منځپانگې ته ورتلل

جهاد المرأة حسن التبعل

د wikishia لخوا
جهاد المرأة حسن التبعل
موضوعمېړه پالنه
څخه صادر شویپیغمبر اکرم(ص) او ائمه(ع)
شیعه سرچینېالکافي او من لایحضره الفقیه
سني سرچینېالدرالمنثور او معاني الاخبار
د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث


جِهادُ المَرأةِ حُسنُ التَّبعُّل (ژباړه: د ښځې جهاد، ښه مېړه‌داري ده) د حُسن التَّبعُّل (ښه مېړه پالنه) په اړه له حضرت محمد(ص) او امامانو څخه نقل شوی روایت.

ښه مېړه پالنه له نفس سره له جهاد څخه یوه څانګه ګڼل شوې ده[۱] او ویل شوي چې د هغې ثواب د الله تعالی په لار کې د مجاهد له ثواب سره برابر دی.[۲] په اسلام کې ښځې له ځینو چارو لکه جهاد، قضاوت او حکومت څخه معاف دي، او د دغو چارو اجر د هغو دندو له لارې ورکول کېږي چې د مېړه پالنه، د کور د چارو د سمبالښت او د ماشوم د روزنې په څېر مسؤلیتونه دي.[۳]

د حُسن التَّبعُّل بېلګې عبارت دي له: له مېړه سره ښه چلند، د هغه د مال او آبرو ساتنه، په مشروعو چارو کې د هغه اطاعت،[۴] له بې‌ځایه غیرت او شخړو څخه ډډه کول،[۵] د مېړه لپاره ځان سینګارول، او په کور کې د آرام، مینې او محبت فضا رامنځته کول.[۶] سره له دې که په ځینو مواردو کې مېړه ناسم چلند ولري، ښځه د خپل ځان د دفاع حق لري.[۷]

دا روایت په شیعه سرچینو لکه د جعفریات کتاب کې له رسول الله(ص)،[۸] په نهج البلاغه کې له امام علي(ع)،[۹] په من لا یحضره الفقیه کې له امام صادق(ع)،[۱۰] او په الکافي کې له امام کاظم(ع) څخه روایت شوی دی.[۱۱] همدارنګه، په اهل‌سنتو سرچینو کې لکه الدر المنثور او معاني الأخبار کې هم له رسول الله (ص) څخه روایت شوی دی.[۱۲]

ځینو څېړونکو د دې روایت سند کمزوری بللی او د هغه پر محتوا یې نیوکه کړې ده.[۱۳] په مقابل کې، ځینو نورو دا روایت له نورو روایتونو سره، لکه له امام علي(ع) څخه هغه روایت چې د ښځې جهاد د مېړه د ځورونې پر وړاندې صبر ګڼي،[۱۴] همغږی بللی دی.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. ↑ حسینی خامنه‌اي، «عدم تفاوت زن و مرد در تقرّب به خداوند»، د مقام معظم رهبري ویبپاڼه.
  2. ↑ سبزواری، مواهب الرحمن، ټوک۸، مخ۱۷۷.
  3. ↑ طباطبائی، المیزان، ټوک۴، مخ۳۵۰.
  4. ↑ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، ټوک۱۸، مخ۳۳۲.
  5. ↑ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، ټوک۱۸، مخ۳۳۲.
  6. ↑ مصباح یزدی، در جستجوی عرفان اسلامی، ټوک۱، مخ۱۵۳.
  7. ↑ سبزواری، مواهب الرحمن، ټوک۸، مخ۱۷۷.
  8. ↑ ابن‌اشعث، جعفریات، مخ۶۷.
  9. ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، حکمت ۱۳۶، مخ۴۹۴.
  10. ↑ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ټوک۴، مخ۴۱۶.
  11. ↑ کلینی، الکافی، ټوک۵، مخ۵۰۷.
  12. ↑ سیوطی، الدر المنثور، ټوک۶، مخ۲۳۴. و کلاباذی، بحرالفوائد المشهور بمعانی الأخبار، ۱۴۲مخ۱۵۹.
  13. ↑ ریعان، «اعتبارسنجی حکمت 136 با تمرکز بر عبارت" جهاد المرأة حسن التبعل"»، ۵-۱۴مخونه.
  14. ↑ کلینی، الکافی، ټوک۵، مخ۹.
  15. ↑ حسینیان قمی، د علوم حدیث درې میاشتنۍ مجله، شمېره ۵.

سرچينې

  • ابن ابي الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، سمونه: محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشي النجفي، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ ق.
  • ابن اشعث، محمد بن محمد، جعفریات (اشعثیات)، تهران، مکتبة النینوی الحدیثة، لومړی چاپ، بې نېټې.
  • حسیني خامنه‌ای، سیدعلي، «عدم تفاوت زن و مرد در تقرّب به خداوند» (خداوند ته په نږدې کېدو کې د ښځې او سړي نه توپیر)، د سید علي حسیني خامنه‌ای سایټ، د خپریدو نېټه: ۱۴ مرغومی ۱۳۹۰ ل، د لیدنې نېټه: ۶ مرغومی ۱۴۰۴ ل.
  • حسینیان قمي، مهدي، د علوم حدیث فصلنامه، ۵مه ګڼه.
  • ریعان، معصومه، «اعتبارسنجی حکمت ۱۳۶ با تمرکز بر عبارت "جهاد المرآة حسن التبعل"»، د نهج البلاغې د څېړنلیک درې میاشتنۍ مجله، نهم کال، ۳۶مه ګڼه، ۱۴۰۰ ل.
  • سبزواري، عبدالأعلی بن علي رضا، مواهب الرحمن فی تفسیر القرآن، قم، مکتب سماحة آیة الله العظمی السید السبزواری، درېیم چاپ، ۱۴۱۴ ق.
  • سیوطي، جلال‌الدین عبدالرحمن، الدر المنثور، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشي النجفي، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ ق.
  • شریف رضي، محمد بن حسین، نهج البلاغة، سمونه: صبحي صالح، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ ق.
  • صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، سمونه: علي اکبر غفاري، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۳ ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، لبنان، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، درېیم چاپ، ۱۳۵۲ ل.
  • کلاباذي، محمد بن ابراهیم، بحرالفوائد المشهور بمعانی الأخبار، څېړنه: احمد فرید، بیروت، دارالکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، سمونه: علي اکبر غفاري او محمد اخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ ق.
  • مصباح یزدي، محمدتقي، در جستجوی عرفان اسلامی (د اسلامي عرفان په لټه کې)، تدوین او لیکنه: محمدمهدي نادري قمي، قم، د امام خمیني (قدس سره) ښوونیزه او څېړنیزه مؤسسه، اتم چاپ، ۱۴۰۱ ل.