د نجوا آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| د آیت نوم | د نجوا آیت |
| په سورت کې موقعیت | مجادله |
| د آیت شمېر | ۱۲ |
| جزء | ۲۸ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | اخلاقي |
| په اړه | د اسلام له پېغمبر(ص) سره د نجوا کولو لپاره صدقه ورکول |
| اړونده آیتونه | د امام علي(ع) له فضیلتونه |
د نجوا آیت یا د مناجات آیت (مجادله: ۱۲) شتمنو مسلمانانو ته خطاب کوي او هغوی مکلفوي چې پیغمبر(ص) سره له نجوا کولو (پټو خبرو اترو) دمخه صدقه ورکړي. د روایتونو له مخې، یوازې امام علي(ع) دا حکم ترسره کړ، او نورو مسلمانانو له دې کولو څخه ډډه وکړه. له همدې امله، په راتلونکي آیت کې، خدای پاک د مسلمانانو له ملامتولو سره سره پیغمبر(ص) سره د نجوا کولو په وخت کې د صدقه ورکولو فرضیت نسخ کړ.
د آیت متن او ژباړه
یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذَا نَاجَیتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَینَ یدَی نَجْوَاکمْ صَدَقَةً ۚ ذَٰلِک خَیرٌ لَّکمْ وَأَطْهَرُ ۚ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِیمٌ
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، کله چې تاسو له رسول الله(ص) سره په پټه خبرې کوئ، نو له خپلو پټو خبرو اترو مخکې صدقه ورکړئ. دا ستاسو لپاره غوره او زیاته پاکه ده. خو که تاسو هیڅ ونه مومئ، نو پوه شئ چې الله بخښونکی او مهربان دی.
مجادله سوره، ۱۲ آیت
شان نزول
د نجوا د ایت په شان نزول کې راغلي دي چې ځینې شتمنو مسلمانانو به پیغمبر(ص) سره د پټې خبرې کولې او دا کار د غریبانو د محرومیت لامل شو.[۱] او پیغمبر(ص) به یې هم ځورولو. له همدې امله، خدای دا آیت نازل کړ او مسلمانانو ته یې امر وکړ چې د پیغمبر(ص) سره د نجوا کولو د مخه صدقه ورکړي.[۲] د نجوا ایت د مناجات د ایت په نوم هم پیژندل کیږي.[۳]
د ابن ابي حاتم د مقاتل د روایت له مخې، دا فرمان د لسو شپو لپاره جاري شو، خو یوازې امام علي(ع) یې اطاعت وکړ، او نورو د صدقې ورکولو څخه ډډه وکړه.[۴]
د نجوا کولو دمخه د صدقې ورکولو حکم ولی راغلی
علامه طباطبايي، چې یو شیعه مفسر دی، په دې باور دی چې پیغمبر(ص) سره د نجوا کولو د مخه د صدقې ورکولو امر د زړونو د کرکې په پاکولو کې مرسته کوله.[۵] آیت الله مکارم هم دا حکم دوه مثبت اړخونه لرونکی ګڼي: له یوې خوا، دا د شتمنو لپاره د صدقې له لارې د اجر ترلاسه کولو فرصت و، او له بلې خوا، د دې مکلفیت څخه د غریبانو د معاف کولو سره، دوی ته یې دا فرصت ورکاوه چې په آزاده توګه له پیغمبر(ص) سره خبرې وکړي.[۶] دا حکم د مومنانو د ایمان او قربانۍ د اندازه کولو لپاره د ازموینې په توګه هم کارول کیده..[۷]
فخر الرازي، چې یو سني مفسر دی، هم د دې حکم لپاره ځینې ګټې بیان کړي دي، له هغوي ځینې د پیغمبر(ص) د مقام درناوی او د طبقاتي توپیرونو کمولو سره د ټولنیز توازن رامینځته کول دي.[۸]
له نجوا کولو د مخه د صدقې ورکولو د حکم نسخ کیدل
د مفسرینو په وینا، د نجوا کولو آیت د مجادله سوره د ۱۳ آیت لخوا منسوخ شو.[۹] دا حکم د مسلمانانو لپاره د ازموینې په توګه نافذ شو، مګر د امام علي(ع) پرته بل چا پرې عمل ونه کړ.[۱۰] له همدې امله، په راتلونکي آیت کې، خدای، پداسې حال کې چې دا نافرماني یې بخښلې ده، د الهي احکامو په اطاعت کولو په اهمیت باندې یې ټینګار کړی.[۱۱] ځینې مفسرین په دې باور دي چې دا قانون له پیل څخه لنډمهاله و، ځکه چې د هغې دوام کولی شو د پیغمبر(ص) سره د مهمو مسلو راپورته کولو مخه ونیسي او اسلامي ټولنې ته زیان ورسوي.[۱۲]
یوازی علي(ع) په دې آیت باندې عمل کوونکی
د سني مفسرینو لکه ابن کثیر،[۱۳] طبري،[۱۴] فخر رازي[۱۵] او ابن تیمیه حراني[۱۶] په وینا، امام علي(ع) یوازینی کس و چې د نجوا په آیت یې د هغه د منسوخ کیدو دمخه عمل وکړ. فضل بن روزبهان، چې د اشعري عالمانو څخه دی، د دې آیت په اړه د امام علي(ع) عمل د هغه له هغه فضیلتونو څخه ګڼلی دی چې د انکار وړ نه دي.[۱۷] همدارنګ، علامه حلي هم د دې آیت په حواله په خلفاو باندې د امام علي(ع) د برترۍ لپاره استدلال کړی دی.[۱۸]
مجاهد بن جبر، چې د تابعینو له مفسرینو څخه دی، له امام علي(ع) څخه روایت کړي: «په قرآن کریم کې یو داسې آیت شته چې نه زما څخه مخکې او نه زما وروسته چا پرې عمل کړی او نه به یې وکړي. ما یو دینار درلود هغه مې په لسو درهمو بدل کړ، او هر کله چې ما غوښتل چې د خدای رسول(ص) ته په غوږ کې څه ووایم، نو ما به یو درهم په صدقه کې ورکړ.»[۱۹] حاکم نیشابوري دا روایت د صحیح مسلم او بخاري د احادیثو د معیارونو پر بنسټ صحیح ګڼلی دی.[۲۰]
فوټ نوټ
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۱۸۹.
- ↑ واحدی، اسباب النزول، ۱۴۱۹ق، ص۴۳۲.
- ↑ علامه حلی، نهج الحق، ۱۴۰۷ق، ص۱۸۲–۱۸۳؛ میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۱۰، ص۲۰–۲۱.
- ↑ سیوطی، الدرالمنثور، ۱۴۰۴ق، ج۸، ص۸۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۱۸۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۳، ص۴۴۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۳، ص۴۴۸.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۹، ص۴۹۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۱۸۹-۱۹۰.
- ↑ سیوطی، الدرالمنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۱۸۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۱۸۹-۱۹۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۳، ص۴۵۲.
- ↑ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۸، ص۵۰.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۳، ص۲۴۸.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۹، ص۴۹۶.
- ↑ ابن تیمیه، منهاج السنه النبویه، ۱۴۰۶ق، ج۵، ص۱۶.
- ↑ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۴۰.
- ↑ علامه حلی، منهاج الکرامه، ۱۳۷۹ش، ص۸۵.
- ↑ متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۲۱؛ ابنابیشیبه، المصنف، ۱۴۱۶ق، ج۱۱، ص۱۵۲؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۹، ص۴۹۵.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۵۲۴.
سرچينې
- ابنابیشیبه، عبداللهبن محمد، المصنف فی الاحادیث و الآثار، محقق: محمد عبدالسلام شاهین، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۶ق.
- ابنتیمیه، احمدبن عبدالحلیم، منهاج السنه النبویه، محقق: محمدرشاد سالم، ریاض، جامعه الامام محمد بن سعود الاسلامیه، ۱۴۰۶ق.
- ابنکثیر، اسماعیلبن عمر، تفسیر القرآن العظیم، محقق: محمدحسین شمس الدین، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۹ق.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، مصحح: حمری دمردانس محمد، بیروت، المکتبه العصريه، ۱۴۲۰ق.
- سیوطی، عبدالرحمن بن ابیبکر، الدر المنثور فی التفسیر بالماثور، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی (ره)، ۱۴۰۴ق.
- شوشتری، سید نورالله، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، کتابخانه عمومی آیتاللهمرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۹ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، قم، دار الهجرة، ۱۴۰۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، منهاج الکرامه فی معرفه الإمامه، محقق: مؤسسه پژوهش و مطالعات عاشورا. گروه معارف اسلامی، مشهد، نشر تاسوعا، ۱۳۷۹ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- متقی هندی، علیبن حسام الدین، کنز العمال فی سنن الأقوال و الأفعال، مصحح: بکری حیانی، بیروت، مؤسسه الرساله، ۱۴۰۶ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱ش.
- میبدی، احمد بن محمد، كشف الاسرار و عدة الابرار، به اهتمام على اصغر حکمت، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۱ش.
- واحدی، علی بن احمد، اسباب النزول القرآن، تحقیق کمال بسیونی زغلول، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.