائرانو ګډون اعلان کړ)، د عراق دولتي خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۹ فبروري ۲۰۲۴م، د ليدنې نېټه: ۱۲ لیندی ۱۴۰۴ل.
  • «العتبة الکاظمیة المقدسة تعلن مشارکة اکثر من ۱۴ ملیون زائر بزیارة ذکری استشهاد الامام الکاظم(ع) »(العتبة الکاظمية المقدسة د امام کاظم(ع) د شهادت د کليزې په زيارت کې د څه باندې ۱۴ ميليونو زائرانو ګډون اعلان کړ)، د عراق ملي خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۲۶ جنوري ۲۰۲۵م، د ليدنې نېټه: ۱۲ لیندی ۱۴۰۴ل.
  • علامه حلّي، حسن بن يوسف، منتهی المطلب في تحقيق المذهب، مشهد، د اسلامي څېړنو مجمع، ۱۴۱۲ق.
  • عندليبي، رضا، «زیارت اربعین از منظر فقه» (د فقهي له نظره د اربعين زيارت)، د زيارت فرهنګ، ۲۷مه ګڼه، اوړی ۱۳۹۵ل.
  • فاکهي، محمد بن اسحاق، اخبار مکه في قديم الدهر و حديثه، بيروت، دار خضر، ۱۴۱۴ق.
  • کليني، محمد بن يعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الاسلاميه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار، بيروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • «محافظ کربلاء: عدد الزائرین خلال زیارة النصف من شعبان بلغ أکثر من ۵ ملایین زائر »(د کربلا والي: د نيمه شعبان د زيارت پر مهال د زائرانو شمېر له ۵ ميليونو څخه زيات و)، د عراق ملي خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۵م، د ليدنې نېټه: ۱۲ لیندی ۱۴۰۴ل.
  • مرعشلي، يوسف، تلخيص الجبير، بيروت، دار المعرفه، ۱۴۰۶ق.
  • مفيد، محمد بن محمد، الارشاد، قم، د شيخ مفيد کانګره، ۱۴۱۳ق.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام، بيروت، دار احياء التراث العربي، ۱۴۰۴ق.