منځپانگې ته ورتلل

له جګړې تېښته

د wikishia لخوا


له جګړې تېښته له کبیره ګناهونو څخه ده چې په فقه[۱] او علم اخلاقو[۲] کې د «الفَرارُ من الزَّحْف» (له دښمن سره له جګړې څخه تېښته) په نوم یادېږي.[۳] له دښمن سره د مستقیمې مقابلې په صورت کې له جګړې څخه د تېښتې د حراموالي[۴] لپاره قرآني دلیل، د انفال سورې ۱۶م آیت دی.[۵] په ځینو روایتونو کې راغلي چې د جګړې له ډګره د تېښتې د ګناه بدوالی حتی د کفارې په ورکولو سره هم نه جبرانېږي.[۶]

د فقهاوو په نظر، په دوو حالتونو کې انسان د تېښتې حق نه لري او که وتښتي، ګناهکار ګڼل کېږي:[۷]

  • هغه مهال چې امام(ع) یوې ځانګړې ډلې ته په جګړه کې د ګډون امر وکړي.[۸]
  • هغه مهال چې انسان له یوه یا دوو دښمنانو سره مخامخ شي؛ یعنې د دښمنانو شمېر د مسلمانانو له شمېر څخه کم یا پوره یا تر دوه برابره پورې وي.[۹]

په دغو مواردو کې، حتی که د وژل کېدو احتمال هم موجود وي، تېښته جایزه نه ده.[۱۰] خو علامه حلي د بقرې سورې د ۱۹۵م آیت پر بنسټ، په هغه صورت کې چې د وژل کېدو قوي ګومان موجود وي، تېښته جایزه بللې ده.[۱۱] ویل شوي چې د جګړې د تېښتې حرمت د اختیار او اضطراره (لکه ناروغۍ)، دواړو حالتونو، ته شاملېږي.[۱۲]

د شیخ طوسي په باور، د جګړې له پیل وروسته د جنګیالي پلار، مور یا پورورکوونکی حق نه لري چې هغه د جګړې له ډګره بېرته راوګرځوي؛[۱۳] خو که تېښته د جګړې د صفونو د بدلون یا د بیا برید لپاره له بلې پوځي ډلې سره د یوځای کېدو په موخه وي، جایزه ګڼل کېږي.[۱۴]

د انفال سورې د ۶۵م آیت پر بنسټ، د اسلام په لومړیو کې هر مسلمان مکلف و چې د لسو مشرکانو پر وړاندې مقاومت وکړي؛ خو د انفال سورې د ۶۶م آیت له نازلېدو وروسته دا حکم نسخ شو او د دوو کسانو پر وړاندې د مقاومت وجوب پر ځای شو.[۱۵] له همدې امله، که د دښمن د ځواکونو شمېر د مسلمانانو د ځواکونو له شمېر څخه دوه برابره زیات وي، تېښته جایزه ده.[۱۶] خو شیخ طوسي په دې باور دی چې که د سالم پاتې کېدو احتمال غالب وي، دفاع کول مستحب دي.[۱۷] په مقابل کې، سید ابوالقاسم خویي معتقد دی چې که مسلمانان پر بریا ډاډ ولري، تېښته جایزه نه ده.[۱۸] همدارنګه، امام خمیني له جګړې څخه تېښته په هېڅ حالت کې جایزه نه ده بللې.[۱۹] د «حکم فرار نظامیان از جهاد در راهبرد دفاعی اسلام» مقالې پر بنسټ، د اُحد په جګړه کې د رسول اکرم(ص) د چلند په پام کې نیولو سره، په هغه حالت کې چې د سرتېرو د وژل کېدو احتمال د اسلام د موجودیت لپاره د ګواښ سبب شي، تېښته واجب ده.[۲۰]

په اسلامي روایتونو کې له جګړې څخه د تېښتې لپاره ځینې پایلې هم بیان شوې دي؛ له هغو څخه د انسان ذلت او خواري، د عدالت له منځه تلل، د دښمن پیاوړتیا، د دیني مشرانو پلانونو ته بې‌پامي[۲۱] او د دین کمزوري او سپکاوی.[۲۲]

فوټ نوټ

  1. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۲۹۵.
  2. ↑ کلینی، الکافی، ټوک۲، مخ۲۷۷؛ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ټوک۳، مخ۵۶۲.
  3. ↑ ابن‌منظور، لسان العرب، ذیل واژه «زحف».
  4. ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ټوک۹، مخ۹.
  5. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۱۳، مخ۳۱۲.
  6. ↑ سید رضی، المجازات النبویة، مخ۳۶۵.
  7. ↑ شیخ طوسی، النهایة، مخ۲۹۴.
  8. ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ټوک۹، مخ۹.
  9. ↑ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، مخ۸۲.
  10. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۶۱.
  11. ↑ علامه حلی، مختلف الشیعة، ټوک۴، مخ۳۹۰.
  12. ↑ طباطبایی، ریاض المسائل، ټوک۷، مخ۵۰۱.
  13. ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ټوک۲، مخ۶.
  14. ↑ شهید ثانی، مسالک الافهام، ټوک۳، مخ۲۳.
  15. ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ټوک۲، مخ۶.
  16. ↑ د مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، ریاض المسائل، ټوک۷، مخ۵۰۱.
  17. ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ټوک۲، مخ۱۰.
  18. ↑ خویی، منهاج الصالحین، ټوک۱، مخ۳۷۰.
  19. ↑ امام خمینی، استفتائات، ټوک۱، مخ۵۱۶.
  20. ↑ قاسمی مقدم، «حکم فرار نظامیان از جهاد در راهبرد دفاعی اسلام»، مخ۴۸.
  21. ↑ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۲۷، مخ۶۹؛ حر عاملی، وسائل الشیعة، ټوک۱۵، مخ۸۷.
  22. ↑ شیخ صدوق، مَن لا یَحضَرُهُ الفقیه، ټوک۳، مخ۵۶۵.

سرچينې

  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، ۱۴۱۴ ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، استفتائات، قم، اسلامي خپرندوی (انتشارات اسلامي)، ۱۳۷۲ ل.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ ق.
  • خویي، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، نشر مدینة العلم، ۱۴۱۰ ق.
  • سید رضي، محمد بن حسین، المجازات النبویة، سمون: مهدي هوشمند، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۲ ق.
  • سید رضي، محمد بن حسین، نهج‌البلاغه، سمون: صبحي صالح، قم، مؤسسه دار الهجره، ۱۴۱۴ ق.
  • شهید اول، محمد بن مکي، اللمعة الدمشقیة فی فقه الامامیة، قم، دار التراث، ۱۴۱۰ ق.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، مَن لا یَحضَرُهُ الفقیه، څېړنه او سمون: علي‌اکبر غفاري، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۳ ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، ۱۳۸۷ ق.
  • طباطبایي، سید علي، ریاض المسائل فی بیان احکام الشرع بالدلائل، قم، مؤسسه نشر اسلامي، ۱۴۱۵ ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۴ ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة، قم، مؤسسه نشر اسلامي، ۱۴۱۳ ق.
  • قاسمی مقدم، حسن و دیگران، «حکم فرار نظامیان از جهاد در راهبرد دفاعی اسلام» (حکم فرار نظامیان از جهاد در راهبرد دفاعی اسلام)، د حکومتي فقهې علمي ترویجي دوه‌فصلنۍ، اتمه ګڼه، منی او ژمی ۱۳۹۸ ل.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ ق.
  • نجفي،‌ محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، څېړنه: محمد قوچاني، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۳۶۲ ل.