منځپانگې ته ورتلل

د خلق عظیم آیت

د wikishia لخوا
د خلق عظیم آیت
د آیت ځانګړتیا
د آیت نومد خلق عظیم آیت
په سورت کې موقعیتقلم
د آیت شمېر۴
جزء۲۹
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمکه
موضوعاخلاق
په اړهپیغمبر(ص)
اړونده آیتونهد آل عمران سوره ۱۵۹ آیت، د احزاب سوره ۲۱ آیت


د خُلُق عظیم آیت د قلم سوره څلورم آیت دی چې د پیغمبر اکرم(ص) د لویو اخلاقو ستاینه کوي. مسلمان مفسرانو د انسان تر ټولو لوړو اخلاقو، یعنې صبر، حلم، سخاوت او زغم، د لوی اخلاق مصداقونه ګڼلي دي. امام علي(ع) د پیغمبر اکرم(ص) لوی اخلاق د ایمان په توګه تعبیر کړی، او امام محمد باقر(ع) دا د اسلام د لوی دین په توګه تعبیر کړی دی.

ویل شوي چې د پیغمبر(ص) خلق عظیم د هغه د روح عظمت ته اشاره ده. علامه طباطبایي او مرتضی مطهري دا آیت د پیغمبر(ص) ټولنیزو اخلاقو ته اشاره ګڼي.

مقام

د قلم سوره څلورم آیت د حضرت محمد(ص) په ستاینه کې دی، وايي: ﴿وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ﴾ [قلم:۴] په حقیقت کې، ته د لویو او غوره اخلاقو خاوند یې.[۱] شیخ طوسي د دې آیت لاندې تشریح کې وايي چې هغه څوک چې خدای پاک یې د لویو اخلاقو سره ستاینه وکړي، نو له دې څخه پورته یې ستاینه نشي کیدی.[۲] د لبنان د شیعه مفسر مغنیه په وینا، خدای پاک له حضرت محمد(ص) پرته له خپلو پیغمبرانو څخه هیڅ یو په دې ځانګړتیا سره نه دی ستایلی،[۳] او په حقیقت کې، هغه په خپلو مخلوقاتو کې هیڅ یو په دې صفت سره نه دې ستایلی.[۴] مسلمان مفسرین د دې آیت په تفسیر کې په دین کې د اخلاقو په اهمیت او مقام باندې تفصیل سره بحث کوي.[۵]

شان نزول

د دې آیت په شان نزول کې ویل شوي دي چې پیغمبر(ص) د نجراني ټوکر څخه جوړ شوی جامی اغوستی وي او روان و، په لاره کې یو کس د هغې جامې کونج له شا څخه ونیو او په کلکه یې کش کړ، داسې چې جامې د پیغمبر(ص) په غاړه کې تاو شوې. هغه کس پیغمبر(ص) ته وویل: «ای محمده! له خزانې څخه زما معاش راکړه.» پیغمبر(ص) مخ وګرځاوه، عرب ته یې وکتل، او په شونډو یې موسکا وه، سمدلاسه یې امر وکړ چې د هغه معاش له خزانې څخه ورکړل شي. بیا دا آیت نازل شو.[۶]

د امام صادق(ع) د يو حديث له مخې،[۷] خدای پاک خپل پيغمبر ته روزنه ورکړه او د الهي اخلاقو له زده کړې وروسته يې هغه د خلق عظیم په توګه وستایه او د همدې خلق عظیم له امله وو چې هغه ته يې د دين او ملت چارې وسپارلې چې د خدای د بندګانو لارښوونه او روزنه وکړي.[۸]

خلق عظیم څه شی دی؟

«خُلُق» د «خلقت» له ریښې څخه راځي چې معنی یې هغه ځانګړتیاوې دي چې له انسان څخه جلا کیدونکې نه دي.[۹] د امام علی(ع) په یوه حدیث کې، خلق عظیم هماغه ایمان دی چې د صبر، یقین، عدالت او سخاوت په څلورو ستنو ولاړ دی.[۱۰]

طبرسي د پیغمبر(ص) له میرمنې عایشه څخه روایت کړی دی چې د حضرت محمد(ص) اخلاق د مومنون سوره لومړني لس آیتونه لري؛ او هغه څوک چې خدای پاک په خلق عظیم سره ستایلی دی نو له دې لوړه بله هیڅ ستاینه نشته.[۱۱] بله تفسیر یې دا دی چې خلق عظیم یو ځانګړی اخلاق دي او د پیغمبر(ص) په وجود کې یو غیر معمولي او نه بیان کیدونکی ځواک دی چې هغه ته د الهي پیغامونو ترلاسه کولو توان ورکوي.[۱۲]

د پیغمبر(ص) ټولنیز اخلاق

فضل بن حسن طبرسي، چې د مجمع البیان د تفسیر لیکوال دی، وویل چې د پیغمبر(ص) خلق عظیم، په حق باندې صبر، پراخه بخښنه، په چارو کې تدبر د عقل مطابق، او همدارنګه د مومنانو سره د مرستې لپاره هڅه کول او د حسد، حرص او نورو غندلو وړ ځانګړتیاوو پریښودل وو.[۱۳]

د علامه طباطبايي په وينا، دا آيت د پيغمبر(ص) اخلاق لوړ ګڼي، خو د آيت مقام ته په پام سره، دا د پيغمبر(ص) ټولنيزو اخلاقو ته اشاره کوي؛ هغه اخلاق چې د ټولنيز تعامل سره تړاو لري، لکه په حق کې ثابت قدمي، د خلکو د زيان رسولو په وړاندې صبر، بخښنه او د هغوی سره مرسته، سخاوت، زغم او عاجزي.[۱۴]مرتضی مطهري هم دا آیت د پیغمبر(ص) ټولنیزو اخلاقو ته اشاره ګڼي او په دې باور دی چې هغه اخلاق چې د روح له عظمت څخه راپورته کیږي، هغو ته خلق عظیم ویل کیږي؛ لکه استقامت، د سختیو زغم، صبر، حلم او بخښنه. خدای تعالی پیغمبر(ص) د کافرانو او مشرکینو په وړاندې د هغه د غبرګونونو له امله، په خلق عظیم سره ستایلی دی.[۱۵] شیعه مفسر ملا فتح الله کاشاني هم ورته معنی راوړې ده، او ویلې یې دي چې پیغمبر(ص) خپل قوم په داسې ډول زغملی چې بل چا یې د زغملو توان نه درلود.[۱۶]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۴، ص۳۷۱.
  2. طوسی، التبيان، دار احیاء التراث العربی، ج۱۰، ص۷۵.
  3. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۷، ص۳۸۷.
  4. دیلمی، إرشاد القلوب، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۳۳.
  5. ایازی، تفسیرپژوهی ابوالفتوح رازی، ۱۳۸۴ش، ص۱۴۸.
  6. دیلمی، إرشاد القلوب، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۳۳.
  7. کلینی، الکافی، چاپ اسلامیه، ج۱، ص۲۶۶.
  8. منتظری، اسلام دین فطرت، ۱۳۸۵ش، ص۲۰۴.
  9. مکارم شیرازی، لغات در تفسیر نمونه، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۳.
  10. شعیری، جامع الأخبار، نجف، ج۱، ص۳۶.
  11. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۵۰۰.
  12. کریم‌پور قراملکی و اسکندرلو، «جستاری در معناشناسی و گستره «خلق عظیم» در قرآن کریم»، ص۲۷۲.
  13. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۵۰۰.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۳۶۹.
  15. مطهری، مجموعه آثار. ۱۳۹۰ش، ج۲۷. ص۵۸۳.
  16. کاشانی، منهج الصادقین، تهران، ج۹، ص۳۶۹.

سرچينې

  • ایازی، محمدعلی، تفسیرپژوهی ابوالفتوح رازی، قم، سازمان چاپ و نشر دارالحدیث، ۱۳۸۴ش.
  • دیلمی، حسن بن محمد، إرشاد القلوب، تهران، اسلامیه، ۱۳۷۷ش.
  • شعیری، محمدبن محمد، جامع الأخبار، نجف، المطبعة الحیدریة، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • کاشانی، ملا فتح‌الله، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، کتابفروشی اسلامیه، بی‌تا.
  • کریم‌پور قراملکی، علی، و محمدجواد اسکندرلو، «جستاری در معناشناسی و گستره «خلق عظیم» در قرآن کریم»، دوفصلنامه تفسیر پژوهی، شماره ۱۲، سال هفتم، ۱۳۹۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب،‌ الکافی، تهران. دار الکتب الاسلامیه. ۱۴۰۷ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دار الکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، لغات در تفسیر نمونه، قم، امام علی بن ابی طالب علیه‌السلام، ۱۳۸۷ش.
  • منتظری، حسینعلی، اسلام دین فطرت، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۵ش.