منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د امام حسین او عمر بن سعد خبرې اترې

د wikishia لخوا

د امام حسین(ع) او عمر بن سعد ترمنځ د کربلا له پېښې مخکې خبرې اترې په ځینو سرچینو، لکه د ابومخنف په مقتل الحسین کې، راپور شوې دي؛ که څه هم د دغو خبرو د اصل شتون منل شوی، خو د کره وخت، شمېر او محتوا په اړه یېاختلاف شته. په ځینو روایتونو کې راغلي چې د لیدنې وړاندیز د امام حسین(ع) له خوا وشو او عمر بن سعد ته ورسېد. وروسته دواړه لوري د خپلو یو شمېر ملګرو سره د دواړو لښکرو ترمنځ په یوه ځای کې د خبرو لپاره راټول شول؛ خو په بېلابېلو روایتونو کې د ګډون کوونکو د شمېر او ترکیب او همدارنګه د خبرو په جزئیاتو کې توپیر لیدل کېږي. همدارنګه ویل شوي چې د عمر بن سعد ځینې سرتېري د امام حسین(ع) له دریځ څخه تر خبرېدو وروسته له هغه څخه جلا او د امام(ع) له ملګرو سره یوځای شول، خو د دې ادعا صحت له شک سره مخ دی.

د وخت له پلوه هم روایتونه توپیر لري: ځینې څېړنې دغه لیدنې کربلا ته له ننوتلو مخکې ګڼي، په داسې حال کې چې په نورو راپورونو کې ویل شوي چې دا خبرې د کوفې د لښکر او د امام حسین(ع) د ځواکونو د مخامخ کېدو پر مهال ترسره شوې دي. ابومخنف د دغو خبرو شمېر درې یا څلور ځله ښيي چې په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې ترسره شوې دي. ځینو شیعه لیکوالانو هم د محرم د څلورمې تر شپږمې ورځې پورې مشخصه موده د دغو لیدنو لپاره یاده کړې ده.

د خبرو اترو د محتوا په اړه هم د څېړونکو په نقلونو کې څرګند اختلاف شته. ځینې، لکه مهدي پیشوایي، د عقبة بن سمعان د روایت پر بنسټ هغه ادعا ردوي چې ګواکې امام حسین(ع) له یزید سره د بیعت وړاندیز کړی و، او دا ادعا د یزید د حکومت د مشروعیت لپاره یو تاریخي تحریف ګڼي. د هغه په باور، امام حسین(ع) یوازې له سیمې څخه د وتلو غوښتنه کړې وه. په مقابل کې، محمد سروش محلاتي یزید ته د عمر بن سعد د لیک له متفاوت تفسیر څخه په ګټې اخیستنې سره، دغه خبرې له یزید سره د مذاکرې او د جګړې د مخنیوي لپاره د امام حسین(ع) هڅه ګڼي. خو دا نظر د رجبی دواني او مروجي طبسي په څېر څېړونکو رد کړی دی. هغوی د عمر بن سعد لیک دروغ او د شخصي موخو لپاره جوړ شوی بللی دی. د دغو خبرو د موخې په اړه هم بېلابېل اخستونونه وړاندې شوي دي. ځینې کسان، لکه سید علي خامنه‌اي او ناصر مکارم شیرازي، دغه خبرې عمر بن سعد ته د نصیحت او پند ورکولو او د دښمنانو پر وړاندې د حجت د بشپړولو په موخه ګڼي. په همدې حال کې، محمد سروش محلاتي او حسن روحاني له یزید سره د مذاکرې او معاملې نظر مطرح کړی دی.

په کربلا کې یو مقام هم شته چې ویل کېږي د امام حسین(ع) او عمر بن سعد د لیدنې ځای و. دغه مقام د باب‌السلامه په سیمه کې، د امام حسین(ع) له حرم څخه شاوخوا ۲۴۰ متره شمال ته موقعیت لري.

د کربلا له پېښې مخکې د امام حسین(ع) او عمر بن سعد خبرې

د ابومخنف د مقتل الحسین د راپور له مخې، د کربلا له پېښې مخکې د امام حسین(ع) او عمر بن سعد ترمنځ څو ځله خبرې اترې ترسره شوې دي.[۱] ځینې څېړونکي باور لري چې د دغو خبرو د اصل شتون د تاریخ‌پوهانو له خوا منل شوی، خو د کره وخت او محتوا په اړه اختلاف شته.[۲]

د ځینو روایتونو له مخې، د لیدنې وړاندیز د امام حسین(ع) له خوا وشو او عمرو بن قرظه انصاري دا وړاندیز عمر بن سعد ته ورساوه؛[۳] خو سبط بن جوزي دغه وړاندیز د عمر بن سعد زوی ته منسوب کړی دی. ویل شوي چې له دې وړاندیز وروسته، امام حسین(ع) او عمر بن سعد هر یو له خپلو شلو ملګرو سره د دواړو لښکرو ترمنځ په یوه ځای کې د خبرو لپاره سره راټول شول؛ خو په وروستي راپور کې راغلي چې امام حسین(ع) له عباس(ع) او علي‌اکبر(ع) سره حاضر و، او عمر بن سعد هم له خپل زوی حفص او خپل غلام لاحق سره په خبرو کې ګډون کړی و.[۴]

همدارنګه روایت شوی چې کله د عمر بن سعد ځینې سرتېري د امام حسین(ع) له وضعیت څخه خبر شول، د هغه له لښکر څخه دېرش کسان جلا او له امام(ع) سره یوځای شول او ویې ویل: «د پیغمبر د لور زوی تاسو ته وړاندیزونه کوي، خو تاسو یې هېڅ یو نه منئ؟»[۵] خو ځینو څېړونکو د دې ادعا د صحت په اړه شک څرګند کړی دی.[۶]

له کربلا مخکې د مذاکراتو د وخت او شمېر په اړه بېلابېل روایتونه

د دغو لیدنو د وخت په اړه د تاریخ‌پوهانو ترمنځ د نظر اختلاف دی.[۷] مهدي پیشوایي، چې له شیعه تاریخ‌پوهانو څخه دی، باور لري چې شمر بن ذي‌الجوشن کربلا ته له ننوتلو مخکې، د ۶۱ هجري قمري کال د محرم په ۹مه له یزید سره په یوه لیدنه کې د دغو خبرو اترو خبر هغه ته ورکړی و؛ له همدې امله، د هغه په باور، دغه خبرې تر دې نېټې مخکې ترسره شوې وې.[۸] خو د ترجمة الحسین ومقتله په کتاب کې، چې د درېیمې هجري پېړۍ اثر دی، راغلي چې د امام حسین(ع) دغه خبرې له کوفي لښکر سره د مخامخ کېدو پر مهال بیان شوې وې.[۹]

ابومخنف د دغو خبرو شمېر درې یا څلور ځله ښودلی چې په بېلابېلو ځایونو او وختونو کې ترسره شوې دي.[۱۰] شیعه لیکوال محمدصادق نجمي هم باور لري چې دغه لیدنې د محرم د څلورمې او شپږمې ورځې ترمنځ ترسره شوې دي.[۱۱]

د خبرو مینځپانګه

د خوارزمي د راپور له مخې د امام حسین(ع) او عمر سعد خبرې:

«ای د سعد زویه! ایا غواړې له ما سره جګړه وکړې، په داسې حال کې چې ما پېژنې او پوهېږې چې زما پلار څوک دی؟ ایا له هغه خدای څخه نه وېرېږې چې بېرته ورګرځېدل دې د هغه لوري ته دي؟ ایا نه غواړې له ما سره یوځای شې او له دغو (بني امیه‌وو) څخه لاس واخلې؟ دا کار به تا خدای ته لا ډېر نږدې کړي.» عمر په ځواب کې وویل: «زه وېرېږم چې په دې صورت کې به په کوفه کې زما کور وران کړي.» امام وفرمایل: «زه به په خپل لګښت ستا کور جوړ کړم.» عمر سعد وویل: «زه وېرېږم چې زما باغ او د کجورو باغونه به مصادره کړي.» امام وفرمایل: «زه به په حجاز کې تر هغو باغونو چې ته یې په کوفه کې لرې، غوره باغونه درکړم.» عمر سعد وویل:«زما ښځه او اولاد په کوفه کې دي او وېرېږم چې هغوی ووژني.» امام وفرمایل: زه د هغوی د سلامتۍ ضمانت کوم.» عمر سعد چوپ شو او هېڅ ځواب یې ورنه کړ. امام حسین(ع) له خپل ځایه پورته شو، په داسې حال کې چې ویل یې:پر تا څه شوي دي؟ ... الله دې ونه بښي ... زه ګومان نه کوم چې ته به د عراق له غنمو څخه وخورې، مګر ډېر لږ مقدار.» عمر سعد په ځواب کې وویل: که غنم نه وي، وربشې خو شته.»[۱۲]

د امام حسین(ع) او عمر بن سعد ترمنځ د خبرو د محتوا په اړه په تاریخي سرچینو کې بېلابېل راپورونه موجود دي.[۱۳] د درېیمې هجري پېړۍ د تاریخ‌پوه طبري د روایت له مخې، دغو دواړو له خپلو ملګرو څخه جلا په یوازې ځان خبرې وکړې؛ له همدې امله د دواړو لښکرو سرتېري د دوی د خبرو له جزئیاتو خبر نه وو او یوازې یې اټکلونه کول.[۱۴]

په همدې ترڅ کې، عقبة بن سمعان چې د امام حسین(ع) له همېشنيو ملګرو څخه و، هغه مشهوره ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې امام حسین(ع) له یزید سره د بیعت وړاندیز کړی و. هغه ټینګار کړی چې امام(ع) یوازې دا وړاندیز کړی و چې اجازه دې ورکړل شي له هغې سیمې څخه ووځي، څو د خلکو برخلیک روښانه شي.[۱۵]

د مهدي پیشوایي په وینا، د بېلابېلو روایتونو له څېړلو وروسته، هغه د عقبة بن سمعان روایت صحیح ګڼي.[۱۶] نوموړي د امام حسین(ع) د سیرت او له امویانو او یزید سره د هغه د دریځونو پر بنسټ ټینګار کړی چې هغه راپورونه ناسم دي چې په کې د امام له خوا د تسلیمېدو یا یزید ته د تګ وړاندیز شوی دی.[۱۷] پیشوایي باور لري چې ځینې راپورونه، لکه د حسین(ع) د لښکر او د حرّ د لښکر مخامخ کېدل، یا د امام حسین(ع) او عمر بن سعد ترمنځ خبرې چې په هغو کې د «یزید سره بیعت» یادونه شوې، د تاریخ تحریف او د یزید د حکومت د مشروعیت لپاره هڅه ده. پیشوایي همدارنګه باور لري چې هغه تاریخي اسناد چې ښيي امام حسین(ع) له یزید سره بیعت رد کړی و، د دغې روایت د ناسم‌والي څرګندونه کوي.[۱۸]

په مقابل کې، شیعه فقیه محمد سروش محلاتي هغه لیک چې عمر بن سعد له امام حسین(ع) سره تر خبرو وروسته یزید بن معاویه ته استولی و، د دغو دواړو د خبرو د درک لپاره مهم بولي.[۱۹] د هغه پر بنسټ، محلاتي باور لري چې امام حسین(ع) په دغو خبرو کې له یزید سره د بیعت یا خبرو لپاره د لیدنې غوښتنه کړې وه. هغه د امام حسین(ع) پخوانۍ خبرې، چې په کې یې له بیعت څخه انکار کړی و، له دې موضوع سره په ټکر کې نه ګڼي؛ بلکې هغه د بل وخت او بل ځای له شرایطو سره تړلې بولي.[۲۰] نوموړی امامان(ع) داسې سیاستوال ګڼي چې په بېلابېلو شرایطو کې یې بېلابېل غبرګونونه لرل.[۲۱]

دغه نظر د محمدحسین رجبی دواني او محمدعلي مروجي طبسي په څېر تاریخي څېړونکو رد کړی دی.[۲۲] هغوی باور لري چې عمر بن سعد په خپل لیک کې یزید ته هغه وړاندیزونه دروغ بیان کړي وو او موخه یې یوازې دا وه چې له وینې تویېدو پرته جګړه پای ته ورسوي او خپلې شخصي موخې ترلاسه کړي.[۲۳] همدارنګه، د محمد بن جریر طبري د راپور له مخې، عمر بن سعد د شمر بن ذي‌الجوشن له خوا د خپل لیک د ځواب له ترلاسه کولو وروسته، په هغه لیک کې د خپلو ادعاوو پر دروغ‌والي اعتراف کړی و.[۲۴]

اخستونونه

هغه کسان چې د امام حسین(ع) او عمر سعد ترمنځ د داسې خبرو اترو شتون یې منلی، د دې خبرو د علت او موخې په اړه یې بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي:

  1. نصیحت او پند: د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه‌ای، په ۱۳۹۴ ه ل کال کې د امام حسین(ع) او عمر سعد ترمنځ خبرو ته «مذاکره» ویل ساده فکر او د عامیانه لیدلوري پایله وبلله. د هغه په وینا، دا خبرې له ابن سعد سره د پند او نصیحت په موخه شوې وې.[۲۵] د شیعه مذهب له مراجعو څخه ناصر مکارم شیرازي هم د دغو خبرو موخه عمر سعد ته نصیحت او پند ورکول بللي، څو هغه له خپلې تېروتنې څخه راوګرځوي.[۲۶]
  2. مذاکره: محمد سروش محلاتي په دې باور دی چې دغه خبرې د مذاکرې او له یزید سره د یوې معاملې په موخه وې، څو د امام حسین(ع) له لوري د جګړې او وینې تویېدو مخه ونیول شي. نوموړي د ځینو تاریخي سرچینو په استناد، له یزید سره د لیدنې وړاندیز د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکرې یو ډول بللی دی.[۲۷] حسن روحاني، چې په ۱۳۹۳ هـ ل کال کې د ایران ولسمشر و، د دغو خبرو په یادولو سره وویل چې د کربلا درس د منطقي او اصولو په چوکاټ کې د رغنده تعامل او مذاکرې درس دی.[۲۸]
  3. د غاړې خلاصول: ناصر مکارم شیرازي له سره دغه خبرې د امام حسین(ع) له خوا پر خپلو مخالفانو د غاړې خلاصولو لپاره بولي؛ څو وروسته هېڅوک ونه شي ویلای چې له پېښې څخه ناخبره وو.[۲۹]

له عمر سعد سره د امام حسین(ع) د خبرو مقام

له عمر سعد سره د امام حسین(ع) د خبرو منسوب مقام

د امام حسین(ع) او عمر بن سعد د خبرو مقام په کربلا کې د باب‌السلامه په سیمه کې د لوی بازار په وروستۍ برخه کې یو تاریخي ـ زیارتي ځای دی.[۳۰] دی ځای د امام حسین(ع) له حرم څخه شاوخوا ۲۴۰ متره شمال ته موقعیت لري. ویل کېږي چې دغه ځای د جګړې له پیل څخه مخکې د امام حسین(ع) او عمر سعد د لیدنې ځای و. دا مقام په ۱۱۱۳ هـ.ق کال کې جوړ شوی او په ۱۳۵۲ هـ.ق، ۱۳۷۸ هـ.ق او ۱۴۲۳ هـ.ق کلونو کې بیا رغول شوی دی.[۳۱]

فوټ نوټ

  1. أبومخنف، مقتل الحسین، ټوک۱، مخ۱۰۰.
  2. «متن کامل تحلیل سروش محلاتی از ملاقات امام حسین(ع) با عمر سعد»، د شفقنا خبري آژآنس.
  3. سبط ابن‌جوزی، تذکرة الخواص، ټوک۲، مخ۱۵۲.
  4. خوارزمی، مقتل الحسین، ټوک۱، مخ۳۴۷.
  5. ابن‌قتیبه دینوری، الامامة والسیاسه، ټوک۲، مخونه۱۱و۱۲.
  6. پیشوایی، مقتل جامع سیدالشهداء، ټوک۱، مخ۷۰۹.
  7. پیشوایی، مقتل جامع سیدالشهداء، ټوک۱، مخ۷۰۹.
  8. پیشوایی، مقتل جامع سیدالشهداء، ټوک۱، مخ۷۰۹.
  9. ابن‌سعد بغدادی، ترجمة الحسین ومقتله، مخ۶۹.
  10. أبومخنف، مقتل الحسین، ټوک۱، مخ۱۰۰.
  11. «چه سخنانی بین امام حسین و عمر سعد در خیمه میان دو لشگر رد و بدل شد؟»، د خبرآنلاین خبري آژآنس.
  12. خوارزمی، مقتل الحسین، ټوک۱، مخ۳۴۷.
  13. پیشوایی، مقتل جامع سیدالشهداء، ټوک۱، مخونه۷۱۰ او۷۱۱.
  14. طبری، تاریخ الطبری، ‍ټوک۵، مخ۴۱۳.
  15. طبری، تاریخ الرسل و الملوک، ټوک۵، مخ۴۱۵.
  16. پیشوایی، مقتل جامع سیدالشهداء، ټوک۱، مخونه۷۱۰ او۷۱۱.
  17. پیشوایی، مقتل جامع سیدالشهداء، ټوک۱، مخونه۷۱۰ او۷۱۱.
  18. پیشوایی، مقتل جامع سیدالشهداء، ټوک۱، مخ۷۰۹.
  19. «متن کامل تحلیل سروش محلاتی از ملاقات امام حسین(ع) با عمر سعد»، د شفقنا خبري آژانس.
  20. «متن کامل تحلیل سروش محلاتی از ملاقات امام حسین(ع) با عمر سعد»، د شفقنا خبري آژانس.
  21. «متن کامل تحلیل سروش محلاتی از ملاقات امام حسین(ع) با عمر سعد»، د شفقنا خبري آژانس؛ «چه سخنانی بین امام حسین و عمر سعد در خیمه میان دو لشگر رد و بدل شد؟»، د خبر آنلاین خبري آژانس.
  22. رجبی دوانی، «مذاکره امام حسین(ع) و «عمر سعد» خطرناک‌ترین تحریف واقعه کربلاست»، د تسنیم خبري آژانس؛ «گفت‌وگوی امام حسین(ع) با عمرسعد؛ موعظه یا مذاکره؟/ نقدی بر سخنان سروش محلاتی»، د قرآن نړیواله خبري آژانس (ایکنا).
  23. جعفریان، «راهبردهای امام حسین (ع) در مراحل مختلف نهضت کربلا»، د تسنیم خبري آژانس؛ مظاهری، «نقدی بر ادعای مذاکره امام حسین با عمر سعد»، راسخون وېبپاڼه.
  24. طبری، تاریخ الرسل و الملوک، ټوک۵، مخ۴۱۵.
  25. خامنه‌ای، «بیانات در دیدار فرماندهان و کارکنان نیروی دریایی سپاه پاسداران انقلاب اسلامی و خانواده‌های آنان»، د آیت‌الله خامنه‌اي د اثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
  26. مکارم شیرازی، عاشورا ريشه‌ها، انگيزه‌ها، رويدادها، پيامدها، ټوک۱، مخ۳۸۸.
  27. «متن کامل تحلیل سروش محلاتی از ملاقات امام حسین(ع) با عمر سعد»، د شفقنا خبري آژانس.
  28. «هشدار رییس جمهور نسبت به اجرای ناصحیح امر به معروف و نهی از منکر»، د ایسنا خبري آژانس.
  29. مکارم شیرازی، عاشورا ريشه‌ها، انگيزه‌ها، رويدادها، پيامدها، ټوک۱، مخ۳۸۸.
  30. «زیارتگاه های کربلا؛ مقام گفت‌وگوی امام حسین(ع) با عمر بن سعد»، د امام حسین علیه‌السلام تخصصي وېبپاڼه.
  31. فقیه بحرالعلوم و خامه‌یار، زيارتگاههاى عراق (معرفى زيارتگاه‌هاى مشهور در كشور عراق)، ټوک۱، مخ۲۴۶.

سرچينې

  • «متن کامل تحلیل سروش محلاتی از ملاقات امام حسین(ع) با عمر سعد» (له عمر سعد سره د امام حسین(ع) د لیدنې په اړه د سروش محلاتي د شننې بشپړ متن)، شفقنا خبري اژانس، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۶ تلې ۱۳۹۵ل، د لیدنې نېټه: ۲ غبرګولی ۱۴۰۲ل.
  • «زیارتگاه‌های کربلا؛ مقام گفت‌وگوی امام حسین (ع) با عمر بن سعد» (د کربلا زیارتونه؛ د عمر بن سعد سره د امام حسین (ع) د خبرو اترو ځای)، د امام حسین علیه السلام تخصصي پایګاه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۸ لړم ۱۳۹۵ل، د لیدنې نېټه: ۵ غبرګولی ۱۴۰۲ل.
  • «چه سخنانی بین امام حسین و عمر سعد در خیمه میان دو لشگر رد و بدل شد؟» (د دوو لښکرو ترمنځ په خېمه کې د امام حسین او عمر سعد ترمنځ کومې خبرې تبادله شوې؟)، خبرآنلاین خبري اژانس، د مطلب خپرېدو نېټه:‌ ۲۶ تلې ۱۳۹۴ل، د لیدنې نېټه: ۲ غبرګولی ۱۴۰۲ل.
  • أبومخنف الازدي، لوط بن یحیی، مقتل الحسین، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون، بې‌نېټې.
  • ابن‌سعد بغدادي، محمد بن سعد، ترجمه الامام الحسين ومقتله عليه‌السلام، قم، مؤسسة آل البيت عليهم‌السلام لإحياء التراث، بې‌نېټې.
  • ابن‌‌قتیبة الدینوري، ابومحمد عبدالله بن مسلم، الإمامة والسياسة المعروف بتاريخ الخلفاء، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۱۰ق.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ الطبري: تاریخ الرسل والملوک، مصر، دار المعارف، ۱۳۸۷ق، ۱۹۶۷م.
  • پیشوایي، مهدي، مقتل جامع سیدالشهداء، قم، د امام خمیني ښوونیزه او څېړنیزه مؤسسه، ‌۱۳۹۷ل.
  • جعفریان، رسول، «راهبردهای امام حسین (ع) در مراحل مختلف نهضت کربلا» ، تسنیم خبري اژانس، د مطلب خپرېدو نېټه:‌ ۲۰ وږی ۱۳۹۸ل، د لیدنې نېټه: ۳۱ غویی ۱۴۰۲ل.
  • خامنه‌اي، سیدعلي، «بیانات در دیدار فرماندهان و کارکنان نیروی دریایی سپاه پاسداران انقلاب اسلامی و خانواده‌های آنان» (د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو له قوماندانانو، کارکوونکو او د هغوی له کورنیو سره په کتنه کې ویناوې)، د آیت‌الله خامنه‌اي د اثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د مطلب خپرېدو نېټه:‌ ۱۵ تلې ۱۳۹۴ل، د لیدنې نېټه:‌ ۸ غبرګولی ۱۴۰۲ل.
  • خوارزمي، موفق بن احمد، مقتل الحسین، قم، انوار الهدی، ۱۴۲۳ق.
  • رجبي دواني، محمدحسین، «د امام حسین(ع) او «مذاکره امام حسین(ع) و «عمر سعد» خطرناک‌ترین تحریف واقعه کربلاست» («عمر سعد» خبرې اترې د کربلا د پېښې تر ټولو خطرناک تحریف دی)، تسنیم خبري اژانس، ۲۴ تلې ۱۳۹۵ل، د لیدنې نېټه:‌ ۲ غبرګولی ۱۴۰۲ل.
  • سبط ابن‌جوزي، یوسف بن قزاوغلي، تذکرة الخواص من الأمة بذکر خصائص الأئمه، قم، د اهل بیت علیهم السلام د نړیوال مرکز د چاپ او خپرولو مرکز، ۱۴۲۶ق.
  • طبري، محمد بن جریر، تاريخ الطبري تاريخ الرسل والملوک وصله تاريخ الطبری، بې‌ځایه، بې‌نېټې.
  • فقیه بحرالعلوم، محمدمهدي او خامه‌یار، احمد، زیارتگاه‌های عراق (معرفی زیارتگاه های مشهور در کشور عراق)، تهران، د حج او زیارت سازمان، د حج او زیارتونو په چارو کې د ولي فقیه د استازولۍ حوزه، بې‌نېټې.
  • «گفت‌وگوی امام حسین(ع) با عمرسعد؛ موعظه یا مذاکره؟/ نقدی بر سخنان سروش محلاتی» (له عمرسعد سره د امام حسین(ع) خبرې اترې؛ وعظ که مذاکره؟ / د سروش محلاتي پر خبرو یوه نیوکه)، د قران نړیوال خبري اژانس ایکنا، د مطلب خپرېدو نېټه: ۱۸ تلې ۱۳۹۸ل، د لیدنې نېټه: ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
  • مظاهري، «نقدی بر ادعای مذاکره امام حسین با عمر سعد» (له عمر سعد سره د امام حسین د مذاکرې پر ادعا یوه نیوکه)، راسخون سایټ، د مطلب خپرېدو نېټه: ۱۱ تلې ۱۳۹۶ل، د لیدنې نېټه: ۷ غبرګولی ۱۴۰۲ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، عاشورا ریشه‌ها، انگیزه‌ها، رویدادها، پیامدها (د عاشورا ریښې، انګېزې، پېښې او پایلې)، قم، بې‌ځایه، ۱۳۸۷ل.
  • «هشدار رییس جمهور نسبت به اجرای ناصحیح امر به معروف و نهی از منکر» (د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ناسم پلي کېدو په اړه د ولسمشر خبرداری)، ایسنا خبري اژانس، د مطلب خپرېدو نېټه: ۳۰ تلې ۱۳۹۳ل، د لیدنې نېټه: ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ل.