تترس
تَتَرُّس د انساني سپر په توګه د هغو کسانو د کارولو په معنا دی چې وژل یې جایز نه دي (لکه ښځې، ماشومان او لېونيان).[۱] دا مفهوم په اسلامي فقه کې د جهاد په باب کې څېړل شوی دی.[۲] د نړیوالو حقوقو له نظره هم دا عمل، چې د پوځي اهدافو د ساتنې لپاره د ملکي وګړو کارول بلل کېږي، منع شوی دی.[۳]
د فقیهانو په وینا، د تترس کارول له اصله حرام دي[۴] او په دې کې د مسلمان او کافر ترمنځ توپیر نشته.[۵] خو که کافران خپلې ښځې او ماشومان د انساني سپر په توګه وکاروي، برید پرې جایز دی، په دې شرط چې اصلي هدف هماغه سپرونه نه وي.[۶] خو که کافران مسلمان بندیان د سپر په توګه وکاروي، د اضطرار په حالت کې برید کېدای شي،[۷] که څه هم د بندیانو د وژل کېدو سبب شي، په دې شرط چې اصلي موخه د دښمن له منځه وړل وي.[۸] په دې صورت کې پر بریدکوونکي یوازې کفاره لازمه ده.[۹]

مسلمان فقیهان په داسې شرایطو کې پر انساني سپرونو برید جایز ګڼي، لکه: د جګړې حالت موجود وي؛[۱۰] پوځي اړتیا موجوده وي یا بریا پرې تړلې وي؛[۱۱] موخه د اسلام او د مسلمانانو د ګټو ساتنه وي؛[۱۲] او قصد د دښمن ویشتل وي، نه د انساني سپرونو.[۱۳]
فقیهان د جګړې د دوام د جواز لپاره، کله چې کافران له انساني سپرونو کار اخلي، پر لاندې دلایلو استناد کوي:
- په طائف غزا کې د پېغمبر(ص) پر سیرت،[۱۴] چې په هغه کې یې د ښځو او ماشومانو له موجودیت سره سره د منجنیق په وسیله د کلا د نړولو امر وکړ.[۱۵]
- د امام صادق(ع) له روایت څخه چې حفص بن غیاث نقل کړی،[۱۶] چې د ملکی کسانو شتون باید د جهاد مخه ونه نیسي.[۱۷]
- د دې لپاره چې جهاد تعطیل نه شي[۱۸] او دښمن له دې تاکتیکه ناوړه ګټه پورته نه کړي.[۱۹]
د ځینو راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم د نابلس په بریدونو او د ۲۰۲۴م د غزې په جګړه کې له فلسطینیانو د انساني سپر په توګه کار اخیستی او آن پر دې یې اعتراف هم کړی دی.[۲۰] همداراز، داعش او تکفیري ډلې[۲۱] لکه جبهه النصره هم په سوریه کې له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخیستی دی.[۲۲]
فوټ نوټ
- ↑ فیض، مبادی فقه و اصول، ۱۳۸۸ش، مخ۲۶۷؛ ځینې لیکوالان، اصطلاحات نظامی در فقه اسلامی، ۱۳۷۸ش، مخ۳۲.
- ↑ مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ټوک۴، مخ۳۸۴: د مثال په توګه وګورئ: فضلالله، الجهاد، ۱۴۱۸ق، مخونه۲۷۲ - ۲۷۵.
- ↑ افشار، «استناد به دفاع ضرورت بهعنوان عامل رافع مسئولیت بینالمللی دولت در فقه امامیه و حقوق بینالملل با بررسی موردی سپر انسانی (تترس)»، مخونه۱۴۰ - ۱۴۱.
- ↑ مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ټوک۴، مخ۳۸۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۷۰.
- ↑ محقق حلی، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، ۱۴۰۸ق، ټوک۱، مخ۲۸۳ ؛شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الإمامیة، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخونه۱۱ -۱۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۷۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخونه۷۱ -۷۲؛ شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الإمامیة، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۱۲.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الإمامیة، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۱۲.
- ↑ فضلالله، الجهاد، ۱۴۱۸ق، مخ۲۷۴.
- ↑ محقق حلی، معارج الاصول، ۱۴۲۳ق، مخ۳۰۶.
- ↑ کاشف الغطاء، النور الساطع فی الفقه النافع، ۱۳۸۱ق، ټوک۱، مخ۲۱۸.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الإمامیة، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۱۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۷۰.
- ↑ موصلی الحنفی، الإختیار لتعلیل المختار، ۱۴۲۶ق، ټوک۴، مخ۱۲۷ ؛ جوادینیا، «حکم فقهی چگونگی برخورد با سپر انسانی دشمنان در جنگ از دیدگاه مذاهب اسلامی»، مخونه۳ -۹.
- ↑ شیخ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۵، مخ۶۲.
- ↑ جوادینیا، «حکم فقهی چگونگی برخورد با سپر انسانی دشمنان در جنگ از دیدگاه مذاهب اسلامی»، مخونه۳ -۹.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الإمامیة، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۱۲؛ فضلالله، الجهاد، ۱۴۱۸ق، مخ۲۷۴.
- ↑ جوادینیا، «حکم فقهی چگونگی برخورد با سپر انسانی دشمنان در جنگ از دیدگاه مذاهب اسلامی»، مخونه۳ -۹.
- ↑ «استفاده اسرائیل از فلسطینیها بهعنوان سپر انسانی»، د مشرق خبري آژانس.
- ↑ «تروریستها از غیرنظامیان به عنوان سپر انسانی استفاده میکنند»، د مشرق خبري آژانس.
- ↑ «النصره از مردم به عنوان سپرانسانی استفاده میکند»، د مشرق خبري آژانس.
سرچينې
- افشار، مجتبی؛ سیدقاسم زماني او عباسعلي عظیمي شوشتري، «استناد به دفاع ضرورت بهعنوان عامل رافع مسئولیت بینالمللی دولت در فقه امامیه و حقوق بینالملل با بررسی موردی سپر انسانی (تترس)»(د امامیه فقه او نړیوالو حقوقو کې د دولت د نړیوال مسؤولیت د لرې کوونکي عامل په توګه د اړتیا د دفاع استناد، د انساني سپر (تترس) د بېلګې په ارزونې سره)، د مدني فقه ښوونې، ۱۴ دوره، ۲۵ ګڼه، غبرګولی ۱۴۰۱لمریز.
- ابن نجیم، سراجالدین عمر بن ابراهیم حنفي، النهر الفائق، بېځایه، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۲هـ ق.
- د لیکوالانو یوه ډله، اصطلاحات نظامی در فقه اسلامی، تهران، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ولي فقیه استازولي، ۱۳۷۸لمریز.
- «استفاده اسرائیل از فلسطینیها بهعنوان سپر انسانی»(د اسرائیلو له خوا د فلسطینیانو کارول د انساني سپر په توګه)، مشرق خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۳ وږی ۱۴۰۳لمریز، د لیدنې نېټه: ۱۷ وږی ۱۴۰۴لمریز.
- «النصره از مردم به عنوان سپرانسانی استفاده میکند»(النصره له خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي)، مشرق خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۸ غبرګولی ۱۳۹۸لمریز، د لیدنې نېټه: ۱۷ وږی ۱۴۰۴لمریز.
- از غیرنظامیان به عنوان سپر انسانی استفاده میکنند»(ترهګر له ملکي وګړو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي)، مشرق خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۲۴ لړم ۱۳۹۸لمریز، د لیدنې نېټه: ۱۷ وږی ۱۴۰۴لمریز.
- جوادينیا، میثم، «حکم فقهی چگونگی برخورد با سپر انسانی دشمنان در جنگ از دیدگاه مذاهب اسلامی»(د اسلامي مذهبونو له نظره په جګړه کې د دښمن له انساني سپر سره د چلند فقهي حکم)، د نوې فقه او حقوقو علمي فصلنامه، ۵ دوره، ۱۳ ګڼه، پسرلی ۱۴۰۲لمریز.
- زبیدي، مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، بیروت، دارالفکر، ۱۳۷۳لمریز / ۱۴۱۴هـ ق.
- سبحاني، جعفر، فروغ ابدیت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵لمریز.
- شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، ۱۴۰۹هـ ق.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، ۱۳۸۷هـ ق.
- فیض، علیرضا، مبادي فقه او اصول، تهران، د دانشپذیر فرهنګي هنري مؤسسه، نهم چاپ، ۱۳۸۸لمریز.
- فضلالله، محمدحسین، الجهاد، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۸هـ ق / ۱۹۹۸م.
- کاشفالغطاء، علي، النور الساطع فی الفقه النافع، نجف، مطبعة الآداب، ۱۳۸۱هـ ق / ۱۹۶۱م.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، اسماعیلیان خپرندویه، ۱۴۰۸هـ ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۳۶۲لمریز.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، معارج الأصول، لندن، د امام علي (ع) مؤسسه، ۱۴۲۳هـ ق / ۲۰۰۳م.
- د اسلامي فقه دایرةالمعارف مؤسسه، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، د سید محمود هاشمي شاهرودي تر څارنې لاندې، قم، د اسلامي فقه دایرةالمعارف مؤسسه، ۱۳۸۲لمریز.
- موصلي حنفي، عبدالله بن محمود، الاختیار لتعلیل المختار، څېړونکی: عبداللطیف محمد عبدالرحمن، بیروت، دارالکتب العلمیة، درېیم چاپ، ۱۴۲۶هـ ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، سمونه: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۳۶۲لمریز.