مباهله
- دا لیکل د مباهلې د کلي مفهوم په هکله دي. د مباهلې له پيښې خبریدو لپاره، د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) مباهله مقاله وګورئ.
مُباهَله،(په پښتو کې: مُباهِلِه) له خدایه د لعنت او سزا درخواست کول دي د دې لپاره چې ځان ورسره ریښتونی او د بل اړخ خبرې ورسره باطلې ثابتې کړي. مباهله هغه وخت ترسره کیږي کله چې خبرې او دلیلونه کومې نتیجې ته ونه رسي او دواړه اړخونه په خپلې خبرې ټینګ ولاړ وي. ویل شوي دي چې له اسلامه وړاندې، د ځینې قومونو تر مینځ به مباهله کیده.
د نجران عسایانو سره د پیغمبر(ص) مباهله د اسلام په لومړیو ورځو کې ترسره شوې مباهله ده. د ځینو روایتونو له مخې، اهل بیت(ع) هم خلک مباهلې ته بللي وو؛ د بیلګې په توګه، امام باقر(ع) عبدالله بن عمر لیثي مباهلې ته بللی وو. همدارنګه، شیعه عالمانو لکه میرفندرسکي، جعفر کاشف الغطاء او علامه طباطبایي، د امامانو(ع) په پیروۍ سره، له مخالفینو سره مباهله ترسره کړه یا یې هغوی مباهلې ته رابللي دي.
د مباهلې مفهوم پيژندنه او مقام
«مباهله» په دې مانا ده چې دوه کسان یا دوه ډلې د خپل حق د ثابتولو لپاره له خدایه وغواړي چې پر بل لوري چې کوم ظالم دي ورباندې لعنت ووایي،[۱] او دروغجن سپک کړي او سزا ورته ورکړي.[۲] مباهله هغه وخت رامنځته کیږي کله چې علمي استدلال او بحث ناکام شي او کومې پایلې ته ونه رسي.[۳]
د تاریخي او حدیثي سرچینو له مخې، د اسلام په لومړیو ورځو کې، مباهله یا بلنه د مختلفو اشخاصو لخوا شوې ده،[۴] له هغو ځنې د نجران عسایانو سره د پیغمبر(ص) مباهله، چې په قرآن کریم کې هم د مباهلې په آیت کې ذکر شوې ده.[۵] دا مباهله د پیغمبر(ص) د حقانیت د ثابتولو لپاره کارول کیږي.[۶] سید محمد حسین طباطبایي، یو شیعه فقیه او فیلسوف، د پیغمبر(ص) دا مباهله د هغه دایمي معجزه ګڼلې ده.[۷]
د مباهلې تاریخ
د ځینو څېړونکو په وینا، د مباهلې دود له اسلام څخه مخکې هم شتون درلود؛ د بیلګې په توګه، د سام قبیلې خلکو به، د بابل د تمدن په وخت کې، کله چې به دوی غوښتل د ځان یا خپلو خبرو صداقت ثابت کړي، نو قسمونه به یې خوړل او لعنت به یې ویل چې که دوی دروغ ویلي وي نو خدای دې دوي ته سزا ورکړي؛[۸] همدارنګه، د علامه مجلسي په بحار الانوار کې د روایت له مخې، مباهله د یهودیانو او عسایانو دود هم و.[۹]
د مباهلې اداب
«امام صادق(ع): ای خدایه، که فلانی له یو حق څخه انکار کړی وي او په باطل یې اعتراف کړی وي، نو له اسمانه په یوه بلا سره یا خپل عذاب سره یې مخامخ کړه.[۱۰]»
محمد بن یعقوب کلیني، چې یو شیعه محدث دی، ځینې روایتونه روایت کړي دي چې د مباهلې په وخت کې، موږ باید د خپل ښي لاس ګوتۍ خپل ګڅ لاس کې په ګوته کړو.[۱۱] په بل روایت کې وايي، په مباهلې کې باید اویا ځله په بل اړخ باندې لعنت ووایو.[۱۲] په بل روایت کې راغلي، د مباهلې لپاره مناسب وخت د طلوعینو ترمنځ دی.[۱۳]
کومو کسانو چې مباهله کړې ده
د اسلام له لومړيو څخه بیلا بیلو کسانو د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره له مباهلې څخه ګټه اخستې ده چې ځینې یې په دا ډول دي:
د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) مباهله
د تاریخ پوهانو په وینا، پیغمبر(ص) د نجران اسقف ته د اسلام بلنه ورکړه. هغوي مدینې ته راغلل او له پیغمبر(ص) سره یې خبرې وکړې، خو د عیسی(ع) له خدای منلو یې لاس وانه خست. له یو څه بحث وروسته، دوی پریکړه وکړه چې مباهله به وکړي. د مباهلې په ورځ، پیغمبر(ص) له امام علي علیه السلام، حضرت فاطمې(س) او حسنین(ع) سره حاضر شو؛ خو عسایانو له مباهلې څخه انکار وکړ او د روغې جوړې غوښتنه یې وکړه. پیغمبر(ص) د دوي غوښتنې سره په دې شرط موافقه وکړه چې جزیه به ورکوي.[۱۴]
مخالفانو سره د اهلبیتو(ع) مباهله
د علامه طباطبايي د تفسیر المیزان په روایت سره، د حدیث ځینې سرچینې وایي چې پیغمبر(ص) یهودیان هم مباهلې ته بللي وو، خو هغوي دا بلنه نه وه منلی؛[۱۵] همدارنګ په الجعفریات کتاب کې ذکر شوي دي چې امام علي(ع) د وینځې د ظهار نه لرلو په اړه ځینې کسان مباهلې ته بللي وو.[۱۶] د کلیني د یو روایت له مخې، کله چې امام باقر(ع) له عبدالله بن عمر لیثي سره په د یوه موضوع په اړه بحث کاوه او هغه نه منه، امام باقر(ع) هغه مباهلې ته بللی وو.[۱۷]
د اهلبیتو(ع) د اصحابو خپلو مخالفانو سره مباهلې
د ابو مخنف په وینا، چې یو شیعه مقتل لیکونکی دی، د کربلا په پیښه کې، د کربلا له شهیدانو څخه یو کس بُرَیر بن خُضَیر هَمْداني او یزید بن معقل، د عمر سعد لښکر سره د امام علی(ع) د جانشینۍ په اړه مباهله وکړه.[۱۸] په تفسیر الصافي کې د فیض کاشاني د وینا له مخې، د پیغمبر(ص) یو صحابي عبدالله بن عباس څو ځله مختلف اشخاص، لکه زید بن ثابت، چې د قرآن کریم له کاتبانو څخه و،[۱۹] مباهلې ته راوبله.[۲۰]
شیخ مفید په خپل ارشاد کې روایت کوي چې د خېراني پلار، د امام جواد(ع) خادم، احمد بن محمد بن عیسی چې د امام هادي(ع) د جانشینۍ انکار یې کاوه، مباهلې ته وباله؛ خو هغه واډار شو او د امام هادي(ع) جانشیني یې ومنله.[۲۱] همدارنګ شیخ طوسي په خپل کتاب الغیبه کې لیکلي چې حسین بن روح نوبختي، چې له څلورو نایبانو څخه دریم کس و، له شَلْمَغاني سره مباهله وکړه، او شلمغاني لږ وخت وروسته ووژل شو.[۲۲] نجاشي هم وايي چې ابو عبدالله صفواني د موصل له قاضي سره د امامت په اړه مباهله او مناظره وکړه او څو ورځې وروسته، د موصل قاضي مړ شو.[۲۳]
د شیعه عالمانو خپلو مخالفانو سره مباهله
ملا احمد نراقي، د معراج السعاده لیکوال، په خزائن کې لیکلي چې ابو القاسم فیندرسکي، کله چې هغه ښار ته چې کفار پکې اوسېدل، سفر کاوه، نو له دوی سره یې بحث وکړ. هغوي د خپلو معبدونو ثبات او د مسلمانانو د جوماتونو ویجاړیدل د خپل دین د ریښتینولۍ ثبوت ګڼه. میرفیندرسکي د دوی ادعا رد کړه او د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره یې د هغوي په معبد کې اذان وکړ او لمونځ یې وکړ، چې له امله یې د معبد چت ونړېد.[۲۴]
ویل کیږي چې جعفر کاشف الغطاء، چې د دیارلسمې پیړۍ مراجعو څخه و، میرزا محمد اخباري، چې د ایران له خورا مشهورو اخباریانو څخه یو کس و، مباهلې ته وبله او د تهران شاوخوا صحراګانو کې یې ورته انتظار وکړ، خو هغه رانغی.[۲۵] د یو راپور له مخې، علامه طباطبایي هم د اهل کتابو ځینو خلکو ته د مباهلې وړاندیز کړی و، او په دې باور وو چې مباهله یو ژوندی ثبوت دی او کله هم چې اړین شرایط پوره نو نو ګټوره به وي.[۲۶]
اړونده څیړنه
فوټ نوټ
- ↑ مجلسی، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۱۸۵
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۵۷۸.
- ↑ محمدی ری شهری، فرهنگنامه مباهله، ۱۳۹۵ش، ص۱۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابومخنف، وقعة الطفّ، ۱۴۱۷ق، ص۲۲۱؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۱۷؛ ابن عبدالبر، جامع العلم و فضله، ۱۴۲۱ق، ص۳۸۱؛ مفید، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۸؛ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۳۰۷.
- ↑ سوره آلعمران، آیه۶۱.
- ↑ پاکنیا، «مباهله، روشنترین باورهای شیعه»، ص۵۱.
- ↑ طباطبایی، اعجاز قرآن، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۷-۱۲۸.
- ↑ لویی، مباهله در مدینه، ۱۳۷۸ش، ص۶۵.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۶۵.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۱۴.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۱۴.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۱۴.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۱۴.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الكبری، خامسة۱، ۱۴۱۰ق، ص۳۹۱-۳۹۲.
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۲۳۴.
- ↑ ابن اشعث، الجعفریات، مکتبة النینوی الحدیثة، ص۱۱۵.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۴۴۹.
- ↑ ابومخنف، وقعة الطفّ، ۱۴۱۷ق، ص۲۲۱.
- ↑ ابنعبدالبر، جامع العلم و فضله، ۱۴۲۱ق، ص۳۸۱.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۱۷.
- ↑ مفید، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۸.
- ↑ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۳۰۷.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۳۹۳.
- ↑ نراقی، خزائن، ۱۳۸۰ش، ص۴۸.
- ↑ «مباهله راهکاری برای مقابله با افراد بی منطق است»، خبرگزاری رسا.
- ↑ بوستان کتاب، مرزبان وحی و خرد، ۱۳۸۱ش، ص۲۹۰.
سرچينې
- «مباهله راهکاری برای مقابله با افراد بی منطق است»، خبرگزاری رسا، تاریخ درج مطلب: ۱۵ اسفند ۱۳۸۹ش، تاریخ بازدید: ۲۷ آذر ۱۴۰۳ش.
- ابنعبدالبر، یوسفبن عبدالله، جامع العلم و فضله، تحقیق: مسعد عبدالحمید سعدنی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۱ق.
- ابومخنف، لوط بن یحیی، وقعة الطفّ، محقق: محمد هادی یوسفی غروی، قم، جامعه مدرسین، چاپ سوم،۱۴۱۷ق.
- ابناشعث، محمدبن محمد، الجعفریات، تهران، مکتبة النینوی الحدیثة، چاپ اول، بى تا.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الكبری، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الكتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- بوستان کتاب، مرزبان وحی و خرد، قم، بوستان کتاب، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.
- پاکنیا، عبدالکریم، مباهله روشنترین دلیل باورهای شیعه، مبلغان، شماره ۵۰، اسفند ۱۳۸۲ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، اعجاز قرآن، تهران، مرکز نشر فرهنگی رجاء، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- طوسی، محمدبن حسن، الغیبة، محقق: عبادالله تهرانی و علی احمد ناصح، قم، دار المعارف الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- فیض کاشانی ملا محسن، تفسیر الصافی، تحقیق حسین اعلمی، تهران، صدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
- کلینی، محمدبن یعقوب، الکافی، محقق: علی اکبر، غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- لویی، ماسینیون، مباهله در مدینه، مترجم: محمودرضا افتخارزاده، تهران، رسالت قلم، ۱۳۷۸ش.
- مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، محقق: جمعی از محققان، بیروت، دار احياء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، محقق: رسولی محلاتی، سید هاشمم، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- محمدی ری شهری، محمد، فرهنگ نامه مباهله، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۵ش.
- مفید، محمدبن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، محقق: موسسه آل البیت(ع)، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
- نجاشی، احمدبن علی، رجال النجاشی، قم، موسسة النشر الاسلامی التابعة لجامعة المدرسین بقم المشرفة، جاپ ششم، ۱۳۶۵ش.
- نراقی، احمد، خزائن، تحقیق حسن حسن زاده آملی، قم، قیام، ۱۳۸۰ش.