د ښځې جهاد
د ښځې جهاد، په پوځي نښتو کې د ښځو نېغ په نېغه ګډون ته ویل کېږي چې په اسلامي فقه کې واجب نه دی[۱] او ځینو فقیهانو هغه نامشروع بللی دی.[۲] دا حکم د ابتدایي جهاد په اړه دی؛[۳] خو په دفاعي جهاد کې، که اړتیا وي، د ښځو ګډون واجب ګڼل کېږي.[۴] د شیعه عالِم سید محمدحسین طهراني په باور، پر ښځو د جهاد نهواجبوالی د جګړې په ډګر کې د هغوی د حضور د منع کولو معنا نه لري؛ بلکې موخه یې په مستقیمه جګړه کې نه ګډون دی، او د ملاتړ چارو لکه د ټپیانو درملنه او تدارکات برابرول ورته جایز دي.[۵] په تاریخي سرچینو کې د پېغمبر(ص) په جګړو کې د ښځو د حضور بېلګې راپور شوې دي؛ د بېلګې په توګه د اُحد په جګړه کې ۱۴ ښځو لکه حضرت فاطمه(س) او عایشه، د اوبو رسول، د خوړو برابرول او د ټپیانو درملنه ترسره کوله.[۶]
«جِهَادُ الْمَرْأَةِ حُسْنُ التَّبَعُّل» د ښځې جهاد، ښه مېړه ساتنه ده.
په حدیثي متونو کې د ښځو ځینې کارونه د جهاد په کتار کې شمېرل شوي دي، له هغې ډلې:
- ښه مېړهساتنه: د امام کاظم(ع) په یوه روایت کې د ښځې جهاد، ښه مېړه ساتنه بلل شوې ده.[۷]
- د مېړه پر وړاندې زغم: د امام باقر(ع) په یوه حدیث کې د ښځې جهاد د خپل مېړه د آزار پر وړاندې صبر بلل شوی دی.[۸]
- کورني کارونه: د اسلام د پېغمبر په یوه روایت کې د کور کارونو ارزښت د جهاد برابر بلل شوی دی.[۹]
- د ښځې امیندواري: د پېغمبر(ص) د یوه روایت له مخې، امیندواره ښځه د مجاهدینو په څېر ثواب لري او د زېږون پر مهال بښل کېږي.[۱۰]
فوټ نوټ
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲۱، مخ۷؛ شیخ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، مخ۲۸۹؛ ابنادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۳؛ علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ټوک۹، مخ۱۲؛ ابنقدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ټوک۹، مخ۱۹۷.
- ↑ منتظری، رساله استفتائات، قم، ټوک۱، مخ۱۰۲؛ حسینی طهرانی، رساله بدیعه، ۱۴۱۸ق، مخ۱۲۱.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۸.
- ↑ برای نمونه رجوع کنید: شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۸؛ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، انتشارات مهدوی، ۳۹۵-۳۹۶مخونه.
- ↑ طهرانی، رساله بدیعه، ۱۴۱۸ق، مخ۱۲۱.
- ↑ واقدی، کتاب المغازی، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۴۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۵۰۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۹؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۴۳۹.
- ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین ، ۱۳۷۵ش، ټوک۲، مخ۳۷۶.
- ↑ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، مخ۶۱۸.
سرچينې
- ابنادريس حلّي، محمد بن احمد، السرائر الحاوی لتحرير الفتاوی، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، دويم چاپ، ۱۴۱۰ق.
- ابنقدامه، عبدالله بن احمد، المغني، قاهره، مکتبة القاهره، ۱۳۸۸ق.
- حسيني طهراني، سيد محمدحسين، رساله بديعه، مشهد، د علامه طباطبایي خپرونې، ۱۴۱۸ق.
- شهيد ثاني، زينالدين بن علي، مسالک الأفهام إلی تنقيح شرائع الإسلام، قم، مؤسسه المعارف الاسلامية، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
- شيخ صدوق، محمد بن علي، من لا يحضره الفقيه، څېړونکی: علياکبر غفاري، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، دويم چاپ، ۱۴۱۳ق.
- شيخ طوسي، محمد بن حسن، الأمالي، قم، دار الثقافة، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- شيخ طوسي، محمد بن حسن، النهاية في مجرد الفقه و الفتاوی، بيروت، دار الکتاب العربي، دويم چاپ، ۱۴۰۰ق.
- علامه حلّي، حسن بن يوسف، تذکرة الفقهاء، د آلالبيت عليهمالسلام مؤسسه، قم، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- فتال نيشابوري، محمد بن احمد، روضة الواعظين و بصيرة المتعظين، قم، د رضي خپرندوی، لومړی چاپ، ۱۳۷۵ش.
- کاشف الغطاء، جعفر بن خضر، کشف الغطاء عن مبهمات الشريعة الغراء، اصفهان، انتشارات مهدوي، لومړی چاپ، بېنېټه.
- کليني، محمد بن يعقوب، الکافي، څېړنه او تصحيح: علياکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامية، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- منتظري، حسينعلي، رساله استفتاءات، قم، لومړی چاپ، بېنېټه.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الاسلام، تصحيح: عباس قوچاني او علي آخوندي، بيروت، دار احياء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- واقدي، محمد بن عمر، کتاب المغازي، تحقيق: مارسدن جونس، بيروت، مؤسسة الاعلمي، درېيم چاپ، ۱۴۰۹ق.
| ||||||||||||||||||||||