منځپانگې ته ورتلل

غارات

د wikishia لخوا
غارات
د معاویه د ملګرو د غاراتو د لارې او د امام علي(ع) د ځواکونو له خوا د هغوی د تعقیبولو نقشه [۱]
د معاویه د ملګرو د غاراتو د لارې او د امام علي(ع) د ځواکونو له خوا د هغوی د تعقیبولو نقشه [۱]
وختد نهروان له جګړې څخه تر د امام علي(ع) شهادت پوری
ځایعراق، حجاز، یمن و مصر
ځانګرتیاله لسو زیات موارد
لاملد امام علي(ع) د پلویانو په منځ کې د وېرې رامنځته کول او د دمشق د واکمنۍ د بنسټونو پیاوړي کول
پایلهد امام علي(ع) د پوځ کمزوري کېدل او د شام له حکومت سره د مصر یوځای کېدل
جنګیالي
جنګی اړخونهد امام علي(ع) لښکر
د معاویة بن ابي سفیان لښکر
قوماندانان
د جګړې قوماندانانجاریة بن قدامه، حجر بن عدی او ...
ضحاک بن قیس، بسر بن ارطاة او ...
تلفات
خساراتد امام علي(ع) د پلویانو لوټل او وژل


غارات،(د لوټ او چور کولو په معنا) د معاویه بن ابي‌سفیان له خوا د امام علي(ع) د حکومت پر ضد د منظمو بریدونو ټولګه وه چې د ناامنۍ رامنځته کولو او د امام علي(ع) د واک د کمزوري کولو په موخه ترسره شول. ویل شوي چې معاویه د کورنیو اختلافاتو او د امام علي بلنو ته د کوفې د خلکو له بې‌پروايۍ په استفادې سره وتوانېد د هغه حکومت ته اغېزمن زیانونه ورسوي.

د موجودو سرچینو پر بنسټ، د معاویه بریدونه داسې طرحه شوي وو چې خپاره او ناڅاپي وي، چې حتی د علي(ع) د لښکرو چټک غبرګون هم اغېزمن نه شي. معاویه بېلابېلې ډلې کمزورې سیمو ته ولېږلې او هلته یې پراخې وژنې او لوټمارۍ ترسره کړې او د عراق، حجاز او یمن ځینې ښارونه یې هدف وګرځول. د محمد بن ابي‌بکر په وژلو سره د مصر نیولو په شام کې د معاویه د حکومت ځواک زیات کړ. په حجاز او یمن کې د بسر بن ابي‌ارطاة بریدونه او پر عراق ګڼ شمېر یرغلونه د امام علي د حکومت د سخت کمزوري کېدو لامل شول.

ویل شوي چې غارات په اسلامي ټولنه کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو سبب شول او ډېر خلک یې معاویه ته ګروهمن کړل. په دې لړ کې، علي بن ابي‌طالب هم ونه توانېد چې اړین سیاسي، اقتصادي او پوځي انسجام رامنځته کړي. په پایله کې، ډېر شیعیان ووژل شول او ښځې یې اسیرې کړای شوې. دغه حالت په پای کې د امام حسن(ع) د سولې او وروسته د معاویه له خوا د اموي حکومت د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړه.

د امام علي د حکومت په کمزوري کولو کې د غارات رول

غارات هغو پرله‌پسې وسله‌والو بریدونو ته ویل کېږي چې د معاویة بن ابي‌سفیان لښکرو د امام علي(ع) پر ضد ترسره کول او موخه یې د علي بن ابي‌طالب د حکومت ناامنول[۲] او د معاویه د حکومت پراخول وو.[۳] دغه بریدونه د نهروان له جګړې (۳۸هـ ق) څخه د امام علي(ع) تر شهادت (۴۰هـ ق) پورې او حتی له هغه وروسته هم ترسره شوي دي.[۴] د معاویه غارات د امام علي د حکومت د دورې له مهمو پېښو څخه دي چې د ناامنۍ سبب شول.[۵]

دغه تېري د معاویه په شخصي امر[۶] داسې طرحه شوي وو چې په بشپړه توګه خپاره او ناڅاپي وي، څو د امام علي(ع) د لښکرو چټک غبرګون هم اغېزمن نه شي.[۷] د تونس د تاریخ‌پوه هشام جُعَیط په وینا، د معاویه غارات د جاهلیت د دورې له لوټمارو سره ورته والی درلود؛ هغه مهال به ځینو قبیلو پر نورو قبیلو بریدونه کول او په وژنو او لوټمارۍ به یې لاس پورې کاوه.[۸] ځینو څېړونکو د غاراتو شمېر له لسو څخه زیات بللی دی.[۹]

معاویه د امام علي د حکومت پر وړاندې د برلاسۍ ترلاسه کولو لپاره پرله‌پسې بریدونه وکړل او امام علي یې دفاعي حالت ته اړ کړ او امام ونه توانېد چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.[۱۰] امام علي(ع)، چې د غاراتو اصلي حل یې له معاویه سره په بشپړه جګړه کې لیده، څلوېښت زره کسیز لښکر برابر کړ، څو صفین ته حرکت وکړي او له معاویه سره مقابله وکړي؛ خو صفین ته د لښکر له حرکت مخکې، علي بن ابي‌طالب د ابن‌ملجم په لاس شهید شو او لښکر بېرته کوفې ته ستون شو.[۱۱]

ابواسحاق ثقفي، چې د درېیمې هجري پېړۍ شیعه مورخ و، د دغو غاراتو نوملړ یې په الغارات نومي کتاب کې راټول کړی دی.[۱۲]

د برید لاندې سیمې او پایلې

د موجودو سرچینو له مخې، معاویه به داسې ډلې کمزورو سیمو ته لېږلې چې د امام علي حکومت ورته چندان پام نه و کړی، څو خلک ووژني او مالونه یې لوټ کړي.[۱۳] له اصلي لوټمارو سربېره، معاویه نورې بېلابېلې ډلې هم د وژنو او ویجاړیو لپاره راټولې کړې او بېلابېلو سیمو ته یې ولېږلې.[۱۴] له هغو ښارونو او سیمو څخه چې د غاراتو پر مهال پرې بریدونه وشول، عَینُ التَمر، هیت، انبار، تیماء، واقصه، ثعلبیه، قطقطانه، یمن او د حجاز لوېدیځه سیمه یادولای شو.[۱۵]

د دغو غاراتو ځینې په لاندې ډول دي:[۱۶]

د معاویه قوماندانان د برید ځای ترلاسه شوې پایلې د امام علي(ع) غبرګون
عبدالله بن عامر حضرمي بصره د امام علي د یوه یار اعین بن ضبیعه شهادت د امام علي له خوا بصرې ته د جاریة بن قدامه لېږل، د شام د لښکر ماتې او د ابن عامر وژل کېدل
بسر بن ابي‌ارطاة مدینه، مکه او یمن د حجاز او یمن د خلکو وژنه او لوټمارۍ او د هغوی له معاویه سره بیعت د امام علي له خوا د جاریة بن قدامه لېږل او شام ته د بسر تېښته
سفیان بن عوف هیت، انبار او مدائن د ښارونو وژنه او لوټمارۍ او د امام د پلویانو وژل له امام علي سره د کوفیانو نه ملګرتیا او له هغوی څخه د امام شکایت
ضحاک بن قیس د عراق بېلابېلې سیمې د خلکو او له مکې څخه د راستنو شوو حاجیانو وژنه او لوټمارۍ د امام علي(ع) له خوا د حجر بن عدي لېږل او د شام د لښکر ماتې
نعمان بن بشیر عَینُ التَّمْر په عین‌التمر کې د امام له والي مالک بن کعب سره جګړه د نعمان ماتې او دمشق ته د هغه تېښته

د مصر نیول

مصر لومړنۍ سیمه وه چې د معاویه له خوا پرې برید وشو[۱۷] او ویل شوي چې د مصر نیولو د شام د لښکر په مالي او روحي ځواک کې ډېر مهم رول درلود.[۱۸] له صفین جګړې وروسته، په مصر کې د امام علي د والي محمد بن ابي‌بکر پر ضد پاڅونونه وشول.[۱۹] امام علي(ع) مالک اشتر نخعي، چې هغه مهال د جزیرې والي و، راوغوښت او د مصر د نوي والي په توګه یې هلته ولېږه.[۲۰] خو مالک مصر ته له رسېدو مخکې د معاویه په چل ول ووژل شو.[۲۱] عمرو بن عاص له یوه لښکر سره پر مصر برید وکړ. د مصر د لښکر له ماتې وروسته، هغه کسان چې د محمد بن ابي‌بکر شاوخوا وو، هغه یې یوازې پرېښود[۲۲] او په پای کې محمد ووژل شو[۲۳] او عمرو بن عاص د معاویه له خوا د مصر والي وټاکل شو.[۲۴]

د حجاز او یمن غارت

پر مدینې، مکې او یمن د بُسر بن ابي‌ارطاة برید د غاراتو د دورې له مهمو او تر ټولو خونړیو تېریو څخه بلل شوی دی[۲۵]، چې په ترڅ کې یې هڅه وشوه له امام علي سره د مکې او مدینې د خلکو بیعت د معاویه له بیعت سره بدل شي.[۲۶]

بُسر بن ابي‌ارطاة د معاویه په امر حجاز او یمن ته ولاړ او د سیمې خلک یې له معاویه سره بیعت کولو ته اړ کړل.[۲۷] ابوایوب انصاري، چې په مدینه کې د امام علي(ع) والي و، د بُسر له راتګ مخکې له هغه ځایه وتښتېد.[۲۸] بُسر وروسته مکې ته ولاړ او د هغه ځای ډېری خلکو، چې ځانونه یې د عثمان د وینې غچ اخیستونکي بلل، په اسانۍ سره له بُسر سره بیعت وکړ.[۲۹]

بُسر وروسته یمن ته ولاړ او د لارې په اوږدو کې یې ټول هغه کسان ووژل چې د امام علي(ع) پلویان وو او شتمنۍ یې ترې ونیولې.[۳۰]

امام علي(ع) د بُسر بن ابي‌ارطاة له برید وروسته وویل:

«زه پوهېدم چې د شام خلک به ډېر ژر پر تاسو برلاسي شي؛ ځکه هغوی د خپل باطل په ملاتړ کې یو موټی دي، خو تاسو د خپل حق په دفاع کې تیت او پرک یاست! تاسو په حق کې د خپل امام نافرماني کوئ، خو هغوی په باطل کې د خپل امام فرمانبردار دي. هغوی په خپلو ښارونو کې د سمون او آبادۍ په چارو بوخت دي، او تاسو په فساد او ورانۍ.»[۳۱]

امام علي(ع) جاریة بن قدامه د بُسر پر وړاندې جګړې ته ولېږه. جاریة د بُسر له یو شمېر کسانو سره مخ شو او هغوی یې ووژل. جاریة په مکه کې و چې د امام علي(ع) د شهادت خبر ورته ورسېد.[۳۲] د ځینو سرچینو د روایت له مخې، عُبَیدالله بن عباس، چې په یمن کې د امام علي والي و، له خپلو یو شمېر ملګرو سره د بُسر په لټه کې شو او شام ته تر رسېدو مخکې یې ورسره ولیدل. په رامنځته شوې جګړه کې د شام لښکر سخته ماتې وخوړه او ډېر تلفات یې ورکړل.[۳۳]

د عراق د بېلابېلو سیمو غارت

معاویه د عراق د برید لپاره څلور ډلې جوړې کړې او هغوی یې د عراق بېلابېلو سیمو ته ولېږلې، چې وښيي چې علي بن ابي‌طالب له خلکو څخه د دفاع توان نه لري.[۳۴]

  • پر بېلابېلو عراقي سیمو د ضحاک برید: په عراق کې لومړنی غارت د ضَحّاک بن قیس له خوا ترسره شو.[۳۵] معاویه ضحاک ته امر کړی و چې سهار په یوه ښار او شپه په بل ښار کې وي او هغه کسان لوټ کړي چې د علي(ع) په اطاعت کې دي.[۳۶] ځینو دغه غارت د امام علي(ع) تر واک لاندې سیمو کې د معاویه د لښکرو لومړنی غارت بللی دی.[۳۷] ضحاک د عامو خلکو ترڅنګ حاجیان هم لوټ کړل او شتمنۍ یې ترې ونیولې.[۳۸] امام علي(ع)، حُجر بن عَدي له څلورو زرو سرتېرو سره د ضحاک پر وړاندې ولېږه. له نښتې او د شام د لښکر له ماتې وروسته، ضحاک له خپلو کسانو سره د شپې وتښتېد.[۳۹] امام علي(ع) د ضحاک له برید وروسته د کوفې خلک د هغوی د سستۍ او د مرستې نه کولو له امله وغندل.[۴۰]
  • پر مدائن، هیت او انبار د سُفیان بن عوف تېری: په ۳۹ هجري کال کې معاویه سُفیان بن عوف د هیت، انبار او مدائن ښارونو ته ولېږه. سفیان په دغو ښارونو کې په وژنو او غارت لاس پورې کړ او هغه لږ شمېر کسان یې هم ووژل چې په ښارونو کې یې مقاومت کاوه.[۴۱] معاویه سفیان بن عوف ته سپارښتنه کړې وه چې د عراق خلک ووېروي؛ ټول یې له ځان سره بیعت ته راوبولي؛ د هغه د لارې پر سر ټول کلي او آبادۍ ورانې کړي، مخالفان ووژني او شتمنۍ یې مصادره کړي.[۴۲] کله چې امام علي(ع) ته د انبار ښار د غارت او لوټېدو خبر ورسېد، یو لیک یې ولیکه، چې د کوفې خلکو ته د لمانځه له ادا کولو وروسته ولوستل شي.[۴۳] امام د کوفې خلک داسې نارینه وبلل چې د نارینه‌توب له بڼې او ظاهر پرته بل څه نه لري او د ماشومانو په څېر خیالونه لري (أَشْبَاهَ الرِّجَالِ وَ لَا رِجَالَ حُلُومُ الْأَطْفَال).[۴۴] او هیله یې وکړه چې کاشکې هېڅکله یې دوی نه وای لیدلي او نه یې پېژندلي.[۴۵] امام علي(ع) په همدې حال کې وویل چې په دې برید کې یوه مسلمانه ښځه او یوه له اهل‌کتابو څخه ښځه لوټل شوې دي؛ که یو مسلمان د دې پېښې له غم او خپګان څخه مړ شي، نو د ملامتۍ وړ نه دی.[۴۶]
  • پر عین‌التمر د نعمان بن بشیر برید: معاویه نُعمان بن بَشیر له دوو زرو سرتېرو سره د عَین‌التَمر پر لور ولېږه.[۴۷] هغه له انصارو څخه یوازینی کس و چې له معاویه سره یوځای شو.[۴۸] مالک بن کَعب، چې پر عین‌التَّمر د امام والي و،[۴۹] د شام د ځواکونو پر وړاندې ودرېد او د نعمان ځواکونه بېرته شام ته ستانه شول.[۵۰]
امام علي(ع) د نعمان بن بشیر له برید وروسته وویل:

«زه له داسې خلکو سره مخ شوی یم چې زما خبره نه مني او زما بلنې ته ځواب نه وايي. اې بې‌ریښو خلکو، ... ایا داسې دین نه لرئ چې تاسو سره یو موټی کړي، یا داسې غیرت نه لرئ چې تاسو وخوځوي؟»[۵۱]

  • په بصره کې د عبدالله حضرمي ګډوډي: معاویه عبدالله بن عامر حَضرمي (خِضرمي) بصرې ته ولېږه.[۵۲] ویل شوي چې د بصرې خلکو له امام علي سره کینه درلوده؛ ځکه د جمل په جګړه کې له هغوی څخه ډېر کسان وژل شوي وو.[۵۳] عبدالله د بني‌تمیم قبیلې ته ولاړ او د هغه همفکره کسان د بصرې له بېلابېلو سیمو څخه ورسره یوځای شول.[۵۴] امام علي(ع) د هغه د مقابلې لپاره جاریة بن قُدامه بصرې ته ولېږه. جاریة ابن‌حضرمي ته ماتې ورکړه او ښار یې تر خپل واک لاندې راوست.[۵۵]

پایلې

د موجودو سرچینو له مخې، د معاویه د تېریو په پایله کې د امام علي تر واک لاندې سیمې له ګډوډۍ سره مخ شوې او ځینې کسان په دې ګومان چې حکومت د هغوی د امنیت د تأمین توان نه لري، معاویه ته نږدې شول. د پرله‌پسې بریدونو له امله امام علي ونه توانېد خپل ځواکونه بسیج کړي.[۵۶] د معاویه د بریدونو په پایله کې د امام علي ډېر مخلص شیعیان ووژل شول[۵۷] او د هغوی ښځې د هغو لومړنیو مسلمانو ښځو له ډلې وې چې د غلامانو په توګه په بازارونو کې وپلورل شوې.[۵۸]

محمدجواد مَغنیه، چې د لبنان له شیعه عالمانو څخه و، د امام حسن(ع) سوله یې د غاراتو په لړ کې ارزولې ده؛ ځکه د غارتونو او هغه وېرې او ډار له امله چې د مسلمانانو ترمنځ رامنځته شوی و، د امام حسن(ع) ریښتیني ملګري، چې غوښتل یې د هغه ملاتړ وکړي، ډېر لږ پاتې شوي وو.[۵۹] په پای کې، د مرکزي حکومت له کمزوري کېدو وروسته، معاویة بن ابي‌سفیان بریالی شو او اموي حکومت یې جوړ کړ.[۶۰]

زمینه‌جوړوونکي عوامل

ویل شوي چې د جمل، صفین او نهروان په درېیو جګړو کې د امام علي د حکومت کمزوري کېدل او همدارنګه د هغه د ځینو سرتېرو اختلاف او نافرماني، د معاویه د غاراتو زمینه برابره کړه.[۶۱] علي بن ابي‌طالب په نهروان جګړه کې د خپلو پوځي ځواکونو له پاکولو وروسته هڅه وکړه چې شام ونیسي.[۶۲] معاویه چې د خپلو جاسوسانو له لارې د امام علي د لښکر له اختلاف او نارضایتۍ څخه خبر شوی و، د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره یې زمینه مناسبه وبلله.[۶۳] معاویه چې ځان یې د امام علي(ع) له حکومت سره د مستقیمې مقابلې توانمند نه باله، د حکومت تر واک لاندې سیمو په غارت او چور کولو یې لاس پورې کړ.[۶۴] د امام علي د لښکر کمزوري او د ځینو سرتېرو نه ملګرتیا سبب شوه چې د امام علي حکومت د دغو بریدونو په مخنیوي کې تر ډېره حده بې‌وسه شي.[۶۵]

د کوفې ډېرو خلکو د غارتګرو او لوټمارو پر وړاندې د مقابلې لپاره د امام علي بلنې ته پام نه کاوه؛ له همدې امله امام علي د کوفې خلک ډېر غندل.[۶۶] طه حسین (۱۸۸۹-۱۹۷۳م)، چې د مصر یو سني لیکوال و، د کوفې د خلکو عافیت‌طلبي او راحت طلبي د امام علي سره د هغوی د نه ملګرتیا له لاملونو څخه بللې ده.[۶۷] د شیعه تاریخ‌پوه رسول جعفریان په وینا، معاویه د عراق د خلکو له سستۍ او د هغوی له ګډوډو حالاتو څخه په خبرتیا سره، د امام علي تر واک لاندې پر بېلابېلو سیمو بریدونو ته مخه کړه، څو د هغه ځواک کمزوری کړي او پر عراق د خپل واکمن کېدو لپاره لاره هواره کړي.[۶۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ عسکري، اطلس غدیر و عاشورا، مخ۲۲.
  2. ↑ جُعَیط، الفتنه، مخ۲۸۴.
  3. ↑ قرشي، موسوعة الامام امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب(ع)، ټوک۱۱، مخ۲۱۸.
  4. ↑ روغنچیان و پورآرین، «غارات معاویه و تأثیر آن در برآمدن امویان»، مخ۳۴.
  5. ↑ روغنچیان و پورآرین، «غارات معاویه و تأثیر آن در برآمدن امویان»، مخ۲۹.
  6. ↑ رحیمی، «نقش غارات در تسریع صلح امام حسن»، مخ۷۲.
  7. ↑ روغنچیان و پورآرین، «غارات معاویه و تأثیر آن در برآمدن امویان»، مخ۳۸.
  8. ↑ جُعَیط، الفتنه، مخ۲۸۴.
  9. ↑ رحیمي،‌ «نقش غارات در تسریع صلح امام حسن»، مخ۷۲.
  10. ↑ حسین، علي و بنوه، مخ۱۳۶.
  11. ↑ د اسلامي څېړنو څېړنیز مرکز، تاریخ اسلام در عصر امامت امام علي(ع)، ۱۸۱-۱۸۲مخونه.
  12. ↑ جعفریان، تاریخ خلفا، مخ۳۱۷.
  13. ↑ جُعَیط، الفتنه، مخ۲۸۶.
  14. ↑ مغنیه، الشیعة و الحاکمون، ‌مخ۵۵.
  15. ↑ جُعَیط، الفتنه، مخ۲۸۶.
  16. ↑ رحیمی، «نقش غارات در تسریع صلح امام حسن(ع)»، ۷۳-۷۴مخونه.
  17. ↑ جعفریان، تاریخ خلفا، مخ۳۱۷.
  18. ↑ ثقفی، الغارات، ټوک۱، مخ۳۲۲.
  19. ↑ جعفریان، تاریخ خلفا مخ۳۱۷.
  20. ↑ ابن‌اثیر، الکامل، ټوک۳، مخ۳۵۲.
  21. ↑ ابن‌اثیر، الکامل، ټوک۳، مخ۳۵۳.
  22. ↑ ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ټوک۲، مخ۶۴۲.
  23. ↑ ابن‌اثیر، أسد الغابة، ټوک۴، مخ۳۲۶.
  24. ↑ جعفریان، تاریخ خلفا، مخ۳۲۰.
  25. ↑ جُعَیط، الفتنه، ۲۸۹-۲۹۰مخونه؛ جعفریان، تاریخ خلفا، مخ۳۲۵.
  26. ↑ جُعَیط، الفتنه، ۲۸۹-۲۹۰مخونه.
  27. ↑ قرشی، موسوعة الامام امیرالمؤمنین علي بن ابی‌طالب(ع)، ټوک۱۱، مخ۲۱۸.
  28. ↑ طبری، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۱۳۹.
  29. ↑ جُعَیط، الفتنه، مخ۲۹۰.
  30. ↑ ثقفی، الغارات، ټوک۲، مخ۵۵۴.
  31. ↑ نهج البلاغة، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۲۵، مخ۶۷.
  32. ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ټوک۲، مخ۴۵۸.
  33. ↑ ابن‌اعثم، الفتوح، ټوک۴، مخ۲۳۸.
  34. ↑ قرشی، موسوعة الامام امیرالمؤمنین علي بن ابی‌طالب(ع)، ټوک۱۱، مخ۲۲۰.
  35. ↑ ثقفی، الغارات، ټوک۲، مخ۴۱۶.
  36. ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ټوک۲، مخ۴۳۷.
  37. ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ټوک۲، مخ۴۳۷.
  38. ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ټوک۲، مخ۴۳۸.
  39. ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبي، ټوک۲، مخ۱۹۶.
  40. ↑ نهج البلاغة، تصحیح صبحي صالح، خطبه ۲۹، مخ۷۲.
  41. ↑ طبری، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۱۳۴.
  42. ↑ ثقفی، الغارات، ټوک۲، ۴۶۶-۴۶۷مخونه.
  43. ↑ دینوري، الأخبار الطوال، مخ۲۱۱.
  44. ↑ نهج البلاغة، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۲۷، مخ۷۰.
  45. ↑ نهج البلاغة، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۲۷، مخ۷۰.
  46. ↑ نهج البلاغة، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۲۷، ۶۹-۷۰مخونه.
  47. ↑ طبری، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۱۳۳.
  48. ↑ جعفریان، تاریخ خلفا، مخ۳۲۲.
  49. ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبي، ټوک۲، مخ۱۹۵.
  50. ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ټوک۲، مخ۴۴۶.
  51. ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۳۹، ۸۱-۸۲مخونه.
  52. ↑ ثقفی، الغارات، ټوک۲، مخ۳۷۴.
  53. ↑ جعفریان، تاریخ خلفا، مخ۳۲۰.
  54. ↑ ثقفی، الغارات، ټوک۲، مخ۳۷۸.
  55. ↑ ابن‌حجر، الإصابة، ټوک۱، مخ۵۵۶.
  56. ↑ د اسلامي څېړنو څېړنیز مرکز، تاریخ اسلام در عصر امامت امام علي(ع)، مخ۱۸۰.
  57. ↑ جعفریان، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، مخ۱۱۰.
  58. ↑ د اسلامي څېړنو څېړنیز مرکز، تاریخ اسلام در عصر امامت امام علي(ع)، مخ۱۸۰.
  59. ↑ مغنیه، الشیعة و الحاکمون، ‌مخ۵۶.
  60. ↑ روغنچیان و پورآرین، «غارات معاویه و تأثیر آن در برآمدن امویان»، مخ۲۹.
  61. ↑ سبحاني،‌ فروغ ولایت، مخ۷۳۶.
  62. ↑ سبحاني، فروغ ولایت، مخ۷۳۵.
  63. ↑ سبحاني، فروغ ولایت، ۷۳۵-۷۳۶مخونه.
  64. ↑ د اسلامي څېړنو څېړنیز مرکز، تاریخ اسلام در عصر امامت امام علي(ع)، مخ۱۷۵.
  65. ↑ روغنچیان و پورآرین، «غارات معاویه و تأثیر آن در برآمدن امویان»، مخ۲۹.
  66. ↑ جُعَیط، الفتنه، مخ۲۸۷.
  67. ↑ حسین، علي و بنوه، مخ۱۳۵.
  68. ↑ جعفریان، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، مخ۱۰۹.

سرچينې

  • ابن‌اثیر جزري، علي بن محمد، اسد الغابة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌اثیر جزري، علي بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌اعثم کوفي، احمد بن اعثم، الفتوح، څېړنه: علي شیري، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌حجر عسقلاني، احمد بن علي، الاصابة فی تمییز الصحابة، څیړنه: عادل احمد عبدالموجود او علي محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن خلدون، څېړنه: خلیل شحادة، بیروت، دار الفکر، دویم چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • بلاذري، احمد بن یحیى، انساب الاشراف، څېړنه: محمدباقر محمودي، بیروت، مؤسسة الاعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۴ق.
  • د اسلامي څېړنو څېړنیز مرکز، تاریخ اسلام در عصر امامت امام علي(ع)، تهران، په سپاه پاسداران انقلاب اسلامي کښې د ولی فقیه استازولی، ۱۳۷۵ل.
  • ثقفي، ابراهیم بن محمد، الغارات، څېړنه او سمون: جلال‌الدین محدث، تهران، انجمن آثار ملی، ۱۳۵۳ل.
  • جعفریان، رسول، تاریخ خلفا، قم، دلیل ما، ۱۳۸۰ل.
  • جعفریان، رسول، حیات فکري-سیاسي امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ل.
  • جُعَیْط، هِشام، الفتنة: جَدلیّة الدین و السیاسة فی الاسلام المُبکِر، ژباړه: خلیل احمد خلیل، بیروت، دار الطلیعة، ۲۰۰۰ز.
  • حسین، طه، علي و بنوه، قاهره، دار المعارف، بې نېټې.
  • دینوري، احمد بن داود، الاخبار الطوال، قم، منشورات الرضي، ۱۳۶۸ل.
  • رحیمي، عبدالرفیع، «نقش غارات در تسریع صلح امام حسن(ع)» (د امام حسن (ع) د سولې په چټکتیا کې د غاراتو رول)، په سخن تاریخ دوه فصلنامې کې، ۲۱مه ګڼه، د ۱۳۷۴ل پسرلی او دوبی.
  • روغنچیان، عباس، او فؤاد پورآرین، «غارات معاویه و تاثیر آن در برآمدن امویان» (د معاویه غزاوې او د امویانو د واکمنۍ په راټوکېدو کې د هغو اغېز)، په تاریخ نو مجله کې، ۱۳مه ګڼه، د ۱۳۹۴ل ژمی.
  • سبحاني، جعفر، فروغ ولایت تاریخ تحلیلي زندګاني امیرالمؤمنین علي(ع)، قم، د امام صادق(ع) موسسه، ۱۳۸۰ل.
  • سید رضي، محمد بن حسین، نهج البلاغة، سمون: صبحي صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری: تاریخ الامم و الملوک، څېړنه: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، دویم چاپ، ۱۳۸۷ق.
  • عسکري، علی‌بابا، اطلس غدیر و عاشورا، قم، د دار الحدیث علمي او کلتوري موسسه، ۱۳۹۱ل.
  • قرشي، باقر شریف، موسوعة الامام امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب(ع)، قم، مؤسسة الکوثر للمعارف الاسلامیة، ۱۴۲۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، الشیعة و الحاکمون، بیروت، دار الجواد، ۱۴۲۱ق.
  • نهج البلاغة، سمون: صبحي صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • یعقوبي، احمد بن أبی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبي، بیروت، دار صادر، لومړی چاپ، بې نېټې.