منځپانگې ته ورتلل

د حضرت معصومې(س) زیارت نامه

د wikishia لخوا
د حضرت معصومې(س) زیارت نامه
د فاطمه معصومه(س) په ضریح باندې د «یَا فاطِمَة اشْفَعِی لِی فِی الْجَنَّهِ» عبارت لیکل شوی.
د فاطمه معصومه(س) په ضریح باندې د «یَا فاطِمَة اشْفَعِی لِی فِی الْجَنَّهِ» عبارت لیکل شوی.
د دعا او زیارت معلومات
موضوعد حضرت فاطمه معصومې(س) زیارت
مأثور/غیرمأثورمأثور
څخه صادر شویامام رضا(ع)
راويعلي بن ابراهيم له ابراهيم بن هاشم له سعد اشعري څخه
شیعه سرچینېبحارالانوار
ځانګړه لیکنېرواق عصمت؛ د حضرت فاطمه معصومه(س) د زیارت په اړه یوه شرحه // د لوی عزتمنې میرمنې د زیارت په اړه یوه شرحه
مشهور دعاګانې او زیارتونه
توسل دعاکمیل دعاندبه دعاسمات دعافرج دعاابوحمزه ثمالي دعاعاشورا زیارتجامعه کبیره زیارتوارث زیارتامین الله زیارتاربعین زیارت


د حضرت معصومې(س) زیارت‌نامه د شیعیانو د اووم امام، امام موسی کاظم(ع) د لور، حضرت معصومه(س) لپاره یوه زیارت‌نامه ده. شیعه عالمانو د فاطمه معصومه مقام خورا لوړ ګڼلی او د هغې زیارت ته ډېر اهمیت ورکوي. د یو روایت له مخې، چې له امام رضا(ع) نقل شوی، هر څوک چې د فاطمه معصومه(س) زیارت وکړي، جنت ته به ننوځي.

د فاطمه معصومه زیارت‌نامه علامه مجلسي امام رضا(ع) ته منسوبه کړې ده. دا زیارت‌نامه د علامه مجلسي په کتابونو، بحارالانوار او تحفة الزائر، کې نقل شوې ده. په دې زیارت‌نامه کې یوه جمله راغلې ده: «یَا فاطِمَهُ اشْفَعِی لِی فِی الْجَنَّهِ» چې د حضرت معصومه(س) د شفاعت مقام ته اشاره کوي. ځینو څېړونکو د زیارت‌نامې په سند او متن باندې اعتراضونه کړي دي؛ خو سره له دې، شیعه عالمان په ادله سنن کې د تسامح له مخې هغه مني.

د حضرت معصومه او د هغې د زیارت مقام

د حدیث خطاطي «من زارها عارفا بحقها فله الجنة» په ثلث خط، د احمد عبدالرضايي اثر، د حضرت معصومه (س) د حرم پر کاشیو

شیعه عالمان د فاطمه معصومه لپاره د لوړ مقام قایل دي او د هغې د منزلت او د زیارت د اهمیت په اړه روایتونه نقلوي. د بېلګې په توګه، علامه مجلسي په بحارالانوار کې د امام صادق(ع) د یو حدیث یادونه کړې چې له مخې یې، شیعیان د حضرت معصومه(س) په شفاعت سره جنت ته ننوځي.[۱]

ابن قولویه قمي په خپل کتاب کامل‌الزیارات کې د فاطمه معصومه(س) د زیارت د فضیلت په اړه دوه روایتونه نقل کړي دي:

  • امام رضا(ع): «مَن زارها فلَه الجنَّة؛ هر څوک چې د فاطمه معصومه(س) زیارت وکړي، جنت ته به ننوځي.»
  • امام جواد(ع): «مَنْ زَارَ قَبْرَ عَمَّتِی بِقُمَّ فَلَهُ الْجَنَّةُ؛ هر څوک چې په قم کې زما د عمې (ترور) زیارت وکړي، جنتي به وي.»[۲]

په موسوعة زیارات المعصومین علیهم‌السلام کتاب کې هم د امام صادق(ع) له قوله راغلي چې د حضرت معصومه(س) زیارت له جنت سره برابر دی.[۳] ویل شوي چې حضرت فاطمه(س) او حضرت معصومه یوازینۍ ښځې دي چې مأثورې زیارت‌نامې (هغه زیارت‌نامه چې سند یې معصوم ته رسیږي) لري.[۴]

د زیارت‌نامې متن او ژباړه

د حضرت معصومه زیارت‌نامه علامه مجلسي په خپلو کتابونو زادالمعاد، بحارالانوار او تحفة الزائر کې د امام رضا(ع) له قوله نقل کړې ده.[۵] خو هغه په تحفة الزائر کې، د زیارت‌نامې له ذکره وروسته، احتمال ورکړی چې د دې متن یوه برخه د امام رضا(ع) د حدیث دوام نه وي او عالمانو ورزیاته کړې وي.[۶] په بحارالانوار کې د علامه مجلسي روایت په دې ډول دی: ما په ځینو زیارتي کتابونو کې ولیدل چې علي بن ابراهیم له خپل پلار او هغه له سعد او هغه له امام رضا(ع) روایت کړی دی: ای سعد، زموږ یو قبر ستاسو سره دی. ما وویل: له تا زار شم، مطلب مو د امام کاظم(ع) د لور فاطمه قبر دی؟ هغه ځواب ورکړ: هو. هر څوک چې د هغه زیارت وکړي، په داسې حال کې چې د هغې په مقام عارف او پوه وي، جنت به ورته نصیب شي. کله چې د هغې قبر ته ورشې، د سر په خوا کې، قبلې ته مخامخ ودرېږه او ۳۴ ځله «الله اکبر»، ۳۳ ځله «سُبْحانَ اللّٰه» او ۳۳ ځله «الْحَمْدُلِلّٰه» ووایه. بیا دا ولوله:[۷]

د زیارت نامې متن

السَّلامُ عَلَیٰ آدَمَ صِفْوَهِ اللهِ، السَّلامُ عَلَیٰ نُوحٍ نَبِیِّ اللهِ، السَّلامُ عَلَی إِبْراهِیمَ خَلِیلِ اللهِ، السَّلامُ عَلَیٰ مُوسَیٰ کَلِیمِ اللهِ، السَّلامُ عَلَیٰ عِیسیٰ رُوحِ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا رَسُولَ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا خَیْرَ خَلْقِ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا صَفِیَّ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا مُحَمَّدَ بْنَ عَبْدِاللهِ خاتَمَ النَّبِیِّینَ،

السَّلامُ عَلَیْکَ یَا أَمِیرَ الْمُؤْمِنِینَ عَلِیَّ بْنَ أَبِی طالِبٍ وَصِیَّ رَسُولِ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا فاطِمَهُ سَیِّدَهَ نِساءِ الْعالَمِینَ، السَّلامُ عَلَیْکُما یَا سِبْطَیْ نَبِیِّ الرَّحْمَهِ وَسَیِّدَیْ شَبابِ أَهْلِ الْجَّنَهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا عَلِیَّ بْنَ الْحُسَیْنِ سِیِّدَ الْعابِدِینَ وَقُرَّهَ عَیْنِ النَّاظِرِینَ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا مُحَمَّدَ بْنَ عَلِیٍّ باقِرَ الْعِلْمِ بَعْدَ النَّبِیِّ؛

السَّلامُ عَلَیْکَ یَا جَعْفَرَ بْنَ مُحَمَّدٍ الصَّادِقَ الْبارَّ الْأَمِینَ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا مُوسَی بْنَ جَعْفَرٍ الطَّاهِرَ الطُّهْرِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا عَلِیَّ بْنَ مُوسَی الرِّضَا الْمُرْتَضیٰ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا مُحَمَّدَ بْنَ عَلِیٍّ التَّقِیَّ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا عَلِیَّ بْنَ مُحَمَّدٍ النَّقِیَّ النَّاصِحَ الْأَمِینَ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا حَسَنَ بْنَ عَلِیٍّ، السَّلامُ عَلَی الْوَصِیِّ مِنْ بَعْدِهِ.

اللّٰهُمَّ صَلِّ عَلَیٰ نُورِکَ وَسِراجِکَ، وَوَلِیِّ وَلِیِّکَ، وَوَصِیِّ وَصِیِّکَ، وَحُجَّتِکَ عَلَیٰ خَلْقِکَ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا بِنْتَ رَسُولِ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا بِنْتَ فاطِمَهَ وَخَدِیجَهَ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا بِنْتَ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا بِنْتَ الْحَسَنِ وَالْحُسَیْنِ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا بِنْتَ وَلِیِّ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا أُخْتَ وَلِیِّ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا عَمَّهَ وَلِیِّ اللهِ، السَّلامُ عَلَیْکِ یَا بِنْتَ مُوسَی بْنِ جَعْفَرٍ وَرَحْمَهُ اللهِ وَبَرَکاتُهُ؛

السَّلامُ عَلَیْکِ عَرَّفَ اللهُ بَیْنَنا وَبَیْنَکُمْ فِی الْجَنَّهِ، وَحَشَرَنا فِی زُمْرَتِکُمْ، وَأَوْرَدَنا حَوْضَ نَبِیِّکُمْ، وَسَقَانا بِکَأْسِ جَدِّکُمْ مِنْ یَدِ عَلِیِّ بْنِ أَبِی طالِبٍ صَلَواتُ اللهِ عَلَیْکُمْ، أَسْأَلُ اللهَ أَنْ یُرِیَنا فِیکُمُ السُّرُورَ وَالْفَرَجَ، وَأَنْ یَجْمَعَنا وِإِیَّاکُمْ فِی زُمْرَهِ جَدِّکُمْ مُحَمَّدٍ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَآلِهِ، وَأَنْ لَایَسْلُبَنا مَعْرِفَتَکُمْ إِنَّهُ وَلِیٌّ قَدِیرٌ،

أَتَقَرَّبُ إِلَی اللهِ بِحُبِّکُمْ، وَالْبَراءَهِ مِنْ أَعْدائِکُمْ، وَالتَّسْلِیمِ إِلَی اللهِ راضِیاً بِهِ غَیْرَ مُنْکِرٍ وَلَا مُسْتَکْبِرٍ، وَعَلَیٰ یَقِینِ مَا أَتیٰ بِهِ مُحَمَّدٌ وَبِهِ راضٍ، نَطْلُبُ بِذٰلِکَ وَجْهَکَ یَا سَیِّدِی اللّٰهُمَّ وَرِضاکَ وَالدَّارَ الْآخِرَهَ، یَا فاطِمَهُ اشْفَعِی لِی فِی الْجَنَّهِ فَإِنَّ لَکِ عِنْدَ اللهِ شَأْناً مِنَ الشَّأْنِ.

اللّٰهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُکَ أَنْ تَخْتِمَ لِی بِالسَّعادَهِ فَلَا تَسْلُبْ مِنِّی مَا أَنَا فِیهِ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّهَ إِلّا بِاللهِ الْعَلِیِّ الْعَظِیمِ . اللّٰهُمَّ اسْتَجِبْ لَنا وَتَقَبَّلْهُ بِکَرَمِکَ وَعِزَّتِکَ وَبِرَحْمَتِکَ وَعافِیَتِکَ، وَصَلَّی اللهُ عَلَیٰ مُحَمَّدٍ وَآلِهِ أَجْمَعِینَ وَسَلَّمَ تَسْلِیماً یَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِینَ.

{{{1}}}

د فاطمه معصومه(س) شفاعت

په هغه زیارت‌نامه کې، چې علامه مجلسي په بحارالانوار کې نقل کړې، دا جمله راغلې ده: «یَا فاطِمَهُ اشْفَعِی لِی فِی الْجَنَّهِ فَإِنَّ لَکِ عِنْدَ اللهِ شَأْناً مِنَ الشَّأْنِ؛ ای فاطمه، زما لپاره د جنت شفاعت وکړه په رښتیا سره چې ته د الله په نزد لوړ مقام لري.» د حضرت معصومه(س) د مقام او د هغې د شفیعې والي په اړه، له امام صادق(ع) نقل شوي دي: «الله یو حرم لري چې مکه ده. د هغه رسول هم یو حرم لري چې مدینه ده. امیرالمؤمنین هم یو حرم لري چې کوفه ده. قم د کوچنۍ کوفې په څېر دی. پوه شئ چې جنت اته دروازې لري چې درې یې پر قم خلاصې دي او زما له اولاد څخه یوه ښځه هلته ښخېږي چې نوم یې فاطمه، د موسی(ع) لور ده او د هغې په شفاعت سره به ټول شیعیان جنت ته ننوځي.»[۸]

د شیعه له مراجعو څخه آیت‌الله مکارم شیرازي د دې حدیث په استناد ویلي چې د شفاعت دایره د مقام او شخصیت له دایرې سره متناسبه وي. هر څومره چې مقام لوړ وي، د شفاعت دایره هم پراخه وي. کله چې امام صادق(ع) وايي: «د فاطمه معصومه په شفاعت سره به ټول شیعیان جنت ته ننوځي»، معلومېږي چې فاطمه معصومه(س) یو خورا لوړ مقام لري، چې د لوړو معارفو او تقوا له امله ورته نصیب شوی دی.[۹]

د زیارت‌نامې اعتبار

د حضرت معصومې د زیارت‌نامې په سند او متن باندې ځینې اعتراضونه شوي دي:

د سند څېړنه

علامه مجلسي د حضرت معصومې زیارت‌نامه له علي بن ابراهیم، هغه له خپل پلار ابراهیم بن هاشم، هغه له سعد بن سعد اشعري او هغه له علي بن موسی الرضا(ع) نقل کړې ده.[۱۰] علامه مجلسي په بحارالانوار[۱۱] او تحفة الزائر[۱۲] کې هغه کتاب نه دی نومولی چې دا زیارت‌نامه یې ترې نقل کړې ده[۱۳] او یوازې ویلي یې دي چې دا زیارت‌نامه مې په ځینو زیارتي کتابونو کې لیدلې ده.[۱۴] خو په تحفة الزائر کې یې د زیارت‌نامې سند حسن بللی دی.[۱۵] شیخ عباس قمي هم په مفاتیح‌الجنان کې دا زیارت‌نامه له علامه مجلسي نقل کړې ده.[۱۶]

په ثلث خط د «یا فاطمه اشفعی لی فی الجنة» عبارت خطاطي د حسین نجفي اثر.

د حدیث څېړونکو په نظر، د اصلي سرچینې نه ذکرول یو ضعف دی چې پر دې روایت واردېدای شي.[۱۷] البته د تفسیر قمي کتاب خاوند علي بن ابراهیم، د رجال علم د عالمانو په ځانګړي ډول نجاشي له خوا معتبر بلل شوی دی[۱۸] او کلیني له هغه روایت نقل کړی دی.[۱۹] د سید بن طاووس او ابوالقاسم خويي په څېر عالمانو هم د ابراهیم بن هاشم پر وثاقت ټینګار کړی او هغه یې معتبر بللی دی.[۲۰] خو د سعد له خوا د دغه زیارت‌نامې د نقلېدو او له امام رضا(ع) څخه د هغه د نقل په اړه، د علم رجال عالمانو ځینې ابهامات مطرح کړي او ځینې رجالي اعتراضونه یې وارد او صحیح بللي دي.[۲۱]

د متن څېړنه

ځینو څېړونکو د زیارت‌نامې په متن او ځینو برخو باندې اعتراضونه کړي او ویلي یې دي[۲۲] ولې د زیارت‌نامې په وروستیو برخو کې خطابونه بدلېږي؟ د بېلګې په توګه، د «نَطْلُبُ بِذٰلِکَ وَجْهَکَ یَا سَیِّدِی» عبارت په راتګ سره، د زیارت‌نامې خطاب له حضرت معصومه(س) څخه رسول الله(ص) ته بدلېږي او بیا د «اللّٰهُمَّ وَ رِضاکَ وَ الدَّارَ الْآخِرَة» عبارت په راتګ سره خطاب الله ته متوجه کیږي او بیا د «یَا فاطِمَهُ اشْفَعِی لِی فِی الْجَنَّهِ فَإِنَّ لَکِ عِنْدَ اللهِ شَأْناً مِنَ الشَّأْنِ» عبارت په بیان سره، د زیارت‌نامې خطاب بیا حضرت معصومه(س) ته ورګرځي.[۲۳]

سره له دې چې په دې زیارت‌نامې سندی او متني اعتراضونه شوي، ځینو دا په ادله سنن کې د تسامح له مخې منلې ده.[۲۴] د تسامح د قاعدې له مخې، د دعاګانو او مستحباتو په اسنادو کې ځیرتیا او مناقشه یوازې علمي او څېړنیز اړخ لري او په عمل کې، که څوک دا زیارت‌نامه له معصوم(ع) څخه د صادرېدو په هیله او د هغه د صحیح او لوړو مضامینو د ترلاسه کولو په نیت ولولي، یقیناً یو مطلوب او مقبول عمل یې ترسره کړی دی.[۲۵]

غیر مشهورې زیارت‌نامې

ځینو شیعه عالمانو د حضرت فاطمه معصومه(س) لپاره نورې زیارت‌نامې هم نقل کړي دي چې معصوم(ع) ته نه دي منسوب شوي.[۲۶] سربېره پر دې، علامه مجلسي په بحارالانوار کې، د شیخ مفید د المزار کتاب له قوله، د حضرت معصومه(س) په اړه یوه بله زیارت‌نامه هم نقل کړې ده[۲۷]

یوازینۍ لیکنې

د حضرت معصومه(س) د زیارت‌نامې د شرحې په اړه ځینې کتابونه لیکل شوي دي؛ منجمله:

  • رواق عصمت؛ د حضرت فاطمه معصومه(س) د زیارت‌نامې شرحه، د علي حسیني اثر، قم، د زائر آستانه مقدسه چاپخونه، لومړی چاپ، ۱۳۸۵ ل.
  • شرح زیارت بزرګ بانوی کرامت؛ د حضرت فاطمه معصومه علیهاالسلام د زیارت‌نامې شرحه، د غلامعلي صفايي بوشهري په قلم، قم، د زائر آستانه مقدسه چاپخونه، لومړی چاپ، ۱۴۰۲ل.

فوټ نوټ

  1. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۲۶۷.
  2. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ج۱، ص۳۲۴.
  3. مؤسسه امام هادی(ع)، موسوعة زیارات المعصومین علیهم‌السلام، ۱۴۲۶ق، ج۵، ص۲۲۵.
  4. مهدی‌پور، کریمه اهل بیت(س)، ۱۳۸۰ش، ص۱۲۶.
  5. وګورئ: مجلسی، زادالمعاد، ۱۴۲۳ق، ص۵۴۸–۵۴۷؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۲۶۶–۲۶۷؛ مجلسی، تحفةالزائر، ۱۳۸۶ش، ص۶۶۴.
  6. مجلسی، تحفةالزائر، ۱۳۸۶ش، ص۶۶۶.
  7. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۲۶۶-۲۶۷.
  8. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۷، ص۲۲۸.
  9. آزاد، «زیارت عارفانه؛ توصیه‌های عالمانه(با محوریت زیارت حضرت معصومه(س)).»، ص۱۵.
  10. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۲۶۵و۲۶۶.
  11. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۲۶۶.
  12. علامه مجلسی، تحفة الزائر، ۱۳۸۶ش، ص۶۶۴.
  13. مقیسه، «پژوهشی در زیارتنامه فاطمه معصومه (ع)»، ص۵۵.
  14. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۲۶۵و۲۶۶.
  15. علامه مجلسی، تحفة الزائر، ۱۳۸۶ش، ص۶۶۴.
  16. قمی، کلیات مفاتیح الجنان، بخش «زیارات امامزادگان عظام».
  17. مقیسه، «پژوهشی در زیارتنامه فاطمه معصومه (ع)»، ص۵۵.
  18. دانشور، «سفارشات زیارت حضرت معصومه(س)»، ص۳۰.
  19. دانشور، «سفارشات زیارت حضرت معصومه(س)»، ص۳۰.
  20. دانشور، «سفارشات زیارت حضرت معصومه(س)»، ص۳۰.
  21. مقیسه، «پژوهشی در زیارتنامه فاطمه معصومه (ع)»، ص۵۵-۵۶؛ «نگاهی به زیارت نامه حضرت معصومه سلام الله علیها»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  22. مقیسه، «پژوهشی در زیارتنامه فاطمه معصومه (ع)»، ص۵۶.
  23. مقیسه، «پژوهشی در زیارتنامه فاطمه معصومه (ع)»، ص۵۶.
  24. «نگاهی به زیارت نامه حضرت معصومه سلام الله علیها»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  25. مقیسه، «پژوهشی در زیارتنامه فاطمه معصومه (ع)»، ص۵۶.
  26. مهدی‌پور، زندگانی کریمه اهل‌بیت علیهم‌السلام، ۱۳۹۲ش، ص۱۶۱.
  27. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۲۷۳.

سرچينې