د زیارت غسل
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د زیارت غسل هغه غسل دی چې د معصومینو د قبرونو د زیارت پر مهال ترسره کیږي. ځینې فقها دا غسل مستحب ګڼي، او بله ډله یې یې یوازې د رجاء قصد یا ثواب په نیت جائز ګڼي.
تعریف
د زیارت غسل هغه غسل دی چې د معصومینو(ع) د قبرونو د زیارت پر مهال ترسره کیږي.[۱] د کاشف الغطا په وینا، ځینې یې د پیغمبرانو د قبرونو زیارت ته هم د زیارت غسل شامل ګڼي.[۲] همدارنګه، د امام صادق(ع) په روایتونو کې، د کعبې د زیارت لپاره هم د غسل سپارښتنه شوې ده[۳]
فقهي لید
یو شمیر فقهاء د زیارت غسل مستحب ګڼي.[۴] ابن زهره د دې په مستحب شونې باندې د اجماع ادعا کړې ده[۵] او یو بل شیعه فقیه، محمد حسن نجفي، هم په جواهر کې دا مشهور ګڼلی دی.[۶] په روایتونو کې، د ځینو معصومینو، لکه پیغمبر اکرم(ص)، امام حسین(ع) او امام رضا(ع) د قبرونو د زیارت لپاره د غسل په ځانګړي ډول سپارښتنه شوې ده. له تقلید مراجعو څخه وحید بهبهاني، دا غسل د ټولو معصومینو لپاره شامل ګڼي دلیل یې دا دی چې امامان ټول له یوه نوره دي.[۷] ځینې په دې باور دي چې د لرې واټن څخه هم د زیارت لپاره غسل کولی شي.[۸]
ځینې فقهاء، لکه سید ابوالقاسم خویي، سید علي سیستاني او ناصر مکارم شیرازي، د زیارت لپاره د غسل مستحب شونه نه مني او یوازې د رجاء قصد په نیت یې سم ګڼي؛ یعني په دې هیله چې دا به مطلوب وي..[۹] د ځینو شیعه فقهاوو په وینا، د معصومینو حرم ته د ننوتلو لپاره هم بې له دې چې د زیارت نیت وکړي، مستحب دی.[۱۰]
ایا د زیارت غسل سره لمونځ کولی شي؟
یو شمېر فقهاوو فتوا ورکړې ده چې په ټولو واجبو او مستحبو غسلونو سره لمونځ کولای شي، پرته له استحاضې متوسطه له غسله؛ که څه هم احتیاط دا دی چې د جنابت د غسل سربیره وضو هم وشي.[۱۱]
اړونده څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۳۰۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۵، مخ۴۵؛ شیخ انصاری، کتاب الطهارة، ۱۴۱۵ق، ټوک۳، مخ۶۷-۶۴.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۳۰۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ټوک۳، مخ۴۰؛ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۳۶۴ش، ټوک۱، مخ۱۰۴و۱۱۴؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۴ق، ټوک۳، مخ۳۰۴.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۳۰۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۵، مخ۴۵؛ شیخ انصاری، کتاب الطهارة، ۱۴۱۵ق، ټوک۳، مخ۶۷-۶۴.
- ↑ ابنزهره، غنیة النزوع الی علمی الأصول و الفروع، ۱۴۱۷ق، مخ۶۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۵، مخ۴۶.
- ↑ بهبهانی، مصابیح الظلام، ۱۴۲۴ق، ټوک۴، مخ۹۰-۸۸.
- ↑ یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۱۵۴.
- ↑ راشدی، رساله توضیح المسائل ۹مرجع، ۱۳۸۵ش، مخ۳۶۸-۳۶۷.
- ↑ یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۴ق، ټوک۱، مخ۴۶۲؛ طباطبایی حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، مخ۲۸۱؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۳۷۶ش، ټوک۶.
- ↑ آیات تبریزی، نوری و وحید: راشدی، رساله توضیح المسائل ۹مرجع، ۱۳۸۵ش، مسائل ۳۹۱و۶۴۶.
سرچينې
- ابنزهرة، حمزه بن علي، غنیة النزوع الی علمی الاصول و الفروع، قم، امام صادق، ۱۴۱۷ق.
- بهبهاني، محمدباقر، مصابیح الظلام، قم، د علامه مجدد وحید بهبهاني مؤسسه، ۱۴۲۴ق / ۱۳۸۲ش.
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، آلالبیت، ۱۴۱۴ق.
- راشدي، لطیف، او سعید راشدي، رساله توضیح المسائل (۹ مراجع)، قم، د پیام عدالت خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۸۵ش.
- شیخ انصاري، مرتضی، الطهارة، قم، د شیخ اعظم انصاري د نړيوالې لمانځنې کانګرس، ۱۴۱۵ق.
- طباطبایي حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، دارالتفسیر، ۱۳۷۴ش.
- طوسي، محمد بن حسن، تهذیب الأحکام، څېړنه: سید حسن خرسان، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۴ش.
- کاشف الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، د قم د حوزې د اسلامي تبلیغاتو د دفتر خپرندویه ټولنه، ۱۴۲۲ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
- نجفي، محمد حسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الاسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- همداني، رضا، مصباح الفقیه، قم، د جعفریه مؤسسه د تراث د بیا راژوندي کولو لپاره، ۱۳۷۶ش.
- یزدي، سید محمد کاظم، العروة الوثقی، قم، نشر داوري، ۱۴۱۴ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||