د مائده سوره ۷۸ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | مائده سوره |
| د آیت شمېر | ۷۸ |
| جزء | ۶ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | د بني اسرائیل لعنت |
د مائدې سورې ۷۸م آیت د بنياسرائیلو د یوې ډلې د کافرېدو او د حضرت داوود(ع) او حضرت عیسی(ع) له لوري د هغوی د لعنت کېدو یادونه کوي.[۱] دا آیت او ورپسې آیتونه د اهل کتابو د خبرداري او له متعصبانه تقلید څخه د مخنیوي په موخه د هغوی د تېرو نسلونو د بد انجام یادونه کوي.[۲] په آیت کې د حضرت داوود(ع) او حضرت عیسی(ع) نومونه د دې لپاره یاد شوي چې دوی له حضرت موسی(ع) وروسته د پېغمبرانو په منځ کې ځانګړی شهرت او لوړ مقام لري.[۳]
لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ
له بنياسرائیلو څخه هغه کسان چې کافر شول، د داوود او د مریم د زوی عیسی په ژبه لعنت شوي دي؛ دا [سزا] د دې له امله وه چې نافرماني یې کوله او له حده یې تېری کاوه.
مائده سوره، ۷۸ آیت
په دې آیت او ورپسې آیتونو کې د بنياسرائیلو د لعنت څلور لاملونه یاد شوي دي: نافرماني، پرلهپسې سرغړونه او تېری، له بدیو څخه نه منع کېدل، او د کافرانو او مشرکانو پر لور ګروهنه او د هغوی ولایت منل.[۴] مفسرینو د دغو ګناهونو د مصداقونو په ټاکلو کې بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي:
- شیخ طبرسي د امام باقر(ع) د روایت په استناد، لعنت د حضرت داوود(ع) په زمانه کې د اصحاب سبت د مسخ کېدو او د اسماني مائدې تر نازلېدو وروسته د حضرت عیسی(ع) د پیروانو له کفر کولو سره تړلی بولي.[۵] نوموړي په تفسیر جوامع الجامع کې د حضرت عیسی(ع) د ځینو اصحابو د مسخ کېدو او د خنزیرانو په بڼه د هغو د بدلېدو یادونه کړې ده.[۶]
- جوادي آملي د حضرت داوود(ع) په زمانه کې د بنياسرائیلو د یوې ډلې فساد او همدارنګه پر حضرت مریم(س) د ناحقه تور لګول د لعنت له عواملو څخه ګڼي.[۷] په تسنیم تفسیر کې د ځینو مفسرینو له قوله راغلي چې د حضرت داوود(ع) او حضرت عیسی(ع) له لوري د رسول اکرم(ص) د نبوت له زېري وروسته، د هغه مخالفان د لعنت وړ وګرځېدل.[۸]
علي بن ابراهیم قمي، چې یو امامي مفسر دی، د امام صادق(ع) د یو روایت په استناد، هغه شیعیان چې د سلاطینو په حکومتي سسټمونو کې داخلېږي او له هغوی پیروي کوي، د دې آیت او ورپسې آیتونو له مصداقونو څخه ګڼي.[۹]
فوټ نوټ
- ↑ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ټوک۵، مخ۱۹۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۵، مخ۴۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۳۵۷.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۹۱ش، ۲۳ ټوک، ۳۹۹ و ۴۰۰ مخونه.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۳۵۷.
- ↑ طبرسی، جوامع البیان،۱۴۱۲ق، ټوک۱، مخ۳۴۶.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۹۱ش، ټوک۲۳، مخ۳۹۷.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۹۱ش، ټوک۲۳، مخ۳۹۸.
- ↑ قمی، تفسير القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۷۶.
سرچينې
- جوادي آملي، عبدالله، تسنیم، تفسیر قرآن کریم، قم، اسراء خپرندویه، درېیم چاپ، ۱۳۹۱ل.
- رضایي اصفهاني، محمدعلي، تفسیر قرآن مهر، قم، د تفسیر او د قرآن د علومو څېړنې، لومړی چاپ، ۱۳۸۷ل.
- طبرسي، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، سمونه: ابوالقاسم ګرجي، قم، د قم د حوزې د مدیریت مرکز، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سمونه: فضلالله یزدي طباطبایي او هاشم رسولی، تهران، ناصر خسرو خپرندویه، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ل.
- قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، سمونه: طیب موسوي جزائري، قم، دار الکتاب، درېیم چاپ، ۱۳۶۳ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱ل.